د سپوږمۍ اکتشاف
د سپوږمۍ فزیکي سپړنه یا اکتشاف هغه مهال پیل شو چې د شوروي اتحاد لهخوا د «لونا ۲» په نامه یوه جوړه شوې فضا څېړونکې وسیله فضا ته ولېږل شوه او د ۱۹۵۹ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د سپوږمۍ پر سطح ولګېده. تر دې مخکې د اکتشاف وسایل داسې وو چې له ځمکې څخه یې مشاهدات کول. د نوري تلسکوپ په اختراع کېدو سره د سپوږمۍ د مشاهداتو په کیفیت کې لومړنی مثبت ګام واخیستل شو. ګالیلیو ګالیله لومړنی کس و چې تلسکوپ یې د ستورپوهنیزو یا نجومي موخو لپاره وکاراوه؛ ده په ۱۶۰۹ کال کې خپل تلسکوپ جوړ کړ او د سپوږمۍ د سطحې غرونه او ګړنګونه لومړني هغه مشاهدات وو چې د دغه تلسکوپ په مرسته یې وکړل.
د ناسا ادارې «اپولو پروګرام» یوازنی پروګرام و چې انسان یې په بریالي ډول سپوږمۍ ته ورساوه او شپږ ځله یې دغه کار وکړ. لومړی ځل په ۱۹۶۹ کال کې وشو چې د «اپولو ۱۱» دوو ستور مزلو علمي وسایل ځای پر ځای کړل او د سپوږمۍ بېلګې یې ځمکې ته راوړې.
د سپوږمۍ لیرې اړخ ته لومړنی بې خدمې ماموریت د «چانګ اي ۴» چینايي فضايي بېړۍ په مرسته د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې ترسره شو چې «یوټو ۲» څېړونکې وسیله یې په بریالي ډول هلته ځای پر ځای کړه.
تر فضايي الوت وړاندې
[سمول]د لرغوني یونان فیلسوف «اناکساګوراس» (چې تر میلاد مخکې په ۴۲۸ کال کې مړ دی) استدلال وکړ چې لمر او سپوږمۍ دواړه لویې کروي ډبرې دي او سپوږمۍ له لمر څخه رڼا منعکسوي. د جنتونو په اړه د ده غیر مذهبي لیدلوری د دې لامل شو چې زندان ته ولوېږي او تبعید شي. پلوټارک په خپل کتاب «On the Face in the Moon's Orb» کې وویل چې سپوږمۍ داسې ژور ځایونه لري چې د لمر رڼا نه ور رسېږي او دا د سیندونو سیوري او ژور ګړنګونه دي. اریسټارخوس یو ګام وړاندې لاړ او د اندازې تر څنګ یې له ځمکې څخه د سپوږمۍ واټن هم محاسبه کړ او د واټن لپاره یې د ځمکې د شعاع ۲۰ برابره اندازه ترلاسه کړه (رښتینې اندازه ۶۰ ده؛ د ځمکې شعاع ان د اراټوسټن له وخته پېژندل شوې وه).[۱]
فارسي منجم یا ستورپوه «حبش الحاسب المروزي» تر میلاد وروسته د ۸۲۵ او ۸۳۵ کلونو تر منځ په بغداد کې په الشمیسیه رصدخونه یا کتنځي کې بېلابېل مشاهدات وکړل. د دغو مشاهداتو په مرسته یې د سپوږمۍ قطر ۳۰۳۷ کیلومتره (چې د ۱۵۱۹ کلیومتره شعاع معادل دی) او له ځمکې څخه یې د سپوږمۍ واټن ۳۴۶۳۴۵ کیلومتره (۲۱۵۲۰۹ مایله) اټکل کړ. په یوولسمه پېړۍ کې مسلیمان فزیکپوه «ابن الهیثم» د سپوږمۍ رڼا د یو شمېر ازمېښتونو او مشاهداتو له لارې وڅېړله او دې پایلې ته ورسېد چې دا رڼا په خپله د سپوږمۍ د رڼا او د لمریزې رڼا په جذب او انتشار کې د سپوږمۍ د وړتیا ترکیب دی.[۲]
په منځنیو پېړیو کې د تلسکوپ تر اختراع مخکې ګڼو خلکو سپوږمۍ د یوې کرې په توګه وپېژندله، که څه هم ډېری خلک په دې باور وو چې سپوږمۍ په بشپړ ډول صافه ده. په ۱۶۰۹ کال کې ګالیله په خپل کتاب «Sidereus Nuncius» کې د سپوږمۍ لومړنی تلسکوپي انځور وکیښ او ویې ویل چې سپوږمۍ صافه نه ده، بلکې غرونه او ګړنګونه لري. وروسته په اوولسمه پېړۍ کې «جیوواني باټیسټا ریچیولي» او «فرانچسکو ماریا ګریمالډي» د سپوږمۍ یوه نقشه وکښله او ګڼو ګړنګونو ته یې هغه نومونه ورکړل چې اوس هم په همدغو نومونو یادېږي. په نقشو کې د سپوږمۍ د سطحې تیاره برخې سمندرونه او روښانه برخې قارې وبلل شوې.[۳][۴][۵][۶][۷]
فضايي سیالي
[سمول]"فضايي سیالۍ" یا "د سپوږمۍ سیالۍ" د شوروي اتحاد او امریکا متحدو ایالتونو تر منځ له هغې سړې جګړې څخه الهام اخیستی چې پر سپوږمۍ له تمرکز سره لا چټکه شوه. په دې کې ډېرې لومړنۍ علمي پېښې شاملېږي. مثلاً په ۱۹۵۹ کال کې شوروي اتحاد د سپوږمۍ له لیرې اړخ څخه عکسونه واخیستل چې دا ځایونه تر هغه مهاله لا نه وو لیدل شوي او په ۱۹۶۹ کال کې سپوږمۍ ته د لومړني انسان له ختلو سره دا سیالي اوج ته ورسېده چې په ټوله نړۍ کې د شلمې پېړۍ او په ټولیز ډول د بشري تاریخ مهمه پېښه ګڼل کېږي.
لومړنی مصنوعي جسم چې په سپوږمۍ کې یې پرواز وکړ، د شوروي اتحاد بې خدمې څېړونکې وسیله «لونا ۱» وه چې د ۱۹۵۹ کال د جنورۍ میاشتې په ۴مه نېټه یې الوت وکړ. دا لومړنی څېړونکی جسم و چې د لمر په شاوخوا کې د مرکزي لمر مدار ته ورسېد. کم کسان پر دې پوهېدل چې «لونا ۱» د سپوږمۍ له سطحې سره د لګېدو لپاره طراحي یا ډیزاین شوی دی.[۸]
تر ۱۹۹۰ وروسته
[سمول]په ۱۹۹۰ کال کې جاپان د «هیټن» فضايي بېړۍ په مرسته سپوږمۍ را وکتله او درېیم هېواد شو چې د سپوږمۍ په مدار کې یې یو جسم ځای پرځای کړ. فضايي بېړۍ د «هاګورومو» په نامه څېړونکی جسم د سپوږمۍ په مدار کې خوشی کړ، خو رالېږونکی یا ټرانزمېټر پاتې راغی او بالاخره له فضايي بېړۍ څخه یې د لا ډېرې علمي استفادې مخه ډپ کړه. د جاپان د فضايي څېړنو د مرکز (JAXA) رسمي وېبپاڼه کاږي چې جاپان د ۲۰۰۷ کال په سپټمبر میاشت کې سیلین (SELENE) فضايي بېړۍ د دې لپاره فضا ته واستوله چې د سپوږمۍ د منشاء او تکامل په اړه علمي معلومات را ټول کړي او د راتلونکو سپړنو یا اکتشافاتو لپاره د ټکنالوژۍ له پراختیا سره مرسته وکړي.[۹]
د اروپا فضايي مرکز د ۲۰۰۳ کال د سپټمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه د «سمارټ ۱» په نامه یو ارزان بیه او کوچنی مداري څېړونکی فضا ته ولېږه. د «سمارټ ۱» لومړنۍ موخه دا وه چې د سپوږمۍ له سطحې څخه د ایکسرې او ماورای بنفش وړانګو درې اړخیز عکسونه واخلي. دغه څېړونکی جسم د ۲۰۰۴ کال د نومبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د سپوږمۍ مدار ته دننه شو او د ۲۰۰۶ کال د سپټمبر میاشتې تر ۳یمې نېټې پورې یې تر هغه مهاله مشاهداتو ته دوام ورکړ چې په قصدي ډول د سپوږمۍ په سطحه پورې ټکر کړل شو. [۱۰]
پلان شوي سوداګریز ماموریتونه
[سمول]د ۲۰۱۶ کال په اګسټ میاشت کې د متحدو ایالتونو دولت «مون اکسپرس» شرکت ته اجازه ورکړه چې سپوږمۍ ته الوت وکړي. دا لومړی ځل و چې یوه خصوصي شرکت ته دغسې حق ورکړل شو. دا پرېکړه د یوه داسې چلند په توګه په پام کې نیول کېږي چې په راتلونکي کې په ژوره فضا کې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د څارنیزو یا نظارتي سټنډرډونو له تعریف سره مرسته کوي. تر دې مخکې خصوصي شرکتونو په ځمکه یا د ځمکې په شاوخوا کې د فعالیت اجازه نه لرله.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
د ۲۰۰۸ کال د نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه ناسا ادارې وویل چې ۹ سوداګریز شرکتونه به د دې لپاره سیالي وکړي چې سپوږمۍ ته د کوچنیو محمولو د لېږدولو تړون وګټي. د ناسا اجرایوي رئیس «جیم برایډنسټاین» وايي "موږ د سپوږمۍ سطحې ته د تګ او راتګ لپاره د یوه امریکايي داخلي ظرفیت یا وړتیا پر رامنځته کولو لګیا یو".[۱۵][۱۶]
چین د سپوږمۍ د اکتشاف لپاره «د چین د سپوږمیز اکتشاف پروګرام» پیل کړی دی او د سپوږمۍ د سپړنې لیدلوري څېړي، په ځانګړي ډول په سپوږمۍ کې د هیلیم-۳ ایزوټوپ په لټه کې دي چې په ځمکه کې یې د انرژۍ د سرچینې په توګه وکاروي. چین د ۲۰۰۷ کال د اکتوبر میاشتې په ۲۴مه نېټه د سپوږمۍ روباټیک مدار ګرځېدونکی «چانګ اي ۱» وتوغاوه. د «چانګ اي ۱» ماموریت چې په لومړیو کې د یوه کال لپاره پلان شوی و، ډېر بریالی و او له همدې امله څلور میاشتې نور هم تمدید شو. د ۲۰۰۹ کال د مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه «چانګ اي ۱» قصداً د سپوږمۍ پر سطحه ور ټکر کړل شو او ۱۶ میاشتنی ماموریت یې پای ته ورسېد. چین د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر میاشتې په لومړۍ نېټه د سپوږمۍ «چانګ اي ۲» مدار ګرځېدونکی وتوغاوه. بالاخره یې د ۲۰۱۳ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه «چانګ اي ۳» د سپوږمۍ پر سطحه ښکته کړ او درېیم هېواد شو چې دا کار یې وکړ. «چانګ اي ۳» لومړنۍ فضايي بېړۍ ده چې په ۱۹۷۶ کال کې تر «لونا ۲۴» را وروسته د سپوږمۍ سطحې ته ورسېده. دا چې د «چانګ اي ۳» ماموریت ډېر بریالی و، له همدې امله ورپسې مرستندوی «چانګ اي ۴» د نوي ماموریت لپاره وکارول شو. چین د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر میاشتې په ۷مه نېټه د سپوږمۍ لیرې اړخ ته د «چانګ اي ۴» ماموریت پیل کړ. د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ میاشتې په ۳یمه نېټه «چانګ اي ۴» د سپوږمۍ په لیرې اړخ کې ښکته شو. دغې فضايي بېړۍ په سپوږمۍ کې «یوټو-۲» روباټیک جسم ځای پر ځای کړ. د نورو اکتشافاتو تر څنګ «یوټو-۲» ومونده چې د سپوږمۍ په ځینو لیرو ځایونو کې دوړې کابو ۱۲ متره ژورې دي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ O'Connor, J.J.; Robertson, E.F. (February 1999). "Anaxagoras of Clazomenae". University of St Andrews. نه اخيستل شوی 2007-04-12.
- ↑ Needham, Joseph (1986). Mathematics and the Sciences of the Heavens and Earth. Science and Civilization in China. Vol. 3. Taipei: Caves Books. p. 227; 411–416. ISBN 978-0-521-05801-8.
- ↑ Hayashi (2008), Aryabhata I
- ↑ Van Helden, A. (1995). "The Moon". Galileo Project. Archived from the original on 2004-06-23. نه اخيستل شوی 2007-04-12.
- ↑ Toomer, G. J. (December 1964). "Review: Ibn al-Haythams Weg zur Physik by Matthias Schramm". Isis. 55 (4): 463–465. doi:10.1086/349914.
- ↑ Montgomery, Scott L. (1999). The Moon & the Western Imagination. University of Arizona Press. p. 75-76. ISBN 9780816519897.
- ↑ Langermann, Y. Tzvi (1985). "The Book of Bodies and Distances of Habash al-Hasib". Centaurus. 28 (2): 111–112. Bibcode:1985Cent...28..108T. doi:10.1111/j.1600-0498.1985.tb00831.x.
- ↑ "Luna 1". NASA Space Science Data Coordinated Archive.
- ↑ "Kaguya (SELENE)". JAXA. نه اخيستل شوی 2007-06-25.
- ↑ "SMART-1 Impacts Moon". ESA. 4 September 2006. Archived from the original on 2006-10-25. نه اخيستل شوی 2006-09-03.
- ↑ McCarthy, Ciara (3 August 2016). "US startup Moon Express approved to make 2017 lunar mission". The Guardian. ISSN 0261-3077. Archived from the original on 30 July 2017. نه اخيستل شوی 13 July 2017.
- ↑ "An Important Update From Google Lunar XPRIZE". Google Lunar XPRIZE. 23 January 2018. Archived from the original on 24 January 2018. نه اخيستل شوی 12 May 2018.
- ↑ Chang, Kenneth (24 January 2017). "For 5 Contest Finalists, a $20 Million Dash to the Moon". The New York Times. ISSN 0362-4331. Archived from the original on 15 July 2017. نه اخيستل شوی 13 July 2017.
- ↑ Wall, Mike (16 August 2017), "Deadline for Google Lunar X Prize Moon Race Extended Through March 2018", space.com, archived from the original on 19 September 2017, نه اخيستل شوی 25 September 2017
- ↑ "Moon Express Approved for Private Lunar Landing in 2017, a Space First". Space.com. Archived from the original on 12 July 2017. نه اخيستل شوی 13 July 2017.
- ↑ Chang, Kenneth (29 November 2018). "NASA's Return to the Moon to Start With Private Companies' Spacecraft". The New York Times (په انګليسي). Archived from the original on 1 December 2018. نه اخيستل شوی 29 November 2018.
- ↑ Morgan McFall (26 Feb 2020) China's lunar rover finds nearly 40 feet of dust on the far side of the moon
- ↑ China's Farside Moon Rover Breaks Lunar Longevity Record. Leonard David, Space.com. 12 December 2019.
- ↑ Devlin, Hannah; Lyons, Kate (2019-01-03). "Far side of the moon: China's Chang'e 4 probe makes historic touchdown". The Guardian (په انګليسي). ISSN 0261-3077. نه اخيستل شوی 2019-06-06.
- ↑ China launches historic mission to land on far side of the Moon Stephen Clark, Spaceflight Now. 07 December 2018.
- ↑ Sun, Zezhou; Jia, Yang; Zhang, He (2013). "Technological advancements and promotion roles of Chang'e-3 lunar probe mission". Sci China Tech Sci. 56 (11): 2702. Bibcode:2013ScChE..56.2702S. doi:10.1007/s11431-013-5377-0. S2CID 111801601.
- ↑ David, Leonard (4 March 2003). "China Outlines its Lunar Ambitions". Space.com. Archived from the original on March 16, 2006. نه اخيستل شوی 2006-03-20.