Jump to content

د سوماليې کورنۍ جګړه (له 2009-تر اوسه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سوماليې کورنۍ جګړه (له 2009-تر اوسه) د سوماليې د کورنۍ جګړې روان پړاو دی، کومه جګړه چې په سويلي او مرکزي سوماليه متمرکزه ده دا جګړه د 2009ز کال د جنورۍ مياشتې په وروستيو کې د افريقايي اتحاديې د سوله ساتو سرتېرو له ملاتړ څخه د برخمن سوماليې د فدرالي حکومت او له القاعده سره تړاو لرونکي الشباب وسله والو تر منځ پيل شوې وه.

دا شخړه د 2009ز کال د جنورۍ په مياشت کې هغه مهال پيل شوه، کله چې ايتوپيايي سرتيري له صوماليې ووتل، او الشباب ته يې په هېواد کې د ځواک تشه پیدا کړه چې هغوی پکې پراختيا کولای شوای. اسلامپالو د خپل تاريخ تر ټولو ستره بريا د «بايډو» په نيولو سره تر لاسه کړه، کوم چې د انتقالي فدرالي حکومت (TFG) لنډ مهالې پرازمېنه وه. الشباب د TFG او AMISON (AMISON په صوماليه کې د افريقايي اتحاديې ماموريت)  پر ضد جګړې ته د 2010ز کال په اوږدو کې دوام ورکړ، او له دولتي ځواکونو سره په جګړه کې يې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړل. د دې سازمان سره سيمه ييز ملاتړ په پرله پسې ډول وده وکړه، چې تر يو بريده يې لامل د الشباب تر واک لاندې سيمو کې وړاندې شوي پرتليز ډول بريالي قانون پلی کونکی او د عدالت نظام و.[۱]

په سويلي صوماليه د کينيا بريد، چې د «Linda Nchi» په نوم عمليات وو، د 2011ز کال د اکتوبر په مياشت کې پيل شول. د کينيا حکومت د کډوالو د مخ پر زياتېدونکي بحران او د خپلې نا خوندي شمالي پولې سره د نا امنۍ له امله اندېښمن و، او نيت يې درلود چې يوه حايله سيمه جوړه کړي، تر څو د کينيا خاورې ته د جګړې د پراخېدو مخه ونيسي. الشباب د کينيا د مداخلې له امله \ تر زيات فشار لاندې ونيول شو، کوم هېواد چې د TFG او AMISOM له سرتېرو سره په دې ډله بريد کولو کې ګډون پيل کړ. دې اتحاد په سويل کې د الشباب دريځ وننګولو او اسلامپال يې د «کسمايو» له مهم بندري ښار څخه و ايستل. صوماليه په 2011ز کال کې له سخت قحط سره مخ شوه، چې په دې سره الشباب نور هم کمزوري شول.[۲][۳]

د مخ پر وده ننګونو سره سره، الشباب اوس هم د سويلي صوماليې پراخه سيمه تر واک لاندې لري. دا ډله په ډېرو کليوالو سيمو کې د پام وړ نفوذ لري، او اوسمهال دا ډله د سيمو د نيولو پر ځای چريکي او تروريستي بريدونو ته لومړيتوب ورکوي. په صوماليا کې اسلامي دولت (iss) او حزب الاسلام هم د دواړو ډلو پر ضد بريدونه کړي دي. په 2013ز کال کې حزب اسلامي د دولت پر ضد د بريدونو اعلان وکړ، خو تر 2023ز کال پورې، ISS په شمالي صوماليه کې فعال پاتې دی.[۴][۵][۶][۷]

مخينه

[سمول]

په 2004ز کال کې جوړ شوی او په نړيواله کچه په رسميت پېژندل شوی، په صوماليه کې د انتقالي فدرالي حکومت (TFG) ملاتړ تر هغه وخته کېدو، تر څو په 2006ز کال کې د ايتوپيا د پوځ له خوا د متحده ايالاتو مداخله نه وه شوې، کوم چې په موګاديشو کې سيال د اسلامي محاکمو اتحاد (ICU) له منځه وويست، او د TFG د واکمنۍ په پیاوړتيا کې يې مرسته وکړه. له دې ماتې وورسته، ICU په ګڼو جلا جلا برخو وويشل شو. د الشباب په ګډون يو شمېر ډېر سخت دريځي عناصر، د TFG پر وړاندې خپل مقاومت ته د دوام ورکولو او په صوماليه کې د ايتوپیا د پوځ د شتون د مخالفت لپاره سره بيا يوځای شول. د 2007 او 2008ز کلونو په اوږدو کې، الشباب يو لړ پوځي برياوې تر لاسه کړې، په مرکزي او سويلي صومالیه کې يې د مهمو ښارګوټو او بندګاوو واک په لاس کې واخيست. د 2008ز کال په پای کې، دې ډلې موګاديشو نه، بلکې «بايډوا» ښار ونيو. د 2009ز کال د جنورۍ تر مياشتې، الشباب او نورو وسله والو وکولای شول چې ايتوپيايي سرتيري له هېواد څخه ايستلو ته اړ کړي، او تر شا يې د افريقايي اتحاديې (AU) يو کم سمبال سوله ساتی ځواک پرېښود. په جبوتي کې د شيخ شريف شيخ احمد د صوماليې د ازادۍ لپاره د اتحاد د جبوتي څانګې (ARS-D) او TFG د لومړي وزير نور حسن په مشرۍ د يوې اسلامپالې جلا ډلې تر منځ د واک د وېش پر سر تړون وشو. الشباب، چا چې د ياغيتوب د منځلاري اسلامپالو څخه جلا کېدل غوره کړي و، د سولې معامله رد کړه او د سيمو نيولو ته يې دوام ورکړ. حزب الاسلام هم له دوی سره يوځای شول، کوم چې د څلورو اسلامپالو ډلو يو اتحاد و، په کوم کې چې د صوماليې د بيا ازادۍ لپاره اتحاد-اسماره څانګه هم شامله وه. د اهل السنة و الجماعة په نوم يوه بله اسلامپاله ډله، چې له TFG سره په ايتلاف کې شامله وه، او د ايتوپيا له ملاتړ څخه برخمنه وه، په الشباب بريدونو ته دوام ورکړ، او ښارونه يې هم ونيول، که څه هم دوی يوازې د «ګالګودود» په منځنۍ سيمه کې نفوذ درلود، د کومې سيمې له ډېرې برخې چې دوی الشباب و ايستل.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

کله چې پارلمان له منځلارو اسلامپالو مخالفينو څخه 275 مسئولين وټاکل، له دې وروسته د 2009ز کال د جنورۍ په يو دېرشمه نېټه، د ARS مشر شيخ احمد د TFB د رئيس په توګه وټاکل شو. له هغه راهيسې، د الشباب سخت دريځي اسلامپالان د TFG نوی ولسمشر تورن کړ چې سيکولار انتقالي حکومت يې منلی، او کورنۍ جګړې ته يې له هغه وخته دوام ورکړ، له کله چې د 2009ز کال د فبروۍ په لومړيو کې نوموړی په موګاديشو کې ولسمشرۍ ماڼې ته رسېدلی دی. [۱۳][۱۴]

زماني جدول

[سمول]

2009-10: جګړه پيل کېږي

[سمول]

الشباب همدا راز د حکومت پر ضد د جګړې ژمنه وکړه. د 2009ز کال د فبرورۍ د مياشتې په څلورمه نېټه، څلور اسلامپالي ډلې، چې په هغوی کې د حسن ظاهر اويس د  ARS ايريتريايی څانګه هم شامله وه، سره يوځای شوې او د حزب اسلام په نوم ډله يې جوړه کړه، تر څو د شريف شیخ احمد د نوي حکومت مخالفت وکړي. د TFG  نوي ولسمشر شيخ شريف شيخ احمد د 2009ز کال د فبرورۍ مياشتې په اومه نېټه په لومړي ځل موګاديشو ته د ولسمشر په توګه راورسېد. څو ساعته وروسته الشباب او نورو سخت دريځو اسلامپالو د TFG  په ولسمشر ډزې پيل کړې. دوی نوی ولسمشر د سيکولار انتقالي حکومت په منلو تورن کړ. [۱۵][۱۶][۱۷]

د فبرورۍ په اتمه نېټه، د موګاديشو په سويل کې سخته جګړه ونښته. د الشباب رهبر شيخ مختار روبو (ابو منصور) له موګاديشو څخه د ليدنې پر مهال، د سولې د خبرو لپاره له شريف احمد سره وکتل، په داسې حال کې چې عمر ايمان ولسمشر رد کړ. د دې مذاکراتو پر مهال، شريف احمد وويل چې هغه به په صوماليه کې د شریعت پلي کولو ته چمتو وي، کوم چې د سخت دريځو ډلو بنسټيزه غوښتنه وه. په هر حال، شيخ مختار روبو، څوک چې د الشباب پخوانی وياند و، له شريف احمد سره خبرې کول رد کړ، او ژمنه يې  وکړه، تر څو چې د شريعت د قوانينو په اړه د دوی غوښتنې نه وي منل شوې،  دوی به جګړې ته دوام ورکړي. شيخ مختار روبو صوماليې ته د سوله ساتو ځواکونو لپاره نايجيريا ته خبرداری و رکړ، ځکه چې الشباب د افريقايی اتحاديې سوله ساتو ځواکونو ته د اشغالګرو ځواکونو په سترګه کتل. دوه ورځې وروسته د الشباب له خوا د باکول ولايت د نيولو لپاره جګړه پيل شوه. بيدوا څخه ايستل شويو دولتي چارواکو په هدور (Xudur) ښار کې سرتيري راټولول او د بيدوا ښار د بېرته نيولو لپاره يې د يو ستر بريد طرحه جوړوله. اسلامپالو ځواکونو په دې ولايت بريد وکړ او مرکز ته يې ورسېدل، چېرته چې دوی د دولتي ځواکونو پر ضد جګړه پيل کړه. په ګالمودوګ کې، د قبيلې مليشې له الشباب څخه د مساګاوي ښارګوټی ونيو، په داسې حال کې چې په وارشيخ کې هم جګړه روانه وه. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

هغه مهال د الشباب وياند، شيخ مختار روبو (ابو منصور)، د ډېرو رسنيزو ادارو هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې د هغه او د نوي ټاکل شوي ولسمشر شريف احمد تر منځ دوه اړخيز تړون شوی دی. د نوموړي د فبرورۍ د دولسمې نېټې په اعلاميه کې، نوموړي همدا راز وويل چې هغه په هېڅ موضوع له ولسمشر سره د تماس نيولو نيت نه لري، او دا چې دوی به د بهرنيو سرتېرو او هغه دولت پر ضد چې نوموړي مرتد وباله، پر ضد خپلې جګړې ته دوام ورکړي. الشباب همدا راز د نوي حکومت پر ضد هم د جګړې ژمنه وکړه. د فبرورۍ په دوه ويشتمه نېټه، په موګاديشو کې د افريقايي اتحاديې په يو مرکز غبرګو ځانمرګو بريدونو يوولس برونډي سرتيري ووژل او پنځلس نور يې ټپيان کړل. دوه ورځې وروسته، په ښار کې سختې جګړې ونښتې، ځکه چې TFG او AU ځواکونو هڅه وکړه چې له سخت دريځو اسلامپالو ځواکونو څخه بېرته ښار ونيسي. جګړه د دوه ورځو لپاره روانه وه، اوه اتيا تنه پکې ووژل شول چې په دوی کې: اته څلوېښت ملکيان، پنځلس وسله وال او شپږ د TFG پوليس وو. په ورته وخت کې، څنګه چې په موګاديشو کې جګړه ونښته، د الشباب ځواکونو په يوه داسې جګړه کې چې شل تنه نور پکې ووژل شول، په شمال لويديځ کې د هوډر ښار ونيو: په دې شل تنو کې لس يې د TFG سرتيري، شپږ يې وسله وال او څلور ملکيان وو. د فبرورۍ په اته نويشتمه نېټه، داسې برېښېده چې حسبة الاسلام به له انتقالي فدرالي حکومت سره اوربند لاسليک کړي. په هر حال، د مارچ تر لومړۍ نېټې، روښانه شوه چې هېڅ ډول اوربند به ونه شي، سره له دې چې ولسمشر شريف احمد د توافق لپاره له وړانديزونو سره موافقه کړې وه، او د شرعي قانون له پلې کېدو سره د موافقې وړانديز يې کړی و، خو له ملکي سيمو څخه یې د سرتېرو له لرې کولو انکار وکړ، سره له دې چې اسلامپالو دا کار کړی و.  الشباب د مۍ په شپږمه اعلان وکړ، چې دوی به د AMISOM له وتلو سره سره جګړې ته دوم ورکړي. د دې په ځواب کې د صوماليې حکومت، د باغيانو تر واک لاندې هوايي لیکو او بندرګاوو د سملاسي محاصرې اعلان وکړ، تر څو تر هغوی پورې د وسلو د رسېدو مخه ونيسي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې

[سمول]
  1. "The History of Al-Shabaab | South African History Online". www.sahistory.org.za.
  2. "The History of Al-Shabaab | South African History Online". www.sahistory.org.za.
  3. Chonghaile, Clar Ni (28 September 2012). "Kenyan troops launch beach assault on Somali city of Kismayo". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 29 September 2013. بياځلي په 28 September 2012.
  4. Harun Maruf (9 June 2017). "Somali Officials Condemn Attacks, Vow Revenge". Voice of America. بياځلي په 28 June 2017.
  5. "Al Shabaab surges bombings amid Somali political crisis". Critical Threats. 2022-01-28. بياځلي په 2022-09-09.
  6. Besheer, Margaret (2022-02-15). "Terror Attacks Surge as Elections Drag in Somalia". VOA (in انګليسي). بياځلي په 2022-09-09.
  7. "Somali Islamists al-Shabab and Hizbul Islam 'to merge'". BBC. 20 December 2010.
  8. "Ethiopian Invasion of Somalia". Globalpolicy.org. 14 August 2007. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 September 2009. بياځلي په 20 April 2011.
  9. United Nations High Commissioner for Refugees (1 May 2009). "USCIRF Annual Report 2009 – The Commission's Watch List: Somalia". Unhcr.org. خوندي شوی له the original on 10 May 2011. بياځلي په 20 April 2011.
  10. "Moderate Islamists seize town from Somali insurgents". Monstersandcritics.com. 29 January 2009. خوندي شوی له the original on 31 July 2010. بياځلي په 20 April 2011.
  11. "Moderate Islamic group claims victory over rival hardline group". Mareeg.com. 1 January 1996. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 September 2012. بياځلي په 20 April 2011.
  12. "Ahlu Suna Wal Jamea supported by Ethiopian government". Ethioforum.org. خوندي شوی له the original on 13 February 2009. بياځلي په 20 April 2011.
  13. "Moderate Islamist picked as Somali president". CNN. 31 January 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په 2 February 2009. بياځلي په 20 April 2011.
  14. Sheikh, Abdi (7 February 2009). "Rebels target new president". In.reuters.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 April 2009. بياځلي په 20 April 2011.
  15. "Somalia: Islamist Groups Merge to Fight Sheikh Sharif". allAfrica. 4 February 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په 9 February 2009. بياځلي په 9 June 2016.
  16. "Somalia: Islamic Party Insurgents Declare War on New Govt". allAfrica. 7 February 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 October 2012. بياځلي په 9 June 2016.
  17. "Radical Islamists attack new president Ahmed's palace".
  18. "Somalia: President Ready to Practice Sharia Law". allAfrica. 9 February 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 October 2012. بياځلي په 9 June 2016.
  19. "Somalia: Al Shabaab Leader Speaks, More Fighting in Mogadishu". allAfrica.com. 13 May 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 October 2012. بياځلي په 20 April 2011.
  20. "Somalia: Al-Shabaab Spokesman Denies Media Reports". allAfrica.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 October 2012. بياځلي په 9 June 2016.
  21. "Somalia: Tensions in Southwest Between Govt Forces, Al Shabaab". allAfrica.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 October 2012. بياځلي په 9 June 2016.
  22. "Somalia: Government Soldiers And Islamists Fight in South-Western Town". allAfrica.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 October 2012. بياځلي په 9 June 2016.
  23. "Somalia: Five Killed in Fighting Between Clan and Islamist Militias". allAfrica.com. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 October 2012. بياځلي په 9 June 2016.
  24. "Al-Shabaab reiterates opposition to new Somali leader". Hiiraan.com. 12 February 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په 6 October 2016. بياځلي په 4 October 2016.
  25. "Al Shabaab vow war against new government, port attacked". Somalia Online. 13 February 2009. خوندي شوی له the original on 12 October 2017. بياځلي په 4 October 2016.
  26. "Somalia in truce with rebel group". Al Jazeera. 28 February 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 March 2009. بياځلي په 20 March 2009.
  27. "Somali rebels reject ceasefire". Al Jazeera. 1 March 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 March 2009. بياځلي په 20 March 2009.
  28. "Somalia: Elder Ahmed Diriye condemns Somali government". خوندي شوی له the original on 11 March 2009. بياځلي په 21 March 2009.
  29. "Somalia: Al Shabaab to 'Continue War' Even If African Union Withdraws". allAfrica.com. 6 May 2009. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 October 2012. بياځلي په 20 April 2011.