د روم قانون
د روم قانون د لرغوني روم قانوني سیستم دی چې، له دوولس جدولونو (له ميلاد څخه مخکې نږدې ۴۴۹ کال) څخه جوړ او تر زرګونه کلونو زیات وخت لپاره د حقوقو نظري زدهکړې دي چې د ختيځ روم د امپراتور لومړي ژوستینیان په امر تدوین شوی او د مدني حقونو اړوند فعالیتونه /Corpus Juris Civilis (تر میلاد وروسته په ۵۲۹ کال) پهکې شامل دي. د روم قانون د مدني قانون اصلي چارچوکاټ جوړوي، چې نن ورځ په پراخ ډول کارېدونکی حقوقي نظام دی او اصطلاحات ځینې وختونه په مترادف ډول کارول کېږي. د روم د قانون تاریخي ارزښت د دودو حقوقي نظام په ګډون په ډېری هغه حقوقي نظامونو کې د لاتیني حقوقي اصطلاحاتو له پرلپسې کارولو سره منعکس شوی چې له یاد نظام څخه اغېزمن شوي دي.
د لویديځ روم د امپراتورۍ تر انحلال وروسته د ختيځ روم امپراتوري پهخپل ځواک کې پاتې شوه. له اوومې پېړۍ وروسته په ختيځ کې قانوني ژبه يوناني وه.
د روم قانون همدارنګه د داسې یو حقوقي سیستم ښودونکی دی چې د ۱۸مې پېړۍ تر پای پورې د لويديځې اروپا په ډېره برخه کې پلی کېده. په جرمني کې د روم د سپېڅلې امپراتورۍ پرمهال (۹۶۳-۱۸۰۶) د اوږدې مودې لپاره پاتې شو. په دې توګه د روم قانون په ټوله لويديځه اروپا او همدارنګه د دې هېواد په ډېری پخوانیو امپراتوریو لکه لاتینه امريکا او ايتوپیا کې د حقوقي چارو د مباني په توګه عمل وکړ. انکریزي او انګریزي – امریکايي عمومي قوانین هم په ځانګړي ډول د دوی د حقوقو په لاتیني وییزېرمه [د مثال په ډول stare decisis (په پخوانیو قانوني قضیو کې یو پرنسیپل)، culpa in contrahendo (یوه لاتیني اصطلاح چې د تړون په پای کې د تېروتنې په معنا ده، په مدني قانون کې یو حقوقي مفهوم دی)، pacta sunt servanda (یوه لاتیني کلیمه چې تړونونه باید خوندي کړل شي په معنا ده، د قانون یو اساسي اصل دی)] کې له رومي قوانینو څخه اغېزمن شول. ختيځه اروپا هم د مدني قانون له جوړښت (Corpus Juris Civilis) څخه اغېزمنه شوه، په ځانګړي ډول د منځنیو پېړیو د رومانیا (ولاشیا، مولداوي او د تاريخي سیمو/منځنیو پېړیو ځينې نور ایالتونه) په څېر هېوادونو څخه چې د رومي او سیمهییزو قوانینو ګډ نوی سیستم یې رامنځته کړ. د ختيځې اروپا قانون د بیزانس د منځنیو پېړیو له حقوقي نظام «د کروندګرو قانون» څخه هم اعېزمن و. [۱]
پرمختګ
[سمول]تردوولس جدولونو (له میلاد څخه مخکې ۴۴۹-۷۵۷) مخکې خصوصي حقونه د روم په مدني قانون (ius civile Quiritium) کې شاملېدل چې یوازې د رومي ښاروندانو لپاره د پلي کېدلو وړ و او له مذهب سره یې تړاو درلود؛ د سخت فارملیزم، سمبولیزم او محافظهکارۍ له ځانګړنو سره یې پراختیا نه وه موندلې د مثال په ډول د مناسکي چاره (د خرڅلاو یو ډول). قانونپوه سکستوس پومپونیوس وایي: «زموږ د ښار په پیل کې خلکو له هېڅ ثابت قانون او ثابتو حقوقو پرته خپل لومړني فعالیتونه پیل کړل: هر څه په ظالمانه ډول د پاچاهانو لهخوا اداره کېدل». باور دا دی چې د روم قانون په اتروسکي مذهب کې جرړې/ریښې لري چې پر مذهبي دود او دستور ټینګار کوي. [۲][۳]
دوولس جدولونه
[سمول]د دولس جدولونو قانون له ميلاد څخه مخکې د پنځمې پېړۍ د منځنۍ برخې اړوند لومړنی قانوني متن دی. تریبون پلبي، سي ترنتیلیوس ارسا، وړاندیز وکړ چې قانون باید د قاضیانو لهخوا د قانون له خپل سري پلي کولو څخه د مخنیوي په موخه ولیکل شي. تر اته کاله سیاسي مبارزې وروسته دپلیبيایانو قبیلې پاتریسیونیانو ته قناعت ورکړ چې د سولون (په اتن کې د سولون لهخوا وضعه شوي د عمومي او خصوصي ژوند قوانین، ژباړن) قوانینو د کاپي کولو لپاره اتن ته يو هيئت وليږي؛ هغوی هم په همدې دلیل د یونان نورو ښارونو ته هیئتان ولېږل. له میلاد څخه مخکې په ۴۵۱ کال کې د دودیزې کیسې سره سم (لکه څنګه چې لیوی وايي)، لس رومي ښاریان د قوانینو د ثبت لپاره وټاکل شول چې د decemviri legibus scribundis (لس کسان، ژباړن) په نوم پېژندل کېږي. کله چې دوی دا دنده تر سره کوله د پاموړ غوره سیاسي واک (اېمپېريم/ imperium) دوی ته ورکړل شوی و. حال دا چې د قضاوت ځواک محدود و. له میلاد څخه مخکې په ۴۵۰ کال کې دسمویري پر لسو لوحو (تابلو) قوانین ولیکل، خو دا قوانین د پبلیانو د رضایت وړ نه و. ویل کېږي چې دویم دسمویرات له ميلاد څخه مخکې په ۴۴۹ کال کې دوه نورې لوحې په هغه کې ورزیاتې کړې. د دوولسو جدولونو نوی قانون د خلکو د اسامبلۍ لهخوا تصویب کړل شو. [۴]
مدرن څېړونکي دې ته مایل دي چې د لاتيني تاريخپوهانو دقت وننګوي. هغوي په عمومي توګه په دې باور دي چې دویم دسمویرات هېڅ نهشته و. باور دا دی چې له میلاد څخه مخکې په ۴۵۱ کال کې د دودیزو حقوقو د بحثوړ ټکي په دمویرات کې شامل وو چې په روم کې يې اصلي دندې پرغاړه لرلې. پردې سربېره د روم پر لومړنیو قوانینو د یونان د اغېزو اړوند ډېرې پوښتنې لا هم د بحثوړ دي. ډېری پوهان د لاتیني تاريخپوهانو له باور سره سم دا له امکان څخه ډېره لرې ګڼي چې پاتریسیونیانو به یونان ته رسمي هیئت لېږلی وي. په بدل کې يې پوهان داسې وړاندیز کوي چې رومیانو یوناني قوانین له مګنا ګراسیا یوناني ښارونو څخه چې د روم او یونان د نړۍ تر منځ اصلي دروازه وه ترلاسه کړي دي. د دوولسو جدولونو اصلي متن نه دی ساتل شوی. په احتمالي ډول دا لوحې له میلاد څخه مخکې په ۳۸۷ کال کې د ګوليانو په واسطه د روم د فتحې پر مهال سوځول شوي او لهمنځه تللي. [۵]
له هغه څخه پاتې شوې ټوټې ښيي چې دا قانون له اوسنۍ معنا سره نه دی. دې قانون د پلي کېدلو وړ ټولو قوانینو ته یو بشپړ اړوند سیستم نه دی چمتو کړی او ښايي د ټولو ممکنه مواردو لپاره يې قانوني حللار نه ده وړاندې کړې. بلکې په دې جدولونو کې ځانګړي مقررات شامل و چې د هغه مهال د شته دودیزو قوانینو د بدلون لپاره طرحه شوي وو. که څه هم دا مقررات د ټولو حقوقي حوزو اړوند دي خو ډېره برخه یې خصوصي حقونو او مدني عدالت ته ځانګړې شوې ده.
لومړنی قانون او قانونپوهنه
[سمول]یو تر ټولو مهمو قوانینو څخه چې د لومړني جمهوریت پرمهال تصویب شو، لیکس کنولیا/ Lex Canuleia (له میلاد څخه مخکې په ۴۴۵ کال کې) و، چې د پاتریسیونیانو او پلبييانو تر منځ يې قانوني واده (conubium) ته اجازه ورکړه؛ لیجېس لایسیناس سیکټيای/ Leges Liciinae Sextiae (له ميلاد څخه مخکې ۳۶۷ کال) چې د عامه ځمکو (ager publicus) اندازه يې محدوده کړه چې هر ښاروند کولی شوی ويې نیسي او شرط يې کېښود چې یو له دوو کلنیو قنصلونو څخه باید پليبی وي؛ او لېکس هوټېنسیا/ Lex Hortensia (له ميلاد څخه مخکې ۲۸۷ کال) چې د پلیبي اسامبلیو پرېکړې يې تشرېح کولې (plebiscita) په دې توګه ښايي د روم د ټولو خلکو د پلیييانو او پاتریسیونيانو لپاره لازمالاجرا و. [۶][۷]
د جمهوري غوښتونکو له دور څخه بل مهم قانون لېکس اکويلیا/Lex Aquilia و چې له ميلاد څخه مخکې په ۲۸۶ کال کې تصویب شوی و ښايي د شکنجې د مدرن قانون د ریښې په توګه په پام کې ونیول شي. په هر حال د اروپا له قانوني کلتور سره د روم تر ټولو مهمه مرسته د قوانینو وضع کول وو چې په ښه ټوګه مخکېلیکل شوي وو، خو د مسلکي حقوقپوهانو (prudentes or jurisprudentessing. prudens) راڅرګندېدل او یو نوی حقوقي علم و. دا چاره د یونان د علمي فلسفې په سوکه پروسو کې د حقوقو په موضوع کې حاصله شوه، هغه موضوع چې خپله یونانیانو کله هم د یو علم په توګه ورسره چلند ونه کړ. [۸]
سرچينې
[سمول][1] د روم جمهوریت د لرغونو قوانینو ټولګه، ژباړن
[2] د لرغوني روم غیر اصلي اوسیدونکو ته ویل کېدل، ژباړن
[3] په لرغوني یونان کې د صلاحیت هغه ډول چې یو ښاروند ته د یو پوځي یا دولتي بنسټ د کنترول لپاره ورکول کېده، ژباړن
- ↑ In Germany, Art. 311 BGB
- ↑ کينډۍ:CathEncy
- ↑ Jenő Szmodis: The Reality of the Law – From the Etruscan Religion to the Postmodern Theories of Law; Ed. Kairosz, Budapest, 2005.
- ↑ "A Short History of Roman Law", Olga Tellegen-Couperus pp. 19–20.
- ↑ "A Short History of Roman Law", Olga Tellegen-Couperus pp. 19–20.
- ↑ The Oxford Classical Dictionary, Third Edition. Edited by Simon Hornblower and Antony Spawforth, Oxford University Press, 1996. Entry: Licinius Stolo, Gaius
- ↑ The Oxford Classical Dictionary, Third Edition. Edited by Simon Hornblower and Antony Spawforth, Oxford University Press, 1996. Entry: Lex
- ↑ Berger, Adolf (1953). Encyclopedic Dictionary of Roman Law. The American Journal of Philology. Vol. 76. pp. 90–93. doi:10.2307/297597. ISBN 9780871694324. JSTOR 291711.