د روسیې – اوکراین پوله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د روسیې او اوکراین تر منځ پوله، د روسیې د فدراسیون او اوکراین ترمنځ نړیواله پوله ده. دغه پوله له ځمکني پلوه د اوکراین د پنځو سیمو او د روسیې د پنځو سیمو پوله معلوموي. د معاصرو پولو موضوع په ۱۹۱۷ زکال د روسیې د سترواکۍ له سقوط وروسته دوام لري.

د ۲۰۱۴ زکال له لومړیو راوروسته، دغه پوله یوځل بیا د روسیې او اوکراین د جګړې له امله له ګواښ سره مخامخ ده. د اوکراین د دولتي سرحدي ګارد د سروېس د مشر ویکتور نازارنکو په خبره: دغه هېواد له روسیې سره په خپله ۴۰۹.۳ کیلومتره (۲۵۴.۳ مایله) پوله کنټرول نه لري. دغه سیمه اوس مهال د دونتسک او لوهانسک د خلکو د جمهوریتونو تر ولکې لاندې ده. په دغه سیمه باندې په کنټرول لرلو کې د بدلون له امله اوس مهال اوکراین د کرچ ټاپووزمې او کریمه اوهمدارنګه په کراسنودارسیمه کې د تامان ټاپو وزمې په نښلونکي کرچ تنګي واک نه لري. په ورته مهال د روسیې فدراسیون د کریمه او خرسون سیمې ترمنځ د اوکراین د اداري پولې په اوږدو کې چک پاینټونه جوړ کړي.[۱][۲]

په ۲۰۱۴ زکال کې د اوکراین دولت د روسیې سره د پولې په اوږدوکې د دفاعي دېوال د جوړولو له طرحې پرده پورته کړه. په دغه دېوال نږدې ۵۲۰ میلیونه ډالره لګښت راته، څلور کاله یې نیول چې جوړ شي او په ۲۰۱۵ زکال کې یې ودانیزې چارې پیل شوې. [۳]

د ۲۰۱۸ زکال د جنوري په لومړۍ نېټه اوکراین، خپل هېواد ته د داخلېدونکو روسي وګړو د بایومتریکي کنټرول اعلان وکړ. د ۲۰۱۸ زکال د مارچ په ۲۲ مه د اوکراین ولسمشر پترو پروشنکو هغه فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې روسي وګړي اړ و، اوکراین ته له سفر وړاندې د خپل سفر د دلیل په اړه اوکرایني چارواکو ته خبر ورکړي. د ۲۰۱۸ زکال د نومبر په اوومه د اوکراین په جزایي قانون کې بدلون راغی چې د نوي تعدیل له مخې هغه وګړي چې په غیر قانوني توګه له پولې اوښتل، د اوکراین دولتي ګټو ته زیان رسونکي بلل کېدل او په درې کلونو بند محکوم کېدل.[۴][۵]

د ۲۰۱۸ زکال د نومبر له ۳۰ مې نېټې وروسته، اوکراین له ۱۶ کلنۍ څخه تر ۶۰ کلنۍ پورې روسان یوازې له بشردوستانه موخو پرته هېواد ته له داخلېدو منع کړل. [۶][۷][۸][۹]

د ۲۰۲۰ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه هغه اوکرایني وګړي چې له اوکراین څخه روسیې ته داخلېدل، باید له خپل نړیوال پاسپورټ څخه یې ګټنه کړې وای، خو له دې سره هغه اوکرایني وګړي چې له روسیې بېرته اوکراین ته ګرځېدل، کولای یې شو، دغه چاره له خپل داخلي پاسپورټ او پېژندپاڼې څخه په ګټې اخیستنې ترسره کړي. [۱۰]

له ۱۹۹۱ زکال وړاندې تاریخ[سمول]

د روسیې د سترواکۍ شیندل کېدل[سمول]

د دغې پولې موقعیت د اوکراین د شوروي سوسیالیستي جمهوریت او د روسیې د شوروي سوسیالیستي فدراتیف جمهوریت ترمنځ له اداري ځمکني وېش څخه په ارث پاتې شوی. لومړنۍ واقعي پوله ټاکنه د ۱۹۱۸ زکال د مۍ په میاشت کې په کورسک کې ترسره شوه. د روسي سترواکۍ له سقوط وروسته څو اړخونه د یو خپلواک اوکرایني هېواد د رامنځته کېدو په لټه کې و او په پرله پسې ډول یې په دې اړه له یوبل سره مبارزه او همکارۍ وکړې. د اوکراین ډېره برخه د شوروي روسیې د سره ځواک له خوا ونیول شوه. د مرکزي ځواکونو په مرسته اوکراین وکولای شول خپل ټول قلمرو (اوکرایني سیمي) بېرته ونیسي او آن د کورسک او ورونژ نږدې سیمې چې ډېری وګړي یې اوکرایني قومیت لرونکي (اوکرایني ژب ویونکي) و، هم له ځان سره الحاق کړې. د ۱۹۱۸ زکال د مۍ په ۶ مه، د اوکراین او شوروي روسیې ترمنځ د اوربند هوکړه په کونوتوپ کې لاسلیک شوه. د ښکېلو غاړو ترمنځ له ۱۰ کیلومترۍ څخه تر ۴۰ کیلومترۍ بې پلوه قلمرو د لا زیاتو بریدونو څخه د مخنیوي په موخه رامنځته شو، خو روسي لوري هوډ وکړ چریکي ځواکونه جوړ کړي چې وروسته په دوه اوکرایني ځواکونو واوښتل.[۱۱][۱۲]

د سولې خبرې د ۱۹۱۸ زکال د مۍ په ۲۳ مه په کیف کې پیل شوې، په دغو خبرو کې د روسي پلاوي مشري د کریسټین راکوفسکي او دیمتري مانویلسکي او د اوکرایني پلاوي مشري روسیې ته د اوکراین د سفیر سرهی شلوخین پر غاړه وه. د ۱۹۱۸ زکال د جون په ۱۲ مه دواړو اړخونو د سولې لومړنی هوکړه لاسلیک کړه. د پولو پر سر ستونزې د لازیاتو خبرو اترو د درېدو لامل وګرځېدې. [۱۱]

د ۱۹۱۸ زکال د جون په ۲۲ مه دواړه لورو په پایله کې په دې هوکړه وکړه چې، د هرې جنجالي پرېکړې په اړه د ټول پوښتنې اړوند د اوکراین له وړاندیز سره ملتیا وکړي، خو بیا هم دغو خبرو اترو کومه پایله نه لرله او د ۱۹۱۸ زکال په اکتوبر میاشت کې د اوکرایني پلاوي له خوا پای ته ورسېدې، ځکه ښکاره شوه چې روسانو تر ډېره خپل وخت د شوروي پلوه تبلیغاتو کولو په موخه کاراوه. [۱۱]

له ډون جمهوریت سره نړیواله پوله[سمول]

تر ټولو بریالۍ خبرې د ۱۹۱۸ زکال د مۍ په ۱۶ مه د ډان جمهوریت له رامنځته کېدو وروسته له ځنډ پرته د اوکراین او ډان جمهوریت ترمنځ خبرې وې. د ډان د لوري استازولي د سوداګرۍ د وزیر ولادمیر لبدف او اوکراین ته د ډان د سفیر الکساندر چریاچوکین له خوا کېده، په داسې حال کې چې له اوکرایني پلوه د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو دوروشنکو د اوکرایني لوري استازولي پر غاړه لرله.[۱۱]

د ۱۹۱۸ زکال د اګست په اتمه نېټه دواړو لورو «د دوه اړخیزو اړیکو د اصولو» په اړه هوکړه لاسلیک کړه، په دغه هوکړه کې دواړو لورو څرګنده کړې وه چې د یوبل پر وړاندې به د ځمکنیو سیالیو څخه ډډه کوي او پولې به د روسي سترواکۍ د سیمه يیز وېش پر بنسټ جوړې کړي. [۱۱]

د شوروي روسیې دویم برید[سمول]

په ۱۹۱۹ زکال کې د روسیې د کورنۍ جګړې پر مهال، د شوروي ځواکونو له دویم برید وروسته، د اوکراین نوي شوروي دولت پرېکړه وکړه چې د اوکراین د ملي دولت ټولې ځمکنۍ لاسته راوړنې به ساتي. له همدې امله د خبرو اترو له څو دورو وروسته د اوکرایني ولایتونو(چرنیف او خارکف) او روسي ولایتونو (بریانسک او کورسک) ترمنځ پولې پر خپل ځای پاتې شوې. همدارنګه هوکړه وشوه چې اوکراین به په پریکوف تنګي کې له کریمه سره ګاونډی وي. د ۱۹۱۹ زکال د مارچ په ۱۰ مه د شوروي اتحاد او شوروي اوکراین ترمنځ د پولو پر سر هوکړه لاسلیک شوه.[۱۳]

د ۱۹۱۹ زکال د اپرېل په ۲۴ مه شوروي د اوکراین سوسیالیستي شوروي جمهوریت د چرنیهیو له څلورو ایالتونو څخه جلا شو، چې د شوروي اتحاد د بهرنیو چارو د خلکو د کمیساري د یوې اړخیزې پرېکړې له مخې نوي رامنځته شوي ایالت ګومل ته انتقال شو. د ۱۹۱۹ زکال د اپرېل په ۲۸ مه د اوکراین د کمونیست ګوند مرکزي کمېټې په ډېرې سادګۍ دغه پرېکړه تصدیق کړه. [۱۳]

وروسته له هغه چې په ۱۹۲۲ زکال کې په رسمي ډول د شوروي جمهوریتونو اتحاد رامنځته شو، د اداري وېش د اصلاحاتو له امله یو شمېر مسایل رامنځته شول. د اوکراین دولت د ګوبرنیای کورسک او ورونژ د یو شمېر هغو برخو دعوا وکړه چې په کې اوکرایني ژبه ویونکي اوسېدل. په ۱۹۲۰ مه لسیزه کې د پوله ییزو شخړو له امله، اوکراین تر خپلې ادعا لاندې نږدې یو په درېیمه برخه ځمکې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د تاګانروګ او شاختي سیمې شوروي ته اړوندې شوې. په ۱۹۲۷ زکال د روسیې سوسیالیستي فدارتیف دولت او د اوکراین د سوسیالیسي شوروي جمهوریت ترمنځ پوله وټاکل شوه.[۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Watching Russia for Signs of Progress in Ukraine Negotiations, Stratfor, 4 April 2016.
  2. State border service, OSCE draft plan to return control over border with Russia if Minsk accords fulfilled Archived 2021-04-25 at the Wayback Machine., Interfax-Ukraine (13 August 2016).
  3. "As Ukraine Erects Defenses, Critics Fear Expensive Failure" Archived 2016-01-24 at the Wayback Machine., Moscow Times, 6 May 2015.
  4. Reuters Staff (په March 21, 2018 باندې). Kiev tightens requirements for Russians travelling to Ukraine.
  5. Poroshenko introduces criminal liability for illegal border crossing by Russians, UNIAN (7 November 2018)
  6. (په 30 November 2018 باندې). Ukraine bans entry to Russian men 'to prevent armies forming'. The Guardian.
  7. (په 30 November 2018 باندې). Ukraine bans entry to all male Russian nationals aged 16-60. UNIAN.
  8. Ukraine upholds entry restrictions for Russian men aged 16-60 years Archived 2018-12-29 at the Wayback Machine., Ukrinform (December 27, 2018)
  9. (په 11 January 2019 باندې). State Border Service after completing martial law did not let over 800 Russians. Glavcom.
  10. Ukrainians to enter Russia on foreign passports from March 1, 2020 Archived April 24, 2021, at the Wayback Machine., 112 Ukraine (18 December 2019)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ ۱۱٫۳ ۱۱٫۴ Regional history of Ukraine. Collection of scientific articles. Vol.3. "Institute of History of Ukraine (NANU)". Kiev, 2009
  12. Yefimenko, H. About the border between the Soviet Ukraine and the Bolshevik Russia, 1919. Ukrayinska Pravda (Historic pravda). 10 March 2014
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ Yefimenko, H. About the border between the Soviet Ukraine and the Bolshevik Russia, 1919. Ukrayinska Pravda (Historic pravda). 10 March 2014