د انګلستان لومړی چارلز
د انګلستان لومړی چارلز | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | لندن |
تابعیت | برېتانيا [۲] |
اولاد | |
پلار | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
لاسليک | |
سمول |
لومړی چارلز (د ۱۶۰۰ز کال د نومبر له ۱۹ مې نه د ۱۶۴۹ ز کال د جنوري تر ۳۰ مې پورې) د ۱۶۲۵ ز کال د مارچ له ۲۷ نه د ۱۶۴۹ ز کال د اعدام تر شېبې پورې د انګلستان، سکاتلنډ او آیرلنډ پاچا و. نوموړی د د سټوارت په کورنۍ کې زېږېدلی و او د سکاتلنډ د شپږم پاچا جېمز دویم زوی و، خو کله چې په ۱۶۰۳ ز کال کې د نوموړي پلار (د لومړي جېمز په توګه) د انګلستان تخت په میراث یووړ، نو انګلستان ته کډه شو، چې په هغه ځای کې یې د خپل ژوند ډېره پاتې برخه تېره کړه. نوموړي په ۱۶۱۲ ز کال کې د خپل مشر ورور هنري فریډریک، د ویلز شهزاده له مړینې وروسته د انګلستان، سکاټلینډ او آیرلینډ د درېیو پاچاهیو ولیعهد شو. نوموړی د هسپانوي هابسبرګ شهزادګۍ ماریا انا سره د واده د یوې بې پایلې هڅې له امله په ۱۶۲۳ ز کال کې په یوه اته میاشتني سفر هسپانیا ته ولاړ، چې په پایله کې د واده خبرې بې ګټې وې. هغه دوه کاله وروسته، د فرانسې د بوربن شهزادګۍ هنریتا ماریا سره واده وکړ.
کله چې چارلز په ۱۶۲۵ ز کال کې ځایناستی شو، د انګلستان له پارلمان سره په شخړه کې ښکېل شو، چې د نوموړي د شاهي وراثت د حق د مخنیوي په هڅه کې وو. چارلز د پاچایانو په الهی حق باور درلود او په دې هوډ و چې د خپل وجدان پر بنسټ واکمني وکړي. د هغه ډېری رعیت د نوموړي د سیاستونو، په ځانګړې توګه د پارلمان له رضایت پرته د مالیاتو د وضع کولو پر وړاندې ودرېدل او د هغه کړنې یې د یوه ټولواکه ظالم پاچا په توګه و انګېرلې. د هغه مذهبي تګلارې او له یوې رومې کاتولیکې سره واده، د دیني اصلاح شویو ډلو، لکه: د انګلیسي پروتستانت پیوریتانو او سکاټلنډي پروتستانت کانوینانتریانو تر منځ مخالفت او بې باوري رامنځته کړه، چې دوی فکر کاوه، چې نوموړی سخت درېځه کاتولیک دی. چارلز له انګلیسي لویو کلیساګانو، لکه: ریچارډ مونتاګو او ویلیم لاډ نه ملاتړ وکړ او د دېرش کلنې جګړې په اوږدو کې براعظمي پروتستانت ځواکونو ته په بریالۍ مرسته کې پاتې راغی. په سکاټلندي کلیسا باندې د انګلیسي لويې کلیسا د کړنو په تپلو کې د هغه هڅې د روحانیونو دجګړې لامل شوې، چې د انګلیسي او سکاټلندي پارلمانونو درېځ یې پیاوړی کړ او د نوموړي په راپرځېدو کې یې مرسته وکړه.
چارلز له ۱۶۴۱ کال نه وروسته، د انګلیس په کورنۍ جګړه کې د انګلیسي او سکاټلنډي پارلماني لښکرو سره جګړه وکړه. نوموړی په ۱۶۴۵ز کال کې له خپلې ماتې وروسته، سکاټلنډي ځواکونو ته تسلیم شو، چې په پایله کې یې هغه د انګلیس پارلمان ("اوږد مهاله پارلمان") ته وسپارل شو. چارلز د مشروطه پاچهۍ لپاره د خپلو نیوونکو د غوښتنو له منلو نه ډ ډه وکړه او په لڼد مهاله توګه د ۱۶۴۷ز کال په نومبر کې له بند نه وتښتید. نوموړي د د وایټ په ټاپو کې له بیا زنداني کېدو وروسته، له سکاټلنډ سره اتحاد وکړ، خو د ۱۶۴۸ ز کال په وروستیو کې نوي ډول پارلماني ځواک په ټول انګلستان خپل کنټرول ترلاسه کړ. چارلز د ۱۶۴۹ ز کال د جنوري په میاشت کې د لوی خیانت په تور محاکمه شو او په اعدام محکوم شو. شاهي نظام لغوه شو او د انګلستان مشترک المنافع هېواد د جمهوریت په توګه تاسیس شو. په ۱۶۶۰ ز کال کې شاهي نظام د نوموړي د زوی دویم چارلز له خوا بیرته را ژوندی شو.
د ژوند لومړني کلونه
[سمول]چارلز د سکاټلنډ د شپږم پاچا جیمز او د ډنمارک د اوسېدونکې ان دویم زوی و چې د ۱۶۰۰ کال د نومبر په ۱۹ نېټه د فایف په سیمه کې د دنفرملین په ماڼۍ کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. نوموړی د ۱۶۰۰ز کال د ډسمبر په ۲۳ مه د اډینبورګ په شاهي ماڼۍ کې د پروتستانت په دینې په مراسمو کې د راس د اوسېدونکي روحاني، ډیوېډ لینډسي له خوا د تعمید غسل ترلاسه کړ او هغه ته یې د الباني ډوک (د الباني سرتېری) لقب، چې د سکاټلنډ د پاچا دویم زوی دودیز لقب و، ورکړ. نور لقبونه، لکه: د اروموند ماکویس (د اروموند پوله ساتونکی)، د روس ایرل (د روس زړور سرتېری) د اردمنوک لارډ (د اردمنوک ارباب) نوموړي ته ورکړل شول. [۳][۴]
شپږم جېمز د انګلستان د ملکې لومړۍ الیزابت یوازینۍ د تره زوی و، چې دوه ځله له ولیعهدۍ لرې شو، خو کله چې ملکه د ۱۶۰۳ ز کال د مارچ په میاشت کې بې اولاده مړه شوه، نوموړی د لومړي جیمز په توګه د انګلستان پاچا شو. جېمز کمزوری او رنځور ماشوم و او کله چې د نوموړي کورنۍ د اپریل او د جون په لومړیو کې انګلستان ته راغله او پلار یې نوموړی د حساس روغتیايي حالت له امله په سکاټلینډ کې د خپل ملګري مشر فیوي سره چې د هغه د سرپرست په توګه و ټاکل شو، پرېښود. [۵][۶]
کله چې چارلز په ۱۶۰۴ ز کې دری نیم کلن شو، و کړای شو چې د بل چا له مرستې پرته د ډنفرملین ماڼۍ د لوی دهلېز په اوږدو کې قدم ووهي او پرېکړه وشوه چې نوموړی د انګلستان د تګ لپاره پیاوړی شوی، ترڅو له خپلې کورنۍ سره یوځای شي. چارلز د ۱۶۰۴ ز کال د جولای په نیمایي کې له ډنفرملین نه انګلستان ته ولاړ او هلته یې د خپل پاتې ژوند برخه تېره کړه. چارلز په انګلستان کې د الیزابیت تر واک لاندې د درباري ښاغلي رابرټ کیري د مېرمنې آغلې کیري تر روزنې لاندې و، چې هغه یې د هسپانوي چرم اوسپنې نه جوړ شوي بوټانو کې ځای پرځای کړ، ترڅو د هغه کمزورې ښنګري پیاوړي شي. د نوموړي د وینا وده هم سوکه وه او د خپل پاتې ژوند په اوږدو کې تړی پاتې شو. [۷][۸][۹]
چارلز د ۱۶۰۵ ز کال په جنورۍ کې د یارک ډوک (د یارک شهزاده) لقب ترلاسه کړ، چې د انګلیسي واکمن د دویم زوی لپاره دود و او د استحمام اتلولي (Knight of the Bath) یې ترلاسه کړه. توماس مورې، چې د اسکاتلنډ پرسبتر پروتستانتو نه و، د هغه د ښوونکي په توګه وټاکل شو. چارلز د ژبو، ریاضیاتو او دین دودیز کلاسیک مضامین زده کړل. نوموړي ته په ۱۶۱۱ ز کال کې، د جورابو د بند اتلولي (Knight of the Garter) ورکړل شوه. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
په پایله کې، چارلز په ښکاره توګه په خپله فزیکي کمزوریتا باندې برلاسی شو، چې د ریکټس د ناروغۍ له امله وه. نوموړی یو تکړه آس ځغلوونکی او نښه ویشتونکی شو او په دېوالونو یې د ختلو وړتیا درلوده، خو له دې سره، د خپل ځواکمن او لوړ مشر ورور د ویلز شهزاده، هینري فریدریک پر وړاندې، چې چارلز ورسره مینه درلوده او له هغه نه یې د تقلید هڅه کوله، د هغه عامه شهرت لږ و. هینري د ۱۶۱۲ ز رکال په نومبر کې، د ۱۸ کلونو په عمر کې د هغه ور پېښې ناروغۍ له امله چې د محرقې یا لویې تبې شک پرې کېده (یا ښایې د پورفیریا)، له نړۍ سترګې پتې کړې. چارلز چې له دې پېښې نه دوه اونۍ وروسته ۱۲ کلن شو، د ولیعهد په توګه وټاکل شو. چارلز چې د پاچا د ترټولو لوی ژوندی زوی و، په سملاسي توګه ډېر لقبونه ترلاسه کړل، (لکه: د کارنوال ډوک او د روتیسي ډوک). څلور کاله وروسته، د ۱۶۱۶ ز کال د نومبر په میاشت کې، نوموړي ته د ویلز شهزاده او د چیسټر ارل (زړور سرتېري) لقبونه ورکړل شول. [۱۱][۱۴][۱۲][۱۵][۱۶]
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ https://rkd.nl/explore/artists/448913 — د نشر نېټه: ۲۳ اگسټ ۲۰۱۷
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118720856 — د نشر نېټه: ۱۳ اپرېل ۲۰۲۴
- ↑ Cust 2005, p. 2; Weir 1996, p. 252.
- ↑ Gregg 1981، مم. 4–5.
- ↑ Carlton 1995، م. 2.
- ↑ Cust 2005، م. 2.
- ↑ Carlton 1995, p. 3; Gregg 1981, p. 9.
- ↑ Gregg 1981، م. 12.
- ↑ Gregg 1981، م. 11.
- ↑ Gregg 1981, p. 16; Hibbert 1968, p. 22.
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gregg 1981، م. 22.
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Carlton 1995، م. 16.
- ↑ Gregg 1981، م. 13.
- ↑ Gregg 1981, pp. 18–19; Hibbert 1968, pp. 21–23.
- ↑ Gregg 1981، م. 29.
- ↑ Gregg 1981، م. 47.