Jump to content

د آيفون عامل سيستم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د آيفون عامل سيستم ( پخوانی د ايفون عملياتي سیستیم) د موبايل يو عملياتي سيستيم دی چې په ځانګړي ډول د هارډوير لپاره د اپل انک کمپنۍ له خوا رامنځ ته شوی دی. دا هغه عملیاتي سیسټم دی چې د آی فون او آی پاډ ټچ په ګډون د شرکت د موبايل ډېرو وسیلو ته ځواک ورکوي. په دی دوره کی د اي پډس نمونې هم شاملې وی، تر هغه چې په ۲۰۱۹ ز کال کې ايپډوس معرفي شو. دا د انډرايد عملياتي سيستم څخه وروسته، د نړۍ دویم ترټولو پراخ نصب شوی د موبايل عملیاتي سیسټم دی. دا د درې نورو عملیاتي سیسټمونو بنسټ دی چې د ايپل کمپنۍ له خوا جوړ شوی دی: ايپډوس، تيوي اوس او واچ ایس دي. دا خصوصي سافټویر دی، په داسې حال کې چې  ځینې برخې یې د ایپل عامه سرچینې جواز او د نورو جوازونو لاندې آزادې سرچینې دي.[۱]

د آيفون د عامل سيستم د آیفون د لومړي نسل لپاره په ۲۰۰۷ ز کال کې پرانستل شو. د آيفون عامل سيستم ته د ايپل د نورو وسيلو د ملاتړ لپاره، لکه ايپد تج (چې د ۲۰۰۷ز کال  په سپتمبر کې معرفي شو) او د ايپډ (چې ۲۰۱۰ ز کال په جنوري کې معرفي او په ۲۰۱۰ ز کال په اپريل کې لاسرسي ته وړاندې شو) پرمختګ ورکړ شو. د ۲۰۱۸ ز کال مارچ پورې ايپل اپليکشن ستور، له ۲.۱ څخه ډېر د آيفون د عامل سيستم اپليکشنونه لرل، چې ۱ ميليون يې د آيفون عامل سيستم  لپاره اصلي دي. دا د موبايل اپليکيشنونه په ټولنيز ډول له ۱۳۰ ميليارد څخه ډير ځله ډاونلوډ شوي دي.  [۲]

د آيفون عامل سيستم لویې نمونې هر کال خپريږي چې د ۱۵ آيفون عامل سيستم اوسنۍ با ثباته نمونه، د ۲۰۲۱ ز کال په سپتمبر کې خلکو ته خپره شوه.[۳]

هارډوير

[سمول]

د آيفون عامل سيستم لپاره د‌ اصلي هارډویر برنامه د‌ اي ار ام جوړښت دی (د اي ار ام ۷، اي ار ام  ۸-ای، اي ار ام ۸.۲-ای، اي ار ام۸.۳-ای). د ۷ آيفون له عامل سيستم څخه دمخه د آيفون د عامل سيستم خپرول یوازې د ۳۲-بايت اي ار ام پروسیسرونو سره د آيفون د عامل سيستم وسیلو کې پرمخ وړل کیدی شي. (ای ار ام ۶ او ای ار ام ۷-ای جوړښتونه) په ۲۰۱۳ ز کال کې، ۷ اي ار ام د بشپړ ۶۴- بايت په ملاتړ سره خپور شو(چې په کې اصلي ۶۴-بايت کرنل، کتابتونونه، ډرایورونه او همدارنګه ټول جوړ شوي اپليکشنونه شامل دي)، وروسته له دې د ایپل کمپنۍ اعلان وکړ چې دوی د ۷ ايپل چپ معرفي کولو سره پروسيسرونه له ۶۴-بايت اي ار ام ۸-ای ای ار ام ته بدلوي. په آپ ستور کې د ټولو اپليکشنونو لپاره د ۶۴-بايت ملاتړ هم پلي شوی و. ټول نوي اپليکشنونه د ۲۰۱۵ ز کال په فبروري کې آپ ستور ته سپارل شوي دي او ټول اپليکشنونه له تازه معلوماتو سره د ۲۰۱۵ ز کال د جون په اولې نيټې سره اپ ستور ته سپارل شوي دي. د ۱۱ آيفون د عامل سيستم له ټولو آيفون د عامل سيستم وسیلو څخه د ۳۲-بايت ای ار ام پروسیسرونو او ۳۲-بايت اپليکشنونو سره ملاتړ کوي ، چې یوازې د‌ آيفون عامل سيستم ۶۴-بايت جوړوي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

منل او قبلول(پذیرش)

[سمول]

د بازار ونډه

[سمول]

وروسته له انډرايد څخه په نړۍ کې دویم مشهورسیستم د موبايل د عامل سيستم دی. په وروستيو کلونو کې د ايپدس پلورهم د انډرايد له پلور څخه وروسته پاتی دی. په داسې حال کې چې د ويب کارولو ( يو نماينده د ټولو کارولو لپاره) او ايپدس (چې د آيفون د عامل سيستم کاروي) لا هم مشهور دی.[۱۹]

د ۲۰۱۲ ز کال په منځ کې ۴۱۰ ميليونه وسايل فعال شوي دي. د ډبليو ډبليو ډي سي ۲۰۱۴ ز کال کې  تيم کوک وويل چې:  د ۲۰۱۴ ز کال تر جون پورې ۸۰۰ ميليونه وسايل پلورل شوي دي.[۲۰][۲۱]

د ۲۰۱۵ ز کال په جنوري کې د ایپل د درې میاشتنۍ عاید کال په جریان کې، شرکت يې اعلان  وکړ چې له ۲۰۰۷ ز کال راهيسې، د دوی د آيفون د عامل سيستم يو بيليون څخه ډېرې وسيلې پلورل شوي دي.[۲۲][۲۳]

د ۲۰۱۱ ز کال په وروستيو کې آيفون د عامل سيستم د هوشمندو موبايلونو او ټابليټونو په برخه کې بازار کې ۶۰٪ ونډه درلوده.

د ۲۰۱۴ ز کال په پای کې يو په دوه بازار کې آيفون، د عامل سيستم په هوشمند موبايل کې ۱۴.۸٪ ونډه درلوده او په ټابليټ کې يې ۲۷.۶٪ ونډه درلوده. د ۲۰۱۵ ز کال په فبروري کې د دولتي حساب راپور له مخې: په ټوله نړۍ کې آيفون د عامل سيستم په هوشمندو موبايلونو کې ۲۳.۱۸٪ او په ټابليټونو کې ۶۶.۲۵٪ کارول کيږي چې د پلور پر ځای د انترنت د کارولو له خوا شمېرل شوي دي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ۲۰۱۵ ز کال په درېیمه ربع کې، د ستراتیژۍ تحلیلونو څیړنې ښودلې ده چې د نړۍ په کچه د هوشمند موبايل بازار کې د آيفون د عامل سيستم د قبلولو په ۱۲.۱٪ کې ریکارډ ټیټ و، چې په چین او افریقا کې د کمزوري فعالیت له امله منسوب شوی دی.

انډرايد د بازار ۸۷.۵٪ ونډه لري، تر څنګ يي د وینډوز موبايل او بلیک بیري د بازار پاتې ونډه جوړوي. [۲۸][۲۹]

د ډیجیټل حقونو مدیریت

[سمول]

د آيفون عامل سيستم خصوصي او تړلي خصوصيت په اړوند، په ځانګړي ډول د ډیجیټل حقونو مدافعینو، لکه: د بریښنایی فرنټیر ټولنه، د کمپیوټر انجینر او فعال بریوسټر کاهل، د انټرنیټ د قانون متخصص جانتن زیټرین او د وړیا سافټویر ټولنې چې ايپد يي سره له کمپاین په نښه کړ(د ډيزاين له خوا نيمګړتیا) نیوکې راپارولې دي چې د ايپد د ابتدايي پیښې په اړه یې اعتراض کړی او لري یې. سیالي کوونکي مایکروسافټ، د عامه اړیکو ویاند له لارې، په خپلې برنامې باندې د ایپل د کنټرول نیوکه وکړه.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د بحث وړ مسئله، د آيفون د عامل سيستم د ډیزاین له خوا لګول شوي محدودیتونه دي، د بیلګې په توګه: د ډیجیټل حقونو مدیریت د ایپل برنامې ته د پیرود شوي میډیا د بندولو په هدف ، پراختیایی ماډل (د آيفون د عامل سيستم لپاره رامینځته شوي اپليکشنونه توزیع کولو لپاره کلني ګډون ته اړتیا لري)، د اپليکشنونو لپاره د مرکزي تصویب پروسه او همدارنګه د ایپل عمومي کنټرول او په خپله برنامې بندول دي. په ځانګړې توګه د بحث وړ مسئله د ایپل وړتیا ده چې په خپله خوښه اپليکشنونه غیر فعال اوحذف کړي.

په تخنیکي ټولنه کې ځینو اندیښنه څرګنده کړې ده چې د بند شوی آيفون د عامل سيستم کمپیوټر ته د ایپل په چلند کې د مخ په زیاتیدونکي تمایل استازیتوب کوي، په ځانګړې توګه د ایپل له ماشینونو څخه د دې سيستم لری کول دي، چې شوقین کولی شي، د سافټویر نوښت د مخنیوي لپاره د دې ډول محدودیتونو احتمال سره اړیکه ونیسي او یادونه وکړي. جو هیویټ د ایپل له خوا د دې هارډویر کنټرول په وړاندې د "ویرېدونکي مثال" په توګه احتجاج وکړ، مګر د آيفون د عامل سيستم د اپليکشنونو د سینډ باکسینګ ستاینه یې وکړه.[۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې

[سمول]
  1. "Apple Open Source". Retrieved September 25, 2020.
  2. . Charting The Explosive Growth of the App Store. Lifewire.
  3. "iOS 15 Preview". Apple (په انګليسي). Retrieved 2021-08-20.
  4. Satariano, Adam; Burrows, Peter; Stone, Brad (October 14, 2011). "Scott Forstall, the Sorcerer's Apprentice at Apple". Bloomberg Businessweek. Bloomberg L.P. Archived from the original on April 7, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  5. Kim, Arnold (October 12, 2011). "Scott Forstall's Personality, Origins of iOS, and Lost iPhone 4 Prototype". MacRumors. Archived from the original on April 2, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  6. Thomas, Owen (January 9, 2007). "Apple: Hello, iPhone". CNN Money. CNN. Archived from the original on April 2, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  7. Eadicicco, Lisa (January 9, 2017). "Watch Steve Jobs Unveil the First iPhone 10 Years Ago Today". Time. Archived from the original on April 2, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  8. Honan, Mathew (January 9, 2007). "Apple unveils iPhone". Macworld. International Data Group. Archived from the original on January 26, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  9. Block, Ryan (January 9, 2007). "Live from Macworld 2007: Steve Jobs keynote". Engadget. AOL. Archived from the original on March 24, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  10. Wright, Mic (September 9, 2015). "The original iPhone announcement annotated: Steve Jobs' genius meets Genius". The Next Web. Archived from the original on April 1, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  11. "iOS: A visual history". The Verge. Vox Media. September 16, 2013. Archived from the original on April 12, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  12. Gonsalves, Antone (October 11, 2007). "Apple Launches iPhone Web Apps Directory". InformationWeek. UBM plc. Archived from the original on February 20, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  13. "Jobs' original vision for the iPhone: No third-party native apps". 9to5Mac. October 21, 2011. Archived from the original on April 1, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  14. Fletcher, Nik (October 17, 2007). "Apple: "we plan to have an iPhone SDK in developers' hands in February"". Engadget. AOL. Archived from the original on April 2, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  15. Eran Dilger, Daniel (March 7, 2017). "Nine Years of Apple's iOS SDK generated $60 billion, 1.4 million jobs". AppleInsider. Archived from the original on April 2, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  16. Elmer-DeWitt, Philip (October 17, 2007). "Steve Jobs: Apple Will Open iPhone to 3rd Party Apps in February". Fortune. Archived from the original on April 2, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  17. Block, Ryan (March 6, 2008). "Live from Apple's iPhone SDK press conference". Engadget. AOL. Archived from the original on January 27, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  18. Dalrymple, Jim; Snell, Jason (February 27, 2008). "Apple: iPhone SDK, enterprise announcement next week". Macworld. International Data Group. Archived from the original on April 2, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  19. "StatCounter Global Stats – Browser, OS, Search Engine including Mobile Usage Share". StatCounter GlobalStats. Retrieved September 4, 2020.
  20. Ingraham, Nathan (June 2, 2014). "Apple has sold more than 800 million iOS devices, 130 million new iOS users in the last year". The Verge. Vox Media. Archived from the original on February 10, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  21. "iOS leapfrogs Android with 410 million devices sold and 650,000 apps". InsideMobileApps. July 24, 2012. Archived from the original on July 27, 2012. Retrieved July 24, 2012.
  22. Rossignol, Joe (January 27, 2015). "Tim Cook: Apple Has Sold More Than 1 Billion iOS Devices". MacRumors. Archived from the original on June 23, 2016. Retrieved June 21, 2017.
  23. Kahn, Jordan (January 27, 2015). "Apple announces 1 billion iOS devices sold". 9to5Mac. Archived from the original on July 4, 2017. Retrieved June 21, 2017.
  24. Saylor, Michael (2012). The Mobile Wave: How Mobile Intelligence Will Change Everything. Vanguard Press. p. 33. ISBN 978-1-59315-720-3.
  25. "Android and iOS Squeeze the Competition, Swelling to 96.3% of the Smartphone Operating System Market for Both 4Q14 and CY14, According to IDC" (Press release). IDC. February 24, 2015. Archived from the original on February 25, 2015.
  26. "Worldwide Tablet Growth Hits the Brakes, Slowing to the Low Single Digits in the Years Ahead, According to IDC" (Press release). IDC. March 12, 2015. Archived from the original on March 13, 2015.
  27. "StatCounter Global Stats: Top 7 Mobile Operating Systems on Feb 2015". StatCounter GlobalStats. Retrieved September 4, 2020.
  28. Sui, Linda (November 2, 2016). "Strategy Analytics: Android Captures Record 88 Percent Share of Global Smartphone Shipments in Q3 2016". Strategy Analytics. Archived from the original on November 27, 2016. Retrieved November 27, 2016.
  29. Rossignol, Joe (November 2, 2016). "iOS Adoption Remains at Lowest Levels Since 2014 as Android Captures Record 87.5% Market Share". MacRumors. Archived from the original on November 27, 2016. Retrieved November 27, 2016.
  30. "Tell Tim Cook: No more DRM for Apple". Defective by Design. Retrieved September 4, 2020.
  31. Anderson, Nate (January 27, 2010). "Protestors: iPad is nothing more than a golden calf of DRM". Ars Technica. Archived from the original on April 2, 2017. Retrieved April 1, 2017.
  32. "Mobile Devices and the Next Computing Revolution". فبروري 3, 2010. Archived from the original on ډيسمبر 1, 2010. Retrieved June 9, 2010.
  33. Bobbie Johnson (په February 1, 2010 باندې). Apple iPad will choke innovation, say open internet advocates. The Guardian.
  34. "Microsoft PR spokesman condemns iPad for being "locked down"". جنوري 29, 2010. Archived from the original on March 5, 2012.
  35. "Apple's Trend Away From Tinkering". Slashdot. جنوري 31, 2010. Archived from the original on فبروري 8, 2010. Retrieved June 9, 2010.
  36. Leander Kahney (جنوري 30, 2010). "Pundits On The iPad's Closed System: It's Doom For PCs, No It's Great". Archived from the original on مې 15, 2010. Retrieved June 9, 2010.
  37. Steve Wozniak (Interviewee) (جنوري 22, 2011). Campus Party Brasil 2011 – Geek Pride e Wozniak. Fragoso, Victor. Archived from the original on مې 12, 2011. Retrieved March 7, 2011.