خبرې اترې:رابندرانات ټاگور

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رابندرانات ټيګور زېږيدنه: ٧ مئی ١٨٦١ء وفات: ٧ اګست ١٩٤١ء د بنګالې ژبې شاعر و۔ اصلې نوم يې رابندرانات ټهاكر و۔ ټيګور د ټهاکر څخه اخستل شوې۔ پلار يې دبندرانات او مور يې سارادادیوي نومى ده.د هندوستان د مغربي بنګال ايالت د کلکتې په ښار کې پيدا شوې و۔ حقوق يې په انګليستان کې ويلې وه۔ په ١٩٠١ء کې يې په بولپور د بنګال په يو علاقه کې د شانتی نکتین بنیاد کښېښود او خپل بنګالې او هندي ليكنى يې په انگریزی کې و ژباړلې، د دي وجې يې مقبوليت په نورو ملکونو کې هم وغوړې دی۔ و اروپا ، جاپان ، چین ،روس ،امریکا ته يې په څو واره سفرونه وکړه. په ١٩١٣ء کې يې د ادب نوبل پرائز جايزه خپله کړه. په پنجاب كى پر عوامو د تشدد په خلاف يې د احتجاج په طور د ’’سر‘‘ خطاب واپس کړ. په ١٩٣٠ء كال كى ’’د انسان مذهب‘‘ د عنوان څخه په لندن كي او په نيویارک كي د خپل هغو انځورونو ښوونه وکړه،چې د ٦٨ کلنۍ وروسته يې جوړ کړي وه. دري زره سندري يې په مختلفو كمپوزنو کې ترتیب کړي۔ټيګور د هند هغه نامتو شاعر وه چې د گيتا انجلۍ نغمو په نامه او ډېرې نورې ليکنې کړي. بي شماره نظمونه يې ليکلې،لنډي افساني يې ليکلې۔د هند د ملي سرود او هم ر بنگله ديش د ملي سرود تصنیفات د ټيګور دي، يو څو ډرامي يې هم ليکلې دي۔ ده ته د بنګالې ژبي شکسپئیر هم ويل کيږي۔ مشهوره افسانه ليكونكى و۔ په ١٩١٣ء کې يې د ادب په سلسله كې د نوبل پرائز په نامه دجايزي سربيره۔ په ١٩١٥ء کې د نائټ هډ خطاب هم وګټى۔ شانتی نکیتن يوه دنى مدرسه او يو پوهنتون يې هم جوړ کړې۔ ډيرو کمو خلګو ته دا معلومه ده چې د بنګالې-انگریزی ادبی نوبل انعام یافته نامتو،شاعر او ډراما نګار رابند نات ټيګور (١٨٦١۔١٩٤١) د سټيج اداکار هم و۔ په١٨٨١ء كى يې اخستل شوې دغه تصویر كى ټيګور په خپله ليكل شوى ډرامې “ولمکی پرتیھبا“(عقل منده ولمکی)کې د اندرا دیوی سره د اداکارۍ جوهر ښه يې۔ټيګور دري(٣) زره سندري ليكلي۔ وه (٧) ډرامي د ده د ليكلنو په زخیرہ کې دي۔ د ده په مشهورو ډرامو کې ‘ډاګ ګهر‘،‘ راجا ‘اور، ګورا‘ نومونه اخيستل کيږي۔ محمدداود نظري،كلكته هندوستان.