جعلي خبرونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جعلي خبرونه هغه غلط یا ګمرا کوونکي معلومات دي چې د خبرونو په څیر وړاندې کېږي. د جعلي خبرونو اصلي موخه د یوه کس یا نهاد د شهرت خرابول یا هم د اعلانانو له لارې د پیسو ګټل دي. سره له دې هم، دا اصطلاح کوم ثابت تعریف نه لري او په ډېره پراخه کچه سره کاریدلې ده تر څو هر ډول غلط معلومات لکه ناغوښتل شوي یا ناخوداګاه جوړښتونه پکې شاملیږي او همداشان د مشهورو کسانو له خوا د هغو خبرونو لپاره کارول کېږي چې د دوی له دریځ یا نوم سره په ټکر کې وي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

دا خبره په چاپي رسنیو کې ډېره عامه وه، خو هغه وخت لا پسې زیات شوه کله چې ټولنیزې رسنۍ په تیره بیا فیسبوک رامنځته شو. سیاسي قطبي کول، له حقیقت وروسته سیاستونه، د تایید پلوي کول او د ټولنیزو رسنیو الګوریتمونه د جعلي خبرونو په خپرولو کې ښکېل دي. کله نا کله د بهرنیو متخاصمو لوبغاړو له خوا په تیره بیا د ټولټاکنو په مهال تولید او ورته تبلیغ کېږي. له ناپیژاند هاسټنګ څخه په ګټې اخیستنې له خبري وېب پاڼو څخه کار اخیستل، د جعلي خبرونو د سرچینو قانوني تعقیب له ستونزې سره مخ کړی دی. په ځینو تعریفونو کې، جعلي خبرونه هغه طنزي لیکنې دي چې په تیروتنې سره د اصلي خبر په توګه تعبیر کېږي او هغه مقالې چې احساساتي یا هېښوونکې عنوانونه لري خو په متن کې بیا هغه څه نه وي او دا یوازې د لوستونکو د را جلبولو لپاره کارول کېږي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

جعلي خبرونه د رښتیا د خبرونو اغیز راکمولای شي. د Buzzfeed څېړنو موندلې چې د ۲۰۱۶ کال د امریکا د ولسمشرۍ د ټولټاکنو په اړه تر ټولو ستر جعلي خبرونه د نورو سترو خبري رسنیو په پرتله په فیسبوک کې ډېر لیدل شوي او اوریدل شوي وو. جعلي خبرونه همداشان د دې وړتیا لري تر څو په جدي رسنیز پوښښ کې اعتماد له خطر سره مخ کړي.  دغه اصطلاح په ځینو وختونو کې پر سمو خبرونو باندې د خلکو د شک را پارولو لپاره کاریده او د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوازینی کس و چې د خپل ځان په اړه به یې د مطبوعاتي کنفرانسونو منفي پوښښ ته د جعلي خبرو نوم ورکاوه. دا کار په زیاتې کچې سره تر نیووکې لاندې راغی، ځکه له دې اصطلاح به ټرمپ ډېره ګټه اخیسته او د انګلستان حکومت تصمیم ونیو تر څو له دغې اصطلاح څخه مخنیوی وکړي، ځکه چې دا ډېره «کمزورې تعریف شوې وه» او «له بېلابېلو غطلو معلوماتو نیولې تر تیروتنو او بهرنۍ لاسوهنې پورې موارد په خپل ځان کې رانغاړي».[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

اوس مهال له جعلي خبرونو سره ګڼې ستراتیژيګانې په فعاله توګه تر څېړنې لاندې دي او اړتیا ده چې هغه د جعلي خبرونو په ډولونو باندې ووېشل شي. همداشان د ټولنیزو رسنیو او د وېب د پلټونکو موتورونو لپاره اغیزناکو ځاني تنظیماتو او قانوني مقرراتو ته اړتیا ده. اطلاعاتي فضاء باید له دقیقو خبرونو څخه ډکه وي تر څو د جعلي خبرونو ځای ونیسي. هر وګړی باید په فعاله توګه د ناسمو روایتونو د لیدلو په مهال، لاس په کار شي او همداشان باید په ټولنیزو رسنیو کې د اطلاعاتو د شریکولو په مهال ډېر دقیق واوسي. خو بیا هم، دلیل او د انتقادي تفکر وړتیاووې او علمي میتودونه په یوازې سر کفایت نه کړي تر څو د همدې بدو نظریاتو له پراخ شتون سره مقابله وکړي. د تاییدي د طرفدراي، انګیزه اې استدلال او نورو شناختي طرفداریو له ځواک څخه سترګې پټول کولای شي د رواني روغتیا بېلابېلې بڼې په کلکه سره تحریف کړي. د تلقیح تیوري د هغو تکنیکونو په طراحې کې مرسته کوي تر څو خلک وکولای شي د جعلي خبرونو پر وړاندې مقاومت وښیې، په هغه ډول چې واکسین د ساري ناروغیو په وړاندې انسان خوندي ساتي.

تعریف[سمول]

جعلي خبرونه یعنې نیولوجیزم. جعلي خبرونه یا د جعلي خبرونو وېب پاڼه په اصل کې هېڅ بنیاد نه لري، خو داسې وړاندې کېږي لکه حقیقت چې لري.  [۲۱][۲۲]

د رسنیو د برخې څېړونکی، نولان هیګدون جعلي خبرونه داسې را پیژني: «هغه غلطه یا ګمراه کوونکې محتوی چې د خبرونو په توګه وړاندې کېږي او د خبرو، لیکلو، چاپي، برېښنايي او ډیجیټالي اړیکو په فارمټ کې نورو ته رسول کېږي». هیګدون استدلال کوي چې د جعلي خبرونو تعریف د رسنیو او د سیاسي ایډیالوژيو د ټاکنې لپاره ډېر محدود کارول شوی دی. جعلي اخبار همداشان هغو داستانونو ته اشاره لري چې جعل کېږي او د تایید وړ ډېر کم حقایق تر لاسه کوي. ځینو خلکو او په تیره بیا د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «جعلي خبرونو» تعریف لا پسې پراخ کړی او په دې تعریف کې یې ټول هغه خبرونه را ګډ کړي چې د ده د شخصي عقایدو او کړنو په اړه به یې منفي خبرونه خپرول. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د CBS ټلویزیون د 60 Minutes د خپرونې پرودیسور مایکل رادوتسکي وویل چې د ده پروګرام جعلي خبرونه هغه داستانونه بولي «کوم چې په احتمال سره غلط دي، د خلکو په کلتور کې ډېر زیات جذابیت لري او په میلیونونو وګړي هغه لولي او اوري». دا ډول داستانونه نه یوازې په سیاست کې موندل کېږي، بلکې د واکسین، د زیرمو د بیو او تغذیې په برخه کې هم تر سترګو کېږي. نوموړي هغه خبرونه کوم چې د«سیاستوالو له خوا د رسنیو د هغو خبرونو په اړه چې د دوی نه خوښیږي یا هغه تبصرې چې دوی یې نه غواړي» د جعلي خبرونو په توګه نه دي یاد کړي. د همدې ټلویزیون د 60 Minutes خپرونې یو بل پروډیسور ګي کمپانیل وویل: «د هغه څه په اړه چې موږ خبرې کوو هغه داستانونه دي چې ناګهانه جوړیږي. د زیاترو معیارونو له مخې، هغه په قصدي توګه او د هر تعریف له مخې دوراغ دي».[۲۷][۲۸]

د جعلي خبرونو موخه او مقصد مهم دی. په ځینو حالاتو کې، هغه خبرونه چې په ظاهر کې جعلي ښکاري خو ښايي خبري طنز وي چې په کې زیاتی کېږي او غیرواقعي عناصر په کې را پیژندل کېږي چې د غلطولو پر ځای د دوی اصلي موخه تفریح وي. همداشان، تبلیغات کېدای شي جعلي اخبار واوسي. ځینو څېړونکو پر دې ټینګار کړی دی چې «جعلي خبرونه» نه یوازې د هغوی د ناسمې محتوی له کبله، بلکې د هغو د «انتشار او انلاین تر لاسه کولو د څرنګوالې» له مخې د تشخیص وړ دي. [۲۹][۳۰]

د امریکا د متحده ایالاتو او په ۲۰۱۰ مې لسیزې کې د دې هېواد د ټولټاکنو په بهیر کې، جعلي خبرونو د پام وړ جنجالوهه او استدلالونه رامنځته کړل، چې ځینو مبصرینو بیا دا کار د اخلاقي ډار یا ډله ییز هیسټري په توګه تعریف کړل او ځینې نور بیا عامه اعتماد ته د اوښتي زیان په اړه اندیښمن وو.[۳۱][۳۲][۳۳]

د ۲۰۱۷ کال په جنوري میاشت کې، د بریتانیا د عوامو جرګې بیا د «جعلي خبرونو د مخ پر زیاتیدونکې پدیدې» په اړه پارلماني څېړنه پیل کړه.[۳۴]

په ۲۰۱۶ز کال کې پولیټیفکټ جعلي خبرونه د کال د درواغو په توګه وټاکل. په دغه کال کې چې د امریکا په ټولټاکنو کې ډونالډ ټرامپ ولسمشر شو، زیاتره داسې موارد وو چې اصلاً هېڅ د درواغو په توګه و نه پیژندل شول، له همدې کبله ورته یوه عمومي اصطلاح وټاکل شوه. همداشان په ۲۰۱۶ز کال کې،  د اکسفورډ ډیکشنري د حقیقت وروسته (post-truth) لغت خپل د کال لغت په توګه وټاکه او هغه یې د یوه داسې حالت په توګه تعریف کړ چې: «عیني واقعیتونه د عمومي افکارو په جوړولو کې د احساساتو او شخصي عقیدو د غوښتنې په پرتله ډېر کم اغیزناک دي». جعلي خبرونه د حقیقت وروسته ټولنې یوه تر ټولو لویه نښه ده. کله چې موږ پر بنسټیزو حقایقو باندې هوکړې ته نشو رسیدای یا دا چې د حقایقو په توګه داسې څه وي، نو بیا به څرنګه له یوه بل سره خبرې وکړو؟[۳۵]

لیکوال او پخوانی ژورنالیست او رسنیز افسر تیري پرچت، له هغو لومړنیو کسانو څخه و چې په انټرنېټ کې د جعلي خبرونو د خپراوي له کبله اندېښمن و. په ۱۹۹۵ کال کې د مایکروسافټ له بنسټ اېښودونکي بیل ګیټس سره په یوه مصاحبه کې هغه وویل: «پریږدئ چې ووایم چې زه هم ځان ته یو څه وایم او تصمیم لرم چې د یوې جعلي موضوع په اړه تبلیغ وکړم کوم چې وايي یهودان د دویمې نړیوالې جګړې د پیلیدو اصلي مسؤلین دي او هالوکاسټ په اصل کې درواغ خبره ده. همدا خبره انټرنېټ ته ولاړه او لا اوس هم په همغو کلیماتو سره د نورو تاریخي څېړنو په توګه موجوده ده. په انټرنېټ کې د معلوماتو د اعتبار یو ډول برابري شته. [۳۶]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Tufekci, Zeynep (January 16, 2018). "It's the (Democracy-poisoning) golden age of free speech". Wired. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په June 23, 2017 باندې). Trump's Lies. The New York Times.
  3. Higdon, Nolan (2020-08-15). The anatomy of fake news: A critical news literacy education. University of California Press (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په December 17, 2016 باندې). What is fake news? How to spot it and what you can do to stop it.
  5. Schlesinger, Robert (April 14, 2017). "Fake News in Reality". U.S. News & World Report.
  6. "The real story of 'fake news': The term seems to have emerged around the end of the 19th century". Merriam-Webster. Retrieved October 13, 2017.
  7. Soll, Jacob (2016-12-18). "The long and brutal history of fake news". Politico Magazine (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Himma-Kadakas, Marju (July 2017). "Alternative facts and fake news entering journalistic content production cycle". Cosmopolitan Civil Societies. 9 (2): 25–41. doi:10.5130/ccs.v9i2.5469. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Tsang, Stephanie Jean (31 August 2020). "Motivated fake news perception: The impact of news sources and policy support on audiences' assessment of news fakeness". Journalism & Mass Communication Quarterly: 107769902095212. doi:10.1177/1077699020952129. S2CID 225260530. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په November 11, 2016 باندې). How to solve Facebook's fake news problem: Experts pitch their ideas.
  11. Borney, Nathan (په May 9, 2018 باندې). 5 reasons why 'fake news' likely will get even worse.
  12. "Fake news busters". Politico (په انګلیسي ژبه کي). September 14, 2017. د لاسرسي‌نېټه September 15, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. . Pseudo local news sites reveal nationally expanding network. The Michigan Daily.
  14. . Sue over fake news? Not so fast. CNN
  15. Merlo, Carlos (2017), "Millonario negocio FAKE NEWS", Univision Noticias الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Mihailidis, Paul; Viotty, Samantha (April 2017). "Spreadable spectacle in digital culture: Civic expression, fake news, and the role of media literacies in 'post-fact' society". American Behavioral Scientist. 61 (4): 441–454. doi:10.1177/0002764217701217. S2CID 151950124. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Habgood-Coote, Joshua (26 November 2019). "Stop talking about fake news!". Inquiry. 62 (9–10): 1033–1065. doi:10.1080/0020174x.2018.1508363. hdl:1983/96ab36c8-e90d-42e5-9e5f-5bf2ea877ce0. S2CID 171722153. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Lind, Dara (May 9, 2018). "Trump finally admits that "fake news" just means news he doesn't like". Vox. د لاسرسي‌نېټه May 10, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Murphy, Jennifer. "Library guides: Evaluating information: Fake news in the 2016 US Elections". libraryguides.vu.edu.au (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په October 23, 2018 باندې). Government bans phrase 'fake news'.
  21. (په April 3, 2017 باندې). This Is Not Fake News (but Don't Go by the Headline).
  22. H. Allcott; M.Gentzkow (2017). "Social Media and Fake News in the 2016 election" (PDF). Journal of Economic Perspectives. 31 (2): 211–236. doi:10.1257/jep.31.2.211. S2CID 32730475. د لاسرسي‌نېټه May 3, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Nolan Higdon, "The anatomy of fake news: A critical news education," Oakland, CA: University of California Press, 2020
  24. Desai, Shevon. "Research Guides: "Fake news," lies and propaganda: How to sort fact from fiction: What is "fake news"?". guides.lib.umich.edu (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Hambrick, David Z.; Marquardt, Madeline (February 6, 2018). "Cognitive ability and vulnerability to fake news". Scientific American. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Donald Trump's fake news mistake". د لاسرسي‌نېټه April 24, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Lazer, David M. J.; Baum, Matthew A.; Benkler, Yochai; Berinsky, Adam J.; Greenhill, Kelly M.; Menczer, Filippo; Metzger, Miriam J.; Nyhan, Brendan; Pennycook, Gordon; Rothschild, David; Schudson, Michael; Sloman, Steven A.; Sunstein, Cass R.; Thorson, Emily A.; Watts, Duncan J.; Zittrain, Jonathan L. (9 March 2018). "The science of fake news". Science. 359 (6380): 1094–1096. Bibcode:2018Sci...359.1094L. doi:10.1126/science.aao2998. PMID 29590025. S2CID 4410672. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. کينډۍ:Cite video
  29. (په 20 April 2020 باندې). Fake news: What is it?. The Spokesman-Review.
  30. Bounegru, Liliana; Gray, Jonathan; Venturini, Tommaso; Mauri, Michele (January 8, 2018). A Field Guide to "Fake News" and Other Information Disorders. Amsterdam: Public Data Lab. د کتاب پاڼې 8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په November 22, 2016 باندې). The cure for fake news is worse than the disease.
  32. Gobry, Pascal-Emmanuel (December 12, 2016). "The crushing anxiety behind the media's fake news hysteria". The Week. د لاسرسي‌نېټه February 19, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Carlson, Matt (August 2018). "Fake news as an informational moral panic: the symbolic deviancy of social media during the 2016 US presidential election". Information, Communication & Society. 23 (3): 374–388. doi:10.1080/1369118X.2018.1505934. S2CID 149496585. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په January 30, 2017 باندې). Fake news inquiry by MPs examines threat to democracy. BBC News.
  35. Politifact Lie of the Year, 2016: Fake News. https://www.politifact.com/article/2016/dec/13/2016-lie-year-fake-news/
  36. Flood, Alison (30 May 2019). "Terry Pratchett predicted rise of fake news in 1995, says biographer". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)