Jump to content

تلپاتې کرنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تلپاتې کرنه د تلپاتو طریقو کې هغه کرنه ده، چې د اوسني يا راتلونکو نسلونو د اړتياوو د پوره کولو د وړتيا د رانغاړلو څخه پرته، د ټولنې د حال او نساجۍ اړتياوې پوره کوي. دا د ايکوسيستم خدمتونو د ادراک له مخې کېدلای شی. د کرنې د تلپاتې وړتيا د زياتولو په موخه زيات مېتودونه شته. کله چې په تلپاتې وړ غذايي سيستمونو کې کرنې ته وده ورکوو، اړينه ده چې د سوداګرۍ اوښتونکي (انعطاف پذير) پړاو او د کرنې عمليو ته پرمختګ ورکړو. کرنه پراخه چاپيريالي اغېزه لري، چې د اقليمي بدلون، د اوبو کمښت، د اوبو ککړتيا، د ځمکې نابرابرۍ، د ځنګلاتو په له منځه وړنه او نورو پړاوونو کې مهمه ونډه لوبوي. دا په ضمني ډول د چاپيريالي بدلونونو لامل ګرځي او د دې بدلونونو په مټ خپله هم اغېزمن کېږي. د تلپاتې وړ کرنه د چاپيريال د کرنې دوستانه مېتودونه شاملوي، چې انسان يا طبيعي سيستمونو ته له زيان رسونې پرته د غلو دانو او معيشت (د ژوندانه شيان) توليد ته زمينه مساعدوي. د تلپاتې وړ کرنه يا زراعت خاورې، اوبو، چاپيريالي تنوع، د شاوخوا يا تر ځمکې لاندې ويالو او همدارنګه هغه کار يا په پټي يا ګاونډ سيمو کې ژوند ته مخالفې يا د بدو اغېزو مخنيوی هم رانغاړي. د تلپاتې وړ کرنه کې عناصر permaculture، agroforestry، ګډ يا مختلطه کرنه، ګڼ غله ګي او د غلو دانو دوران په خپله برخه کې شاملولی شي. [۱][۲][۳][۴][۵]

د خوړو مخ پر وده د تلپاتې وړ سيستمونه د انساني نفوس په تلپاته والې کې مرسته کولی شي. د بېلګې په ډول: د اقليمي بدلون د کمولو لپاره تر ټولو غوره لاره د پام وړ کرنې پر بنسټ د تلپاتو غذايي سيستمونو رامنځته کول دي. تلپاته کرنه په بدليدونکو چاپيريالي حالتونو کې د مخ پر وده نفوس د تغذيې  په پار کرنيزو سيستمونو ته د وړیا ورکولو لپاره يو بالقوه حل لاره رامنځته کوي. په تلپاته والي کې بېلابېل معيارونه او د تصديق سيستمونه شته؛ البته د organic certification, Rainforest Alliance, Fair Trade, UTZ Certified, GlobalGAP, Bird Friendly او Common Code for the Coffee Community (4C) په ګډون.

پېژندنه

[سمول]

د ۱۹۷۷ ز کال د کرنيزې څېړنې، پراختیا او تدریس د کړنلارې په ملي قانون کې د «تلپاتې کرنه» اصطلاح په دې ډول تعریف شوې ده: «د نبات او حيوان د توليد عمليو يو متحد سيستم، چې د مشخصې سيمې کاريال لري چې په اوږده موده کې به د لاندې مواردو لامل وګرځي:

  • د انساني خوړو او فايبر اړتياوې پوره کوي. [۶]
  • چاپيريالي کيفيت او د هغه طبيعي سرچينې پياوړي کوي، چې کرنيز اقتصاد يې پر بنسټ تکيه کوي. [۶]
  • د بيا نه نوې کېدونکو سرچينو او کرنيزو سرچينو تر ټولو زيات ګټورتوب رامنځته او متحد کوي، چې مناسب طبيعي بيولوژيکي په کې دوران او اداره کېږي يا یې تر سره کوي. [۶]
  • د پټي د عملياتو اقتصادي وده يا ژوندي پاتې کېدنه ساتي. [۶]
  • د بزګرانو او په ټوله کې د ټولنې د ژوند کيفيت يا معيار پياوړی کوي.  [۶]

برتانوي عالم جوليس پريټي په کرنه کې د تلپاته والي سره مل ځينې کليدي اصول بيان کړي دي: [۷]

  1. د بيولوژيکي او ايکولوژيکي پړاوونو لکه غذايي يا مغذي دوران، د خاورې بيا توليد يا نسل ګيري او کرنيزو او د خوړو توليداتو عمليو کې د نايتروجن د تثبيتولو اتحاد يا يووالی. [۷]
  2. د بيا نه نوي کېدو او ناتلپاتو توکو لږ شوی مقدار کارول، په ځانګړي ډول چاپېریالي زيان رسوونکي. [۷]
  3. د بزګرانو مهارتونه کارول، د ځمکې په ګټوره توګه کارونه او د بزګرانو د ځاني هوساینې او ځاني بسیاينې دواړو برخو کې. [۷]
  4. د بېلابېلو مهارتونو لرونکو خلکو د مرستې او ونډې په مټ د کرنيزو او طبيعي سرچينو د ستونزو هواری. د ستونزې اسبابو کې د وبا مديريت او اوبه لګوونه (خړوبونه، اوبونه) شاملېږي. [۷]

دا اوږد مهاله او لنډ مهاله اقتصاد ځکه په پام کې نیسي، چې تلپاته والی د تل په توګه په چمتو ډول تعريف شوی دی؛ چې هغه کرنيز چاپيريالونه دي، چې د بې پايه نوې زېږېدنې د پرمختګ په موخه طرحه شوي دي. دا د سرچينې ساتنې لپاره اړتيا له هغو اړتياوو سره متوازن کوي، چې بزګران يې د خپل معيشت لپاره تعقيبوي. [۸][۹]

دا د پخلاینې د ایکالوژي په توګه په پام کې نيول شوی دی، چې په انساني منظرو کې د چاپيريال تنوع کې مرسته يا ښېګڼه کوي. [۱۰]

بېلابېل نظريات

[سمول]

د کرنې له مخې د تلپاتې والی د پېژندنې په اړه يو اختلافي بحث شته. ذکر شوې پېژندنه د دوه بېلابېلو طريقو په مټ ځانګړې کېدای شي: ايکو سنټريک او تيکنوسنټريک طريقې (an ecocentric approach and a technocentric approach). د ايکوسنټريک طريقه د انساني ودې په هېڅ يا ټيټه کچه ټينګار کوي او د استهلاک يا مصرف د طرحو او د سرچينې د تخصيص او کارونې د بدلولو په موخې سره په عضوي او biodynamic کرنې تخنيکونو باندې تمرکز کوي. ټيکنوسنټريک طريقه بحث کوي چې د تلپاته والې د هغې نظريې له مخې د يو لړ کړنلارو په مټ تر لاسه کېدی شي، چې د دولت په مشرۍ د صنعتي سيستم بدلون لکه د پراخې ساتنې کرنيز سيستمونه؛ بايد د هغه بحث له مخې په لاره واچول شي، چې بايوټيکنالوژي د خوړو لپاره د مخ په زياتيدونکې اړتيا د پوره کولو تر ټوول غوره لاره ده. [۱۱]

تلپاتې کرنې ته يو څوک کولی شي له دوه بېلابېلو ليدلورو څخه وګوري: ګڼ وظيفوي کرنه او د ايکو سيستم خدمتونه. دواړه طريقې ورته دي، مګر د کرنې دندې ته په بېلابېل نظر ګوري. هغوی چې د ګڼ وظيفوي کرنې فلسفه عملي کوي، د کروندې پر متمرکزو طريقو باندې تمرکز کوي او وظيفه يا دنده د کرنيز فعاليت د پايلو په توګه تعريفوي. د ګڼ وظيفه توب مرکزي بحث دا دی، چې کرنه د خوړو او فايبر د توليد تر څنګ د نورو دندو په لرلو سره يوه ګڼ وظيفوي دستګاه ده. دا دندې د نوي کېدو وړ سرچينې مديريت، منظر ساتنه او د ژوند تنوع له ځانه سره لري. د ايکوسيستم د خدمت متمرکزه طريقه داسې انګېري چې اشخاص او په ټوله کې ټولنه له ايکوسيستمونو څخه ګټې تر لاسه کوي، چې د «ايکوسيستم خدمتونه» ورته وايي. تلپاتې کرنه کې هغه خدمتونه چې د ايکوسيستمونه يې چمتو کوي؛ القاح (په نباتاتو کې، ګرده افشاني)، د خاورې تشکيل او مغذي دوران شاملیږي، چې ټول يې د خوړو د توليد لپاره اړينې دندې دي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

دا هم ادعا شوې ده، چې تلپاتې کرنه د کرنې په اړه (چې agroecology ورته وايي) د ايکو سيستم د يوې تر ټولو غوره طريقې په توګه په نظر کې نيول شوې ده. [۱۶]

اخلاق

[سمول]

زياتره کرنيز پروفيسوران پر دې هوکړه دي چې «د تلپاته والې د موخې د تعقيبولو لپاره يو اخلاقي مجبوريت» شته. ستر استدلالي بحث له دې څخه راپورته کېږي، چې کوم سيستم به دهغې موخې يوه لاره برابره کړي. ځکه چې که چېرې په لويه کچه د تلپاته والې يو ناوړه مېتود وکارول شي، په چاپيريال او انساني نفوس باندې به پراخې منفي اغېزې ولري. [۱۷]

هغه عوامل چې تلپاته والی اغېزمنوي

[سمول]

هغه طريقې چې د خاورې د اوږد مهاله ويجاړۍ سبب کېږي، د خاورې زياته کاشي کاري (د توږنې عمليه رهبري کوي) او له مناسبې اوبه ويستنې پرته اوبه ورکونه (چې د خاورې د مالګين کېدو لامل کېږي) دي. [۱۸][۱۹]

د کرنې د برخې لپاره تر ټولو مهم عوامل اقليم، خاوره، غذايي مواد او د اوبو سرچينې دي. له ذکر شوو څلورو څخه، د انسان مداخلې په اړه د اوبو او خاورې ساتنه تر ټولو زيات د ځواب وړ دي. کله چې بزګران غلې دانې کري يا يې ټولوي، دوی له خاورې څخه ځيني غذايي مواد لرې کوي. د بيا مشبوع کولو (د خاورې د بيا ډکونې) پرته ځمکه د غذايي موادو د نه شتون څخه رنځ وړي او بيا به يا د ګټې وړ نه وي او يا به يې له لږ حاصل څخه رنځ وړي. تلپاتې کرنه هغه مهال د خاورې په بيا مشبوع کوونې (بيا ډکونې) باندې تکيه کوي، چې د نه نوي کېدونکو سرچينو لکه: طبيعي ګاز يا منرالي تېږو ګټه اخيسته يا اړتيا لږ وي (نه يې شي پوره کولی).

هغه کرونده چې په پرله پسې ډول توليد کولی شي، هم په چاپيريالي کيفيت يا معيار باندې منفي اغېزې لري، په داسې حال کې چې تلپاتې کرنه بیا داسې نه ده. د هغه حالت يوه بېلګه چې نړيوال نظر په کې کېدای شي تضمين شي، د سرې يا کيمياوي کود کارول دي، چې د يوې کروندې ګټورتوب ته وده ورکولی شي، مګر نږدې سيندونه او ساحلي اوبه (eutrophication) ککړولی شي. يوه بله برخه هم د غوښتنې خلاف کېدلی شي، چې په خاوره کې د غذايي موادو د کمښت له امله د غله جاتو د لږو حاصلاتو ستونزه د ځنګلي بارانونو له ويجاړتيا سره تړلې ده. په اسيا کې د تلپاتې کرنې لپاره د ځمکې معلومه اندازه نږدې ۱۲.۵ جريبه ده، چې د حيواناتو د خوړو لپاره ځمکه، د نغدي غله جاتو په توګه د غلو دانو د توليد او نورو غذايي محصولاتو لپاره ځمکې په کې شاملېږي. په ځينو حالتونو کې د اوبيزې کرنې (aquaculture) يوه کوچنۍ برخه په کې شامله ده (AARI-1996). [۲۰][۲۱]

سرچینې

[سمول]
  1. "What is sustainable agriculture | Agricultural Sustainability Institute". asi.ucdavis.edu. 11 December 2018. نه اخيستل شوی 2019-01-20.
  2. "Introduction to Sustainable Agriculture". Ontario Ministry of Agriculture, Food and Rural Affairs. 2016. نه اخيستل شوی 10 October 2019.
  3. Brown, L. R. (2012). World on the Edge. Earth Policy Institute. Norton. ISBN 978-1-136-54075-2.کينډۍ:Page needed
  4. Rockström, Johan; Williams, John; Daily, Gretchen; Noble, Andrew; Matthews, Nathanial; Gordon, Line; Wetterstrand, Hanna; DeClerck, Fabrice; Shah, Mihir (2016-05-13). "Sustainable intensification of agriculture for human prosperity and global sustainability". Ambio. 46 (1): 4–17. doi:10.1007/s13280-016-0793-6. PMC 5226894. PMID 27405653.
  5. Ben Falk, The resilient farm and homestead: An innovative permaculture and whole systems design approach. Chelsea Green, 2013. pp. 61–78.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ ۶٫۴ "National Agricultural Research, Extension, and Teaching Policy Act of 1977" (PDF). US Department of Agriculture. 13 November 2002. کينډۍ:PD-notice
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ ۷٫۳ ۷٫۴ Pretty, Jules N. (March 2008). "Agricultural sustainability: concepts, principles and evidence". Philosophical Transactions of the Royal Society of London B: Biological Sciences. 363 (1491): 447–465. doi:10.1098/rstb.2007.2163. ISSN 0962-8436. PMC 2610163. PMID 17652074.
  8. Stenholm, Charles; Waggoner, Daniel (February 1990). "Low-input, sustainable agriculture: Myth or method?". Journal of Soil and Water Conservation. 45 (1): 14. نه اخيستل شوی 3 March 2016.
  9. Tomich, Tom (2016). Sustainable Agriculture Research and Education Program (PDF). Davis, California: University of California. Archived from the original (PDF) on 2017-03-09. نه اخيستل شوی 2022-01-11. {{cite book}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  10. Chrispeels, M. J.; Sadava, D. E. (1994). Farming Systems: Development, Productivity, and Sustainability. Plants, Genes, and Agriculture. Jones and Bartlett. pp. 25–57. ISBN 978-0867208719.
  11. Chrispeels, M. J.; Sadava, D. E. (1994). Farming Systems: Development, Productivity, and Sustainability. Plants, Genes, and Agriculture. Jones and Bartlett. pp. 25–57. ISBN 978-0867208719.
  12. Huang, Jiao; Tichit, Muriel; Poulot, Monique; Darly, Ségolène; Li, Shuangcheng; Petit, Caroline; Aubry, Christine (2014-10-16). "Comparative review of multifunctionality and ecosystem services in sustainable agriculture". Journal of Environmental Management. 149: 138–147. doi:10.1016/j.jenvman.2014.10.020. PMID 25463579.
  13. Renting, H.; Rossing, W.A.H.; Groot, J.C.J; Van der Ploeg, J.D.; Laurent, C.; Perraud, D.; Stobbelaar, D.J.; Van Ittersum, M.K. (2009-05-01). "Exploring multifunctional agriculture. A review of conceptual approaches and prospects for an integrative transitional framework". Journal of Environmental Management. 90: S112–S123. doi:10.1016/j.jenvman.2008.11.014. ISSN 0301-4797. PMID 19121889.
  14. Tilman, David; Cassman, Kenneth G.; Matson, Pamela A.; Naylor, Rosamond; Polasky, Stephen (2002-08-08). "Agricultural sustainability and intensive production practices". Nature. 418 (6898): 671–677. Bibcode:2002Natur.418..671T. doi:10.1038/nature01014. PMID 12167873. S2CID 3016610.
  15. Sandhu, Harpinder S.; Wratten, Stephen D.; Cullen, Ross (2010-02-01). "Organic agriculture and ecosystem services". Environmental Science & Policy. 13 (1): 1–7. doi:10.1016/j.envsci.2009.11.002. ISSN 1462-9011.
  16. Altieri, Miguel A. (1995) Agroecology: The science of sustainable agriculture. Westview Press, Boulder, CO.
  17. Stanislaus, Dundon (2009). "Sustainable Agriculture". Gale Virtual Reference Library. [مړه لينکونه]
  18. Liu, Zhanjun; Chen, Zhujun; Ma, Pengyi; Meng, Yan; Zhou, Jianbin (2017-11-01). "Effects of tillage, mulching and N management on yield, water productivity, N uptake and residual soil nitrate in a long-term wheat-summer maize cropping system". Field Crops Research (په انګليسي). 213: 154–164. doi:10.1016/j.fcr.2017.08.006. ISSN 0378-4290.
  19. Singh, Ajay (2020). "Salinization and drainage problems of agricultural land". Irrigation and Drainage (په انګليسي). 69 (4): 844–853. doi:10.1002/ird.2477. ISSN 1531-0361. S2CID 219502253.
  20. Xia, Yinfeng; Zhang, Ming; Tsang, Daniel C. W.; Geng, Nan; Lu, Debao; Zhu, Lifang; Igalavithana, Avanthi Deshani; Dissanayake, Pavani Dulanja; Rinklebe, Jörg; Yang, Xiao; Ok, Yong Sik (2020-02-04). "Recent advances in control technologies for non-point source pollution with nitrogen and phosphorous (sic) from agricultural runoff: current practices and future prospects". Applied Biological Chemistry. 63 (1): 8. doi:10.1186/s13765-020-0493-6. ISSN 2468-0842.
  21. "Why are rainforests being destroyed?". Rainforest Concern (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-04-01.