تخیلي (آرمان پال) سوسیالیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تخیلي يار آرمانيز سوسیالیزم هغه اصطلاح ده چې تر ډېره د معاصر سوسیالیزم او سوسیالیستي تفکر لومړنی جریان توصیف کوي چې بېلګې یې هم د هانري ډي سنت سیمون، چارلز فوریر، آتین کابه او رابرټ اوون اثار دي. تخیلي سوسیالیزم تر ډېره د خیالي آیډیال او یاهم په راتلونکي کې د رامنځته کېدونو ټولنو اړوند د نظریاتو او د هغو د ټولیزو کرښو د وړاندې کوونکي په توګه توصیف کېږي چې مثبت آرمانونه یې په دغه ډول مسیر کې د ټولنې د اصلي حرکت لامل بلل کېږي.وروستیو سوسیالیستانو او د تخیلي سوسیالیزم منتقدینو تخیلي سوسیالیزم د موجودې ټولنې د مادي شرایطو پر بنسټ او ځینې مهال یې هم ارتجاعي باله. دغه لیدلورو له انقلابي سوسیال دیموکراتیکو خوځښتونو الهام اخیست او له مارکسیزم سره یې سیالي کوله. [۱][۲][۳]

د یوې اصطلاح یا نښان په توګه، تخیلي سوسیالیزم هغو سوسیالیستانو ته کارول کېږي یا هغوی تعریف کوي چې د ۱۹مې پېړۍ په لومړۍ ربع کې یې ژوند کاوه او وروستیو سوسیالیستانو پر هغوی د تخیلي سوسیالیستانو تحقیر کوونکی نوم اېښی و څو په تخیلی او غیرواقعي بللو سره د هغوی باورونه رد کړي. ورته بل فکري مکتب چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې راڅرګند شو او په اخلاقي اړخ کې یې سوسیالیزم مطرح کړ، اخلاقي سوسیالیزم و. [۴][۵]

یو له کلیدي توپیرونو څخه چې د تخیلي سوسیالیستانو او نورو سوسیالیستانو، لکه: انارشیستانو او مارکسیستانو ترمنځ شتون لري، دا دی چې تخیلي سوسیالېستان عموما باور لري چې د سوسیالیزم د رامنځته کېدو لپاره هېڅ ډول طبقاتي مبارزه یا ټولنیز انقلاب ضروري نه دی. دوی باور درلود چې ټول طبقات کولای شي په دواطلبانه ډول د ټولنې لپاره خپلې طرحې وړاندې کړي او که چېرې د قناعت وړ وي ترې ګټنه وکړي. دوی احساس کاوه چې د تعاوني سوسیالیزم ډول کېدای شي د ټولنې د همفکرو وګړو ترمنځ رامنځته شي او د دوی کوچنۍ ټولنې کولای شي د دغې طرحې د پلي کېدو امکان څرګند کړي. د دغه ډول لیدلوري لرلو له امله تخیلي سوسیالیزم د راډیکالیزم له کیڼ اړخې آیډیالوژي سره اړوند و.[۶]

تعریف[سمول]

هغه مفکرین چې د تخیلي سوسیالیستانو په توګه پېژندل کېدل، د خپلو نظریاتو لپاره یې د تخیل(آرمان) له اصطلاح ګټنه نه کوله. کارل مارکس او فریدریش انګلز لومړني مفکرین و چې هغوی یې آرمان ګرایان وبلل او ټولو هغو نظریاتو ته یې اشاره وکړه چې یوازې د یوې اخلاقي عادلانه ټولنې لرلید یې وړاندې کاوه. د تخیلي سوسیالیزم دغه لیدلوری چې د هدف، د هدف د تولید د وسایلو او د هغو لارو چارو د درک په موخه دی چې د ټولنیز او اقتصادي پدیدو د ارزونې له مخې د تولید لامل کېږي، کولای شو له علمي سوسیالیزم چې له تیلوریزم سره تشبیه شوی؛ پرتله کړو.

دغه توپیر د انګلز په اثر سوسیالیزم: تخیل او علم ( ۱۸۹۲، د ۱۸۷۸ زکال) د پخوانۍ خپرونې انټي – دورینګ یوه برخه) کې په په ښکاره ډول څرګند دی. آرمان ګرا سوسیالیستان د یوې منطقي ټولنې د رامنځته کېدو په موخه د فرانسې د انقلاب د اصولو د پراختیا غوښتونکي و. په داسې حال کې چې وروستیو سوسیالیستانو هغه خیال پلوه بلل خو د هغوی اهداف تل آرمان ګرایانه/تخیلي نه و؛ په ارزښتونو کې یې تر ډېره په عملي لارو چارو ټینګار شامل کېده او همدارنګه په علمي درک باندې د ولاړې ټولنې له رامنځته کېدو یې ملاتړ کاوه. [۷]

په ادبیاتو او عمل کې[سمول]

کېدای شي لومړنی آرمان ګرا سوسیالیست توماس مور (۱۴۸۷-۱۵۳۵ زکال) وي، ځکه هغه په اتوپیا کتاب کې چې په ۱۵۱۶ ز کال کې خپور شو، د خیالي سوسیالیستي ټولنې په اړه ولیکل. د اتوپیا (utopia) انګلیسي کلیمې معنا هم له دغه اثر څخه سرچینه اخیستې او له اتوپیا څخه د مور د توصیف ګڼ شمېر اړخونه په خانقاوو(صومعو) کې د هغه له ژوند کولو اغېزمن و. [۸]

سنت سیمونیانیزم د ۱۹ مې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې فرانسوي سیاسي او ټولنیز خوځښت و چې د هانري دو سن سیمون (۱۷۶۰-۱۸۲۵ زکال) له نظریاتو یې الهام اخیست. د هغه نظریاتو په اګوست کنت (چې د یو مهال لپاره د سنت سیمون منشي و)، کارل مارکس، جان ستورات میل او ګڼ شمېر نورو ټولنیزو مفکرینو او نظریه ورکوونکو اغېزه درلوده.

رابرټ اوون (۱۷۷۱- ۱۸۵۸ زکال) یو بریالی ولزي سوداګر و، چې د خپل کار ډېره ګټه یې د خپلو کارکوونکو د ژوندانه په ښه کولو لګوله. د هغه شهرت هغه مهال زیات شو چې د ټوکر جوړولو یوه کارخونه یې د سکاټلنډ په نیولانارک کې د خپل ښوونکي یوتیلیتار (ګټه پال) جرمي بنتام په مالي مرسته جوړه کړه او لنډ کاري ساعتونه، د کارکوونکو ماشومانو ته یې ښوونځی او کارکوونکو ته یې د نوو ښو کورونو وړاندې کړل. هغه د خپلې نظریې په اړه د ټولنې د نوي لید (New View of Society ) تر نامه لاندې کتاب کې چې په ۱۸۱۳ زکال کې خپور شو او په متمدنه نړۍ کې د خواشیني توب د لاملونو د توضیح په نامه (An Explanation of the Cause of Distress which pervades the civilized parts of the world ) خپل بل کتاب کې چې په ۱۸۲۳ زکال کې خپور شو لیکنې وکړې. هغه همدارنګه د انډیانا په نیوهارموني کې اوینیټ ګډ کرنیز فارم جوړ کړ،خو هغه مهال چې شریک یې له ټولې ګټې او پانګې سره وتښتېد، دغه پروژه له منځه لاړه. په سوسیالیستي تفکر کې د اوون اصلي ونډه دا وه چې څرګنده یې کړه، د انسان ټولنیز چلن ثابت یا مطلق نه دی؛ انسانان آزاده اراده لري او په هره ټولنه کې چې وغواړي، ځان برابرولی شي.

چارلز فوریر (۱۷۷۲-۱۸۳۷ زکال) صنعتي انقلاب او له هغو سرچینه اخیستونکې ستونزې په بشپړ ډول رد کړې. فوریر کارخانه يي او د پیسو جوړونې ټولنې ظالمانه او غیر انساني بللې. هغه فکر کاوه چې صنعتي ودې انسانان له هوښه اېستلي او وګړي بې خوځښته پرېږدي. د آدم سمیت د فین کارخونې نظریې ته په نغوتې کولو سره، په داسې حال کې چې تولید ښه په درز کې روان و، خو د وګړو ورځ د هماغه یو ډول چارو څخه ډکه وه. فوریر د همغږۍ د سیسټم وړاندیز وکړ، چې په هغو کې وګړو کولای شول، د خپلو علایقو سره په همغږۍ بشپړ او هدفمند ژوند کولای شو.

هغه د پلانسټر په نامه کوچنۍ ټولنې انځور کړې چې په کې ورکشاپونه، کتابتونونه او آن اوپرا خونې شاملېدلې. هغه تصور کاوه چې د بېلابېلو علایقو لرونکي وګړي راغونډېږي، څو هغه دندې چې باید یې ترسره کړې وای، ترسره کړي. دلته کېدای شي، له شاپرکو سره لېوالتیا او په ګڼ شمېر نورو چارو کې د بوخت کېدو علاقه هم شتون ولري. له شفاهي روایاتو سره لېوالتیا یا دسیسې او توطئې کولو ته میل. د هر کس د واقعي غوښتنو ځواب ویلو ته یو څه شتون لري. کېدای شي معاش شتون و نه لري، خو پرځای یې وګړي کېدلای شي، د همکارۍ له ټولنیزو اړیکو ترلاسه شوې ګټه له یوبل سره شریکه کړي. فوریر منتظر پاتې شو، څو د هغه فالانتسري (د کوچنیو ټولنو د همکارۍ اړیکې) را ژوندۍ شي ،خو د دغې چارې ناشونتیا هېڅکله د هغه د ناهیلتوب لامل ونه ګرځېده. [۹]

سرچينې[سمول]

  1. "Heaven on Earth: The Rise and Fall of Socialism". Public Broadcasting System. د اصلي آرشيف څخه پر January 4, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 15, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Utopian socialism". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه July 12, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Draper, Hal (1990). Karl Marx's Theory of Revolution, Volume IV: Critique of Other Socialisms. New York: Monthly Review Press. د کتاب پاڼي 1–21. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0853457985. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Newman, Michael. (2005) Socialism: A Very Short Introduction, Oxford University Press, کينډۍ:ISBN.
  5. Thompson, Noel W. (2006). Political Economy and the Labour Party: The Economics of Democratic Socialism, 1884–2005 (الطبعة 2nd). Abingdon, England: Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-32880-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Draper, Hal (1990). Karl Marx's Theory of Revolution, Volume IV: Critique of Other Socialisms. New York: Monthly Review Press. د کتاب پاڼي 1–21. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0853457985. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Frederick Engels. "Socialism: Utopian and Scientific (Chpt. 1)". Marxists.org. د لاسرسي‌نېټه July 3, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. J. C. Davis (28 July 1983). Utopia and the Ideal Society: A Study of English Utopian Writing 1516-1700. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 58. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-27551-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Kishtainy, Niall (February 27, 2018). A Little History of Economics. United States: Yale University Press. د کتاب پاڼي 51–52. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780300234527. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)