بيولوژي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بيولوژې تعريف او تاريخچه :

په عمومې توګه په نړۍ کې دوه ډوله اجسام لېدل کېږي ، يو مړه جسمونه دي او بل ژوندي جسمونه دي. هغه علم چې د مړو اجسامو څخه بحث کوي physical  science    فيزيکي ساينس په نوم يادېږي .او هغه علم چي د ژونديو اجسامو څخه بحث کوي دژوند پوهې يا Biological Science بيولوژيکي ساينس په نوم ياديږي 

بيولوژي له دوه يوناني کليمو څخه اخيستل شوې چي يو يې دBiosيعنې دژوند او بله يې دLogos چې معنى يې علم يا څيړنه ده نو دا دواړه کلېمې چې سره يو ځاي شي دBiologyيادژوندانه علم ورڅخه جوړېږي . يا په بل عبارت بيولوژي هغه علم دى چې دژونديو اجسامو د داخلي او خارجي جوړښت ،دژوند څرنګوالى، تولد،تکثر،غذا اخېستلو اوتوافق څخه بحث کوي .






دبيولوژي تاريخچه: History of Biology دبيولوژي علم ډېر پخوانى علم دى چې دانسان له تمدن څخه مخکې منځ ته راغلى دى: مثﻻً دميلاد څخه مخکي انسانان هم پدې پوهېدل چې کوم حيوانات خطرناک او کوم حيوانات ګټور دي او کوم حيوانات د خوراک او پو ښاک لپاره استعماليږي . دبيولوژي علم تاريخي دوري په لاندي ډول دي ١:دجادوګرو ډاکترانودوره: پخوانيو خلکو ،قحطي ،لوږه ،زلزله ،طوفانونه ،ناروغتياوې ټول په شياطينو او خبيثه ارواحو پورې مربوطول اود هر څه نه ډير دناروغى څخه ډاريدل ځکه چې ناروغۍ دخبيثه ارواحو سرزش ګاڼه که به دانسان سر درد کاوه نو دا به يې ويل چې شيطان په سر کې ننوتلى دى، او که به په غذايي تسمم به اخته شول نو ويل به يي چې شيطان يې په ګېډه کې دى او دټولو ناروغيو له منځه وړل به دجادو په وسيله کيدل جادوګرو ډاکټرانو به ځانونه رنګ کړل ويرونکي جامي به يې واغوستلې بيا به ددهشتناکو اوازو په کولو سره د ناروغ څخه ګرد تاويدل چې هغه ناروغ مجبور وه چې ځان جوړ وښي دوئ به ويل چي دجادوګرو په پټکو سره شيطانان ويريږي او تښتي .

٢:يوناني طب اودبيولوژي پيل کيدل: Greek medicine and down of biology هيپوکراتس H ippoerates) ) لومړني طبيب وه چې په( ٣٥٩ – ٤٠٩ ق م ) کلونو کې يې طبابت له جادوګروڅخه جلا کړ دنارغيود علاج لپاره ئي عملي لاره تطبيق کړه، ځکه دطبابت دپلار لقب ورکړل شو سره له دي چي دهيپوکراتس ځينى افکار دانسان دبدن دجوړښت په باره کي بلکل غلط وه ديونان يومشهورعالم چي ارسطونومېده اوپه ( ٣٢٢-٣٨٤ قبل الميلادکلونوکې ژوندکاوه نوموړي په علمي صورت سره دحيواناتواونباتاتو څيړنه وکړه ارسطودچرګې دجنين انکشاف ترمطالعې لاندې ونيوه.

٣-رومي  طبابت   Roman medicine :-

.کله چي ديونان امپراطوري دروسانو لاس کې ولويدله نوپه دغه وخت کې يوعالم ګلاديس ګيلن Gladiues – galen ) )چې د (٢٠٠-١٣٠) ميلادي کلونو کي ژوندکاوه د روميانو دبنديانو تداوي کوله نوموړي دانسان په با ره کې زيات معلومات ترلاسه کړي وه ،دويني حرکت ئي تشخيص کړاو د انسان اناتومي په اړه کتاب وليکه .





٤-عصري بيولوژي ( The rise of modern biology ) (Androes- vesalias) په١٥٦٥-١٥١٦ کلونومنځ کې ژوند کول، نوموړي عالم داناتومي په اړه کې ډير زيات معلومات وړاندې کړل وروسته له هغه د ګيلن کتاب يې چي داناتومي په برخه کې ليکلى وه تر انتقاد لاندي ونيوه ،دهغه تيروتنې يې درک کړل ،نوموړي عالم سپيان ،سوي ،او نور حيوانات تسليخ کړل ،بيايې داناتومۍ په اړه يوکتاب وليکه دوسياليوس دمرګ نه وروسته (William harvy)چي يو انګليسي عالم يعنې (طبيب)وه او (١٦٥٧-١٥٧٤) کلونو کي ژوندکاوه داول ځل لپاره دوينى دوران تشريح کړل .داعضاوود وظايفو علم يا فزيالوژي خلکو ته وپيژندله، (Edward-jenner) چي په (١٩٢٢-١٨٩٥) کلونو کي ژوند کاوه دجراشيمو په باره کي خپله نظريه( جرم تيوري(Germ theory ياد مايکروبونو تيوري وړاندي کړه. همدارنګه Josephlister.چي په (١٨٢٧-١٩١٢) کلونو کي ژوند کاوه په خپل روغتون کې د جراحۍ په وخت کې د تعقيم عمليه يا Strilization پيشنهاد کړه، بل عالم چې ګريګورمندل Gregor mendel نومېده او په (١٨٨٤-١٨٢٢) کلونو کي ژوند کاوه ،دوراثت په باره کي کافي معلومات ټولني ته وړندې کړه.




. دبيالوژي څانګې


The imptant branches of Biology دژوندي موجوداتو د اسانه مطالعې لپاره بيولوژي په يو شمير څانګو ويشل شويده : ١-زولوجي ( Zoology )هغه علم دى چې دحيواناتودپيژندنې څخه بحث کوي ٢-بوتاني (botany) هغه علم دى چې نباتات مونږته راپيژني ٣-هستولوژي (histology) هغه علم دى چې دانساجومطالعه ترڅيړنې لاندې نيسي ٤-سايتولوژي (cytology هغه علم دى چې دحجروجوړښت او دندو مطالعه ترڅيړنې لاندې نيسي. ٥-فزيولوژي Physiolog هغه علم دى چې دبدن دغړودندې اووظايف ترڅيړنې لاندې نيسي . ٦-مايکروبيولوژي(Microbiology)هغه علم دى چې دزره بيني اجسام چې په سترګونه ليدل کيږي اودمايکروسکوب په وسيله ليدل کيږي ترڅيړنې لاندې نېسي . ٧-ايکولوژي (Ecology)هغه علم دى چې دژونديو اجسامو او چاپيريال ترمنځ اړيکې مطالعه کوي . ٨-تکسانومي(Taxonomy)هغه علم دى چې دټولوژونديو اجسامو طبقه بندۍ څخه بحث کوي .



٩-جينټيکس(Genetics) هغه علم دى چې ديونسل څخه بل نسل ته دخصوصياتوانتقال ترڅيړنې لاندې نيسي .

       ١٠-مورفولوژي (Morphology)هغه علم دى چې دژونديواجسامودظاهري جوړښت څخه بحث کوي 

١١-امبريولوژي (Embragology) هغه علم دى چې دجنين وده اوتکامل ترڅيړنې لاندې نيسي . ١٢- اناتومي(Anatomy) :هغه علم دي چې دحيواناتو او نباتاتو د داخلي جوړښت څخه بحث کوي : ١٣-پتالوژي (Pathalogy)پتالوژي عبارت له هغه علم څخه دى چې دحيواناتو او نباتاتو دناروغيواو غير طبعى انساجو څخه بحث کوي . ١٤-سپيس بيالوژي(Space biology)  : عبارت د هغه علم څخه دى کوم چې په خارجي فضا کې د ژونديو موجوداتو ژوند تر څېړنې لاندې نېسي . ١٥- ويرولوجې virology  : عبارت له هغه علم څخه دى کوم چې وايروسونه تر مطالعې لاندې نېسي . ١٦- امونولوژې Immonology: عبارت له هغه علم څخه ديو ژوندي موجود معافيت د ناروغيو په وړاندې څېړي .



       د ژونديو اجسامو اساسي خواص

Fundamental characteristics of living things

 بيولوژې د علم تر ټولو ستر ارزښت  د ټولو ژونديو جسمونو پېژندل دي .  تر څو د ګټورو څخه استفاده  وکړو او د مضرو څخه ځان وساتو ، د دې لپاره چې  ژوند وپېژنو بايد د ژونديو موجوداتو هغه خاصيتونه او ځانګړنې  وپېژنو  چې ژوندي موجودات يې لري .داځانګړنى په لاندي ډول دى:

١-پروتوپلازم:دژونديو موجوداتواساسي ماده ده کوم چې حجري ورڅخه جوړشويدى بدون له پروتوپلازم څخه ژوند ناممکن دى ٢- ميتابوليزم : په بدن کې کوم حياتى فعاليتونه چې سرته رسېږي د ميتابوليزم په نوم يادېږي او په دوه ډوله دي . الف:- تعميري تعاملات Anabolism )

پدې فعاليتونوکې  ساده غير عضوې مواد  په پيچلو عضوې موادو  بدلېږي  چې دا مواد بيا دبدن لپاره  د انرژۍ  په توليد  او ترميم کې برخه اخلې.

ب:- تخريبي تعاملات Catabolism خوراکې مواد په بدن کې په کوچنيو او ساده برخو او ذراتو ويشل کېږي لکه پروتين په امينو اسيدونو څو قېمته قندونو په يو قېمته قند او غوړي په ګليسرين او شحمي تيزابونو بدلېږي، بيا ويني ته جذبېږي ، دى ډول تخريب او تجزيه کوونکو تعاملاتو ته کتابوليزم وايې .



٣- تولد او تناسل Reproduction 
ژوندې اجسام دنسل دبقا لپاره دمثل توليد يا تکثر لري تکثر په زيروحو کې په ډول ډول طريقو صورت نيسي 

٤-خوراک کول يا تغذيه Nutrition

ژوندې اجسام د خپل جسم د ودې لپاره خوړو ته اړتيا لري  د  خوړو په واسيطه  ژوندې اجسام وده کولاى شي  او  ژوندي پاتې کېدلاى شي ، مګر غير زيروح اجسام خوړو ته اړتيا نلري .

٥- وده Growth

ټول ژوندې اجسام وده کوې مګر مړه اجسام وده نشې کولاى  او د ژونديو اجسامو وده دحجراتو په زياتوالي او هم د هري حجري د لويوالي په واسطه صورت نېسي .

مثلاً مرخيړي چې د خاوري څخه راوځي په يوه ورځ کې له Cm ٥-٧مترو پورې لويئږي او له بلې خوا په ځنګلونوکې دناجو يا سروې ونه په نظر کې نېسو چې په ډيرو کلونو کې هغوئ خپل اصلې قدته رسېږي ، چې په همدې صورت ژوندې اجسام ورو ورو يا ژر وده کوي .

٦- ( تنفس کول ) Respiration ژوندې اجسام چې کله تغذيه شي ،دغه مواد يې د بدن په حجراتو کې سوځول کېږي ، چې د هغې په پايله کې انرژې او دکار توان ورسره پيداکېږي ، د خوراکې موادو د سوځېدلو لپاره اکسيجن ته اړتيا وي چې دا دتنفس په وسيله بدن ته داخليږي ، د سوځيدلو څخه وروسته د انرژۍ سره (Co2) او ( H2o) هم جوړېږي دغه جوړ شوې ( Co2) د تنفس د عمليې په مرسته له بدن څخه خارجېږي ،که (O2) بدن ته داخل نشې انرژي نشې توليدولاى نو ژوندي اجسام ژوند نه شي کولاى ، چې په عادې او نورمال حالت پاتې شي . ٧- اطراح (Exertion) يو شمېر مواد د اطراحيه غړو پواسطه جوړېږي چې اضافې او ضرر رسوونکي دي ، لکه ( H2O) يوريا، يوريک اسيد ،کرياتينين او داسې نور ، دا مواد د اطراحيه غړو له لارې د باندې ايستل کېږي . ٨- حرکت Movement) ) حرکت د ژونديو اجسامو مهم خاصيت دى هر ژوندى جسم حرکت کوي.چې ځينې يې چټک او ځينې يې سست وي ، لکه حېوان منډې وهي ،الوزي ، په ځمکه ښوريږي ، ونې او بوټې هم حرکت کوي يعنې لوېږي او هم ښورېږي لکه لمرګلى د لمر خواته مخ اړوي.مګر غير ژوندي اجسام حرکت نه لري - توافق (Adaptation) ژوندې اجسام د خپل ژوند د بقا په خاطر مجبور دي د چاپيريال سره توافق وکړي . ټول ژوندي اجسام په مختلفوطريقو له چاپيريال سره توافق کوي ، که په چاپيريال کې د هوا تغير صورت ونېسي نو ځينې ژوندي اجسام له هغه چاپيريال څخه تېښته کوي او ځينې ورسرره توافق کوي . ١٠- تخريش ( Irritability) ژوندي موجودات د خپل محيط د منبهاتو په مقابل کې عکسل العمل ښئ ، د غذا د ښه نه ژوولو له امله ګېډه دردکوي ښه نه ژول شوي غذا د ګېډې لپاره ښه منبه او درد عکسل العمل دى، او يا که هوا ګرمه شي ځينې حيوانات لکه اوښان ، سپيان اونور خپلې وړۍ تويوي او په ژمې کې بيا د ويښتانو پنډه طبقه تشکيلوې پدې صورت کې دهوا ګرموالى تنبيه (Stimulus) د وړيو تويول او د ګېډي درد (Response )بلل کېږي ،محيطي منبهات عبارت دي له رڼا ،حرارت ،فشار ، صوت او نور په عالي حيواناتوکې يو شمير خاصي حجري دي چې د مخصوصو منبهاتو په مقابل کې عکسل العمل ښئ ،لکه د غوږ ، پزې،ژبې او د سترګې د قرنيي مخصوص حجرات چې د اواز ، بوى ، او رڼا په مقابل کې خپل عکسل العمل ښئ مګر په ټيټو حيواناتو کې دا ډول خاص جوړښت نشته چې په دوى .کې د يوې منبهه په مقابل کې ټول حيوان عکسل العمل ښئ ، او دا عکسل العمل د حرکت په ډول صورت نېسي يعنې حېوان يا د منبه څخه تېښته کوي او يا ورنږدې کېږي . ١١- انکشاف Development د ودې په بهير کې د يو زيروح بدلونونو ته انکشاف وايې . په غير زيروحوکې داډول خاصيت نشته


       د بيولوژي د علم ارزښت 

(Important of biology) څرنګه،چي انسان دژوند يوموجوداتو له جملې څخه دى، نو مجبور دى چي دخپل ژوند يوه برخه دبيولوژى علم په مطالعه کې مصرف کړي . تر څو دخپل ځان په اړه مکمل معلومات پيداکړي، اوله بلې خوا نور ژوندي موجودات هم دانسانانو سره راز راز اړيکي لرى.

مثلا :. نباتات  عضوي مواد دغير عضوي موادو څخه جوړوي دغذا په توګه ترې  ګټه اخلي  همدارنګه د  بيولوژىد علم له برکته په اوسني وخت کې په طبابت ، دوا  جوړونه   ،کرنه  صنعت کې په څرګند ډول پرمختګونه ليدل کيږى .

• له نباتاتو اونباتي موادو څخه رنګارنګ رختونه مختلفې دواګاني . اوعطريات په لاس راځي، همداډول حيوانات لکه غويان ،پسونه ،چرګان اوماهيان زمونږ دغذايې موادو يوه برخه تشکيلوي، وړۍ اوپوستکي چې دحيواناتو څخه په لاس راځي زمونږ په اقتصادي ژوند کي زيات رول لري، همدارنګه ځينى وحشي حيوانات او ذهرلرونکى حيوانات وجود لري چي دانسانانو له پاره زيان رسوونکي دي اوهم ځني مايکروسکوپي حيوانات اونباتات شته چې درنګارنګو ناروغيوسبب ګرځي نو له دې کبله انسانان مجبوردي چې د نباتاتو او حيواناتو په برخه کې معلومات ترلاسه کړي ترڅودګټورونباتاتو اوحيواناتو په روزنه اوزياتوالي کې نوره هم پاملرنه وکړي ښه او اصلاح شوي نسلونه رامنځ ته کړي، چي داکار دوراثت دعلم په ذريعه سرته رسيږي، دکرنى اومالدارۍ د محصولاتوزياتو الى دهمدې علم له برکته دى ،همدارنګه په طبابت کې دمضرو مايکروسکوپي حيواناتو او نباتاتو له منځ وړلو طريقي دبيولوژي علم له برکته منځ ته راځي ددغه حيواني اونباتي مضره مايکروسکوپي جسمونو له منځه وړلولپاره دبيولوژي علم مختلفي دواګانې رامنځ ته کړي، دبيولوژي علم دننى طبابت، زراعت ،وترنرۍ دپرمختګ لپاره زياتى هڅې کړيدي همدا دبيولوژي علم دي چي زمونږ دژوند دهوسايني لپاره ډير کار کړي دي





• دبيولوژيکى فکتورونوارزښت څرنګه چې ژوندى اجسام په يواځې توب نشې کولاى خپل ژوندته دوام ورکړي، نوهغوى اړدى په خپلو کي سره هم اړيکې ولري او دخپل فزيکى محيط سره هم اړيکى وساتى، شنه نباتات ،حيوانات تجزيه کوونکى . اونورټول ژوندي اجسام هغه بيولوژيکي فکتورونه اوعوامل دي چي په ايکوسيتم باندې تاثير کوي چې اغيزې يې څرګندې او ښکاره دي . دحيه اجسامود يوګروپ زياتوالى دبل ګروپ کله دزياتوالي اوکله دکموالي سبب ګرځي اوځيني وخت بالکل دختمېدو سبب هم کيږى لکه دحيواناتو زياتوالى دنباتاتو کموالى رامنځ ته کوى، حال داچې دنباتاتو زياتوالى دحيواناتو زياتوالى سبب کرځي، دغوښه خوړونکو زياتوالى دوښوخوړونکو شمېر کموي اودوښو خوړونکو زياتوالى دغوښه خوړونکو زياتوالى رامنځ ته کوي که ښه غو روشي داسى ډير مثالونه ليدل کيږى . دبيولوژيکى فکتورو اغيزي په زيروحو باندي په لاندي ډول مطالعه کيږي

داوبو بيولوژيکى اهميت اوبه په ټولو زيروحو کې زيات اهميت لري چې د هايدروجن او اکسيجن څخه جوړ شوى دى، اوبه په کيمياوي تعا ملاتوکي په او ايونو باندې بدليږي، په همدې ډول پروتو پلازم کې داوبو اندازه د %٦٥ څخه تر %٩٥ پورې رسيږي، چې دنباتاتو په فوتو سنتيز يا ضيائې ترکيب کې مهمه برخه اوبه تشکېلوي او ديوى اساسى مادې په حيث ورڅخه کاراخستل کيږي، که اوبه نه وي نوپه نباتاتو کى خواړه نه جوړيږى، همدارنګه اوبه يو قوي حل کوونکى يامحلل دى چي مواد په اوبو کى دحل کيدو پوسيله له يوې برخې څخه بلې برخې ته په بدن کې انتقاليږي، د دې تر څنګ د بدن تودوخې درجه کنترولوي که چېرته يو زيروح دخپل جسم کافى اندزازه اوبه له لاسه ورکړي نو هغه د مړينى سبب ګرځي . درڼا يا روښنا‌‌ئي اهميت روښنائي يا رڼا دمهمو فکتورونو له جملې څخه ده، چي په ايکو سيستم کى مهمې اغيزي لري.نباتات دخوړو جوړولو په خاطر رڼا ته اړتيا لري ترڅوچي رڼانه وي نباتات خواړه نه شي جوړولاي ،دلمر د واړنګوانرژې دمحيط دګرموالي له پاره اړينه ده ځکه چي پرته له لمرڅخه ژوند ګران دى.دضيايي ترکيب په عمليه کې درڼا موجوديت حتمى شرط دي

داتوموسفير Atmosphere    بيولوژيکي اهميت

هغه غازونه چې په اتوموسفيرکې موجود دي اود ژونديو اجسامو دژوند له پاره حياتي اهميت لري دوه دي، يو کاربن ډاې اکسايد او بل اکسيجن دى، . کاربن داى اکسايد په فوتو سنتيزس(ضيائې ترکيب ) کې مهم رول لري، اوديوې اساسي مادي په حيث ورڅخه کار اخلي او اکسيجن په تنفس کې رول لري، چي د انرژۍ توليد لپاره ضروري دي . اودواړه يودبل معکوس دي،


يعني نباتات د CO2 څخه کار اخلي اود حيوانا تو لپاره دضرورت وړ اکسيجن برابروي، کوم چې دانرژۍ توليد له پاره پکارېږي .


             ديوشمير حيواناتو اونباتاتو ګټي ارزښت انسان ته

١-دماهيانو غذايي او اقتصادي ارزښت د ډير پخوا څخه ماهيان دانسان لپاره غوره اوبهترين خوراک ګرځيدلى دى ،.په يوکال کې ١٨ميليارده کيلوګرامه ماهيان بازارته وړاندې کېږي ،چې دهغې بيه اوقيمت ٨٠٠ميلونه ډالره کېږي، چې دغه صنعت اوکسب کې ډېرکسان بخت دي، دماهي غوښه %٢٠-١٣پورې پروټين لري ،دماهيانو دځيګر غوړي چې دكاد Cod په نامه يادېږي ،دAاوD ويټاميونونه لري ،دماهيانوغوښه په مختلفو طريقو سره تر ډير وخته ساتل کيداي شي،دوچ اومړه شوي ماهيانو څخه کيمياوي سري جوړيږي اودچرګانودخوراک په حيث کاراخيستل کېږي ،مايع سرېښ دماهي دځينوپاتې شويوبرخوڅخه ،جوړيږي دغو ښې لپاره خاص ماهيان استعمالېږي چې دخال لرونکوTroupماهي ،پرچPerch ماهي ،سالمن Salmonماهي، باس ,BassتيوناTuna ماهيان نومېږي . ځيني ماهيان چي َښکلي او په زړه پورې رنګونه لري په مرتبانو شيشو او حوضونوکي د ښکلا په خاطر ساتل کيږي. ،يوډول ما هي چي دملاريا دغوماشي او انوفيل لارواګانې خوري دانسانانو له لپاره ډير روغتياېي اهميت لري ځکه پدي سره دملاريا دناروغى مخنيوى کېداى شي، دا ماهيان په ډنډونو او حوضونوکى بايد وساتل شي چي دTop Min nowپه نامه سره ياديږي ،دځينو ماهيانو دفلسونو څخه ګاڼې او دسينګار شيان جوړوي دګارپايک Garpike په نامه سره ياديږى.



دخزندواهميت  
  سره له دې چې خزندګان خلکو ته .مضر او زيان رسوونکي ښکاري مګر زيان اوتاوان ئې نـسبت ګټې ته ډيرکم دى، چې ګټى ئى په لاندي ډول دي.

(١) خزندګان ډير زيات مضر او ضرر رسوونکي حشرات اونور مضر حيوانات له منځه وړي، اوانسانان دهغوئ دشر څخه خلاصوي . (٢) دنړى دډيرو انسانانو لپاره کيشپان غذا او خواړه دي ځکه دهغوئ وزن ډير زيات دى، زياته غوښه ورڅخه حاصليږي (٣)زنګى مار Rattle Snake غوښه يې ډير خلک استعمالوي.

دمرغانواوتى لرونکوګټي انسان ته مرغان انسان ته ډيرزيات اهميت لري، ځکه چي دهغه څخه ډيري ګټې اخيستل کيږي، په نړۍ کي دمرغانو غوښي او هګيو تجارت اوسوداګري په ډيره لويه اندازى سره کيږې چې ميليونونو ډالرو ته رسيږي دنړي په هر ځاې کې دمرغانوڅخه انسانان ګټه اخلي، دمرغانو غوښه ډيره خوندوره اودصحت لپاره هم ډيره مناسبه ده . ځکه چي شحميات ئي ډيرکم دي دمر غانو دبڼکو څخه چي ښکلي رنګونه لري دسينګارشيان جوړوي دنازکو بڼکوڅخه با لښتونه اوتوشکې ډکوي.زيا ت مرغان مضراوزيان رسوونکې حشرات خورې اودفضو له موادوڅخه دسونګ لپاره کار اخستل کيږي اوحيواني سره ترلا سه کوي دښکرونوڅخه يې دچاقو لاستي او نور شيان جوړيږي.

پسونه اووزي ډيري ګټي لري لکه غوښه يې مهمه خوراکي ماده ده  شيدي،مستي،پنير ،غوړي ورڅخه اخستل کيږي  ، پوستکې يې په کار وړل کېږي او د وړيو څخه يې ټغرونه او قالينې اوبدل کېږي ځينې پسونه لکه قره قل ډير اقتصادې  اهميت لري ،  د فيل د غاښونو څخه ډير قيمتې شيان جوړوي چې د بار وړولو لپاره ورڅخه کار اخستل کېږي .

د فيل څخه په ډيره اندازه غوړې اوتيل پلاس راوړى چي ويټامينونه هم لري .

دهوسۍ غوښه ډيره  خوږه او خوندوره ده دځينو څخه مشک او بهترين خوشبوى په لاس راوړى.
دډيروتي لرونکو دپوستکي  څخه بالاپوشونه ،خولۍ چې ديخنۍ او سړو په وخت کى پوره کار ورکوى دځينو څخه موزى بوټان او څپلۍ جوړيږي .
ځينى تى لرونکى مضر حشرات خورى اودهغوى لارواله منځه وړى
ځينې تي لرونکى  زيان رسوونکى اوناروغۍ نقلوونکې هم دي لکه موږگان.، ، بازاوګونګ موږکا ن اونورحيوانا ت خوري کوم چې فصلونوته زيا ن رسونکي دي، ځينې خلک د تفريح او خوشحالۍ لپاره مرغان ساتي ځکه چې هغوى ډېرښکلي شکلونه او په زړه پورې اوازونه لري  زيات مرغان خلک په کورونو کې ساتي لکه کورني چرګان ،فيلمرغان ،ابي کوترې ،مړزان ،تيترې چې دهغوى د غوښې ، هګيو او سرې څخه ګټه پورته کوي،  او هم يې  د بڼکو څخه کار اخلي ځکه ددې مرغانو ګټه زياته او مصرف يې کم دى چې دې ته کورني اواهلي مرغان وايې ملخان چې دفصل اوکښت لپاره ترټولوزيات زيان رسونکي دي دمرغانو په واسطه د دوي مخه نيول کيږي 

د غوا او غوايانو څخه مختلفې ګټې اخستل کېږي ، غوښه ئي خوړل کيږې شيدې مستې کوچ، پنيراوغوړي ورڅخه په لاسه راوړي.

چرمښکۍ مار او نهنګ پوستکې دښايسته اونازکو څرمنو بوټانو،  لاسى بکسونواودښکلاشيانوجوړولولپاره پکاره وې، يواځې په يوکال کې هندوستان د دوه نيم ميليونه ډالر و په ارزښت  د خزندګانو پوستکي. بازارته وړاندې کوې.دنهنګ څرمنه اوچرم ډير قيمتي اوارزښناک دى .

دکېشپانو دقشرڅخه ګومنځې جوړوې اوهم يو ډول سينګاري شيان جوړيږي .

            دنباتاتو ونډه په انساني ژوند کې :

د بيولوژې په علم کې يواځې حيوانات نه بلکې نباتات هم د انسانانو په ژوند کې ډير زيات ارزښت لري، چې د خپل ژونديو شمير اړتياوي له نباتاتو څخه پوره کوي، په همدې ډول د نباتاتو سره زمونږ چاپيريال ښکلى او ښايسته کېږي ، زمونږ خوراکونه ، برابروي ، نباتات ، قندونه ، پروتين ، او شحميات لري د منرالونو او معدنې موادو څخه زياته برخه په همدې کې ده يوه اندازه ويټامينونه هم د نباتاتو څخه حاصلېږي ، څاروي او حيوانات چې زمونږ غذا جوړوي د نباتاتو څخه تغذيه کوي ، که نباتات نه وي نو مونږ څاروي نشو روزلى ، نباتات د سيمې هوا تصفيه کوي ، د تنفس لپاره مرطوبه هوا برابروي نباتات د هوا د حرارت درجه تنظيموي د نباتاتو څخه کالي او جامې جوړېږي لکه مالوچ او سنډ په صنعت کې رول لري په کور جوړولو ودانيو او د کورپه سامان کې پکارېږي . لاندې په لنډه توګه د يو شمير نباتاتو ګټې بيانوو . ١- د الجيانو اقتصادې ارزښت :- الجيان ډير زيات ارزښت لري ، ځکه چې پدې کې قندونه او ويټامينونه زيات دي ،دمهيانو اونور حيواناتو لپاره خوراک ګرځي: ١-قندونه او ويټامينونه ذاخيره ده. ٢-نصواري الجيان دايوډين دلرلو په سبب کې طبى اهميت لري . ٣-الجيان پتاشيم او نوري مالګي لري نو کيمياوي سره ورڅخه جوړيږي . ٤-سره الجيان په لابراتوارونو کي داګر –اګر مادي لپاره استعماليږي کوم چي مکروبونه پکي کرل کيږي. ٥-دټوکرانو اورختونو داوبدلو لپاره په کار وړل کيږي ٦-آيس کريم ،دغاښونوکريم ،دبوټانو رنګ،چاکليټ،بسکټ او په شيريني کې استعماليږي . ٧-په صنعت کې ورڅخه دفلزاتو صيقل لپاره کار اخلي . ٨-په ديګونوکې دحرارتي عايق په حيث استعماليږي ، ٩-په اوبو کې اکسجن ازادوي










د اسفنجونو رول

اسفنجونه د اوبو جذبولو خاصيت لري،  نو په ورځنيو کارونو کې ورڅخه کار اخستل کېږي  ، اسفنجونه  د اوبو لاندې ټوټه ټوټه کېږي  او بيا لمر ته اچول کېږي ، چې وچ  شي تر وچېدو وروسته د هغې اسکليټ  پاتې کېږي  د زينتي او ډولې شيانو په حيث ورڅخه کار اخستل کېږي د حمام ډبري  د اسفنجونو  اسکليټ دى چې د پاکوالي لپاره  په کار وړل کېږي .

روغتيا ساتنه : د بيولوژې د علم رول د روغتيا په ساتنه کې هم ډير مهم دى ،.لکه ، ملاريا ،محرقه ،ليونې سپې ناروغې ،تور زيړى او نور هغه ناروغۍ دي چې د حيواناتو پواسطه انتقالېږي او نورو ته د ناروغيو او پرازيتونو دانتقال سبب ګرځې، لکه مچ، سپږه ،کڼه ،موږک ،او نور حيواناتو څخه يادونه کولاى شو .

اخځليکونه

الف- الفت ،احسان الله ،١٣٧٩هـ ش ، عمومې بيولوژې لومړۍ برخه افغان پوهنتون ،پېښور . ب- اميري ، محمد ظاهر،١٣٨٥، عالې نباتات ، د چاپ ځاى جلال اباد. ج- صابر،عبدالواسع ، ٢٠٠٧ م ، عمومې بيولوژې ، د چاپ ځاى نيوکابل کتاب پلورنځي د- محمد صابر،١٣٨٦هـ ش ،د پارازيتولوژي اساسات ، د افغانستان کلتوري ودې ټولنه ،جرمني.