Jump to content

برېتانيا

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
  
برېتانيا
برېتانيا
برېتانيا
بیرغ
برېتانيا
برېتانيا
نښان

=

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۵۴°۳۶′شمال ۲°۰۰′لويديځ / 54.6°شمال 2°لويديځ / 54.6; -2   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
پراخوالی 242495 کیلومتره مربع [۲]  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه لندن
رسمي ژبې انګليسي ژبه   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
قانون جوړونه د لویې بریتانیا پارلمان   د (P194) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۱۲ اپرېل ۱۹۲۷  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
بې کارۍ کچه 6 سلنه (۲۰۱۴)[۳]  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اوسط عاید
نور مالومات
بېړنۍ ټليفون
شمېره
۱۱۲   د (P2852) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تګلوری کيڼ   د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
هېواد کوډ GB  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +44  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

د سترې بریتانيې او شمالي ايرلينډ متحد سلطنت، په عموم کې د انګلستان يا بریتانيې په نوم پېژندل کېږي، په شمال لوېديځه اروپا کې يو خپلواک هېواد دی چې د اروپا د مرکزي سيمو په شمال لوېدیځو ساحلونو کې موقعيت لري. په برتانيه کې د سترې برتانيې ټاپو، د ايرلينډ ټاپو شمال ختيځه برخه او د برتانيې د ټاپوګانو نورې ګڼې جزېرې شاملې دي. شمالي ايرلينډ د ايرلينډ له جمهوريت سره ګډه پوله لري. له دې پرته له بریتانيې څخه اتلانتيک بحر چاپېر دی، په ختيځ کې د شمال له سمندر، سويل ته يې انګليس کانال او سويل لوېدیځ ته يې سلتيک سمندر واقع دي، په دې ډول بریتانيه په نړۍ کې تر ټولو اوږدې ساحلې پولې لري. لويه بریتانيه او ايرلينډ د ايرلينډ د سمندر په واسطه سره جلا شوي دي. مساحت يې ۲۴۲۵۰۰ کيلو متر مربع (۹۳،۶۲۸ مربع ميله) دی، د وګړو شمېر يې په ۲۰۲۰ز کال کې اته شپېته ميليونه اټکل شوی دی.[۴][۵][۶][۷]

بریتانيا يو اتحادي ديموکراتيک پارلماني او د اساسي قانون شاهي نظام لرونکی هېواد دی. پاچا يې ملکه اليزابيت دويمه له ۱۹۵۲ز کال راهيسې واکمني کوي. پلازمېنه او ستر ښار يې لندن دی، کوم چې يو نړيوال ښار او سوداګريز مرکز دی، له دې سره د نښتو نورو سيمو د دې ښار د وګړو شمېر څوارلس ميليونه دی. بریتانيا له څلورو هېوادونو جوړه شوې چې دا دي: انګلستان، سکاټلينډ، ويلز او شمالي ايرلينډ. له انګلستان پرته نور هېوادونه يې خپلواک دولتونه لري، چې هر يو يې د ځانګړي ځواک لرونکي دي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

بریتانيا د څو کلونو په اوږدو کې د دې هېواد د جوړوونکو هېوادونو د يو لړ يو ځای کېدنو، اتحاديو او جلا کېدنو نه بشپړشوی دی. د انګلستان د سلطنت (په کوم کې چې ويلز هم شامل و او په ۱۵۴۲ز کال کې ورسره يو ځای شوی و) او د سکاټلينډ د سلطنت تر منځ په ۱۷۰۷ز کال کې د اتحاد له تړون څخه وروسته د سترې بریتانيې سلطنت رامنځ ته شو. په ۱۸۰۱ز کال کې ورسره د ايرلينډ سلطنت په يو ځای کېدو سره دا هېواد د متحدې بریتانيې او ايرلينډ په سلطنت بدل شو. د ايرلينډ ډېره برخه په ۱۹۲۲ز کال کې له بریتانيې څخه جلا شوه او په دې سره اوسنۍ برتانيا او شمالي ايرلينډ پاتې شول او په ۱۹۲۷ز کال کې يې د سترې بریتانيې او شمالي ايرلينډ متحد سلطنت رسمي نوم غوره کړ.

د من، ګرينزي او جرسي نژدې ټاپوګان د بریتانيې برخه نه دي، د بریتانيې په وليعهد پورې اړوند دي چې د بریتانيې حکومت يې د دفاع او نړيوال استازيتوب مسئوليت لري. له پولو بهر څوارلس بریتانوي ځمکې هم شته، کومې چې د بریتانوي سترواکۍ څخه راپاتې دي، له ۱۹۲۰ز کلونو راهيسې، کله چې ياده سترواکي په خپل اوج کې وه او د نړۍ د وچې ځمکې په څلورمه برخه او د نړۍ د نفوسو په درېيمه برخه يې حکومت کاوه او دا په تاريخ کې تر ټولو ستره سترواکي وه. د بریتانيې د ډېرو پخوانيو مستعمرو په ژبه، کلتور ، حقوقي او سياسي نظام کې د بریتانيې اغېزې لېدل کېږي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

بریتانيا د داخلي ناخالص توليد له پلوه د نړۍ پنځم ستر اقتصاد او د پېرودلو د وړتيا د برابرۍ له اړخه د نړۍ لسم ستر اقتصاد لري. دا هېواد د لوړ عايد اقتصاد او د انساني پراختيا ډېر لوړ شاخص ډېره لوړه کچه کې ځای لري چې په نړۍ کې ديارلسمه شمېره ځای کې قرار لري. بریتانيا د نړۍ لومړی صنعتي شوی هېواد دی او په نولسمه او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې د نړۍ تر ټولو پياوړی ځواک و. اوس هم بریتانيا د نړۍ يو له سترو ځواکونو څخه ده چې په نړيواله کچه د پام وړ اقتصاد، کلتور، پوځ، علمي، ټيکنالوژيکي او سياسي اغېز لري. د هستوي وسلې لرونکي هېواد په توګه پېژندل شوی او په نړيواله کچه يې پوځي لګښتونه په څلورمه درجه کې دي. په ۱۹۴۶ز کال کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د لومړۍ ناستې راهيسې، دا هېواد د دې شورا دايمي غړی دی.  [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

بریتانيا د ټولګټو هېوادونو، اروپايي شورا، د جي۷ هېوادونو، د لسو ډلې، د جي۲۰، ملګرو ملتونو، ناټو، AUKUS، د اقتصادي همکاريو او پراختيا سازمان، انټرپول او نړيوال سوداګريز سازمان غړی هېواد دی. دا هېواد په ۱۹۷۳ز کال کې د اروپايي ټولنو او بيا د دې د ځای ناستي اروپايي اتحاديې سره له يو ځای کېدو راهيسې، د دې سازمانونو غړی و، په ۲۰۱۶ز کال کې يوه ټولپوښتنه وشوه او بریتانيا په ۲۰۲۰ز کال کې له دې ټولنو ووتله.

د نوم رېښې او اصطلاحات

د ۱۷۰۷ ز د يووالي قانون اعلان کړل چې د انګلستان سلطنت او د سکاټلينډ سلطنت «د لويې بریتانيې تر نامه لاندې په يوه سلطنت کې متحد شول». «د متحد سلطنت» اصطلاح، کله ناکله د پخوانۍ سترې بریتانيې د سلطنت لپاره کارېده، که څه هم له ۱۷۰۷ زڅخه تر ۱۸۰۰ز کال پورې يې رسمي نوم «ستره بریتانيا» وه. د ۱۸۰۰ز کال د يووالي قوانينو په ۱۸۰۱ز کال کې د سترې بریتانيې او ايرلينډ سلطنتونه سره يو ځای کړل او په دې توګه د سترې بریتانيې او ايرلينډ متحد سلطنت رامنځ ته شو. په ۱۹۲۲ز کال کې د ايرلينډ د جلا کېدو او د ايرلينډ آزاد ايالت له خپلواکۍ وروسته، د کوم په پايله کې چې له انګلستان سره د ايرلينډ د ټاپو يوازې شمالي ايرلينډ برخه پاتې شوه، نوم يې يو ځل بيا په «د سترې بریتانيې او شمالي ايرلينډ متحد سلطنت» واوښت. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

که څه هم بریتانيا يو خپلواک هېواد دی، انګلستان، سکاټلينډ، ويلز او شمالي ايرلينډ ته هم هېوادونه ويل کېږي. د بریتانيې د لومړي وزير ويبپاڼې دا اصطلاح کارولې ده چې: «په يوه هېواد کې نور هېوادونه» تر څو بریتانيا تشرېح کړي. ځينې شمېریز لنډيزونه، لکه: د بریتانيې د دولسو NUTS 1 سيمو لپاره، د سکاټلينډ، ويلز او شمالي ايرلينډ د سيمو د يادولو لپاره کارول کېږې. شمالي ايرلينډ، همدا راز د ولايت په نوم هم يادېږي. د شمالي ايرلينډ د ښودلو لپاره کارېدونکی نوم «شونې ده چې د لانجو لامل وګرځي، ځکه ډېر ځله د يو چا د سياسي غوراوي ښودنه وکړي».[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

«د سترې بریتانيا» اصطلاح، په عمومي توګه، د سترې بریتانيې ټاپو ته کارول کېږي، يا له سياسي اړخه په يو ځای انګلستان، سکاټلينډ او ويلز ته. کله نا کله د ټول انګلستان د نوم د مترادف په توګه هم کارول کېږي.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

د «بریتانيا» نوم هم د لويې بریتانيې او هم د متحده سلطنت لپاره کارول کېږي. په بېلا بېل ډول ګټه ترې پورته کېږي: د بریتانيې حکومت، په خپله ويبپاڼه د بریتانيې پر ځای د متحد سلطنت «UK» يا «British» کارول غوره ګڼي، (خو هغه مهال نه، کله چې د خپلو سفارتونو يادونه کوي)، په داسې حال کې چې څرګندوي، چې دا دواړه نومونه د بریتانيې لپاره کارول کېږي، په ورته وخت کې د «بریتانيې حکومت» اصطلاح هم، هومره کارول کېږي، څومره چې د «د متحده سلطنت حکومت» اصطلاح کارول کېږي. د بریتانيې د جغرافيايي نومونو دايمي پلاوي، د جغرافيايي سيمو لپاره د ځانګړو نومونو په لارښود کې روښانه کړې ده چې، «United Kingdom،UK،  او U.K» ټول مصطلحات، چې په لنډيز ډول هم کارول کېږي، د لويې بریتانيې او شمالي ايرلينډ جيوپوليټيکي نومونه دي. د دې لارښود په نوملړ کې «بریتانيا» نه شته، خو وايي چې دا د لويې بریتانيې لپاره د نوم اصطلاح ده، چې په دې نوم کې شمالي ايرلينډ نه داخليږي. په تاريخي لحاظ د بي بي سي اداره غوره ګڼي چې د بریتانيې نوم وکاروي، کوم چې د سترې بریتانيې لنډيز دی، که څه هم اوسنیو لارښوونو په دې اړوند کوم ځانګړی درېځ نه دی نيولی، يوازې دا چې په دې نوم کې شمالي ايرلينډ نه دی شامل.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

د «بریتانوي» صفت، د بریتانيې اړوندو موضوعاتو او په قانون کې د بریتانيې تبعه او هغو موضوعاتو لپاره کارول کېږي، چې د تابعيت او هويت اړوند وي. د بریتانيې خلک، د خپل هويت د ښودلو لپاره جلا جلا اصطلاحات کاروي، کېدای شي دوی ځان ته بریتانوي، انګریز، سکاټلينډی، ويلزی، شمالي ايرلينډی يا ايرلينډی ووايي، يا ځان د ګڼو هويتونو د ترکيب په توګه پېژني. د بریتانيې د تبعه لپاره رسمي هويت «د بریتانيې تبعه» دی. [۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

سرچينې

  1.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  2. https://unstats.un.org/unsd/demographic/products/dyb/dyb2012/Table03.pdf
  3. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  7. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  8. The British Monarchy, "What is constitutional monarchy?". Retrieved 17 July 2013
  9. "United Kingdom" CIA The World Factbook]. Retrieved 17 July 2013
  10. (په 13 October 2016 باندې). Queen takes over longest reign mantle after Thailand's King Bhumibol dies. AOL (UK)
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  12. The 30 Largest Urban Agglomerations Ranked by Population Size at Each Point in Time, 1950–2030, World Urbanization Prospects, the 2014 revision Archived 18 February 2015 at the Wayback Machine., Population Division of the United Nations Department of Economic and Social Affairs. Retrieved 22 February 2015.
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  19. Ferguson 2004، م. 307.
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'. Accordingly, the great powers after the Cold War are Britain, China, France, Germany, Japan, Russia and the United States p. 59
  23. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  24. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  25. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  26. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  27. "After the political union of England and Scotland in 1707, the nation's official name became 'Great Britain'", The American Pageant, Volume 1, Cengage Learning (2012)
  28. "From 1707 until 1801 Great Britain was the official designation of the kingdoms of England and Scotland". The Standard Reference Work: For the Home, School and Library, Volume 3, Harold Melvin Stanford (1921)
  29. "In 1707, on the union with Scotland, 'Great Britain' became the official name of the British Kingdom, and so continued until the union with Ireland in 1801". United States Congressional serial set, Issue 10; Issue 3265 (1895)
  30. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  31. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  32. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  33. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  34. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  35. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  36. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  37. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  38. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  39. (په 19 December 2008 باندې). Guardian Unlimited Style Guide. Guardian News and Media Limited
  40. (په 19 August 2002 باندې). BBC style guide (Great Britain). BBC News.
  41. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  42. New Oxford American Dictionary: "Great Britain: England, Wales, and Scotland considered as a unit. The name is also often used loosely to refer to the United Kingdom."
  43. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  44. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  45. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  46. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  47. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  48. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  49. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  50. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  51. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  52. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  53. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.
  54. Lua error in Module:Citation/CS1/dates at line 14: assign to undeclared variable 'match_tab'.