بائبل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کينډۍ:Merge partner

Gutenberg Bible

انجیل (د یونانيKoine τὰ βιβλία، tà biblía، «کتابونو») د مذهبي متنونو یا سپېڅلو متنونو ټولګه ده چې په عیسویت، یهودیت، سامریانيزم او نورو ډېرو عقیدو کې شتون لري. دا کتاب په غوره کړل شوې توګه د بېلابېلو متنونو ټولګه ده، چې په اصل کې په عبراني، ارامي او کوین یوناني لیکل شوی دی.

په دې متنونو کې له دیني پلوه پر تاریخ متمرکزې پېښې، مذهبي سندرې، دعاګانې، متلونه، تمثیلونه، درسي لیکونه، نصیحتونه، مقالې، شعرونه او وړاندوینې شاملې دي. د موادو ټولګه چې د یوه ځانګړي مذهبي دود یا ټولنې له خوا غوره ګڼله شوې وي، د انجیل قانون په نامه یادیږي.

د اسرائیلو د پخوانیو لیکنو سرچینې په پخوا زمانو کې ورکې شوې دي. په دې اړه چې کله د یهودیانو د عبراني انجیل قانون په خپل اوسني ډول رامنځته شوی، هیڅ د نظریو علمي توافق شتون نه لري. ځینې ​​پوهان استدلال کوي چې دا د هاسمونیانو په واکمنۍ (۱۴۰-۴۰ مخکې له میلاد) کې رامنځته شوی،  په داسې حال کې چې ځینې بیا داسې استدلال کوي چې: دا د دویمې وروسته له میلاده پېړۍ یا ان له هغه وروسته هم نه و رامنځته شوی. [۱][۲][۳][۴][۵]

پراختیا[سمول]

انجیل یو واحد کتاب نه دی، بلکې د کتابونو ټولګه ده، چې پېچلی پرمختګ یې تر اوسه لا په بشپړ ډول درک شوی نه دی. دا کتابونه د سندرو او کیسو په توګه راپیل شوي، چې له لیکلو دمخه له یوه نسل نه بل نسل ته لېږدول شوي دي. انجیل د بېلابېلو کلتورونو درلودونکو کسانو له خوا راټول شوي او لیکل شوي چې ځینې یې نامعلوم دي.کينډۍ:Sfnm

دا کتابونه چې د سپېڅلو متنونو (غوره او سپېڅلي مذهبي متنونو) په توګه ګڼل کېږي، د بېلابېلو مذهبي ټولنو له خوا د بېلابېلو انجیلي قوانینو (د سپېڅلیو متونو رسمي ټولګې) په توګه راټول شوي دي. تر ټولو لومړنی تالیف چې د انجیل لومړني پنځه کتابونه په کې شامل دي او تورات (چې معنا یې «قانون»، «لارښوونه» او «تدریس») یا Pentateuch(«پنځه کتابونه») په نامه یادېږي، د یهودي قانون په توګه په پنځمې مخکې له میلاده پېړۍ کې ومنل شو.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

پخواني پیغمبران[سمول]

پخواني پیغمبران د جوشوا، قاضیانو، سمویل او پاچایانو کتابونه دي. دوی داسې روایتونه لري چې د موسی له مړینې وروسته په سملاسي توګه د الهي ټاکلو پر بنسټ جوشوا د هغه د ځای ناستي په توګه ټاکل کېږي، چې بیا د اسرائیلي خلکو ژمنې شوې ځمکې ته هدایت کوي او د وروستي پاچا یهودا له بند نه خوشې کېدو سره پای ته رسېږي. د سمویل او پاچا کتابونو سره د واحدو کتابونو په توګه چلند کېږي، چې دا برخې په کې شاملې دي:

  • د کنعان د ځمکې سوبه (د جوشوا په کتاب کې).
  • د ځمکې د لاسته راوړلو لپاره د خلکو مبارزه (د قاضیانو په کتاب کې).
  • د خلکو غوښتنه له خدای نه، چې دوی ته داسې پاچا ورکړي، ترڅو دوی وکولای شي، خپلې ځمکې له دښمنانو نه قبضه کړي (د سمویل په کتابونو کې).
  • د الهي ټاکل شویو پاچایانو، لکه: د ډیویډ تر واک لاندې د ځمکو لاسته راوړل، چې په سوبې او بهرنۍ جلاوطنۍ پای ته رسیږي (د پاچایانو کتابونه).

نور کتابونه[سمول]

د درېیو کتابونو او پنځو رغښتلو سربیره، په Ketuvim  کې پاتې نور کتابونه ډینیل، عزرا – نحمیاه او تاریخ دي. که څه هم په یهودي دود کې د دې کتابونو لپاره کومه رسمي ډله شتون نه لري، خو بیا هم دوی یو شمیر توپیرونه لري:

  • د دوی داستانونه ټول په ښکاره ډول یو څه وروسته پېښې بیانوي (د بېلګې په توګه: د بابل بندي کېدل او د صه یون بیا رغونه). تلمودي سنت ټولو ته د وروستني تصنیف نسبت ورکوي.
  • له دوی نه دوه (دانیل او عزرا) په تناخ کې یوازیني کتابونه دي، چې په آرامي ژبه د پام وړ برخې لري.

عیسوي انجیل[سمول]

عیسوي انجیل، د کتابونو ټولګه ده چې په زاړه او نوي تړون وېشل کېږي، چې د عیسویانو مذهب یې په تېر او اوسني وخت کې د الهي الهام انجیل په توګه ګڼي. لومړنۍ کلیسا په ابتدایي توګه له سپیټوګینټ نه کار اخیست، لکه څنګه چې په یوناني کې، د هغه وخت عامې ژبې باندې لیکل کېده او یا د ارامي ویناوالو ترمنځ کې له تورګوم نه یې کار اخیست، چې دې د مسوریټیک متن سره په ترکیب کې یې، د زاړه تړون لپاره بنسټ چمتو کړ.[۱۳][۱۴]

زړه نسخه[سمول]

د نن ورځې پروټیسټاني زړه نسخه د قوانینو ۳۹ کتابونه لري - د کتابونو شمېر (که څه هم منځپانګه نه لري) یواځې له یهودي تناخ سره د جلا وېش له امله توپیر لري – په داسې حال کې چې د روم کاتولیکه کلیسا ۴۶ کتابونه د زړې نسخې په توګه پېژني. د ختیځ ارتودوکس کلیساوې، په کاتولیک کینن سربېره ۳ مکابی، ۱ایسډراس، مناسبې دعاوې او زبور ۱۵۱ پیژني. په ځینو کې ۲ Esdras شامل دی.[۱۵][۱۶][۱۷]

د «عبراني سپېڅلي کتاب» اصطلاح ، ډېری د پروټیسټانټ زړې نسخې سره د مترادف په توګه کارول کېږي، ځکه چې په عبراني کې ژوندي پاتې شوي سپېڅلي کتابونه یواځې همدغه کتابونه دي، په داسې حال کې چې په کاتولیک او ارتودوکس کې اضافي متنونه شامل دي، چې دا متنونه په عبراني کې نه دي پاتې شوي.[۱۸]

نوی نسخه[سمول]

نوی نسخه هغه نوم دی چې د عیسوي انجیل دویمې برخې ته ورکړل شوی دی. اصلي توافق دا دی چې، نوی نسخه د کوین یوناني په بڼه لیکل شوی و، چې د ختیځې مدیترانې عامه ژبه وه. د «نوې نسخې» اصطلاح، په دویمې پېړۍ کې د مخالفتونو او شخړو په ترڅ کې د دې لپاره چې ایا عبراني انجیل له عیسوي لیکنو سره د انجیل په توګه شامل شي، وکارول شوه.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د انجیل نقد[سمول]

د انجیل نقد د متن په توګه د انجیل تحلیلي څېړنې ته اشاره کوي او د تاریخ، لیکوالۍ، د جوړښت نېټه او د لیکوال ارادې په څېر پوښتنو ته ځواب ورکوي. دا د انجیل د هغه نقد په څېر نه دي، کوم چې د انجیل د معلوماتي سرچینو یا اخلاقي لارښود پر وړاندې ادعا کوي او نه دا د ژباړې د احتمالي غلطیو نیوکه ده.[۲۶]

په ۱۷ مه پېړۍ کې، توماس هوبس متني شواهد راټول کړل چې هغه دا ادعا کوله چې موسی د انجیل د پنځو لومړنیو کتابونو لیکوال نه و، چې د Pentateuch په نوم پیژندل کېده. لږ وروسته، فیلسوف باروچ سپینوزا یو متحد انتقادي تحلیل خپور کړ او استدلال یې وکړچې: ستونزې زېږوونکي عبارتونه جلا قضیې نه وې، چې یو پر یو دې تشرېح شي، چې دا ستونزې د پنځو کتابونو په اوږدو کې ډېرې وې او په پای کې دې پایلې ته ورسېد چې  Pentateuch د موسی له خوا نه دی لیکل شوی.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

نسخې او ژباړې[سمول]

د تناخ اصلي متنونه ، نژدې په بشپړ ډول په عبراني ژبه لیکل شوي وو. نږدې یو سلنه په آرامي ژبه لیکل شوي. په غوره مسوریټیک متن سربېره، یهودیان لاهم سیپټوګینټ ته، په یوناني کې د عبراني انجیل ژباړې ته او تورګم اونکیلوس، د انجیل آرامي نسخې ته اشاره کوي.

د لومړنیو عیسویانو لپاره د انجیل لومړنی متن سیپټوګینټ و. سربېره پردې، دوی عبراني انجیل په څو نورو ژبو وژباړه. د نورو ژبو تر څنګ په سریاني، کاپټیک، ایتوپیک او لاتیني کې هم وژباړل شو. لاتیني ژباړې په تاریخي لحاظ په لوېدیځ کې د کلیسا لپاره خورا مهمې وې، په داسې حال کې چې د ختیځ یوناني ژبي د زړې نسخې د سیپټوګینټ ژباړې ته دوام ورکړ او د نوې نسخې ژباړلو ته یې اړتیا نه درلوده.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۳۵]

لرغونپوهنه او تاریخي څېړنه[سمول]

د انجیل لرغونپوهنه، هغه لرغونپوهنه ده چې د عبراني سپېڅلي کتاب او عیسوي یوناني سپېڅلي کتاب (نوې نسخې) سره تړاو لري، چې په هغو وختونو کې له خلکو سره د ژوند کولو او کړنو د ډول په ټاکلو کې د مرستې لپاره کارول کېده. د انجیل د لرغون پېژندنې په برخه کې پراخ تفسیرونه شته دي. له تاریخي پلوه، د انجیل د لرغونوالي بحث، د لرغونو اسرائیلو او یهودا له ۱۰ نه تر ۷ مخکې له میلاد پېړیو نه راپيلېږي.[۴۱][۴۲]

د انجیل موزیمونه[سمول]

  • د نهم انجیل موزیم په هوسټن، ټیکساس کې موقعیت لري. دا د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د انجیلونو د نادرو نسخو د راټولولو او د بېلابېلو ژبو انجیلونو درلودلو لپاره پېژندل شوی دی.[۴۳]
  • د انجیل یو موزیم د نومبر په ۲۰۱۷ ز کې په واشنګټن ډي سي کې پرانستل شو. [۴۴][۴۵][۴۶]
  • په ۲۰۰۹ ز کې د اسټرالیا د ویکتوریا په سینټ ارناډ کې د بایبل موزیم پرانستل شو. [۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳]

سرچینې[سمول]

  1. Philip R. Davies in McDonald & Sanders 2002, p. 50: "With many other scholars, I conclude that the fixing of a canonical list was almost certainly the achievement of the Hasmonean dynasty."
  2. McDonald & Sanders 2002, p. 5, cited are Neusner's Judaism and Christianity in the Age of Constantine, pp. 128–45, and Midrash in Context: Exegesis in Formative Judaism, pp. 1–22.
  3. Schaff Philip, A selected library of the Nicene and Post-Nicene Fathers of the Christian Church, 1888 Vol IV, Athanasius Letters No 39
  4. "Best selling book of non-fiction". Guinness World Records. مؤرشف من الأصل في ۰۸ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. . How We Got the Best-Selling Book of All Time.
  6. Hauser، Watson او Kaufman 2003، ص. 201; 30.
  7. Wegner, Paul (1999). The Journey From Texts to Translations. Baker Academic. د کتاب پاڼې 172. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0801027994. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Swenson, Kristin (2021). A Most Peculiar Book: The Inherent Strangeness of the Bible. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-065173-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hauser، Watson او Kaufman 2003، صص. 30–31.
  10. Hauser، Watson او Kaufman 2003، صص. 31–32.
  11. Hauser، Watson او Kaufman 2003، ص. 201.
  12. Riches 2000، ص. 9.
  13. Johnson, Paul (2012). History of Christianity. Simon and Schuster. د کتاب پاڼې 374. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781451688511. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Kelly 2000، ص. 31–32.
  15. Quaker Life, Volume 11 (په انګرېزي ژبه کي). Friends United Press. 1970. د کتاب پاڼې 141. Even though they were not placed on the same level as the canonical books , still they were useful for instruction . ... These – and others that total fourteen or fifteen altogether – are the books known as the Apocrypha. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  16. Ewert, David (11 May 2010). A General Introduction to the Bible: From Ancient Tablets to Modern Translations. Zondervan. د کتاب پاڼې 104. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780310872436. English Bibles were patterned after those of the Continental Reformers by having the Apocrypha set off from the rest of the OT. Coverdale (1535) called them "Apocrypha". All English Bibles prior to 1629 contained the Apocrypha. Matthew's Bible (1537), the Great Bible (1539), the Geneva Bible (1560), the Bishop's Bible (1568), and the King James Bible (1611) contained the Apocrypha. Soon after the publication of the KJV, however, the English Bibles began to drop the Apocrypha and eventually they disappeared entirely. The first English Bible to be printed in America (1782–83) lacked the Apocrypha. In 1826 the British and Foreign Bible Society decided to no longer print them. Today the trend is in the opposite direction, and English Bibles with the Apocrypha are becoming more popular again. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Wells, Preston B. (1911). The Story of the English Bible (په انګرېزي ژبه کي). Pentecostal Publishing Company. د کتاب پاڼې 41. Fourteen books and parts of books are considered Apocryphal by Protestants. Three of these are recognized by Roman Catholics also as Apocryphal. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  18. [۱] Archived 27 July 2020 at the Wayback Machine. Encyclopedia of Catholicism, Frank K. Flinn, Infobase Publishing, 2007, p. 103
  19. Kurt Aland, Barbara Aland The text of the New Testament: an introduction to the critical 1995 p. 52 "The New Testament was written in Koine Greek, the Greek of daily conversation. The fact that from the first all the New Testament writings were written in Greek is conclusively demonstrated by their citations from the Old Testament ..."
  20. Archibald Macbride Hunter Introducing the New Testament 1972 p9 "How came the twenty-seven books of the New Testament to be gathered together and made authoritative Christian scripture? 1. All the New Testament books were originally written in Greek. On the face of it this may surprise us."
  21. Wenham The elements of New Testament Greek p. xxv Jeremy Duff, John William Wenham – 2005 "This is the language of the New Testament. By the time of Jesus the Romans had become the dominant military and political force, but the Greek language remained the 'common language' of the eastern Mediterranean and beyond, and Greek ..."
  22. Daniel B. Wallace Greek Grammar Beyond the Basics: An Exegetical Syntax of the New Testament 1997
  23. Henry St. John Thackeray Grammar of New Testament Greek ed. Friedrich Wilhelm Blass, 1911 "By far the most predominant element in the language of the New Testament is the Greek of common speech which was disseminated in the East by the Macedonian conquest, in the form which it had gradually assumed under the wider development ..."
  24. David E. Aune The Blackwell companion to the New Testament 2009 p.61 Chapter 4 New Testament Greek Christophe Rico "In this short overview of the Greek language of the New Testament we will focus on those topics that are of greatest importance for the average reader, that is, those with important ..."
  25. Barton, John (1998). Holy Writings, Sacred Text: The Canon in Early Christianity (الطبعة reprint). Westminster John Knox Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780664257781. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Expondo Os Erros Da Sociedade Bíblica Internacional". Baptistlink.com. 2000. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۰۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Potter, George (2005). Ten More Amazing Discoveries. CFI. د کتاب پاڼې 121. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1555178055. مؤرشف من الأصل في ۲۶ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Walther League (1924). The Walther League Messenger. University of Wisconsin. د کتاب پاڼې 332. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Young, Edward Joseph (1989) [1964]. An Introduction to the Old Testament. Eerdmans. د کتاب پاڼي 118–123. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-0339-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Nahkola 2007، صص. 204,216.
  31. Frazier, Alison (2015). Essays in Renaissance Thought and Letters: In Honor of John Monfasani. Leiden, Netherlands: Brill. د کتاب پاڼې 465. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9004294479. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Burkitt (1913). "The Decretum Geladianum". Journal of Theological Studies. 14: 469–471. مؤرشف من الأصل في ۲۱ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Ellis, E. Earle (2003). The Old Testament in early Christianity : canon and interpretation in the light of modern research. Eugene, Oregon: Wipf & Stock. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1592442560. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Clark, Francis (1987). The Pseudo-Gregorian dialogues. Leiden: E.J. Brill. د کتاب پاڼي 601–602. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9004077737. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. ۳۵٫۰ ۳۵٫۱ Bruce 1988، ص. 234.
  36. "The Christian canon". Encyclopædia Britannica, Inc. مؤرشف من الأصل في ۱۸ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Cross, F. L.; Livingstone, E. A., المحررون (2005-01-01). "canon of Scripture". The Oxford Dictionary of the Christian Church (په انګلیسي ژبه کي) (الطبعة 3). Oxford University Press. د کتاب پاڼې 282. doi:10.1093/acref/9780192802903.001.0001. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-280290-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Kelly, J. N. D. (1960). Early Christian Doctrines. San Francisco: Harper. د کتاب پاڼې 55. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Sanneh او McClymond 2016، ص. 279.
  40. Sanneh او McClymond 2016، ص. 265.
  41. Finkelstein, Israel; Silberman, Neil Asher (2001). The Bible Unearthed: Archaeology's New Vision of Ancient Israel and the Origin of Its Sacred Texts. New York: Simon & Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0743223386. مؤرشف من الأصل في ۰۱ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Dever, William (2003). Who Were the Early Israelites and Where Did They Come from?. Grand Rapids, Michigan: William B. Eerdmans Publishing Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0802809759. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. (په 31 August 2015 باندې). Historic Bibles ?' even a naughty one ?' featured at Houston's Dunham Museum. Houston Chronicle.
  44. "About Us". www.museumofthebible.org (په انګلیسي ژبه کي). Museum of the Bible. مؤرشف من الأصل في ۲۵ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. . Museum of the Bible opens in Washington, D.C., with celebration amid cynicism. NBC News.
  46. . Questions swirl around Museum of the Bible before grand opening. NBC News.
  47. (په 21 April 2015 باندې). St Arnaud gets it own holy grail. The Herald and Weekly Times.
  48. "Bible Museum Homepage | Features". www.thebiblemuseum.com.au. مؤرشف من الأصل في ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۲۰. Australia's only Bible Museum has temporarily closed and is preparing to relocate. Our exciting new location will be announced on this website. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. (په 17 May 2019 باندې). Great Passion Play has some interesting new sights that don't cost anything to see. KSNF/KODE – FourStatesHomepage.com.
  50. The Christian travel planner. Thomas Nelson. 2008. د کتاب پاڼې 327. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1401603748. مؤرشف من الأصل في ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. . Shelby County awards $15,000 grant for Bible Museum in Collierville. WHBQ-TV.
  52. "About". Bible Museum On The Square (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ فبروري ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. Mary, Fonseca. Weekend Getaways in Louisiana (په انګلیسي ژبه کي). Pelican Publishing. د کتاب پاڼې 249. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1455613984. مؤرشف من الأصل في ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)

سرچینې[سمول]