ایتروسکان تمدن
د لرغونې ایټالیا ایتروسکان تمدن ( ایتروسکان ) ډېره سیمه ترولکې لاندې کړې وه چې کابو د اوسني توسکاني، لوېدیځه اومبریا او شمالي لازیو سیمي په کې راځي. هغه سیمي هم په کې وې چې اوس د پودره، امیلیا رومګنا، سویل ختیځه لمباردي، سویلي ونتو او لوېدیځه کامپانیا ده. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]
د دې کلتور لومړنۍ نښې نښانې دا ښيي چې د ایتروسکان تاریخچه له میلاد څخه ۹۰۰ کاله پخوانۍ ده. دا د اوسپنې د دورې د ویلانووان کلتور دوره وه او د ایتروسکان د تمدن لومړنی پـړاو ګڼل کېـږي، کوم چې په خپله په همدې سیمه کې د برونزو د پخوانۍ دورې د پروتو ویلانووان کلتور څخه وده کړې. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د ایتروسکان تمدن ترهغه وخته پورې دوام وکړ، چې د روم په ټولنه کې جذب شو. د جذب پړاو له میلاد دمخه د څلورمې پېـړۍ په ورستیو کې د روم او ایتروسکان په جګړو کې شروع شو چې، له میلاد څخه ۹۰ کاله دمخه د رومي تابعیت په ورکولو سره چټک او له میلاد څخه ۲۷ کاله دمخه پای ته ورسېد. هغه وخت چې د ایتروسکان سیمي د روم په نوې جوړه شوې سترواکې کې شاملي شوي.[۱۳][۱۴]
د ایتروسکان د تمدن سیمه ييز پړاو له میلاد څخه ۷۵۰ کاله دمخه د روم پاچهۍ د بنسټیزي دورې په وخت کې خپل لوړ پوړ ته ورسېد. دې کلتور د ښار په درېیو اتحادیو د ایټروریا ( توسکاني، لاتیم او امبریا )، د پو دره د ختیځ الپس سره او کمپانیا کې وده وکړه. دغه ټولنه د شمالي ایټالیا په لیوی کې موجوده وه. د ایتروسکان ترواک لاندې سیمې ورو ورو په کمېدو شوې، خو له میلاد څخه ۵۰۰ کاله دمخه د ایټالیا په ټاپووزمه کې د ایتروسکانانو واک له لاسه ووت او د روم د جمهوریت لاس ته وغورځېد . [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
په سویلې ایتروریا کې د ایتروسکان په اړه لومړني پېژندل شوي مثالونه ، موندل شوې لیکنې دي، چې له میلاد څخه ۷۰۰ کاله دمخه تاریخ لري. ایتروسکانانو د لیکلو یوه سیستم ته وده ورکړه چې د ابويي الفبا څخه اخیستل شوی و، کوم چې په میګنا ګریشیا ( ساحلي سیمي چې په سویلي ایټالیا کې پرتې دي) کارول کېده.
د ایتروسکان ژبه یوازې تریوې اندازې پېژندل شوې، د دوی د ټولنې او کلتور عصري پېژندنه له ډېروروسته وخت سره تړاو لري چې په ټوله کې د روم او یونان سرچیني ردوي.
د ایتروسکان په سیاسي سیستم کې واک په کوچنیو ښارونو او په ځینو واکمنوکورنیو پورې تړاو درلود. د ايتروسکان د ځواک په لوړولوکې ، واک لرونکې کورنۍ د سلیټیک نړۍ سره تر شمال او له یونان سره ترسویله پورې د سوداګرې له برکته ډېري شتمنې شوې او د خپلو سترو کورنیو د وګړو لپاره یې قبرونه په راوړل شویو ذنتي شیانو ښایسته کړل. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
افسانه او تاریخچه
[سمول]قومیت او رېښه
[سمول]ایتروسکانو به ځان ته راسینا ویل، کوم چې له راسنا یا رسنا څخه اخیستل شوې کلیمه ده چې د ( نوی ایتروسکان ) په معنا ده چې د دواړو رېښه پېژندنه نه ده جوته. [۲۶][۲۷][۲۸]
په اټیک یونان کې ایتروسکانان د ټيروینانو( ټیپنیو، تیرینو او تر هغه د مخه د ټپنیو ټیرسینیو) په نوم پېـژندل کېدل، له کومو چې رومانیانو د ټیریني، ټیرینا ( ایټروریا ) نومونه اخيستي وو. د ماري ټیرینم (ټیرینیان سمندر) نوم، ځينو خلکو کوښښ کاوه چې دا سمندر د اطریش سره یوځای کړي ( د سمندری خلکو یو تن چې د مصریانو له خوا نومول شوی و).[۲۹][۳۰][۳۱]
پخوانیو رومیانو ایتروسکان د ټوسي یا ایټروسسي ( مفرد ټاسکس ) په نامه یادول. د دوی رومي نوم د ټاسکنا د اصطلاحاتو سرچینه لري، کوم چې د دوی مرکزي او ارزښتناکې سیمي ته اشاره کوي. کېدای شي ایټروریا د دوی پراخې سیمې ته اشاره وي. د ژبپوهانو له خوا داسې انګېرل کېـږي چې د ټوسي اصطلاح، د ایتروسکان د سیمي لپاره امبرینه کلیمه ده چې د نژدې سیمي په یوه لیکنه کې د لرغونو برونزو پر یوې ټوټې لیکل شوې وه.
په دغه لیکنه کې د ټورسکم او نومین چې د ( ټوسکان نوم ) په معنا ده، لیکل شوی و. د امبرین د ګرامر د پوهې په بنسټ، ژبپوهان کولای شي دا اټکل وکړي چې د ټورسکم ویي(لغت) لومړنۍ بڼه ټروسي ده. کېدای شي دا بدلون د یوې تړلې لومړني يي- ټروس- سي کلیمې بڼه خپله کړي.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
د دې رېښي د اصلي معنا په اړه ، ټروس په پراخه کچه یاد شو او اټکل داده چې د لاتیني ټیروس کلیمي په څېر د برج معنا لري او د برج لپاره له یوناني کلیمي ټیپویس څخه اخیستل شوې ده.
د دې اټکل له مخې ټوسي هغو خلکو ته ویل کېدل چې برجونه به یې جوړول او یا هم برج جوړونکو ته ویل کېدل. دغه وړاندې شوي رېښه پېژندنه ډېره د منلو وړ شوه، ځکه چې ایتروسکانانو دا غوره ګڼله چې خپل ښارونه په لوړو سیمو کې جوړ او په دېوالونو یې ساتنه وکړي.[۳۸][۳۹][۴۰]
له بله پلوه جیلینو او لاریسا بونفاتي داسې ګمان کاوه چې د ایتروسکانو کورونه به عادي لاتینیانو ته د برجونو په شان ښکاري. دغه وړاندیز شوې رېښه پېژندني یو اوږد تاریخ درلود. د هلیکارناسیوس دیونیسیوس په لومړۍ پېړۍ کې تر میلاد دمخه دا څېړنه کړې وه چې په برجونو کې د ژوند کولو یا له هغه وروسته د دوی د یو مشر نوم و.
داسې کوم دلیل نشته دی چې یونانيان دې دوی د ایتروسکان په نوم یاد نه کړي. [۴۱][۴۲]
رېــښــې
[سمول]لرغونې سرچینې
[سمول]په ایتروسکان ژبه کې ادبي او تاریخي لیکني نه دې ساتل شوې او په دې ژبه یوازې د عصري علومو پوهان یو څه پوهېدل. د دوی د ټولنې او کلتورعصري پوهه په خورا وروستۍ برخي پورې تړاو لري او په عمومي ډول رومي او یوناني سرچیني ردوي.
دغو پخوانیو لیکوالو د ایتروسکاني ولس د سرچینو په اړه خپلو نظریو ته بدلون ورکړ. ځينویې وړاندیزوکړ چې دوی پیلاسګیان دي، څوک چې له یونان څخه هلته کډوال شوي دي ، نورو بیا په دې ټینګار کاوه چې دوی د مرکزي ایټالیا اوسېدونکي دي او له یونان څخه نه دي.
لومړني یوناني لیکوال چې په خپل کتاب تیوګوني کې یې د ایتروسکانانو یادونه وکړه ، د لرغوني یونان خلک یې ټیرورینان یادوي، له میلاد وړاندې د اتمې پېړۍ شاعر هزیود و. هغه دوی د لاتینیانو ترڅنګ په مرکزي ایټالیا کې د اوسېدونکو په توګه یاد کړل. تر میلاد اووه پېړۍ دمخه په هومري سندرو کې دیونیسیوس، هغوی د سمندري غلو په نوم یاد کړي دي، خو وروستیو لاتیني لیکوالو دا وړاندیز ونه کړ چې ایتروسکانان دې د ایټالیا له ختیځ څخه مهاجر شوي وي او دوی یې له پیلاسګین سره نه دي شریک کړي.[۴۳][۴۴][۴۵]
یوازې تر میلاد ۵ پېړۍ دمخه و چې ایتروسکان تمدن د یوڅو پېړیو لپاره جوړ شو او یوناني لیکوالو د ټیرورینانو نوم د پیلاسګیانو سره تړلی وباله. تردې چې دوی دې کار ته ادامه ورکوله او دا وړاندیز یې کاوه چې یوازې په عمومي او د ستاینې په ډول دا هرڅه داسې ترتیب کړي چې د (غیر یوناني ) او د ( کلیوالو یونانیانو د نیکونو ) معنا ترې واخیستل شي. [۴۶]
له میلاد پينځه پېړۍ دمخه تیسیډس او هیرډوټس او له میلاد څخه یوه پېړۍ دمخه د سټرابو تاریخ پوهانو ښکاري چې داسې ویل چې ټیاروینانان په اصل کې پيلاسګیان وو، څوک چې ایټالیا ته د لیډیا څخه د یونان ټاپو لیمنوس له لارې را کډه شول.
دوی ټولو لمنوس د پیلاسګیانو له خوا مېشت شوي یاد کړل، کوم چې توسیډیز د ټیروینان په نوم پېژانده.
لکه څنګه چې سټرابو او هیروډټس ویل: لیمنوس ته کډوالی د ټیرینس / ټیرینوس له خوا رهبري کېده، د اتیس زوی ( څوک چې د لیډیا واکمن و ) سټرابو زیاته کړه چې د لیموس او امبروس پلاسګین ټیرونیس تر ایټالیا ټاپووزمي پوري وڅاره او د لیسبوس هیلانیکس په وینا: د پیلاسګین مهاجرت د یونان له تیسالي څخه د ایټالیا تر ټاپووزمې پورې دوام درلود. هغه برخه چې پیلاسګیونیانو ونیوله، هغوی ورته ټیرینیا ویل او وروسته بیا د تيرینیان په نامه یادېده.[۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]
سرچينې
[سمول]- ↑ Goring, Elizabeth (2004). Treasures from Tuscany: the Etruscan legacy (په انګليسي). Edinburgh: National Museums Scotland Enterprises Limited. p. 13. ISBN 978-1901663907.
- ↑ Leighton, Robert (2004). Tarquinia. An Etruscan City. Duckworth Archaeological Histories Series (په انګليسي). London: Duckworth Press. p. 32. ISBN 0-7156-3162-4.
- ↑ Camporeale, Giovannangelo, ed. (2001). The Etruscans Outside Etruria (په انګليسي). Translated by Hartmann, Thomas Michael. Los Angeles: Getty Trust Publications (خپور شوی 2004).
- ↑ Etruria campana
- ↑ Strabo, Geographica, V (Italia), 4.3.
- ↑ Francesco Belsito (2013). Storia di Nocera. Monumenti, personaggi, leggende. Angri, Gaia.
- ↑ Bartoloni, Gilda, ed. (2012). Introduzione all'Etruscologia (په اېټاليايي). Milan: Hoepli. ISBN 978-8820348700.
- ↑ Neri, Diana (2012). "1.1 Il periodo villanoviano nell'Emilia occidentale". Gli etruschi tra VIII e VII secolo a.C. nel territorio di Castelfranco Emilia (MO) (په اېټاليايي). Firenze: All'Insegna del Giglio. p. 9. ISBN 978-8878145337.
Il termine "Villanoviano" è entrato nella letteratura archeologica quando, a metà dell '800, il conte Gozzadini mise in luce le prime tombe ad incinerazione nella sua proprietà di Villanova di Castenaso, in località Caselle (BO). La cultura villanoviana coincide con il periodo più antico della civiltà etrusca, in particolare durante i secoli IX e VIII a.C. e i termini di Villanoviano I, II e III, utilizzati dagli archeologi per scandire le fasi evolutive, costituiscono partizioni convenzionali della prima età del Ferro
- ↑ Bartoloni, Gilda (2012) [2002]. La cultura villanoviana. All'inizio della storia etrusca (په اېټاليايي) (III ed.). Roma: Carocci editore. ISBN 9788843022618.
- ↑ Colonna, Giovanni (2000). "I caratteri originali della civiltà Etrusca". In Torelli, Mario (ed.). Gi Etruschi (په اېټاليايي). Milano: Bompiani. pp. 25–41.
- ↑ Briquel, Dominique (2000). "Le origini degli Etruschi: una questione dibattuta fin dall'antichità". In Torelli, Mario (ed.). Gi Etruschi (په اېټاليايي). Milano: Bompiani. pp. 43–51.
- ↑ Bartoloni, Gilda (2000). "Le origini e la diffusione della cultura villanoviana". In Torelli, Mario (ed.). Gi Etruschi (په اېټاليايي). Milano: Bompiani. pp. 53–71.
- ↑ Moser, Mary E. (1996). "The origins of the Etruscans: new evidence for an old question". In Hall, John Franklin (ed.). Etruscan Italy: Etruscan Influences on the Civilizations of Italy from Antiquity to the Modern Era (په انګليسي). Provo, Utah: Museum of Art, Brigham Young University. pp. 29- 43. ISBN 0842523340.
- ↑ Rix, Helmut (2008). "Etruscan". In Woodard, Roger D. (ed.). The Ancient Languages of Europe. Cambridge University Press. pp. 141–64. ISBN 9780521684958.
- ↑ M. Cary; H.H. Scullard (1979). A History of Rome (3rd ed.). p. 28. ISBN 0-312-38395-9.
- ↑ Livius, Titus. Ab Urbe Condita Libri [The History of Rome]. Book V, Section 33.
The passage identifies the Raetii as a remnant of the 12 cities "beyond the Apennines".
- ↑ Polybius. "Campanian Etruscans mentioned". II.17.
- ↑ The entire subject with complete ancient sources in footnotes was worked up by George Dennis in his Introduction. In the LacusCurtius transcription, the references in Dennis's footnotes link to the texts in English or Latin; the reader may also find the English of some of them on WikiSource or other Internet sites. As the work has already been done by Dennis and Thayer, the complete work-up is not repeated here.
- ↑ "A good map of the Italian range and cities of the culture at the beginning of its history". mysteriousetruscans.com.
- ↑ The topic of the "League of Etruria" is covered in Freeman, pp. 562–65.
- ↑ "Etruscan alphabet and language". omniglot.com. نه اخيستل شوی 2022-02-16.
- ↑ Rix, Helmut (2008). "Etruscan". In Woodard, Roger D. (ed.). The Ancient Languages of Europe. Cambridge University Press. pp. 141–64. ISBN 9780521684958.
- ↑ Bonfante, Giuliano; Bonfante, Larissa (2002) [1983]. The Etruscan language. An introduction (په انګليسي) (II (Revised) ed.). Manchester, UK: Manchester University Press. ISBN 0719055407.
- ↑ federix71 (2019-08-28). "Etruschi e Celti della Gallia meridionale – parte 1". CelticWorld (په اېټاليايي). نه اخيستل شوی 2022-02-15.
- ↑ Sassatelli, Giuseppe. "Celti ed Etruschi nell'Etruria Padana e nell'Italia settentrionale" (PDF) (په اېټاليايي).
- ↑ Rasenna comes from Dionysius of Halicarnassus. Roman Antiquities. I.30.3. The syncopated form, Rasna, is inscriptional and is inflected.
- ↑ The topic is covered in Pallottino, p. 133.
- ↑ Some inscriptions, such as the cippus of Cortona, feature the Raśna (pronounced Rashna) alternative, as is described at Bodroghy, Gabor Z. "Origins". The Palaeolinguistic Connection. Etruscan. Archived from the original on 16 اپرېل 2008.
- ↑ کينډۍ:LSJ, کينډۍ:LSJ.
- ↑ کينډۍ:L&S
- ↑ Gaffiot's.
- ↑ According to Félix Gaffiot's Dictionnaire Illustré Latin Français, the major authors of the Roman Republic (Livy, Cicero, Horace, and others) used the term Tusci. Cognate words developed, including Tuscia and Tusculanensis. Tuscī was clearly the principal term used to designate things Etruscan; Etruscī and Etrusia/Etrūria were used less often, mainly by Cicero and Horace, and they lack cognates.
- ↑ According to the "Online Etymological Dictionary". the English use of Etruscan dates from 1706.
- ↑ کينډۍ:L&S
- ↑ Partridge, Eric (1983). Origins. Greenwich House, New York. under "tower". ISBN 9780517414255.
- ↑ Carl Darling Buck (1904). Introduction: A Grammar of Oscan and Umbian. the forumromanum.org. Boston: Gibb & Company.
- ↑ Weiss, Michael. "'Cui bono?' The beneficiary phrases of the third Iguvine table" (PDF). Ithaca, New York: Cornell University.
- ↑ Partridge (1983)
- ↑ The Bonfantes (2003), p. 51.
- ↑ کينډۍ:LSJ.
- ↑ Bonfante, Giuliano; Bonfante, Larissa (2002). The Etruscan Language: An Introduction, Revised Edition. Manchester University Press. p. 51. ISBN 978-0719055409.
- ↑ Book I, Section 30.
- ↑ Homeric Hymn to Dionysus, 7.7–8
- ↑ John Pairman Brown, Israel and Hellas, Vol. 2 (2000) p. 211
- ↑ Hesiod, Theogony 1015.
- ↑ Strabo, 6.2
- ↑ 5.2, citing Anticlides
- ↑ 6.137
- ↑ 4.109
- ↑ Dionysius of Halicarnassus. Roman Antiquities. 1.28–3.
- ↑ 1.94