Jump to content

انیم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انیم
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
هېواد
نور اړين مالومات
برخې
برخه د

انیمه (جاپاني کې アニメ او په انګریزې کې Anime) په لاس او کمپیوټر سره د ډیزاین یو ډول دی چې اصلي ځای یې جاپان و. له جاپان څخه بهر او په انګریزې ژبه کې انیمه په ځانګړې ډول هغو انیمیشنونو ته ویل کېي چې په جاپان کې تولید شوي وي. که څه هم په جاپان او جاپاني ژبه کې د انیمه اصطلاح (د انګریزې ژبې د انیمیشن لنډ ډول دی) چې په دې کې له ډول او اصلیت پرته ټول د انیمیشن کارونه شاملیږي. له جاپان څخه بهر هم زیاتره انیمیشنونه د جاپاني انیمیشنونو په څېر توليد شوي دي. ویډیويي لوبې هم ځینې وختونه داسې اثار او هنري ډولونه جوړوي چې هغو ته انیمه ویل کېږي.[۱]

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۷ کال کې په جاپان کې سوداګریز انیمیشنونه جوړ شول. د وتلي جاپاني کارتونیست اومسامو تزوکا له خوا په ۱۹۶۰مه لسیزه کې یو مشخص هنري ډول رامنځته شو چې په را وروستیو لسیزو کې یې پراختیا ومونده او د زیات شمېر کورنیو مخاطبینو پام یې ځان ته ور واړاوه. انیمه په تیاتري ډول د تلویزیوني خپرونو او انټرنېټ له لارې خپریږی. له اصلي اثارو سربېره، انیمه زیاتره د جاپاني کمیکونو (مانګا)، لنډو رومانونو یا ویډیويي لوبو اقتباس وي. دا په بېلابېلو ژانرونو سره ډلبندي کېږي چې بېلابېل او پراخ مخاطبین تر هدف لاندې نیسي.[۲]

انیمه یو ډول متنوع رسنۍ ده چې د تولید متمایز میتودونه لري کوم چې د نوو رامنځته شوو تکنالوژيو پر وړاندې یې خان اعیار کړی دی. انیمه هنري ګرافیک، کرکټرجوړونه، سینماتوګرافي او د تخیلي او فردګرا تکنیکونو نور ډولونه سره ګډوي. د لویدیځو انیمیشنونو په پرتله، د انیمه تولید په عمومي توګه ډېر کم پر حرکت باندې تمرکز لري خو زیاتره تمرکز یې د تنظیماتو پر جزئیاتو او د کیمرې د ایفیکټونو پر کارولو وي، د بېلګې په توګه پاننګ، زوم او زاویه لرونکې انځورونه. له پراخو هنري ډولونو څخه په کې کار اخیستل کېږي او د یوه کرکټر نسبتونه او خانګړې کېدای شي په پوره ډول سره متنوع واوسي او د کرکټر سترګې په کې سترې او له احساسه ډکې معلومې شي.[۳]

د انیمه صنعت کې څه باندې ۴۳۰ توليد شرکتونه فعالیت لري چې له هغې ډلې سترې سټډیوګانې یې عبارت دې له: Studio Ghibli، Kyoto Animation، Sunrise، Bones، Ufotable، MAPPA، Wit Studio، CoMix Wave Films، Production I.G او Toei Animation. له ۱۹۸۰یمې لسیزې راهیسې، یاد هنر د ډبنګ او سب ټایټل د پروګرامونو په رامنځته کېدو او له ۲۰۱۰مې لسیزې راهیسې د لایو سټریمینګ په رامنځته کېدو سره په نړیواله کچه زیاته بریا تر لاسه کړې ده. له ۲۰۱۶ کال راهیسې، جاپاني انیمیشن د نړۍ د انیمه شوو تلویزیوني پروګرامونو ۶۰ سلنه جوړوله.[۴][۵]

اصطلاح پېژندنه

[سمول]

د یو ډول انیمیشن په توګه، انیمه یو ډول هنري شکل دی چې په نورو رسنیو کې شته زیاتره ژانرونه په کې شاملیږي. ځینې وختونه په تېروتنې سره په خپله د یو ډول ژانر په توګه ډلبندي کېږي. په جاپاني ژبه کې، د انیمه اصطلاح د ډول او منشا پرته ټولو متحرکو یا خوځنده اثارو ته اشاره لري. د انګریزې ژبې ډیکشینري ګانې زیاتره انیمه (/ˈænɪmeɪ/) د (یو ډول جاپاني انیمیشن) یا د (انیمیشن د هغه ډول په توګه تعریفوي چې منشا یې په جاپان کې ده) تعریفوي. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

د انیمه د اصطلاح په اړه بېلابېل متضاد نظرونه دي. د انیمیشن انګریزې کلیمه په کاتاکانای جاپاني کې  アニメーション (آنیمِشون (لیکل کېږي) او アニメ انیمه (بیا د انیمیشن لنډ ډول دی). ځینې سرچینې بیا ادعا کوی چې انیمه د فرانسوي اصطلاح انیمیشن یعنې dessin animé څخه را اخیستل شوې ده خو نور بیا پر دې اند دي چې دا یوه افسانه ده. په فرانسوي ژبه کې انیمه د صفت په توګه د جاندار او خوځنده شي په معنی ده. [۹][۱۱]

خو په انګریزې ژبه کې (کله چې د یوه مصطلح نوم په توګه وکارول شي) نو بیا د جمع نوم حالت لري. (د بېلګې په توګه: ایا ته انیمه ګوري؟) یا (څومره انیمه دې لیدلي دي؟) د انیمه د اصطلاح د پراخې کارونې نه وړاندې، د جاپانیمیشن اصطلاح په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰یمه لسیزه کې ډېر دود وه. خو د ۱۹۸۰یمې لسیزې په نیمايي کې د انیمه اصطلاح ورو ورو د جاپانیمیشن په ځای وکاریدله. په عمومي توګه، اوسمهال دا وروستۍ اصطلاح د جاپاني انیمیشنونو د پېژندنې لپاره کارول کېږي.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

تاریخچه

[سمول]

مخینه

[سمول]

Emakimono او د سیوري تمثیلي ټوټې (kage-e) د جاباني انیمیشن د مخینو په توګه په پام کې نیول کېږي. Emakimono په یوولسمه پېړۍ کې دود وه. ګرځنده داستان ویونکو به افسانې او حکایتونه روایت کول په داسې حال کې چې Emakimono به د وخت په ترتیب له ښۍ خوا کېڼې خوا ته خلاصېده، لکه یو خوځنده پانوراما. Kage-e بیا د Edo په دوره کې محبوبیت درلود او د چین د سیوري له تمثیلي ټوټو څخه یې سرچینه اخیستې وه. د هالنډ جادويي فانوسونه (څراغونه) هم په اتلسمه پېړۍ کې دود و. په دولسمه پېړۍ کې د kamishibai په نوم کاغذي تمثیلي ټوټو زیاتوالی وموند او تر ۱۹۳۰مې لسیزې پورې یې د سړک پر سر تیاتر کې محبوبیت درلود. د بونراکو د تیاتر ګوډي ګان او د ukiyo-e چاپونه د جاپاني انیمیشن د زیاترو شخصیتونو د نیکونو په توګه ګڼل کېږي. په پای کې، مانګا د انیمه لپاره یو درود الهام بښونکی و.  د کیتزاوا راکوتین او اوکاموټو ایپي په څېر کارتونونیستانو د فلم عناصر په خپلو ستریپونو کې کارول.[۱۶]

مخکښان

[سمول]

انیمیشن په جاپان کې د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې هغه مهال پیل شو کله چې فلم جوړونکو په فرانسه، جرمني، امریکا او روسیه کې د پرمختللو تکنیکونو پر کارولو پیل وکړ. ادعا کېږي چې لومړنی جاپاني انیمیشن کاتسودو شاشین (۱۹۰۷) دی، چې دا د یوه ناپېژانده جوړونکي له خوا یو شخصي اثر و. په ۱۹۱۷ کال کې، لومړنی مسلکي او عامه اثر رامنځته شول. د Ōten Shimokawa، Seitarō Kitayama او Jun'ichi Kōuchi په څېر انیمیتوران (چې د "انیمیشن د پلرونو" په توګه په پام کې نیول کېږي) زیات شمېر فلمونه تولید کړل چې د هغوی تر ټولو پخوانی او یوازینی پاته شوی اثر د Kōuchi د Namakura Gatana اثر دی. زیاتره لومړني اثار په ۱۹۲۳ کال کې د کانټو په ستره زلزله کې د شیموکاوا د زیرمتون په ورانیدو سره له منځه ولاړل.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د ۱۹۳۰مې لسیزې په نیمايي کې، انیمیشن په جاپان کې د ژوندیو-حرکاتو د صنعت پر وړاندې د یوه ښه بریالي بدیل په توګه پر مخ روان و. خو د خپلو بهرنیو سیالانو لکه ډیزني او نورو انیمیتورانو له هغې ډلې Noburō Ōfuji او Yasuji Murata له لاسه یې زیات زیان ولید. نور تولیدوونکي لکه Kenzō Masaoka او Mitsuyo Seo، په خپلو تکنیکونو کې زیات پرمختګ وکړ او د دولت له مرستې څخه یې ګټه پورته کړه او د لنډو روزنیزو او تبلیغاتي فلمونو پر تولیدولو یې لاس پورې کړ. په ۱۹۴۰ کال کې، دولت ګڼ شمېر د هنرمندانو سازمانونه منحل کړل او Shin Nippon Mangaka Kyōkai یې رامنځته کړ. په جاپان کې لومړنی اوږد انیمه فلم Momotaro: Sacred Sailors و چې په ۱۹۴۵ کال کې د Seo له خوا د جاپان د سمندري ځواکونو په مټ جوړ شو. ۱۹۵۰مه لسیزه د لنډو تبلیغاتي انیمیشنونو د پراختیا شاهده وه چې د تلویزیون لپاره جوړیدل.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Ashcraft, Brian (2021-05-18). "What "Anime" Means". Kotaku (په انګليسي). Archived from the original on March 2, 2022. نه اخيستل شوی 2022-03-02.
  2. Ministry of Economy, Trade and Industry (2020). "Manga and Anime". Google Arts and Culture. Archived from the original on October 27, 2023. نه اخيستل شوی October 27, 2023.
  3. Ashcraft, Brian (21 September 2016). "A Serious Look at Big Anime Eyes". Kotaku. Archived from the original on February 4, 2021. نه اخيستل شوی 4 January 2020.
  4. Napier, Susan J. (2016). Anime from Akira to Howl's Moving Castle: Experiencing Contemporary Japanese Animation. St. Martin's Press. p. 10. ISBN 9781250117724. Archived from the original on September 24, 2023. نه اخيستل شوی February 14, 2019.
  5. Brzeski, Patrick (16 May 2022). "How Japanese Anime Became the World's Most Bankable Genre". The Hollywood Reporter. Archived from the original on Dec 6, 2022.
  6. "Tezuka: The Marvel of Manga - Education Kit" (PDF). Art Gallery New South Wales. 2007. Archived from the original (PDF) on 30 August 2007. نه اخيستل شوی 28 October 2007.
  7. "Anime". Lexico (په انګليسي). Oxford University Press. Archived from the original on March 3, 2020. نه اخيستل شوی 7 September 2020.
  8. "Anime" (په انګليسي). Merriam-Webster. Archived from the original on February 2, 2013. نه اخيستل شوی 7 September 2020.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ "Lexicon - Anime". Anime News Network. Archived from the original on August 30, 2020. نه اخيستل شوی 12 September 2020.
  10. Poitras 2000، م. 7.
  11. Kroon, Richard W. (2010). A/V A to Z: An Encyclopedic Dictionary of Media, Entertainment and Other Audiovisual Terms. McFarland. p. 48. ISBN 978-0-7864-5740-3. Archived from the original on May 15, 2023. نه اخيستل شوی May 15, 2023.
  12. "Anime". (4th). 
  13. "Anime". Dictionary.com Unabridged (v 1.1). Archived from the original on March 31, 2023. نه اخيستل شوی 21 March 2023.
  14. Patten 2004، مم. 69–70.
  15. Patten 2004، مم. 85–86.
  16. Novielli, Maria Roberta (2018). Floating worlds: a short history of Japanese animation. Boca Raton. ISBN 978-1-351-33482-2. OCLC 1020690005.
  17. Litten, Frederick S. (29 June 2014). "Japanese color animation from ca. 1907 to 1945" (PDF). p. 14. Archived from the original (PDF) on 18 September 2020. نه اخيستل شوی 23 September 2020.
  18. Litten, Frederick S. "Some remarks on the first Japanese animation films in 1917" (PDF). Archived (PDF) from the original on اگسټ 10, 2014. نه اخيستل شوی July 11, 2013.
  19. Clements او McCarthy 2006، م. 170.
  20. Clements او McCarthy 2006، م. 169.
  21. Schodt 1997.
  22. Sharp, Jasper (23 September 2004). "Pioneers of Japanese Animation (Part 1)". Midnight Eye. Archived from the original on 17 January 2010. نه اخيستل شوی 11 December 2009.
  23. Yamaguchi, Katsunori; Watanabe, Yasushi (1977). Nihon animēshon eigashi. Yūbunsha. pp. 26–37.
  24. Baricordi 2000، م. 12.
  25. Japan: An Illustrated Encyclopedia. Tokyo, Japan: Kodansha. 1993. ISBN 978-4-06-206489-7.
  26. Official booklet, The Roots of Japanese Anime (DVD). Zakka Films. 2009.
  27. Douglass, Jason Cody (2019). Beyond Anime? Rethinking Japanese Animation Through Early Animated Television Commercials. Palgrave MacMillan. p. 213. ISBN 9783030279394.

سرچینې

[سمول]