اسماعيل سړبنی
اسماعيل سړبنی د بېټ نيکه زوی او د سړبن وراره و. سړبن ځوی نه درلود، تل به يې خپل ورور بېټ نيکه ته شکايت کاوه. بېټ نيکه خپل دا ځوی اسماعيل هغه ته ورکړ او اسماعيل د سړبن په کور کې وروزل شو. څو چې يو رياضت کښوونکی روحاني شو او د کسي په غرو او د روه په سيمو کې يې ښه شهرت وموند. نعمت الله هروي په مخزن افغاني کې د شيخ اسماعيل داسې ستاينه کوي:
شېخ اسماعيل سړبنی قدس الله روه صاحب عبادت و رياضت شافه بود، مقتدای وخت، بعلوم يزداني کاشف اسرار طريقت و حقيقت بوده، در ولايت روه.
د شېخ اسماعيل د ژوند وخت يقيني څرگند نه دی خو مخزن الافغاني دومره ليکلي چې دی د شيخ احمد ولد شيخ موسی او حضرت شيخ بهاالدين معاصر وو او شيخ احمد د شيخ موسی ځوی خو مشهور ستانه دی چې د قطب الدين بختيار پلار و، څنگه چې قطب الدين په ۵۷۵ هـ کال کې زېږېدلی دی نو موږ دده د پلار د ژوند دوره تر ۵۰۰ هـ وروسته ټاکلای شو، ځکه چې د شيخ بهاالدين ژوند هم په دغو کالونو کې و.
شيخ اسماعيل سربېره پر دې چې لوی ستانه او زيرک شيخ و، د پښتو ژبې شاعر هم و، دده يو طبعي خوندور شعر په پټه خزانه کې راغلی دی چې ده د خپل کاکا د ځوی خرښبون په بېلتانه کې وييلی او هغه داسې دی
که يون دی يون دی | مخ کې بېلتون دی | |
که کسي غره څخه | ځي خرښبون دی | |
که وروره وروره | خرښبون وروره | |
ته چې بېلتون کړې | زما وير ته گوره | |
چې ځې مرغې له | تورې کرغې له | |
همزولي پاته | ځې څه برغې له | |
د خدای دپاره | خرښبون ياره | |
چې هېر مو نه کړې | زموږ کهول واړه | |
زړه مې رپېږي | يار مې بېلېږي | |
بېلتون يې اور دی | ځان پې سوځېږي |
دده د دې شعر غبرگون هم د خرښبون له خوا وييلی شوی دی چې د خرښبون تر نامه لاندې به راوړل شي.
د شيخ اسماعيل مزار د کسي په غره کې دی او ډېر خلک يې زيارت ته ورځي
سرچينې
[سمول]- پټه خزانه - ۱۷ مخ
- پښتانه شعرا - ۵۲ مخ
- مخزن افغاني - خطي نسخه