کارن:Naveed

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

احمدنويدنظري دنظرمحمدزوى اودمحمدرحيم لمسئ دى چي په ۱۳۶۷ لمريزكال كي دافغانستان په پلازمينه كابل كي زېږېدلئ خواصلي ټاټوبئ يې دهلمندولايت دباركزودلويي ناوې ولسوالئ دخلج سيمه ده. كله چي مجاهدين له كابل څخه ووتل اوطالبان يې ځاى ناستي سول نوموړئ لاماشوم ووچي كورنئ دكابل څخه دهلمندناوې ولسوالئ كډه وكړه اوپلاريې هلته دخپلومځكوپه كرلوپيل وكړ،نژدي دوه كاله وروسته لښكرګاه ښارته راكډه سوه اودلته يې دخپل كورنئ په مټ اوهڅونه دكارته لګان په ليسه كي له خپلونورو وړونوسره دلمړئ ټولګئ څخه زده كړي پيل كړې.

دښوونځئ دزده كړوپرمهال يې دانګليسي اوكمپيوټرزده پيل اوپدې برخه يې كي يې زيات مهارت ترلاسه كړ. احمدنويدنظري دهمدې ښوونځئ څخه ترفارغيدويوكال مخكي دهلمندراډيوتلويزويون سره دافتخاري كاركوونكي په توګه كارپيل كړ چي وروسته له يوڅه مودې يې دخپلي وړتياله مخي د(IWPR) دسولي اوجګړې

دراپوروركولوپه انستيتيوت كي دژورناليزم زده كړي پيل اودوه مياشتي وروسته يې ددې انستيتيوت دراډيويې خپرونوپه برخه كي دمرستيال په توګه دوه كاله دنده ترسره كړه اوپدې موده كي يې دژورناليزم په ډګركي ډيري عملي اونظري زده كړي ترلاسه اوله نوروهمكارانوسره يې شريكي كړې.

ښاغلي نظري په هلمندكي دبيلابيلومجلو،جرېدواوانټرنټ پاڼولپاره ليكني كړي اوخپرې سوي .همدارنګه يې ديوشميرنړيوالورسنيوسره هم دفريلانس په توګه كاركړئ اولاهم لګيادى.

احمدنويدنظري نژدې دوه كاله په هلمندكي دسمون راډيوسره دپروډيوسراوپه همدې موده كي يې دشمشادتلويزيون سره دجنوبي حوزې دخبريال اواستازي په توګه كاروكړ چي وروسته دهلمندراډيوتلويزيون دادارې په غوښتنه دخپرونودمسئول په توګه ترشپږمياشتنئ دندي وروسته دهلمندراډيوتلويزيون د آمرپه توګه دولايت مقام په پېشنهادوټاكل سوچي اوس هم دغه وظيفه پرمخ بيايې.

احمدنويدنظري په هلمندكي د(معصومي څېرې) كتاب چي دشهيدروحاني په يادليكل سوى سوى ډيزاين،كمپوزاوليكلئ دى.

همدارنګه يې دهلمندولايت دولتي ادارې د ۱۳۸۸ او ۱۳۸۹ كال دراپورونوكتابونه هم ډيزاين كړي چي په يوشميرنوروداسي كارونوباندي اوس هم اخته دى.

نوموړى دعكاسئ سره خاصه علاقه لري اوپدې برخه كي يوويبلاګ هم لري چي پكښې دهلمندعكسونه ننداري ته وړانديي كيږي.دنظري دوه عكسونه په افغانستان كي ديوه نندارتون پرمهال هم وړاندي سوي دي.

نظري دعكاسئ په برخه كي وركشاپونوكي هم برخه اخيستې ده اوددې وركشاپونوپرمهال يې ښه نمونه وي عكسونه وړاندي كړي دي.