کارن:اميد الله همدرد
#د_معدې_د_مکروب_نښې_زیانونه_او_درملنه:
د معدې د ناروغیو یوه ستره برخه د ایچ پایلوري پواسطه د معدې مکروبي کیدل دي. نوموړی مکروب د ککړو خوړو په زریعه له بهرني محیط څخه ځان د هاضمپ کانال ته رسوياو د معدې یا د کوچنیو کولمو په اوله برخه کې ځای پرځای کیږي چې کله د سالم انسان معده پر دغه مکروب ککړه شي نو لاندې علایم زیږوي.
د ایچ پایلوري نښې
__________________
1-د وزن له لاسه ورکول
2-د اشتها کموالی
3-د اوږو او د ملا د عضلاتو درد
4-د معدې سوځنده حالت
5-د لاسونه د بندونو درد
6- د خیټې د بادونو ډیروالی r,
7-د وینې کموالیGul. Thx
9- قبضیت
10- په خیټه کې د ګُړ ګُړ اوازونهv
11-د خیټې دوامداره بادونه او پړسوب
12-په ځینی حالاتو کې ترخې او تُرشې اوبه تر خولې راپورته کیږي.
13-د ډکو متیازو رنګ توره بڼه او بد بوی ځانته غوره کوي.
14-د خیټې خفیف دردونه چې معمولا د ډوډۍ له خوراک وروسته پیلیږي.
15-په ځینو ناروغانو کې د اوږدمحال اسهال سبب ګرځي.
#د_ایچ_پایلورې_زیانونه:
____________________
ښایي تعجب به وکړئ چې د ایچ پایلوري مکروب به دومره وژونکي او مدهش زیانونه وي،مګر هغه انسانان ددغو زیانونو نه په امان پاتې کیږي چې خپله حفظ الصحه سمه رعایت کوي او ددغه مکروب د له منځه وړلو لپاره د درملو ترڅنګ مخصوص پرهیز هم کوي. زیانونه یې په لاندې ډول دي
1-peptide ulcer د معدې د دیوال شړیدل
2- chronic gastritis د معدې اوږمحاله التهاب
3-Maldigestion د هضمیت فقدان
4-Gastric Adenocarcinoma د معدې خبیث سرطان
5-gastric maltoma د معدې په دیوالونو کې د شحمیاتو ځای پر ځای کیدل
6-esophageal cancer د مرۍ سرطان
7-diopathic thrombocytopenic purpura د صفحات دمویه کمبود.
8- GERD له معدې مرۍ ته په خپل سر د خوړو پورته کیدل
#_څنګه_یې_درملنه_وکړو؟
_______
د ایچ پایلوري درملنه آسانه ده نن سبا له لسو نه تر پنځه لس ورځو موده په بر کې نیسي پدې دوران کې د PPI د کورنۍ له درملو او د انتی بیوتیکو درمل خوړل کیږي د یادې مودې په اندازه مخصوص پرهیز هم آړین ده
________________________
ادرس: کابل،کارته نو #سیاسنګ_نوی_لوګردرملتون
0777905730
#د_ډاکټرنویدخپلواک_تشخیصیه_کلینیک
________________________________