Jump to content

گوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له گوندونه نه مخ گرځېدلی)

يو سياسي ګوند هغه سازمان دی چې نوماندان د يوه ځانګړي هېواد په ټولټاکنو کې د سيالۍ لپاره منظموي. د يوه ګوند د غړو لپاره دا عامه ده چې د سیاست په اړه يو شان اندونه ولري او شونې ده چې د ګوندونو موخې د ځانګړو اندونو يا تګلارو پر بنسټ وي.

په وروستيو څو پېړيو کې د نويو ګونديزو سازمانونو د ودې او خپرېدو له امله سياسي ګوندونه نږدې د هر هېواد د سياست ستره برخه ګرځېدلې ده. داسې څه ډېر کم دي، چې یو هېواد دي سياسي ګوندونه ونه لري. ځينې هېوادونه يوازې يو، خو ځينې بيا ډېر سياسي ګوندونه لري. د مطلق العنان او ديموکراتيکو هېوادونو په سياستونو کې سياسي ګوندونه مهم دی، که څه هم د مطلق العنانو په پرتله ديموکراتيک هېوادونه زيات سياسي ګوندونه لري. مطلق العنان هېوادونه عموماً يو ګوند لري، کوم چې هېواد پر مخ وړي، ځينې سياسي پوهان د دوه يا ډېرو ګوندونو تر منځ سيالۍ د ديموکراسۍ د مهمې برخې په توګه بولي.

شونې ده چې، ګوندونه په ټولنه کې له شته درزونو نه منځ ته راشي، لکه: د لوړې او ښکته طبقې تر منځ توپير او دوی د خپلو غړو تر منځ د همکاريو هڅولو له لارې د سياسي پریکړو پروسه ساده کوي. په سياسي ګوندونو کې عموماً يو د ګوند رهبر وي، څوک چې د ګوند د فعاليتونو لومړی مسئوليت په غاړه لري، د ګوند مديران چې شونې ده، دوی د ګوند رهبر وټاکي، اداري او تنظيمي موخې تر سره کړي، د ګوند غړي چې شونې ده په خپله خوښه او له امتياز پرته له ګوند سره مرسته کوي، دپيسو بسپنه ورکوي او نوماندانو ته رايه ورکوي. داسې ډېرې لارې چارې شته چې د سياسي ګوندونو جوړښت ترې منځ ته راځي او له رايه ورکولو سره تعامل کوي. هغه مرستې چې هېوادوال يې سياسي ګوندونو ته ورکوي، عموماً د قانون له لارې تنظيميږي او شونې ده چې ګوندونه کله ناکله په داسې طريقو اداره شي، تر څو د هغو خلکو مرسته وکړي، کوم چې دوی ته وخت او پیسې ورکوي.

د ډېريو سياسي ګوندونو توخه (انګېزه/محرک) نظرياتي موخې وي. په ديموکراتيکو ټاکنو کې دا عامه ځانګړنه ده چې د آزادو، محافظه کارو او ټولنيزو ګوندونو تر منځ سيالۍ وشي، د نورو ډېرو سترو سياسي ګوندونو په عامو ايډيالوژيانو کې کمونيزم، ولسپالنه، ملتپالنه او اسلام پالنه شاملې دي. په بېلا بېلو هېوادونو کې ډېر ځله سياسي ګوندونه د خپل ځان د ښکاره کولو لپاره د ځانګړې نظريې په لرلو سره يو ډول رنګونه او نښې کاروي، خو بیا هم ډېر سياسي ګوندونه له کومې نظريې سره تړاو نه لري او شونې ده چې د دې پر ځای په لومړي سر کې په ملاتړ، پيروپالنه يا يو خاص سياسي متشبث ته په وده ورکولو کې ښکېل وي.  

تعريف

سياسي ګوندونه ډله ییزې هستې دي چې د سياسي دفترونو لپاره سيالۍ منظموي. د يوه سياسي ګوند غړي د يوه مشترک نوم لاندې په ټاکنو کې ګډون کوي. د يوه محدود تعريف له مخې، شونې ده، يو سياسي ګوند يوازې د نوماندانو هغه ډله وګڼل شي، چې د يو ګوند تر نامه  لاندې د يوه دفتر لپاره هلې ځلې کوي. په پراخه تعريف سره، سياسي ګوندونه ټول هغه ميکانيزم ته ويل کېږي چې د نوماندانو له ټاکنو نه ملاتړ کوي، په دوی کې رايه ورکوونکي او رضاکاران هم شامل دي چې د يوه سياسي ګوند له ادرسه پېژندل کېږي، د هغه ګوند رسمي سازمانونه، کوم چې د همدې ګوند د نوماندانو له ټاکنې پلوی کوي او د حکومت په دننه کې هغه قانون جوړوونکي، څوک چې له يوه ګوند سره تړاو لري، ټول يې برخه دي. په ډېريو هېوادونو کې د يوه سياسي ګوند تصور په قانون کې تعريف شوی وي او حکومت هغه شرايط په ګوته کړي وي، چې تر مخې يې له قانوني اړخه يو سازمان د سياسي ګوند په توګه منل کېدای شي.[۱][۲][۳][۴]

سياسي ګوندونه له نورو سياسي ډلو او انجمنونو نه توپير لري، لکه: سياسي ګوندونه او د ګټې ډلې، د دې حقيقت پر بنسټ چې ګوندونه د نوماندانو پر ټاکنو تمرکز لري، په داسې حال کې چې د ګټې ډلې د يوې تګلارې نظريې پر مخکې وړلو تمرکز لري. دا بحث په نورو ځانګړتياوو پورې هم تړلی دی چې ګوندونه له نورو سياسي سازمانونو نه جلا کوي، زیات غړيتوب، د وخت په تېرېدو سره زيات ثبات او له رايه ورکوونکو سره ژوره اړيکه په دې کې شامل دي.[۵][۶]

تاريخچه

دا نظر چې خلک د خپلو شريکو ګټو نه د دفاع په موخه ستر ګوندونه يا ډلې جوړې کړي، ډېره لرغونې ده. اپلاتون په خپل کتاب( جمهوريت) کې د اتن د کلاسيکو سياسي ګوندونو يادونه کړې او ارستو په خپل کتاب سياست کې د ګوندونو د رامنځ ته کولو لپاره د حکومت د بېلا بيلو ډولونو د ميلان په اړه بحث کړی دی. يو لړ لرغونو اختلافاتو هم د ګوندونو پورې اړه درلوده، د بېلګې په ډول د قسطنطنيې په هيپودروم کې د سپرو د دووسيالو تر منځ د نيکا بغاوت. د وروستي رومي جمهوريت پاپولارز او اپټيماټ ګوندونه، همدا راز د هالنډ جمهوريت اورنګيستان او « Staatsgezinde» په تاريخ کې د ثبت شويو ځينو سياسي ډلو او ګوندونو نمونې دي،خو باور کېږي چې اوسني سياسي ګوندونه، د اتلسمې پېړۍ په پای کې راڅرګند شوي دي، عموماً ګومان کېږي چې په لومړي ځل په اروپا او د امريکا په متحده ايالاتو کې راڅرګند شوي دي. د انګلستان محافظه ګار ګوند او د متحده ايلاتو جمهوريت پلوه ګوند دواړه ، د نړۍ تر ټولو زاړه شته سياسي ګوندونه بلل کېږي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ډله یيزو سياسي ګوندونو له ودې مخکې، په ټاکنو کې په ډېره کمه کچه سيالۍ کېدې، سياستونه دومره کوچني وو چې نېغ په نېغه پرېکړه شونې وه، داسې ټاکنې تر سره کېدې چې د يوې شبکې يا د ګوندونو په واک کې وي، کومو چې کولای شول، په يوه ټاکنه کې په خپلواک ډول يو نوماند بريا ته ورسوي.[۱۳]

اتلسمه پېړۍ

ځينې پوهان په دې باور دي چې لومړي سياسي ګوندونه د اوسنۍ بریتانیې په لومړيو کې په اتلسمه پېړۍ کې د محروميت له بحران او پرتمين اوښتون نه وروسته جوړ شول. د ويګ ګوند په لومړيو کې خپل ځان د پروټسټان مشروطه سطنت په ملاتړ  او د مطلق العنان حکومت په مقابل کې منظم کړ، په داسې حال کې چې محافظه کار ټوري ګوند (په اصل کې د انګليسي کورنۍ جګړې د سلطنتي يا سپرو ځواکونو څانګه) له پياوړي سلطنت نه ملاتړ وکړ او دې دواړو ډلو د اتلسمې پېړۍ په اوږدو کې د انګلستان په سياست کې لانجې رامنځ ته کړې. د راکينګهام ويګ لومړی موډرن سياسي ګوند بلل کېږي، ځکه دوی هغه مهال هم منظم اړوند ګوندي تړاو وساته، کله چې دوی په واک کې نه و.[۱۴][۱۵][۱۶]

د پېړۍ په پای کې، متحده ايالاتو هم د ګوند نظام ته وده ورکړه، چې دې ته د لومړي ګوند نظام وايي. که څه هم د ۱۷۸۷ز کال د متحده ايالاتو اساسي قانون جوړوونکو دا وړانديزونه نه وو کړي، چې د امريکا سياسي بحثونه به په لويه کې د سياسي ګوندونو په شا او خوا کې راوڅرخي، د ۱۷۹۰ز کال په لومړيو کې د فدرالي دولت د واکونو د اندازې په اړه بحثونه، د لومړيو دوو ګوندونو د راپورته کېدو لامل شول: فدراليست ګوند او ديموکراتيک-جمهوريت غوښتونکی ګوند.[۱۷][۱۸]

نولسمه پېړۍ

د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې، يو شمېر هېوادونو باثباته ګونديز نظام جوړ کړی و. په سويډن کې جوړ شوی ګوندي نظام له دې امله د نړۍ لومړی ګوندي نظام بلل کېږي ،چې له دې نه مخکې ګوندي نظام په بشپړ ډول باثباته يا بنسټیز شوی نه و. د بلجيم، سويټزرلينډ، المان او فرانسې په ګډون په ډېرو اروپايي هېوادونو کې، سياسي ګوندونه د ليبرال محافظه کار يا د مذهبي اختلافاتو د وېش پر شا اوخوا منظم شول. د ۱۸۴۸ز کال له انقلاب سره سم په ټوله اروپا کې د ګونديز سياست په پراختيا کې توندي راغله.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د رایو اخیستلو غونډال

د گوندونو ډولونه

ناپیلې

سرچینې

  1. Aldrich, John (1995). "1". Why Parties?: The Origin and Transformation of Political Parties in America. University of Chicago Press.
  2. Chhibber, Pradeep K.; Kollman, Ken (2004). The formation of national party systems: Federalism and party competition in Canada, Great Britain, India, and the United States. Princeton University Press.
  3. Sarah F. Anzia; Olivia M. Meeks (May 2016). "Political Parties and Policy Demanders in Local Elections" (PDF). University of Maryland-Hewlett Foundation Conference on Parties, Polarization and Policy Demanders. Archived (PDF) from the original on 8 October 2020. نه اخيستل شوی 14 February 2021. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= و |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= و |archive-url= specified (help)
  4. Avnon, Dan (16 November 2007). "Parties laws in democratic systems of government". The Journal of Legislative Studies. 1 (2): 283–300. doi:10.1080/13572339508420429.
  5. John Anthony Maltese; Joseph A. Pika; W. Phillips Shively (13 January 2020). American democracy in context. Sage. p. 182. ISBN 978-1544345222.
  6. Belloni, Frank P.; Beller, Dennis C. (1976). "The Study of Party Factions as Competitive Political Organizations". The Western Political Quarterly. 29 (4): 531–549. doi:10.1177/106591297602900405. S2CID 144697443.
  7. Plato (1935). The Republic. Macmillan and Co, Ltd. p. 462.
  8. Aristotle (1984). The Politics. The University of Chicago Press. p. 135.
  9. Metcalf, Michael F. (1977). "The first "modern" party system? Political parties, Sweden's Age of liberty and the historians". Scandinavian Journal of History. 2 (1–4): 265–287. doi:10.1080/03468757708578923.
  10. Chhibber, Pradeep K.; Kollman, Ken (2004). The formation of national party systems: Federalism and party competition in Canada, Great Britain, India, and the United States. Princeton University Press.
  11. Dirr, Alison (2016-10-24). "Is the Democratic Party the oldest continuous political party in the world?". Politifact Wisconsin. Archived from the original on 30 September 2019. نه اخيستل شوی 2019-09-30.
  12. Stanek, Wojciech (1996). Konfederacje a ewolucja mechanizmów walki politycznej w Rzeczypospolitej XVIII wieku. Olsztyn: Interpress. pp. 135–136.
  13. Carles Boix (July 2009). "The Emergence of Parties and Party Systems". In Carles Boix; Susan C. Stokes (eds.). The Oxford Handbook of Comparative Politics. Oxford University Press. doi:10.1093/oxfordhb/9780199566020.003.0021.
  14. Jones, J. R. (1961). The First Whigs. The Politics of the Exclusion Crisis. 1678–1683. Oxford University Press.
  15. "ConHome op-ed: the USA, Radical Conservatism and Edmund Burke". Archived from the original on 20 October 2013. نه اخيستل شوی 19 October 2013.
  16. Hamowy, Ronald (2008). "Whiggism". The Encyclopedia of Libertarianism. Thousand Oaks, California: SAGE; Cato Institute. 542–43. DOI:10.4135/9781412965811.n328. ISBN 978-1-4129-6580-4. OCLC 750831024. 
  17. Hofstadter, Richard (1970). The Idea of a Party System: The Rise of Legitimate Opposition in the United States, 1780–1840. University of California Press. p. ix.
  18. William Nisbet Chambers, ed. (1972). The first party system. New York, Wiley. p. 1. ISBN 9780471143406.
  19. Busky, Donald F. (2000), Democratic Socialism: A Global Survey, Westport, Connecticut, USA: Greenwood Publishing Group, Inc., p. 8, The Frankfurt Declaration of the Socialist International, which almost all social democratic parties are members of, declares the goal of the development of democratic socialism
  20. Jordan, Donald (1986). "John O'Connor Power, Charles Stewart Parnell and the Centralization of Popular Politics in Ireland". Irish Historical Studies. 25 (97): 46–66. doi:10.1017/S0021121400025335.
  21. Minicucci, Stephen (2004). "Internal Improvements and the Union, 1790–1860". Studies in American Political Development. Cambridge University Press. 18 (2): 160–185. doi:10.1017/S0898588X04000094. S2CID 144902648.
  22. Kollman, Ken (2012). The American political system. W. W. Norton and Company. p. 465.