ګرينلينډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ګرينلېنډ نه مخ گرځېدلی)
ګرينلېنډ يو ټاپو هېواد دی، چې د ډنمارک پاچاهۍ “Kingdom of Denmark” يوه برخه ده. دا هېواد د ارکټيک او اتلانتيک سمندرونو تر منځ، د کاناډا د ارکټيک ټاپوګانو د ټولګې يا مجمع الجزاير “Canadian Arctic Archipelago” ختیځ ته پروت دی. ګرينلېنډ د نړۍ تر ټولو لوی ټاپو هېواد دی او يو له هغو درې هېوادونو څخه دی، چې د ډنمارک او فاروی ټاپوګانو “Faroe Islands” سره يو ځای د ډنمارک پاجاهي جوړوي. د ددې هېوادونو وګړي ټول ډنمارکي اتباع دي. دا هېواد په پينځه ښارواليو وېشل شوی دی، چې سيميرسوک “Semersooq”، کوجاليک “Kujalleq”، کيکاتا “Qeqqata” او اوانااتا “Avannaata” دي. د ټاپو شمال ختيځ د شمال ختيځ ګرينلېنډ ملي پارک په نوم نا ادغام شوې سيمې [هغه چې په قانوني ډول له دولت سره ثبت نه وي] څخه جوړ شوی دی. تولي هوايي هډه “Thule Air Base” هم يوه نا ادغام شوې سيمه ده، چې څلور خواوو ته يې اوانااتا ښاروالي پرته ده او د متحده ايالتونو د فضايي ځواک له لورې اداره کېږي. د هېواد پلازمېنه نيوک “Nuuk” ښار دی. [۱][۲][۳] ګرينلېنډ که څه هم د شمالي امريکا لويې وچې يوه برخه ده، مګر له ۹۸۶ز کال راهيسې، له زر کالونو څخه د زياتې مودې لپاره په سياسي او کلتوري ډول له اروپا (په ځانګړي ډول ډنمارک او ناروې سره، چې استعماري قدرتونه دي) سره يو ځای شوې ده. ډېری اوسېدونکي يې اينيوايټ “Inuit” وګړي دي، چې نيکونه يې ۱۳ز پېړۍ کې، له الاسکا څخه د شمالي کاناډا له لارې راکډه شول او په پرله پسې ډول يې د ټاپو په اوږدو کې استوګنه غوره کړه. [۴][۵] نن ورځ د هېواد نفوس زياتره په سويل لويديځ ساحل کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې د ټاپو پاتې برخه کم نفوسه ده. د ګرينلېنډ درې برخې (۷۵ سلنه) سيمه له انترکتيکا څخه د باندې د يوازينې تل پاتې کنګل سطحې پوښلې دي. دا هېواد په ۲۰۲۰ز کال کې د ۵۶۰۸۱ تنه نفوس په درلودلو سره، د نړۍ تر ټولو کم نفوسه سيمه ده. نږدې درېيمه برخه نفوس يې نيوک کې ژوند کوي، چې د هېواد پلازمېنه او لوی ښار دی. د نفوس له مخې د هېوړاد دويم لوی ښار سيسېمېيوټ “Sisimiut” دی، چې د نيوک شمال ته ۳۲۰ کېلومترۍ (۲۰۰ ميل) کې پروت دی. د ارکټيکک يومياک په نوم د بېړۍ چلولو ليکې “Arctic Umiaq Line” له لارې اوبو کې پورې وتل، د لويديځ ګرينلېنډ د ژوند د بنسټيزې برخې يا ليکې په توګه کار کوي او بېلابېل ښارونه او ښارونه او استوګنې سره نښلوي. [۶][۷] ګرينلېنډ کې د لږ تر لږه تېر ۴۵۰۰ کالونو په موده کې، بېلابېلو زماني واټنونو کې ارکټيک وګړو استوګنه غوره کړې ده، چې نيکونه يې له ننۍ کاناډا څخه ورکډه شوي وو. نورسيمين وګړو په ۱۰ پېړۍ کې د ګرينلېنډ په نا اباده [چې وګړي په کې نه اوسېږي] سويلي برخه کې استوګنه غوره کړه او وار له مخه په ايسلېنډ کې مېشت شوي وو. دې نورسيمي وګړو وروسته له ګرينلېنډ او ايسلېنډ څخه د بېړۍ چلولو چارې برابرې کړې او په دې سره ليف ايريکسن “Leif Erikson” لومړنۍ پېژندل شوی اروپايي شو، چې نږدې ۵۰۰ کالونو مخکې له هغې شمالي امريکا ته ورسېد، کولمب د کارابين ټاپوګانو ته ورسېد. اينيونيټ وګړي په ۱۳ ز پېړۍ کې سيمې ته راورسېدل. که څه هم ګرينلېنډ د ناورې او ناروېژيانو تر پرله پسې نفوذ لاندې و، مګر تر ۱۲۶۱ز کال پورې په رسمي ډول د ناروېژي حکومت پاچاهۍ تر لاس لاندې نه و. نورس “Norse” مستعمرې د ۱۵ پېړۍ په وروستيو کې وروسته له هغې له مينځه لاړې، چې ناروې د تورې مړينې “Black Death” په واسطه وځپل شوه او سخت شاتګ ته وګرځېده. له شاتګ يا د تخت او تاج له پرېښودلو څخه لږه موده وروسته (چې په ۱۴۹۹ ز کال کې پيل شو)، پرتګاليانو په لنډ ډول ټاپو وپلټنه او د تيرا ډو لاورادور “Terra do Lavrador” نوم (چې وروسته په کاناډا کې لېبرادور نوم وکارول شو) په ورکولو سره يې د هغې د خپلولو ادعا وکړه. [۸][۹][۱۰] د ۱۷ پېړۍ په لومړيو کې، ډنمارکي سپړونکي يو ځل بيا ګرينلېنډ ته ورسېدل. ټاپو کې سوداګرۍ او ځواک د پياوړي کولو په موخه، ډنمارک او ناروې په ګډه په ټاپو باندې خپل حاکميت تاييد کړ. ناروې د خپل کمزوري دريځ له امله، په ۱۸۱۴ز کال کې پر ګرينلېنډ باندې هغه مهال حاکميت له لاسه ورکړ، چې له ډنمارک سره کړی اتحاد يې له منځه ولاړ. ګرينلېنډ په ۱۸۱۴زکال کې ډنمارکي شو او په ۱۹۵۳ز کال د ډنمارک د اساسي قانون له مخې په بشپړ ډول ډنمارکي دولت سره يو ځای شو. د ۱۹۵۳زکال د اساسي قانون له مخې ګرينلېنډ کې شته وګړي د ډنمارک اتباع شول. دا هېواد له ۱۹۶۱ز کال څخه د ازادي سوداګرۍ اروپايي ټولنې سره يو ځای شوی دی، چې ډنمارک له همدې ټولنې سره په ۱۹۶۰ زکال د بنسټګر غړي په توګه يو ځای شوی و، مګر کله چې ډنمارک په ۱۹۷۳ زکال کې له اروپايي ټولنو سره يو ځای شو، د ازادې سوداګرۍ ټولنه کې يې غړيتوب پای ته ورسېد. ګرينلېنډ په ۱۹۷۳ز کال له ډنمارک سره يو ځای، د اروپا اقتصادي ټولنې “European Economic Community” سره يو ځای شو. که څه هم د ۱۹۸۲ زکال يوې نظر پوښتنه کې، ډېری وګړو له يادې اقتصادي ټولنې څخه د هېواد د بېرته ګرځېدلو په پلوۍ رايه وکاروله. دا حالت په ۱۹۸۵زکال کې د سيند پورې غاړه يا بهرني هيوادونه او سيمې “Overseas Countries and Territories” سازمان ته د ګرينلېنډ په اوښتلو سره اغېزمن شو، چې د اروپا د اقتصادي ټولنې پورې يې تړاو درلود او اوس اروپايي ټولنه ده. له اروپايي ټولنې سره تړلې اړيکې په دې معنا، چې د ګرينلېنډ ټول اتباع د اروپايي ټولنې اتباع دي. [۱۱] ګرينلېنډ د شمال ختيځ ګرينلېنډ ملي پارک “Northeast Greenland National Park” په نوم د نړۍ تر ټولو لوی او بېخي شمالي خوا ته ملي پارک لری. ياد پارک چې په ۱۹۷۴ز کال کې جوړ شو او ۱۹۸۸ زکال کې خپل اوسني پراخوالي ته ورسېد، د ګرينلېنډ د دننۍ او شمال ختيځ ساحلي سيمې ۹۷۲۰۰۱ کېلومتر مربع (۲۷۵۲۹۲ ميل مربع) سيمه پوښي او د نړۍ له ۲۹ هېوادونو څخه پرته، تر ټولو لویه سيمه ده. ډنمارک په ۱۹۷۹ زکال کې ګرينلېنډ ته کورنۍ حکومتولي يا واک ورکړ؛ په ۲۰۰۸ زکال د ګرينلېنډ اوسېدونکو د خپلواک حکومتي قانون په پلوۍ رايه وکاروله، چې له ډنمارکي حکومت څخه يې زيات واک ځايي ګرينلېنډي حکومت ته ولېږدوه. دې هېواد د نوي جوړښت له مخې په پرله پسې يا تدريجي ډول، د امنيت، قضايي نظام، د شرکت قانون، محاسبې، د حسابونو د تصفيې، د منرالي سرچينو د فعاليتونو، هوايي چلند، د قانوني وړتيا يا ظرفيت قانون، د کورنۍ قانون او ځايناستي قانون، کډوالۍ او د پولو د واکونو، د کاري چاپيريال، او د مالي تنظيم او څارنې ذمه وارۍ (مسووليتونه) په غاړه اخېستې دي. ډنمارکي حکومت لا هم د تابعيت او د دفاعي چارو په ګډون د پولي سياست او بهرنيو چارو واک لري. دې ۳،۴ بيليون DKK لومړنۍ کلنۍ مرستې هم برابرې کړې، چې په وار وار به کمې شي. ګرينلېنډ تمه لري چې د طبيعي سرچينو له راويستلو څخه د تر لاسه کېدونکي زيات عايد پر بنسټ، خپله اقتصاد ته وده ورکړي. د هېواد په پلازمېنه نيوک کې د ۲۰۱۶ز کال د ارکټيک ژمنۍ لوبې تر سره شوې. ګرينلېنډ د نوې کېدونکي انرژي د تر ټولو لوړو ونډو لرونکو هېوادونو له ډلې څخه دی، چې د دې ډول انرژي د کارونې سلنه يې ۷۰ ده او ډېری هغه يې له بادي انرژي څخه پوره کېږي. [۱۲][۱۳]

ارپوهنه[سمول]

لومړنيو نورس اوسېدونکو ټاپو ته ګرينلېنډ نوم ورکړ. د ايسلېنډ د اتلانو کيسو کې، ناروې کې د زېږېدلي ايسلېنډي اوسېدونکي سور ايرېک “Erik the Red” په اړه ويل کېږي، چې د بې ارادې وژنې له امله له ايسلېنډ څخه شړل شوی و. نوموړي له خپلې پراخه کورنې او غلامانو سره يو ځای، د يوې معلومه يخې ځمکې د پلټلو په موخه کښتې کې روان شو، چې شمال لويديځ ته پرته ده. هلته د استوګنې وړ سيمې له موندلو او په کې له مېشت کېدلو څخه وروسته يې، سيمه د دې انګېزې له مخې ګرينلېنډ ونوموله، چې په زړه پورې نوم به يې نور اوسېدونکي هم راجذب کړي. د ايريک د اتلولي کيسه “Saga of Erik the Red” بيانوي: «په اوړي کې، ايريک هغه سيمه کې د اوسېدلو په موخه لاړ، چې هغه موندلې وه؛ سيمې ته يې د ګرينلېنډ نوم ورکړ، لکه څرنګه چې هغه وويل، چې که چېرې دا سيمه يو په زړه پورې نوم ولري، نو خلک به ورته راوښکل [جلب] شي. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د هېواد نوم د ګرينلېنډ په اصلي ژبه کې کالاليټ نيوناټ “Kalaallit Nunaat” (د کالالېټ خاوره) دی. کالالېټ د ګرينلېنډ اصلي انيوڼيټ وګړي دي، چې د هېواد په لويديځه برخه کې اوسېږي. [۱۸]

د متحده ايالتونو پوځ په دويمه نړيواله جګړه کې، دې هېواد لپاره د بليوي “Bluie” پټ نوم وکاروه، چې دوی په کې د بليوي (ختيځ يا لويديځ) په نوم نومول شوې بېلابېلې هډې وساتلې. [۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. * Dallen J. Timothy (6 November 2020). [[[:کينډۍ:GBurl]] Tourism in European Microstates and Dependencies: Geopolitics, Scale and Resource Limitations] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). CABI. د کتاب پاڼي 94–. OCLC 1162434605. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78924-310-9. This ....This change in governance also resulted in Greenland becoming an autonomous 'constituent country' in the Danish realm... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Benedikter, Thomas (19 June 2006). "The working autonomies in Europe". Society for Threatened Peoples. Denmark has established very specific territorial autonomies with its two island territories الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • Ackrén, Maria (November 2017). "Greenland". Autonomy Arrangements in the World. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اگسټ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۱۹. Faroese and Greenlandic are seen as official regional languages in the self-governing territories belonging to Denmark. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
    • "Greenland". International Cooperation and Development (په انګلیسي ژبه کي). European Commission. 3 June 2013. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۹. Greenland [...] is an autonomous territory within the Kingdom of Denmark الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "CIA World Factbook – Greenland". د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Thule Air Base". United States Space Force. 1 May 2021. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. The Fate of Greenland's Vikings Archived 11 January 2011 at the Wayback Machine., by Dale Mackenzie Brown, Archaeological Institute of America, 28 February 2000
  5. Mcghee, Robert (3 April 2015). "Thule Culture". Canadian Encyclopedia. Historica Canada. 
  6. "Population of Greenland". د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Population density (people per sq. km of land area)". The World Bank. مؤرشف من الأصل في ۰۵ جون ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Saqqaq-kulturen kronologi". National Museum of Denmark. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "mtDNA variation among Greenland Eskimos: the edge of the Beringian expansion"]. American Journal of Human Genetics 67 (3): 718–26. 2000. doi:10.1086/303038. PMID 10924403. 
  10. The Portuguese Explorers Archived 8 May 2016 at the Wayback Machine.. Heritage.nf.ca. Retrieved on 21 June 2016.
  11. "OVERSEAS COUNTRIES AND TERRITORIES (OCTS)" (Website). Eur-lex.europa.eu. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Greenland in Figures 2012 (PDF). Greenland in Figures. stat.gl. ISSN 1602-5709. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-87-986787-6-2. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۳ نومبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Nordic Investment Bank. "Hydropower creates clean energy and jobs in Greenland". NIB. Nordic Investment Bank. مؤرشف من الأصل في ۰۳ نومبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Eirik the Red's Saga. Gutenberg.org. 8 March 2006. مؤرشف من الأصل في ۱۱ مې ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "How Greenland got its name" Archived 19 March 2012 at the Wayback Machine.. The Ancient Standard. 17 December 2010.
  16. Grove, Jonathan (2009). "The place of Greenland in medieval Icelandic saga narrative". Journal of the North Atlantic 2: 30–51. doi:10.3721/037.002.s206. https://cambridge.academia.edu/JonathanGrove/Papers/397439/The_Place_of_Greenland_In_Medieval_Icelandic_Saga_Narrative. 
  17. Evans, Andrew. "Is Iceland Really Green and Greenland Really Icy?" Archived 4 December 2017 at the Wayback Machine., National Geographic (30 June 2016).
  18. Stern, p. 89
  19. Morison, Samuel Eliot (1975). History of United States Naval Operations in World War II, Volume 1: The Battle of the Atlantic September 1939 – May 1943. Boston: Little, Brown and Company. د کتاب پاڼې 62. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)