کرېکېټ چونگښه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

Cricket frog – کرېکېټ چونګښې دوه ډوله وړې د شمالي امریکا د ونې چونګښې دي چې د اکریس نسل (genus Acris) جوړوي او د هیلیدای کورنۍ (family Hylidae) غړې دي. کلېک ته ورته غږ کوي. د متحده ایالتونو په مرکزي او شرقي سیمو کې پیدا کیږي. د لښتیو، کمو اوبو سیمو سره نږدې ژوند کوي. د یو ډول علمي نوم یې اکریس کرېپیتانس (Acris crepitans) او د بل ډول اکریس ګریلوس (Acris gryllus) ده. اوږدوالی یې تر ۳.۸ سانتي متره (۱.۵ انچه) پورې رسیږي. پوستکی یې کمه اندازه وچ ده او شین رنګ لري, په دې رنګ کې سور، سپین یا خړ نښانونه لیدل کیږي.

تړلې لیکنې[سمول]

سیسیلیین