کارن:Rahmnullah

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له کارن:Rahmnaullah نه مخ گرځېدلی)

رحمن الله لکڼوال په 1991،عیسوي کال کې په یوه درنه پښتنه او عزتمنه کورنۍ کې دې دنیا ته سترگې غړولي دي. رحمن الله د حاجي سیدالله زوی او د خدای بښلي امین الله جان لمسی، په قوم لکڼ د خوست ولایت د مرکز لکڼو اوسیدونکی دی. رحمن الله لکڼوال په رسمې ډول تر دوولسم ټولگي پورې د لکڼو په عالي لیسه کې زده کړې کړې دي. چې له هغه وروسته په ۲۰۱۳ عیسوی کال د شیح زاید پوهنتون د اداره و تجارت پوهنخی څخه په اعلی درجه فارع شوی دی. اوس مهال رسمي دنده لري او په دوه ملي ژبو او انګلیسي نړیواله ژبه کامل برلاسی دی، په مختلفو ملي برنامو، کنفرانسونو، سیمنارونو، ورکشاپونو او غونډو کې يې فعال ګډون کړی.

پر انسان او طبیعت مین او مطمئېن دی وایي: "انسان باید د انسان سره مینه ولري همدا مینه ده چې مونږ انسانان یې تر نورو بیل کړي یو."

نوموړی په ټولنزو علومو او اقتصاد کې زیاته دلچسپي لري چې مقالې او لیکنې یې په مختلفو بریښنا پاڼو، مجلو او ورځپاڼو کې خپري شوی او په دې برخو کې د د کورنۍ، ملگرو او اداراتو لخوا ستایل شوی، د غوره اخلاقو او ښکلي ځواني څیښتن دی. په درنښت: م.م.خ