ژبژغورنې ملي غورځنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ژبژغورنې ملي غورځنګ بنسټ د ښاغلي ابوبکر ځلاند له خوا په ١٣٩٤ هجري لمریز کال کې د یوې سترې عمومي ټولیزې غونډې په ترڅ کښې چې ګڼ لیکوالان، خبریالان، مدني ټولنو مشران او د پوهنتونونو ښوونکي راغلي ول، کېښودل شو.

د غورځنګ ځېنې سترې موخې په لنډه توګه دادي: ۱: پښتو ژبه په هر اداره کې د دري سره سره یوځای وکارول شي، هره اداره باید په پښتو هم مکتوبونه، مننليکونه، غوښتنلیکونه، سپارښتلیکونه وليکي. ۲: ښؤونیزه او پوهنیز ژبه شي، د هر ښوونځي او پوهنتون د نصاب ژبه شي! ۳: سوداګریزه شي، باید په سوداګریزو توکو کې پښتو ژبه وکارول شي. ۴: کتابونه بايد په پښتو ژبه وليکل او وژباړل شي او آن پښتو څېړنو کې بايد علومو اکاډمۍ سره مرسته وشي. ۵: رسنیو کې باید د پښتو ژبې رسمي او ملي حق بیارغونه، ملي مصطلحاتو ساتنه او پردي وییونو مخنیوی وشي دغه راز ټولنیز رسنۍ لکه فیسبوک، وټساپ، ټوېټر او داسي نورو ته پښتو ژبه ور اضافه شي.

ژبژغورنې ملي غورځنګ ولې رامنځته شو؟[سمول]

افغانستان کې د ژبنیزې مبارزې تر ټولو ستر ولسي غورځنګ چې له لسګونو کلونو یې توکمونو هیله لرله.

کله، ولې او کومو موخو لپاره د ژبژغورنې ملي غورځنک رامنځته شو؟ اَیا شخصي، سیاسي، تجاري ګټو یا که د خپلې مورنۍ ژبې بډایښت، ودې او لوی هېواد کې د بشپړ ژبنیز انډؤل لپاره جوړ شوی؟ لاسته راوړنې يې څه دي، ژبژغورنې ملي غورځنګ کومې کړنچارې، کړنلارې او موخې څاري؟

له نن څخه ۵ کاله مخکې د ژبژغورنې ملي غورځنګ آند په هندوستان کې هغه مهال رامنځته شو، چې هلته د پښتو ژبې ډیپارټمېنټ د بنسټیزؤلو لپاره غږ پورته شو، چې بلاخره د ډهلي جواهرو لعل نهرو نړیوال پوهنتون کې رسماً د پښتو ژبې د لېسانس دوره، هندي زدکړیالانو ته پیل شوه. د پښتو ژبې د دغه پوهنیز پرمختګ څخه ښاغلی ابوبکر ځلاند چې د یاد غورځنګ بنسټګر دی، چې هلته لؤړو زدکړو باندې بوخت و لا هم اغېزمن شو او هوډ یې وکړ چې پښتو لپاره به مشروع پرځنګ (مبارزه) کوي او دا پرځنګ یې له خپلو ملګرو سره په ټولیزه توګه ټولنیزو رسنیو کې پیل او د ژبنیز ویښتابه غږ یې لؤړ کړ، لیکنې یې وکړې نورځوانان یې هم منسجم کړل.دا چې پښتو ملي او رسمي ژبه ده خو نه ادراتو کې مکتوب پرې لیکل کیږي، نه کابل پوهنتون کې ژبنیز استحقاق ورکړل شوی، نه سوداګریزو توکو باندې لیکل شوې، نه د مدرسې او مسجد ژبه شوه، نه د پلورنځیو د لیکدړو، نه د لیکوالۍ/ژباړې. 

بلاخره د ژبژغورنې غورځنګ د اړتیا پر بنسټ په ١٣٩٤ کال کې، د دغې مبارزې د لا انسجام او چټکتیا په موخه په بګراميو کې د یوې سترې ټولیزې غونډې په رابللو سره چې ګڼ شمېر لیکوالان، ژباړن، خبریالان، د پوهنتونونو ښوونکي, ټولنچاري/مدني فعالان او نور د قلم خاوندان راغلي ول او د یو چتر لاندې يې د دغې مبارزې د بنسټ اېښودو سلا وکړه. ورپسې نورې پرلپسې غونډې وشوې، دغه احساس څخه زرګونه ځوانان او فعالان خبر شؤل، او د ژبژغورنې ملي غورځنګ سره یې لېوالتیا وموندله. د غورخنګ د ودې په موخه لسګونو ولایاتو کې غونډې وشوې، او لږ وخت کې یې ډېرې لاسته راوړنې راخپلې کړې. ژبژغورنې ملي غورځنګ په کابو ۲۵ ولایاتونو کې څانګې پرانیستې او هرې څانګې کې تر ۱۰۰ او له هغه زیاتو مبارزو فعالو غړو ونډه واخیسته او ډېر هېوادوالو ترې ملاتړ وکړ، د والیانو او رئیسانو په ګډون یې ترڅنګ کلک ودرېدل. زموږ د دغه غورځنګ بنسټیزه موخه یواځې پښتو ژبه له نورو ژبو سره سیاله او بیا اداري، رسمي، پوهنیزه، زدکړیزه، سوداګریزه او رسنیزه ژبه کول دي. دا ستر غورځنګ د پښتو ژبې نه شتون لپاره پرانېستل شوی، یانې پښتو د افغانستان لمړنۍ او د ۷۰% توکم ژبه ده او ډېر راز - راز قومومه پرې خبرې اترې کوي خو پښتو ژبه په وزارتونو، ریاستونو، دفترونو، اداري چارو، بانکونو، پلورنځیو، لیکدړو، پنځېدونکو توکو او نورو اړوندو شیانو کې يې شتون نه درلود او ترې بې برخې پاتې شوې وه. خو له نېکه مرغه د ژبژغورنې ملي غورځنګ پرانېستل شو چې خپله پښتو مورنۍ ژبه شتمنه او په پښو باندې يې ودروي او د نړۍ ګوټ - ګوټ ته يې ور وپېژني او نورو ژبو سره يې هم پرتله کړي. د یاد غورځنګ بنسټګر، غړو او ملاتړ کوونکو پښتو ژبې ته ډېره مبارزه وکړه چې آن پښتونخوا او له هېواده بهر یې نوم وګړو ته ورپېژند او اوس هم مبارزې يې لا روانې دي. دا غورځنګ کومه سیاسي او سوداګریزه انتفاعي موخې نه لري، یواځې او یواځې د دې لپاره پرانېستل شوی چې خپله مورنۍ ژبه نومیالۍ او اوڅاره کړي. دا هغه غورځنګ ده چې څو کلنو راهیسې د ستر پښتون توکم ورته هیله وه اوس خپلو خلکو ژبې او توکم ته په چوپړ کې دی. دا هغه غورځنګ دی چې له برکته یې پښتو ژبه د لیکلو او هم ویناوو له مخې یواځې په افغانستان کې نه بلکې په نورو باندېنیو هېوادونو کې هم ډېر سلنه وپېژندل شوه. پښتو ژبه ډېر سلنه د لیکلو له مخې په اداري کارونو کې بې برخې وه یانې ۹۷ سلنه ادارې کارونه، عرېضې، لیکنې او همداسې نور اړوند شیان یواځې ​​​​په دري ژبې لیکل کېدل، خو نن له نېکه مرغه اوس ډېر سلنه پښتو ژبه هم ور زیاته شوې ده. پښتو ژبه چې په وزارتونو, بانکونو, دفترونو، ریاستونو، پلورنځیو، پنځېدونکو توکو او همدارنګه نورو اړوندو توکو په لیکدړو کې بې برخې وه، خو نن له نېکه مرغه څو سلنه له دوی له برکته ور زیاته شوې ده او نوره به هم ور زیاته شي. دا داسې یو غورخنګ ده چې یواځې خپل توکم ته نه بلکه نورو خلکو ورځنۍ ستونزې يې هم د حکومت دروازې او چارواکو پورې رسولي او که اړتبا شوه دري، ازبکي، پشۀیي او نورو ژبو حق به هم اخلي. ژبژغورنې ملي غورځنګ ډېرې لاسته راوړنې لري، خو که دلته يې یادې کړو، نو لیکنې اوږدې کېږي. ټولو هېوادوالو څخه مې دا غوښتنه ده چې د ژبژغورنې ملي غورځنګ څخه ملاتړ او ترڅنګ يې کلک ودرېږي، مثبتو کړنو ته يې درناوی او هرکلی وکړي. موږ نه کومې ژبې سره تعصب لرو او نه يې ورسره کوو. موږ يواځې خپلې ژبې او توکم ته چوپړ کوو. څنګه چې موږ او تاسو باندې خپله مور حق لري، هماغسې مورنۍ ژبه هم پر موږ حق لري، باید حق يې ورکړو.

ژبژغورنې ملي غورځنګ لاندې کړنلارې او موخې څاري:

۱. پښتو ژبه په هرې ادارې کې باید له دري ژبې سره یو ځای وکارول شي. ۲. پښتو ژبه موږ په رسنیو او ټولنیزو پاڼو کې غواړو. ۳. باید پښتو ژبې ته داسې ونه ویل شي، ګوندې من به زبان پشتو صحبت نمیتوانم. ۴. پښتو باید ښوونیزه او پوهنیزه ژبه شي، یانې د ښوونځي او پوهنتون د نصاب ژبه شي. ۵. پښتو ژبې باندې باید اداري مکتبونه، عریضې/غوښتنلیکونه، مننلیکونه، سپارښتنلیکونه، ستاینلیکونه ولیکل شي. ۶. دلته هره کمپني باید سوداګریزو توکو کې پښتو ژبه ور زیاته کړي. ۷. پښتو ژبه باید په پلورنځیو، د هټيو لیکدړو، سوداګریزو پنځېدونکو توکو او نورو اړوندو څیزونو کې ور زیاته شي. ۸. پښتو باید د ممبر او د مسجد ژبه شي. ۹. باید د پوهنیزو څیړنو او پلټنو ژبه شي. ۱۰. باید د رسنیو ژبه شي.

د ژبژغورنې ملي غورځنګ پرځنګوالان که له ستورو راغلي وګړي[سمول]

چوپه چوپتیا وه، غلی شه پښتو مه وایه؛ ته تعصب کوې، تعصب کول حرام دي، له پښتو سره د کرکې ډک زړه به بریتور مامور تش کړ، چې کله به خوار پښتون له دفتر څخه ووت، نو د څنګ ملګري ته به یې وویل: ودې لېده څنګه مې غلی کړ، دا ساده پښتانه خپل حق څه پېژني؛ چې پوښتنه یې وکړي او یا زما پر وړاندې غبرګون وښایي، دوی نه پوهېږي چې په اصل کې زه غواړم د دوی ژبه له منځه یوسم او د تاریخ یوه برخه ترې جوړه کړم، ځکه زه غواړم دلته زما ژبه برلاسې شي. وخت تېرېدو، ۳۰۰ کاله بیلابېلې واکمنۍ راغلې او راوپرځېدې، د ځینو یې کور ودان پښتو ته یې پام وکړ، خو پر وړاندې یې خپل پښتون ورور راپاڅېده او هغوی یې راوپرځول، خو اړینه دا ده چې دلته پنځه نوي سلنه واکمنانو د ارګ ژبه پردۍ ژبه وګرځوله، تر دې چې پښتو ته د دوزخ ژبه وویل شوه او ویونکي ته یې متعصب وویل شو. پښتو ژبې له دوزخه د جنت پر لور تګ پیل کړ، حمزه بابا ورته د جنت ژبه وویله، په دې لار کې ډېرې ککرۍ وشېندل شوې چې پښتو ته ولې د جنت ژبه وایي؟ دا خو کفر دی؛ خو دا ژبه جنتي شوه او ویل یې د وینو په بدل روا وګڼل شول. بیا یو ځوان د کابل له پاړسیوان زړه؛ له ځان سره سوچ واخېست، زه څوک یم؟ د چا زوی، لمسی او خېل یم؟ ژبه مې څه ده؟ ولې راته په خپلې ژبې ویلو سره متعصب ویل کیږي؟ دا چې لوړې زده کړې لرم نو ماته د خپلې ژبې په پار څه کول په کار دي؟ دا دنګ ځوان ښاغلی ابوبکر ځلاند وو، دنده یې پرېښوده، د پښتو غم واخېست، یو څه کول په کار وو؛ په ملګرو یې غږ وکړ، چې راځئ پښتو ووایو، پښتو ولېکو، پښتو وپالو، پښتو د رسنیو، زده کړو، سوداګرۍ، دولتي او خصوصي ادارو، راکړې ورکړې، دین او ټکنالوژۍ ژبه کړو. ملګرو ورسره ومنله، له څو غونډو وروسته د ژبژغورنې ملي غورځنګ رامنځته شو، د پښتو ژبې د ودې او بډایښت په زرګونو تږي ځوانان او مشران ورسره مل شول، په بېلابېلو ولایتونو کې یې څانګې پرانېستل شوې، په هغه ادارو یې نېوکې وکړې چې پښتو به یې نه ویله او نه لېکله، ډېری سم شول، پښتو پرمختګ پیل کړ، زده کړیالان، ښوونکي، کمپنۍ، سوداګر او پښتانه مشران یې وهڅول تر څو پښتو ژبې ته لومړیتوب ورکړي، په رسنیو کې غوغا جوړه شوه، مشرانو ترې ملاتړ وکړ، ځینو لا وویل: دا څوک دي؟ چې دومره ژر یې د عمل په ډګر کې دومره لوی بدلونونه راوستل، دا وګړي لکه له ستورو راغلل، چې پښتو ژبه پرې نېکمرغه شوه. هغه برېتور مامور هم اوس سوچ وړی، چې هر څه ولې بدل شول، دا وېده ټبر خو راویښ شو؛ نو اوس ورته یو بل ځوان په مخکې ولاړ دی، ورته په کره پښتو وایي، چې زما غوښتنلیک ته ځواب په پښتو ولېکه، دا پاڼه زه ولایت ته وړم، هلته بیا څوک په پاړسو نه پوهېږي، مامور په خواشینۍ په ماته ګوډه لهجه ورته وایي: ښه ته یې په پښتو ولېکه چې زه یې درته لاسلیک کړم. دې ته وایي د سپېڅلي پرځنګ خوند. ....................................................................

سرچينې[سمول]