د "باربادوس" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
و "باربادوس" وژغورلی شو ([edit=autoconfirmed] (لامحدوده) [move=autoconfirmed] (لامحدوده)) |
(بې توپيره)
|
د ۱۹:۳۷, ۲۰ نومبر ۲۰۱۱ بڼه
بارباډوس د کارېبين سمندرګي په ختيځ او د اطلس سمندر په لوېديځه سيمه کې يو ټاپويي هېواد دی. دا هېواد د لېسر انټاليس د ټاپوانو يوه برخه ده چې د همدغو ټاپوانو په لړۍ کې د سېنټ لوسيا او سېنټ وېنسېنټ او ګرېنادينز د دغې ټاپويي هېواد نژدې ګاونډي هېوادونه دي. دا ټاپو ۴۳۰ کيلومتره مربع ارتوالی لري. د دغه ټاپويي هېواد لوړې څوکې د همدې ټاپو مرکزي برخې دي. دا هېواد د استوا د کرښې سهېل کې په ۱۳° او د اصلي بين النهار په لوېديځ کې په ۵۹°، او د وېنزوېلا هېواد سهېل لوېديځې سيمې نه نژدې 434.5 کيلومتره ليرې پروت دی.