Jump to content

بازبهادر (پښتون واکمن)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له پښتون واکمن بازبهادر نه مخ گرځېدلی)

پښتون واکمن سلطان دلاورخان په هندوستان کې دډهلي سلطنت په وخت کې يعنې په ۱۴۰۱ زیږدیز کال کې ځان دمالوې د لومړنی سلطان په توګه اعلان کړ او دمالوې دسلطنت بنسټ یې کیښوداو په خپل نوم یې خطبه جاري کړه اوماندویې دخپل سلطنت پلازمیینه ( پایتخت ) وټاکه چې تر هغه وروسته یې زوی الپ خان ځانته دهوشنګ شاه نوم غوره کړ او په ( ۱۴۰۵ – ۱۴۳۵ زیږ دیز) کال کې د ماندو واکمن شو او دده په وخت کې ماندو او په عمومي ډول مالوې ډیر پر مختګ وکړ. 

تردې وروسته دمالوې دسلطنت چارې دپښتنو غلجیانو دکورنۍ لومړنی سلطان محمدشاه لاس ته ورغلې چې دغلجیانو کورنۍ په مالوې باندې د ۱۴۳۶ زیږدیز کال نه تر ۱۵۳۱ زیږدیز کاله پورې حکومت وکړ. دحمد شاه تر مړینې وروسته یې زوی سلطان غیاث الدین غلجی دمالوې واکمن شو ،خو دده دژوندانه په وروستیو وختونو کې دسلطنت او اقتدار لپاره دده ددوو زامنوناصرالدین او علاءالدین تر مینځ جګړې وشوې .ددغې کورنۍ وروستني واکمن دویم محمدشاه ځان دګوجرات سلطان محمدشاه ته هغه وخت ورحواله کړ کله چې بازبهادر د ۱۵۳۱ زیږدیز کال دمی دمیاشتې په ۲۵ نیټه دمالوې کلا ونیوله .

تر دې وروسته مالوه تر ډیر و وختونو پورې دګوجرات دواکمن محمد شاه ترولکې لاندې وه چې بیا قادرشاه دغلجیانو دکورنۍ یو ستر افسر تر یوې مودې پورې پرمالوې حکومت کاوه . کله چې سوري شیرشاه دهند واکمن شو نو هغه په ۱۵۴۲ زیږدیز کال کې قادرشاه ته ماتې ورکړه او شجاع خان یې دهغه ځای دګورنر په توګه وټاکه او تر هغه وروسته په ۱۵۵۵ زیږدیز کال کې بازبهادر خپل ځان دمالوې دخود مختاره ګورنر په توګه اعلان کړ . په ۱۵۶۱ زیږدیز کال کې دهندوستان مغولي واکمن جلا ل الدین محمد اکبر دمالوې دسیمې دنیولو لپاره خپل دوه تنه تکړه جنرالان ادهم خان اوپیر محمد خان ولیږل او دواړو دسارنګ پور په جګړه کې چې دبازبهادر او داکبر دجنرالانو تر مینځ وشوه د ۱۵۶۱ زیږدیزکال دمارچ دمیاشتې په ۲۹ نیټه دمالوې دسیمې وروستي پښتني سلطان باز بهادرماتې وخوړه اوورسته بیا دغه سیمه دمغولو لاسته ولویده او داکبر باچا له خوا عبدالله خان اوزبک ددغې سیمې ګورنر وټاکل شو.

دمالوې دسلطنت په وخت کې آرټ اومعماري ډیره وده وکړه چې تراوسه پورې هم په مالوې کې دهغه وخت دآرټ ،نقاشۍ او ودانیو نخښې شته .

دبازبهادر او راني روپ متي دمینې کیسه :

لکه چې دمخه وویل شول بازبهادردمالوې دسیمې واکمن و چې د۱۵۵۵ زیږدیز کال نه تر ۱۵۶۱‍ زیږدیز کلونو پورې دمالوې دسیمې پښتون واکمن(سلطان ) و. د بازبهادر پلار شجاع خان دسوري شیرشاه له خوا دمالوې دسیمې دګورنر په توګه ټاکل شوي و. کله چې بازبهادر دخپل پلار تر مړینې وروسته دمالوې سلطان شو نویوه ورځ دښکار لپاره ځنګله ته لاړ او هلته یې ولیدل چې یوه ښایسته اوښکلې شپونکۍ دخپلو نورو همزولوسره سندرې وایې او ډیر ښکلی غږلري . ددې جنۍ ښایست او خوږ غږ دبازبها د ر زړه یوړ او پر هغې مین شو .داجنۍ روپ متي نومیده او دمالوې دیوې هندو کورنۍ پورې یې اړه درلود له . بازبهادر چې دښایست او سندرو سره یې مینه درلودله دروپ متي نه وغوښتل چې دده سره دمالوې پلازمیینې ( پایتخت ) ته لاړه شي . روپ متي باز بهادر ته وویل په یوه شرط ورسره ځي چې هلته په ماند و کې یوه ماڼۍ جوړه کړې چې دنربداسیند ته نږدې وي . بازبهادر روپ متي له خانه سره ماند و ته راوستله . دده دکورنۍ ډیر قدر یې وکړ او دهغې سره یې نکاح وتړله او هغې ته یې په ماندو کې یوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړه . تر هغې ورځې وروسته روپ متي (راني روپ متی) یعنې ملکه روپ متي شوه . بازبهادر دهغې ډیر خیال ساته او ورته ډیره ګرانه وه او دژمنې سره سم یې په ماندو کې ورته یوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړه چې دراني روپ متي دمانۍ په نامه سره شهرت لري او او س هم شته . 

کله چې په ۱۹۶۱ کال کې دهند مغولي واکمن جلا ل الدین محمد اکبر خپل دوه نامتو جنرالان ادهم خان اوپیر محمد خان دمالوې دسیمې دنیولو لپاره ولیږل نو په هغه جګړه کې چې دسارنګپور په سیمه کې وشوه باز بها در ماتې وخوړه او مالوه دمغولو لاس ته ورغله .دمغولي جنرال ادهم خان یوه هیله داوه چې راني روپ متي ژوندۍ تر لاسه کړي ، ځکه دراني روپ متي او دبازبهادر دمینې داستان او ددې ښایست په ټول هندوستان کې مشهور و.راني روپ متي خپل خاوند بازبهادر ته دومره وفاداره وه چې کله یې د مغولو له لاسه دخپل خاوند دماتې خبر واورید نو ددې لپاره چې دمغولو لښکرو لاس ته ور ونه لویږي نو زهر یې وخوړل او ځان یې وواژه او په دې توګه یې داثابته کړه چې څومرهع خپل خاوند ته وفاداره وه .

دبازبهادر او دراني روپ متي داستان په منظوم ډول په هندي ،اردو او پارسی ژبو هم لیکل شوي دی .دتاریخ مرصع لیکوال افضل خان خټک هم په خپل کتاب کې ددې کیسې یادونه کړې ده اولیکلي یې دی چې دمالوې پښتون سلطان بازبهادر تل دخپلې ملکې په عشق کې ډوب و او دسلطنت چاروته یې پاملرنه نه کوله .همداراز انګریزانو په ۱۹۲۶ کال کې دباز بهادر او راني روپ متي پر عشق او مینې یو کتاب لیکلی دی چې 

The Lady of the Lotus: Rupmati, Queen of Mandu: A Strange Tale of Faithfulness 

نومیږي .همداراز دهند سینما بالیووډ هم دباز بهادر او رانی روپ متي دمینې دداستان نه یو فلم هم جوړکړی دی چې په لاندیني لینک کې یې کتلای شئ !

د مالوه سيمه پيژندنه

[سمول]

مالوه دهندوستان دمدهیا پردیش دایا لت یوه ولسوالي ( ډیسټریکټ )دی.مالوه دهندوستان یوه لرغونې سیمه ده چې دتاریخ په اوږدو کې د ډیرو واکمنانو تر ولکې لاندې وه او پر دې سیمه یې راج چلولی دی.پرمالوې باندې ډیرو واکمنانو لکه: اونتي ،موریا ،ګوپتا، پارمارا،کوشانیانو ،ستهوانانو ،ساکانو،هرشه ، دمالوا واکمنانو (سلاطینو)،،مغولو ،مرهټه وو او انګریزانو حکومت کړی دی.

دمالوې نوم دلرغونې هند دیوې قبیلې مالاواس نه اخیستل شوی دی چې مانا یې (دلکهشمي داستوګنځي یو ه برخه) ده . دمالوې نوم په اوومې زیږدیزې پیړۍ کې د(موهولو) په بڼه دچینی زایر هیونتسنګ په یونلیک (سفرنامه )کې هم راغلی دی.

مالوه دګوپتا دامپراتورۍ په تیره بیا ددویم چندر ګپت ( ۴۱۳-۳۷۵زیږدیز ) په وخت کې چې په ویکرام ادهیتیا سره یې شهرت درلود ډیر پر مختګ وکړ ،نو ځکه دغه عصر ته دمالوې طلایی عصر یا ګولډن ایج هم ویل کیږي . همداراز دګوپتا واکمنانو په ۵۲۸ زیږدیز کال کې په مالوه کې هونانو ته هم ماتې ورکړه ځکه چې دمالوې پر سیمه یې تیری او لاسوهنه کوله.په اوومه زیږدیزې پیړۍ کې مالوه دهرشه واکمنۍ تر ولکې لاندې راغله .