فزیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له پنځپوهنه نه مخ گرځېدلی)
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
د پڼځپوهنيزو پديدو بېلابېلې بېلگې

فزیک هغه طبیعي علم دی چې، ماده او د هغې بنسټیز عناصر، په فضا او وخت کې د هغې حرکت او چلند او د انرژۍ او قوې اړوند موضوعات مطالعه کوي. فزیک یو له خورا بنسټیزو علمي څانګو نه دی او اصلي موخه یې دا ده چې پوه شو، کائنات څنګه چلند کوي.  [۱][۲][۳][۴]

فزیک یو له پخوانیو علمي څانګو نه دی او په ستورپوهنه کې د هغه د ښکېلتیا له امله ښایي تر ټولو لرغونی علم وي. فزیک، کیمیا، بیولوژي او د ریاضیاتو ځینې څانګې په تېرو دوو زرو کلونو کې د طبیعي فلسفې برخه وو، خو دا طبیعي علوم په ۱۷ مه پېړۍ کې د ساینسي انقلاب په ترڅ کې د ځانګړو څېړنیزو هڅو په توګه په خپل مسیر کې راڅرګند شول. فزیک د څېړنې د مختلفو څانګو څو او دسیپلینه ساحو، لکه : د بایو فزیک او د کوانتم کیمیا سره اړیکه لري او د فزیک پولې په کره ډول نه دي مشخص شوې. نوي نظرونه په فزیک کې زیاتره هغه بنسټیز میکانیزمونه روښانه کوي چې د نورو علومو پر مټ مطالعه شوي او په اکادمیکو څانګو، لکه:  ریاضي او فلسفه کې د څېړنې نوې لارې وړاندیز کوي. [۵]

په فزیک کې پرمختګونه ډېری په نویو ټیکنالوژیو کې پرمختګونو ته لاره هواروي. د بېلګې په توګه: د الکترومقناطیس، د جامد حالت فزیک او هستوي فزیک په پوهه کې پرمختګونه په مستقیم ډول د نوو محصولاتو، لکه: تلویزیون، کمپیوټر، کورني وسایل او اټومي وسلو د پراختیا لامل شوي، چې په نننۍ عصري ټولنه کې یې د پام وړ بدلون راوړی دی، په ترمودینامیک فزیک کې پرمختګونه د صنعتي کېدو لامل شول او په میخانیک فزیک کې پرمختګونه د محاسبې د پراختیا سبب شول.  [۶]

تاریخچه

د "فزیک" کلیمه له لرغونې یونانی کلیمې φυσική (ἐπιστήμη) نه سرچینه اخلي: په رومي کې   physikḗ (epistḗmē) ورته وایي، چې "د طبیعت پوهې" په معنا ده.  [۷][۸][۹]

لرغونې ستورپوهنه

ستورپوهنه یو پخوانی طبیعي علم ګڼل کېږي. لومړنيو تمدنونو، لکه: سومریان، پخواني مصریان او د سیند درې تمدن چې له ۳۰۰۰ کاله مخکې له میلاد نه پخوا تاریخ لري، د لمر، سپوږمۍ او ستورو د حرکتونو په اړه د وړاندوینې پوهه او بنسټیزه پېژندنه درلوده. داسې باور کېده چې، ستوري او سیارې ارباب الانواع او الاهې دي او ډېر وختونه د هغوی عبادت کېده. په داسې حال کې چې د ستورو د لیدل شوو موقعیتونو څرګندونې زیاتره غیر علمي او  پرته له شواهدو وو، دې لومړنیو مشاهدو د وروستۍ ستورپوهنې بنسټ کېښود، لکه څنګه چې ستوري په اسمان کې لویې دایرې تېرولې، مګر د سیارو موقعیتونه یې نه څرګندول.  [۱۰]

د اسګرابو په وینا: د لوېدیځ ستورپوهنې سرچینې کېدای شي، په مېسوپوتامیا کې وموندل شي او په کره علومو کې ټولې لوېدیځې هڅې د بابل له لرغونې ستورپوهنې نه سرچینه اخلي. مصري ستورپوهانوهغه یادګارونه پرېښودل، چې د کهکشانونو او د آسماني ستورو د حرکتونو پوهه ښیې، په داسې حال کې چې یوناني شاعر هومر Homer په خپله هماسي کیسه یا الیاد( Iliad )او اودیسي ( Odyssey )کې د ډول ډول آسماني شیانو په اړه یې لیکنې کړې، وروسته یوناني ستور پېژندونکو د ډېرو کهکشانونو لپاره چې د شمالي نیمې کُرې نه لیدل کېږي، نومونه چمتو کړل چې نن ورځ هم کارول کېږي.  [۱۱][۱۲][۱۳]

طبیعي فلسفه

طبیعي فلسفه، د لرغوني دورې (۶۵۰ کال مخکې له میلاد نه تر۴۸۰ کال مخکې له میلاد نه) په ترڅ کې له یونان نه سرچینه اخلي، چې د سقراط دمخه فیلسوفانو، لکه: تالیس د طبیعي پېښو لپاره غیرطبیعي توضېحات رد کړل او ادعا یې وکړه چې، هره پېښه طبیعي لامل لري. دوی د استدلال او مشاهدې په واسطه د تایید شوو نظرونو وړاندیز وکړ او د دوی ډېرې فرضیې په تجربه کې بریالۍ ثابتې شوې. د بېلګې په توګه: اتومیزم (اتومي نظریه، چي نړۍ له اتوم نه جوړه شوې ده) نږدې ۲۰۰۰ کاله وروسته له هغه، چې د لیوسیپس او د هغه د زده کوونکي دیموکریتس له خوا وړاندیز شو، سم و.[۱۴][۱۵][۱۶]

اسلامي او اروپایي منځنۍ پېړۍ

په پنځمه پېړۍ کې د لوېدیځ روم سترواکۍ ماته شوه او دهغې په پایله کې فکري فعالیتونه د اروپا په لوېدیځ کې کم شول. برعکس، د ختیځ روم سترواکۍ (چې د بیزانتین امپراتورۍ په نوم هم یادېږي) د یاغیانو د بریدونو په وړاندې مقاومت وکړ او د فزیک په ګډون د زده کړو بېلابېلو برخو ته یې دوام ورکړ. [۱۷]

د میلیتس اوسېدونکی اسیدور په شپږمه پېړۍ کې د ارشمیدس د آثارو یو مهم تالیف رامنځته کړ، چې د ارشمیدس لیکلې نسخه په کې کاپي شوې ده.

په شپږمې پېړۍ کې په اروپا کې یوه بیزانتیني عالم جان فیلوپونس د ارستو د فزیک لارښووني تر پوښتنې لاندې راوستې او د هغې نیمګړتیاوې یې په ګوته کړې. هغه د تحرک نظریه معرفي کړه. د ارستو فزیک د فیلوپونس د راڅرګندېدو تر وخت پورې ونه څېړل شو. د ارستو فزیک د لفظي استدلال پر بنسټ و، خو برعکس فیلوپونس په مشاهده باندې تکیه کوله. د ارستو د فزیک په اړه فیلوپونس لیکلي دي:

مګر دا په بشپړ ډول ناسم دی او ممکن زموږ نظر د هر ډول لفظي استدلال په پرتله د حقیقي مشاهدې په وسیله په اغېزمن ډول تایید شي، ځکه چې که تاسو له عین ارتفاع نه دوه وزنونه چې یو یې د بل په پرتله څو چنده دروند وي راوغورځوئ، وبه ګورئ چې د حرکت لپاره د اړین وخت نسبت د وزنونو په پرتلنې پورې اړه نه لري، بلکې په وخت کې اختلاف ډېر کوچنی دی او په دې توګه، که په وزن کې ډېر اختلاف د بحث وړ نه وي، په بله وینا: را ځئ ووایو چې، د یو بل دوه چنده دی، نو په وخت کې به هېڅ توپیر موجود نه وي، که وي هم، نا محسوسه توپیر دی، خو د وزن توپیر په هېڅ وجه بې اهمیته نه دی، ځکه چې د یوه جسم وزن د بل په پرتله دوه برابره دی.    [۱۸]

د ساینسي انقلاب په ترڅ کې د ارستو د فزیک پر اصولو د فیلوپونس نیوکه لس پېړۍ وروسته ګالیله ته الهام وکړ. ګالیله به چې کله په خپلو آثارو کې د ارسیو د فزیک په نیمګړتیا استدلال کاوه، د فیلوپونس نه به یې په اساسي ډول یادونه کوله. د پاریس پوهنتون د هنرونو په پوهنځۍ کې استاد ژان بوریدان په ۱۳۰۰ لسیزه کې محرک مفهوم ته وده ورکړه چې د جسم د کتلوي انرژۍ او مومنتم د عصري مفکورو پر لور یو ګام و.  [۱۹][۲۰][۲۱]

اسلامي پوهې، له یونانیانو نه د ارستو فزیک په میراث یووړاو د اسلامي زرینې دورې په ترڅ کې یې نوره هم وده ورکړه، په ځانګړې توګه يې په مشاهده او قیاسي استدلال باندې ټینګار وکړاو د ساینسي مېتود لومړنیو بڼو ته یې وده ورکړه.

ترټولو د پام وړ نوښتونه، د نور فزیک او د لید په برخه کې وو چې، د ډېرو ساینس پوهانو ،لکه: ابن سهل، الکندي، ابن الهیثم، الفاریسي او ابن سینا له آثارو نه لاسته راغلل. تر ټولو د پام وړ اثر د نور فزیک کتاب و چې ( د کتاب المناظر په نوم هم یادېږي) چې د ابن الهیثم له خوا لیکل شوی دې  او په هغه کې یې په قاطع ډول د لید په اړه د لرغوني یونان نظریه نه یوازې ناسمه ثابته کړه، بلکې یوه نوې تیوري یې هم وړاندې کړه. هغه په نوموړي کتاب کې د تیارې کمرې یا camera obscura  پېښې څېړنه وړاندې کړه (د هغه د بې له لنزه کامرې زر کلنه نسخه) او د سترګو خپله کار کولو طریقه یې نور هم تر څېړنې لاندې ونیوله. هغه د علمیاتو او د پخوانیو پوهانو د پوهې په کارولو سره وتوانېد، چې تشرېح کړي ،چې سترګو ته رڼا څنګه ننوځي. هغه وویل چې: د رڼا وړانګه متمرکزه ده، خو د سترګو شاته د رڼا خپرېدو د څرنګوالي په اړه رېښتیني توضیحات باید تر ۱۶۰۴ ز کال پورې انتظار وکړي. د عکاسۍ د عصري پرمختګ نه سلګونه کاله وړاندې، د رڼا په اړه د هغه مقالې تیاره کامره تشرېح کړه.    [۲۲]

په ختیځ او لوېدیځ کې له ۶۰۰ کلونو نه ډېر، د نور فزیک اووه ټوکه کتاب (کتاب المناظر) د منځنۍ پېړۍ په هنر کې د لید د درک له تیوري نه د لید تر طبیعت پورې په څانګو کې تفکر خورا اغېزمن کړ. ډېرو وروستنيو اروپایي پوهانو او تحصیل کړو ملګرو، له رابرت ګروسیتست او لیوناردو دا ونچي نه نیولې تر ریني دیکارت، جوهانس کپلر او اسحاق نیوټن پورې د هغه احسانمند وو. په حقیقت کې د ابن الهيثم د نور فزیک اغېز د نیوټن د مشابه عنوان د اثر ترڅنګ، چې ۷۰۰ کاله وروسته خپور شو، ورته درجه لري. 

په اروپا کې د نور فزیک کتاب ژباړې خورا لوی اغېز درلود. وروسته اروپايي پوهانو  وکولای شوچې له هغې نه داسې وسایل جوړ کړي، چې ابن الهیثم جوړ کړي وو او د رڼا د کار د څرنګوالي په طریقه وپوهېدل. له همدې امله لویو اختراعاتو، لکه: عینکو، ذره بینونو، دوربینونو او کمرو ته وده ورکړل شوه.

پولې او موخې

ستورپوهنه د عمومي پوهنو په لړ کې تر ټولو لرغونې پوهه ده . له لومړنیو تمدنونو څخه چې نېټه یې ۳۰۰۰ مخزېږدي پېر ته ورستنېږي لکه سامريان ، لرغوني مصريان او داندس درو د تمدن ، ټولو د لمر ، سپوږمۍ او ستورو په هکله اټکلیزې بنسټیزې پوهې درلودلې . ستوري او سيارې ډېرځلې د عبادت لپاره ټاکل کېدل، داسې يې گڼل چې د هغوی خدايان دي . خو د پوهنې له مخې یې ځلیزې بې بنسټه او ناجوته وې ځکه چې زباتولی یې نشوای ، همدا لومړنیو څارلیدنو (Observations) د ستورپوهنې د بنسټ ډبره ايښې . د آسگر آبويي اخځ لمخې د لوېديځې ستورپوهنې څرک له مېسوپوتاميا څخه راپورته شوی او د قاطع پوهنې (قاطع ساينس) څرک په لوېديځې نړۍ کې د بابليانو څخه اخیستل شوی . مصري ستورپوهانو داسې نښې پرېښودلې چې د گډو ستورو مالومات یې رابرسېره کړي ول او د اسماني گرځنده گرو (celestial bodies ) په هکله یې مالومات ورکول ، خو يوناني شاعر هيومر بيا د ډؤل ډؤل اسماني گرځنده گرو توکيو په هکله خپل د ايلياد او اودېسې په لیکنو کې لیکلي دي . وروسته بيا د يونان ستورپوهانو له هاغو څخه نومان جوړ کړل ، چې نن هم هماغه کارېږي . ډېريؤ د ستورو ټولگې چې په شمالي هایمشېر کې راڅپړل شوي هم هماغه نومان ورته کارېدلي .

طبعي فلسفه

د طبعي فلسفې څرک له يونان څخه د ارکايک پېر کې (۴۸۰مخزېږدي ـ ۶۵۰مخزېږدي) کې راجوت شوی . دا هاغه مهال ؤ چې کله د سقرات څخه لا مخکې پېر کې د تهېلز پشان يو فیلسوف چې د غیر طبعيي څرگندونې چې د طبیعي څرگندو ځلیزو په هکله وې رد کړلې او په ډاگه یې ټینگار وکړ چې هره پېښه يوه طبیعي وجه درلوده . هغوی د هغو آندونو روښانه کولو لپاره وړاندیزونه وکړل چې د وجې او څارلیدو په مرسته ولاړ وي او د هغوی ډېری فکري هڅي په تجربو کې بريالۍ راووتې . د بېلگې په توگه : اټومیزم سمې وموندل شوې چې تقریبآ ۲۰۰۰ کاله وروسته د وړاندیز څخه د ليوسيپوس او د هغه د زده کوونکي ډیموکراتيوس لخوا ثابتې شوې .

لرغونې پنځپوهنه

ښاغلی آيزاک نیوټن (۱۶۴۳ زېږدي ـ ۱۷۲۷م زېږي) چې د خوځښت قانون يې او د کايناتو په منځ کې لاندې کاږل يا د جاذبې هغه یې يو لوی گام په پنځپوهنې کې ؤ رامنځته شو . پنځپوهنه هغې څخه وروسته يوه ځانگړې بېله پوهنه شوله کله چې نويو اروپايانو (موډرن يوروپينز) د تجرباتي او ډېروالي چلندلار (Quantitative method) څخه کار پخپلو پنځونو کې واخیست ، کومې چې د اوس لپاره د پنځپوهنې قانون گڼل کېږي .

ساينسي مېتوډ

تيوري او تجربې

د نورو ساينسونواو شمېرپوهنې تړاؤونه

فلسفي گډون

تاريخ

دننه منځوي تيوريگانې

د څېړنې ډگر

گاټه کلک توکي

اټومي ، ماليکيولي ، او ليدواله پنځپوهنه

د اوچتوانرژيو /ذراتو پنځپوهنه

ستورپنځپوهنه (اسټروفيزيکس)

بنسټيز ه پنځپوهنه

د پنځپوهنې اوزار او اغېزې

اوسينۍ څېړنې

سرچينې

  1. Maxwell 1878, p. 9 "Physical science is that department of knowledge which relates to the order of nature, or, in other words, to the regular succession of events."
  2. Young & Freedman 2014, p. 1 "Physics is one of the most fundamental of the sciences. Scientists of all disciplines use the ideas of physics, including chemists who study the structure of molecules, paleontologists who try to reconstruct how dinosaurs walked, and climatologists who study how human activities affect the atmosphere and oceans. Physics is also the foundation of all engineering and technology. No engineer could design a flat-screen TV, an interplanetary spacecraft, or even a better mousetrap without first understanding the basic laws of physics. (...) You will come to see physics as a towering achievement of the human intellect in its quest to understand our world and ourselves."
  3. Young & Freedman 2014, p. 2 "Physics is an experimental science. Physicists observe the phenomena of nature and try to find patterns that relate these phenomena."
  4. Holzner 2006, p. 7 "Physics is the study of your world and the world and universe around you."
  5. Krupp 2003
  6. Young & Freedman 2014, p. 1 "Physics is one of the most fundamental of the sciences. Scientists of all disciplines use the ideas of physics, including chemists who study the structure of molecules, paleontologists who try to reconstruct how dinosaurs walked, and climatologists who study how human activities affect the atmosphere and oceans. Physics is also the foundation of all engineering and technology. No engineer could design a flat-screen TV, an interplanetary spacecraft, or even a better mousetrap without first understanding the basic laws of physics. (...) You will come to see physics as a towering achievement of the human intellect in its quest to understand our world and ourselves."
  7. "physics". Online Etymology Dictionary. مؤرشف من الأصل في ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "physic". Online Etymology Dictionary. مؤرشف من الأصل في ۲۴ ډيسمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. کينډۍ:LSJ, کينډۍ:LSJ, کينډۍ:LSJ
  10. Krupp 2003
  11. Aaboe 1991
  12. Clagett 1995
  13. Thurston 1994
  14. Singer 2008, p. 35
  15. Lloyd 1970, pp. 108–109
  16. Gill, N.S. "Atomism – Pre-Socratic Philosophy of Atomism". About Education. مؤرشف من الأصل في 10 جولای 2014. د لاسرسي‌نېټه 1 اپریل 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lindberg 1992، ص. 363.
  18. "John Philoponus, Commentary on Aristotle's Physics". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جنوري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Galileo (1638). Two New Sciences. in order to better understand just how conclusive Aristotle’s demonstration is, we may, in my opinion, deny both of his assumptions. And as to the first, I greatly doubt that Aristotle ever tested by experiment whether it be true that two stones, one weighing ten times as much as the other, if allowed to fall, at the same instant, from a height of, say, 100 cubits, would so differ in speed that when the heavier had reached the ground, the other would not have fallen more than 10 cubits.
    Simp. - His language would seem to indicate that he had tried the experiment, because he says: We see the heavier; now the word see shows that he had made the experiment.
    Sagr. - But I, Simplicio, who have made the test can assure[107] you that a cannon ball weighing one or two hundred pounds, or even more, will not reach the ground by as much as a span ahead of a musket ball weighing only half a pound, provided both are dropped from a height of 200 cubits.
    الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Lindberg 1992، ص. 162.
  21. "John Philoponus". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Howard & Rogers 1995, pp. 6–7

پنځپوهنه يا فزيک په لومړي ځل په يونان کې راوتلې. فزيکپوهنې ته په پښتو کې پنځپوهنه وايي . پنځپوهنه يوه طبعي څانگه د ساينس پوهنې ده چې په کايناتو کې د بنسټيزو قوانينو ، قواوؤ او ددغو قواوؤ اغېزې په يو او بل څه باندې راسپړي او ددغو اغېزو بشپړه مانا او شننه راباسي.