Jump to content

ويکيپېډيا:پر محمد(ص) او آل يې د درود فضيلت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

خوشال بابا وایي :

صـــــــــــــلوات له ما په واړو

[سمول]

تحـــــــــــــــيات له ما په واړو

[سمول]

زه دوســـــــــــتدار دده دآل يم

[سمول]

په دوستۍ کې يې خوشحال يم   [1]

[سمول]

پر محمد(ص) او آل يې

[سمول]

د درود فضيلت

[سمول]

1_ په " کنزالعمال" کې له "حسن  " (رض) نه د څښتن له استازي (ص) نه روايت دى چې ويلي يې دي : اکثروا الصلاة على فان صلاتکم على مغفرة لذنوبکم .

پر ما ډېر درود وواست ؛ځکه چې پر ما  ستاسې درود د ګناهونو د بخښـل کېدو لامل دى[2] .

2_ " ابودرداء" (رض)  د څښتن له استازي رانقل کړي :

من صلى على حين يصبح عشرا و حين يمسى عشرا ادرته شفاعتى .

څوک چې ګهیځ او ماښام لس ځلې پر ما درود ووايي ؛نو په شفاعت کې به وي[3] .

3_ له سهل بن سعد (رض) نه روايت دى :

قدم رسول الله فاذا بابى طلحة،فقام اليه فتلقاه فقال : بابى انت او امى يا رسول الله انى لارى السرور فى وجهک ،قال : (( اتانى جبرئيل  انفاً فقال :  يا مُحمد مَن صَلى عليک مرة کتب الله بها عشر و حسناتٍ او محى عنه عشر سيئات و رفع له بها عشر درجات . ))

د څښتن استازی راننووت چې ابوطلحه مخې ته ورغی او د انحضرت هرکلی یې وکړ او ويې ويل : موروپلار مې دې درځار شي د څښتن استازيه! څېره مو خوشحاله وينم . و يې ويل :(( لږ مخکې جبرائيل راغی او ماته يې وويل : اى محمده !چا چې يو ځا پر تا درود ووايه ؛نو څښتن به ورته لس حسنه په ثواب کې ورکړي او لس سيئه او بدۍ به ترې لرې او لس درجې به يې اوچت  کړي.[4]))

دا روايت له ابوطلحه نه له دې زياتوالي سره رانقل شوى دى :

(( او پرښته به هغه (درود ويونکي) ته هماغه وايي چې درته يې ويلي .ورته مې وويل : اى جبرائيل! دا پرښته څوک ده ؟ ويې ويل : لوى څښتن ستا له زوکړې نه ستا تر استازيتوبه دوه پرښتې درته ګمارلې وې او ستا په امت کې هر څوک، چې پر تا درود  وايي ؛نو داسې کس به پېدا نه شي، چې  (دا پرښتې به) ورته ونه وايي : او ته ! څښتن درباندې درود وايي[5])).)

دا روايت له سعيد بن عمر انصاري  او ابوبردة بن نياز او انس (رضي الله عنهم) هم روايت شوى دى[6] .

4_  په صحيح مسلم ،سنن ترمذي ،سنن نسايي ،مسند احمد او په نورو کې د ابوهريره (رض) له خولې راغلي، چې د څښتن استازي وويل : (( من صلى على واحداً صلى الله عليه عشراً - څوک چې يو ځل پر ما درود ووايي څښتن به پرې لس ځلې درود وايي.[7]))

5_ په کنزالعمال کې له عمار ياسر(رض) د څښتن د رسول (ص) د خولې وينا راغلې، چې ويلي يې دي  : (( ان الله  اعطى ملکاً من الملائکة اسماع الخلق فهو قايم على قبرى الى يوم القيام لا يصلى على احدا صلاة الا سماه باسمه و اسم ابيه و قال : يا محمد صلى عليک فلان بن فلان . و قد ضمن لي ربي _تبارک و تعالى_  انه اراد عليه بکل صلاة عشراً .

څښتن په پرښـتو کې يوې پرښتې ته د ټولو خلکو هومره د اورېدلو قدرت ورکړى او د قيامت تر ورځې زما پر قبر ولاړه ده او د قيامت تر ورځ چې څوک پر ما درود وايي ؛نو داسې څوک به نه وي چې دا پرښته پر نامه او د پلار پر نامه ماته رامعرفي نه کړي،چې محمده ! پلاني د پلاني زوى درباندې درود وايي . زما ستر پالونکي څښتن ضمانت کړى، چې د هر چا درود لس چنده ور وګرځوم .[8]))

6_په سنن ابوداوود ،ترمذي،نسايي ،مسند احمد او مستدرک له فضالة بن عبيد (رض) نه روايت راغلى، چې ويلي يې دې:سمع رسول الله رجلاً يدعوا فى الصلاة و لم يذکر الله عزوجل و لم يصل على النبى فقال رسول الله : (( عجل هذا )) ثم على دعاه و قال له و لغيره : (( اذا صلى احدکم فليبدا بتحميد الله و الثناء عليه ثم ليصل على النبى ثم ليدع بعد ما شاء . ))

د څښتن استازي واورېدل، چې يو سړې په لمونځ کې دعا کوي؛خو نه يې څښتن پکې ياد کړ او نه يې د څښتن په استازي پکې درود ووايه.د څښتن استازي وويل : ((هغه بيړه وکړه)) او بيا يې راوغوښت او نورو ته يې وويل : (( په تاسې کې،چې هر چا لمونځ وکړ لومړى دى حمد او ثنا وکړي بيا دې د څښتن پر استازي درود ووايي ؛نو تر دې وروسته يې چې هر څه غوښتل له څښتنه دې وغواړي.[9]))

په همدې کتاب کې په يو بل روايت کې راغلي : د څښتن استازي هغه سړي ته چې لمونځ يې کاوه او ځان ته يې دعا کوله؛خو نه يې  د څښتن شکر ادا کړ او نه يې  د څښتن پر استازي درود ووايه،وويل : (( اى لمونځ کوونکيه! چې دې لمونځ وکړ او کېناستې؛نو د څښتن شکر وکړه او پر ما درود ووايه ؛نو هله له څښتن نه څه چې غواړې و يې غواړه )).

د څښتن استازي يو بل سړي ته،چې لمونځ يې وکړ،د څښتن شکر يې ادا کړ او د څښتن پر استازي يې درود ووايه ،وويل : ((لمونځ کوونکيه ! دعا وکړه چې قبلېږي [10])).

7_  سعد ساعدي (رض) د څښتن د استازي د خولې وينا رانقل کړى او ويلي يې دي : (( ..... لا صلاة لمن لا يصلى على النبى- هغه لمونځ نه دى،چې په کې د څښتن پر استازي درود و نه ويل شي.[11]))

8_ له جابر(رض) د څښتن د استازي وينا رانقل شوى، چې ويلي يې دي :(( من ذکرت عنده فلم يصل على فقد شقى؛ يعنې : د چا پر وړاندې،چې مې نامه واخستل شي او پر ما درود و نه وايي ؛نو په يقين،چې ظلم يې کړى دى.))

9_ له امام حسين بن علي نه د څښتن د استازي وينا رانقل شوى، چې يلي يې دي : ((من ذکرت عنده فخطى الصلاة على خطى طريق الجنة - د چا پر وړاندې،چې زما نامه واخستل شي او پر ما پر درود سترګې پټې کړي ؛نو د جنت پر لار يې سترګې پټې کړى دي.[12]))

10_ د امام احمد حنبل په مسند ،سنن ترمذي او په نورو کې  له حسين بن علي نه د څښتن د استازي وينا را نقل شوى ده : (( البخيل من ذکرت عنده فلم يصل على – هغه بخيل دى، چې په مخ کې یې زما نوم واخستل شي او پر ما درود و نه وايي.[13]))

پر محمد(ص) او آل

[سمول]

يې د درود څرنګوالی

[سمول]

په "کنزالعمال" کې له حضرت علي روايت دى :

(( قالوا يا رسول الله ! و کيف نصلى عليک ؟ قال : قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم او على آل ابراهيم انک حميد مجيد؛يعنې(اصحابو کرامو )  وويل : دڅښتن استازيه ! څنګه پر تا درود ووايو؟ ويې ويل : ووياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم او على آل ابراهيم انک حميد مجيد.[14]))

په صحيح مسلم،سنن ابو داود،ترمذي،نسايي ،موطا مالک، مسند احمدبن حنبل ،سنن دارمي کې له  حضرت "ابو مسعود بن انصاري" روايت دى، چې ويلي يې دي :

  ((د څښتن استازى راغى او موږ د حضرت "سعد بن عباده" په غونډه کې ناست وو. "بشيربن سعد" ،ابونعمان بن بشير، رسول الله ته وويل : د څښتن استازيه! خدای (ج) حکم راکړى،چې پر تا درود ووايو؛نو څنګه يې درباندې ووايو؟راوي وايي: د څښتن استازى چوپ شو او موږ هيله وکړه،چې کاشکې دا پوښتنه مو نه وه کړې . بيا د څښتن استازي وويل : ووياست :"اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم او على آل ابراهيم انک حميد مجيد"  او سلام هم همداسې دې ؛لکه چې پرې پوه شوئ.[15]))

په صحيح بخاري،سنن نسايي،ابن ماجه ،مسند احمد له ابو سعيد خدري (رض) نه روايت دى چې ويلي يې دي :قلت: يا رسول الله ! هذا السلام عليک قد عرفنا فکيف الصلاة؟ قال : (( قوالوا : اللهم صل على محمد عبدک و رسولک کما صليت على ابراهيم  وبارک على محمد و آل محمدکما بارکت على ابراهيم .))

و مې ويل د څښتن استازيه ! دا پر تا باندې سلام و،پر پوه شو، (پر تاسې ) درود څنګه دى؟ ويې ويل : وواياست :(( اللهم صل على محمد عبدک و رسولک کما صليت على ابراهيم  وبارک على محمد و آل محمدکما بارکت على ابراهيم .[16]))

په سيوطي تفسير کې له ابن عباس (رض) نه رانقل شوي دي :

......فقلنا او قالوا : يا رسول الله !قد علمنا السلام عليک فکيف الصلاة عليک؟ فقال : (( اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم  و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

ورته مو وويل _يا وويل شول_ د څښتن استازيه ! پر تا پر سلام پوه شو،پر تاسې درود څنګه دى؟ و يې ويل : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد[17])).

په سنن نسايي کې يې د څښتن د استازي وينا د  زيد بن خارجه (رض) له خولې نه رانقل کړې ده چې ويلي يې دي :(( صلوا على و اجتهدوا فى الدعاء و قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

پر ما درود ووایی او په دعا کوښښ وکړئ او ووايی : اللهم صل على محمد و آل محمد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد[18])).

په سنن نسايي او د امام احمد حنبل په مسند کې له ابوطلحه (رض) نه روايت دى، چې ويلي يې دي :

قلنا :يا رسول الله ! کيف الصلاة عليک؟قال : قولوا :)) اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

ورته مو وويل : د څښتن استازيه ! پر تاسې درود څنګه دى ؟ويې ويل : (( وواياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

په يو بل روايت کې راغلي دي :

يو سړى د څښتن استازي ته راغى او ورته يې وويل: د څښتن استازيه ! څنګه پر تا درود ووايو؟ ويې ويل : ووايی : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد[19])).

په کنزالعمال کې له طلحه(رض) نه روايت دى چې ويلي يې دي :

قلنا :يا رسول الله ! قد علمنا کيف السلام عليک،فکيف الصلاة عليک؟ قال : (( قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).

وويل: دڅښتن استازيه ! څنګه پر تا درود ووايو؟ و يې ويل : وواياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد[20])).

په صحيح بخاري ،مسلم،سنن ابوداود ،دارمي،نسايي،ترمذي،ابن ماجه ،مسند احمد،تفسير طبري او سيوطي کې له (( کعب بن عجزه (رض) نه روايت دى، چې ويلي يې دي :

کنت جالساً عند النبى اذ جاء رجل فقال: قد علمنا کيف نسلم عليک يا رسول الله ،فکيف نصلى عليک ؟ قال : (( قولوا : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد)).د څښتن له استازي سره ناست وو، چې يو سړى راغی او و يې ويل : د څښتن استازيه ! پر تا سلام کول مو زده کړل ،پر تا څنګه درود ووايو؟ ويې ويل : ((  وواياست : اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد[21])).

د امام احمد په مسند او د سيوطي په درالمنثور کې د څښتن د استازي وينا د  برده خزاعى (رض) له خولې رانقل شوى، چې ويلي يې دي :(( قولوا : اللهم اجعل صلواتک او رحمتک او برکاتک على محمد و على آل محمد کما جعلت على ابراهيم انک حميد مجيد[22])).

په کنزالعمال  کې له محمد بن عبدالله بن زيد (رض) نه روايت دى چې د څښتن استازي وويل :  اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم فى العالمين  انک حميد مجيد و السلام کما علمتم [23])).

١١_ په طبري او سيوطي تفسير کې  له ((ابراهيم)) نه  د (( ان الله و ملائکته ....)) د ايت تر تفسير لاندې راوړي دي، چې :

قالو يا رسول الله ! هذا السلام قد عرفناه،فکيف الصلاة عليک؟ فقال : (( قولوا : اللهم صل على محمد عبدک و رسولک و اهل بيته کما صليت على ابراهيم انک حميد مجيد)).

وويل شول : اى دڅښتن استازيه ! پر دې سلام پوه شو ،پر تا درود څنګه دى ؟ و يې ويل :

(( ووايی : اللهم صل على محمد عبدک و رسولک و اهل بيته کما صليت على ابراهيم انک حميد مجيد)).

١٢_ په کنزالعمال کې له ام المومنين عايشې بي بي نه روايت دى، چې ويلي يې دي :

قال اصاب النبى : يا رسول الله امرنا ان نکثر الصلاة عليک فى الليلة الغراء او اليوم الازهر و احب ما صلينا عليک کما تحب،قال: (( قولوا :

اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم و ارحم محمد و آل محمدکما رحمت ابراهيم او آل ابراهيم و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد و اما السلام فقد عرفتم کيف هو )).

د څښتن د استازي يارانو وويل : اى دڅښتن استازيه ! راته امر شوى، چې د شپې په تپه تياره او  د ورځې په رڼا کې درباندې ډېر درود ووايو.

(نو څومره به ښه وي، چې ) زموږ درود هغسې وي چې ستاسې پرې خوښه وي . و يې ويل : (( ووايی: اللهم صل على محمد و آل محمد کما صليت على ابراهيم و آل ابراهيم و ارحم محمد و آل محمدکما رحمت ابراهيم او آل ابراهيم و بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم و آل ابراهيم انک حميد مجيد . [24]))

په دعا پسې چې پر آل محمد درود وويل شي؛نو قبلېږي

[سمول]

(کنزالعمال:لومړى ټوک:173 مخ )وايي : د دعا او خداى ترمنځ يو حجاب دى او چې پر آل محمد درود وويل شي؛نو دا حجاب څېرې شي او دعا قبلېږي  او که پر آل محمد درود و نه ويل شي؛نو دعا بېرته راستنېږي او نه قبلېږي .( له ديلمي نقل شوى دى )

( ابن حجر ؛صواعق :88 مخ ) او فيض القدير : پينځم ټوک :19 مخ او متقي ؛کنزالعمال :لومړى ټوک ،214 مخ له عبيدالله بن ابي  حفص عيشي او عبدالقادررهاوي په اربعين کې او طبراني په الکبير کې او بيهقي په ( شعب الايمان ) کې او بيا فيض القدير :3ټوک :543 مخ له ابو الشيخ نه او په شرح کې  له بيهقي په شعب الايمان کې او له ترمذي او ابن عمر (رض) نه او ديلمي په مسند الفردوس کې هر يو په دې اړه يو مضمون راوړى دى .

او ثعلبي په خپل قصص کې د حضرت يوسف په کيسه ( 157 مخ ) کې راوړي : پر څلورمه ورځ جبراييل حضرت يوسف ته راغى او ويې پوښته: چا په څاه کې اچولى يې ؟ حضرت يوسف ورته وويل : وروڼو مې چې له يوه پلاره هم دي . جبراييل : ولې يې دا کار درسره وکړ ؟ يوسف : ځکه کينه يې راسره کوله، چې زه ولې پر خپل پلار ترې ګران يم . جبراييل : غواړې له دې څاه راووځې ؟ يوسف : هو ! غواړم . جبراييل وويل : نو  و وايه : ( يا صانع کل مصنوع و يا جابر کل مکسور و يا حاضر کل ملاء و يا شاهد کل نجوى او يا قريبا غير بعيد و يا مونس کل وحيد  و يا غالبا غير مغلوب  و يا علام الغيوب و يا حيا لا يموت و يا محيى الموتى لا اله الا انت سبحانک اسالک يا من له الحمد يا بديع السموات و الارض يا مالک المک يا ذالجلال و الاکرام ان تصلى على محمد و على آل محمد و ان تجعل لي من امرى و من ضيقى فرجا و مخرجا و ترزقنى من حيث احتسب و من حيث لا احتسب ) حضرت يوسف دا دعا وويله او خداى يې هم له څاه د راايستو وسيله چمتو کړه او له ورونو يې بچ کړ او د مصر واکمن يې کړ، چې سوچ ته يې هم نه راتلل .

هغه لمونځ نه قبلېږي چې پکې پر آل محمد درود و نه ويل شي

[سمول]

( سنن بيهقي :2ټوک :379 مخ ) پر خپل سند له ابي مسعو د څخه روايت کړى،چې ويلي يې دي : که لمونځ وکړم او پکې پر محمد او آل يې درود و نه وايم؛نو فتوا مې داده، چې لمونځ مې پوره نه دى کړى .

دا روايت دارقطني؛سنن : 136 مخ او همداراز په هماغه مخ کې يې د خداى له استازي روايت نقل کړى دى . ذخاير العقبى په 19 مخ کې له جابر څخه روايت نقل کړى او صواعق المحرقه هم په 88 مخ کې له شافعي روايت نقل کړى دى،چې و يې  ويل :

يا اهل بيت رسول الله حبـک

فرض من الله فى القرآن انزله

کفاکم من عظيم القدر انـکم

من لم يصل عليکم لا صلوه له


يعنې آل محمده ! درسره مينه هغه فرض چار دى، چې خداى په خپل قرآن کې نازل کړى دى او همدا دليل مو عظمت ته بس دى، چې که څوک په لمانځه کې درباندې درود ونه وايي؛نو لمونځ به يې لمونځ  نه وي .

دا دوه بيته شعر  شبلنجي هم د  نور الابصار په  104 مخ کې له شافعي نقل کړى دى او په بل باب کې به په دې  اړه خبره وشي،چې په نمانځه کې په تشهد کې پر درود سپارښتنه کوي؛لکه ددې حديث په څېر چې وايي : چې په لمانځه کې پر تشهد شوې؛نو ووياست : اللهم صل على محمد و آل محمد .

او ټول پوهېږو،چې د امر صيغه (ووياست) پر وجوب دلالت کوي او هم پوهېږو،چې که څوک په لوى لاس د لمونح يو فرض پرېږدي؛نو لمونځ به يې باطل وي ؛بلکې د قاعدې غوښتنه ده،چې سهواً هم باطل وي مګر داچې د لمانځه د اجزاوو په اړه  ځانګړى دليل ووايي، چې سهوي اخلال لمونځ نه باطلوي؛لکه دا حديث : ( لا تعاد الصلوة الى من خمس؛يعنې لمونځ نه کېږي؛خوداچې  په  پينځو (فرضو) کې اخلال راشي ) راښيي،چې بې له پينځو (فرضو)  په نورو کې اخلال، لمونځ نه باطلوي.

فخر رازي په خپل تفسير کې د : ((قُل لَّا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى)) تر آيت لاندې  ليکي : غوره دعا پر محمد او آل يې درود دى؛ نوځکه يې د تشهد په پاى کې فرض کړى دى او  هغه : اللهم صل على محمد و على آل محمد دى .

رسول اکرم منع کړي يو، چې بتراء درود مه وياست

[سمول]

( صواعق محرقه :87 مخ ) کې د رسول اکرم وينا ده : پر ما بتراء درود مه وياست . وپوښتل : بتراء څه دي ؟ و يې ويل : داچې ووياست : (( اللم صل على محمد او بس؛بلکې بايد ووياست :اللهم صل على محمد و على آل محمد)) .


[1] . ارمغان ٨٠٤مخ

[2] وګورئ :کنزالعمال ؛1ټوک ،436 مخ .

[3] (کنزالعمال ؛1/439 )

[4] (کنزالعمال ،1/436،447 مخونه او همداسې 2/179 ) .

[5] کنزالعمال ؛لومړى ټوک ،440 او 449 مخونه او همداسې :2ټوک ،181 مخ )

[6] (کنزالعمال ،لومړى ټوک،438_439 او همداسې 448_449 مخونه . سنن نسايي ؛3ټوک ،50 مخ . کتاب الصلاة ،پر پېغمبر د درود د فضيلت باب . فرئد السمطين ؛لومړى ټوک،24 مخ .تاريخ بغداد،8ټوک،281 مخ .)

[7] (صحيح مسلم ،لومړى ټوک،306 مخ ،کتاب الصلاة،پر پېغمبر د درود باب . سنن ترمذي ،2ټوک،270 مخ. سنن نسايي ،3ټوک،50 مخ ،مسند طيالسي ؛لومړى ټوک، 283 مخ ،2122 حديث.رياض الصالحين؛381 مخ .اسباب التنزيل واحدي؛250 مخ . دراالمنثور؛سيوطي،5ټوک،218 مخ . تفسير قرطبي؛14 ټوک،294 مخ .)

[8] (کنزالعمال ؛لومړى ټوک،448_450 مخونه .)

[9] (سنن ابوداود ؛2ټوک،77 مخ ،1480 حديث .سنن ترمذي؛ د دعا کتاب،13ټوک،21 مخ .)

[10]  ( مسند احمد؛6ټوک،18 مخ . سنن نسايي ؛3ټوک،44 مخ . مستدرک حاکم؛لومړى ټوک،268 مخ . رياض الصالحين نبوي؛382 مخ .)

[11] (سنن ابن ماجه ؛لومړى ټوک،140 مخ ،400 حديث. )

[12] (کنزالعمال؛لومړى ټوک،438 مخ له طبراني .)

[13] ( مسند احمد لومړى ټوک؛٢٠١ مخ . سنن ترمذي ؛د دعا کتاب ،١٣ ټوک ،٦٢ او ٦٣ مخونه .) کنزالعمال؛ لومړى ټوک،٤٣٧ مخ له حسن نه په ظاهره غلط دى؛ځکه مولف په خپله ويلي دي :دا حديث يې له احمد،ترمذي ،نسايي او ابن حبان نه روايت کړى دى . ( ؛نو بايد له حسين نه وي )

دې حديث ته ورته نور حديثونه له عوف بن مالک ،حسن ،جابر،ابوهريره،او قتاده (رضي الله عنهم) نه د کنزالعمال د لومړي ټوک په ٤٣٦_ 438 او ٤٥٣ کې موندلاى شئ  او همداسې په درالمنثور تفسير؛٥ ټوک،٢١٨ مخ او رياض الصالحين؛٣٨٢ مخ .

[14] . وګورئ :(١) تفسير در المنثور ٥ټوک، ٢١٧ مخ .(٢) کنزالعمال ٢ټوک،١٧٦ مخ. دې حديث ته ورته يو حديث يې له ابن عباس (رض) نه هم  د لومړي ټوک په 438 مخ کې رانقل کړى دى او همداسې وګورئ : تفسير درالمنثور؛ 5ټوک، 218 مخ او ابن ماجه ؛294 مخ .

[15] . وګورئ :(١)مسلم؛صحيح :کتاب الصلاة:لومړى ټوک،305 مخ ،67 حديث.(٢)دارمي؛ سنن: لومړى ټوک،٣١٠ مخ.(٣)ابوداود؛ سنن :لومړى ټوک: ٢٥٨ مخ،٩٨٠ حديث.(٤) نسايي؛ سنن :٣ ټوک،٤٥_٤٧ مخونه.(٥)ترمذي؛سنن: کتاب تفسير، د احزاب د سورت تفسير ٢/ ٩٥ .(٦) امام مالک؛ موطاء: ١/، ١٦٥ _١٦٦ .(٧)احمد بن حنبل؛ مسند ٥/٢٧٤ مخ او همداسې ٤ /١١٨ .(٨)کنزالعمال ٢/١٨٢ .(٩)قرطبي؛ تفسير ٤/٢٣٣ . (١٠)تفسير درالمنثور ٥/٢١٦ او ٢١٧.(١١)ابن کثير؛ تفسير ٣ /508 .(١٢)تفسير خازن 3/٤٧٧ .(١٣)مستدرک الصحيحين :١/٢٦٨ .(١٤)بيهقي؛ سنن  ٢/٣٧٨ .

[16] ( صحيح بخاري؛د تفسير کتاب:د احزاب د سورت تفسير،٣ ټوک،١١٩ مخ او د دعوات کتاب،٤ټوک،٧٢ مخ . سنن نسايي ؛٣ټوک،٤٩ مخ . سنن ابن ماجه ؛لومړى ټوک،٢٩٢ مخ ،٩٠٢ حديث. مسند احمد؛٣ټوک،٤٧ مخ . تفسيردرالمنثور؛٥ټوک،٢١٧ مخ .)

[17] (تفسير طبري؛د احزاب د سورت تفسير،22 ټوک،31 مخ . تفسير درالمنثور؛٥ټوک،٢١٦ مخ .)

[18]  ( سنن نسايي ؛کتاب سهو،٣ټوک،٤٩ مخ )

[19] ( سنن نسايي ؛کتاب سهو:٣ ټوک،٤٨ مخ . مسند احمد؛ لومړى ټوک، ١٦٢ مخ )

[20] ( کنز العمال؛٢ټوک،١٧٦ مخ . تفسير درالمنثور؛5ټوک،٢١٦ مخ )

[21] ( صحيح بخاري؛کتاب بدء الخلق؛٢ټوک،١٥٩ او ١٦٠ مخونه او د تفسير کتاب :د احزاب د سورت تفسير،٣ټوک،١١٩ مخ  او کتاب الدعوات،٤ټوک،٧٢ مخ. صحيح مسلم،کتاب صلاة :لومړى ټوک،٣٠٥ مخ ،٦٦ حديث.سنن ابوداود،لومړى ټوک،٢٥٧ مخ،٩٧٦ حديث. سنن دارمي؛لومړى ټوک،٣٠٩ مخ . سنن نسايي؛٣ټوک،٤٧ او ٤٨ مخونه .سنن ترمذي؛٢ټوک،٢٦٨ مخ. سنن ابن ماجه ،٩٠٤ حديث.مسند احمد؛٤ټوک،٢٤١_٢٤٤ مخونه. تفسير قرطبي؛١٤ټوک،٣٣٤ مخ. تفسير درالمنثور؛٥ټوک،٢١٥ او ٢١٦ مخونه. کنزالعمال؛ ٢ټوک،١٨٠ مخ . تفسير ابن کثير،٣ټوک،٥٠٧ مخ .)

[22] ( مسند احمد ؛٥ټوک،٣٥٣مخ . تفسير درالمنثور؛٥ټوک،٤٤٢ مخ )

[23] ( کنزالعمال؛لومړ‌ى ټوک،٤٤٢ مخ )

[24] کنزالعمال؛٢ټوک،١٨٢ مخ او همداسې لومړى ټوک،٤٤٣ مخ .