ويکيپېډيا:پر حضرت علي د ظلم په اړه د رسول الله (ص) وړاندوينه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

پر حضرت علي د ظلم په اړه  د رسول الله (ص) وړاندوينه[سمول]

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٦٦ مخ ) په خپل سند له حضرت قيس بن ابي حازم روايتوي،چې وايي : حضرت علي حضرت زبير ته وويل : يادېږې دې،چې موږ او تاسې د انصارو د يو ټبر په يو څپرګي کې ناست و، چې رسول اکرم  وپوښتلې : زبيره ! آيا علي دې ښه ايسي ؟ تا ورته په ځواب کې وويل : هو ښه مې ايسي ؟ درته يې وويل : ډېر ژر به سرغړونه ترې وکړې او توره به پرې راوباسې حال داچې ظالم به يې، حضرت زبير،چې دا واورېدل؛نو ستون شو .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،٣٦٦ مخ ) له ابي الاسود  دئلي ، (اسدالغابه : دويم ټوک،١٩٩ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه : درېم ټوک، ٦مخ ) ، ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،٣٦٧ مخ ) له دوو لارو له  ابن جرو مازني ، ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،٨٥ مخ ) او د هغه د وينا له مخې ابو يعلي،عقيلي،بيهقي د ابن عساکر دلائل ، (تهذيب التهذيب:شپږم ټوک،٣٢٥ مخ ) له عبدالسلام کوفي ، ( عسقلاني؛فتح الباري:شپاړسم ټوک،١٦٥ مخ ) ، ( کنزالعمال : شپږم ټوک، ٨٢ مخ ) له قتادة او په هماغه کې له ابي الاسود په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې راغلي : ابي الاسود دئلي ويلي : علي او لښکر يې،چې د دښمن لښکر ته ورورسېد او دوه لښکرې سره په دوو ليکو کې مخامخ شوې؛نو حضرت علي د رسول اکرم پر اس سپور،د دښمن لښکر ته مخامخ ودرېد او ويې ويل : وواست چې زبير (رض) ما ته راشي . زبير (رض) ته يې غږ کړ؛نو حضرت علي ته چې نږدې ورغی، ورته يې وويل: زبيره ! ستا دې پر خداى قسم وي،پر هغه ورځ چې په پلاني ځاى کې وو او پېغمبراکرم زما او ستا په مخ کې تېر شو او درته يې وويل : زبيره ! علي درباندې ګران دى؟ تا ورته وويل : آيا د ترور زوى او هغه چې زما په دين کې دى؛نو راباندې به ګران نه وي ؟ او بيا رسول اکرم راته مخ کړ : علي ! زبير درباندې ګران دى ؟ ورته مې وويل : رسول الله ! د ترور زوى او هغه چې زما په دين کې دى؛نو راباندې به ګران نه وي ؟ او بيا يې درته وويل : سر خلاص کړه زبيره،چې ته به پر علي توره راباسې او ظلم به پرې کوې . زبير(رض) وويل : هو! پر خداى قسم چې راياد شول او پر هغه ورځ مې چې دا خبر د خداى له استازي واورېده؛نو راڅخه هېره شوې وه؛ پر خداى قسم،چې درسره به و نه جنګېږم. بيا حضرت زبير د لښکر تم ځاى ته ولاړ . زوى يې وايي : څه خبرې دي او څه يې وويل : حضرت علي راته د رسول اکرم هغه حديث راياد کړ،چې ما ته يې ويلي ول،چې ته به له علي سره جنګېږې حال دا چې ظالم به يې او اوس زه له هغه سره له جګړې ډډه کوم . حضرت عبدالله بن زبير خپل پلار ته وويل : اخر ته د جګړې لپاره راغلى يې . ورته يې وويل : نه ! زه راغلى يم، چې په خلکو کې سمونه وکړم او اوس ته دا کار وکړه،پرېږده،چې خداى ستا په لاس خلک اصلاح کړي . ورته يې وويل: اوس چې دې قسم خوړلى،چې ورسره و نه جنګېږې؛نو مريى دې ازاد کړه،چې هغه دلته پاتې شي او تر هغه پورې دلته وسه، چې خلک اصلاح شي. زبير (رض) خپل مريى ازاد کړ او په خپله په يو ګوټ کې ودرېد؛نو همداچې د جګړې لمبه بله شوه؛نو د خپل اس پر لور ولاړ، پرې سپور شو او د لښکر له تم ځايه لرې شو.

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٨٣ مخ ) له نذير ضبي او همداراز د شپږم ټوک: ٨٣ مخ له حضرت ابن عباس او بيا د شپږم ټوک په ٨٥ مخ کې له اسود بن قيس او ابن قتيبه څخه د الامامة والسياسة په کتاب (٦٣مخ ) کې په دې اړه روايتونه نقل کړي،چې د وروستي نچوړ يې دادى : چې حضرت علي او حضرت  زبير سره مخ شول؛نو يو بل ته ورغاړې وتل، پر ژړا شول او حضرت علي ورته وويل : زبيره ! اباعبدالله ! دلته څه کوې ؟ ورته يې وويل : راغلى يم،چې د حضرت عثمان د وينې غچ واخلم . حضرت علي په حيرانتيا ورته وويل : د عثمان (رض) د وينې غچ !!! خداى دې د عثمان (رض) وژونکي ووژني ! زبيره آيا يادېږې دي چې ته او رسول الله زما په مخ کې تېر شوئ،چې د خداى استازي راباندې سلام واچاوه او راباندې يې وخندل او بيا يې تا ته وويل : زبيره ! يوه ورځ به ته له علي سره جګړه کوې حال داچې ظلم به پرې کوې . زبير(رض) : هو پر خداى چې راياد مې شول. حضرت علي وويل : نو سره له دې؛ولې او پر څه راسره جګړه کوې . زبير(رض) : پر خداى چې د رسول اکرم دا وړاندوينه مې هېره کړې وه او که ياده مې واى؛نو هېڅکله به مې له تا سرغړونه او درسره به مې جګړه نه کوله .