ويکيپېډيا:پر "شهید" د ویر فلسفه
د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ- دا برخه د علامه شهید مرتضی مطهری د ((شهید)) کتاب ژباړه ده.
څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال
پته:www.andyal.com
خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پر "شهید" د ویر فلسفه
[سمول]اړینه ده،چې پر "شهید" د ویر پر فلسفه رڼا واچوو.[1]
زموږ په پېر کې ډېری خلک،ان ځینې مینه وال ځوانان هم د "امام حسين" پر وير نېوکې کوي او خپله زه هم ډېر ځل تر همدې ګوتنېونې لاندې راغلی یم.
ځینو په خپلو ویناوو کې په ډاګه دا کار ناسم ګڼلی او وايي،چې دا کار له شهادته د ناسمې اندنې - تفکر او ناسمې اخستنې زېږنده دی او پردې سربېره، ناوړه ټولنیزې اغېزې هم لري او د هغو ملتونو د وروستوالي،ځنډ او بې لارۍ لامل دی،چې په دې چارو روږدي دي.
یاد مې دي،چې محصل وم او د هغه وخت د مخور لیکوال " محمد مسعود" کتاب مې لوسته،چې پر "امام حسين" ویر یې د "مسیح" له “شهادت”( البته په خپل اند يې) سره پرتله کړی و،چې د "مسیح" د “شهادت” پر ورځ جشن کوي،نه دا چې ورته ژاړي.
لیکلي یې و: (( وګورﺉ!یو ملت د "شهید" پر “شهادت” ویر کوي؛ځکه “شهادت” ته ماتې او داسې یو کار وايي،چې باید نه واى شوى او د خواشینۍ وړ یې ګني او بل ملت د "شهید" پر “شهادت” جشن نیسي؛ځکه بریا او د ویاړنې وړ يې ګڼي. هغه ملت،چې زر کاله د "شهید" پر “شهادت” ویر وکړي او چغې او سورې ووهي،خوار و ذلیل او له جګړې د تېښتې ملت به وي؛خو هغه ملت، چې دوه زره کاله یې د "شهید" پر “شهادت” جشن نیولی،هرو مرو به یو پیاوړى او سرښنده ملت وي.له شهادته د یو ملت اخستنه،ماتې ده او پر وړاندې یې غبرګون ویر،چغې او سورې دي او د هغې اخستنې او دې غبرګون پایله کمزوري،ذلت او غاړه اېښوونه ده؛خو د هغه بل ملت له شهیده اخستنه بریا او غبرګون یې جشن او خوشحالي ده او د اخستنې او غبرګون پایله يې د پیاوړتیا او هسکېدنې روحیه ده.)) دا د "محمد مسعود" نیوکې وې.
غواړم همدا مسئله وڅېړم او جوته کړم،چې اتفاقا دا قضیه اپوټه ده. د "شهید" پر “شهادت”جشن او خوشحالي د مسیحیت د وګړپالۍ له انده او پر "شهید" ویر د اسلام د ټولنپالۍ له انده راټوکېدلی دی.
که څه هم زه د عامو خلکو د عمل د توجیه یا مخونې په مقام کې نه یم،چې مخکې مې هم پرې نیوکه کړې.ومې ویل:ځینې خلک مو "امام حسين" ته د مظلوم په سترګه ګوري،چې وژنه یې یوازې د زړه سوي وړ ده او "امام حسين" باتور او د ستاینې وړ کار نه دى کړى.
زه دهغو سپارښتنو د آریزې فلسفې د راڅپړنې په مقام کې یم ،چې زموږ د مشرانو له خوا پر "شهید" د ویر په هکله راغلي او البته هغوی،چې اسلامي فرهنګ ژور پېژني،همدې فلسفې ته د پاملرنې له مخې،د "امام حسين" د ویر په مراسمو کې ګډون کوي.
نه پوهېږم،چې د "مسیح" د “شهادت” په نامه د جشن او خوشحالۍ مسئله له کوم وخته او چا رامنځ ته کړې؛خو پوهېږم،چې په اسلام کې پر "شهید" د ویر سپارښتنه شوې،لږه تر لږه په شیعه مذهب کې له مسلماتو شمېرل کېږي.
اوس د اصل مطلب شننې ته راځم. لومړی د مړینې او “شهادت” مسئاله باید له وګړیز اړخ و څېړو.
ایا مړینه "فی حد ذاته" وګړي ته مطلوب امر دی؟ بریا ده؟ ایا نور باید مړینه یې ورته بریا وګڼي او یو ډول اتلولي یې وګڼي؟
پوهېږم په نړۍ کۍ داسې ښوونځي ول او ښايي اوس هم وي،چې له هستۍ سره د انسان اړیکه او په بل تعبیر له بدن سره د روح اړیکه، له زندان سره د زنداني د اړیکې په څېر او له څاه سره په څاه کې د غورځېدلي د اړیکې او له پنجرې سره د مرغۍ د اړېکې په څېر بولي. ددې ښوونځیو له نظره،مړینه خلاصېدل او ازادي ده او ځان وژنه روا ده. وايي:"ماني" چې د پېغمبرۍ ادعا کړې وه،د نظریه یې درلوده،چې د نظریې له مخې یې،مړینه يو مثبت ارزښت دی ،مړینه هر چا ته یو مطلوب چار دی،د هیچ چا مړینه خواشیني نه ده، له زندانه ازادي او له څاه راوتل او د پنجرې ماتېدنه خواشیني نه؛بلکې خوشحالي ده.
بله نظریه دا ده،چې مړینه،عدم او نیستي ده، بشپړ فنا ده،نشتوالی یا ((نابودي)) ده. اپوټه،چې ژوند، وجود او هستي ده، شته والى یا ((بود)) دی. څرګند او بلکې غریزي ده،چې هستي پر نېستۍ او شتوالی ((بود)) پر نشتوالي ((نابودي)) غوره دی.ژوند، چې په هر ډول وي او هر څه وي، تر مړینې غوره ده.
"مولانا" د " جالینوس" خبره را اخلي،چې ویلي یې و: ((ژوند په هر حال او هره بڼه تر مړینې غوره ګڼم،که څه هم د ژوند بڼه په دې پورې تړلې وي،چې د غاترې په ګېډه کې ووسم او سر مې ساه اخستنې ته د غاترې له لکۍ بهر راوتلى وي.))
ددې نظریې له مخې،د مرګ ارزښت سل په سلو کې منفي دی.
بله نظریه دا ده،چې مړینه نیستي او نابودي نه ده،له یوې نړۍ بلې ته تګ دی؛خو له نړۍ سره د انسان اړیکه او له بدن سره د روح اړیکه، له زندان سره د زنداني ،له څاه سره په څاه کې د غورځېدلي او له پنجرې سره د مرغۍ د اړیکې په څېر نه؛بلکې له ښوونځي سره د زده کوونکي او له پټي سره د بزګر د اړیکې په څېر ده.
دا سمه ده،چې زده کوونکی له کوره، معاشرته او ملګریو او هېواده لرې تللى او د ښوونځي په چاپېریال کې زده کړې کوي؛خو په ټولنه کې د نېکمرغه اوسېدانې یوازېنۍ لار، د ښوونځي له پېره بریالى راوتل دي او دا هم سمه ده،چې بزګر خپل کور او کورنى ژوند پرېښی او په پټي کې پر بزګرۍ بوخت دی؛خو په پټي کې کار یې د کورنۍ کلنی معیشت او د ژوند لګښت برابروي. له اخرت سره د دنيا او له بدن سره د روح اړیکه داشان ده.
هغه خلک،چې د نړۍ او انسان د اړیکو په هکله دا ډول "نړۍ لید" لري او خپل عمر یې په تباهۍ او سزا وړ چارو کې تېر کړی وي؛نو څرګنده ده،چې مړینه ورته خوښ او مطلوب چار نه دى او هیله یې هم نه کوي او ورته کرکجنه او وېرونکې هم ده. دوی له مړینې وېرېږي؛ځکه له ځان او خپلو کړنو وېرېږي.
که څوک دا ډول "نړۍ لید" ولري او عملا بریالی هم شي،د هغه زده کړیال په څېر دی،چې پرله پورې زده کړه یې کړې او د هغه بزګر په څېر دی،چې سخت زیار یې ګاللی.څرګنده ده، چې دا زده کوونکی به هېواد ته د بېرته ستنېدنې هیله لري او هېواد ،خپلوان او ملګري به یې یادېږي او همداراز هغه بزګر،چې د داسې ورځې په هیله دی،چې کار یې پای ته ورسي او یېبره - محصول کور ته یوسي. دا زده کوونکی سره له دې،چې د هېواد هیله پکې؛لکه د اور لمبې وهي ؛خو ورسره مبارزه کوي؛ځکه نه غواړي زده کړې یې نیمګړې پاتې شي او همداراز هغه بزګر کله هم خپل کار او دنده له هیلې نه بلهاروي.
"اولیاء الله" د هغه زده کوونکي په څېر بریالي دي،چې بلې نړۍ ته تګ (،چې نوم یې مړینه ده)، ورته یوه هیله ده، داسې هیله، چې یوه شېبه یې هم ارام نه پرېږدي. حضرت علي کرم الله وجهه وايي: (( که خدای ورته اجل نه و ټاکلی؛نو د ثوابونو له شوقه او د سزاګانو له وېرې به ارواح په بدن کې پاتې شوي نه وو.))
په عین حال کې "اولیاء الله" په مړینې پسې نه ځي؛ځکه د کار،کړنې او تکامل یوازېنۍ فرصت همدا څیز دی،چې د "عمر" نوم مو پرې اېښی دی او پوهېږي،چې څومره ډېر پاتې شي؛نو انساني کمالات په غوره توګه لاس ته راوړاى شي. په ټوليزه توګه، له مړینې سره مبارزه کوي او تل له خدایه د عمر د اوږدوالي دعا کوي.
ګورو ددې فکر له مخې، "اولیاء الله" ته د مړینې خوښي،مطلوب والی او هیله کول یې له مړینې سره د مبارزې او له خدایه د اوږد عمر له غوښتنې سره هیڅ ټکر نه لري.
قرآن کریم یهودو ته وايي:(چې مدعي ول موږ "اولیاء الله" یو) که تاسې "اولیاء الله یئ، باید مړینه درته یو خوښ امر او هیله مو وي. بیا وايي:خو دوی کله هم د مړینې هیله نه کوي؛ځکه کومې کړنې یې،چې مخکې لېږلي،دومره له تیري او جنایته ډک دي،چې پخپله پوهېږي، هغې نړۍ ته به پر څه ورننوځي. دا له دریېمې ډلې دي،چې ومو شمېرل.
"اولیاء الله"په دوو حالتونو او دووه ځایونو کې د اوږد عمر له غوښتنې ډډه کوي:یو دا چې وننګیري ،داسې حالت لري،چې که نور څومره هم پاتې شي،په غاړه اېښوونه یا اطاعت کې ډېر توفیق نشي تر لاسه کولای. اپوټه د تکامل پر ځای تناقض مومي. امام زین العابدین وايي: "خدایه داسې عمر راکړې،چې په غاړه اېښوونه یا اطاعت کې دې تېر شي،که ژوند مې د شیطان څر ځای وي؛نو ژر تر ژره مې د ځان خوا ته بوځه."
دویم حالت،”شهادت” دی.اولیاء الله بې شرطه له خدایه “شهادت” غواړي؛ځکه “شهادت” دواړه ځانګړنې لري: هم عمل دی هم تکامل؛لکه څرنګه چې مو په نبوي حدیث کې رانقل کړل،چې د تکامل پر پوړۍ د نېکۍ د هرې کړنې له پاسه بله هم وي؛ خو بې له شهادته او له بل اړخ بلې نړۍ ته ورتګ دی،چې دا خوښ او مطلوب چار او د "اولیاء الله" هیله هم ده.
دا چې حضرت علي کرم الله وجهه ویني د “شهادت” مړینه یې په برخه شوې،له خوشحالۍ په جامو کې نه ځاييږي.
حضرت علي،چې ټپي شو ويې ويل: (( پر خدای قسم!هیڅ مکروه د تمې خلاف چار راباندې نه دى پېښ شوی،هغه شوي،چې غوښتل مې،”شهادت”مې هیله وه،چې ورورسېدم. بېلګه مې دهغه کس ده،چې په تپه تیاره په دښته کې په اوبو پسې ګرځي او یو دم د اوبو څاه یا چینه پیدا کړي. بېلګه مې د هغه لټوونکي دی،چې خپل مطلوب ته رسېدلی وي.))
د روژې په نولسم ګهیځ،چې دښمن،حضرت علي کرم الله وجهه پر سر وواهه،لومړنۍ یا دويمه غونډله ،چې له خولې يې واورېدل شوه دا وه:
(( فُزتُ و ربّ الکعبه)) د کعبې پر خدای قسم، چې وژغورل شوم.
نو د اسلام له نظره،”شهادت” له وګړیز اړخ؛خپله "شهید" ته بریا ؛ بلکې ستره بریا،هیله او له ټولو ستره هیله ده.
"امام حسين" وویل: (( نیکه مې راته وویل،چې ته له خدای سره درجه لرې او بې شهادته به ور و نه رسې.))؛نو “شهادت” "امام حسين" ته ارتقاء او د تکامل تر ټولو لوړ پړاو دى.
تردې ځایه مو د مړینې او “شهادت” د مسئلې له وګړیز اړخه شننه وکړه،دې ځای ته راورسېدو،که مړینه د “شهادت” په بڼه وي؛ نو"شهید" ته په رښتیا یوه بریا ده،جشن او خوشحالي لري؛ځکه "سید بن طاوس" وايي: (( که د ویر حکم راته نه و شوى؛نو ما به د امامانو د “شهادت” د ورځې جشن نمانځه.))
دلته موږ مسیحیت ته حق ورکوو،چې د مسیح د “شهادت” په نامه جشن ونیسي،چې دوی ګڼي "حضرت عیسی" عليه السلام "شهید" شوی.
اسلام په ډاګه "شهید" ته “شهادت” بریا ګڼي، نه بل څه؛خو د اسلام له نظره،هغه بل اړخ هم باید وڅېړل شي. د “شهادت” ټولنیز اړخ هم باید وڅېړل شي؛یعنې دا چې په ټولنې پورې هم تړاو لري او داسې څيز دى،چې په ځانګړو ځايو کې او په ځانګړو پېښو پسې پېښېږي او په ځان پسې ځانګړې پېښې هم راولاړوي. د "شهید" په هکله،چې ټولنه کوم غبرګون ښيي،یوازې په "شهید" پورې اړه نه لري؛یعنې یوازې په دې پورې تړاو نه لري ،چې د "شهید" بریا یا ماتې په برخه شوې. د ټولنې غبرګون په دې پورې اړه لري،چې د ټولنې خلک د "شهید" او د "شهید" د جبهې پر وړاندې بايد څه ډول دریځ ولري او د "شهید" د مخالفې جبهې پر وړاندې بايد څه ډول دریځ ولري؟
له ټولنې سره یې د "شهید" اړیکه په دوه ډوله ده: یوه یې له خلکو سره ده. که ژوندی وای؛نو له شتونه به یې ګټه اخسته،چې اوس مهال ترې بې برخې دي او بله اړیکه یې له هغو سره ده،چې تباهۍ او فساد ته یې لار هواره کړې او "شهید" ورسره مبارزې ته راپاڅېدلی او په لاس يې "شهید" شوی دی.
څرګنده ده،چې د "شهید" د پلویانو له نظره،چې دده له ژونده له ګټنې بې برخې پاتې دي،دوی ته د "شهید" “شهادت” اغېزناک دی. هغه،چې د "شهید" پر “شهادت” ویر کوي،په حقیقت کې یو ډول پر ځان ژاړي او چغې وهي؛خو د هغې زمینې یا لارې چارې په هکله، چې د "شهید" “شهادت” په کې ترسره کېږي، د یو نامطلوب بهیر د شته والي له امله،”شهادت” یو مطلوب چار دی او د جراحۍ د بریا عملیاتو په څېر دي،چې یو مطلوب چار دی او دا هله ترسره کېږي،که څوک ورته اړتیا ولري؛لکه اپنډیسایټس (د کولمو یو رنځ دی،چې سمدستي جراحۍ ته اړتیا لري) یا د معدې یا کولمو زخم ولري یا داسې نور؛خو که دا شان زمینه یا لاره چاره نه وي؛نو جراحي کول ناسم چار دى.
له ټولنیز اړخ،چې خلک باید د "شهید" له شهادته عبرت واخلي، دا دی،چې لومړی خو پرېنږدي داشان لارې چارې پیدا شي. له هغه مخې،چې دا ناورين د یو داسې چار په بڼه رامنځ ته کېږي،چې باید نه وای شوی او د خواشینۍ لامل ګرځي،چې دا اړخ د تیري په اتلانو او د "شهید" په قاتلانو پورې اړه لري؛ځکه چې د ټولنې وګړي پر داسې جنایتکارانو له اوړېدو ډډه وکړي؛لکه چې وینو، د "یزید" او "ابن زیاد" او په شان یې نور نومونه داسې شوي،چې په عمل کې هر څوک ورسره له کوچنۍ ورته والي ډډه کوي.
بل عبرت،چې ټولنه یې باید واخلي،دا دی،چې بیا په ټولنه کې هم هغې لارې چارې پیدا کېږي،چې “شهادت” ایجابوي؛نو د "شهید" دا باتور عمل باید رابربنډ شي او دا چې په شهيد پورې تړاو لري او یو ځانخبری ، غوره شوی او پرې نه ورتپل شوی چار دی او د خلکو ننګېرنې - احساسات د "شهید" د شکل،رنګ او ننګېرنې - احساس په شان شي. دلته وايو،چې: پر "شهید" ویر په زړورتوب زېږنه کې یې ګډون او له روح سره یې همغږي او له خوښۍ او ښادۍ سره یې موافقت او په څپه کې یې یون دی؛باید ووینو،هغه جشنونه،خوشحالۍ،نڅاګانې،د شرابو څښل او بدمستۍ،چې د مسیحیانو په مذهبي جشنونو کې کېږي،ایا هم شکلي،هم رنګي او هم احساسي راوړي که ژړا؟
معمولا د ژړا په هکله تېروتنه کوي او انګېري،چې ژړا تل له یو ډول درد او خپګانه رامنځ ته شوې او په خپله ژړا نامطلوب چار دی. ژړا او خندا د انسان له ځانګړنو دي. نور څاروي خوند او کړاو لري،خوشحالي او خپګان لري؛خو ژړا او خندا نه لري. ژړا او خندا د انسان د سختو ننګېرنو ښکارندوی ده.څه چې ورته نن سبا(( ننګېرنې)) وايي، د انسان له ځانګړنو دي او ژړا او خندا د انسان د سختو ننګریزو حالاتو ښکارندوی ده.
خندا څو ډوله ده،چې نه غواړم د ډول ویینې ته یې ورننوځم. ژړا هم څو ډوله ده. ژړا تل له زړه سوي او ولولو سره وي.د مینې او ولولې اوښکې ټول پېژنو. انسان د ژړا پر مهال، له بل هر حالته ځان هغه محبوب ته ورنژدې ننګیرو ،چې ورته ژاړي او په حقیقت کې هماغه حال دی،چې ځان له هغه سره یو لاس ګڼي. خندا او خوشحالي زياتره دنننى اړخ لري او ژړا زياتره له ځانه د بهر راوتنې،د ځانې هېرونې او له محبوب سره د یو کېدو اړخ لري؛نو خندا له دې نظره د "شهوت" په څېر ده،چې په ځان کې ننوتنه ده او ژړا د مینې په څېر ده،چې له ځانه بهر وتنه ده.
"امام حسين" د خپل شخصیت له امله او په اتلانه “شهادت” د میلیونو انسانانو د زړونو او ننګېرنو څښتن دی. که ديني مبلغين وکړای شي له دې سترې زېرمې له ستر "حسيني روح" سره د خلکو د ارواحو په یورنګولو،همډولۍ کولو او هم احساسولو کې په سمه توګه ګټنه وکړي؛نو نړۍ به اصلاح شي.
د "امام حسين" د پايښت راز دا دی،چې خوځښت یې له یوې خوا سولیز- منطقي دی،عقلي اړخ لري او د سول - منطق له خوا یې ملاتړ کېږي او بلخوا د ننګیرنو او عواطفو بيخ او تل ته یې لار موندلې ده. امامانو پر "امام حسين" د ویر خورا سپارښتنه کړې ده.
دا ژړا ګانې دي،چې د "امام حسين" خوځښت د خلکو د زړونو تل ته ورننباسي. بیا وایم: په دې شرط که ديني مبلغين پرې پوه شي،چې څرنګه ترې ګټنه وکړي.
[1] .دا برخه مو د استاد مرتضى مطهري د شهيد له کتابه رااخستې ده .