Jump to content

پېرسېپونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له پرسفيني نه مخ گرځېدلی)
پېرسېپونه
Περσεφόνη (زړه يوناني) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
استوګنځی
Hades (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
Despoina (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا

د يونان په لرغونو نکلونو [افسانو] او دين کې، پرسفيني چې د «کوري» يا «کورا» په نوم هم پېژندل کېږي، د «زيوس» او «ډيميټر» لور ده. نوموړې د خپل کاکا «هيډز» له خوا تر تښتول کېدو وروسته د مړيو د نړۍ ملکه شوه، اکا يې «هيډز» د مړيو د نړۍ پاچا و، چې وروسته يې له هغې سره واده وکړ. [۱]

د هغې د تښتولو افسانه، د مړيو په نړۍ کې د هغې اوسېدل، او سطحې ته بېرته د هغې دوراني راګرځېدل، د پسرلي د تجسم او د بوټو د تشخص په توګه د هغې د فعاليتونو استازولي کوي، په ځانګړي ډول د غلو د فصلونو، کوم چې په ځمکه کې د کرلو پر مهال ورکېږی، د پسرلي په موسم کې له ځمکې څخه رازرغونيږي، او کله چې بشپړ ستر شي نو بيا لو کېږي. په لرغونی يوناني هنر کې، پرسفيني د تل لپاره مخ پټې انځور شوې ده، چې عموماً د غلې يوه ګېډۍ له ځانه سره وړي. هغه د صوفيانه الوهيت په توګه د يوې امسا او يوې کوچنۍ کڅوړې سره راڅرګندېږي، خو اکثره د «هيډانو» له خوا د وړلو په بهير کې ښودل شوې ده.

د بوټو د يوې ښځينه خدايې په توګه پرسفيني او د هغې مور «ډيميتر» په «ايليوسيني اسرارو» کې مرکزي شخصيتونه وو، چا چې له دې ډلې سره له يوځای کېدونکو [پيل کونکو] سره له مړينې وروسته د خوشاله ژوند ژمنه کوله. د هغې د فرقې [ډلې] پيل معلوم نه دی، خو بسنټ يې د کرنيزو ټولنو لرغونې کزنيزې ډلې وې. په «اتنز» کې، د «انتسټيرين» [يوه ميله وه] په مياشت کې لمانځل کېدونکي مراسم هغې ته وقف شوي و. د «ايپزيفريان لوکريس» ښار، چې په اوسنۍ «کلابریا» (سويلي ايټاليا) کې دی، د پرسفيني د عبادت [مذهبي مراسم] له امله شهرت درلود، چې هغه په دې سيمه کې د واده او ماشوم د زېږون ښځينه خدايه ده.

د هغې نوم ګڼې تاریخي بڼې لري. په انګليسي ژبه کې د Persephassa  او Persephatta په بڼه هم ليکل کېږي. په لاتيني ژبه کې د هغې نوم د Proserpina په بڼه لیکل کېږي. روميانو هغه د ايټالوي ښځينه خدايې «لايبيرا» په توګه پېژندلې ده، څوک چې له «پروسرپينا» سره خلط شوې وه. د پرسفيني د نزول او ځمکې ته د بېرته راستنېدو سره ورته افسانې د «اټيس، ايډونس» او «اوسيرس» په ګډون د نارينه خدايانو په عبادتونو او «منون کريټ» [يو لرغونی تمدن و] کې هم شته،[۲]

نومونه

[سمول]

په «پايلاس» کې چې تاريخ يې 1400-1200 مخزېږديز ته رسېږي موندل شوي د B خطي «مايسينيايي» يوناني ژبې کتيبه کې، «جان چاډوک» د يوې ښځينه خدايې «پريسوا» نوم بيا جوړ کړی دی، چې د «اوشينس» د لور «پرس» په توګه پېژندل کېدای شي، او د پرسفيني د لومړي عنصر سره د لا زياتې پېژندګلو اټکلونه موندل شوي. د حماسي ادب د یوناني ژبې په «ايوني» لهجه کې د هغې نوم «پرسيفون» دی. د هغې د نوم «هومريکي» بڼه «پرسيفونيا» ده. په نورو لهجو کې، نوموړې په ګڼو نومونو پېژندل کېده: پرسيفاسا، پرسيفاټا، يا يوازې کوري (جلکۍ). د پنځمې پېړۍ په «اټيکي» ګلدانونو عموماً له (Φερρϖφάττα) بڼې سره مخ کېږو، افلاطون هغې ته په خپل «کريټايلس» کې د «فيريپافا» نوم اخلي، "ځکه هغه عاقله ده او هر هغه څه لمس کوي چې په حرکت کې وي". د پيرفونا او فيرسفاسا په بڼه نومونه هم شته. د دومره زياتو مختلفو بڼو شتون د دې ښودنه کوي چې د يونانيانو لپاره دا څومره ستونزمنه وه، تر څو په خپله ژبه دا ټکی تلفظ کړي او داسې ښيي چې دا نوم له يوناني ژبې څخه د مخکې ژبې رېښې لري.[۳][۴][۵]

د انګليسي ژبې د 'Persephone' ټکي اصلي رېښې روښانه نه دي. د «روډولف واچټر» له خوا وړاندې شوي يو وروستي اټکل تر مخې، ښايی چې د دې نوم لومړی عنصر چې (Perso) دی، د ډېرې غېرمعمولي اصطلاح ښودنه وکړي، چې په ريګويدا (سنسکرت پارسا-) او اوستا کې هم تاييد شوی دی، او معنا يې ده 'د جوارو يوګېډۍ' / 'د غلې [يو وېږی]'. دويمه برخه يې چې «phatta» ده، کوم چې د پرسيفاټا [Persephatta] په بڼه کې خوندي ده، له دې ليدلوري د پروټو-اندو-اروپايي *-gʷn-t-ih څرګندونه کوي، چې اصل يې *gʷʰen- دی، او معنا يې ده "بريد کول/ وهل / وژل". په شریکه به د دې معنا په دې ډول وي چې "هغه څوک چې د جوارو ويږي وهي"، يعنې "د غلې غوبل کونکې".[۶][۷]

د لمرخاته البانيايي ښځينه خدايه، د مينې او ښځو ساتونکې ښځينه خدايې نوم Premtë يا P(ë)rende دی، او باور کېږي چې په منظم ډول د لرغونې يوناني ټکي (Persephatta) سره سمون لري، کوم ټکی چې د (Persephone) یو ډول دی. د دې ښځينه خدايې اصلي او پوره نومونه په ايندو-اروپايي کې د *pers-é-bʰ(h₂)n̥t-ih₂ (هغه چې رنا راوړي) په بڼه موندل کېږي. [۸][۹]

مشهور ولسي تشبيهات يې د φέρειν φόνον, pherein phonon په بڼه دي، او معنا يې ده "د مرګ راوړل (يا يې لامل ګرځېدل)".[۱۰]

لقبونه او دندې

[سمول]

د پرسفيني لقبونه د مړيو د نړۍ او بوټو د خدايې په توګه د هغې د دوه ګونې کار ښودنه کوي. د شاعرانو له خوا هغې ته ورکړل شوي لقبونه د هغې کردار د ښکته نړۍ او د مړيو د ملکې په توګه او د هغې د ځواک لور ته اشاره کوي، چې مخکې ځي او بېرته ځمکې ته راوځي. د بوټو د ښځينه خدايې په توګه د هغې عام نوم «کوري» دی، او په «ارکيډيا» کې د «ډيسپوينا» په توګه د هغې عبادت کېږي، "مالکه"، چې هغه يوه لرغونې د مړيو په نړۍ کې اوسېدونکې اله دی. Günther Zuntz د "Persephone" او "Kore" نومونه د جلا جلا خدايانو په توګه بولي او ليکي چې "هيڅ کروندګر پرسفيني ته د جوارو لپاره دعا نه ده کړې؛ هيڅ غمجن دا فکر نه دی کړی چې مړ شوی به له کوري سره وي". بيا هم لرغوني یوناني ليکوالان دومره ثابت نه وو، څومره چې د «زونټس» ادعا کوي.[۱۱][۱۲]

پسرلی او طبيعيت

[سمول]

«پلوټارک» ليکي چې پرسفيني د پسرلي له موسم څخه پېژندل کېږي، او «سيسرو» نوموړې د کروندو د ميوو د زړي په توګه بولي. په «ايلوسيني» اسرارو کې، په هر پسرلي کې د مړيو له نړۍ څخه د هغې را ستنېدل د تلپاتي والي نښه ده، او هغه اکثره په تابوتونو ښودل کېده. [۱۳]

د «اورفکي» عقايدو او افلاطوني مذهبونو کې، «کوري» د طبيعيت ډېرې ځواکمنې ښځينه خدايې په توګه تشریح شوې ده، څوک چې هر څه هم تولید کوي هم يې ويجاړوي، او له همدې امله د هغې يادونه د دا ډول نورو خدايانو سره کېږي، يا په همدې ډول پېژندل کېږي، لکه «ايسس، ريا، جي، هيسټيا، پنډورا، ارټيمس»، او «هيکيټي». په «اورفيکي» روايت کې، پرسفيني ته د زيوس او د هغه د مور «ريا» لور ويل شوي، څوک چې د خپل زوی په غولولو سره «ډیميټر» وګرځېده. د «اورفيکي» پرسفيني په اړه ويل کېږي چې د «ډاينوسس / لاچوس / زرګيوس»، او لږ تاييد شوي «ميليونيو» د مور «زيوس» په واسطه جوړه شوې وه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د مړيو د نړۍ ملکه

[سمول]

په افسانو او ادبياتو کې نوموړې ته اکثر د ويرونکې پرسفيني او د مړيو د نړۍ ملکه ويل کېدل، په کوم دود کې چې د هغې نوم اخيستل منع و. دا دود د مړیو په نړۍ کې د اوسېدونکي لرغوني الوهيت ډيسپوينيا ("مالکه") سره د هغې د يوځای کېدو څخه منځ ته راځي، د چا اصلي نوم چې د هغې په اسرارو کې د داخلېدونکو څخه پرته هيچا ته نه ښودل کېدو. د مړينې د ښځينه خدايې په توګه، هغې ته د «زيوس» او «سټيکس» لور هم ويل کېږي، «سټيکس» هغه سمندر دی چې د ځمکې او د مړيو د نړۍ تر منځ يې پوله جوړه کړې. د «هومر» په حماسو کې، نوموړې د تل لپاره د مړيو په نړۍ کې له «هيډيز» سره يوځای ښودل کېږي، چې په څرګند ډول په مړيو له «هيډيز» سره يوځای واک کولو کې ګډون لري. د هومر په حماسه کې، «اودايسيس» په «ټارټارس» کې هغه مهال د "وېرونکې پرسفيني" سره مخ کېږي، کله چې هغه د خپلې مړې مور سره ګوري. «اودايسيس» د مړيو په نړۍ کې اوسېدونکې ښځینه خدايې پرسفيني او د مړيو ارواحو ته يو ګډ قرباني کوي، کوم چې د قربانۍ د ژويو وينه څښي. د يوناني افسانو په بیا جوړونه او اصلاح کې، په «اورفيکي» سرودونو کې تشریح شوې ده، چې «ډيونيسيس» او «ميليونيو» ته په جلا جلا ډول د «زيوس» او پرسفيني بچيان ويل شوي دي. د هغې لپاره سپېڅلي باغونه د ښکته نړۍ په سرحدونو د ځمکې په لوېديځه څنډه ولاړ وو، کومو ته چې خپله د "پرسفيني کور" ويل کېدل.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Nilsson, Martin (1967). Die Geschichte der Griechische Religion [The Stories of the Greek Religion] (په جرمني). Vol. I. pp. 462–463, 479–480.
  2. Martin Nilsson (1967). Vol I, pp. 215
  3. Homer (1899). Odyssey. Clarendon Press. p. 230. نه اخيستل شوی 31 March 2014.
  4. H.G. Liddell and R. Scott, A Greek-English Lexicon
  5. Martin P. Nilsson (1967), Die Geschichte der Griechische Religion, Volume I, C.F. Beck Verlag, p. 474.
  6. Jan N. Bremmer, The World of Greek Religion and Mythology:Collected Essays II, Archived 10 February 2023 at the Wayback Machine. Mohr Siebeck 2019 کينډۍ:Isbn p.75.
  7. Beekes, R.S.P., (2009), Etymological Dictionary of Greek, Brill, vol.2, pp.1179–80.
  8. Hyllested, Adam; Joseph, Brian D. (2022). "Albanian". In Olander, Thomas (ed.). The Indo-European Language Family: A phylogenetic perspective. Cambridge University Press. p. 235. doi:10.1017/9781108758666. ISBN 978-1-108-75866-6. S2CID 161016819.
  9. Dedvukaj, Lindon (2023). "Linguistic evidence for the Indo-European and Albanian origin of Aphrodite". Proceedings of the Linguistic Society of America. Linguistic Society of America. 8 (1): 5500. doi:10.3765/plsa.v8i1.5500. S2CID 258381736.
  10. Smith, "Perse'phone" Archived 8 March 2021 at the Wayback Machine.
  11. Smith, "Perse'phone" Archived 8 March 2021 at the Wayback Machine.
  12. Bennett او نور 2002، م. 83.
  13. Plutarch, Moralia (On Isis and Osiris, Ch. 69 Archived 10 February 2023 at the Wayback Machine.)
  14. Orphic Hymn 29.16
  15. Schol. ad. Theocritus 2.12
  16. Orphic fr. 58 Kern [= Athenagoras, Legatio Pro Christianis 20.2]; West 1983, p. 73; Meisner, p. 134 Archived 10 February 2023 at the Wayback Machine..
  17. Smith, "Perse'phone" Archived 8 March 2021 at the Wayback Machine.
  18. Gantz (1996) p. 64
  19. Homer, Odyssey (Book 10, ln. 494 Archived 7 March 2021 at the Wayback Machine.).
  20. Apollodorus, 1.3.1 Archived 10 February 2023 at the Wayback Machine..
  21. Pausanias, Description of Greece (Book 8, Ch. 37, sect. 9 Archived 22 April 2019 at the Wayback Machine.)"
  22. Orphic Hymn 26, 71
  23. Homer, Odyssey (Book 10, ln. 491 Archived 7 March 2021 at the Wayback Machine.; Book 10, ln. 509).
  24. Károly Kerényi (1967) Eleusis: Archetypal Image of Mother and Daughter, passim