Jump to content

يمن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
يمن
الجمهورية اليمنية (عربي )
la République du Yémen (فرانسوي)[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
پلازمېنه
ترټولو لوړه څوکه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
  لړۍ...
۲۸٬۲۵۰٬۴۲۰[۲] — ۱۹٬۶۸۵٬۱۶۱ — ۲۶٬۱۸۳٬۶۷۶[۳] — ۱۵٬۸۳۱٬۷۵۷ — ۹٬۴۰۲٬۰۷۰[۳] — ۲۴٬۲۵۹٬۵۶۱ — ۲۲٬۴۹۲٬۰۳۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
  لړۍ...
Modern Standard Arabic (en) ژباړلSanʽani Arabic (en) ژباړلYemeni Arabic (en) ژباړلHadhrami Arabic (en) ژباړلRazihi (en) ژباړلTaʽizzi-Adeni Arabic (en) ژباړلJudeo-Yemeni Arabic (en) ژباړلSoqotri (en) ژباړلMehri (en) ژباړلHobyót (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د حکومت مشر
وګړنوم
  لړۍ...
jemeniيمنيونYemeniYemenanoYämänanيمنييمنيةйеменцыתימניתימנייהyemenițiyemenityemenităইয়ামেনিyemenitayemenitiiamaniyemenínyemeninaيمنياتiemenitaiemenitesYéménite[۱]jemeniojemeniijemeniejemeniaيامانييامانيةيامانيينيامانياتJemenecJemenkaÉimineach[۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
فزیکي ځای
غړی د
هېواد
 يمن ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ځایناستی د
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۵۵۵٬۰۰۰ كيلومتر مربع[۱۸][۱۹]
۵۲۷٬۹۷۰ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
نور مالومات
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۱۵°۳۰′شمال ۴۸°۰۰′ختیځ / 15.5°شمال 48°ختيځ / 15.5; 48 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

یمن، په رسمي ډول د یمن جمهوري هېواد (عربي: ٱلْجُمْهُورِيَّةُ ٱلْيَمَنِيَّةُ) چې له تاریخي پلوه د سویلي عربستان (عربي: العربية الجنوبية) په نوم پېژندل کېږي، د لویدیځې آسیا هېواد دی چې د عرب ټاپووزمې په سویلي څنډه کې موقعیت لري. له شمال لوري له سعودي عربستان او له شمال ختیځ لوري له عمان سره ګاونډی دی او له ایرتیریا، جیپوتي او سومالیا سره ګډې سمندري پولې لري. دغه هېواد، د مساحت له مخې په عرب ټاپووزمه کې دویم لوی عربي خپلواک هېواد دی، چې مساحت یې ۵۵۵ زره کیلومتر مربع (۲۱۴ زره مایل مربع) دی. ساحلې کرښې یې نږدې ۲۰۰۰ کیلومتره (۱۲۰۰ مایله) اوږدوالی لري. د اساسي قانون له مخې د دغه هېواد پلازمېنه او لوی ښار صنعا دی. په ۲۰۲۱ ز کال کې د دغه هېواد د وګړو شمېر ۳۰ میلیونه او  ۴۹۱۰۰۰ کسه اټکل شوی دی.[۲۱]

په لرغوني مهال کې، یمن د سبائیانو کور او یو سوداګریز هېواد و چې د معاصرې ایتوپیا او ایرتیریا یو شمېر برخې په کې شاملېدلې. په ۲۷۵ ز کال کې د حمیر پاچهي (په یمن کې د هغه مهال پاچهي وه چې یمن ته هم د حمیر هېواد ویل کېده) د یهودیت تر اغېز لاندې راغله. عیسویت په څلورمه پېړۍ کې دغه هېواد ته راغی. اسلام په دغه هېواد کې په اوومه پېړۍ کې په پراخه کچه پراختیا ومونده او په لومړنیو اسلامي فتوحاتو کې یمني ځواکونو مهم رول درلود. له ۹ مې پېړۍ نه تر ۱۶ مې پېړۍ پورې ګڼ شمېر واکمنې سلسلې، لکه: بنو رسول (یا رسول کورنۍ) رامنځته شوې. په ۱۸۰۰ مه لسیزه کې دغه هېواد د عثماني سترواکۍ او بریتانوي سترواکۍ ترمنځ ووېشل شو. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته او په ۱۹۶۲ ز کال کې د یمن د جمهوریت له تاسیس وړاندې د یمن د زیدي متوکليانو پاچهي جوړه شوه. سویلي یمن تر ۱۹۶۷ ز کال پورې، هغه مهال چې دغه هېواد خپلواکي واخیسته، د بریتانیا تر ملاتړ لاندې و او د عدن تحت الحمایت یې باله، وروسته په یوه مارکسیست - لېننیست هېواد واوښت. دوه یمني دولتونه د یمن د معاصر جمهوریت (عربي: الجمهوریه الیمنیه) د جوړېدو په موخه، په ۱۹۹۰ ز کال کې سره یو موټي شول. د دغه نوي جمهوریت لومړی ولسمشرعلي عبدالله صالح و چې په ۲۰۱۲ ز کال کې یې د عرب پسرلي پر مهال استعفا ورکړه.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

له ۲۰۱۱ ز کال وروسته، یمن د سیاسي کړکېچ شاهد و چې د بې وزلۍ، بېکارۍ، فساد او د ولسمشر صالح د هغه پلان په اړه چې غوښتل یې د اساسي قانون په تعدیل سره د ولسمشرۍ د دورو محدودیت له منځه یوسي، اړوند لاریونونه پیل شول. ولسمشر صالح استعفا ورکړه او واک عبدربه منصور هادي ته ولېږدول شو. له دې وروسته، دغه هېواد د یو شمېر دولتي بنسټونو ترمنځ د داخلي جګړې شاهد و (په دغه جګړه کې سعودي عربستان، د هادي دولت د بیا واکمنېدو په موخه نظامي لاسوهنه کړې) چې په کې د یمن کابینه، عالي سیاسي شورا او د سویل انتقالي شورا شامل دي. د ۲۰۱۶ ز کال له جنوري میاشتې وروسته، لږ تر لږه ۵۶ زره ملکي وګړي او جنګیالي، د دغه هېواد په وسله وال تاوتریخوالي کې وژل شوي  دي. جګړه د قحطي لامل شوې، چې ۱۷ میلیونه وګړې یې تر اغېز لاندې راغلي دي. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

یمن د عربي ټولنې، ملګرو ملتونو، ناپېیلي غورځنګ او د اسلامي همکاریو سازمان غړی دی. «د تلپاتې ودې د شاخصونو په برخه کې د سختو محدودیتونو» له امله، دغه هېواد د لږ پرمختللو هېوادونو ډلې ته اړوندېږي. په ۲۰۱۹ ز کال کې ملګرو ملتونو راپور ورکړ چې، یمن هغه هېواد چې ګڼ شمېر وګړې يې، چې شمېر یې نږدې ۲۴ میلیونه تنو ته رسېږي او د وګړو د شمېر ۸۵٪ یې جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري. په ۲۰۲۰ ز کال کې، دغه هېواد د هېوادونو د زیان منلو د شاخص له مخې، د دغو هېوادونو په سر کې ځای درلود. یمن د نړیوالې لوږې په نوملړ کې دویم ځای لري، یوازې ترې د مرکزي افریقا جمهوریت مخکې دی او د انساني ودې د شاخص له مخې، په ټولو غیر افریقايي هېوادونو کې وروستی هېواد دی.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶]

سیاست

یمن د دوو قانون جوړوونکو جرګو لرونکی جمهوریت دی. د ۱۹۹۱ ز کال د اساسي قانون له مخې، ټاکل کېدونکی ولسمشر، ۳۰۱ چوکۍ لرونکې ولسي جرګه او ۱۱۱ غړي لرونکې مشورتي شورا لري، چې ترمنځ یې واک وېشل شوی دی. ولسمشر د دولت رئیس او لومړی وزیر د حکومت مشر دی. په صنعا کې، عالي سیاسي شورا (چې په نړیواله کچه په رسمیت نه ده پېژندل شوې) حکومت جوړوي.

د ۱۹۹۱ ز کال د اساسي قانون له مخې، ولسمشر باید د لږ تر لږه دوو نوماندانو له منځه، چې د پارلمان د غړو لږ تر لږه ۱۵ موافقې رایې له ځان سره ولري، د عامه ټاکنو له مخې وټاکل شي. په خپل وار سره لومړی وزیر، د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي او باید د پارلمان له درېیو نه دوه برخې رایې ترلاسه کړي. ولسمشریزه دوره یې اووه کاله ده او ټاکل کېدونکې پارلماني دوره یې هم شپږ کاله ده. د اتلسو کلونو او له هغه نه زیات عمر لرونکي کسان، د رایو ورکولو حق لري، خو یوازې مسلمانان کولای شي، ټاکنیز منصب ولري.[۴۷]

ولسمشر علي عبدالله صالح، له ۱۹۹۹ ز کال وروسته د بیاځلي یو موټي یمن لومړنی ټاکل شوی ولسمشر دی (په داسې حال کې چې له ۱۹۹۰ ز کال وروسته د یو موټي یمن او له ۱۹۷۸ ز کال وروسته د شمالي یمن ولسمشر و). هغه بیاځلي په ۲۰۰۶ ز کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د صالح بریا د هغو ټاکنو له مخې اعلان شوه چې، نړیوالو څارونکو هغه «تر یوه بریده آزادې» ټاکنې وبللې، په داسې حال کې چې دغه ټاکنې له تاوتریخوالي، د مطبوعاتو د آزادۍ له محدودیت او ټاکنیزو درغلیو له تورونو سره مل وې. پارلماني ټاکنې د ۲۰۰۳ ز کال په اپریل میاشت کې تر سره شوې او د خلکو عمومي کانګرس (General People's Congress) په کې خپل اکثریت وساته. صالح تر ۲۰۱۱ ز کال پورې، له سیالیو پرته په خپله چوکۍ پاتې شو، تر هغه مهاله چې د بیاځلي ټاکنو د نه ترسره کېدو اړوند سیمه ییزې ناهیلۍ او په ۲۰۱۱ ز کال کې د عرب پسرلي اغېزې د دې لامل شوې، څو ګڼ شمېر ټولیز لاریونونه رامنځته شي. په ۲۰۱۲ ز کال کې هغه اړ شو، چې له واک نه استعفا ورکړي، خو بیا هم په یمني سیاست کې فعال لوبغاړی پاتې شواو د ۲۰۱۰ مې لسیزې په نیمايي کې له حوثیانو سره یوځای شو.[۴۸][۴۹][۵۰]

اساسي قانون، د یوې خپلواکې قضایې قوې د جوړېدو امر کوي. پخواني سویلي او جنوبي حقوقي قوانین سره یو موټی شوي دي. په حقوقي سیستم کې جلا سوداګریزې محکمې او په صنعا کې ستره محکمه شاملېږي. اسلامي شریعت یې د قوانینو اصلي سرچینه ده، چې د ډېرۍ محکمو دوسیې یې، د دیني قوانینو له مخې ارزول کېږي او ډېری قاضیان یې دیني عالمان دي.[۵۱]

بهرنی سیاست

د شمالي یمن جغرافیه او د هغو امامانو واکمنانو دغه هېواد، له ۱۹۶۲ ز کال وړاندې له بهرنۍ اغېز لرې ساتلی و. له سعودي عربستان سره د دغه هېواد اړیکې، د ۱۹۳۴ ز کال په طایف هوکړه کې تعریف شوې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شمالي پوله یې معلومه او د سوداګرۍ او نورو راکړو ورکړو لپاره یې چوکاټ جوړ کړ. د طایف تړون، په ۲۰ کلنه دوره کې نوی او پراخېږي او اعتبار یې په ۱۹۹۵ ز کال بیاځلي تائید شو. په عدن او سویل کې له بریتانوي ښکېلاکي چارواکو سره یې اړیکې تل خرابې( ترینګلې) وې.[۵۲][۵۳]

یمن د ملګرو ملتونو، عربي ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان او د ناپېیلي غورځنګ غړیتوب لري.

پوځ

په یمن کې د نظامي پرسونل شمېر یو څه زیات دی، په ټولیز ډول یمن په عرب ټاپووزمه کې له سعودي عربستان وروسته دویم لوی پوځي ځواک لري. په ۲۰۱۲ ز کال کې یې فعاله وسله وال ځواک په دې توګه تشرېح شوی: پوځ ۳۹۰۰۰۰ کسه، سمندریز ځواک ۷۰۰۰ تنه او هوايي ځواک ۵۰۰۰ کسه.  د ۲۰۰۷ ز کال په سپتمبر میاشت کې، حکومت د عسکري خدمت د بیاځلي جبري کولو اعلان وکړ. په ۲۰۰۶ ز کال کې، د یمن دفاعي بودیجه ،د ټولې دولتي بودیجې ۴۰ سلنه وه. په ۲۰۱۲ ز کال کې، یمن ۴۰۱۰۰۰ کسه فعال پوځي پرسونل درلود.

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

سرچينې

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ سرچينې تړی: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
  2. "World Bank Open Data". نړیوال بانک. نه اخيستل شوی 8 اپرېل 2019.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ سرچينې تړی: http://data.worldbank.org/indicator/SP.POP.TOTL.
  4. ذکر کېدنه: Constitution of Yemen. Section, verse, paragraph, or clause: 2.
  5. ذکر کېدنه: The National Terminology Database for Irish. اثر ژبه: ايرلينډي ژبه.
  6. سرچينې تړی: https://www.oic-oci.org/states/?lan=en. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲.
  7. سرچينې تړی: https://www.interpol.int/Member-countries/World. Publisher: نړيوال پوليس. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  8. سرچينې تړی: https://www.interpol.int/Who-we-are/Member-countries/Asia-South-Pacific/YEMEN. Retrieved: ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  9. سرچينې تړی: https://www.opcw.org/about-opcw/member-states/. Publisher: کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان. Retrieved: ۷ ډيسمبر ۲۰۱۷.
  10. سرچينې تړی: https://www.opcw.org/about-us/member-states/yemen. Retrieved: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  11. سرچينې تړی: http://www.unesco.org/eri/cp/ListeMS_Indicators.asp.
  12. سرچينې تړی: http://www.upu.int/en/the-upu/member-countries.html. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
  13. سرچينې تړی: https://www.upu.int/en/Universal-Postal-Union/About-UPU/Member-Countries?csid=-1&cid=328. Retrieved: ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۲. Type of reference: official member page. Supports qualifier: پيل نېټه.
  14. سرچينې تړی: https://www.itu.int/online/mm/scripts/gensel8. Retrieved: ۴ مې ۲۰۱۹.
  15. سرچينې تړی: https://public.wmo.int/en/members/yemen. Retrieved: ۲۶ مې ۲۰۲۰.
  16. سرچينې تړی: https://www.who.int/choice/demography/by_country/en/. Retrieved: ۲۱ جولای ۲۰۲۰.
  17. سرچينې تړی: https://www.wcoomd.org/-/media/wco/public/global/pdf/about-us/wco-members/list-of-members-with-membership-date.pdf. Retrieved: ۱۶ مارچ ۲۰۲۴. Page(s): 7. Supports qualifier: پيل نېټه.
  18. "World Atlas of Oil and Gas Basins". p. 206.
  19. Mahfouth A Bamashmus (۱ جنوري ۲۰۰۸). "Causes of Blindness among Adult Yemenis: A Hospital-based Study". Middle East African Journal of Ophthalmology (په انګرېزي ژبه) (1): 3–6. doi:10.4103/0974-9233.53367.{{cite journal}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  20. سرچينې تړی: https://www.workwithdata.com/place/yemen. Retrieved: ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۴.
  21. McLaughlin, Daniel (1 February 2008). Yemen. Bradt Travel Guides. p. 3. ISBN 978-1-84162-212-5.
  22. Burrowes, Robert D. (2010). Historical Dictionary of Yemen. Rowman & Littlefield. p. 319. ISBN 978-0-8108-5528-1.
  23. St. John Simpson (2002). Queen of Sheba: treasures from ancient Yemen. British Museum Press. p. 8. ISBN 0-7141-1151-1.
  24. Kenneth Anderson Kitchen (2003). On the Reliability of the Old Testament. Wm. B. Eerdmans Publishing. p. 116. ISBN 0-8028-4960-1.
  25. Yaakov Kleiman (2004). DNA & Tradition: The Genetic Link to the Ancient Hebrews. Devora Publishing. p. 70. ISBN 1-930143-89-3.
  26. Marta Colburn (2002). The Republic of Yemen: Development Challenges in the 21st Century. CIIR. p. 13. ISBN 1-85287-249-7.
  27. Karl R. DeRouen; Uk Heo (2007). Civil Wars of the World: Major Conflicts Since World War II, Volume 1. ABC-CLIO. p. 810. ISBN 978-1-85109-919-1.
  28. Laura Etheredge (2011). Saudi Arabia and Yemen. The Rosen Publishing Group. p. 137. ISBN 978-1-61530-335-9.
  29. Burrowes, Robert. "Why Most Yemenis Should Despise Ex-president Ali Abdullah Saleh". Yemen Times. Archived from the original on 16 June 2017. نه اخيستل شوی 20 August 2015.
  30. James L. Gelvin (2012). The Arab Uprisings: What Everyone Needs to Know. Oxford University Press. p. 68. ISBN 978-0-19-989177-1.
  31. Mareike Transfeld (2014). "Capturing Sanaa: Why the Houthis Were Successful in Yemen". Muftah. نه اخيستل شوی 17 October 2014.
  32. Steven A. Zyck (2014). "Mediating Transition in Yemen: Achievements and Lessons" (PDF). International Peace Institute. نه اخيستل شوی 17 October 2014.
  33. Silvana Toska (26 September 2014). "Shifting balances of power in Yemen's crisis". The Washington Post. نه اخيستل شوی 24 October 2014.
  34. "Houthi leader vows to defend 'glorious revolution'". Al Jazeera. 8 February 2015. نه اخيستل شوی 7 February 2015.
  35. Aboueldahab, Noha. "Yemen's fate was sealed six years ago". www.aljazeera.com.
  36. "The Yemen war death toll is five times higher than we think – we can't shrug off our responsibilities any longer". The Independent. 26 October 2018.
  37. Bin Javaid, Osama (25 April 2017). "A cry for help: Millions facing famine in Yemen". Al-Jazeera. نه اخيستل شوی 28 June 2017.
  38. Bin Javaid, Osama (25 April 2017). "A cry for help: Millions facing famine in Yemen". Al-Jazeera. نه اخيستل شوی 28 June 2017.
  39. Borger, Julian (5 June 2015). "Saudi-led naval blockade leaves 20 m Yemenis facing humanitarian disaster". The Guardian. نه اخيستل شوی 31 October 2015.
  40. Kentish, Benjamin (October 9, 2016). "Saudi-led coalition in Yemen accused of 'genocide' after airstrike on funeral hall kills 140". The Independent. نه اخيستل شوی August 6, 2020.
  41. Bachman, Jeff (November 26, 2018). "US complicity in the Saudi-led genocide in Yemen spans Obama, Trump administrations". The Conversation. نه اخيستل شوی January 13, 2020. As a scholar of genocide and human rights, I believe the destruction brought about by these attacks combined with the blockade amounts to genocide.
  42. Taves, Harold (2019-02-23). Genocide in Yemen-Is the West Complicit? (Essay). Is there a genocide in Yemen? Based on the definition of genocide: The deliberate killing of a large group of people, especially those of a particular ethnic group or nation. The answer is an unequivocal YES.
  43. "LDCs at a Glance | Department of Economic and Social Affairs". Economic Analysis & Policy Division | Dept of Economic & Social Affairs | United Nations. 2008-05-25. نه اخيستل شوی 2020-07-29.
  44. "Least Developed Countries (LDCs) | Department of Economic and Social Affairs". Economic Analysis & Policy Division | Dept of Economic & Social Affairs | United Nations. 2010-09-23. نه اخيستل شوی 2020-07-29.
  45. "Yemen: 2019 Humanitarian Needs Overview [EN/AR]". ReliefWeb. United Nations Office for the Coordination of Humanitarian Affairs (OCHA). 2019-02-14. نه اخيستل شوی 2019-06-17.
  46. "Global Data | Fragile States Index". fragilestatesindex.org. نه اخيستل شوی 2020-07-29.
  47. "Yemen". State.gov. 8 November 2005. نه اخيستل شوی 17 October 2010.
  48. "Freedom in the World – Yemen (2007)". Freedomhouse.org. 2007. Archived from the original on 11 March 2016. نه اخيستل شوی 17 October 2010.
  49. Lewis, Alexandra (May 2012). "Changing Seasons: The Arab Spring's Position Within the Political Evolution of the Yemeni State" (PDF). Post-war Reconstruction and Development Unit Working Paper Series. 3.[مړه لينکونه]
  50. "Yemen's Saleh declares alliance with Houthis". Al Jazeera. 10 May 2015. نه اخيستل شوی 5 January 2016.
  51. Mangan, Fiona (March 2015). Prisons in Yemen. Washington, DC: United States Institute of Peace. p. 9. نه اخيستل شوی 21 June 2015.
  52. Bidwell, Robin (1983). The Two Yemens. Harlow: Longman and Westview Press. pp. 243–244. ISBN 978-0-86531-295-1.
  53. F. Gregory Gause. Saudi-Yemeni Relations: Domestic Structures and Foreign Influence. p. 26