وېنزویلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وېنزویلا (/ˌvɛnəˈzweɪlə/؛ امریکایی-هسپانوي: [beneˈswela] (واورئ ))، په رسمي توګه د وېنزویلا بولیواري جمهوریت (هسپانوي: República Bolivariana de Venezuela)، د جنوبي امریکا په شمالي ساحل کې پروت یو هېواد دی، چې له بر اعظمي وچې او په کارابین سمندر کې له زیات شمېر لویو او کوچینیو ټاپوګانو څخه جوړ شوی دی. پراخوالی یې 916,445 کیلومتره مربع (353,841 میله مربع) دی، او نفوس یې په 2019 ز کال کې 28 میلیونه اټکل شوی ؤ.  پلازمینه یې یې کاراکاس نومېږي چې تر ټولو لوړ ښاري تراکم په کې ځای پر ځای دی.[۱]

نوموړی قاره اي(بر اعظمي) قلمرو په شمال کې له کارابین بحيرې او اتلانتیک بحر، په لویدیځ کې له کولمبیا، په سویل کې برازیل ، شمال ختیځ ته ټرینیډاډ او ټوباګو او په ختیځ کې د ګیانا سره ګډه پوله لري. د وېنزویلا حکومت له ګیانا سره د ګیانا په ایسکیبا باندې دعوی لري. وېنزویلا یو فدرالي ریاستي جمهوریت دی چې د 23 ایالتونو، پلازمینې ولسوالۍ او هغو فدرالي اړوندو سیمو څخه جوړ دی چې د وېنزویلا ساحلي ټاپوګان پوښي. وېنزویلا په لاتین امریکا کې یو له ترټولو ډېرو ښار مېشت شوو هېوادونو څخه دی؛د وېنزویلا لوی اکثریت د شمال په ښارونو او پلازمینه کې ژوند کوي.[۲][۳][۴]

د وېنزویلا خاوره په 1522 ز کال کې د هسپانیې له خوا د ځایی خلکو د مقاومت سره سره مستعمره شوه. په 1811 ز کال کې، دا قلمرو یو له هغو هسپانوي-امریکایي سیمو څخه ؤ چې له هسپانويانو څخه یې خپلواکي اعلان کړه او د یوې څانګې په توګه یې د کولمبیا د لومړي فدرالي جمهوریت (په تاریخي ډول د ګران-کولمبیا په نوم پیژندل شوی) یوه برخه جوړه کړه. دا هېواد په 1830 ز کې د بشپړ خپلواک هېواد په توګه جلا شو. د 19مې پیړۍ په بهیر کې، وېنزویلا د سیاسي ناکرارۍ او زورواکۍ/استبداد سره مخ شوه، چې د شلمې پیړۍ تر نیمایي پورې ورباندې سیمه ایزو نظامي دېکتاتورانو تسلط درلود. د 1958 ز راهیسې، دا هېواد د ډیموکراتیکو حکومتونو لړۍ درلوده، له دې استثناء سره چې د سیمې زیاتره برخه د نظامي دیکتاتورانو تر واکمنۍ لاندې وه، او دا دوره د اقتصادي سوکالۍ د دورې په توګه پېژندل کېده. په 1980 او 1990 ز لسیزو کې اقتصادي ټکانونه د 1989 وژونکي کاراکازو پاڅونونو، په 1992 کې د کودتا د دوو هڅو، او په 1993 کې د عامه سرمایو د اختلاس په تور د ولسمشر استیضاح کولو په شمول د لویو سیاسي بحرانونو او پراخو ټولنیزو ناکراریو لامل شول. په موجوده ګوندونو کې د باور له منځه تلل د دې لامل شول چې  وېنزویلا په 1998 زکال کې ولسمشریزې ټاکنې تر سره کړي، کومو چې د بولیواري انقلاب لپاره د کتلست حیثیت درلود، چې د 1999 زکال د اساسي قانون شورا سره پیل شو، چې پر بناء یې د وېنزویلا نوی اساسي قانون نافذ شو. د حکومت د ټولنیزې هوساینې عامه پالیسۍ د تیلو د بیو د لوړولو، په موقتي توګه د ټولنیزو لګښتونو د زیاتولو، او د رژیم په لومړیو کلونو کې د اقتصادي نابرابرۍ او بې وزلۍ د کمولو له لارې تقویه شوې وې. د وېنزویلا د ۲۰۱۳ ز کال ولسمشریزې ټاکنې په پراخه کچه جنجالي شوې وې چې د پراخو لاریونونو لامل شوې، او په ټول هېواد کې یو بل بحران رامنځته کړ چې تر نن ورځې پورې دوام لري. [۵][۶][۷][۸]

وېنزویلا یو پرمختللی هېواد دی او د بشري پرمختیا په شاخص کې 113م ځای لري. دا هېواد په نړۍ کې د تیلو ترټولو لویې پیژندل شوې زیرمې لري او د نړۍ د تیلو یو له مخکښو صادرونکو څخه دی. پخوا، دا هېواد د کرنیزو اجناسو لکه قهوې او ککو(cocoa) یو پرمختللی صادرونکی ؤ، مګر تیل په چټکۍ سره د صادراتو او دولتي عوایدو مخکښ شول. د حاکم حکومت زیاتې او کمزورې تګلارې د وېنزویلا د ټول اقتصاد د سقوط لامل شوې دي. دا هېود هېواد د بې بېلګې لوړ-تورُم یا انفلاسیون، د لومړنیو توکو کمښت،  بیکارۍ، فقر، ناروغۍ، د ماشومانو د مړینې لوړې کچې، خوارځواکۍ، خطرناکو جرمونو او فساد سره مبارزه کوي. دغو فکتورونو د وېنزویلا د مهاجرت کړکېچ رامنځته کړی، داسې چې له درۍ ملیونو څخه ډیر خلک له هېواد څخه تښتیدلي دي. په 2017 ز کې، وېنزویلا د کریډیټ/اعتبار درجه بندي ادارو له خوا د پور په تادیه کې پاتې راغلې اعلان شوې وه. په وېنزویلا کې کړکیچ د شکنجې، په خپل سر زنداني کولو، غیر قضایي وژنو او د بشري حقونو مدافعینو باندې بریدونو په څېر د سرغړونو زیاتوالي لامل شوی، چې په چټکۍ سره یې د بشري حقونو د وضعیت په خرابیدو کې ونډه لرلې ده. وېنزویلا د ملګرو ملتونو د منشور، د امریکايي ایالتونو سازمان (OAS)، د سویلي امریکا د هېوادونو اتحادیې (UNASUR)، ALBA، Mercosur، د لاتینې امریکا د ادغام ټولنې (LAIA) او د Organization of Ibero-American States (OEI) غړی هېواد دی.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

رېښه[سمول]

د خورا مشهورې او منل شوې نسخې له مخې، په 1499 ز کې، الانسو دي اوجیدا په یو سفر کې چه هغه یې په خپله مشري کوله، د وېنزویلا ساحل څخه لیدنه وکړه. د ماراکایبو د جهيل په سیمه کې د ډبرو کورونو ایټالوي سمندر-مزلي، امیریګو ویسپوچي ته د ایټالیا د وینس ښار وریاد کړ، نو هغه د دې سیمې نوم وینیزیولا(Veneziola) یا "کوچنی وینس" کېښود. د وینیزویولا(Veneziola ) هسپانوي نسخه وېنزویلا ده. [۱۹][۲۰]

مارتین فرنانډېز دي اینسیسو، د ویسپوچي او اوجیدا د بېړۍ د عملې غړي، یوه بله شرحه ورکړې. د هغه په ​​​​په اثر Summa de geografía کې، نوموړی وايي چې: عملې هغه ځایي خلک وموندل چې ځانونه یې وینیکویلا بلل. په دې توګه، د وېنزویلا نوم کېدای شي له اصلي ځایي کلیمې څخه اخیستل شوی وي. [۲۱]

پخوا یې، رسمي نوم ایستادو دې وېنزویلا(Estado de Venezuela) (1830 -1856 ز)، د وېنزویلا جمهوریت (1856-1864 ز)، Estados Unidos de Venezuela (1864-1953 ز)، او یو ځل بیا د وېنزویلا جمهوریت (1953-1999 ز) ؤ.

تاریخچه[سمول]

له کلمب څخه مخکې تاریخ[سمول]

په هغه قلمرو کې چې اوس د وېنزویلا په نوم پیژندل کیږي شاوخوا له 15,000 کاله پخوا نه د انسانانو د استوګنې شواهد شتون لري. د دې دورې څخه د پاڼو په بڼه د ابزارو جوړلو په څنګ کې، په لویدیځه وېنزویلا کې د قطع کولو او د محدبو سطحو د تراشلو نښې نښانې، د ریو پیډریګال د سیندونو په غاړو کې ښکاره شوې دي. د وروستي پلیسټوسین د ښکار د وسایلو، په ګډون د نېزې څوکې، د وېنزویلا په شمال لویدیځ کې د "ایل جوبو" په نوم پیژندل شويو سیمو په ورته لړۍ کې موندل شوېدي. د رادیو کاربن نیټې تعیینولو له مخې، نوموړي موندل شوي وسایل  له 13,000 څخه تر 7,000 ز.م  پورې لرغونوالی لري. [۲۲][۲۳]

دا معلومه نه ده چې د هسپانويانو تر فتحې مخکې په وېنزویلا کې څومره خلک اوسیدل؛ په هر حال دا خلک شاوخوا یو ملیون اټکل شوي دي. . د هغو ځایی خلکو سربیره چې تر اوسه پېژندل شوي دي،  د دغه قلمرو په نفوس کې تاریخي ډلې شاملې وې لکه کالینا (کاریبس) ، اوکی ، کاکیټیو ، ماریچ ، او تیموتو – کیکاس. د تیموتو – کیوکا کلتور د کلمب  څخه مخکې وېنزویلا کې ترټولو پیچلې ټولنه وه،  چې له مخکې پلان شوي دایمي کلي یې، د خړوبېدونکو،  هوارو شوو ځمکو په واسطه چاپېر شوي وو. دوی په ټانکیو کې هم اوبه ذخیره کړې. د دوی کورونه په ابتدايي توګه د ډبرو او لرګیو څخه، چې نښتي چتونه یې درلودل، جوړ شوي وو. دوی په ټوله کې سوله ایز وو، او ژوند یې د حبوباتو په کرلو پورې تړلی ؤ. په سیمه ایزو حبوباتو کې کچالو او الوکوز(ullucos) شامل وو. له هغوی څخه هنري آثار، په ځانګړې توګه د د انسانانو په شکل جوړ شوي سرامیک په میراث پاتې دي، اما کوم لوی یادگارونه ورڅخه پاتې نه دي. دوی د سبزیجاتو فایبرونه تاوول تر څو د ټوکرانو د اوبدلو او د غالیو په توګه یې وکاروي. ارېپا چې د وېنزویلا له مهمو خواړو څخه شمېرل کېږي، د اختراع کولو اعتبار او کرېدیت يې دوی ته ورګرځي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

له فتحې وروسته، نفوس په د پام وړ کچه، په ځانګړې توګه له اروپا څخه د نویو ساري ناروغیو د خپریدو له لارې کم شو. د کلمب څخه مخکې د نفوس دوه اصلي شمال-جنوبي محورونو شتون درلود، چې په لویدیځ کې یې جوار او په ختیځ کې مینیوک کرل. د لانوس لویې برخې د رېبلو او سوځولو او دایمي کښت له لارې کرل کېدې. [۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Constitución de la República Bolivariana de Venezuela" (PDF). Ministry of Education. 15 December 1999. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Geneva Agreement, 17 February 1966" (PDF). treaties.un.org. United Nations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "South America". Encarta.  Archived 21 April 2007 at the Wayback Machine.
  4. "Annex tables" (PDF). World Urbanization Prospects: The 1999 Revision. United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "The Legacy of Hugo Chavez and a Failing Venezuela". publicpolicy.wharton.upenn.edu. Wharton Public Policy Initiative, University of Pennsylvania. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Smilde, David (14 September 2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Crime and Revolution in Venezuela"]. NACLA Report on the Americas 49 (3): 303–308. doi:10.1080/10714839.2017.1373956. ISSN 1071-4839. "Finally, it is important to realize that the reductions in poverty and inequality during the Chávez years were real, but somewhat superficial. While indicators of income and consumption showed clear progress, the harder-to-change characteristics of structural poverty and inequality, such as the quality of housing, neighborhoods, education, and employment, remained largely unchanged.". 
  7.  • Heritage 2002, pp. 618–621.  • Voigt, Kevin (6 March 2013). Chavez leaves Venezuelan economy more equal, less stable. CNN.com. Retrieved 5 April 2014.  • Beeton, Dan; Joe Sammut (6 December 2013). Venezuela Leads Region in Poverty Reduction in 2012, ECLAC Says Archived 20 April 2015 at the Wayback Machine.. Center for Economic and Policy Research. Retrieved 5 April 2014.  • Venezuela Overview. worldbank.org. The World Bank. Accessed 17 November 2014. "Economic growth and the redistribution of resources associated with these missions have led to an important decline in moderate poverty, from 50% in 1998 to about 30% in 2012. Likewise, inequality has decreased, reducing the Gini Index from 0.49 in 1998 to 0.39 in 2012, which is among the lowest in the region."
  8. (په 2 May 2018 باندې). {{{title}}}. 朝鮮日報 (The Chosun Ilbo).
  9. "Fuel subsidies have contributed to Venezuela's economic crisis". chinadialogue.net. 29 March 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 1 February 2015 باندې). Volver a ser pobre en Venezuela. El Pais.
  11. (په 9 October 2018 باندې). Venezuela's 2018 Inflation to Hit 1.37 Million Percent, IMF Says. Bloomberg.com.
  12. (په 9 October 2018 باندې). IMF sees Venezuela inflation at 10 million percent in 2019.
  13.  • (په 12 April 2016 باندې). Venezuela: the land of 500% inflation. CNNMoney. • (په 12 December 2016 باندې). Venezuela shuts border with Colombia as cash crisis escalates. CNNMoney.  • (په 11 January 2017 باندې). Venezuela's Economy Was the Worst Performing of 2016, IMF Estimates. Bloomberg.com.
  14. (په 1 April 2016 باندې). Chamber of Commerce: 80% of Venezuelans are in poverty. El Universal.
  15. (په 16 January 2017 باندې). Venezuela Issues New Bank Notes Because of Hyperinflation. The New York Times.
  16. (په 8 November 2018 باندې). Number of refugees and migrants from Venezuela reaches 3 million. UNHCR.org. United Nations High Commissioner for Refugees
  17. (په 14 November 2017 باندې). Venezuela just defaulted, moving deeper into crisis. CNNMoney.
  18. (په 14 November 2017 باندې). Venezuela in 'selective default'. bbc.com. BBC News
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Thomas 2005، ص. 189.
  20. Massabié 2008، ص. 153.
  21. (in es) [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". Cuadernos Hispanoamericanos]. Instituto de Cultura Hispánica (Agencia Española de Cooperación Internacional). 1958. p. 386. 
  22. Kipfer 2000، ص. 91.
  23. Kipfer 2000، ص. 172.
  24. "Venezuela". Archived 4 September 2011 at the Wayback Machine. Friends of the Pre-Columbian Art Museum. (retrieved 9 July 2011)
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Wunder 2003، ص. 130.
  26. Mahoney، ص. 89.
  27. Salas 2004، ص. 142.