د هند سمندر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له هندی سمندر نه مخ گرځېدلی)
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
هندی سمندر

د هند سمندر د نړۍ له پنځو سمندرونو نه درېیم لوی سمندر دی، چې ۷۰ میلیونه او ۵۶۰ زره کیلومتر مربع (۲۷ میلیونه ۲۴۰ مایل مربع) د ځمکې سطح یې پوښلې او د ځمکې د اوبو ۱۹.۸٪ برخه جوړوي. دغه سمندر له شمال نه د اسیا، له لویدیځ نه د افریقا، له ختیځ نه د استرالیا او له سویل نه د سویلي سمندر او انترکتیکا له خوا چاپېر کېږي. د هند سمندر په خپلې هستې سربېرې یو شمېر لوی حاشیوي سمندرګي ،لکه: عرب سمندرګی، لاکادیو سمندرګی، د سومالیا سمندرګی، د بنګال خلیج او اندامان سمندرګی لري.[۱][۲]

د هند سمندر سیندونه

د هند د سمندر د اوبو کولو حوضه ۲۱ میلیونه او ۱۰۰۰۰۰ کیلومتر مربع (۸ میلیونه او ۱۰۰۰۰۰ مایل مربع) سیمه پوښي، چې د ارام اقیانوس سره یو شان او د اتلاتنیک سمندر د اوبو کولو د حوضې له نږدې نیمايي سره برابره ده، چې نږدې ۳۰ سلنه د سمندر سطح یې جوړوي (د ارام سمندر سره په پرتله ۱۵ سلنه). د هند د سمندر د اوبو کولو حوضه په نږدې ۸۰۰ جلا حوضو وېشل کېږي، چې نږدې نیمايي یې د ارام اقیانوس هم دي، هغه چې ۵۰٪ یې په اسیا، ۳۰٪ یې په افریقا او ۲۰٪ یې په استرالیا کې دي. د هند د سمندر سیندونه د نورو لویو سمندرونو د سیندونو په پرتله په منځني ډول (۷۴۰ کیلومتره «۴۶۰ مایله») لنډ دي. تر ټولو لوی سیندونه یې (پنځم لوړ ځایګی) زمبازي، ګنګ – براهما پوترا، سیند، جوبا او موري او (څلورم ځایګي کې) شط العرب، وادي ادواسیر (په عرب ټاپو وزمه کې له وچې راوتلی د سیند سیستم دی) او لیمپوپو سیندونه دي. د ختیځ ګندوانا له شیندل کېدو او د همالیا په جوړېدو سره، د ګنګ – براهاماپوترا سیند په نړۍ کې د بنګال لویې دلتا ته وبهېد.[۳][۴]

حاشیوي سمندرګي

د هند سمندر حاشیوي سمندرګي، خلیجونه، کوچني خلیجونه او تنګي دادي له: [۵]

د افریقا د ختیځ سواحلو په اوږدو کې، د موازمبیق کانال ماداګاسکار د افریقا له اصلي سیمو جلا کوي، په داسې حال کې چې د زنج سمندرګی د ماداګاسکار په شمال کې پروت دی.

د عرب سمندرګي په شمالي سواحلو کې، د عدن خلیج د باب المندب د تنګي له لارې له سره سمندرګي سره پیوستېږي. په عدن خلیج کې، د تاجدورا خلیج په جیپوتي کې موقعیت لري چې د ګورادافوی کانال د سکوترا ټاپو د افریقا له څانګې جلا کوي. د سره سمندرګي شمالي پای د عقبه خلیج او د سویس خلج ته رسېږي. د هند سمندر په مصنوعي توګه دبېړیو له قلف پرته د سویس کانال له لارې د مدیترانې سمندرګي ته وصلېږي، چې د سره سمندرګي لارې هم ورته لاسرسی کېدای شي. عرب سمندرګی د عمان د خلیج او هرمز تنګي له لارې فارس خلیج ته وصلېږي. په فارس خلیج کې د بحرین خلیج، قطر له نورې عربې نیمه لویې وچې جلا کوي.

د هند د لویدیځو سواحلو په اوږدو کې د کوچ خلیج او خامبات خلیج د ګجرات په شمالي پای کې موقعیت لري، په داسې حال کې چې لاکادیو سمندرګی مالدیو د هند له سویلي څنډې جلا کوي. د بنګال خلیج د هند په ختیځو سواحلو کې موقعیت لري. مانار خلیج او پالک تنګی سریلانکا له هند جلا کوي، په داسې حال کې چې ادم پل (Adam's Bridge) بیا دوی دواړه سره جلا کوي. د اندامان سمندرګی د بنګال خلیج او اندامان ټاپوګانو ترمنځ موقعیت لري.[۶][۷][۸]

په اندونیزیا کې د اندونیزیا سیند له مالاکا، سونډا او توریس تنګیو جوړ شوی دی. د کارپېنټریا خلیج د استرالیا په شمالي سواحلو کې ځای لري، په داسې حال کې چې د استرالیا لوی خلیج د هغو د سویلي ساحل لویه برخه جوړوي.

  1. عرب سمندرګی – ۳.۸۶۲ میلیون km2
  2. د بنګال خلیج – ۲.۱۷۲ میلیون km2
  3. اندامان سمندرګی – ۷۹۷،۷۰۰ km2
  4. لاکادیو سمندرګی – ۷۸۶،۰۰۰ km2
  5. موزامبیق کانال -۷۰۰،۰۰۰ km2
  6. تیمور سمندرګی – ۶۱۰،۰۰۰ km2
  7. سور سمندرګی – ۴۳۸،۰۰۰ km2
  8. د عدن خلیج – ۴۱۰،۰۰۰ km2
  9. فارس خلیج – ۲۵۱،۰۰۰ km2
  10. فلوریس سمندرګی –  ۲۴۰،۰۰۰ km2
  11. مولاکا سمندرګی – ۲۰۰،۰۰۰ km2
  12. عمان سمندرګی – ۱۸۱،۰۰۰ km2
  13. د اسټرالیا لوی خلیج – ۴۵،۹۲۶ km2
  14. عقبه خلیج -۲۳۹ km2
  15. خامبات خلیج
  16. کوچ خلیج
  17. سوئز خلیج

سوداګري

په هند سمندر کې سمندري کرښې په نړۍ کې تر ټولو مهمې ستراتیژیکې کرښې دي چې د نړۍ له اتیا سلنو زیات د نفتو سوداګري له دغه سمندر او د هغو له حیاتي تنګیو کېږي، چې ۴۰ سلنه یې له هرمز تنګي، ۳۵ سلنه یې لا مالاکا تنګي او ۸ سلنه یې د باب المندب تنګي له لارې ده.[۹]

د هند سمندر مهمې سمندریزې لارې برابروي چې منځنی ختیځ، افریقا او د آسیا ختیځ له اروپا او امریکا سره نښلوي. د فارس خلیج او اندونیزیا د نفتي سیمو نه د نفتي تولیداتو او نفتو په لویه کچه لېږد برابروي. د هایدرو کاربنونو لویې زېرمې د سعودي عربستان، ایران هند او لویدیځې اسټرالیا په سواحلو کې شتون لري. اټکل کېږي چې د نړۍ ۴۰ سلنه نفتي تولیدات له هند سمندر تامینېږي. ساحلي شګې یې په لوړه کچه درانه منرالونه لري، چې په فعاله توګه د پوله ییزو هېوادونو په ځانګړي ډول هند، پاکستان، سویلي افریقا، اندونیزیا، سرېلانکا او تایلنډ له خوا له ساحلي زېرمو ګټه اخیستل کېږي.

په ځانګړې توګه د ورېښمو د لارې سمندري برخه د هند سمندر له خوا وصلېږي چې د نړیوالې کانتینري سوداګرۍ لویه برخه لېږدوي. د ورېښمو لار د هغو له ارتباطي ځایونو د چین له سواحلو او لویو کانتینري بندرونو نه د هانوی له لارې جاکارتا، سنګاپور او کولالامپور، د مالاکا د تنګي نه د سرلینکايي کولمبو نه د هند سویلي څوکې ته رسېږي، د مالدیو د پلازمېنې مالي نه ختیځې افریقايي مومباسا، له دې ځایه جیپوتي، ورپسې د سره سمندرګي نه د سویز کانال له لارې مدیترانې سمندر، له دې ځایه له هیفا، استانبول او اتن نه پورتني ادریاتیک او د شمالي ایټالوي تقاطع ټکي ټریسټي آزاد نړیوال بندر او له هغه ځایه د منځنۍ او ختیځې اروپا ریلي اړیکې ته نښلېږي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ورېښمو لارله یوې خوا د اروپا د ادغام، سړې جګړې د پای او نړیوالې آزادې سوداګرۍ او له بله پلوه د چینايي نوښتونو له امله نړیوال اهمیت موندلی دی. چینايي کمپنیو د هند سمندر په څو بندرونو کې چې ګوادر، همبانټوټا، کولومبو او سونادیا په کې شاملېږي، ګڼ شمېر پانګونې کړې دي. دغې موضوع د دغو پانګونو د ستراتیژیکو پایلو بحثونه هم راپارولي. ختیځې افریقا ته د سوداګرۍ د ودې په برخه کې په اروپایي بندرونو، لکه: پېرئوس او ټریسټ کې هم چینايي پانګونې شوې دي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچینې

  1. Eakins & Sharman 2010
  2. "'Indian Ocean' — Merriam-Webster Dictionary Online". د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۱۲. ocean E of Africa, S of Asia, W of Australia, & N of Antarctica area ab ۷۳٬۴۲۷٬۷۹۵ کیلومتر مربع (۷٫۹۰۳۷۰۲۱×۱۰۱۴ قدم2) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Vörösmarty et al. 2000, Drainage basin area of each ocean, pp. 609–616; Table 5, p 614; Reconciling Continental and Oceanic Perspectives, pp. 616–617
  4. Original file )))‎(SVG file, nominally 120 ×((( 58 pixels, file size: 6 KB)
  5. IHO 2002
  6. "The World's Biggest Oceans and Seas". Live Science. 4 June 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. https://www.worldatlas.com/
  8. http://listofseas.com/
  9. (په 2 March 2011 باندې). Why the Indian Ocean Matters. The Diplomat.
  10. Bernhard Simon: Can The New Silk Road Compete With The Maritime Silk Road? in The Maritime Executive, 1 January 2020.
  11. Marcus Hernig: Die Renaissance der Seidenstraße (2018), pp 112.
  12. Wolf D. Hartmann, Wolfgang Maennig, Run Wang: Chinas neue Seidenstraße. (2017), pp 59.
  13. Matteo Bressan: Opportunities and challenges for BRI in Europe in Global Time, 2 April 2019.
  14. Brewster 2014a
  15. Harry G. Broadman "Afrika´s Silk Road" (2007), pp 59.
  16. Andreas Eckert: Mit Mao nach Daressalam, In: Die Zeit 28. March 2019, p 17.
  17. Guido Santevecchi: Di Maio e la Via della Seta: «Faremo i conti nel 2020», siglato accordo su Trieste in Corriere della Sera, 5 November 2019.