نیکاراګوای

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

نیکاراګوای (نکاراګوا) په رسمي توګه د نیکاراګوا ولسمشریزه ده چې په منځنې امریکا کې پروت یو هیواد دی. پلازمینه یې د ماناګوا ښار دی. یاد هیواد مساحت ۰۰۰'۱۳۰ کیلومتره مربع د وګړو شمیر یې ۰۰۰'۱۶۷'۶ نفره او رسمي ژبه یې اسپانیایي ده.

نيکاراګوا چې رسمي نوم يې د نيکاراګوا جمهوریت دی، د مرکزي امریکا په نرۍ تراډه کې تر ټولو ستر هېواد دی، شمال لويديځ ته يې هندوراس، ختيځ ته يې کرابين، سويل ته يې کوسټاريکا او سويل لويديځ ته يې ارام سمندر پراته دي. مناګوا د دې هېواد پلازمېنه او ستر ښار دی او همدا راز په مرکزي امريکا کې درېيم ستر ښار دی، تيګوسيګالپا او د ګواتمال ښارونه له دې ستر دي. د دې هېواد په ګڼ توکميز شپږ ميلیونه نفوس کې ميستيزو، اصلي اوسېدونکي، اروپايان او د افريقايی ميراث خلک شامل دي. اصلي ژبه يې اسپانوي ده. د ماسکويټو ساحل اصلي قبايل يې په خپله ژبه او انګريزۍ خبرې کوي.

له لرغونې زمانې څخه په دې سيمه کې د اصلي اوسېدونکو کلتورونو انسانانو ژوند کړی، په شپاړسمه پېړۍ کې دا سيمه اسپانوي سترواکۍ نيولې وه. نيکاراګوا په ۱۸۲۱ز کال کې له اسپانيې څخه خپلواکي واخیسته. د موسکيټو ساحل يوه جلا تاریخي لاره خپله کړې وه، په اولسمه پېړۍ کې انګريزانو نيولی و او وروسته بيا د برتانوي واکمنۍ لاندې راغی. په ۱۸۶۰ز کال کې د نيکاراګوا سيمه يوه خپلواکه سيمه شوه او د دې شمالي لرې برخې په ۱۹۶۰ز کال کې هندوراس ته وسپارل شوې. له خپلواکۍ وروسته نيکاراګوا له سياسي نا امنۍ، ديکتاتوري نظام، اشغال او مالي بحران له پړاونو څخه تېر شوی هېواد دی چې د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ز لسيزې نيکاراګوا اوښتون او د ۱۹۸۰ز لسيزې د کونترا جګړه هم پکې شامل دي.

د کلتوري دودونو ګډولې په ولسي ادبياتو، د پخلي ډول، موسيقۍ او ادبياتو کې تر ډېره بريده تنوع پیدا کړې، په ځانګړي ډول ادبياتو کې د نيکاراګوا شاعرانو او ليکوالانو لکه «روبن ډاريو» ادبي مشارکت ته په کتنې سره. د «جهيلونو او اورشيندونکو ځمکه» په توګه پېژندل کېدونکي نيکاراګوا همدا راز د «بواواس بايوسفير» خوندي ځای سيمه هم ده، کوم چې د امريکاګانو دويم ستر باراني ځنګل دی. بيالوژيکي تنوع، تړم استوايي اقليم او فعال اورشيندونکي غرونه نيکاراګوا مخ پر زیاتېدو مشهور سياحتي هدف ګرځولی. نیکاراګوا د ملګرو ملتونو، د ناپېیلو هېوادونو د خوځښت، د امريکايي ايالتونو سازمان، ای ايل بي ای، لاتيني امريکا د ټولنې او کرابين ايالتونو بنسټ اېښودونکی غړی دی.[۱][۲][۳][۴][۵]

د نوم رېښې

دا چې نيکاراګوا نوم څه ډول منځ ته راغلو دوه نظريې شته. لومړی اند دا دی چې دا نوم د اسپانوي نېواکګرو له خوا د نيکاراو د نوم پر بنسټ جوړ شوی دی، څوک چې په ۱۵۲۲ز کال کې د سويل لويديځې نيکاراګوا ته د داخلېدو پر مهال د اسپانوي نيواکګر «ګل ګونزاليز ډيويلا» په وړاندې د يوې پیاوړې اصلي اوسېدونکې قبيلې د مشر يا ملک په توګه راڅرګند شو. دا اند په دې باور دی چې نیکاراګوا نوم د نيکاراو او اګوا (د اوبو لپاره اسپانوي ژبې نوم) څخه جوړ شوی و، دا دې حقيقت ته په اشارې سره چې د هېواد په داخل کې دوه ستر جهيلونه او د اوبو څو نورې زېرمې شته. په هر حال، تر ۲۰۰۲ز کال پورې، دا ټاکل شوې وه چې د دې ملک (مشر) اصلي نوم « Macuilmiquiztli» و، د کوم مطلب چې د نکاراو پر ځای ناهوټل ژبه کې «پنځه مرګونه» دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

دويم اند دا دی چې د دې هېواد نوم د لاندې ورکړل شويو کوم ناهوټل ټکي څخه اخیستل شوی دی چې هغه دا دي: nic-anahuac، د کوم نوم معنا چې ده « Anahuac تر دې لرې ځايه ورسېد»، يا دا چې «ناهواس تر دې لرې ځايه»، يا «هغه څوک چې له Anahuac څخه تر دې لرې ځايه راغلل»؛ nican-nahua، د کوم معنا چې ده «ناهواس دلته دی»، يا nic-atl-nahuac، د کوم معنا چې ده «دلته له اوبو سره»، يا «په اوبو کې راګېر».[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

تاريخ

له کولمبيا څخه مخکې تاريخ

تر ټولو مخکې پاليو-امريکايانو په هغه ځای کې چې اوس د نيکاراګوا په نوم پېژندل کېږي، د ۱۲،۰۰۰ مخزېږديز کال راهيسې دلته ژوند کړی دی. په وروسته وخت کې له کولمبیا څخه مخکې وختونو کې، نکاراګوا اصلي اوسېدونکي د منځنيو سيمو اوسېدونکي وو، کومې سيمې چې د ميسوامريکن او اينډين کلتوري سيمو تر منځ پرتې وې او د استمو-کولمبيا سيمې تر اغېز لاندې وې. د نیکاراګوا په مرکزي سيمو او د دې کربين ساحل باندې د ميکرو چبچن ژبې نسلي ډلې لکه مسکيټو، راما، مايانګنا او ماتاګالپاس مېشتې وې. دوی په مرکزي امريکا کې راټول شوي وو او له هغې وروسته يې اوسنۍ شمالي کولمبيا او د هغې په شا او خوا سيمو کې او له هغه څخه نورو سيمو ته کډوال شوي وو. د دوی خوراک په بنسټيز دول له ښکار او راټولولو (يعنې ځنګلي بوټو او ژويو راټولول او بيا مصرفول) څخه تر لاسه کېدو، خو تر څنګ يې له کب نيولې او د پرې کولو او سوځولو د کرنې له لارې.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د پنځلسمې پېړۍ په وروستيو کې، په لويديځه ناکاراګوا کې ګڼ سیمه ييز خلک مېشت وو، څوک چې د کلتور له اړخه ازټيک او مايا ميسوامريکايي تمدن سره او د ژبې له اړخه د ميسو امريکايي ژبنۍ سيمې سره اړوند وو. Chorotegas د Mangue ژبې توکميزې ډلې وې، څوک چې شا اوخوا په ۸۰۰ ميلادي کال کې ناکاراګوا ته له هغې سيمې څخه راغلي وو چې اوس د مکسیکو چايپاس ايالت په توګه پېژندل کېږي. نيکاراو خلک د ناهواس يوه څانګه وه، چا چې په ناواټ لهجه خبرې کولې او هغوی هم له چياپاس څخه په شا او خوا ۱۲۰۰ز کال کې راغلي وو. له دې څخه مخکې د نيکاراوس اړيکه له ټولټيک تمدن سره وه. Chorotegas او Nicaraos دواړه د مکسیکو د Cholula دره کې پيل شوي او بيا يې د سويل لور ته کوچ کړی. د سبټياباس په نوم يوه درېیمه ډله يوه اټو-مينګوين خلک وو، څوک چې د ۱۲۰۰ز کال په شا اوخوا کې د مکسیکو د ګوريرو له ايالت څخه په کوچ کولو دلته رسېدلي دي. سربېره پر دې، په نیکاراګوا کې له سوداګرۍ سره اړوند کلي په څوارلسمه پېړۍ کې په پيل کولو سره ازټيکس جوړې کړې وې.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

اسپانوي پړاو (۱۵۲۳ - ۱۸۲۱)

په ۱۵۰۲ز کال کې، د خپل څلورم سمندري سفر پر مهال، کرسټوفر کولمبس لمړی اروپايي وګړی شو، څوک چې هغه ځای ته ورسېد چې او سد نيکاراګوا په نوم پېژندل کېږي، ځکه چې هغه د پاناما خاکنا پر لور سويل ختيځ ته سفر وکړ. کولمبس د نيکاراګوا د انتلانتيک په غاړه د موسکيټو ساحل وموند؛ خو هلته له اصلي اوسېدونکو خلکو مخ نه شو. شل کاله وروسته، اسپانويان بېرته نيکاراګوا ته راغلل، خو دا ځل د دې هېواد سويل لويديځې برخې ته. د نيکاراګوا د نيولو ولمړۍ هڅه نېواکګر « Gil González Dávila» وکړه، څوک چې د ۱۵۰۲ز کال د جنورۍ په مياشت کې پاناما ته ورسېد.په ۱۵۲۲ز کال کې، « González Dávila» د هغې سيمې پر لور مخه کړه، کومه چې وروسته د نيکاراګوا د ريواس برخه وګرځېده. دلته نوموړی د يوې اصلي استوګنې قبيلې سره مخ شو چې ناهوا نومېده او مشري يې « Macuilmiquiztli» کوله، د چا نوم چې کله کله په ناسم ډول د «نيکاراو» يا «نيکاراګوا» په توګه ويل کېږي. د دې قبيلې مرکز « Quauhcapolca» و. « González Dávila» له « Macuilmiquiztli » سره د دوه سيمه ييزو ژباړنو په مرسته خبرې وکړې چا چې اسپانوي ژبه زده کړې وه او هغه له ځانه سره راوړي وو. په ښېرازه لويديځو درو کې د سرو زرو له لټون او راټولولو وروسته پر « González Dávila» او د هغه پر ملګرو د « Chorotega» له خوا بريد وشو چې مشري يې « Diriangén» کوله او دوی يې وشړل. اسپانويانو هڅه وکړه چې دا قبيلې مسيحيان کړي؛ د « Macuilmiquiztli» قبيله عيسايي دين ته واړول شوه، خو « Diriangén» په څرګند ډول د اسپانویانو دوښمنه قبيله وه. د ارام سمندر په څنډه، لويديځه نيکاراګوا، د منيلا، فلپين او اکاپولکو مکسيکو تر منځ د تګ راتګ کوونکې « Galleons» (د بېړۍ نوم دی) لپاره يوه بندرګاه او د بېړۍ جوړولو تاسيسات وګرځېدل.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د لومړيو اسپانوي دايمي کلیو بنسټ په ۱۵۲۴ز کال کې کېښودل شوی و. په همدې کال کې نيواکګر « Francisco Hernández de Córdoba » د نيکاراګوا د دوه مهمو ښارونو بنسټ کېشودل چې هغه دا دي: د نکاراګوا د جهيل په څنډه د ګراناډا او له هغې وروسته ليون، د مناګوا جهيل په لوېديځ کې. قرطبې ډېر ژر د ښارونو لپاره دفاع ګانې جوړې کړې او د نورو نېواکګرو د بريدونو په وړاندې وجنګېده. وروسته بیا په عام محضر کې د قرطبه سر پرې کړای شو، ځکه چې د خپل مشر « Pedro Arias Dávila» مخالفت يې کړی و. د قرطبه قبر او پاتې شوني په ۲۰۰۰ز کال کې د « León Viejo» په شاړو کې وموندل شول.[۳۳][۳۴][۳۵]

تاریخ

کلتور

اقتصاد

جغرافیه

ایداري ویش

  1. (په October 15, 2017 باندې). Sense of wonder: Discover the turbulent past of Central America. Daily Express.
  2. Wallace, Will (په April 10, 2010 باندې). Traveller's Guide: Nicaragua. The Independent.
  3. Peter (2019-02-16). "12 largest rainforests in the world and where to find them". Atlas & Boots (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 2006-12-17 باندې). The Rediscovery of Nicaragua. Travel Section. TraveThe New York Times
  5. Davis, LS (2009-04-22). "Nicaragua: The next Costa Rica?". Mother Nature Network. MNN Holdings, LLC. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په July 29, 2015 باندې). ¿Por qué los países de América Latina se llaman como se llaman?. Ideal.
  7. (په October 16, 2016 باندې). El origen de "Nicarao-agua": la Traición y la Paz. El Pueblo Presidente.
  8. (په October 3, 2016 باندې). De Macuilmiquiztli al Güegüence pasando por Fernando Silva. El 19.
  9. (په March 15, 2003 باندې). Macuilmiquiztli. El Nuevo Diario.
  10. (په September 16, 2002 باندې). [{{{url}}} No hubo Nicarao, todo es invento]. El Nuevo Diario.
  11. (په April 4, 2009 باندې). Encuentro del cacique y el conquistador. El Nuevo Diario.
  12. (په July 29, 2015 باندې). ¿Por qué los países de América Latina se llaman como se llaman?. Ideal.
  13. (په October 16, 2016 باندې). El origen de "Nicarao-agua": la Traición y la Paz. El Pueblo Presidente.
  14. Solórzano, Carla Torres (September 18, 2010). "Choque de lenguas o el mestizaje de nuestro idioma" [Clash of languages or the mixing of our language]. La Prensa (په هسپانوي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر April 12, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 26, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په August 10, 2004 باندې). La raíz nahuatl de nuestro lenguaje. El Nuevo Diario.
  16. Dall, Christopher (October 1, 2005). Nicaragua in Pictures. Twenty-First Century Books. د کتاب پاڼي 66–67. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8225-2671-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Pérez-Brignoli, Héctor; translated by Sawrey A., Ricardo B.; Sawrey, Susana Stettri de (1989). A Brief History of Central America (الطبعة 2nd). Berkeley: University of California Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0520060494. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Gloria Helena Rey, "The Chibcha Culture – Forgotten, But Still Alive" Archived 2012-02-20 at the Wayback Machine., Colombia, Inter Press Service (IPS) News, 30 Nov 2007, accessed 9 Nov 2010
  19. "Nicaragua: VI History". Encarta. (2007-06-13). 
  20. Newson, Linda A. (1987). Indian survival in colonial Nicaragua (الطبعة 1st). Norman [OK]: University of Oklahoma Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0806120089. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. . Nicaragua: Precolonial Period. Library of Congress Country Studies., interpretation of statement: "the native peoples were linguistically and culturally similar to the Aztec and the Maya"
  22. Campbell, Lyle (January 1, 1985). The Pipil Language of El Salvador. Walter de Gruyter. د کتاب پاڼي 10–12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-088199-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Fowler Jr, WR (1985). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Ethnohistoric Sources on the Pipil Nicarao: A Critical Analysis"]. Ethnohistory (Columbus, Ohio) 32 (1): 37–62. doi:10.2307/482092. OCLC 62217753. 
  24. Brinton, Daniel G. (1887). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Were the Toltecs an Historic Nationality?"]. Proceedings of the American Philosophical Society 24 (126): 229–230. 
  25. von Humboldt, Alexander; Poynter, J. Ryan; Altamirano Rayo, Giorleny D; Kraft, Tobias (January 25, 2013). Views of the Cordilleras and Monuments of the Indigenous Peoples of the Americas: A Critical Edition. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 92. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-86509-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Campbell, Lyle (1997). American Indian languages : the historical linguistics of Native America. New York: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-509427-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. . Letter of Columbus on the Fourth Voyage. American Journey
  28. "Nicaragua: History". Encyclopædia Britannica. 
  29. Healy, Paul; Pohl, Mary (1980). Archaeology of the Rivas Region, Nicaragua. Wilfrid Laurier Univ. Press. د کتاب پاڼې 21. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-88920-094-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Dyck, Erika; Fletcher, Christopher (October 6, 2015). Locating Health: Historical and Anthropological Investigations of Place and Health. Routledge. د کتاب پاڼې 107. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-32278-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. . The Spanish Conquest. Library of Congress.
  32. Making the First Global Trade Route: The Southeast Asian Foundations of the Acapulco-Manila Galleon Trade, 1519-1650 (Page 163) Citing Andre Gschaedler, "Mexio and the Pacific, 1540 - 1565: The Voyage of Villabos and Legazpi and the Preparations Made for Them," (Ph.D. dissertation, Columbia University, 1954), 40.
  33. "Nicaragua: History". Encyclopædia Britannica. 
  34. Pérez-Brignoli, Héctor; translated by Sawrey A., Ricardo B.; Sawrey, Susana Stettri de (1989). A Brief History of Central America (الطبعة 2nd). Berkeley: University of California Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0520060494. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. . Nicaragua Briefs: An Historic Find. Envío. Central American University – UCA