نایجر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

نایجیر چې په رسمي توګه د نایجېر ولسمشریزه ده د افریقا په ختیځ کې پروت یو هیواد دی. د نایجیر رسمی ژبه فرانسوي او پلازمینه یې د نیامی ښار، یاد هیواد ۰۰۰'۲۶۷'۱ کیلومتره مربع مساحت او کابو ۲۲ میلیونه وګړي لري، د پیسو واحد یې د لویدیځې افریقا سی اف ای فرانک (CFA) او خپلواکی یې په ۳ د اګست ۱۹۶۰م کال له فرانسه نه ترلاسه کړی.

د نیجر هیواد ولسمشریزه
{{|République du Niger (فرانسوي ژبه)}}
Flag of نیجر
بيرغ
رسمي نښان of نیجر
رسمي نښان
موخه: {{|"Fraternité, Travail, Progrès" ([[فرانسوي ژبه ژبه|فرانسوي ژبه]]) |"ورورولي، کار، پرمختګ"}}
Location of  نایجر  (dark green)
Location of  نایجر  (dark green)
پلازمېنهنیامی
۱۳°۳۲′ شمال ۲°۰۵′ ختیځ / 13.533°شمال 2.083°ختيځ / 13.533; 2.083
Largest cityنیامې
رسمي ژبېفرانسوي
ملي ژبهs[۱]
پيژندګلويNigerien ( /nˈʒɛəriən/ [۲] or /nˌɪəriˈɛn/ [۳])
حکومتحاکم دولت, نیمه ولسمشریزه ولسمشریزه
محمدو ایسوفو
بریګي رافینی
قانون جوړونهولسي جرګه
خپلواکي له فرانسې
• اعلان شوې
۳ اکتوبر ۱۹۶۰
سیمه
• اوبه (٪)
۰٫۰۲
ټولټال سيمه۱٬۲۶۷٬۰۰۰
• ۲۰۱۲ سرشمېرنه
۱۷٬۱۳۸٬۷۰۷
کثافت۱۲٫۱
ن خ د ت (پي پي پي)۲۰۱۸  د اټکل له مخې
• ټول
$۲۳.۴۷۵ بیلیونه[۴] (۱۴۰th)
• پر نفر
$۱,۲۱۳[۵] (۱۸۳rd)
نا خالص داخلي تولید (نومي)۲۰۱۸  د اټکل له مخې
• ټول
$۹.۵۶۹ بیلیونه[۶] (۱۳۶th)
• پر نفر
$۵۱۰[۷] (۱۷۹th)
ګيني (۲۰۱۴)negative increase ۳۴٫۰[۸]
Error: Invalid Gini value · ۷۰th
د بشري پرمختيا اندازه  (۲۰۱۸) ۰٫۳۷۷[۹]
Error: Invalid HDI value · ۱۸۹th
پيسېد لویدیځې افریقا سی اف ای فرانک (XOF)
وخت زونوخت (يو ټي سي+۱)
د موټر چلولو لورېښوی[۱۰]
د ټیلیفون کوډ+۲۲۷
انټرنېټ کوډ.ne
  1. Lowest rahmen nked.

نايجير (Niger) (/niːˈʒɛər/ or /ˈnaɪdʒər/؛ فرانسوي: [niʒɛʁ]) په رسمي ډول د نايجير جمهوريت، (هاوسا ژبه: Jamhuriyar Hijar، زرما/سونغای ژبه: Niger Laabo، Tamajaq: ⵜⴰⴶⴷⵓⴷⴰ ⵏ ⵏⵉⵌⵢⵔ، عربي: جمهورية النيجر) په لويديځه افريقا کې په وچه کې راایسار هېواد دی، چې نوم يې له نايجير سيند څخه وروسته پرې ايښودل شوی دی. نايجير يو ناوېشلی دولت دی، چې شمال ختيځ ته له ليبيا، ختيځ ته له چاد، سوېل ته له نايجيريا، سويل لويديځ له بينين او بورکينا، لويديځ ته له مالي او شمال لويديځ ته له الجيريا سره پوله لري. نايجير د نږدې ۱۲۷۰۰۰۰ کېلو متر مربع (۴۹۰۰۰۰ ميل مربع) وچې سيمې په پوښلو سره له چاد څخه وروسته، د لويديځې افريقا دويم په وچه کې حصار ستر هېواد دی. د هېواد له ٪۸۰ څخه زياته سيمه د افريقا په ستره دښته (Sahahra) کې پرته ده. د ياد هېواد نږدې ۲۲ ميليونه مسلمان وګړي د هېواد په لرې سوېل او لويديځ کې زياتره په ډلو [ټولنو] کې ژوند کوي. پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار يې نيامي “Niamey” دی، چې د هېواد په سويل ختيځه څنډه کې پروت دی.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

نايجير د نړۍ يو له خورا وروسته پاتې هېوادونو څخه دی. دا هېواد د ملګرو ملتونو د انساني پرمختګ په لړ کې په ثابت ډول بېخ يا تل ته نږدې ځای لري، چې د ۲۰۱۵ ز کال لپاره د ۱۸۸ هېوادونو ۱۸۷ او د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ ز کال راپور کې د ۱۸۹ هېوادونو له ډلې ۱۸۹ هېواد و. د ياد هېواد له دښتې څخه پرته زياتې برخې د دوره يي وچکالۍ او پر دښته باندې د بدلېدنې په واسطه ګواښل کېږی. اقتصاد يې نږدې پر پايښت کرنه باندې متمرکز دی. د لېږد ځينې توکي يې له يو څه حاصلخېزې سويلي برخې کرنيز توکي او اومه مواد په ځانګړي ډول د يورانيم کاڼي دي. نايجير د پرمختګ په برخه کې له سختو ننګونو سره مخامخ کېږي، چې د پام وړ لاملونه يې دا دي: په وچه کې را ایساردرک، وچو او شاړو دښتو، ناکافي کرنې، د زېږون له اداره کولو پرته د ښېرازۍ لوړې اندازې چې د نفوس د زياتوالي لامل کېږي، د هېواد د اوسېدونکو د زده کړو کچې ټيټوالی او بې وسي يا غريبي، د جوړښت يا زېربنا کمښت، کمزورې روغتيايي پاملرنه او چاپېريالي ګډوډي دي. [۱۵][۱۶]

نايجيري ټولنه، د وګړو بېلابېل ډولونه منعکس کوي، چې د خپلو بېلابېلو توکميزو ډلو او مذهبونو له اوږدمهاله خپلواکو تاريخونو او په يو هېواد کې د هغوی اړوند له لنډمهاله ژوند څخه يې ترلاسه کړي دي. په تاريخي ډول نننۍ نايجيریا د ځينو سترو دولتونو پر څنډو يا حاشيو باندې دی. له خپلواکۍ څخه راپدېخوا نايجيريانو تر پينځو اساسي قوانينو او د پوځي واکمنۍ تر درې دورو لاندې ژوند کړی دی. په ۲۰۱۰ ز کال کې له پوځي کودتا څخه وروسته نايجير يو ديموکراتيک څو ګوندي دولت شو. د وګړو ډېره برخه يې په کليوالي سيمو کې ژوند کوي او پرمختللو زده کړو ته لږ لاسرسی لري.

رېښه

د هېواد نوم له نايجير سيند (Niger River) څخه اخيستل شوی دی، چې د هېواد په لويديځ کې بهېږي. د ياد سيند د نوم اصليت نامعلوم دی، که څه هم يوه نامتو نظريه دا ده، چې نوم يې د “Tuareg” [ژبې] له (n’eghirren) څخه اخيستل شوی دی، چې د «بهېدونکو اوبو» معنا لري. تر ټولو عام تلفظ يې د فرانسوي ژبې (/niːˈʒɛər/) دی، که څه هم په Anglphone رسنۍ کې د (/ˈnaɪdʒər/) تلفظ هم کله ناکله کارول کېږي. [۱۷]

تاريخچه

له ليکلي تاريخ څخه مخکې

د معاصر نايجير سيمه کې د زرونو کلونو لپاره انسانان استوګن شوي دي. ځيني ډبرين توکي چې له ميلاد څخه ۲۸۰۰۰۰ کلونه پخوا نېټه څرګندوي، د شمالي “Agadez” سيمې په “Adrar”، “Bous”، “Bilma” او “Djado” کې موندل شوي دي. يادې ځينې موندنې د منځنۍ Paleolithic دورې د Aterain او Mousterian توکي په کلتورونو سره اړيکه لري، چې له ميلاد څخه مخکې نږدې (۲۰۰۰۰-۹۰۰۰۰) کلونو تر منځ په شمالي افريقا کې وغوړېدل. فکر کېږي چې يادو لومړنيو انسانانو د ښکاري راټولېدونکو د ژوند ډول غوندې ژوند وکړ. له ليکلي تاريخ څخه پخوا وختونو کې د افريقا د سترې دښتې (Sahara) اقليم خورا لوند او د اوس په پرتله ښېرازه و؛ لرغون پېژندونکي نوموړې ښکارنده «ښېرازه يا شنه سهارا» بولي، چې د ښکار او وروسته د کرنې او کورنيو ژوو د ساتنې لپاره يې د خوښې وړ حالتونه چمتو کړل.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

Niolithic دوره له ميلاد څخه نږدې ۱۰۰۰۰ کالونه مخکې پيل شوه، چې د يو شمېر مهمو بدلونونه شاهده وه. لکه: د کولالۍ پېژندنه (لکه څرنګه چې په Tagalagal، Temet او Tin Ouffadene کې ثبوت شوي دي)، د رمې ساتنې خپرېدل او د تېږو په تپو [مقبرو] کې د مړي ښخول. دا چې له ميلاد څخه مخکې په (۲۸۰۰-۴۰۰۰) دوره کې اقليم بدلون وکړ، “Sahara” دښتې په پرله پسې ډول وچېدل پيل کړل، چې د سويل او ختيځ د استوګنې نمونې يې بدلون ته اړ کړې. کرنه او په تېره د ږدن او “sorghum” او همدرانګه کولالي پراخه شوه. اوسپنيز او مسي توکي په “Azawagh”، “Takedda”، “Marendet” او “Termit Massif” سيمو کې د لومړنيو موندنو په ګډون، په لومړي ځل همدې دوره کې راڅرګندېږي. له ميلاد څخه مخکې نږدې (۶۰۰۰-۸۰۰۰) کې د Kaffian او وروسته له ميلاد څخه مخکې نږدې (۲۵۰۰-۵۰۰۰) کې د Tenerian کلتورونه چې په Adrar Bous او Gobero کې وو، ګڼ شمېر د هډوکو جوړښتونه (اسکليټونه) په کې څرګند شوي دي چې د يادې دورې پر مهال جوړ شوي دي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د دې د پای پر لور تر لومړیو ميلادي پېړيو پورې، ټولنو په کرنه او د ښخولو دود کې د سيمه ییز توپير په لرلو سره، ودې کولو او يو څه پېچلې کېدلو ته دوام ورکړ. د دې وروستۍ دورې د يادونې وړ کلتور د Bura کلتور دی (نږدې ۱۳۰۰-۲۰۰ ميلادي)، چې د Bura لرغون پېژندنې سيمې له مخې نومول شوی دی. په ياده سيمه کې يوه کيندنه [قبر] وموندل شو، چې له اوسپنيزو او خاورينو مجسمو څخه ډک و. د Neolithic دوره د افريقا د سترې دښتې (Sahara) د ډبرين هنر د غوړېدلو شاهده هم وه، چې زياتره يې په Air Mountains، Termit massif، Djado Plateau، Iwenlene, Arakao, Tamakon, Tzerzait, Iferouane, Mammanet او Dabous سيمو کې و. نوموړی هنر له ميلاد څخه مخکې له ۱۰۰۰۰ کال څخه تر ۱۰۰ ز کال پورې دوره رانغاړي او د طبيعي منظرې له توپير لرونکو موسمي ژوو څخه د نېزې وهلو انځورونو تر تشرېحاتو پورې (چې د ليبي جنګياليو په توګه ژباړل شوی دی) د يو لړ موضوعګانو لړۍ انځوروي. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

له استعمار څخه مخکې نايجير کې سترواکۍ او پاچهۍ

د ليکلو سرچينو د کمښت له امله د نايجير لومړني تاريخ پوه ټاکلې ده، که څه هم روښانه ده چې له ميلاد څخه مخکې تر ۵ پېړۍ پورې د معاصر نايجير سيمه د ترانس سهارا سوداګرۍ سيمه جوړه شوې وه. د لېږد رالېږد په سم ډول د روزل شويو وسايلو په توګه له اوښانو څخه ګټه پورته کېده، چې مشري يې د شمال Tuareg قبيلو کوله او له هغې سيمې څخه تېرېدل، چې اوس پراخه دښته ده. ياده خوځېدنه چې د څو پېړيو لپاره به په څپو کې دوام وکړي، سويل ته له زياتې کډوالۍ او د نيمه سهارايي افريقايي او شمالي افريقايي وګړو په ګډون [يو له بله] او همدارنګه په پرله پسې ډول د اسلام په خپرېدنې سره مل وه. له نايجير سره د اومې پېړۍ په پای کې د شمالي افريقا د عربي يرغل له لورې مرسته وشوه، چې سويل ته د وګړو د کډواليو يا خوځښتونو پايله يې درلوده. د دې دورې پر مهال په Sahel کې بېلابېلې سترواکۍ او پاچاهۍ وغوړېدې. د يادو سترواکيو او پاچاهيو تاريخ د نايجير د هغو معاصرو پولو په دننه کې په اسانۍ سره سمون نه کوي، چې د اروپايي استعمار پلوۍ د دورې پر مهال رامنځته شوې. لاندې سترواکۍ د اصلي سترواکيو نږدې تاريخي دليل غوره کوي. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

د مالي سترواکي (1200s-1400s)

د مالي سترواکي يوه Mandinka سترواکي وه، چې نږدې ۱۲۳۰ ز کال کې د Sundiata Keita (r.1230-1255) له لورې رامنځته شوه او تر ۱۶۰۰ ز کال پورې يې دوام وکړ. لکه څرنګه يې چې په د سندياټا په جنګي بوله له یا حماسه (Epic of Sundiata) کې تفصيلي يادونه شوې ده، مالي “Mali” د Sosso سترواکۍ د لرې پرتې سيمې په توګه راڅرګنده شوه، چې په خپله د لرغونې غنا سترواکۍ څخه بېله شوې وه. له هغې څخه وروسته مالي په ۱۲۳۵ کې د Kirina جګړه کې “Sosso” سترواکۍ او په ۱۲۴۰ کې غانا سترواکۍ ته ماتې ورکړه. د مالي سترواکي د معاصر ګينه او مالي سرحدي سيمې ته نږدې له خپلې مرکزي خاورې څخه د پام وړ برياليو پاچاهانو په مشرۍ وغځېده او د “Trans-Saharan” سوداګريز لارو باندې واکمنه شوه، چې په (r. 1312-1337) کې د “Mansa Musa” د واکمنۍ پر مهال خپلې سترې پراختيا ته ورسېده. په دې مرکزي برخو کې چې اوس د نايجير د “Tillaberi” سيمه ده، تر ماليايي (Malian) واکمنۍ لاندې راغلې. مسلمان “Mansa Musa” په ۱۳۲۵-۱۳۲۴ کې حج ادا کړ او سترواکۍ کې يې د اسلام خپرول وهڅول، که څه هم داسې برېښي چې زياتره عادي اتباعو د نوي مذهب پر ځای يا يې تر څنګ د خپلو دوديزو عقيدو ساتنې ته دوام ورکړ. يادې سترواکۍ په ۱۵ پېړۍ کې پرېوتنه يا زوال پيل کړ، چې لاملونه يې د شاهي بريا پر سر د يو بل وژنه، کمزوري پاچایان، ساحل ته د اروپايي سوداګريزو لارو بدلون او د “Mossi”، “Wolof”، “Tuareg” او “Songhai” وګړو له لورې د سترواکۍ چاپيريال کې پاڅونونه وو. که څه هم د مالي پاچهۍ وروستۍ يا پاتې برخې د ۱۶۰۰ ز کال تر وروستيو پورې شتون ته دوام ورکړ.[۳۹][۴۰][۴۱]

ایداري وېش

تاریخ

جغرافیه

د نایجر هیواد نوم په یاد هیواد کې له بهیدونکی سیند نایجر څخه اخیستل شوی دی.

Ng-map.png

کلتور

اقتصاد

  1. République du Niger, "Loi n° 2001-037 du 31 décembre 2001 fixant les modalités de promotion et de développement des langues nationales." L'aménagement linguistique dans le monde Archived 19 October 2018 at the Wayback Machine. (accessed 21 September 2016)
  2. "Nigerien – definition of Nigerien in English from the Oxford Dictionaries". مؤرشف من الأصل في ۰۱ مارچ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Niger." The American Heritage® Dictionary of the English Language, Fourth Edition. 2003. Houghton Mifflin Company 22 February 2013 http://www.thefreedictionary.com/Niger Archived 12 May 2013 at the Wayback Machine.
  4. "Report for Selected Country Groups and Subjects (PPP valuation of country GDP)". IMF. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. World Economic Outlook Database, January 2018 Archived 3 May 2018 at the Wayback Machine., International Monetary Fund Archived ۱۴ فبروري ۲۰۰۶, at Archive-It. Database updated on ۱۲ افریل ۲۰۱۷. Accessed on ۲۱ افریل ۲۰۱۷.
  6. "World Economic Outlook Database. Report for Selected Countries and Subjects". د پیسو نړیوال صندوق. 17 April 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. World Economic Outlook Database, April 2018 Archived 26 April 2018 at the Wayback Machine., International Monetary Fund. Accessed on 17 April 2018.
  8. World Bank GINI index Archived 9 February 2015 at the Wayback Machine., accessed on 21 January 2016.
  9. "Human Development Report 2019" (PDF) (په انګلیسي ژبه کي). ملګري ملتونه. 10 December 2019. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۲ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Which side of the road do they drive on? Archived 14 April 2012 at the Wayback Machine. Brian Lucas. August 2005. Retrieved 28 January 2009.
  11. "ISO 3166". ISO Online Browsing Platform. مؤرشف من الأصل في ۱۷ جون ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "UNGEGN World Geographical Names". United Nations Statisticsc Division. 1 March 2017. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. How Do You Pronounce "Niger"? Archived 14 March 2012 at the Wayback Machine. from Slate.com, retrieved 4 March 2012
  14. "Niger." The American Heritage® Dictionary of the English Language, Fourth Edition. 2003. Houghton Mifflin Company 22 February 2013 thefreedictionary.com/Niger Archived 12 May 2013 at the Wayback Machine.
  15. "Latest Human Development Index (HDI) Ranking (2018)". hdr.undp.org. UNITED NATIONS DEVELOPMENT PROGRAMME. مؤرشف من الأصل في ۱۸ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 16 August 2014 باندې). Population Explosion. The Economist.
  17. Atlas A-Z. New York City: Dorling Kindersley. 2004. د کتاب پاڼې 289. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Geels, Jolijn, (2006) Bradt Travel Guide - Niger, pgs. 15-22
  19. Dibble, Harold L.; Aldeias, Vera; Jacobs, Zenobia; Olszewski, Deborah I.; Rezek, Zeljko; Lin, Sam C.; Alvarez-Fernández, Esteban; Barshay-Szmidt, Carolyn C. et al. (1 March 2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "On the industrial attributions of the Aterian and Mousterian of the Maghreb"]. Journal of Human Evolution 64 (3): 194–210. doi:10.1016/j.jhevol.2012.10.010. PMID 23399349. 
  20. Gwin, Peter. "Lost Tribes of the Green Sahara" Archived 3 September 2010 at the Wayback Machine., National Geographic, September 2008.
  21. Oliver, Roland (1999), The African Experience: From Olduvai Gorge to the 21st Century (Series: History of Civilization), London: Phoenix Press, revised edition, pg 39.
  22. کينډۍ:In lang Niger Archived 2 July 2014 at the Wayback Machine.. Encyclopédie Larousse
  23. Duncan E. Miller and N.J. Van Der Merwe, 'Early Metal Working in Sub Saharan Africa' Journal of African History 35 (1994) 1–36; Minze Stuiver and N.J. Van Der Merwe, 'Radiocarbon Chronology of the Iron Age in Sub-Saharan Africa' Current Anthropology 1968.
  24. Grébénart, Danilo (1993), "Azelik Takedda et le cuivre médiéval dans la région d'Agadez", Le Saharien (Paris), 125 (2): 28–33, مؤرشف من الأصل في ۲۴ جولای ۲۰۱۸, د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Iron in Africa: Revisiting the History Archived 25 October 2008 at the Wayback Machine. – Unesco (2002)
  26. Ancient cemetery found in 'green' Sahara Desert Archived 11 August 2014 at the Wayback Machine.. By Randolph E. Schmid. Associated Press /ABC News.
  27. Clark, J. Desmond; Gifford-Gonzalez, Diane (2008). Adrar Bous: archaeology of a central Saharan granitic ring complex in Niger. Royal Museum of Central Africa, Tervuren. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Stone Age Graveyard Reveals Lifestyles Of A 'Green Sahara'". Science Daily. 15 August 2008. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اگسټ ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 14 August 2008 باندې). Graves Found From Sahara's Green Period. The New York Times.
  30. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Lakeside Cemeteries in the Sahara: 5000 Years of Holocene Population and Environmental Change"]. PLOS ONE 3 (8): e2995. 2008. doi:10.1371/journal.pone.0002995. PMID 18701936. Bibcode2008PLoSO...3.2995S. 
  31. African Rock Art - Niger, British Museum, مؤرشف من الأصل في ۰۲ جولای ۲۰۱۹, د لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Caulson, David, Sub-Zone 3: Niger (PDF), ICOMOS, مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۸, د لاسرسي‌نېټه ۱۱ نومبر ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Shillington, Kevin (1989, 1995). History of Africa, Second Edition. St. Martin's Press, New York. Page 32.
  34. Centre, UNESCO World Heritage. "Site archéologique de Bura". UNESCO World Heritage Centre. مؤرشف من الأصل في ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Lewicki, T. (1994). "The Role of the Sahara and Saharians in Relationships between North and South". In UNESCO General History of Africa: Volume 3. University of California Press, کينډۍ:ISBN.
  36. Masonen, P: "Trans-Saharan Trade and the West African Discovery of the Mediterranean World. Archived 8 October 2006 at the Wayback Machine."
  37. Decalo, Sameul & Idrissa, Abdourahmane (1 June 2012). Historical Dictionary of Niger. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780810870901. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  38. کينډۍ:In lang Niger Archived 2 July 2014 at the Wayback Machine.. Encyclopédie Larousse
  39. Sirio Canós-Donnay (February 2019). "Mali Empire". Oxford Research Encyclopedias. doi:10.1093/acrefore/9780190277734.013.266. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-027773-4. مؤرشف من الأصل في ۳۰ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Mali Empire". Ancient Origins. 1 March 2019. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Mali Empire". World History Encyclopedia. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)