موزامبیق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

موزمبېق په پرتکالي República de Moçambique) چې رسمي نوم یې د موزمبېق جمهوریت دی. پلازمینه یې د ماپوتو ښار او رسمي ژبه یې پرتګالي ده، موزمبیق ۵۹۰'۸۰۱ کیلومتره مساحت او ۰۰۰'۳۹۷'۲۱ وګړي لري. نوموړی هیواد په ۲۵ د جون ۱۹۷۵م کال له پرتګال نه خپلواکی ترلاسه کړه. د یاد هیواد د پیسو واحد د موزامبیق متیکال (MZN) دی.

د موزامبیق ولسمشریزه
{{ |item_style=font-size:88%;|República de Moçambique (کينډۍ:ISO 639 name pt)}}
Flag of (موزامبیک)
بيرغ
نښان of (موزامبیک)
نښان
Location of  موزامبیق  (تیز آسماني) in افریقایي ټولنه  (روښانه آسماني)
Location of  موزامبیق  (تیز آسماني)

in افریقایي ټولنه  (روښانه آسماني)

پلازمېنه
او لوي ښار
ماپوتو
۲۵°۵۷′ سویل ۳۲°۳۵′ ختیځ / 25.950°سويل 32.583°ختيځ / -25.950; 32.583
رسمي ژبې پرتګالي ژبه
په رسمیت پیژندل شوې ژبې سواحلي ژبه
امواني ژبه
چوایي ژبه
شنګاني ژبه
دين (۲۰۱۷)

{{ |item_style=white-space:nowrap;

 |۵۶٫۱٪ مسیحیت
 |—۲۸٫۷٪ کاتولیک
 |—۲۷٫۳٪ پروتستانتیسم
 |—۰٫۱٪ نور
 |۱۸٫۰٪ اسلام
 |۱۷٫۹٪ بی دیني
 |۷٫۴٪ سنتي دینونه
 |۰٫۶٪ نور
}}
پيژندګلوي موزامبقیان
حکومت حاکم دولت حاکم ګوند نیمه ولسمشریزه ولسمشریزه[۱][۲][۳]
فیلیپ نیوسی
کارلوس اګستینو دو روساریو
قانون جوړونه ولسي جرګه
جوړښت
۱ مارچ ۱۴۹۸
۲۵ جون ۱۹۷۵
• د امنیت شورا ۳۷۴ هوکړه ملګري ملتونه
۱۶ سپټمبر ۱۹۷۵
• اوسنی اساسی قانون
۳۰ نوامبر ۱۹۹۰
۵ اکتوبر ۲۰۱۷
سیمه
• اوبه (٪)
۲٫۲
ټولټال سيمه ۸۰۱٬۵۹۰
د کثافاتو نړيوال ريکاډ ۱۷۸ام
• ۲۰۱۷ سرشمېرنه
۲۷٬۹۰۹٬۷۹۸
کثافت ۲۸٫۷
ن خ د ت (پي پي پي) ۲۰۱۹  د اټکل له مخې
• ټول
$۴۱٫۴۷۳ بیلیونه
• پر نفر
$۱٬۳۳۱[۴]
نا خالص داخلي تولید (نومي) ۲۰۱۹  د اټکل له مخې
• ټول
$۱۵.۳۷۲ بیلیونه
• پر نفر
$۴۹۳[۴]
ګيني (۲۰۰۸) negative increase ۴۵٫۷[۵]
Error: Invalid Gini value
د بشري پرمختيا اندازه  (۲۰۱۸)  ۰٫۴۴۶[۶]
Error: Invalid HDI value · ۱۸۰ام
پيسې متیکال موزامبیکی (MZN)
وخت زون وخت (يو ټي سي+۲)
د موټر چلولو لورې چپ
د ټیلیفون کوډ +۲۵۸
انټرنېټ کوډ .mz
Estimates for this country explicitly take into account the effects of excess mortality due to AIDS; this can result in lower life expectancy, higher infant mortality and death rates, lower population and growth rates, and changes in the distribution of population by age and sex than would otherwise be expected.


موزمبيق (/ˌmoʊzæmˈbiːk/) چې په رسمي ډول د موزمبيق جمهوريت دی، پرتګالي ژبه کې (Moçambique or República de Moçambique)، پرتګالي تلفظ يې ([ʁɛˈpuβlikɐ ðɨ musɐ̃ˈbikɨ])، چيچيوا ژبه کې (Mozambiki)، سواهيلي ژبه کې (Msumbiji) او په Tsonga ژبه کې (Muzambhiki) ليکل کېږي. موزمبيق په سويل ختيځه افريقا کې پروت هېواد دی، چې په ختيځ کې له هند سمندر، شمال کې له تانزانيا، شمال لويديځ کې له مالاوي او زمبيا، لويديځ کې له زيمبابوی او سويل لويديځ ته له ايسواټيني (سوازيلېنډ) او سويلي افريقا سره ګډه پوله لري. ياد خپلواک دولت ختيځ ته د موزمبيق کانال په واسطه له کومروس (Comoros)، مايوټي (Mayotte) او ماډاګاسکر (Madagascar) څخه بېل شوی دی. پلازمېنه او ستر ښار يې ماپيوټو (Maputo) دی، چې له ۱۸۷۶ څخه تر ۱۹۷۶ ز کال پورې د (Lourenco Marques) په نوم پېژندل کېږي.

د لومړۍ او پينځمې ميلادي پېړيو تر منځ د “Bantu” [ژبې] ويونکي وګړي له لرې شمال او لويديځ څخه نني موزمبيق ته کډه وکړه. شمالي موزمبيق د هند سمندر په مونسون يا موسمي سوداګريزو بادونو کې پروت دی. د ۷ او ۱۱ پېړيو تر منځ د سواهيلي بندر ښارګوټو يو لړۍ په کې اباده شوه، چې د يو ځانګړي سواهيلي کلتور او ژبې په پرمختګ کې يې مرسته وکړه. د منځنيو دورو په وروستيو کې ياد ښارګوتي يو ځل بيا د سوماليا، ايتوپيا، مصر، عربستان، ايران او هند د سوداګرو له لورې ودان شول. [۱۰]

په ۱۴۹۸ ز کال کې د (Vasco da Gama) سفر سيمې ته د پرتګاليانو رسېدنه په نښه کړه، چې په ۱۵۰۵ ز کال کې يې د استعمار او مېښت کېدنې يو پرله پسې بهير پيل کړ. د پرتګاليانو له څلور پېړۍ واکمنۍ څخه وروسته موزمبيق په ۱۹۷۵ز کال کې خپلواکي تر لاسه کړه او له يادې نېټې څخه لږه موده وروسته د موزمبيق د خلکو جمهوريت (People’s Republic of Mozambique) شو. له خپلواکۍ څخه يوازې دوه کلونه وروسته هېواد يوې سختې او پراخه کورنۍ جګړې ته دننه شو، چې له ۱۹۷۷ څخه تر ۱۹۹۴ز کلونو پورې يې دوام وکړ. موزمبيق خپلې لومړنۍ ګڼ ګوندي ټاکنې وکړې او له همغه وخت راهيسې يو څه ثابت ولسمشريز جمهوريت پاتې شوی دی، که څه هم اوس هم له کوچنيو سرکښيو سره مخامخ کېږي.

موزمبيق بډايه او پراخه  طبيعي سرچينې لري. د هېواد اقتصاد زياتره د کرنې پر بنسټ دی، مګر په ځانګړي ډول د خوړو او څښاکو، کيمياوي جوړښت او د المونيم او نفتو د توليد صنعت په کې ورځ تر بلې وده کوي. د چکر او سياهت برخه يې هم پراختيا کوي. سويلي افريقا د دې هېواد اصلي سوداګريز ملګری او د باندنۍ سيده پانګه اچونې سرچينه ده، په داسې حال کې چې بلجيم، برازيل، پرتګال او هسپانيه هم د موزمبيق تر ټولو مهم اقتصادي ملګري هېوادونه دي. د ۲۰۰۱ ز کال راهيسې د هېواد د کلني ناخالص کورني محصول منځنۍ وده د نړۍ د لوړو [ودو يا پرمختګونو] له ډلې څخه ده. که څه هم ياد هېواد د نړۍ له تر ټولو بې وسه او وروسته پاتې هېوادونو څخه دی، د سړي سر ناخالص کورني محصول، انساني پرمختګ، د نابرابرۍ معيارونو او د منځني ژوند اټکل کې ښکته ځای لري. [۱۱][۱۲]

د دې هېواد يوازينۍ رسمي ژبه پرتګالي ده، چې د نږدې نيمايي نفوس له لورې پرې زياتره د دويمې ژبې په توګه خبرې کېږي. په عامې هېوادنۍ ژبې Tsonga، Makhuwa، Sena او Swahili دي. د هېواد نږدې ۲۹ ميليونه نفوس زياتره له بانټو (Bantu) توکم وګړو څخه جوړ شوی دی. تر ټولو ستر مذهب په کې عيسويت دی، چې د پام وړ لږه کي په کې د اسلام او افريقايي دوديزو مذهبونو پيروي کوي. موزمبيق د ملګرو ملتونو، افريقايي ټولنې، د ملتونو د ګډو ګټو، د اسلامي مرستې سازمان، د پرتګالي ژبې هېوادونو ټولنې، د ناپييلي خوځښت او د سويلي افريقا د پرمختګ ټولنې غړی او په (La Francophonie) کې ناظر هېواد دی.

رېښه

ياد هېواد د موزمبيق له ټاپو څخه وروسته د پرتګاليانو له لورې (Moçambique) ونومول شو، چې له “Mussa Bin Bique” يا “Musa Al Big” يا “Mossa Al Bique” يا “Mussa Ben Mbiki” يا “Mussa Ibn Malik” څخه اخيستل شوی دی، چې يو عرب سوداګر و چې په لومړي ځل يې له ياد ټاپو څخه کتنه وکړه او وروسته په کې واوسېده. د ټاپو ښارګوټی تر ۱۸۹۸ پورې د پرتګالي مستعمرې پلازمېنه و. په همدې کال کې د هېواد پلازمېنه کې “Lourenco Marques” (نني Maputo) ته ولېږدول شوه. [۱۳]

تاريخچه

موزمبيق ته د بېنټو (Bantu) ويونکو وګړو د کډوالۍ نېټه له ميلاد څخه مخکې څلورمې پېړۍ ته ورګرځي. د لومړۍ او پينځمې ميلادي پېړيو تر منځ باور کېږي، چې د زمبيزي سيند (Zambezi River) د درې له لارې د کډوالۍ څپې له لويديځ او شمال څخه تېرې او بيا په پرله پسې ډول د سويلي افريقا لوړو [غرنيو] او ساحلي سيمو ته ننوتې. دوی د اهلي ژوو د ساتنې پر بنسټ کرنيزې ټولنې يا ډلې رامنځته کړې او له ځانونو سره يې د اوسپنې د ويلې کولو پښ کولو صنعت يا تخنيک پوهنه راوړله. [۱۴][۱۵]

سواهيلي ساحل

له ميلاد څخه د مخکې لومړۍ زريزې له وروستيو څخه د هند سمندر د سوداګرۍ پراخه شبکې د سويل پر لور موزمبيق ته دومره پراخه وغځېدې، چې د “Chibuene” لرغونی بندري ښارګوټی يې هم شاهد و. د هند سمندر په سوداګرۍ کې مخ پر وده پانګه اچونه، چې په نهمه پېړۍ کې پيل شوه؛ د معاصر يا نني موزمبيق په ګډون د ټول ختيځ افريقايي ساحل په اوږدو کې د ګڼو بندري ښارګوټو د ودې لامل شوه. ياد ښارګوټي چې زياتره يې خپلواک وو، په لومړني سواهيلي کلتور کې په پراخه ډول ګډون وکړ. اسلام په کې زياتره د هغو ښاري روڼ اندو له لورې ومنل شو، چې د سوداګرۍ چارې يې اسانولې. په موزمبيق کې “Sofala”، “Angoche” او د موزمبيق ټاپو تر ۱۵ پېړۍ پورې سيمه ايز قدرتونه وو. [۱۶]

يادو ښارګوټو د افريقا له کورنيو او د هند له سمندر څه د باندې سوداګرو سره سوداګري وکړي. په ځانګړي ډول مهم يې د سرو زرو او د عاج [د فيل غاښ] کاروان لارې وې. دنني دولتونه لکه د زيمبابوی پاچاهۍ او د ميوټاپا پاچاهۍ غوښتل شوي سره زر او د فيل غاښونه چمتو کړل، چې وروسته له ساحل څخه پورته پراخه بندري ښارونو لکه کيلوا “Kilwa” او مومباسا “Mombasa” ته يې راکړه ورکړه تر سره شوه. [۱۷]

پرتګالي موزمبيق (۱۹۷۵-۱۴۹۸)

کله چې په ۱۴۹۸ کې موزمبيق ته پرتګالي سپړونکي ورسېدل، وار له مخه په کې عرب سوداګريز استوګن د څو پېړيو لپاره د ساحل په اوږدو او له ټاپوګانو څخه لرې مېشت وو. له نږدې ۱۵۰۰ څخه پرتګالي سوداګريزو پوسټونو او کلا ګانو د عرب د سوداګريز او پوځي واک او لومړيتوب ځای ونيو او په ختيځ کې پر نوي اروپايي سيند باندې د غوښتنې منظم بندرونه شول، چې دا د مستعمرې کېدنې بهير جوړېدلو لپاره لومړني ګامونه وو. [۱۸][۱۹]

په ۱۴۹۸ کې “Cape of Good Hope” ته نږدې د “Vasco da Gama” يون د سيمې په سوداګرۍ، سياست او ټولنه کې پرتګالي ننوت په نښه کړ. پرتګاليانو د ۱۶ پېړۍ په لومړيو کې د موزمبيق ټاپو او د “Sofala” بندري ښار واک تر لاسه کړ او تر ۱۵۳۰ لسيزې پورې د پرتګالي سوداګرو او کان پېژندونکو کوچنيو ډلو، چې د سرو زرو په لټه کې وو؛ دننۍ سيمو کې يې نفوذ وکړ. يادو ډلو د “Zambezi” پر سيند باندې په Sena او “Tete” کې لښکرکوټونه او سوداګريزې پايې جوړې کړې او د سرو زرو پر سوداګرۍ باندې د پراخه واک تر لاسه کولو هڅه يې وکړه. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

ایداري وېش

موزامبیق هیواد په ټوله کې په ۱۰ ولایتونو او ۱۲۹ ولسوالیو وېشل شوی دی. ر این کشور تشکیل شده‌است.

د ښار منظره ماپوتو، د موزامبیق پلازمینه. له ماپوتو ولایت نه جدا د ښار وضیعت.

  1. نیاسا
  2. کابو دلګادو
  3. نامپولا
  4. تته
  5. زامبزیا
  6. مانیکا
  7. سوفالا
  8. ګازا
  9. اینهامبانه
  10. ماپوتو (ښار)
  11. ماپوتو
د موزامبیق هیواد ولایتونه

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

  1. Neto, Octávio Amorim; Lobo, Marina Costa (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". Between Constitutional Diffusion and Local Politics: Semi-Presidentialism in Portuguese-Speaking Countries]. د ټولنیزو علومو شبکه. 
  2. Shugart, Matthew Søberg (September 2005). "Semi-Presidential Systems: Dual Executive and Mixed Authority Patterns". Graduate School of International Relations and Pacific Studies (United States: University of California, San Diego). Archived from the original. کينډۍ:Citation error. https://web.archive.org/web/20080819200307/http://dss.ucsd.edu/~mshugart/semi-presidentialism.pdf. Retrieved 20 August 2016. 
  3. Shugart, Matthew Søberg (December 2005). "Semi-Presidential Systems: Dual Executive And Mixed Authority Patterns". French Politics 3 (3): 323–351. doi:10.1057/palgrave.fp.8200087. http://www.palgrave-journals.com/fp/journal/v3/n3/pdf/8200087a.pdf. "Of the contemporary cases, only four provide the assembly majority an unrestricted right to vote no confidence, and of these, only two allow the president unrestricted authority to appoint the prime minister. These two, Mozambique and Namibia, as well as the Weimar Republic, thus resemble most closely the structure of authority depicted in the right panel of Figure 3, whereby the dual accountability of the cabinet to both the president and the assembly is maximized.". 
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ "Report for Selected Countries and Subjects". www.imf.org. مؤرشف من الأصل في ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Gini Index". World Bank. مؤرشف من الأصل في ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Human Development Report 2019" (PDF) (په انګلیسي ژبه کي). ولسوالۍ. 10 December 2019. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۲ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Projecções da População — Instituto Nacional de Estatistica". www.ine.gov.mz. Archived from the original on 2020-03-07. Retrieved 2020-04-18.
  8. http://www.globalreligiousfutures.org/countries/mozambique#/?affiliations_religion_id=0&affiliations_year=2010&region_name=All%20Countries&restrictions_year=2016
  9. https://www.indexmundi.com/mozambique/religions.html
  10. Newitt, M.D.D. "A Short History of Mozambique." Oxford University Press, 2017
  11. Investing in rural people in Mozambique Archived 27 April 2015 at the Wayback Machine.. ifad.org
  12. "Mozambique". Archived 4 February 2021 at the Wayback Machine. The World Factbook. Retrieved 22 May 2007.
  13. History. ilhademo.net
  14. Lander, Faye; Russell, Thembi (2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The archaeological evidence for the appearance of pastoralism and farming in southern Africa"] (in en). PLOS ONE 13 (6): e0198941. doi:10.1371/journal.pone.0198941. PMID 29902271. Bibcode2018PLoSO..1398941L. 
  15. "Mozambique (07/02)". U.S. Bilateral Relations Fact Sheets/Background Notes. U.S. Department of State. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:PD-notice
  16. Sinclair, Paul; Ekblom, Anneli; Wood, Marilee (2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Trade and Society on the Southeast African Coast in the Later First Millennium AD: the Case of Chibuene"]. Antiquity 86 (333): 723–737. doi:10.1017/S0003598X00047876. 
  17. Newitt, Malyn. "Mozambique Island: The Rise and Decline of an East African Coastal City" 2004.
  18. Gupta, Pamila (2019). Portuguese decolonization in the Indian Ocean world: History and ethnography. London: Bloomsbury Academic. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781350043657. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة):{{{1}}}
  19. Isaacman, Allen; Peterson, Derek (2006). "Making the Chikunda: Military Slavery and Ethnicity in Southern Africa, 1750–1900". In Brown, Christopher Leslie; Morgan, Philip D. (المحررون). Arming Slaves: From Classical Times to the Modern Age. Yale University Press. د کتاب پاڼي 95–119. doi:10.12987/yale/9780300109009.003.0005. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-13485-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Mozambique (07/02)". U.S. Bilateral Relations Fact Sheets/Background Notes. U.S. Department of State. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:PD-notice
  21. Sheldon, Kathleen Eddy; Penvenne, Jeanne Marie. "Mozambique: Arrival of the Portuguese". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Sheldon, Kathleen Eddy; Penvenne, Jeanne Marie. "Mozambique: Arrival of the Portuguese". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Newitt, Malyn (2004). "Mozambique Island: The Rise and Decline of an East African Coastal City, 1500–1700". Portuguese Studies 20: 21–37. doi:10.1353/port.2004.0001. ISSN 0267-5315. http://www.jstor.org/stable/41105216. Retrieved 7 June 2021. 
  24. Isaacman, Allen; Peterson, Derek (2006). "Making the Chikunda: Military Slavery and Ethnicity in Southern Africa, 1750–1900". In Brown, Christopher Leslie; Morgan, Philip D. (المحررون). Arming Slaves: From Classical Times to the Modern Age. Yale University Press. د کتاب پاڼي 95–119. doi:10.12987/yale/9780300109009.003.0005. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-13485-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)