مهبل

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
د ښځې تناسلی آله

مهبل (په لاتين:Vagina )د ښځينو تی لرونکو ژويو د داخلو تناسلو غړو څخه یوه نلي عضله ده چې د مقعد او متيازو نل په منځ کې پرته ده. نوموړي غړه فرج د رحم سره لگوي او د حيض (د ښځې مياشتۍ ناروغی)، زیږولو او جنسي اړيکو (جماع) په وخت کې عمل کوي.

د ښځې مهبل[سمول]

د ښځې تناسلی آله

د ښځينې مهبل يو ارتجاعى نل دی چی اوږدوالي یی ۷ - ۸ سانتيمتره او قطر یی ۳ - ۵ سانتیمتره وي. دچوخړو (چخړو) پردو پنډوالي ۳ - ۵ ميليمتره وي او رنگ یی گلابي دی خو کله چې ښځه امیدواره ده نو دچوخړو پردو رنگ په ارغواني رنگ تبديل کېدلای شي. مهبل معمولا تړل شوي ده خو د زیږولو او جنسي اړيکو په صورت کی اوږدوالي او قطر یی درې ځله لوي کېدلای شی. د مهبل په پېل کې او رحم ته نژدې د بارټولین غدې(مرغړی) پرتې دي چې سپين یا ژیړ بلغم تولید کوي او مهبل د دي بلغم په مرسته غوړوي. د روغې ښځې مهبل يو شمیر باکتریاگان لکه L. crispatus, L. gasseri, L. iners a L. jensinii.48 L. acidophilus لري. د مهبل چاپېريال او داخلي برخه ترش (تريووالی یی ۳،۵ - ۴،۵ pH وي)ده چی د پاټوجېنو باکټرياگانو توليدولو ويجاړ کوي او د ښځې صحت د باکتریاگانو رنځونو څخه ساتلای شی. د باکرې مهبل لمړني جنسي اړيکې مخکې د مهبل پردې په مرسته پوښ شوي ده.





د مهبل رنځونه[سمول]

کانډيډا البيکانس
Trichomonas vaginalis

د کانډيډا البيکانس رنځ[سمول]

د مهبل تومنوخپرېدونکو رنځونه تر تولو گڼ شمير لرونکي رنځونه دي چي په ځانگړي ډول د Candida albicans د باکټریاگانو څخه منځ ته راځي. د دي ناروغو د نشانو څخه خارښت او درد دي یا د مهبل څخه سپين بلغم چي لکه چکې غوندی دي، بهېږي.

د مهبل د رنځونو باعثونه[سمول]

د کانډيډا الپيکانس د رنځ درملنه[سمول]

د مهبلې ناروغی علاج آسان دی. کله چې ښځه د مهبل ناروغی چی د Candida albicans منځ ته راځي لري نو درملونه لکه Econazol, Clotrimazol, مهبل ته ورکوي یا مهبل ته طبيعي درملونه چی د باکټریاگانو لکه Streptococcus salivarius, Streptococcus thermophylus, Lactobacillus delbruckii, Lactobacillus bulgaricus محتوی لري ورکولای شی.

ټریخوموناسیس[سمول]

ټریخوموناسیس یا ټریکوموناسیس یوه جنسي ساري ناروغۍ ده چی د Trichomonas vaginalis منځ ته راځي. اینکوباسیونی وخت یی ۴ – ۲۰ ورځه وي. کله چی ښځه ټریخوموناسیس لري نو د جنسي اړیکې په وخت کې درد او خارښت احساسوي. او د مهبل څخه ژیړ، رنگړی، بد بو لرونکي او قلیایی بلغم بهيږي. د دي ناروغۍ د علاج لپاره د Metronidazol گولی او د Metronidazol یا Clotrimazol شاپونه ورکول کېږي. د امیدوارو ښځو ته اجازه نه ده چی د Metronidazol څخه کار واخلي.