محمد فاضل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ملا محمد فاضل (زوکړه: ۱۹۶۷ زکال) د ۲۰۲۱ زکال د سپټمبر میاشتې له اوومې نېټې راهیسې د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مرستیال دی. نوموړي د طالبانو د تېر حکومت پر مهال (۱۹۹۶ – ۲۰۰۱ زکال) هم په دغې څوکۍ کار کړی دی. [۱][۲]

فاضل وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو له خوا د جنګیالیو دښمنانو په کتار کې وګڼل شو ۱۲ کاله یې د کیوبا په ګوانتانامو بندخونه کې تېر کړل. په دغه بند کې د نوموړي د سریال شمېره ۷ وه. نوموړی د ۲۰۰۲ زکال د جنوري په ۱۱مه د ګوانتانامو بندخونې ته ولېږدول شو او د ۲۰۱۴ زکال د مۍ تر ۳۱مې نېټې پورې هملته بندي و. فاضل د طالبانو د ډلې له څلورو نورو غړو – خیرالله خیرخواه، عبدالحق واثق، نورالله نوري او محمد نبي عمري – سره یوځای له دندې څخه د تښتېدلي امریکايي سرتېري، بوئی برګډال د خوشي کولو په بدل کې خوشي شو؛ دغه امریکايي سرتېری د طالبانو له همکارې حقاني شبکې سره بندي و. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

مخینه[سمول]

د فاضل د مخکې ژوند اړوند چندان اطلاعات شتون نه لري. هغه د کاکړو پښتنو قبیلې ته اړوند دی او له ۱۹۹۶ زکال څخه تر ۲۰۰۱ زکال پورې د افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د ملي دفاع وزارت مرستیال وزیر و. د امریکا استخباراتي تحلیل ګران اټکل کوي چې فاضل په ۱۹۶۷ زکال کې د افغانستان د ارزګان ولایت د چهار چینو ولسوالۍ په سکزي کلي کې زیږېدلی. نوموړي د طالبانو د لومړۍ دورې حکومت د پاشل کېدو پر مهال د شمالي ټلوالې له قوماندان عبدالرشید دوستم سره د عمومي بخښنې اړوند مذاکره وکړه. ویل کېږي چې هغه له ۱۹۹۶ زکال څخه د ۲۰۰۱ زکال تر وروستیو پورې د زرګونو شیعه ګانو د وژنې مسئول دی. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په یو اس اس باتان بېړۍ کې بندي کېدل[سمول]

په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف څرګنده کړې چې دوی د ځانګړو څېړنو په موخه د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو بېړۍ یو اس اس باتان (ال ایچ ډي – ۵) ته ولېږدول شول. ضعیف لیکي چې په بېړۍ کې د بندیانو ځای شپږ منزله لاندې وې او د هر بندي خونې یوازې یو په دوه مترو کې اندازه لرله. هغه لیکلي چې بندیانو له یو بل سره د خبرو کولو اجازه نه لرله، خو «بالاخره یې ولیدل چې ملا فاضل، نوري، برهان، واثق صاحب او روحاني ټول د بندیانو په ډله کې و». د ګوانتانامو د دوسیو لیکوال او تاریخ لیکونکي انډي ورټینګټون فاضل یو له هغو کسانو څخه بللی چې ضعیف وپېژانده.

د آزادۍ مذاکره[سمول]

تر ۲۰۰۹ زکال پورې ډیری افغانان بېرته افغانستان ته ولېږل شول. د ۲۰۱۱ زکال له مني څخه د ۲۰۱۲ زکال تر ژمي پورې متحده ایالاتو له طالبانو سره د سولې خبرې وکړې، له دغو خبرو څخه تر ټولو زیاته افشا شوې موضوع د فاضل او نورو څلورو مخکښو طالبانو؛ نورالله نوري، خیرالله خیرخواه، عبدالحق واثق او محمد نبي عمري د بند اړوند وه. د خبرو اترو دوام دې ته اړوند و چې باید دغه پنځه کسان دې د قطر پلازمېنې دوحې ته ولېږل شي، چیری چې بیا هغوی ته د طالبانو د رسمي دفتر د پرانیستو اجازه ورکړل شوه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د ۲۰۱۲ زکال په مارچ میاشت کې راپور ورکړل شو چې، کرزي ته نږدې کس او همدارنګه د ملي امنیت شورا مرستیال، ابراهیم سپین زاده د همدغې میاشتې په لومړیو کې په ګوانتانامو بندخونه کې له دغو پنځو کسانو سره لیدلي او قطر ته یې د هغوی د لېږد اړوند هوکړه تضمین کړې ده. ویل کېږي چې کرزی په پیل کې د بندیانو له دغه ډول انتقال سره مخالف و، خو وروسته یې له دغې طرحې ملاتړ وکړ. [۲۰]

د مشترکې ارزونې کاري ډله[سمول]

د ۲۰۰۹ زکال په جنوري میاشت کې هغه مهال چې ولسمشر بارک اوباما د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو، د ګوانتانامو بندخونې اړوند یې زیاتې ژمنې وکړې. هغه ژمنه کړه چې په دغه بند کې به د بندیانو شکنجې کولو ته پای ټکی کېږدي او همدارنګه به د ارزونې یو نوی سیسټم رامنځته کړي. د ارزونې په دغه نوی سیسټم کې شپږ ادارو ونډه لرله چې د OARDEC کتنې په بشپړه توګه د دفاع وزارت له خوا ترسره کېدلی. هغه مهال چې د ارزونو راپور وړاندې شو، یو کال وروسته د مشترکې ارزونې کاري ډلې یو شمېر بندیان د ډیرو خطرناکو کسانو په ډله کې ډلبندي کړل چې نه باید دوی له ګوانتانامو څخه ولېږدول شي، په داسې حال کې چې پر هغوی باندې د شته تورونو د اثبات په موخه شواهدو شتون نه درلود. د ۲۰۱۳ زکال د اپریل په ۹مه دغه اسناد اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په غوښتنه عمومي کړای شول. محمد فاضل یو له هغو بندیانو څخه و چې تر ډېره بې ګناه ګڼل کېده، خو خوشي کول یې ډېره خطرناکه چاره وه. ورته مهال اوباما ژمنه وکړه که چېرې یو شمېر کسان له کچې زیات بې ګناه وبلل شي، خو خوشي کول یې ګواښمنه چاره وي، د ارزونې د دوره یي پلاوي له خوا یې موضوع بیاځلي ارزول کېږي، د دغو کسانو له یو پر څلورمې څخه لږ برخې یې بیاځلي ارزونې ته لاسرسی وموند.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

خوشي کېدل[سمول]

د ۲۰۱۴ زکال د جون په لومړۍ نېټه فاضل او نور څلور طالب بندیان د تښتول شوي امریکايي سرتېري بوئی برګډال په بدل کې چې نږدې پنځه کاله وړاندې د طالبانو له خوا تښتول شوی و، په قطر کې خوشي شول. برګډال د ۲۰۱۷ زکال د اکتوبر په ۱۶مه له دندې څخه د تېښتې په جرم اعتراف وکړ. فاضل او له هغه سره خوشي شوو نورو څلور طالب بندیانو د خوشي کېدو د شرط له مخې اجازه نه لرله تر یوه کال پورې له قطر څخه ووزي. د بشري حقونو څار ډله استدلال کوي چې له ګوانتانامو څخه د فاضل د خوشي کېدو سربېره، فاضل باید د جنګي جنایاتو له امله تر څېړنو لاندې ونیول شي. [۲۵][۲۶][۲۷]

نوموړی د افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ زکال د سپټمبر په ۷مه نېټه د ملي دفاع وزارت مرستیال وټاکل شو.

سرچينې[سمول]

  1. . The Taliban Are Telling Us They Haven't Changed at All. The Economic Times.
  2. (په 2014-06-01 باندې). Taliban's Mullah Omar celebrates prisoner-swap 'victory'. BBC News.
  3. "List of Individuals Detained by the Department of Defense at Guantanamo Bay, Cuba from January 2002 through May 15, 2006" (PDF). United States Department of Defense. 2006-05-15. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Terror suspects freed by Obama admin. For soldier were labeled 'high risk' in 2008: Report". The Washington Times. مؤرشف من الأصل في ۲۰ جولای ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په June 2014 باندې). Taliban's Mullah Omar celebrates prisoner-swap 'victory'. BBC News.
  6. JTF-GTMO (2007-03-16). "Measurements of Heights and Weights of Individuals Detained by the Department of Defense at Guantanamo Bay, Cuba". Department of Defense. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جنوري ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Measurements of Heights and Weights of Individuals Detained by the Department of Defense at Guantanamo Bay, Cuba (ordered and consolidated version)" (PDF). Center for the Study of Human Rights in the Americas, from DoD data. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ جون ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Margot Williams (په 2008-11-03 باندې). Guantanamo Docket: Mullah Mohammad Fazl. New York Times.
  9. . Bowe Bergdahl pleads guilty to desertion, faces up to life in prison. CNN.
  10. Lawmakers may seek to block Taliban transfer Archived November 29, 2014, at the Wayback Machine. by Mark Hosenball and Missy Ryan. January 6, 2012.
  11. Edward Cody (په 2001-12-24 باندې). If Able, Pakistan to Hand U.S. Bin Laden: Musharraf Makes Pledge as Troops Scour Border, but Says Fugitive May Be Dead.[مړه لينکونه] name=UyghurCongress2006-04-28> (په 2006-04-28 باندې). Afghans praise, Pakistanis slam Guantanamo list. World Uyghur Congress[مړه لينکونه]
  12. "Mullah Mohammad Fazl - the Guantánamo Docket". مؤرشف من الأصل في ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. JTF- GTMO Detainee Assessment Department of Defense
  14. Justin Huggler (په 2001-11-25 باندې). Taliban defect but foreigners pledge to fight to the death: Siege of Kunduz - Victory appears close but fears mount that standoff could still end in bloodbath. The Independent.[مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  15. Lawmakers may seek to block Taliban transfer Archived November 29, 2014, at the Wayback Machine. by Mark Hosenball and Missy Ryan. January 6, 2012.
  16. M K Bhadrakumar (په 2012-01-10 باندې). There's more to peace than Taliban. Asia Times
  17. (په 2012-03-10 باندې). Guantanamo Taliban inmates 'agree to Qatar transfer'. BBC News
  18. Rahim Faiez, Anne Gearan (په 2012-03-12 باندې). Taliban prisoners at Guantánamo OK transfer. Miami Herald
  19. Hamid Shalizi (په 2012-03-10 باندې). Taliban Guantanamo detainees agree to Qatar transfer - official. Reuters
  20. Hamid Shalizi (په 2012-03-10 باندې). Taliban Guantanamo detainees agree to Qatar transfer - official. Reuters
  21. Peter Finn (په January 22, 2010 باندې). Justice task force recommends about 50 Guantanamo detainees be held indefinitely.
  22. Peter Finn (په May 29, 2010 باندې). Most Guantanamo detainees low-level fighters, task force report says.
  23. Andy Worthington (June 11, 2010). "Does Obama Really Know or Care About Who Is at Guantánamo?". مؤرشف من الأصل في ۱۶ جون ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه July 21, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 2013-04-09 باندې). 71 Guantanamo Detainees Determined Eligible to Receive a Periodic Review Board as of April 19, 2013. Joint Review Task Force
  25. . Bowe Bergdahl pleads guilty to desertion, faces up to life in prison. CNN.
  26. Gossman, Patricia (June 17, 2014) Prosecute Taliban Commander in Bergdahl Swap for War Crimes Archived January 15, 2016, at the Wayback Machine. Human Rights Watch hrw.org
  27. . American soldier held captive in Afghanistan is now free. MSNBC