ويکيپېډيا:مبلغ، نه پېغمبر
مبلغ، نه پېغمبر
ليکوال:حسن بن فرحان مالکي
د ژباړن خبرې څه چې لولئ د «داعية وليس نبياً» (د عمان، دارا لرازي د خپروندويه ټولنې، د ۱۴۲۵ س لومړی چاپ) کتاب ژباړه ده، چې د سعودي عربستان نامتو عالم او نقاد علامه حسن بن فرحان مالکي، د شيخ محمد بن عبدالوهاب مسلک له دنننه ارزولی دی. په ارزونه کې يو شمېر ټکي شته، چې هم په افغانستان کې د شيخ لارويانو ته مهم دي او هم د نورو اسلامي مذاهبو لارويانو ته. او ترې انګېرل کېږي چې بايد په هېواد کې د ګردو اسلامي مذاهبولارويان خپلمنځي تفاهم او همېشنۍ خبرې اترې رادبره کړي او هم راښيي چې يو نقاد او کره کوونکی څنګه د خپلو هېوادني شرايطو په پامنیوي، يوه مسئله وارزوي او داسې پايلې ترې اخلي، چې هم د کره کړای شوی مسلک لارويانو ته خپلې نيمګړتياوې ورپه ګوته کړي او هم په ټولنې کې د رغنده سمونې لپاره د انديزو اندېښمنو مخه ډب کړي. په هېواد کې د هغه خوځښت او بهير ته په تمه چې د قرآن او سنتو په رڼا کې ګردو اسلامي مذاهبو د عالمانو او پوهانو په مشرۍ د اسلامي ويښتيا يو فرهنګي مرکز رامنځ ته شي چې د خپلمنځي تفاهم له لارې شته خنډونه له منځه يوسي. په خپلو کې ولورېږي (رحما بينهم) او د توحيد، اسلام، انسانيت او د هېواد د اندیزې جغرافيا د مخالفينو پر وړاندې «يد واحد» وي.
لاس پورې کول څو کاله وړاندې مې د شېخ محمد بن عبدالوهاب د کشف الشبهات کتاب په لنډو لنډو ياداښتونو کې کره (نقد) کړ او څه موده وروسته مې له سره وکوت، تر سمونې يې او د نويو مطالبو راټولو وروسته پام مې شو، چې په راټول شويو مطالبو د شيخ تکفيري مسلک کره کولای شم. په همدې وجه مې هوډ وکړ، په يوه داسې وخت کې، چې د شیخ دشخصیت، مسلک او لارويانو په باب پوښتنو ګروېګانو او خبرو زور اخستی، راټول شوي مطالب تر بيا کتنې او سمونې وروسته، په کتابي بڼه خپور کړم، چې څرګنده شي ايا شيخ محمد په مسلک کې داسي مطالب شته، چې مسلمانان تکفير کړي، يا دا يو تور دی، چې دښمنانو يې ورپورې تړلی دی؟ يا يې له کلامه د ناسمې پوهېدنې ځنېراولاړ شوی دی؟ پر اصلي مطلب تر لګيا کېدو مخکې، لازمه ده په سريزه کې د هر ډول شبهې او شک لرې کونې او د دې ليکنې د موخې لاسپيناوي لپاره، څو مسئالې يادې کړم، وروسته به د شېخ محمد د ليکنو او ويناوو په لاسوند اصلي موضوع راشي.
لومړنۍ خبرې
لومړی: شيخ محمد بن عبدالوهاب څوک دی؟ وار له مخکې بايد څرګنده شي، چې شيخ محمد بن عبدالوهاب رحمه الله يو سمونپال مبلغ دی نه پېغمبر. له نظري پلوه هېڅوک له دې موضوع سره مخالف نه دي او له عملي پلوه هم، د منصفانو له نظره څه مخالفت نشته؛يوازې دوه ډلې له دې ليدلوري سره مخالفې دي: ۱- هغوی چې شيخ محمد تکفير او تفسيقوي او په ټوليز ډول په موخو کې يې شکمن دي، مبلغ او سمونپال يې نه ګڼي. ۲- هغوي چې د شیخ د مسلک ارزونه نه مني او تېروتي ځايونه يې نه مني او په ټول کې يې د معصومو پېغمبرانو په ليکه کې بولي. ما دا ليکنه د دواړو ډلو د ليد لوريو د نه منلو په نيت «مبلغ، نه پېغمبر» په نامې تدوين او خپره کړه: (۱): يوه ډله يې تکفيروي او بله يې په اړه غلو کوي. د سعودي عربستان ټول خلک او ان د نړۍ ډېری مسلمانان د شيخ محمد د خوځښت له اغېزو برخمن شوي دي . (۲): خو له دې سره سره هډو سمه نه ده، په کومو ځايونو کې چې تېروتی، په پټو سترګو يې لاروي وکړو. ځکه نوموړی د نورو عالمانو، مبلغانو او ديني طالب العلمانو په کتار کې دی، نو لکه څنګه چې د ابوحنيفه، شافعي په څېر مشرانو د تېروتنو نقد جايز بولو . (۳): بايد د شيخ محمد د تېروتنو نقد هم روا وګڼو، په تېره دې ته په پامنيوي د ګردو منصفو عالمانو په اند، بېشکه د علمي درجې او اغېزمنتيا له اړخ د شېخ مقام تر هغو عالمانو خورا ټيټ دی، چې د ليد لوريو کره کول يې روا بولو.
دويم: شيخ محمد د پلويانو او مخالفانو افراط شيخ محمد هم د نړۍ د نورو نامي وګړو په څېر په ستاينه کې د غلو او په غندنه کې د غلو ترمنځ پروت دی، په دې ليکنه کې هڅه شوې، چې په دې اړه؛ منځلاري وسوو او په پوره انصاف سره وچلېږو او د شيخ د سمو او ناسمو ليدلوريو په پېژندو يې حق او سمې ليدلوري ومنو او د ناسمو ځايونو په ابطال او نه منلو کې لنډون ونه کړو او په دواړو حالاتو کې له خدايه ورته ثواب او له ګناه او سزا د خونديتوب هيلمن يوو؛ خو بايد له دې بښنې سره يو ځای خلکو ته يې تېروتنې په دليل او برهان تشريح کړو، که تېروتنې يې د ايماني (عقیدتي) مسايلو په باب وي او که د شرعي احکامو په هکله، که څه منو چې پر افراطي لارويانو يې د عقیدتي تېروتنو اغېز خورا ډېر دی، هسې نه خلک له دې تېروتنو اغېزمن شي او د شېخ د افراطي لارويانو خوا ونيسي؛ ځکه دا ډله مخکې تردې چې د نوموړي خدمت وکړي، د ړانده تعصب په پار جفا ورسره کوي، نن يې افراطيان پر منځلاريو ورزيات شوي او د دې بېړنۍ انتقادي څېړنې موخه او مخاطب مو همدا ډله ده؛ ځکه دې ډلې بېشکه د شېخ په لاروۍ کې افراط خپلکړی او د شيخ د مسلک ارزونې مخه یې نيولې او له هغو کسانو سره مبارزه کوي، چې د شيخ ځينې ليکنې يې کره کړي دي. دوی د دنيوي څو ورځېني ژوند په خوښيو او خوندونو غوليدلي او حماقت او بې عقلۍ يې دين په کوچنيو او خورا کوچنيو ډلو ويشلی دی. دوی د زړه راښکون او ډار ترمنځ دوه زړي دي. خپل عمر د بې ارزښته او ناڅيزه چارو لپاره تباه کوي، چې له ناڅيزه فروعاتو، اسماني اصول جوړ کړي، چې پر بنسټ يې مهمې چارې لکه د مسلمانانو تکفيرول او وژنه، کوچنۍ وګڼي او په پای کې اعلان کړي چې :موږ د خپلو اسلافو او مخکېنيو لارويان یوو او په هيچا او هيڅ څيز يې نه ورکوو، دوی مو صالح مشران او اسلاف دي او لار مو څرګنده او روښانه ده. بيا خلک شکمنېږي: ړوندوالی او مطق لالهاندي او بې سابقه تعجب، چې ټول د نېغې لارې په دواړو خواوو کې، د پاڼ یا ګړنګ پرڅنډه ، پر خپل افراط او تفريط ټينګار کوي او په دې حال کې خپل عمر د باطل مطلق او حق ترمنځ پوپنا کوي. له وخته ويل شوي دي: «د عالم ښويېدنه د نړۍ ښويېدنه ده» نو ځکه پر عالمانو او پوهانو فرض ده، چې د مسووليت او مړانې له دريځه، په خورا ادب، پوهې او انصاف د مشرانو تېروتنې څرګندې او بيان کړي او د دې مسووليت په سرته رسولو کې، د خپلو لارويانو په غلو او افراط کې ښکېل نشي او د مشرانو د فضيلت له اقرار څخه ډډه ونکړي او د دوی دښمنان هم، عالمان ناچار نه کړي، چې د دې ډلې د تېروتنو او افراط په لومه کې ونښلي. نو ځکه، با انصافه ديني طالب العلمان چې د خدای د رحمت په لټه کې دي، مسووليت يې دی، چې خلک په دې چارو کې، د مشرانو د شخصیت د ارزونې پرمهال د سوچه حقيقت سپړنې لپاره، منځلارۍ ته وهڅوي، چې د دوی رښتونې شخصیت، بې له افراط يا تفريطه، څنګه چې ده، له ګردو ښو او بدو سره يې وپېژندل شي، ځکه بې له پېغمبرانو او الهي استازيو، هيڅوک له تېروتنو او پرې له ټينګار ځنې خوندي نه دي.
درېيم: د وهابيت اصطلاح کارونه دلته څو ټکي د يادونې وړ دي: ۱. لوستونکی د دې ليکنې له لوستو پوهېږي، چې کله د «وهابيت» اصطلاح کارېږي؛ نو منظور د وهابيت غندنه- هغه عمل چې د دوی مخالفين يې کوي - يا يې لزوماً د نوي راښکاره شوي مذهب په توګه تاييد نه؛ بلکې په دې پار ده، چې ډېر اوسني مسلمانان، دا اصطلاح او نامه د يوسمونپال فکري بهير په باب کاروي، چې خپل تاريخ، ځانګړنې، ليکنې او ځانګړي مشران او مشايخ لري او د يوې ځانګړې ډلې په بڼه پېژندل شوې ده. ۲. د ځينو وهابيانو دا نامه خوښېږي او د ځان په اړه يې کاروي.(وګورئ: ۲ پيوست). ۳. څه لزوم نلري، چې د يو مسلک مراد يا مشر پر خپل مسلک نامه کېدي، ځکه د خپلو څېړنو په پای کې دې پايلې ته رسېدلی يم، چې ډېرو مذهبي مشرانو؛ بلکې يو يې هم، د خپل مذهب نامه انتخاب کړې نه ده؛ بلکې تر مرګ وروسته يې، خلک د دوی د مذاهبو نامې غوره کوي. نو ځکه ويلای شو: نه احمد حنبل، خپل مذهب ته حنبلي نامه ټاکې، نه شافعي، شافعيه، نه ابوحنيفه، حنفيه، نه مالک، مالکيه، نه جعفر صادق، اثنا عشريه يا اماميه، نه زيد بن علی، زيديه، نه طبري، داوود ظاهري، عبدالله بن اباض او د مذاهبو نورو مشرانو د خپل مذهب نامه غوره کړې ده، ان ځانګړو شاګردانو (زده کړيالانو) يې هم په دغسې کار لاس پورې کړی نه دی، بلکې د وخت په تېرېدو او د هر مذهب د ځانګړتياوو او بنسټونو د څېړنې په پايله کې، دغسې نامې ايښوول کېدې .
څلورم: شيخ د خپلې زمانې يوازينی عالم او مبلغ نه و په اسلامي هېوادونو کې د شيخ محمد يو شمېر يارانو او هم يې معاصرو عالمانو انګېرله، چې نوموړی د خپلې زمانې وتلی او يوازېنی عالم و او کومو اسلامي سيمو، چې د شيخ بلنه ونه منله، د شرک وکفر ښارونه دي او د دې سيمو عالمان بې عقلان وه چې هډو له دينه ناخبره وو او د دې په څېر ګومانونه. افسوس د مسلمانانو د تکفيرولو آر (اصل) او ښارونه او سيمې يې د کفر ټاټوبي ګڼل او عالمان يې کافران بلل، د شيخ په ويناوو کې جرړه لري، چې ژر به يې شرح راشي. پر جزيرة العرب او ډېری مسلمانانو د شيخ د سمونپالي خوځښت له اغېز سره سره، که څه په دود او شيوه يې څه نيوکې شته، چې وبه يې لولو، بايد د ديني علومو طلاب په دې ټکي وپوهېږي، چې شيخ او لارويانو يې په دې هکله ناسم چلېدلي دي. په وروستيو درېيو پېړيو کې، بې له شيخه، نور مبلغان، سمونپالي او پوهان هم وه، چېخدای خلک د دوی له شتونه برخمن کړي، چې نبايد د دوي د احترام او حقوقو په اړه بې انصافي وشي، يا يې د ښارونو ميشت مسلمانان پر کفر وشرک تورن شي. د بېلګې په توګه د دې وګړيو نامه اخستای شو: شيخ شاه ولی الله دهلوي، شيخ محمد حيات سندي، شيخ تهانوي هندي او علامه محمد بن اسماعيل امير صنعاني، چې تر شيخ محمد خورا عالمان، منځلاري او اغېزمن وو او په نورو مسلمانانو کې تر شيخ څخه خورا ټولمنلي وو، که څه د شيخ د خوځښت د اغېز سيمه پراخ او د خپل پيغام په تبليغ کې خورا ګړندی و . همدغسې محمد بن فيروز احسائي حنبلي عالم او امام شوکاني يماني چې د شيخ محمد تر مړيني لږ وروسته اوسېده، يادولای شو. په وروستۍ پېړۍ کې هم، څو عالمان او مبلغان ډګر ته راوتلي چې اغېزمنې لاس ته راوړنې يې پرېښي لکه: په مصر کې د شيخ حسن البناُ، په پاکستان او هند کې د علامه مودودي، په شام کې د جمال الدين قاسمي او په سودان کې د مهدي سودانی بلنه. پر دوي سربېره داسې عالمان هم يادولای شو، چې د ولسونو تر راجلبولو ډېر يې د پوهې او فرهنګ خپراوي ته پاملرنه درلوده، لکه: سيد جمال الدين افغاني الحسيني، محمد عبده او ... چې دوی يو هم په هغو چارو کې د مسلمانانو له تکفيرولو سره، چې شيخ محمد ورته شرک وايه، موافق نه وه. نټه (انکار) نشو کړای چې تېر عالمان او هغه عالمان چې نامې يې اخستل شوي نه دي، په تېره د مذاهبو مشران، د اسلام د ماڼۍ په بيارغاونې کې، د مسلمانانو د مانېزې (معنوي) کچې په ارتقاء کې، په عقيدتي او د احکامو په اړخ کې د تېروتنو په سمونې کې او د ديني ښوونو په راسپړنې کې يې خورا ستره ونډه درلودلې وه، که څه هم له دې بلنو ځنې يو شمېر يې له علمي يا عملي تېروتنو سره مل وې. په ټول کې د دې ديني سمونپالو د بلنې روح اسلامي و؛ د بلنوله اسلامي والي مطلب دا نه دی چې دوی د خپل تبليغي حرکت په لمن کې تېروتنه نه درلوده، چې د دې مسئلې له درک څخه د سمونپالو ډېری لارويان بېوسي دي؛ خو پام مو وي، چې دې تېروتنو پر ځينو ديني طالب العلمانو منفي اغېز کړې. هغوی چې ددې مشرانو په باب د افراط لار خپلوي او سره له دې چې له نظري اړخ ګروهن (معتقد) دي، چې دوی هم صوابي چارې لري او هم تېروتنې؛ خو په رښتوني کې د دوي د نظرياتو له کره کتنې، ارزونې انتقاد او ګوتنېونې مخنيوي کوي؛ نو عملاً د خپلو مشرانو او پېغمبرانو ترمنځ دومره توپير نه ويني. په همدې پار، شيخ محمد بن عبدالوهاب رحمه الله هم له دې ډلې مستثنا نه دی، نو لکه څنګه چې د حسن البناء، مهدي شوکاني، مودودي او ... لارويان د خپلو مشرانو په باب افراط خپلوي، د شيخ يو شمېر لارويان هم، د شيخ پر ژوندوني اوترمرګ وروسته يې د ده په اړه سخت افراط خپل کړی او د ده د ګردو ليکنو او فتواوو په تړاو، ان هغه فتواوې چې په ډاګه له احاديثو او رواياتو سره اړخ نه لګوي او هم د ملتونو، دولتونو او اشخاصو په باب يې د ليدلوريو په هکله تعصب کوي . لارويانو يې دومره غلو کړې، چې ان د شيخ د بلنې رکين رکن يې چې «د صالحانو په ستاينه کې د غلو» غندنه ده، ناليدلی ګڼلی او سره له دې چې د شيخ د بلنې يو له بنسټېزو محورونو ځنې د صالحانو په ستاينه کې پر غلو ګوتنېونه او انتقاد و، خو د شيخ د نظر پر خلاف، دا موضوع د شيخ د افراطي لارويانو پر يو له بنسټيزو اعتقادي اصولو ځنې اوړېدلې ده . يو له هغو عواملو چې دا ډله يې افراط خپلولو ته ورټېل وهلې، د دوی د مخالفانو توندي ده، لکه له شيخ سره د صوفیه، شيعه او د اهل سنتو د څلورګونو مذاهبو د ځينو ډلو د لارويانو ناعادلانه چلن، چې ګومان يې وکړ، شيخ د نوي دين يا نوي مذهب د رادبره کېدو ادعا کړې، يا د انګرېزان ځری او جاسوس دی، يا يې د نبوت ادعا کړې او د پېغمبر (ص) په هکله يې دښمني کړې، يا يې انحضرت (ص) ته سپکاوی کړی او نور باطل او بې بنسټه تورونه. د شيخ پر ضد دا ډول اغراق ډوله دښمنۍ د مخالفانو په مقابل کې د شيخ په ځينو لارويانوکې د افراطيت ستنو د ټينګښت لامل شوی؛ هغه افراطيان چې انګېري، څوک چې شيخ کره (نقد) کړي، نو د شيخ د سمونپال ځوځښت او د سلفيه وو د ګردو عقایدو دښمن دی او ځينې په خپله عقیده کې دومره مبالغه کوي، چې دا عمل له اسلام سره يو ډول دښمني بولي. دا ډول چلندونه، دومره حېرانوونکي هم نه دي؛ ځکه د هر ديني مشر په لارويانو او مخالفانو کې افراطي ډلې موندل کېږي او که د دوي په منځ کې عقلمن او منصف وګړي نه وي؛ نو دا چلندونه او تضادونه لاپسې غځېږي. په پايله کې، د شيخ محمد لارويانو، د شيخ د مخالفانو پرضد په خپلو رديه وو کې، د شيخ د ليدلوريو نه منل، د اسلام نه منلو پر مانا ګڼلې؛ خو د اسلامي عالمانو پرضد د شيخ بدويلاو په شرک اکبر د مسلمانانو د ښارونو تورنول، کله يې هم د دوی پر حقوقو تېری ګڼلی نه دی، که څه دا چلن، د صالحانو په ستاينه کې د غلو زڼی او جوهر دی، چې شيخ ورسره د مبارزې لپاره ځان وقف کړی او خلک يې له دې کړنې منع کول او پلويانو يې په دې لار کې په خوله او توره مبارزه وکړه.
پېنځم: څنګه افراطي وهابيانو، وهابيت او ترې دفاع پخپله ولکه کې راايسار کړی دی؟ بله موضوع چې د اهميت له لامله پاملرنه ورته وشي، دا ده، چې د وهابيانو او مخالفينو ترمنځ دښمني او ترننه يې د دښمنۍ غځېدا، د شیخ محمد په لارويانو کې د افراط پالي بهير له پيدا کېدو سره مرسته کړې ده، په پايله کې دوی خپل مخالفين په خورا شور ځوږ ځوابوي او په وخت تېرېدو، د خوځښت او بلنې وياندي يې ځان ته ځانګړی کړی او له سلفيه عقيدې دفاع او د مخالفانو په بدوينه کې غلو او د شيخ محمد له تېروتنو په دفاع کې اغراق کارونه يې پخپله ولکه کې راايساره کړې ده، نو څه چې شيخ محمد په تېرو کې خلک ورته رابلل، هم يې دښمنانو او هم يې لارويانو په يوې کچې ورته شا کړې ده؛ خو هغوی چې خدای پرې لورېدلی دی . او دا مسئله زموږ پر وخت پوره ډاګيزه ده، په همدې پار که په ځيرنه وکتل شي، تقريباً يوازې د شيخ محمد او ابن تيميه په پلويتوب او دښمنۍ کې بې له افراطيته بل څه نه موندل کېږي او د دواړو لوريو په افراطيونو کې د رغنده او له تعصبه لرې خبرو اترو لپاره چمتووالی نشته، د شيخ محمد د افراطي مخالف څرګنده ځانګړنه دا ده، چې په شيخ پورې ټولې بدې ورتړي او په بديو يې يادوي، همدغسې د افراطي پلوي نښه يې دا ده، چې هډو د شيخ کره کونه (نقدول) نه مني او انتقاد او ګوتنيونه پرې سخته لوېږي. دا نيمګړتياوې په ګردو افراطي ډلو کې دود دي، که سلفيه غُلات وي، که شيعه او که د اهل سنتو د څلور ګونو مذاهبو له کوم مشره وي.
شپږم: څانګه د وهابيت د افراطي بهير ولکه توب یا انحصار طلبۍ ته د پای ټکی کېدو؟ دې ته په پامنيوي چې د شيخ محمد د بلنې د ارزونې پر بهير افراطيان برلاسي شوي، چې په پايله کې له شيخ او بلنې يې افراطي پلويتوب راولاړ شوی، چې په دې کار زموږ د سعودي عربستان د ديني علومو د طلابو اعتبار خراب شوی؛ نو پر موږ لازم دي چې پخپل دريځ کې له سره کتنه وکړو او افراطيون د هېواد د ديني علومو د طلابو په نامه د استاذولۍ او وياندۍ له ولکې وباسو او ځانونه د شيخ د مسلک په ارزونه کې ورګډ کړو، چې دا مهم د څو چارو پر منلو ولاړ دی: ۱. بېشکه هره بشري مادي يا فکري لاس ته راوړنه، کله نقد، کره کتنې، ارزونې او له سره کتنې ته اړتيا لري، چې د چارو او اندونو محورونه خوندي او له احتمالي تېروتنو ډډه وشي. دا چار نه يوازې له شرعي او عقلي پلوه هېڅ ممانعت او نيمګړتيا نلري؛ بلکې پرځان ډاډېينه او پردې ټينګار دی، چې بايد له سمې پدېدې او نظر ملاتړ وشي، نه له اشخاصو او نظر (پدېدې) رادبره کوونکيو. ۲. يو شمېر تېروتنې، په تېره هغه تکفير چې شيخ او ډېری لارويان يې پرې اخته شوي، ډېری عالمان يې د عربستان په دننه او دباندې کې د تقليد يا افراطيتوب په پار ننګولي، چې پايلې يې د عربستان په وروستيو تاوتريخجنو پېښو کې ښکاره شوي دي. دا پايلې د تکفيري دلايلو ثمرهده. ۳. د دې تېروتنو له څرګندولو ځنې د هېواد د څېړونکيو ډډه، سره له دې چې بيا کتنې ته يې سخته اړتيا ده، لامل شوی چې د شيخ محمد د ليدلوريو د کره کتنې او ارزونې پروسمن عيني فرض شي؛ (هماغه څيز چې د دې څېړنې ليکنې ته يې اړ کړی يم). ۴. د ديني علومو د هر طالب او هر (عربستاني) هېوادوال حق دی، چې د حقيقت غوښتنې په نيت او له هر ډول سياسي تبليغاتو او ډنډورو وراخوا، په هېواد کې د تاوتريخوالي او تکفير د دوام د مخنيوي لپاره خپله طرح مطرح کړي؛ ځکه دا بهير که څه شونې ده، هېواد ته لنډ مهاله ډېر لږ مصلحت ولري؛ خو په اوږده مهال کې هېوادوالو ته بې له زيانه بل څه نلري. زموږ وظيفه ده، چې د دين او وطن د لاپتمنۍ لپاره د تکفير د سپېرو اغېزو او بې ګناه وينو د بهېدو مخه ونيسو او اعلان کړو، بې له پېغمبر (ص) د بل لاروي ونه کړو او د خوځښت محور به مو بې د الله او رسول له ویناوو بل څه نه وي، په عمل کې هم د خپلو خبرو رښتينتوب وښيو او شيخ محمد، ابن تيميه، احمد حنبل او نور چې راته ګران او محترم دي، خلکو ته يې د تېروتنو بېلګې وروښيو. او هم اعلان کړو، که څه هم خپلې برياوې د شيخ محمد د هڅو محصول او ثمره بولو؛ خو پېغمبر او معصوم يې نه ګڼو؛ بلکې يوازې په هغه ځای کې چې د اسلامي شريعت احکام بيانوي، لاروي يې کوو او بېخي يې له شرع اوچت نه بولو؛ بلکې دا او واړه ديني عالمان بايد د اسلامي شرع لاروي وکړي. د هر چا ويناوې منلې يا نه منلای شو. هرڅوک بايد د خپل اند او وينا زبادولو ته ټينګ دليل ووايي، نه دا چې وينا يې شرعي دليل وګڼل شي؛ د هيچا خبره «وحې منزل» نه ده، ټول بايد شرعي دلايلو ته مراجعه وکړي؛ نه د شخصيتونو ويناوو ته؛ او بېشکه د حقيقي سلفيه و پيغام همدا دی او بس. نو ځکه، ټول بايد دا مهم او معقول اصول عملي او درناوی يې وکړي او پابند پرې وسي. نړۍ بايد پوه شي، چې عقيده او مذهب مو دا دی ؛ او بل مذهب نلرو؛ خو پام مو وي، چې ددې مهمو اصولو ارزښت او اغېز يوازې په خبرو کې نه دی؛ بلکې بايد په عمل کې خپل صداقت زبادکړو، همداراز چمتو يو، عالمانو ته د درناوي، ورسره د مينې، ورته د دعا او له هڅو يې د مننې په ترڅ کې، تېروتنې يې کره (نقد) کړو او د دې دوو موضوعاتو ترمنځ ټکر تناقض او تضاد نشته؛ خو يوازې د دواړو لوريو افراطيان يې نه مني. څوک چې انګېري، له ديني عالمانو سره مينه مو، د دوي د تېروتنو د کره کونې مخه نيسي؛ نو پوه دې شي، چې دوی په مينه او ارادت کې افراط ورسره کوي او څوک چې ګومان کوي، د مشرانو د تېروتنو کره کونه (نقدول) له دوی سره له مينې کولو سره ناسازګاره دی؛ نو پوه دې شي چې له دوی سره په ضديت کې پر افراط اخته شوي؛ نو ځکه مينه او ګوتنېونه، ستاينه او پوښتنه يو له بل سره په ټکر کې نه دي او عملي کېدای شي. ابن تيميه ويلي دي: کله يو څوک له يو پلوه ښه ایسېدونی وي او له بل پلوه مبغوض او ناښه ايسېدونی. زه وايم: کله د يوه تن ځينې ويناوې او کړنې خوښوو او ځينې يې نه او دا عین عدالت، سمښت او حقيقي غوښتنه ده، چې د يوه وګړي، ډلې يا بهير، ارزونې پر مهال يې لمسوو؛ خو د يو چا د ويناوو او کړنو په اړه مطلق حب او مطلق بعض په تپه تياره او زخمه کې ورډوبېدل دي، سره له دې چې پرېمانه رڼا هم وي او ځان ترې بچولی هم شو.
اوم: ايا بايد افراطيون يې وټاکي، چې څوک وارزول شي؟ پوښتنه مطرح کېږي، چې ځينې وايي: له تيوري او علمي اړخ مو خبره سمه ده؛ خو موږ تا يا نورو ته د تېروتنو د سمونې اجازه نه درکوو، بلکې د بلنې د ډاډ وړ عالمانو ته، د سمونې اجازه ورکوو، ځينو د دې ليکنې د لومړۍ مقالې تر خپرېدو وروسته وويل: دا زيدي مذهبی ورکنامی څوک دی، چې د ګروهيزو (عقیدتي) زده کړو د راښودلو هوډ لري؟ ځواب: لومړی: لازمه نه ده څوک چې د سمونې هوډ لري، د خپلې بې ګناهۍ، پاکۍ او ښه چلن ګواهي له هغوی ځنې ومومي، چې ښه سلوک او بې ګناهي په افراطيت او پاکي يوازې له خپلو ځنې په لاروۍ کې وبولي. دوم: اړينه نه ده چې مذاهب به هرومرو د دې مذاهبو لارويان نقد کړي او د دې دليل خپله د افراطي ډلو عمل دی، چې هر مذهب په ازادانه توګه کره (نقد) کوي؛ په داسې حال کې چې خپله د دې مذهب لارويان نه دي. درېيم: له ناسمو سريزو ګټنه هم د افراطيونو له ځانګړنو ځنې ده؛ ستاسې د دعوا لوری (ليکوال: حسن بن فرحان مالکي) ګردو اسلامي مذاهبو ته په درناوي او له دې ځنې زيدیه مذهب ته، چې [د پيغمبر (ص)] په اهل بيتو پورې اړوند يو له مذاهبو ځنې دی، اعلانوم چې په دېمذهب پورې ورپېيلی (وابسته) نه يم او مينوال يم او غوراوی ورکوم، چې يو ازاد سني پاتې شم؛ نو ځکه بې له حنبلي مذهبه، چې د چاپېريال د اړتيا له لامله ورپورې تړاو لرم، په بل مذهب پورې تړاو نلرم، که څه غوره ده هر يو مسلمان د مذاهبو احکام مستدلل زده او عمل پرې وکړي. پام مو وي چې له ويناوو (نظر) سره د کړنو (عمل) ناسازګاري، يو طبيعي چار دی؛ نو ځکه ډېری خلک د ځلاند اندنو په درلودو او له دې اندو سره په ناتړاوه (نامتناسبه) کړنو، ژوند کوي. په تېرو کې هم شافعي د خپل سنيتوب په باب، له نبوي کورنۍ او اهل بيتو سره د مينې او ترې د دفاع په پار، له دغسې يو شک سره مخ شو او په ځواب کې يې وويل: «که له آل محمد سره مينه رافضي توب وي؛ نو نړيوالو ګواه وسئ چې رافضي يم.» په هر حال دا چې د دې ليکنې ليکوال په ټينګه تاريخ څېړلی او په اسلامي فرهنګ کې د امام علي او اهل بيتو په حقانيت او د دوي په نهايي مظلوميت پوه شوی او هم د امويانو ظلم او دکتاتوري او په اسلامي فرهنګ کې له اهل بيتو خورا ملاتړ هم پېژندل شوی؛ نو ځکه يې د تاريخ له کره توبه څه چاره نلرم؛ که څه هم پخپله ارزونه کې د صواب او ښو لار ووهم يا د خطا او تېروتنې لار. د (اموي دکتاتورۍ) د پلويتوب کره کونه يا (پر امام علی او اهل بيتو) ظلم، په زيديه وو پورې ځانګړی نه دی، البته د زيديه و د ګردو باورونو له سموالي او ناسموالي په سترګو پټولو، خو بايد ظلم وغندو، که پر اهل بيتو وي، که پر معتزله و، جهميه و، اشاعره و يا صوفيه واو ان پر ناجګړيزو کفارو، چې موږ (وهابيت) پر دوی ټولو تېری کړی دی. خو- (ستاسې په انګېرنه) - دا ناپوه ورکنامی، د زيديه مذهب په پېژندل شويو ځانګړنو، يا څه يې چې ورمنسوب کړي عقیده نه لري؛ مطلب مې لکه دا باورونه دي: د علي، فاطمې، حسن وحسين عصمت يا پر نقل د عقل ړومبېتوب . يا له نېکانو د تبرک غوښتنې اړتيا او نور اصول او ښوونې چې ويل کېږي دزيديه و اصول دي او هم بايد ووايم که ليکوال د معاويه ظلم ښه نه بولي، نو له زيديه و، اباضيه يا اماميه و د لاروۍ په پارنه؛ بلکې د شرعي سپېڅليو نصوصو د لاروي په پار دي؛ چې د اهل سنتو د کتابونو له لارې يې د روايت پرسموالي پوره ډاډ دی، هغه کتابونهچې په درسي بڼه مې لوستي، پرې پوهېدلی او پرې وياړم او هم دا کتابونه له تېروتنې او ښويېدنې خوندي بولم. همداراز په دې پار چې د کتاب الله سپېڅليو نصوصو چې د ګردو مسلمانانو اصليسرچينه ده، ظلم غندلی او له فحشا او منکراتو سره يې يو رنګ بللی، تردې چې وايي: «خدای له فحشا، منکر او تېري نهې کوي .» په هر حال که ليکوال ستاسې په څېر معتقد وي، چې ظلم، فحشا او منکر هيڅ بدله نلري، پردې مانا نه ده، چې د زيديه، اماميه، ظاهريه يا جهميه مذهب لاروی يم .
څلورم: شيخ محمد او تر ده مخکې ابن تيميه او ډېری کسان چې وهابيان پرې وياړي، د بيا کتنې يا په دين کې د سمونې لپاره-بې له دې چې دې ډول نقدونو ته ارزښت ورکونه په پام کې ونیسي - منتظر پاتې نشول، چې له خپلو همعصروعالمانو ځنې د ځان بې ګناهتوب او پاکۍ ته ګواهان ونيسي. لکه شيخ خپل ليد لوري ته دليل راوړي او د خپل ليد لوري له مخالفانو هم دليل غواړي، سره له دې چې د شيخ د همعصرو عالمانو په عقیده، نوموړي د دوی په پرتله خورا ټيټه علمي درجه درلوده. د تاريخ په پوړيو کې، عالمانو او مصلحانو پخپلو سمونپالو خوځښتونو کې داسي کړنې درلودې، نو ځکه پر سمونپالو فرض دي، چې حق په دلايلو څرګند کړي او باطل بې له دې چې د مقابل لوري خوښه وي يا نه وي، مردود وبولي؛ ځکه دين د هيڅ ډلې په ولکه او انحصار کې نه دی او په ټولو پورې اړوند دی او حقپال د هر چا په باب د ده د مضبوطو دلايلو له مخې قضاوت کوي او باطل ليدلوری يې هم په دليل او برهان نفې کوي. پينځم: دا ليد لوری په ځينو خلکو کې د سونپالۍ د ولکه توب یا انحصارولو مستلزمه ده، چې البته دا يو باطل ليدلوری دی. لکه چې د قريشو کافرانو پر پيغمبر (ص) د قرآن نزول نه مانه او ويل يې: «ولې قرآن د مکې او طايف له دوو ځنې پر يوې نامې څېرې نازل نشو. » څه چې لامل شو، د ډېری کافرانو له هدایت څخه د بې برخې کېدو لامل له نبوي هاشمي کورنۍ يې نارضايتي وه، دوی غوښتل چې خدای نبوت په يوه بل ځای کې کېدي، چې د قريشو د ګټو او مصالحو تامين او خوندي کوونکی وي؛ خو خدای يې غوښتنه پوره نه کړه، ويې غندله او ويې ويل: «خدای (ښه) پوهېږي، نبوت چېرې کېدي .» او دا د خلکو د ايمان ازمېيل و، چې څرګنده شي، څوک په حق پسې ځي او څوک په خپل قوم او ټبر پسې. په تاريخ کې واړه سمونپالي د ځانګړو وګړيو د سمونپالۍ له انحصار یا ولکه توب سره مخ وو، په داسې حال کې چې حق غوښتنه او هدایت په هر مسلمان فرض دی او په کومې ځانګړې ډلې يا سيمې پورې ځانګړې نه دی او ګومان نه کوم چې د ديني علومو کوم طالب به له دې جاهلي نظر سره موافق وي؛ ځکه مخکې تردې چې شيخ پخپل مشهور کتاب، مسائل اهل الجاهلية، کې دا جاهلي صفت او ځانګړنه کره (نقد) کړي، د اسلام پېغمبر، محمد بن عبدالله (ص) مبعوث شو چې له ټولنې دا جاهلي خوی وڅنډي. شپږم: هو، په نيتونو يوازې الله تعالی پوهېږي او بس. ډېر داسې کسان شته، چې ډاډ پرې کېږي؛ خو په پای کې خيانت کوي اوډېر داسې کسان شته، چې بدګوماني پرې کېږي؛ خو خير يې اسلام ته تر زرګونو تنو ډاډمنو ډېر دی! پرېږدئ خدای ته د عمل د نيتونو خبره پرېږدو او د وګړيو استدلال ته ځيرنه وکړو، چې راڅرګنده شي، کوم يو د کتاب الله ښوونو او د رسول الله سنتو ته ډېر ورنژدې دی. اوم: دا ډاډمن چېرې دي،چې تل يې چوپتيا خپله کړې او تر اوسه يې د هېواد د افراط پالنې رښتوني عوامل څرګند کړي نه دي او د سلفي او وهابي مسلک د پايلو په له سره کتنې يې لاس پورې کړی نه دی، که څه هم،ګرد مسلمانان او ان کفار يوه خوله دي چې دې پايلو د افراط پالۍ په پیدايښت او پراختيا کې ستره ونډه درلوده، تراوسه مو ليدلي نه دي او نه مو اوريدلي، چې دا ډاډمن، ابن تيميه يا شيخ محمد يا يو شمېر سمونپالو عالمانو چې کومې تېروتنې کړي، څرګندې کړي، چې په پايله کې ځينې ځوانان او خوځښتونه، په دې تېروتنو ونه غولېږي او په بېړه د تکفير او د بې ګناهانو د تورنولو په لومه کې ښکېل نشي. د بېلګو ويلو او دې بحثونو ته د لمن وهلو نيت نلرم؛ ځکه دا مسئله ټولو ته څرګنده ده او ګومان نه کوم، له دې «ډاډمنو» ځينې يې دحق ويلو لپاره ژر راشا کړي؛ دا خو لا څه چې د دې مسئلې په حل کې ګډون وکړي؛ ځکه مصلحت يې، نه د اسلام مصلحت، ايجابوي چېله هر ناصح سره مخالفت او په نيت او کارکې يې شکمني وکړي؛ نو ځکه دوی لا له خپل نفس سره مبارزې ته اړمن دي او اوږد وخت ته اړتيا لري، چې زموږ په څېر پړاو ته ورسيږې تر بل هر وخت، اوس دحق ويل خورا اړين وبولي. په هر حال، بايد د خپلو تېروتنو د کره کولو او د دننني چاپېريال د سمونې د پيلامې مړانه ترلاسه کړو او له دې چاره خجالت نشو! ځکه دا مو يو لازمي چار دی، نه يوه سياسي ځانښوونه او نه د دنيا لاس ته راوړو لپاره هڅه.
اتم: افراطيون له افراطه نهې کوي! د عصر له حېرانوونکيو ځنې مو دا دی چې کله داسې افراطيون پيدا کېږي چې له افراطيته نهې کوي؛ خو له دې توصيې سره سره، د مسلمانانو پرضد د سلفيانو او وهابيانو له تکفيره دفاع کوي او په دې مهمه موضوع کې، د تکفېرولو نښې له هر ډول توندۍ سپېنوي؛ دوی د تکفير په هکله د مودودي او سيد قطب رحمهم الله، ورته ليکنې پر دوی د بريد لپاره استناد کوي؛ خو زموږ د سلفيانو او وهابیانو له فرهنګه په ډاګه راوتلی تکفير هېروي. دوی چې هڅه کوي په اصطلاح (سمسمکی راولي)، نه خجالتېږي، چې يو خوا تکفېروونکي ردوي؛ خو خپله د نورو تکفير غځوي او د هغو کسانو پر وړاندې چې انګېري نور تکفېروي، ګوتنيونه کوي او د ابن تيميه او د تکفير د بلنې د مخکښانو له تېروتنو په دفاع کې، افراط خپلوي. هو، دا د افراطيونو روستني تناقضات نه دي، په دې باب شاهد يو، چې افراطيان له افراطه نهې کوي! دوی د تکفېرونکيو ځوانانو بهير چې د دې ډلې د ښوونو د لاروۍ په پار بېلارې شوي او فکري تغذیه يې ترې کړې او د افراط بېړۍ يې د دوی په ساحل کې لنګر اچولی، د نورو له تکفيره نه منع کوي. کوم افراطيان چې افراط نهې کوي، د تکفېرۍ توند بهير، د هغو عالمانو له دلايلو په ګټنې، چې شيخ محمد يې رد کړی، ردوي؛ په پایله کې، ته وا په دې دود د شيخ محمد په اړه له غلو سره سره، او هم نور د شيخ د مسلک له ارزونې منع کوي، نوموړی ردوي، چې دا د دوو نقيضينو راټولونه ده. که دا ټکر خوري د ناپوهۍ له لامله وي؛ نو ټول ناپوهان وو او ځان سمونې او له تېروتنو راستنېدا ته څه خنډ او موانع نشته او بايد له ټکر خورۍ تناقض او ګډو وډو ويلو لاس واخلو او که تناقض وينه يې د اګاهۍ، ځانخبرۍ او سياسي انګېزې له مخې وي؛ نو خدای خو دوه مخېتوب حرام کړی او د اسلام پېغمبر (ص) منافق غندلی دی؛ نو که تاسې په رښتيا دوی له دې ناخوښه کړنو منع کوونکي ياست، بايد د دوی منل شوي اصول کره کړئ او که له ابن تيميه، شيخ محمد او سمونپالو عالمانو دفاع کوئ او دريځونه يې سم بولئ؛ نو بايد له دې تکفېروونکيو ځوانانو هم دفاع وکړئ، ځکه دوی په هغو عالمانو پسې ځي، چې د فکر کره کول يې منع کوئ او د دوی دريځونه د هغو درسونو او سپارښتنو ثمره ده، چې ستاسې له کتابونو يې زده کړي، چې ژر به يې بېلګې درڅرګندې کړو. د هغه الله مننه، که څه يو شمېر راباندې بدګومانه شوي وي چې د حقيقت په څېړنه کې ناوسي نه لرم، نو ځکه ځان د ګردو مذاهبو، ښوونځيو او د بېلابېلو بهيرونو د افراطيانو فکري مخالف بولم او انګېرم چې يوه څېره لرم او د تکفيري شبهاتو له طرح سره،که د دوست وينا وي، که د دښمن، قوي وي يا کمزوری، طالب وي يا عالم يا عامي، مخالف يم. دا شبهې د خپلې وظيفې له مخې ردوم او له دې اړخه د ټولو مشرانو حقوقو ته او له دې ځنې شيخ محمد ته په دې پار چې د دې ستر کار په رادبرولو کې یې ونډه درلوده - چې د دې هېواد زامن يې له شماله تر جنوبه او په لروبر کې يې له اغېزو اغېزمن شوی - په درناوي قايل يم. شيخ د خدای په توفيق په علم خپرولو او دا چې د خلکو ايمان له انحرافاتو او خرافاتو سره ګډوډ شوی و، د دوی په ايمان چاڼولو لاس پورې کړ، چې پايله يې خلک له بې اتفاقۍ خلاص او يو موټی شول. موږ يې د دې ګردو خدماتو پوره منندويان يوو او د هڅو يې قدرداني کوو. شيخ يې د الهي انګېزو په پار ښه ايسوو او راته ګران دی او دعا ورته کوو؛ خو دا چې يو خوا پر فکري ښوونځي يې پرېمانه انحرافاتورزيات شوي او بلخوا محاسن او ښه توب يې، پر ده د علمي نيوکو خنډ نه بولو؛ نو ځکه يې د مسلک په کره کولو لګيا کېږو؛ ځکه معتقد يو، که د شيخ او سمونپالو عالمانو په اړه سخته مينه مو، له اسلام سره تر مينې ډېره وي؛ نو بېشکه په مينه کې مو څه خير ښېګڼه نشته. که د شيخ سپيناوی او تبریه د اسلام د قرباني کېدو په بيه راته اسان وي؛ نو په دې حال کې اسلام ته ناوړه لارويان يوو، او که دا پر ځان د شيخ رحمه الله له حقوقو ځنېوبولو؛ (نو نبايد هېر کړو) چې د اسلام د حقوقو رعايت (يانې له اسلام څخه دفاع) د مشرانو د نظرياتو يا د دوی د لارويانو تر کړنو راته خورا مهم او غوره دی.
نهم: د شيخ فکر او مسلک پېژندو ته زموږ سرچينې موږ د شيخ محمد پر ژوندوني ورسره نه وو، چې رامعلوم شي خلکو يې په اړه ښه يا بد قضاوت کړی؛ خو نوموړي سترې اغېزې او پراخ بهير په ميراث پرېښی دی چې په نامه يې ثبت دی او موږ په ده پورې د اړوند بهير په متن کې وسوو، که څهاصليګواه الله تعالی دی. هو، په ډاګه شاهد يوو، چې دا بهير په ټول کې د خپلې نظريي پر مخالفانو تېری کوي او له ډګره يې دایستو، د دوی په اړه د شک راولاړولو او پر ضد يې د نورو د راپارولو لپاره هڅه کوي، که څه په مستند ډول د ظلمونو او تعصبونو زبادول ستونزمن دي؛ خو پام مو وي، چې د دې ډول تېريو کمترينه ګناه د کمعقلانو پر غاړې ده، په داسې حال کې چې د چارو سنبالوونکي يې د ظالمانه کړنو مسوول دي. (په هر حال) د شيخ ارزونې او کره کونې ته، هغه علمي آثار راسره دي چې لارويانو يې چاپ کړي او ډاډمن دي، چې دا د شيخ کتابونه دي؛ لکه : التوحید، کشفت الشبهات، مسایل الجاهلیه، نور کتابونه یې او ورته منسبوب ليکونه. سره له دې چې په دې سرچينو کې د حق، سم، د ښه نيت او رښتوني سمونې مطالب ليدل کېږي؛ خو پام مو وي، چې دا آثار يو مجتهد ليکلي، چې شونې ده تېروځي، خوشحاله يا غوسه کېږي، جګړه او سوله کوي او د خلکو په څېر څرګندې يا ژولې او مجملې خبرې وکړي؛ نو جداً طبيعي ده، چې په ويناوو کې يې له تناقض سره مخېږو، له دې سره سره، هڅه کوو عامه او دوديزه طريقه يې وپېژنو او د پرېمانه مسايلو پر وړاندې له نادرو مسايلو، د څرګندو مسايلو پر وړاندې له متشابهو مسايلواو د حساسو او نازکو عقیدتي مباحثو پر وړاندې له احتمالي سياسي مسايلو څخه لاس واخلو، نو ځکه د شيخ محمد د شخصیت، ارزونې او مسلک پېژندو ته (لکه تکفير او نور مهم ځايونه) څنګه چې دی، بې له کمي زياتي، هېڅ شرعي يا عقلي خنډ نشته، او يوازېنۍ موخه مو د دې ساده پوښتنې ځواب دی:
د تکفير په باب د شيخ مسلک څه دی؟
ایا هاغسې چې مخالفان يې ټينګار کوي، په رښتيا يې مسلمانان تکفېرول يا هاغسې چې ياران يې وايي د مسلمانانو له تکفير سره يې مبارزه کوله؟ په هر حال په دې لټه کې يوو، بې له دې چې ساختګي برائت ورکړو يا هسې تور ورپورې وتړو، روڼ حقيقت رادبره شي. بالاخره شونې ده نوموړی يا بل هر څوک پر فقهي يا عقيدتي (ايماني) سترې يا کوچنۍ تېروتنې اخته شي. څوک چې د دې ارزونې مخه نيسي، بېشکه د افراط لار يې خپله کړې او ګومان نه کېږي چې خپله شيخ او د راڼه ضمير عالمان، له دغسې وضع خوښ وي؛ بلکې د شيخ د بلنې بنسټ «د صالحانو په باب افراط » پر کره کونې ورټول دی او د شيخ په اړه ښه نيت (حسن ظن) ايجابوي، چې نوموړی د صالحانو په هکله له افراطه نهې ونه کړي او ځان دې ترې نه استثنا کوي. نو ځکه سلفيانو ته، د تېرې لنډې سريزې نه منل، که څوک پرې ملتزم شي، خطرناکه ستنېدا شمېرلېږي چې لاملېږي، د شيخ هڅې مخکې تردې چې مخالفين يې ورکې او پوپنا کړي، د شيخ دوستان او لارويان يې له منځه وړي. دا به انصاف نه وي چې د ابوحنيفه په هکله يې د لارويانو افراط، د ابن حزم په باب د ظاهريانو افراط، د پيغمبر (ص) په باب د صوفیه و(افراط)، د امام علی په اړه د شيعه افراط رد کړو؛ خو موږ د سعودي وهابي سلفيان، د شيخ محمد په لاروۍ او ستاينه کې، غلو کوو . هو، که دغسې وکړو؛ نو د خلکو پر وړاندې به مو ټولنيز مقام کمزوری او راټيټ شوی وي او همداراز د صالحانو په ستاینه کې به د غلو د غندنې په باب د وهابيانو له مخالفينو سره برخوال شوي يوو او يو داسې څيز ته بلنه کوو چې عمل پرې نه کوو.
لسم: د بحث انګيزه او دود په لنډو د بحث لامل او دود درته وايم: د بحث د طرح علت دا دی، چې مخکې مې د شيخ محمد د «کشف الشبهات» کتاب کره کړی و، ورپسې مې د (الدررو السنيه) د پينځه ټوکيز کتاب کره کونه- چې په عقیدتي مباحثو پورې ځانګړی و - د شیخ د نورو مقالاتو له بحثونو سره پرې ورزيات کړل، په دې توګه د «کشف الشبهات» د کتاب ځينې برخې مې غورچاڼ کړې، بيا مې د خپلې پوهېدنې او اجتهاد له مخې نيوکې پرې مطرح کړې. کلونه مخکې مې پر «کشفالشبهات» کتاب خپلې نيوکې راټولې او نظر غوښتنې ته مې درېيو ديني روڼو ته ورکړې؛ خو يو يې بې زما له سلا مشورې په خپرولو لاس پورې کړ. کېدای شي په ښه نيت يې دا کار کړی وي؛ خو له خپراوي يې انکار کاوه او ښايي په دې چار يې د زيان رارسولو هوډ درلود، خو سره له دې چې نوموړی د عقيدتي مباحثو استاد هم دی، له ياده يې وتلي و، چې ګټه و زيان د خدای په لاس کې دی او ډېر ځل یو زيان په واقع کې ګټور واقع کېږي او ښايي د دې ليکنې خپرېدل چې تېروتنه به هم پکې وي، چې خلکو ډېره خوښه کړې وه، لامل شوه، چې د خپلو ليکنو د خپراوي زړورتيا او مېړانه پيدا کړم. هيلمن يم، چې د هدایت او رغنده توب په يوه علمي او عمومي بهير او حرکت کې برخوال شم؛ په داسې حال کې چې په ځانګړي توګه مې د دې بحث مطرح کول د شيخ رحمه الله کورني خپلوانو ته و او ښکاره ده چې عمومي نصيحت تر خصوصي غوره دی، په تېره چې شيخ يو پېژندل شوې څېره ده او علمي دود يې پوره مطرح دی او کتابونه يې په ځلونو چاپ شوی او د اسرارو برخه نه ده. په همدې پار مې، د کتاب نامه له (قراءة فی کشف الشبهات)-چې مخکې يې زما له خوښې پرته خپور کړی و- له نامي په (داعية ولیس نبياً) واړو او د دې کتاب لومړی څپرکی مې د «کشف الشبهات» انتقادي لوستنه کړه. څه چې په ړومبي ځل، بې اجازې مې، په انټرنيټ کې د «نقض کشف الشبهات» په نامې خپاره شوي و او البته عنوان يې زما خوښ نه و، بيا مې په انټرنيټ کې په لومړي عنوان «قراءه فی کشف الشبهات» خپاره کړل؛ خو د یو شمېر د ګومان پر خلاف تردې مخکې چاپ شوی نه و. هو، پر «کشف الشبهات» د انتقادي لوستنې ليکنه، د همدې کتاب لومړی څپرکی شو او د «داعيه وليس نبیاً» په نوې نامې لوستونکيو ته وړاندې کېږي. نو ځکه، کتاب پينځه څپرکي رانغاړي: لومړی څپرکی: د «کشف الشبهات» انتقادي لوستنه، دا کتاب او «کتاب التوحيد» د شیخ له نامي کتابونو ځنې دي، چې دواړو په دې ليکنه کې کره کېږي. دويم څپرکی: شيخ محمد بن عبدالوهاب د خپلو کتابونو او نورو ليکنو (چې د مسلمانانو په تکفير کې يې د ويناوو او ليد لوريو بېلګې رانغاړي.) په هېنداره کې. همداراز په دې څپرکي کې څېړل کېږي، چې آيا شيخ ټکرخورې خبرې کړي؟ ایا د مسلمانانو له تکفيره اوښتی؟ درېيم څپرکی: د شيخ تر مرګ وروسته يې د مسلک بهير؛ ایا د شيخ لارويان له نظر سره يې موافق دي که نه؟ ايا دوی د شيخ د سمونو پايلې له سره ارزولي، يا همدا بهير يې له خپلو تېروتنو او ښو ښېګڼو (صوابونو) سره غځولی دی. څلور څپرکی: د شيخ دښمنان او مخالفين چې هر ډله افراطيان او منځلاري رانغاړي. همداراز په دې څپرکي کې له شيخ او لارويانو سره يې د مخالفينو د اختلاف پر زڼي او دا چې پر دواړو لوريو خرافانو سيوری غوړولی، ډډه وهل شوې ده. پينځم څپرکی: پيوست ها. شپږم څپرکی: د «کتاب التوحيد» کره کونه. پام مو وي، چې د شيخ د تفکراتو د کره کونې په پای کې به اوضاع ترينګلې نشي؛ ځکه لنډيز يې دا دی: شيخ رحمه الله د مسلمانانو په تکفيرولو کې تېروتی او د دې مسئلې منل، د با انصافه وګړيو له ليدلوری، يوه موضوع ده که له سم دليل سره مل وي، پوهېدنه يې اسانېږي او هډو د دې چارو په منلو سره به دين له منځه ولاړ نشي او لمر به له لويديځه راونه خېژي. پای:
د دې ډول پېښو له کره کوونکيو روڼو مو هيله ده چې دا ليکنه په انصاف او حقيقت ته د وررسېدو لپاره ولولي، چې خدای تعالی وايي: « وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى (مایده/۵) = او له کومې ډلې سره دښمني دې تاسې دې ته اړ نه کړي، چې ګناه وکړئ او د عدالت لمن پرېږدئ، عدالت وکړئ، چې (تر هر عمله) تقوا ته ډېر ورنژدې دی.» ځکه وړ ده، چې له حقه لاروي وشي او دې موخې ته د رسېدو لپاره د يو تن ځينې خبرې منلای او ځينې ردولای شو. زه د نيوکو په مطرحولو کې څه خنډ نه وينم، بلکې له باصلاحيته وګړيو غواړم، چې د دې ليکنې په هکله خپل ليدلوری او ارزونه مطرح کړي او دا دی وار له مخکې له هغو کسانو مننه کوم، چې پردې ليکنې يې پر ځای او منطقي ګوتنېونې کړي دي. افراط، مغالطه، ګواښ او د عباراتو مخدوشول، يو کرکجن او زوړ چل دی، چې ځينې يې کاروي؛ نو ځکه څوک چې مې له ليکنو او آثارو سره دغسې چلېږي، اعتنا يې نه کوم ، او که ويې کړم؛ نو بېشکه څه کار پرمخ وړای نشم. دا ډله، که وپوهېږي ګوتنېونه يې راته ګټورېږي؛ نو انتقاد به ونه کړي. ښه پوهېږم چې دوی خپل نظر ګردې ټولنې ته ابلاغوي او خلک يې په اندېښمنۍ لولي او سبا يې په باب سوچ، غور او تأمل کوي؛ بيا حقيقت راسپړي؛ ځکه حقيقت سخت او په عين حال کې پايښتی دی، که څه قانع کېدنه او د حقيقت منل په دې پار اوږد وخت نيسي، چې پرېمانه اړونې ورسره يو ځای کوي، والحمد لله، والصلاة علی رسول الله محمد وآله .
د کشف الشبهات کتاب کره کتنه ولې کشف الشبهات؟
د شيخ محمد په کتابونو کې مې پر کشف الشبهات کتاب د تمرکز دليل دا دی، چې دا کتاب پر کوچنيوالي او د کتاب التوحيد په څېر پر ناميتوب سربېره، د شيخ لارويانو ته دلايل او براهين ور زده کوي، د شيخ څرګند اندونه پکې دي او تر نورو کتابونو يې د ديني علومو پر طلابو اغېز څرګند دی. په څلورو دلايلو، د دې کتاب محاسن او ښتوب نه يادوم: لومړی: د کتاب محاسن پر واکمن ټوليز منهج يې ډېر ناڅيزه دي؛ ځکه په تکفير کې افراط پکې غځېدلی او د ناڅرګندو عباراتو کارېدنه پکې ډېره ده. دوم: په تېر بحث کې مې د شيخ فضايل، هڅې او سمونې يادې کړې دي؛ نو ځکه کوم مطالب چې د کتاب له محاسنو شمېرلېږي همدا هر اړخيزې ستاينې هم رانغاړي. درېيم: د دې برخې موخه د تېروتنو ويل دي؛ نو ځکه د شيخ او نورو سمونپالو عالمانو په اثارو کې پر تکفيري اند څرګنده بنسټيزه نيوکه شوې د ه. نو د ليکنې د دې برخې موخه د شيخ په ويناوو کې د تکفير له پټ شتونه راز رابرسېرونه ده، چې کله د پردې تر شا ده او په ړومبۍ ليدنه يې له عبارته دغسې مفهوم نه راولاړېږي. له راز برسېرونې مطلب دا دی، چې څرګنده شي، څه چې شيخ د دليل په باب ويلي، په واقع کې «شبه دليل» دی، نه د منلو وړ استدلال؛ خو په ګومان مې، دا دود يې د ځاني غوښتنو او يا يې د مسلمانانو له تکفير سره د مينې له مخې نه دی، که څه په دې مسئله کې د سياسي موقعيت او مذهبي شخړو له اغېز غافل نه يوو، بلکې په کمزوريو مطالبو د استدلال پايله، د ګوماني او ظني چارو يقيني ګڼل يا يو ناسم استدلال دی، چې اوږد به شرح شي. څلورم: د شيخ له پلويانو سره مې فکري اختلاف د ده د ستاينې يا يې د سمونپالۍ او ښه نيت، يا يې د ښو ليد لوريو او يا يې له شرک، خرافاتو او بدعتونو سره د مبارزې او بلنې پر سر نه دی؛ ځکه په دې باب ګرد سره يو خوله توب شته يا لږ تر لږ زما او د هغو کسانو ترمنځ يو خوله توب شته، چې د شيخ د بلنې او مسلک د ارزونې او کره کولو په باب د نظر اختلاف راسره لري، نو ځکه له خپلو ديني روڼو څخه هيلمن يم، دا چې د دې کتاب د مباحثو غټه برخه د نيوکو پر محور چورلي، بښنه دې راته وکړي؛ ځکه د شيخ له وخته تر ننه د شيخ د موافقو يا مخالفو متعصبو کسانو ترمنځ اختلاف شته؛ خو غالباً د اختلاف پر زڼي لازمه ځيرنه ورټوله شوې نه ده؛ د شيخ د مخالفانو د بحث زڼی دا دی: ايا شيخ په شرک نهې کولو کې افراط کړی نه دی، ان په هغو مواردو کې چې شرک نه دی د شرک په ډولونو کې يې شمېرلی او له مخې يې پر مسلمانانو د مشرک اصطلاح کارونه روا ګڼلې ده؟ ايا په دليل زباد شوې چې نوموړي په تکفيرولو کې افراط کړی که نه؟ او که زباد شوې وي؛ نو د افراط کچه يې څومره ده؟ ايا شيخ د خپلو مخالفانو پت که عام اهل سنت وي يا خواص؛ بلکې عام حنبليان وي يا خواص، د کفرِ اکبر په تور، چې وګړي يو مخې له دينه وباسي، ټکنی کړی که نه؟ که موضوع همدغسې شوي وي، آيا لازم ده، چې نن هم ټینګار پرې وکړو که نه؟ اوس له کوچنيو نيوکو څخه نیولی تر غټو غټو پورې پرې لګيا کېږو؛ ځکه کوچني ټکي، له غټو سره، عامه خبره له نص سره او هم د کشف الشبهاب کتاب عمومات يې د نورو کتابونو له مطالبو سره همغږي لري.
پر کشف الشبهات کتاب نيوکې نيوکې په ترتیب ويل کېږي، په دې توګه چې د شيخ د خبرې نص په دوو ګيومو (کوچنيو قوسونو) کې را خستل کېږي، وروسته د خپلې پوهېدنې له مخې، په تېره د تکفير موضوع اړوند، د تېروت نې او افراط موارد يې تر توضيح وروسته څېړو. د دې څېړنې د ترسره کولو علت دا دی، چې کشف الشبهات کتاب په ځلونو څېړونکيو او عالمانو چاپ کړی؛ خو ان د کتاب يوه تېروتنه يې هم ياده کړې نه ده، دا چار له دې راولاړېږي، چې دوی د شيخ له فکري تېروتنو سره موافق وو يا په تېروتنو پوه شوي نه دي، چې دواړه موضوعګانې دردناکې او ترخې دي، له بېخه ګرد سلفيان چې د شيخ محمد رحمه الله د ليد لوريو له مخې مسايل څېړي، ترمنځ يې پوره همغږي ده، چې همدې چار راوهڅولم، دا ليکنه وکړم، که يو يې بنسټيزې نيوکې کړې وای؛ نو دا کتاب مې نه ليکه او نه مې د کشف الشبهات او د شيخ د نورو ليکنو په باب خپل نظر وايه. نيوکې د کشف الشبهات کتاب په ترتیب کې نقل شوي، که څه کله کم اهميته نيوکې ړومبی شوي، چې څرګندې یې دا دي.
لومړۍ نیوکه: شيخ د کتاب په سريزه کې وايي: «پوه شه – رحمک الله – چې توحيد په الله نمانځنې پورې ځانګړی دی او همدا خلکو ته د خدای رالېږل شويو پيغمبرانو (آيين او) دين و. نو لومړی يې نوح عليه السلام هله خپل قوم ته ولېږه، چې د وُدّ، سُواع، يَغوث، يَقوق، نسر او ... په نامو يې د صالحانو غلو کوله.» څرګندونه: د دې عبارت ړومبۍ برخه سمه ده؛ خو وروستۍ برخه يې سخته نيمګړتيا لري او د مسلمانانو د تکفير جواز پکې بنسټيز شوی؛ ځکه خدای نوح خپل قوم ته ولېږه، چې دوی الله نمانځنې او شرک پرېښودو ته وبولي؛ ځکه بوتان يې نمانځل؛ خو عمل يې يوازې «د صالحانو په اړه غلو» نه وه. دا خبره له يوه پلوه پراخه مانا لري او غالباً چې کله مطلقه کارېږي هره تېروتنه او بدعت (نوښت) هم رانغاړي او دا په کفر کې شمېري، په داسې حال کې چې غلو يوازې هله په کفر پای ته رسي، چې مورد يې ډېر نادر دی، نو ځکه په نادرو مواردو کې د صالحانو لاس موچي کول او توسل پرې غلو ته وررسي؛ خو دا موارد او بېلګې يې له تېروتنو او بدعتونو ځنې دي؛ خو شرک نه شمېرلېږي، که شرک دا موارد هم راونغاړي؛ نو بايد په شرک اصغر (کوچني شرک) کې وشمېرل شي، نه شرک اکبر (ستر شرک) کې، چې د وګړي له دين څخه د وتو لاملېږي. له مخکېني کلام څخه د شیخ محمد رحمه الله منظور دا دی چې خپله بلنه د پيغمبرانو د بلنې په غځېدا او اوږدو کې وښيي؛ هغوی چې د خدای له لوري رالېږل شوي، يا په بله وينا (د شيخ په ګومان) په دې پار رالېږل شوي، چې خلکو يوازې او يوازې د صالحانو په ستاينه کې غلو کوله، يا دا چې ستره تېروتنه يې د صالحانو په ستاينه کې غلو وه؛ خو د دغسې يوې ليد لورې القا (او اچونه) سمه نه ده؛ ځکه د زمانې خلکو يې شرک خپل کړی و او بوتان يې نمانځل، همدا او بس. خو واقعيت دا دی، دا چې د شيخ مخالفانو په نيوکه ورته ويل، هغه ډله چې ته ورسره جنګېږي او په کفر يې تورنوې، ټول مسلمانان دي، داسې مسلمانان چې کله يې يو شمېر عوام يا عالمان د صالحانو په ستاينه کې غلو کوي او دا عمل دې له مسلمانانو سره د تکفير او جګړې اجازه نه ورکوي، نو ځکه د شيخ دا تل يادول او همېش يې په خپلو اثارو کې تکرارول. ګران لوستونکی دې پوه شي چې د بدعتونو، خرافاتو، تېروتنو او ځينې چارې چې ځينې مسلمانان يې کوي؛ لکه د صالحانو په ستاينه کې غلو، د قبورو درناوی، تعظيم او تکرية، مسح کول يې او څه چې له دې کړنو سره کوي؛لکه دعا، قرباني، شفاعت غوښتل او توسل؛ نو ددې ټولو کړنو په مردود ګڼلو کې زه له شیخ سره موافق يم؛ خو دا چارې د دې نه لاملېږي چې دوی پر شرک او له دين څخه په وتو محکوم کړو، که جاهل وي يا عالم؛ ځکه د جاهل ناپوهي او د عالم تاويل، اخستنه او پوهېدنه يې د تکفير خنډېږي. البته کله چا ته بې لارېتوب، بدعتي توب او انحراف ورمنسوبېږي که څه هم د تور د زيانمنېدو د پايلو او عواقبو په دليل، تورنوونکی د عام ظالم په حکم کې رانغاړلېږي، خو خطر يې لږ دی؛ خو کله له دې حده تېری کېږي او کفر، په تېره اکبر کفر، هغه ته ورمنسوبېږي، چې مفهوم يې د اسلام له دين څخه د وتو مفهوم دی او دا يوه ستره (کبيره) ګناه ده، چې شيخ او لارويانو يې سرسري ورته کتلي او دا ځان ته د ځانګړي احکامو بڼه لري؛ نو ځکه نبايد څوک په کفر تورن کړو؛ خو دا چې څرګند دليل او له الهي دليل سره مل وي، په تېره چې له دې مواردو څخه د شيخ اطلاق، کفر اکبر دی، چې مفهوم يې له اسلام څخه د وګړي د وتو مانا ده، چې توضيح او څرګندونه به يې د بحث په دوام کې راشي. دا له شيخ سره زموږ د اختلاف يو له سترو ټکيو ځنې دی، چې بېشکه يو مهم ټکی دی؛ خو نباید څوک د تکفير په باب زما یا د بل کس له نيوکې ځنې دغسې برداشت وکړي، چې خبره مو، د دغسې عقیدو خاوندانو ته يو مجوز دی، يا دا چې د پيغمبرانو، صالحانو، اصحابو او د نورو د قبورو پر وړاندې دغسې خرافات کوي. بيا ځلې وايم، شيخ د خپلو مخالفانو له شبهو سره مخامخ دی؛ هغوی چې وايي: کوم کسان چې ته یې پر کفر تورنوې او جګړه ورسره کوې؛ بېشکه ټول مسلمانان، نمونځ کوونکي، روژه تيان او حاجيان دي. نو ځکه شیخ د خپلو کتابونو او مقالو د ليکلو پر وخت، د دې قوي شبهو ځوابونې په پام کې درلودې. په پايله کې، د مخالفانو د نيوکو په غبرګون کې، د دې شبهې پر ځوابونې يې پرېمانه ټينګار درلود او د قريشي کفارو، د مسيلمه ، د نبوي (ص) عصر منافقانو او د غلاتو چې ويل کېږي، علی دوی سوځولي د محاسنو په بيا ځلې ويلو پر خپل ځواب ټينګار کوي او د خپل عصر پر عامو او خاصو مسلمانانو د دوی غوراوی تکراروي، چې زباد کړي نوموړی يوازې له هغو کسانو سره جنګېدلي، چې قريشي کافرانو منافقانو او د مسيلمه اصحابو غوراوی پرې درلود. بېشکه دا ليد لوری دې ته په پامنيوي چې نوموړي د دوو ډلو ترمنځ په پرتلنه کې ليکلی، يو ډول ناسم مع الفارق قياس او پرتلنه ده، چې پکې يې له سترو توپيرونو غفلت کړی؛ نو ځکه د کتاب له سريزې يې معلومېږي، چې نوموړی له دې قوي شبهې، چې مخالفين به يې ورسره مخ کړي، اندېښمن و.
تېروته په پامنيوي، غوره وه، چې شيخ خپل عبارت دغسې راوړي وای: ړومبی يې نوح عليه السلام و، چې خدای د ده بوتپالي قوم ته ولېږه او د صالحانو په باب غلو د بوتانو د نمانځنې د پيل ټکی دی، چې د زمانې په تېرېدو د غير الله په پوره نمانځنې اوړي؛ نو ځکه د صالحانو په ستاينه کې مو له غلو ډډې کولو ته بولم، هسې نه هغه ځای ته ورسئ، چې هغه افراطي ډله ور رسېدلې وه، له دې ډارېږم چې په پای کې تاسې يا ځوځات مو د صالحانو نمانځنې ته ورمخه کړئ، لکه: بدوي، عبدالقادر ګيلاني، شاذلي او نور. زما په نظر که شیخ پورته عبارت يا په څېر يې د خپل کتاب په سريزه کې راوړی وای، ډېر به سم، غوره، ښه او له تضاد ډولي غلو او ناسنجېدلو استدلالونه به خوندي و، چې بايد دا ټکی په پام کې ونيول شي.
دويمه نيوکه: شيخ د کتاب په سريزه کې وايي: «او د خدای وروستي استازي، محمد (ص) د هغه قوم د صالحانو مجسمې ورماتې کړې، چې عبادت او حج يې کاوه، صدقه يې ورکوله او خدای يې ياداوه.» څرګندونه: شيخ سامحه الله – قريشي کفار ښکلي او په عين حال کې نارښتوني انځوروي، چې د مسلمانانو تکفير پرې بنا کړي؛ نو ځکه وايي: «هغوی، عبادت او حج کاوه، صدقه يې ورکوله او خدای يې ياداوه.» او دا قياس (پرتلنه) هاغسې چې وويل شو ډاګيز مع الفارق قياس دی. وروسته شيخ کفارو ته يوه ځانګړنه نقل کړې، مدعي کېږي پېغمبر (ص) له کفارو او شيخ له مسلمانانو سره د دې ځانګړنې په پار جګړه کړې ده؛ نو ځکه وايي: «خو هغوی (يانې قريشي کفارو) د خدای د مخلوقاتو يوه برخه د ځان او خدای ترمنځ وزله کړي وه.» او پايله اخلي چې له کفارو سره د پېغمبر (ص) د جګړې او له مسلمانانو سره د شيخ د جګړې علت يو ځانګړنه درلوده! حېرانوونکې ده، ایا قريشي کفار چې پر شهادتنيو يې اقرار نه کاوه او پردې کار راضي نه وه او پر قيامت، جنت و دوزخ يې ايمان نه درلوده، وژوونکي، ظالم، شرابخواره، زناکاران او سودخواره وو او ډول ډول حرام يې کول، د مسلمانانو په څېر دي، چې نمونځ کوي، روژه نيسي، حج ته ځي، زکات او صدقې ورکوي، له حرامو ځان ساتي او اخلاقي فضايل، خويونه او مکارم خپلوي، خدای وايي: «ايا مسلمانان د مجرمانو په څېر کړو، پر تاسې څه شوي؟ دا څنګه قضاوت کړئ؟» نه، مساوي نه دي. هډو مسلمانان د کفارو په څېر نه دي، ان که عالمان يې تاويليان او عوام يې ناپوه او جاهل وي؛ ځکه تأويل او جهل (ناپوهي) د تکفير له موانعو دوه پراخې مقولې او دوه ستر خنډونه شمېرلېږي. په هر حال، نبايد هغه چې د اسلامي په ارکانو ملتزم دی، د اسلام له منکر سره يو رنګ وګڼل شي. هغه چې پر پېغمبر (ص) د نبي او رسول په نامه ايمان لري له هغه سره مساوي نه دی چې دروغجن، کوډګر او پالي يې بولي. څوک چې په پېغمبر (ص) توسل کوي او له صالحانو تبرک غواړي، که څه تېروځي، له هغه سره چې پېغمبر (ص) په ډبرو ولي او صالحان وژني، مساوي نه دی، هغه چې د قيامت پر ورځ، جنت او دوزخ ايمان لري له هغه سره چې وايي: «کافرانو وويل: چې بې له دنيوي ژوند (نور څه) مو نشته، چې مړه کېږو او ژوندي کېږو او بې له (طبيعت، روزګار) او زمانې مو کوم څيز نه مړه کوي. مساوي نه دي. څوک چې «لا اله الا الله» واي، له هغه سره چې وايي: «ايا هغه موږ ډول ډول معبودان، په يوه معبود پورې ورمنحصر کړي »، يو شان نه دی. نه، مومن او کافر مساوي نه دي. څوک چې پېغمبران مني، له هغه سره چې نه يې مني، څوک چې پر قيامت ايمان لري، له هغه سره چې ترې منکر دی، مساوي نه دی. هغه چې له پېغمبرانو او صالحانو شفاعت غواړي، له هغه سره چې له جماداتو شفاعت غواړي، يو رنګ نه دی. هغه چې له پېغمبرانو شفاعت غواړي او پوهېږي چې دوی د خدای بندګان دي، له هغه سره چې له بوتانو شفاعت غواړي او دوی په الوهيت کې له «الله» سره شريک بولي، يو رنګ نه دی. نه، ای زموږ شيخه، چې خدای درباندې ولورېږي، د دې دوو ډلو ترمنځ ستر توپير شته، په دې مسئله کې کوم روڼه چې د نظر اختلاف راسره لري ورته وايم: د شيخ همعصري او زموږ د زمانې ډېری عالمان د صالحانو توسل ته په جواز قايل دي ، آيا نن دوی ټول تکفير کړو؟ يا فقط ووايو، دوی تېروتنه کوي؛ بلکې کاشکې د دوی د ليدلوري ارزونه په دليل راوړاندې کېدای، که ووائي: موږ يې تکفيروو؛ نو ستاسې همعصري عالمان د هېواد (سعودي) دننه او دباندې، ستاسې نظر ردوي او تاسې په دين کې په غلو او د مسلمانانو په تکفير تورنوي. که ووائي: نه، موږ يې نه تکفيروو؛ نو د دوی په تکفير کې مو د شيخ محمد نظر رد کړی دی؛ ځکه شيخ د خپلې زمانې عالمان او عوام چې له هر اړخ زموږ د زمانې د عالمانو او عوامو په څېر وو، تکفېرول او هډو د شيخ لارويان له دې الزاماتو وتای نشي، همداراز که ځان په زحمت کړي چې د شيخ محمد د زمانې د عالمانو او عوامو مسلمانانو او ننني مسلمانانو ترمنځ پر توپير قايل شي؛ نو د قريشي کفارو او دې ډلې (يانې د مسلمانانو عالمان او عوام) ترمنځ ډاګيز توپير شته. ځکه څه چېشيخ محمد رحمه الله خپلو همعصرو عالمانو ته قبيح او بد ګڼلي (لکه د صالحانو توسل، له پېغمبرانو (ص) نه د شفاعت غوښتل، د قبرونو زيارت او د عوامو او واکمنو د کړنو ردول)؛ نو د دې هېوادونو پر عوامو سربېره، د مصر، شام، حجاز، يمن، عراق او مراکش عالمانو په منځ کې هم شتون لري. نو که تاسې دا ډلې تکفير کړئ، لازمه يې دا ده چې د هېواد د سلفي علماوو نظر مو، چې دوی يې نه تکفيروي، رد کړئ او په دې حال کې، چې کله عالمان ترې خبر شي، چې دوی مو رد کړي؛ خو هغه عالمان کوم کسان چې تاسې تکفير کړي تکفير نه کړي؛ نو تاسې بايد دا عالمان تکفير کړئ؛ ځکه د سلفي بلنې له مقرراتو چې د بلنې د عالمانو په پرېمان آثارو کې راغلي دا ده چې: «څوک چې کافر تکفير نه کړي او يا يې په کفر کې شکمن شي، کافر دی.»
درېيمه نيوکه: شيخ محمد وايي: «او که نه، دې مشرکې ډلې (قريشي کفارو) ګواهي ورکوله: الله يوازېنی خالق دی او شريک نه لري او بې له دې رازق نشته، يوازې همدا ژوندي کول کوي او مړه کول او هستي بې له دې مدبر نه لري او ټول اسمانونه او څه چې پکې دي، ټول يې بندګان او تر ولکې او قدرت لاندې يې دي، وروسته په دې باب څه آیتونه نقلوي. » څرګندونه: شيخ دلته هم د مشرکانو ځلانده څېره انځوروي؛ خو دا چې دوی له قيامت څخه منکر دي او دا عقیده يې چې يوازې روزګار او زمانه يې مړه کوي او د پلاني او پلاني زامن، باران نازلوي، ناليدلي بولي. همداراز سود خوري، د نفس وژنه، د نجونو ژوندۍ ښخونې، نور ظلمونه او ګناهونه يې او هم د پېغمبر نه منل او په بديو يې يادول، د مسلمانانو ځورونه او د مستضعفينو او بېوزله کړايو شويو وژنه يې ياده کړې نه ده. نو ځکه شيخ محمد کوم آيتونه چې د ده په عقیده يې دلالت کوي د خدای د جملې په بڼه چې خالق او رازق دی، راوړې ده. سره له دې چې يو شمېر عالمانو د مشرکانو د انکار د څرنګوالي په ځواب ويلي، چې اقرار يې د نورو د چوپولو له اړخه دی، نه د قانع کېدو؛ ځکه که دوی په خپلو اعترافاتو کې رښتوني وای، په شهادتنيو يې اعتراف کاوه او ورسره جوخت د ظاهري عباداتو په کولو ملتزم کېدل؛ نو ځکه خدای خپل پېغمبر ته امر کوي، چې دوی د دې اعترافاتو له لوازمو خبر کړي؛ له دې ځنې وايي: نو ووايه «آيا تقوا نه خپلوئ.» يا ووايه: «ايا پند نه اخلئ؟» ته وا خدای دوی د خدای پر خالقيت او رازقيت د دروغ ويلو او ايمان نه درلودو په پار غندي. همداراز مانا نه لري چې دوی په عين حال کې چې د خدای پر رازقيت او خالقت شهادت ورکوي، بوتان د ځمکې او آسمان خالق وبولي! هغوی د نورو د چوپولو لپاره د خدای د خالقيت د منلو او خپلې وينا پر خلاف عمل ترمنځ پاتې دي. که د مشرکانو اعترافاتو ته د ځينو عالمانو، ځواب کمزوری وي؛ نو د هغو کسانو ادعا چې قريشي کفار د دوی په انګېرنه د دوو ځانګړنو (پر دوی د کفارو غوراوی او د مسلمانانو تېروتنې) د شتون له لامله د شیخ ترهمعصرو مسلمانانو غوره بولي، خورا کمزورې ده. پايله دا، لازم نه ده شيخ يا بل د کفارو فضايل ياد او تېروتنې يادې او فضايل يې هېر کړي! وړ نه ده، هغه آيتونه چې کفار پکې ستايل شوي او کله عوام په وهم کې اچوي، بيان کړو او له هغو آيتونو چې کفار يې رټلي، د دوی کفر، ظلم او د قيامت انکار يې ياد کړې، سترګې ترې پټې کړو، لازم نه ده دا ټولې تېروتنې وکړو، چې له اهل رکوع او سجود مسلمانانو سره د جګړې رواتوب زباد کړو، په دې ادعا چې دوی له هر اړخه د کفارو په څېر دي، چې د نمانځه، حج، صدقې او الله يادوونکي وو. بيا له دوی سره په جګړه کې د مسلمانانو وژنه، له کفارو سره د پېغمبر (ص) د جګړې په څېر يو رنګ وبولو او د تېروتنې منل د باطلې لارې تر غځېدا او دوام ورکولو غوره ده او له ګناه توبه کوونکی، د بې ګناه وګړي په څېر دی او څوک چې پر ګناه کولو راضي وي، د هغه په څېر دی، چې پکې حاضر او شريک وي، نو بايد الهی تقوا خپله کړو او هوښيار وسوو، هسې نه چې ځواک، قدرت او د جمعيت ډېروالی له دين څخه مو د ناسمې پوهېدنې لامل شي او هډو د باطلو يارانو په ډېرښت، چې د ناپوهۍ، ځاني غوښتنې او ظلم به پار ملاتړ مو کوي، مغرور نشو؛ ځکه دوی د جنت و دزوخ خاوندان نه دي او ښآيي شيخ زموږ بښنې او دعا ته ډېر اړمن وي، تردې چې د تېروتنو يې ملاتړ وکړو؛ خو د يارانو ډېرښت او ګڼې ګوڼې مغرور کړي يوو. اوس ستا حېرانوونکې دود ته په پامنيوي د کفارو د فضايلو او د مسلمانانو د تېروتنو پرتلنې ته پوښتوو: څنګه له يهودو سره چې [د شيخ په ګومان] په وينا کې رښتوني، عدالت ته اهميت ورکوي، د شتمنۍ د عادلانه ويش پلويان، پر خدای ايمان لري، مقدساتو او د رای ازادۍ ته احترام لري وجنګېږو؟ څنګه له مسلمانانو سره جګړه چې د شيخ په وينا ظالمان، سود خواره، دروغجن، وعده ماتي او په امانت کې خاينان دي او هم د صالحانو توسل جايز بولي، پرېږدو؟ څنګه له يهودو سره چې تر قريشي مشرکانو ډېر رانژدې دي وجنګېږو او له هغو کسانو سره جګړه چې کفر يې تر قريشي کفارو او د مسيلمه تر اصحابو سخت دی پرېږدو؟ که وغواړو د يهوديانو او د مسيلمه د اصحابو دا ډول محاسن او ښه توب، ياد کړو، تېروتنې او ګناهونه يې ناليدلی وبولو او له مسلمانانو سره د دې دود او طريقې خلاف چليدلي، د دوی خطاوې يادې او د هغوی ايمان او فضايل ناليدلي وګڼو، مساله مشتبه او شکمنېږي او تردې رسوو چې له مسلمانانو سره جګړه له نيواکګرو يهوديانو سره تر جګړې غوره وبولو . خو ای مسلمانه که د دې دوو ډلو ټولې ځانګړنې وپېژنې؛ نو پوه به شې چې توره دې چېرې وکاروې؛ بلکې د نبوي عصر د ګردو عربانو وضع د يهودو په څېر وه، که د دوی د يو شمېر اخلاقي مکارمو يا يې د نورو چوپولو لپاره د ځينو خبرو په ويلو يا منلو بسياينه وشي او تېروتنې او جنايات يې ناليدلي وګڼل شي، ډله ښکلې انځورنې سره يې مخېږو، لکه چې شيخ رحمه الله ترې انځوراوه، خو که هغه ټول روايات راوړل شي چې د کفارو ځانګړنې پکې دي؛ نو څرګنده به شي، چې دوی د مسلمانانو له فاسقانو څخه ډېر واټن لري، له صالحانو او اسلامي عالمانو سره خو لا څه.
څلورمه نيوکه شيخ وايي: «چې کله معلوم شی دوی پردې موضوع معترف دي [منظور د خدای خالقيت او رازقيت دی]؛ خو دا اعتراف يې د پېغمبر (ص) وربللي توحيد ته د ورننوتو لامل شوې نه دی؛ نو پوهېږې، کوم توحيد چې انکار يې ترې کاوه، په نمانځنه کې توحيد و؛ څه چې زموږ همعصري مشرکان اعتقاد ورته وايي.» څرګندونه: خدای دې شيخ ته عفوه وکړي؛ ځکه په دې عبادت يې ټول يا ډېری همعصري عالمان کافران دي. که منظور يې ټول هغه کسان وي چې په عقيدتي کتابونو کې يې د عقيدې (ګروهې) اصطلاح کاروي؛ نو خپل همعصري عالمان يې تکفير کړي دي او که منظور يې په ځانګړي باور اعتقاد وي لکه د «صوفيه ووعقيده»؛ نو ځينې عالمان يې، د دوی تاويل ته په نه پامنيوي، تکفير کړي دي، سره له دې چې تاويل د تکفير يو له سترو خنډونو ځنې دی که د شيخ منظور لومړی مورد وي؛ نو تکفير پټ دی، چې د هر لوستونکي ورته نه پام کېږي؛ ځکه په دې حال کې يې منظور له همعصرو عالمانو هغه عالمان دي چې د «الاعتقاد» په نامې کتاب لري او دا ليکنې بې له اسلامي امت څخه په هيڅ امت کې نشته. او که مطلب يې صوفيه وي، ډېر شمېر عالمان چې معتقد دي ځانګړي وختونه او ځايونه شته، چې تر نورو وختونو او ځايونو پکې د الهي لورنې د نزول شونتيا او د دعا منل ډېر دي؛ نو دوی د صوفيانو له ليدلوري سره موافق دي، چې بايد له ليدلوري يې دوی تکفير کړي، چې بېشکه د ټولو په باب يې دغسې حکم روا نه بولي؛ ځانګړي وختونه لکه: د ليلة القدر شپې وروستې درېيمه برخه، د عرفې، د پينځلسي شپه او که اړوند حديث يې سم وي يا کمزوری؛ ځکه د دې حديث د سموالي په باب د سخت ګيرو د مؤثق او ډاډمن حديث د ځانګړتياوو په هکله او متساهلو (آسان ګېرو) وګړيو ترمنځ د ليد لوريو توپير شته. ځانګړي ځايونه چې په کې د دعا قبلېدو هيله ډېره ده لکه جوماتونه، په عرفه کې د حج مواقف (تم ځايونه)، منی، مزدلفه، مدينة النبي، د صالحانو قبرونه د انبياوو قبرونه او د دوی د لارويانو، که استدلال يې سم وي که نه، نو تر هغه وخته چې دوی د اسلام پر ارکانو باور لري، تکفيرولای نشو، که څه هم له پخوا څخه د وروستي مورد (د صالحانو له قبرونو سره) په باب ګړبړ و. د دې ليدلوري معتقدین پر دې باور دي، چې په قبر کې کس ژوندی دی؛ نو روح يې د دوی خبرې اوري او په دې توګه تر نورو ځايونو يې د قبر پر وړاندې د قبلېدو هيله ډېره ده. نو ځکه، شفاعت او د خپلې دعا قبلېدل ترې غواړي. دا مورد د ډېری عالمانو په ليد لوري کې مباح دی؛ بلکې ابن حزم يې پر مباح والي د اجماع ادعا کړې ده، مخکې څرګنده شوه، چې سلفي عالمانو يې پر مباح توب څرګندنه (او تصريح) کړې ده؛ له دې ځنې ذهبي او شوکاني؛ خو وهابيانو په دې باب له سکوتي اجماع سره مخالفت کړی او حق له هغوی سره دی؛ ځکه سکوتي اجماع حجت نه دی؛ خو وهابيان د سکوتي اجماع د پلويانو د تکفير حق نه لري. په دې باب د ډېرو معلوماتو لپاره (۶) ګڼې تړاو ته مراجعه وکړئ.
د شيخ محمد په کلام کې تلويحاً اشاره شوې، چې دا ډله صالحان نمانځي؛ خو دا ناسمه خبره ده؛ ځکه ټول مسلمانان؛ صوفيان، عالمان او عوام بې له الله بل څه نه نمانځي، د قريشي مشرکانو او په څېر يې پر خلاف، چې بوتانو يې نمانځل. که دا موضوع روښانه نشي، د نورو چارو ترمنځ چې خورا سخت ابهام لري، په توپير قايلېدای نشو، لکه يو له دې شکمنو چارو ځنې د شيخ او پلويانو په باب يې د ځينو عالمانو ليدلوری دی، چې دوی د خوارجو په لاروۍ تورنوي. د دوی په اند په دې ډله (وهابيانو) کې د خوراجو ځانګړنې ورټولې شوي؛ ځکه دا ډله د خوارجو په څېر مسلمانان تکفېروي، وژنه يې مباح بولي، په آخر الزمان کې اوسي او له ختيځ لوري ښورښ کوي پر مشرکانو نازل شوي آيتونه پر مسلمانانو تطبيقوي، همداراز دا ډله (خوارج) د قرآن اوامر او نواهي لولي؛ خو له ستوني يې نه تېرېږي؛ نو ځکه د قرآن لوستل د مسلمانانو له تکفير او وژنې روا ګڼلو راګرځولای نشي او سره له دې چې قرآني نصوصو له ظلم او باطلو ته د حق جامو وراغوستو منع کړې؛ خو دوی پر مسلمانانو تېری کوي. نو که وهابيان له خوارجو سره يو رنګ ګڼل ظلم دی، سره له دې چې د مخالفانو له نظره، دا تشابه یا ورته والی شته او د تړاوونو په برخه کې اشاره ورته شوې ده، دغسې قريشي کفار خو له مسلمانانو سره یو رنګ ګڼل لا ظلم او له حق څخه لرېوالی دی او که شيخ پر خپلو همعصرو عالمانو د قريشي کفارو پر غوره ګڼلو مغرور دی؛ نو هغه چې د بلنې عالمان خوارج بولي لا مغرور دی؛ ځکه خوارج له دې ځانګړنو سره سره په قوي احتمال مسلمانان دي او اصحابو تکفير کړي نه دي؛ خو هيڅوک هم د قريشي کفارو په کفر کې شکمن نه دي.
پينځمه نيوکه شيخ د قريشي او نورو کفارو په محاسنو او نېکيو کې وايي: «شپه و ورځ يې د الله سبحان په درګاه کې دعاوې کولې! بیا يو شمېر يې له پرښتو – د دوی د پاکۍ او الله ته د ورنژدې کېدو په پار – وغوښتل چې له خدايه بښنه ورته وغواړي. يا يې د لات په څېر صالح وګړی! ايا د عيسې په څېر د يو پېغمبر نمانځنه او پوه شوې چې رسول (ص) د دې شرک له لامله جګړه ورسره وکړه او په عبادت کې يې اخلاص ته وبلل؛ نو ځکه پېغمبر (ص) جګړه ورسره وکړه،چې ټولې دعاوې، نذرونه، قربانۍ، استغاثې او عبادات د خدای لپاره وي.» څرګندونه: کفارو شپه و ورځ د خدای درګاه ته د عاوې نه کولې! بلکې تل يې هبل، لات، عزی او منات ياداوه. که شپه و ورځ يې د خدای درشل ته دعاوې کولې، خدای خپل پيغمبر د دوی د خدايانو له عبادته نه منع کول، خدای وايي: «ووايه ای پېغمبر، زه الله ستاسې د باطلو معبودانو له نمانځلو منع کړی يم.» خدای د مړينې پر مهال د کفارو د حالت په باب وايي: «تر هغې چې ورلېږل شوې پرښتې مو ساګانو اخستو ته يې ور ورسي، ورنه پوښتي:هغه معبودان چېري دي، چې د الله پر ځای مو بلل.» او هم وايي: «په حقيقت کې نور (بوتان، عيسی، عزير او ...) چې د الله پر ځای بلئ (او عبادت يې کوئ) نو دوی خو ستاسې په څېر (فاني، فقير او اړمن بندګان) دي او د کفارو له خولې وايي: «دوی هغه شريکان دي چې ستا پر ځای مو نمانځل.» او نور آيتونه چې اوس يې د څېړنې هوډ نه لرم. دا آيتونه د کفارو په باب د شيخ د وينا پر خلاف مو خبروي، چې د دوی دعاوې يا لږ تر لږه دعاوې يې بوتانو ته متوجې وې او څنګه چې شيخ وايي: « شپه و ورځ يې خدای باله» نه وې. پردې سربېره دوی الله په اخلاص نه باله؛ خو چې په تنګسه کې به شول. که شپه و ورځ يې خدای باله – لکه چې شيخ يې وايي [بايد] زاهدانو اصحابو يې پر حال غبطه (يو ډول افسوس) خوړای! [خو په تاريخ کې داسې يو څيز روايت شوی نه دی] دا د قريشي کفارو په ستاينه کې د شيخ يوه ډېره ښکلې انځورنه ده، البته دا ستاينه يې ورسره د مينې په پار نه؛ بلکې د دوو ډلو په ورته والي کې د توهم پيدا کېدو لپاره چار سازي ده، چې د هغوی او خپلو همعصرو مسلمانانو ترمنځ پرتلنه وکړای شي او بيا د دې نيمګړې پرتلنې له مخې پر مسلمانانو د هغوی غورای زباد کړي او ورپسې ددې سريزو له مخې، د مسلمانانو تکفير او ورسره د جګړې جايزتوب زباد کړي . په دې پېښه کې چې کومه مسئله بايد سمه شي، دا ده چې پېغمبر (ص) په ډول ډول علتونو له کفارو سره جنګېدلی، چې مهمترين يې له خدای سره اکبر شرک، له خپلو سیمو د مسلمانانو ايستل، د نبوت انکار او د سترو ګناهونو کول؛ نو ځکه په دې باب د شيخ استدلال ناقص او نيمګړی دی او همدې نيمګړي استدلال يې له هغو مسلمانانو سره په جګړې کې ورښکېل کړ، چې نمونځونه يې کول، حج ته تلل او الله يې ياداوه او بيا په قرآن کې راغلي نه دي چې له کفارو سره د پېغمبر جګړه يوازې او يوازې دا وه، چې ګردې قربانۍ، نذرونه او استغاثې دې د خدای لپاره وي؛ بلکې اساسي علت يې اکبر شرک د نبوت انکار، له خپلو کورونو څخه د مسلمانانو ايستل او په څېر يې وو. نو ځکه شيخ، شکمن جزيي علتونه يا يې د مخالفانو په وينا له مسلمانانو سره يې د جګړې مخونې ته ساختګي داستانونه راوړي، چې په نصوصو کې راغلي نه دي او واقعيت يې نه درلود او په رښتيا معلوم نه دي، چې دا داستانونه د جګړې علت و که نه؛ خو مهم علتونه چې ټول پرې يوه خوله دي او په قرآن کريم کې هم څرګندنه پرې شوې، ناليدلي ګڼل شوي دي. د خوارجو او نورو افراطي ډولو د افراط خپلولوعلت پر دغسې جزيي متشبه (شکي) چارو ټينګار او د مهمو او پرېکنده مواردو ناليدلي ګڼل وو؛ نو ځکه د مسلمانانو وژنه يې د ناسمو يا کمزورو دلايلو له مخې روا بلله او افرطيان دغسې د تاريخ په اوږدو کې افراط ته ورټېل وهل شوي دي.
شپږمه نيوکه شيخ په دوام کې وايي: «د [مشرکانو] منظور دا نه و، چې خدای هماغه خالق، رازق او مدبر دی؛ ځکه دوی پوهېدل چې دا ځانګړنې د ايکي يو خدای ځانګړنې دي– لکه چې په تېرو کې وويل شول. بلکې له «الله» يې مطلب هماغه څه و، چې زموږ همعصري مشرکان يې د «سيد» په اصطلاح يادوي!» څرګندونه: د شيخ له دې عبارته هم د خپلې زمانې د مسلمانانو څرګند تکفير برېښي؛ ځکه په روستيو پېړيو کې يو زيات شمېر مسلمانانو د «سيد» اصطلاح اهل بيتو ته ورمنسوب يو نارينه ته کاروي او ځينې د شيخ د زمانې عوام خلک او زموږ د وخت هم د هغه چا په باب کاروي، چې انګېري برکتي دی او په دې نامي يې مقام اوچتوي. خو د دې اصطلاح کارونه او پرې عقیده نه يوازې کفر نه دی؛ بلکې حرمت او حراموالی هم نه لري؛ البته کله مکروه دی او کوم حديث چې له دې کړنې په نهې کې راغلی د علماوو ترمنځ يې په باب ټينګ اختلاف دی. حضرت عمر (رض) کله ويل: «زموږ سيد ابوبکر، سيد مو بلال ازاد کړ.» او که د شیخ په زمانه کې د نجد يا حجاز ځينو مسلمانانو د «سید» اصطلاح هغه ته کاروله، چې توسل يې پرې کاوه يا هغه ته چې دعا يې ترې غوښتنه؛ نو اوچته ګناه يې په دين کې بدعت و، چې د ويوونکی د حال له مخې، د وينا موضوع او د دواړه رابطه (اړيکه) کله کبيره ګناه او کله صغيره ګناه ده؛ خو کفر نه دی. همداراز دا چې شيخ وايي: «ټول مشرکان پوهېدل، چې خدای هماغه خالق او رازق دی» سمه نه ده، ځکه، ځينو کفارو دغسې يو باور درلود، نه يې ټولو، لکه څنګه چې قرآن څرګندوي، «د هريونو» ويل: « او موږ يوازې طبيعت هلاکوي»
اوومه نيوکه: شيخ وايي: «پيغمبر ورته راغی، چې د «لا اله الا الله» توحيد ته يې وبولي او له توحيده مطلب، د مانا يې پلي کول دي؛ نه يوازې په توحيد اقرار » څرګندونه: البته مازې په توحيد اقرار که څه په دروغو او خوندي پاتېدو ته وي، ويوونکی يې له تکفير او وژنې بچوي. په داسې حال کې چې د شيخ په زمانې کې، داسې وګړي وو، چې په رښتوني او ديني روحيه يې پر توحيد ګواهي ورکوله؛ خو له تکفيرا جګړې خوندي نه ول. په نبوي (ص) عصر کې منافقانو په خوله شهادتين وايه؛ خو ايمان يې پرې نه درلود او سره له دې چې پېغمبر (ص) پوهېده ډېری يې په دروغو شهادتين وايي؛ خو همدې دروغجن اقرار يې ځانونه او مالونه وساتل، خو د شيخ همعصرو مسلمانانو، سره له دې چې په رښتيا يې پر شهادتينو او د اسلام په ارکانو اقرار کاوه، ځانونه او شتمنۍ يې خوندي نشوې.
اتمه نيوکه: شيخ وايي: « د حېرانتیا وړ خبره ده، څوک د اسلام ادعا وکړي؛ خو د توحيد له مانا يې پوهه د کفارو د ناپوهانو هومره نه وي؛ بلکې انګېري مانا يې يوازې د توحيد شعار ويل وي، بې له دې چې له مانا يې پر يو څه زړګنۍ عقیده ولري!» څرګندونه: د شيخ وينا سمه نه ده؛ ځکه يو مسلمان هم مدعي نه دی چې د «لا اله الا الله» مانا بې له زړګنۍ عقيدې تش په خولې د توحيد ويل دي. ټول مسلمانان؛ عالمان او عوام، له هغه مسلمانه کرکجن دي، چې څه وايي؛ خو معتقد پرې نه وي؛ بلکې ان عوام، دا انفاق بولي او هغه چې وينا يې له کړنې سره ناسازګاره وي، غندي يې، ان کفار هم هغه چې وينا يې له کړنې سره همغږې نه وي، غندي يې. نو شيخ څنګه انګېرله، چې د ده د زمانې مسلمانانو روا ګڼله، چې مسلمان په خوله د شهادتينو اقرار وکړي؛ خو په منځپانګې يې عقیده ونه لري او په خوله ووايي «لا اله الا الله» خو په زړه کې بل موجود ونمانځي، يا په دروغو د پېغمبر پر رسالت اقرار وکړي؛ خو په زړه کې پرې معتقد نه وي؟ د شيخ د زمانې مسلمانان هم د اوسني اسلامي هېوادونو د مسلمانانو په څېر وو، ايا روا ده ووايو، زموږ د عصر مسلمانان وايي: موږ تش په خوله پر شهادتينو اقرار کوو، چې وژغورل شوو؛ خو عقيده مو له ويناوو سره ناسازګاره ده؟ البته هغوي د ځينو د لايلو له مخې توسل، شفاعت غوښتنه او استغاثه روا بولي، چې بېشکه دا ليد لوری تېروتنه ده او په دې مسئله کې له شيخ سره موافق يم؛ خو هغوی د دې ليد لوري په تېروتيتوب کې شکمن دي، له شهادتينو سره يې په ټکر کې نه بولي او د دې ليدلوري د سموالي زباد ته، روايات، دلايل او تاويلونه لري، چې د مسلمانانو په تکفير کې د وهابيت تر تاويلونو لږ نه دي، چې وهابيت - په ګومان يې – د دوو ځانګړتياوو د شتون په پار د کفارو غوراوی او د مسلمانانو تېروتنه د دوی کفر د قريشي کفارو تر کفره خورا سخت ګڼي! نهمه نيوکه: شيخ وروسته وايي: «هوښيار وګړي يې [مسلمان عالمان چې د اسلام ادعا لري] انګيري، د توحيد مانا دا ده، چې يوازې الله خالق او رازق دی!» [او ورپسې يوه غندونکې جمله راوړي.] نو ځکه هغه عالم چې د کفارو ناپوهان ترې د «لا اله الا الله» پر مانا ښه پوهېږي؛ نو د نورو د هدایت او مشرۍ وړتيا نه لري.» څرګندونه: لکه چې په تېرو کې مو څرګنده کړه، تر هغه ځايه چې پوهېږم د شيخ په زمانې کې اسلامي عالمانو شهادتين په هاغه ډول چې شيخ يې په دې بحث کې وايي تفسير کړي نه دي. که څه کله دوی د شهادتينو د مانا په تفسير کې کوتاهي کړې؛ خو په دې حال کې يې هم، هډو د غير الله لپاره عبادت جايز ګڼلی نه دی، که څه د دې ليد لوري منل د قرآني نورو دلايلو له مخې وي چې په کې امر شوی، نمانځنه يوازې په «الله» پورې ځانګړې ده، البته له نصوصو يې پوهېدنه دا ده چې تبرک و توسل له شهادتينو سره تناقض نه لري، چې دا ادعا يوه بله مسئله ده؛ خو ګومان نه کوم، کوم مسلمان عقلمن عالم ادعا وکړي، د «لا اله الا الله» مانا دا ده، چې الله خالق او رازق نه دی او غير الله ته عبادت جايز وبولي او که څوک د دغسې يو عالم د شتون مدعي وي؛ نو بايد په دلايلو خپله ادعا زباد کړي. لسمه نيوکه: شیخ وايي: «د توحيد په غليمانو کې، کله د پوهې، علم، دليل او فصاحت خاوندان هم موندل کېږي.» څرګندونه: شیخ په دې وينا اعتراف کوي، چې نوموړی په نجد، حجاز، شام او نورو ښارونو کې د خپلې زمانې د پوهو او فصيحو عالمانو په باب خبرې کوي، چې تردې وړاندې يې، د «لا اله الا الله» له مانا د دوی پېژندنه منتفي وګڼله.
يوولسمه نيوکه: شيخ وايي: «يو عامي مؤحد پر زرو تنو مشرکو عالمانو بر لاسېږي.» څرګندونه: دا جمله د ډېری مسلمانو عالمانو څرګند تکفيرول دي؛ ځکه د عادت له مخې محال دي، چې په يو مسلمان ميشتي ښار کې زر تنه کافر عالمان وموندل شي. دا يوه ډېره مهمه مساله ده، بايد ويې څېړو، ځکه دا د هغو کسانو د دلايلو يوه برخه ده، چې شيخ تورنوي، څوک چې ترې لاروي ونه کړي، تکفېروي يې. شيخ او لارويان يې د دې تور په ردولو کې وايي: معاذ الله چې مسلمانان تکفير کړو، خو دا يوه عامه خبره ده او ستونزه دا د ه چې له مسلمانه د دوی تعريف له نورو مسلمانانو سره يې له تعريفه توپير لري؛ ځکه د شيخ او لارويانو له ليدلوري يې مسلمان پراخ او متفرع شرايط لري، چې ناچار لاملېږي، دوی د دې شروطو په باب، له عوامو سره تر اختلاف وړاندې، له عالمانو سره د نظر اختلاف ولري. د دې ليد لوري له مخې، پر شهاتينو اقرار همداراز د ځينو شرايطو پېژندنه، له کفره د وتو لپاره بسيا نه دي او د ځينو شرايطو د تفسير او توضيح لپاره بايد په شيخ پسې ولاړ شوو، او دا شروط، فروع او تفسيرونه تقريباً يوازې د شيخ پر لاروي تطبېقېدای شي، چې مستندې بېلګې به يې په راتلونکي کې وويل شي. دا ليدلوری د هغو موضوعګانو د پېچلتوب لاملېږي، چې خدای اسانې کړي؛ ځکه هيڅ مسلمان، په فکر او ګومان کې له تېروتنې بچ نه دی، ان د پېغمبر صلی الله عليه وسلم اصحاب، کله يې ويل داسې شکونه په ځان کې مومي، که له اسمانه راولوېږي، په خولې راوړل يې ورته خورا اسان دي. او ځينو تابعينو، د پېغمبر صلی الله عليه وسلم لس ګونه تنه اصحاب مشاهده کړي، چې ويل يې: پر منافقت له اخته کېدو اندېښمن وي؛ نو ځکه، خيالونه، ګومانونه، ګيچوونکې پوښتنې او په عمل کې تېروتنه، يو شونې چار دی؛ بلکې يو مسلمان به هم له دې آفتونو خوندي نه وي. دولسمه نيوکه: شيخ وايي: « ځینې هغه مطالب چې خدای په قرآن کې ويلي؛ نو زه یې د خپل وخت مشرکانو ځوابونې ته، چې زموږ پر ضد استدلال کوي، دريادومه!» څرګندونه: خدايه! هغه مشرکان څوک دي، چې په کتاب او سنتو کې ډوب د فصاحت، پوهې او دليل خاوندان دي؛ ايا هغه عالمان نه دي، چې پر کفر باندې د مخالفانو (عالم او عوام يې) د تورنولو په باب له شيخ سره مخالف دي؟ شک نشته چې دا وينا يې د مخالفانو په څرګند تکفير دليل دی، داسې کسان چې دا يې د بلنې، توحيد يا اسلام د دښمنانو په نامو يادوي! او دا يو ظالمانه چلن دی؛ ځکه نوموړي د مسلمانانو ليد لوری کره (نقد) کړی او د دوی پر ضد يې رديه ليکلې ده؛ خو د کفارو او مشرکانو خبرې يې ځواب کړي نه دي. له کتابونو او ليکونو يې په ډاګه معلوميږي چې د مشرکانو او کافرانو باطلې خبرې يې ځواب کړي نه دي؛ خو خپل همعصري عالمان ( لکه: ابن فيروز، مربد تمیمي، سهيم زامن، سليمان او عبدالله، عبدالله بن عبداللطيف، محمد بن سليمان مدني، عبدالله بن داوود زبيري، حداد حضرمي، سليمان بن عبدالوهاب، ابن عفالق، قاضي طالب حميضي، احمد بن يحیی، صالح بن عبدالله، ابن مطلق او ...) د مشرکانو په نامو يادوي. د دوی ليد لوري يې کره کړي او مردود ګڼلي دي. تر شيخ وروسته، د وهابيت مبلغو عالمانو، د تکفير يا بدعت ګڼلو بهير چې بدعت تقريباً په تکفير پای مومي، د سعودي د دويمې واکمنۍ د دوران د يو شمېر نورو مسلمانو عالمانو لکه: ابن سلوم، عثمان بن سند، ابن منصور، ابن حميد، احمد بن دحلان مکي، داوود بن جرجيس او نورو پر ضد - چې دهغوی په عقيده د مسلمانو عالمانو د نه تکفير په هکله یې تېروتنه کړې - وغځاوه. په لېږديزې څوارلسمې پېړۍ کې هم، د معاصرو عالمانو پر ضد د تکفير او بدعتي توب ټاپې وهلو بهير چې په ګومان يې زموږ په څېر تېروتي وغځېد لکه: کوثري، ابوغده، محمد حسين فضل الله، دجوی، شلتوت، ابی زهره، غزالي، قرضاوي، طنطاوي، بوطي، عبدالله، احمد غماري، حبيب الرحمن اعظمي، کبيسي، عبدالقادر بيحاني، عبدالرحيم طمان او ... دا هغه کسان دي که يې کړای شول؛ نو په اړه يې «زموږ د عصر مشرکان» ورته ويل؛ ځکه ځينو يې دا خبره کړې ده! افسوس يوازې زور او بېوسي د نورو پر ضد د تکفير، بدعتي ګڼلو او افراط خنډ شوي نه دي که دا دواړه خنډونه نه وي، وهابيانو ټول مسلمانان په کفر او بدعتي توب تورنول او ترې يې غوښتل چې توبه وباسي، او که توبه يې نه ايسته؛ نو په اسانه يې وژل. د ديني علومو عالمان او طلاب دې د مسلمانانو له حقوقو معلومات ولري او محترم دې يې وګڼي او په حجة الوداع کې دې تر يولک ډېرو مسلمانانو ته د پېغمبر (ص) پر وصيت پابندي وي چې ويې ويل: «د يو بل پر ځان، مال او ناموس مو تېری، د تل لپاره حرام دی، لکه چې څنګه نن، په دې ښار او دې ذی الحجه مياشت کې حرام دی.» خو عالمانو پر وروستي وصيت په دين کې د ناغېړۍ له لامله عمل ونه کړ، سره له دې چې د دې وصيت الفاظ او اسناد تر احکامو ښه پېژني، د عالمانو پر وړاندې بې د واکمنو له خنډ اچونې بل څه موانع نه وې. ديارلسمه نيوکه شيخ وايي: «ای مشرکه، د هغو مطالبو پر مانا چې له قرآن او نبوي سنتو دې راته وويله، نه پوهېږم.» څرګندونه: خدايه! دا مشرک څوک دی، چې په قرآن او سنتو يې د شيخ او د ده د لارويانو د نظر پر خلاف استدلال کړی دی؟ دا کوم يو روزل شوی او د ښه سلوک خاوند دی؟ څوارلسمه نيوکه شيخ وايي: «همدغسې، د خدای غليمان د دې لپاره چې خلک پر سمې لارې له هدایت څخه ډب کړي، ډېری خبرې کوي، له دې جملې ځنې له خدای سره شرک نه کوو؛ بلکې شهادت ورکوو، چې بې له ايکي يو او بې سياله «الله» بل خالق، رازق، ګټه رسوونکی او زيان رسوونکی نشته او محمد (ص) ځان ته ګټه يا زيان رسولای نشي، عبدالقادر يا بل څوک خو لا څه کوې؛ خو په دې علت چې ګناهګار يم او صالحان د خدای په درګاه کې مقام لري؛ نو ځکه دوی له خدايه د خپلې غوښتنې لپاره وزله کوم. نو تېرو مطالبو ته يې په پامنيوي دغسې وځوابوئ: هغو کسانو چې رسول الله (ص) جګړه ورسره کړې، په تېر ويل شويو مطالبو يې اقرار کول. همداراز معترف وه، چې بوتان يې د کوم څيز مدبر او د چارو سنبالوونکي نه دي او په دې پار چې د خدای درګاه کې د مقام خاوندان دي، ورته يې شفيع او وزله کوي.» څرګندونه: دا خبره راښيي، چې شيخ د هغو کسانو له تکفير او ورسره جګړې ته موافق دی، چې تېر ويل شوي مطالب ووايي؛ نو دوی مشرکان بولي، چې د قريشي کفارو په څېر پر شرک اکبر اخته شوي او دا دقيقاً د نورو تکفيرول دي. په داسې حال کې چې خورا درون جرم يې تش بدعتي توب دی؛ خو جايز نه ده چې بدعتي تکفير کړو، وژنه يې خولا څه کوې. په تاريخ کې ټول بدعتيان، په مازي سياسي انګېزې وژل شوي، چې هر څوک د تاريخ له لوستو پردې مطلب پوهېدای شي. پينځلسمه نيوکه شيخ وايي: «چې کله [زموږ د مسلک مخالف] ومني، چې کفار د خدای پر مطلق ربوبيت شهادت ورکوي او د نورو له وزله کولو يې موخه، يوازې د خدای په درشل کې د شفاعت ترلاسه کول دي؛ خو له کفارو سره د نورو په شفيع کولو کې د خپلو کړنو د يو رنګ توب مخونې ته ووايي: زموږ شفيع د کفارو د شفيع پر خلاف «نمونځ کوونکي او سموونکي دي» په ځواب کې يې ووايه: ځینې کفار هم له صالحانو او وليانو مرسته غواړي.» څرګندونه: کفار نه پر يوې برخې ربوبيت ايمان لري او نه په مطلق الوهيت؛ بلکې بوتان نمانځي او يوازې پر شفاعت غوښتو بساينه نه کوي او د ربوبيت پر يوې برخې د عقیدې درلودو ادعا يې رښتونې نه ده؛ بلکې د نورو چوپولو او د مخالفانو د خولو ټپولو لپاره ده يا يوازې ځينې يې دغسې ادعاوې لري؛ ځکه لږ تر لږه ځينو يې زباد کړی، چې په «دهر» (زمانې) معتقد دي او پر قيامت ايمان نه لري. خو مسلمانان، بې له الله چا ته سجده نه کوي او بې له الله بل نه نمانځي. که کله يې ځينې د ناپوهۍ يا تاويل له لامله په صالحانو (ژوندي يا مړه) توسل وکړي او يا په دوی د خدای له درګاه شفاعت غوښتنه جايز ګڼي يا د تاويل له لامله انګېري، که دوی د خدای په اذن، نه د خدای له ارادې (خپلواک او) مستقل، د ځان او خپل خدای ترمنځ واسطه او وزله کړي ورته ګټوره ده؛ نو ځکه دوی شفيع ګرځوي، نو دا پوهېدنه د کفارو له ليدلوري سره ډېر توپير لري. پايله دا چې، د کفارو او معاصرو مسلمانانو ترمنځ يو رنګتوب که د يو اصل په توګه يې وپېژنو – د شيخ له لارويانو سره د خوارجو تر يو رنګتوبه ډېر لرې دی؛ ځکه په تکفير او د مسلمان وژنې او ... په رواتوب کې د دې دوو ډلو ترمنځ سخت او بربنډ يورنګتوب دی. د علی (رض) پر ضد د خوارجو استدلال د خپلو مخالفانو پر ضد د وهابيانو له استدلال سره نژدې دی؛ ځکه خوارجو ويل: حکم يوازې د الله دی؛ «لا حکم الا الله» خو له دې حق کلامه يې باطله اراده درلوده، لکه په خپله ادعا کې د وهابيانو انګېزه چې وايي: «قرباني يوازې خدای ته جايز ده، يوازې خدای ته توسل او غوښتنه ترې روا ده.» چې دا حق خبره ده؛ خو کله يې په تطبيق کې داسې مصداقونه ښيي چې له دې ټوليز حکمه وتلي او خورا جزيي مورد يې دا دی، چې ځينې د تاويل يا ناپوهۍ له لامله د تېرو ويل شویو اطلاقاتو پر خلاف کړنې کوي؛ خو دا کړنې يې د تکفير نه لاملېږي؛ خو دا چې د تکفير خنډونه لرې او دليل ورته راوړل شي. په مسلمانانو کې د ناپوهۍ يا تاويل له شتون سره سره، تر هغه وخت چې ناپوه يا تاويلوونکی اسلام مني او د اسلام له پرېکنده احکامو لکه د نمانځه فرضيت، له مور وپلار سره نېکي، د زکات ورکړه، د ظلم حرمت، دروغ، چل ول او د انسان وژنه چې خدای حرامه کړې، له دوی يې انکار کړی نه وي، تکفېرولای يې نشو. ان عالمان د فردي مرتد چې ارتداد يې پوره ډاګيزه دی پر وژنې يوه خوله نه دي او په دې باب شته حديث کمزوری دی او نبوی (ص) سيرت هم د فردي مرتد د وجوبي وژنې له نظره سره ناسازګار دی، چې مخکې په اوږدو اشاره ورته شوې ده. نو څنګه په دې مبهم او پېچلي مورد کې چې تېروتنه يې تر صوابه ډېره ده، په شيخ پسې تلای شو، په داسې حال کې چې تر ده وړاندې وروسته يو عالم هم، بې له لارويانو يې ورسره موافق نه دی. د دې چلن خورا څرګنده بېلګه، چې په شاوخوا کې د بدعتونو د شتون په پار شوي، د کفر پر سيمې او د اسلام پر سيمې د جزيرة العرب ويش دی. دا يو بې مخينې چار دی؛ ځکه احمد بن حنبل، ابن تيميه او نور چې په تکفير کې مټ خلاصي ول، هم دغسې کړنې ونه کړې په داسې حال کې چې د دوی د وختونو بدعتونه د شيخ د زمانې بدعتونه وو؛ خو اسلامي نړۍ یې د کفر او اسلام په دوو سيمو ونه وېشله او دا کړنه د ستر وهابيت له ځانګړنو ځنې ده، چې په دې باب بې د خوارجو له «ازارقه» ډلې يوه هم پرې ور ړومبی شوې نه ده. شپاړسمه نيوکه شيخ وايي: «که مخالف مو ووايي، چې کفار بوتپالي دي؛ خو شهادت ورکوم، چې يوازې الله تعالی ګټه رسوونکی، زيان رسوونکی او مدبر دی او بې له الله تعالی بل نه نمانځم او صالحان په دې چار کې څه ونډه نه لري؛ خو دوی په الهي درګاه کې د شفاعت په نيت وزله کوم، ځواب يې دادی: دا وينا د کفارو له وينا سره پوره يو رنګ ده.» څرګندونه: د پاسنۍ خبرې وياند نه کافرېږي؛ ځکه دا متأول (تاويلوونکی) دی يا ناپوه او که په ځينو جزيي مواردو کې يې ليدلوری د کفارو له ليدلوري سره سازګاری وي؛ نو په دې مانا نه ده، چې له کفارو سره پوره يو رنګ دی او دواړه يو حکم لري . په بله وينا، که څوک پر غير الله قسم وخوري، په جزيي توګه د کفارو په عقيده کې ورګډ شوی، خو څوک له کفارو سره په دومره مشارکت،نه کافرېږي. خو شيخ له دې ټکيو د غفلت په وجهه، د مسلمانانو د تکفير په تېروتنې اخته شوی دی. پام مو وي، چې پردې آيت «موږ دا بوتان نه نمانځوو، خو د دې لپاره چې الله ته مو ورنژدې کړي.» د شيخ ټينګار او هم د کفارو د عقايدو په باب يې له ډېری څرګندو آيتونو غفلت، لاملېږي، چې له مسلمانانو سره د کفارو د اختلافي مواردو په پوره راټولونه کې ستر نقص او نيمګړنه رادبره شي؛ ځکه په نوموړي آيت کې د کفارو له واقعي خويونو يوازې يو خوی ياد شوی، يا يې (خوشې او) هسې په عذر توږنه ده، چې له زړګني نيت سره يې مل نه ده. نو ځکه له پېغمبر (ص) او صالحانو شفاعت غوښتنه، په دې عقیده چې دوی د خدای بندګان دي او بې د خدای له اجازې چاته څه نه ورکوي او هيڅکله هم بوتانو ته د سجدې په څېرنه ده، که څه کوچنی يا ستر بدعت وي. خو که د شيخ ادعا ومنل شي، د شيخ مخالف نوموړی د شرابخور په تکفير ملتزمولای شي؛ ځکه شراب څښي چې ښه يې ايسي او ښه ایسېدل عبادت دی او له غير الله سره دوستي کول شرک دی او نورې بېلګې. که تاسې وهابيان ووائيي: له صالحانو سره د مينې ښودلو لپاره اعتراض نه لرو؛ بلکې ورته له عبادت سره يې اعتراض لرو؛ مخالفان په ځواب کې ورته وايي: د صالحانو عبادت نه کوو؛ بلکې تاسې صالحانو ته توسل عبادت بولئ؛ خو موږ يې هډو نه منو چې دا عبادت دی او خپل عمل ته دليل لرو، که څه کمزوری وي او همدا زموږ د تکفير خنډېږي، په بله وينا دا هماغه تأويل دی چې علما يې د تکفير خنډ او مانع بولي. که ووائي توسل عبادت دی، درنه پوښتي؛ دليل مو څه دی؟ که ځواب ورکړئ چې اسلافو عالمانو دا کار کړی نه دی. په ځواب کې مو وايي: حضرت عمر بن خطاب،عباس بن عبدالمطلب ته متوسل شو. که ووائي: حضرت عمر ژوندي ته متوسل شو، نه مړي ته. وايي: ايا د ژوندي عبادت جايز دی؟ که ووائي: نه، پوښتي: نو ولې توسل ته عبادت وائي: دا نامه ايښودنه مو پردې دليل ده چې تاسې څېزونه يې په خپلو نامو، نه نوموئ او که ووائي: ژوندي ته د توسل پر خلاف مړی ته توسل عبادت دی، پوښتي: پر توپير يې مو څه دليل دی؟ که ځواب ورکړئ: دليل مو د نبی اکرم (ص) د اصحابو کړنه ده، چې ژونديو ته يې توسل کاوه نه مړيو ته، په ځواب کې به درته ووايي: په دې فرض چې دا خبره مو ومنو، دوی کله يوه موضوع پرېښووه، خو حرامه به نه وه، دا خو لا څه چې نوموړې کړنه به کفر وي، چې له دين څخه د وتو لامل شي؟ دغسې لايل لرو چې ځينې د نبي اکرم (ص) تر مړينې وروسته په نبي (ص) توسل کړی لکه چې د عثمان بن حنيف په مشهور حديث کې راغلي دي. که ووائي: دا حديث زموږ له نظره کمزوری دی، ځواب به درکړي: ډېری احاديث چې تاسې استدلال پرې کوئ، زموږ له نظره کمزوري دي؛ بلکې په رښتوني کې کمزوري دي؛ لکه د «تقريب ذباب» حديث او د آدم و حوا د شرک حديث او ستاسې په کتابونو کې نور شته کمزوري او جعلي احاديث. که ووايئ: غوره ده چې د مسالې د شبهې او اختلاف په پار ډډه ترې وشي، په ځواب کې ورته وايي: تر دې خو غوره ده چې مسلمانانو له تکفيرولو او پر دوی د قريشي کفارو اوچت ګڼلو ځنې ډډه وشي: ځکه د مسلمان د دين د قضاوت پر مهال يقيني، باوري او متيقن اصل ، اسلام دی نه شرک او نبايد يقيني چار د يو ظني (او ګوماني) چار په پار پرېږدو. که ووائي: سخت ګيري لازمه ده، چې مسلمانان په کړنو سم لاري شي او له بدعتونو او خرافاتو ډډه وکړي. درته وايي: ستاسې د نظرياتو ردول هم لازم دي، چې د ديني علومو طلاب د مسلمانانو د تکفير په تېروتنو کې له ورلوېدو او د دوی د وژنې او مالونو له حرام ګڼلو ډډه وکړي. که ووائي: راشئ قضاوت کتاب الله او نبوي (ص) سنتو ته ورپرېږدو او له تقليد او پټو سترګو تلو لاس واخلو. درته وايي: آفرين، له ډېر وخته دغسې غوښتنه مو درنه درلوده؛ خو تاسې غاړه نه ايښوده او حکومتونه مو زموږ پر ضد راوپارول او د بې ګناه وګړيو له تکفيرولو مو ډډه ونه کړه او ان ځينو مو ځينې تکفير کړل او چې کله مو پر يو بل ظلم وکړ، پوه شئ چې په تېرو کې مو څومره ظلم راباندې کړی دی او د هغو شمېر استدلالونو په پلټنه لګيا شوئ چې موږ له کفره ځان بچولو، سپينولو او برائت ته وړاندې کړي وو؛ ځکه کوم دلایل چې تاسې د تکفير شويو په رد کې ويلي موږ په ځان سپيناوي که ستاسې د تکفير په رد کې څو ځلې ويلي وو. افسوس، په وروستيو کلونو کې مو منځلاري د خپلو ګټو او مصالحو لپاره وه، نه د شرع د ملاتړ په پار. اوولسمه نيوکه شيخ وايي: «او پېغمبر(ص) بې د الله له اجازې هيچا ته شفاعت نه کوي.»، لکه چې خدای (ج) وايي: «او د الهي درګاه مقربان يوازې د هغه شفاعت کوي، چې خدای ترې راضي وي.» او الله يوازې پر توحيد له رښتونو معتقدینو راضي دی؛ ځکه خدای وايي: «څوک چې بې له اسلامه کوم دين خپل کړي، بيخي ترې نه منل کېږي.» او خدای يوازې توحيديانو ته د شفاعت اجازه ورکوي.» څرګندونه: نو ځکه د شيخ په باب د ځينو مخالفانو خبره يې تاييدولای شو، چې وايي: د شيخ د نظر له مخې، د ده همعصري مسلمانان، بې له عيينه او درعيه اوسېدونکيو يو به هم جنت ته نشي ورننوتای، ځکه د شيخ د مخکېنۍ خبرې له مخې، د شيخ د زمانې او هم زموږ د زمانې عالمان او ولسي پرګنۍ چې له صالحانو شفاعت غوښتنې سره موافق دی، تلويحاً تکفير شوي دي. دلته د شيخ رحمه الله له مخالفينو د يوه يې کلام يادوم چې داکتر عبدالعزيز بن عبداللطيف په دعاوی المناوئين کتاب کې ياد کړی دی. نوموړی وايي: چې کله هغه (د شيخ مخالف) د پېغمبر (ص) د دې خبرې «ژر به يو تن راشي، چې په قيامت کې به يې د قوم د وياړنې لامل شي.» په باب وپوښتل شو او د پوښتونکي مطلب محمد و. په پېغور يې وويل: يعنې ډېر ژر پېغمبر (ص) راځي او يوازې د عيينه يو تن به ورسره وي.» داکتر عبدالعزيز بن عبداللطيف وفقه الله په ټوليز ډول مخکېنۍ خبره رد کړې ده؛ خو د شيخ د کلام لوازم، له دې جملې ځنې دا - چې نوموړی يوازې خپل لارويان موحد بولي - او د دې له مخې بې د خپلو لارويانو شفاعت حرام بولي، ياد کړی نه دی. پردې مدعا د شيخ دليل دا دی چې بې له لارويانو يې نور څوک مسلمانان نه دي او «څوک چې بې له اسلامه کوم دين خپل کړي، هيڅکله ترې نه منل کېږي.» نو ځکه د شيخ له نظره، د اسلامي نړۍ مسلمانانو په نجد او شاوخوا کې يې بې د شيخ له لارويانو له اسلام پرته بل دين خپل کړی ! دا ادعا د مسلمانانو پر ضد نهايي تکفير، سخت او دروند تور دی؛ ځکه په اسلامي نړۍ کې له ډېرې مودې راهيسې، دا ډول بدعتونه، خرافات، تاویلوونکي عالمان او جاهل عوام وو؛ خو يو ديني عالم هم د دوی تکفير روا نه دی ګڼلی، نو ځکه شيخ محمد رحمه الله هغه مسلمانان چې په شام کې د صليبيانو د يرغل په ختيځ کې د مغولو د جګړو او په اندلس کې د اروپايانو د ربړونې له لامله وژل يا ځورول شوي او په وررسېدليو کړاوونو يې ويرجن يوو، تکفير کړي دي، او د شيخ له نظره زموږ دا کړنه بې دليله ده؛ ځکه هغوی مسلمانان نه؛ بلکې ګرد سره مشرکان وو او وير او سوګواري ورته بې مانا ده؟ ابن تيميه له تېروتنو سره سره يې مسلمانان دغسې تکفير نه کړل، په داسې حال کې چې نوموړی د شيخ محمد زمانې ته په ورته زمانه کې وسېده، چې عوام جهل او ناپوهۍ رانغاړلي وو او عالمانو سوچه توحيد ته د خلکو په بلنې کې، کمزوري ښووله؛ خو د عالمانو کمزورې کړنې او د عوامو ناپوهي لاملېږي چې دوی تش مقصر، ناپوه او ګناهګار ياد کړو او بس؛ خو دا چې پر کفر يې تورن کړو؛ چې له دين څخه يې د وتو لامل شي، يو مخې بل بحث دی، نو د مسلمانانو تکفيرول يوه خطرناکه مسئله ده او تردې لا ډېر خطرناک، مسلمان ملتونه له دين څخه ايستل دي. ان په وروستيو کلونو کې د خوارجو پاتې شوني هم، مسلمانې پرګنۍ نه تکفېروي او وژنه يې روا نه بولي، هاغسې چې شيخ رحمه الله او لارويانو يې د ده د فتواوو په استناد د عالمانو او مسلمانانو پر ضد وکړل. د پام وړ ټکی دا چې، که څه شيخ ډېر خير کرلی؛ خو کوم شر چې د ځانمنۍ په پار پرې وربرلاس شو، تباه او له منځه يې يووړ. خير يې دا دی؛ چې د ډېری بدعتونو او خرافاتو جرړې يې راوايستې؛ خو په دې چار کې يې افراط وکړ او افراط يې هم په رټلي افراط واوړيد، په پايله کې بدعتونه وځپل شول؛ خو تکفير لا پاتې دی. ځینې روڼه وايي: څنګه د شيخ مسلک کره (نقد) کړو، په داسې حال کې چې د چوپړتياوو په رڼا کې يې د خدای تر فضل او لورنې وروسته دا ستر اسلامي هېواد [عربستان] رامنځ ته شو. څرګندونه: شک نشته چې دا لاس ته راوړنه د شيخ له سترو نېکيو او محاسنو ځنې ده. په سريزه کې مو هم ياد کړي وه او مخلص وګړي کله هم نيکۍ نه هېروي. ځکه که د جزيرة العرب مسلمانانو ته يې بلنه او جګړه ورسره نه وه ؛ نو دوی له (فارس) خليج څخه تر سره سمندره او د شام له سهيل څخه تر يمنه نه يو موټی کېدل؛ خو «د پايلې ښکلا د سريزې د سموالي پر مانا نه ده»، ځکه کله پايلې، سره له دې چې پر نيمګړو او ناقصو سريزو ولاړې وي؛ خو ښکلې وي او دا ټکی د منطق خاوندانو ته پټ نه دی. کله د [امام] خميني د انقلاب پايله چې د ايران له واکمنۍ د لويديځ لائيزم پر محوې پای ته ورسېد؛ خو دا پايله، پردې مانا نه ده، چې نبايد توندي يې کره نشي. همداراز که يو له خوارجو حکومت جوړ کړي، دا ښه پايله يې، د توندۍ د سموالي پر مانا نه ده. دا موضوع د يوې څرګندې بېلګې په چوکاټ کې درته وايو: که يو مسلمان قاضي حاکم وکړي، چې له دې نېټې وروسته دې د غله د لاس پرېکونې پر ځای، ووژل شي، بېشکه د غلا کچه کمېږي، بيا د غلا د کچې د راټيټېدو يا بېخي ورکېدو د ښې پايلې په پار، قاضي وستايل شي؛ خو پام مو وي چې د قاضي حکم د شرعي نصوصو پر خلاف دی او بېشکه يوه ورځ به يې د حکم منفي او بدې اغېزې بربنډې شي، ځکه د الله قانون مکمل او پوره دی او ګرد سره احکام يې عادلانه او له افراط او تفريط لرې ټاکل شوي دي، همداراز که يو مسلمان قاضي حکم وکړی چې تردې نېټې وروسته دې د هغه لاس پرې شي چې ترافيکي قوانين ناليدلي ګڼي؛ بېشکه تګ راتګ قانوني کېږي او د موټر د ټکر له وجهې مرګونه پای ته رسي! داسې چې متمدن دولتونه ترې هک اریان شي. ښايي يو تن د دې حکم پايلې وستايي او مثلاً په کال کې د ټکرونو وژنې له شپږو زرو تنو څخه ۱۵ تنو او ټپيان له يو لک تنو څخه (۸۶) تنو ته راټيټ شي او دې ته يو حکيمانه حکم ووايي؛ خو د حکم شرعي او قانوني اړخ به څه شي؟ د شريعت، تاريخ، ټولنپوهنې او حقوقو عقلمنو عالمانو ته د دې پوښتنې ځواب څرګند دی، همداراز جايز نه ده، چې له مسلمانانو سره د بدعتي توب او له خرافاتو څخه د لاروۍ په پار وجنګېږو؛ ځکه جګړه په هغو غیرې مواردو کې چې شرعي نص روا کړې لکه: ښکاره ارتداد، لار لوټونه او يا د حکومت پر ضد ښورښ – جايز نه ده. خو په هغو مواردو کې چې د جګړې پر روا توب شرعي نص نه وي؛ نو د مسلمانانو پر ضد جګړه د بدعتي توب او خرافه پالنې تر ګناه سخته ده. که شيخ محمد له مسلمانانو سره جنګېدلی نه وای او تکفير مارو د ده د فتواوو له مخې او هم د بلنې او دعوت عالمانو، مسلمانان تکفير کړی نه وای، بلکې پردې بساينه کړې وای چې عالمان يې هر ځای ته ورلېږل او ولسي پرګنۍ يې بلنې ته هڅولې وای، نو که څه هم، همدا پايلې يې په ځنډ سره ترلاسه شوی وای؛ خو له هغه وخت تر ننه به د مسلمانانو د تکفير له سپېرو اغېزو بچ پاتې او خوندي وو. لکه چې څنګه مې د سيد قطب رحمه الله د ويناوو په کره کونې کې د تکفير د ردولو په باب د ورته مطالبو د شتون په دليل، خپله نهايي هڅه کړې، بايد د تکفير په دودولو کې د شيخ څرګندې ويناوې هم په ټينګه نقد کړو. په نظر رسي سيد قطب د بلا ډال شوی، ځکه يار او ملاتړ يې نه درلود؛ خو شيخ يې لري، د ديني علومو د طلابو دا خوی نه دی، چې حق پټ کړي، که څه هم پر زيان يې وي او هم د پاکانو اخلاق دا نه دي، چې د نورو د ګناهونو پېټی پر اوږو کړي او هم د هغو کسانو له مړانې سره اړخ نه لګوي چې د زورورو د لا زورورۍ لپاره کمزوري قرباني کړي. لنډه دا چې په تکفير کې د شيخ افراط، موږ اړ باسي چې موږ ټولنې ته دهغه د فضايلو د ګټورېدو د اعتراف په ترڅ کې د ده ليدلوري هم نقد کړو؛ ځکه که څه يو شمېر کسان، په کتابونو کې يې د شرع خلاف مطالب ناڅيزه او ډېر لږ بولي؛ خو د شيخ رحمه الله د شخصیت په شاوخوا کې د ستر شپول، شتون ته په پامنيوي، همدا ډېر لږ مقدار هم جداً زيانمن دی. زموږ ستره ستونزه دا ده، چې د تکفير په باب مو نننۍ فتواوې يو مخې د شيخ له نظر سره مخالفې دي؛ خو خلک اړ کړو چې هم د شيخ پر فتواوو چې په تکفير کې غلو کوي او هم زموږ فتواوو - که د شيخ د ليدلوريو له مخې هغه کفر نه وي، د ارجایيه ليدلوري سره موافق دی - عمل وکړي او هم پر هغه څه ايمان ولري، چې د تکفير په ردولو کې د شيخ د مخالفانو له فتواوو سره سازګازي ولري؛ خو داغوښتنه پردې مانا ده چې خلک د نقيضينو جمع یا راټولونې ته اړ باسوو. د پاموړ ټکی دا دی که له دې تناقضاتو څخه د خلاصون لپاره ووايو: شيخ د تکفير په باب په خپل اجتهاد عمل کړی او پکې تېروتی دی؛ نو دا ګردې تناقض وينې به پای ومومي او د (وګړيو) په دين، دنيا او مقام کې څه نقص او نيمګړتيا نه رادبره کېږي؛ ځکه د عمر او علي رضی الله عنهما د کره کونې له وجهې په دين کې څه لړزه رامنځ ته نشوه؛ نو څنګه به د ابن تيميه، ابن قيم الجوزيه يا شيخ محمد په کره کونې په دين کې لړزه پيدا شي! ځکه د تکفير په باب د شيخ محمد د تېروتنو ويل، ګټور او اړين دي، چې په عام ډول سلفي بهير او په تېره د سعودي ټولنه، که عالمان وي او که د ديني علومو طلاب، د شيخ او د دعوت د عالمانو چې د مسلمانانو تکفير ته ورمات دي د ليدلوريو له مخې روزل شوي دي او بېشکه ډېری يې د دې ليدلوري تر اغېز لاندې دي؛ بلکې دا اغېز له سعودي هېواد څخه بهر ، الله تعالی ته د بلنې پر لور زموږ د فعاليتونو د کچې پر بنسټ ډېری اهل سنتو ته هم ورښکودل شوی دی. د «الدررالسنيه» کتاب هر لوستونکی دا مطلب مومي؛ بلکې د دې کتاب دوه ستره ټوکه، د جهاد تر نامې لاندې، له مسلمانانو سره د جهاد احکامو پورې ځانګړي دي. او ان له اصلي کافرانو لکه يهودو، نصاراوو او بوتپالو سره د جهاد په اړه يو ټکی هم پکې نشته. سره له دې چې په ځينو اسلامي هېوادونو کې، اصلي کفار نيواکګر هم وو. چې کله د امير فيصل بن ترکي زامن؛ عبدالله او سعود رحمهم الله پخپلو کې سره مخالف شول؛ نو د دعوت عالمانو ته هم د تکفير تبادله وروغځېده نو ځکه هر امير داسې عالمان درلودل، چې بل اړخ يې تکفېراوه. دا تکفيري ګډوډي د شيخ محمد رحمه الله د مسلک طبيعي او حتمي پايله ده؛ هغه چې د تکفير لمن يې وغوړوله، تردې چې هره ډله د خپل نظر تاييد ته، د شيخ په ويناوو کې يو مطلب پيدا کوي؛ بلکې په نجد کې د اخوان خوځښت، د حرم خوځښت او په عليا، محيا، حمرأ، وشم او ... ښارونو کې بم ايښوونې پر ټولنې د واکمن فرهنګ له اغېزو ځنې دی، ان که ووايو دوی د شيخ د تکفيري مسلک روزل شوي وو؛ نو خوشې خبره به مو کړې نه وي. که څوک په دې باب ډېر معلومات غواړي؛ نو د دوی کتابونو ته دې مراجعه وکړی او ډېر ژر به دا مسايل ورته په ډاګه شي . سمه ده، چې شيخ ځانګړنې او فضايل درلودل او هم يې اجتهاد کړی و او د خپلو ليدلوريو له پايلو معذور دی او دې هېواد (عربستان) ته يې څه ګټې درلودې؛ خو حقيقت دا دی چې په کتابونو کې يې په ډاګه د مسلمانانو تکفير شته. که موږ يې په دې تېروتنې اعتراف او رد يې کړو، هيڅ زيان نه را رسوي، ځکه يو سمونپال اجتهاد کړی او اجتهاد يې تېروتنه (خطا) وه او کوم دليل نه لري چې د عربستان ټولنه د دې تېروتنې پيکه پايلې وزغمي او ولې له هغه سره په ټول وس مبارزه وکړو، چې د يو سمونپال يا عالم تېروتنه (خطا) ردوي او په رښتوني اقدام يې فکري مسلک له سره لولي او ارزوي؟ اتلسمه نيوکه شيخ وايي: «نو که [ستاسې مخالف] ووايي: شرک د بوتپالنې پر مانا دی او موږ بوتپالي نه يو. په ځواب کې يې ووايه: د بوتپالنې مانا څه ده؟ ايا ګومان کوې مشرکان معتقد دي کوم لرګي او ډبرې چې نمانځي خالق او روزي ورکوونکي دي او څوک يې چې وبولي چارې يې ورسازوي؟ قرآن دا ليدلوری تکذیبوي» . څرګندونه: بوتانو ته عبادت دوی ته د سجدې، نمونځ ، اړتيا غوښتنې او ورسره جوخت پر پېغمبرانو د ايمان نه درلودلو پر مانا دی؛ خو مسلمانان خپل «ولي» يا پېغمبر ته لمونځ نه کوي او د اسلام او ايمان پر ارکانو اقرار کوي او پر قيامت، جنت او دوزخ ايمان لري. همداراز د شيخ په کلام کې چې وايي: «شرک، تېږو او پر قبرونو جوړو ماڼيو ته ستاسې عمل دی.» يا وايي: «مرسته ترې غواړي، قرباني ورته کوي او وايي: دا چار مو خدای ته ښه ورنژدې کوي او خدای يې په برکت، خطرونو رانه لرې کوي.» يو حېرانوونکی عموميت شته. زه د هغو مطالبو په رښتينتوب کې، چې شيخ د ځينو مسلمانانو په باب وويل، شکمن يم او که دغسې موارد وي، جداً ناڅیزه دي؛ خو د صالحانو له قبره او په څېر يې برکت غوښتنه تر ننه دوام لري، چې بدعت دی نه کفر » دا خو لا څه چې شرک اکبر وي، چې د هغې سيمې اوسېدونکي، چې يو تن پکې کفر خپل کړی وي له دين څخه وباسي؛ بلکې ذهبي او يو شمېر نورو عالمانو جايز ګڼلي او ويلي يې دي: «د کرخي د قبر خاورې، ازمېيل شوې پاد زهر دي.» آيا دوی کافر دي؟ او تل عوامو په بېلابېلو سيمو کې دا کړنې کړې دي؛ خو دا کړنه ضرورتاً د کفر پر مانا نه ده؛ نو څنګه د هغې سيمې ټول خلک په کفر تورن کړو چې د شيخ په ګومان يو تن پکې کافر شوی، په دې دليل چې اوسېدونکيو کافر شوی تن رد کړی نه دی يا يې په اړه شکمن شوي يا يې د کفر له سيمې هجرت نه دی کړی. دا ليدلوری پوره د شرع مخالف دی، ان تر ننه په ګردو اسلامي سيمو او هېوادونو کې د ځينو قبرونو په برکت معتقد وو يا د کوډو او غيب وينې په باب په باطلو او کفر ډوله عقيدو معتقد دي؛ خو روا نه ده کوم خلک چې پردې خرافاتو معتقد دي، تکفير يې کړو. په تېره چې د تاريخ په اوږدو کې، د مسلمانانو يوه ستره برخه همدا ډول خلک دي. په داسې حال کې چې شيخ رحمه الله د هغې سيمې ټول مسلمانان، چې دغسې عقاید پکې موندل کېدل تکفېرول، په دې دليل چې څوک ناوړه کړنه ونه غندي، نو دا هم کافر دی. له وينا يې معلومېږي، که په حجاز، عسير يا سدير کې کومه تېروتنه وشي، دا يې ددې سيمې پر ټولو مسلمانانو ورتپلې، په پايله کې، دوی ټول يې تکفير کړي او جګړه يې ورسره کوله. شيخ کوم قبر چې خلکو تبرک ترې غوښته بوت ګاڼه؛ نو ځکه د دوی سيمه يې د شرک سیمه معرفي کوله، که څه آذان پکې کېده، ديني شعاير او مراسم يې کول او خدای يې ياداوه. د شيخ له ليدلوري، دا کړنې هيڅ ارزښت نه لري؛ ځکه مشرکان يې کوي. د تکفير دومره خپرول او هغوی برخو ته يې عمومي کول، چې د شيخ پر وړاندې سر نه ټيټاوه، د هغو کسانو دليل دی، چې دا بهير (تر مذهبي) په لومړۍ درجه کې سياسي بولي؛ ځکه د دې ډلې له ليدلوري، معقوله نه ده، چې شيخ ګومان وکړي حجازيان، د قبرونو خاوندانو ته قرباني کول جايز بولي يا مرسته ترې وغواړي. ځکه دا چار يوازې د ګوتو په شمېر وګړيو کاوه او ګواه يې د حجاز او حرمينو تاريخ او د دې سيمو د عالمانو او وتليو څېرو ژوند ليک دی، چې راښيي په دوی کې داسې څوک نه و چې د شيخ په نقل کړي مطلب يې عقيده درلوده، نه تر شيخ وړاندې دغسې وه، نه يې پر ژوندوني او نه يې تر مرګ وروسته. نو ځکه که څوک د نجد تاريخ په باب شکمنېږي؛ نو د حجاز تاريخ په هکله خو نه شکمنېږي له حجازه د ټولو پاتې تاريخي اثارو استناد، کوم مطلب چې شيخ يې په اړه ويلي، له حقيقت سره اړخ نه لګوي، خو د عقايدو خاوندانو په تاريخ ليکلو کې له مخکې قضاوت کړی او تاريخ يې په څو مسئلو کې منحصر او را ايسار کړی دی او له تاريخ، پېښو، دښمنيو او جګړو يې تفسير د نيمګړو پوهېدنو له مخې و، که تېرې پېښې وې او که پر ژوندونې يې وې. د تاريخ په اوږدو کې د ګردو ډلو عقايد پوهانو، تاريخي پېښې اړولي، چې د خپلې مفکورې او ايديالوژي په چوپړ کې يې کړي . خو له صالحانو يا يې له قبرونو تبرک غوښتنه په ډېری عوامو او ځينو متأولو عالمانو او له دې ځنې په سترو عالمانو کې چې په سلفي توب يې وياړو، دود وه. که ذهبي له صالحانو او له قبرونو يې له تبرک غوښتنې سره موافق و؛ نو ايا تکفير او وژنې ته يې رای ورکړو. که ځواب مو مثبت وي؛ تکفير مو نور عالمان هم رانغاړي او پر موږ سربېره، له نورو سره مو هم دښمني کړې ده او که ځواب مو منفي وي، په دې موضوع کې چې تکفير او جګړه روا نه ده راسره موافق ياست، البته بې د تکفير او تورې د حربې یا وزلې له کارونې څخه د وګړيو د ليد لوريو نقدول جايز دي. نولسمه نيوکه شيخ وايي: «غږ اوچتوي، لکه چې څنګه يې روڼو غږ اوچت کړ، چې کله يې وويل: «ايا هغه (بې شمېره) معبودان يو معبود (الله) کړی دی.» څرګندونه: دا کلام د هغو کسانو د تکفير متضمن دی چې له شیخ سره د نظر اختلاف لري؛ يعنې هغه کسان چې بېخي يې په هکله دا تور ناجايز دی؛ ځکه يو مسلمان هم دغسې باور نه لري او هيڅ مسلمان نشته، دا آيت چې د کفارو خبره را اخلي، ولولي او ورپسې همدې خبرې په څېر خبره وکړي. شلمه نيوکه شيخ وايي: «چې پوه شوې، پر کوم څیز چې زموږ د عصر مشرکان د «عقيدې» نامه ږدي؛ هماغه شرک دی، چې په اړه يې آيت نازل شوی او پېغمبر(ص) يې پر سر له خلکو سره جګړه کړې، پوه شه چې په دوو دلایلو، د هغې زمانې د مشرکانو شرک زموږ د زمانې د اوسېدونکيو تر شرکه کمزورې و.... څرګندونه: شيخ په دې کلام کې، په ډاګه د خپلې زمانې مسلمانان تکفيروي؛ خو هغه مسلمانان چې د مسلک لارويان يې دي؛ ځکه بې له وتليو عالمانو او د ديني علومو شاګردانو، نورو د عقيدې او عقيدتي کتابونو اصطلاح نه پېژنده؛ نو که د دوی شرک د قريشي کفارو تر شرکه خورا سخت وي؛ نو د نورو مسلمانانو پر حال دې افسوس وي. يوويشتمه نيوکه شيخ وايي: «کوم کسان چې پېغمبر (ص) جګړه ورسره وکړه، له عقلي پلوه، غوره او شرک يې د دوی تر شرکه کمزوری و.» څرګندونه: دا خبره، د مسلمانانو ښکاره تکفېرول دي. دوه ويشتمه نيوکه شيخ وايي: پوه شه، څه مې چې وويل؛ نو دوی یې په سموالي کې شکمن دي، چې مهمترينې شبهې يې او ځواب يې دا دی: دوی وايي، هغوی چې قرآن پکې نازل شو، په توحيد «لا اله الا الله» يې ګواهي نه ورکوله، پېغمبر (ص) يې دروغجن ګاڼه، د قيامت منکر وو، قرآن يې دروغ باله او کوډې يې ورته ويلې، خو موږ شهادت ورکوو: يوازې «الله» معبود او خدای دی، محمد د خدای استازی دی، قرآن منو، پر قيامت ايمان لرو، نمونځ کوو او روژه نيسو، نو څنګه موږ له هغوی سره يو رنګ بولئ؟ وروسته شيخ د دې استدلال په ځواب کې وايي: ځواب يې دا دی: د عالمانو ترمنځ هيڅ اختلاف نشته، که څوک د رسول الله (ص) وينا د يوه څيز په هکله ومني او د بل په باب يې و نه مني؛ نو کافر دی او اسلام يې راوړی نه دی. او هم که په يوه برخه قرآن ايمان راوړي او يوه بله ونه مني، د هغه په څېر دی چې پر توحید يې اقرار کړې او د نمانځه له فرضيته انکار وکړي. [او په دوام کې وايي:] که [ځيرنه وشي چې] خدای په خپل کتاب کې څرګنده کړې ده: که څوک د قرآن يوه برخه ومني او بله ونه مني؛ نو دا په رښتوني کافر دی او د هغه څه مستحق دی، چې وويل شو؛ نو هله به شبهه لرې شي.» څرګندونه: دلته د شيخ وينا، جداً عجیبه ده؛ ځکه لومړی، هغه چې په لوی لاس او د رسول الله (ص) د سپکاوي په نيت د پېغمبر (ص) د راوړيو پر يوې برخې، چې يقين هم لري دا حکم پېغمبر (ص) راوړی، انکار ترې کوي، له هغه کس سره چې د پېغمبر د راوړيو له يوې برخې سره د تاويل، ناپوهۍ، يا په دې ګومان چې دا حکم منسوخ تخصيص يا مقيد شوی ترې منکرېږي، ډېر توپیر لري. دويم: دوی آګاهانه د دين له ضرورياتو؛ لکه کومې بېلګې چې شيخ ياد کړې، لکه نمونځ، زکات، حج، يا د قرآن پر يوې برخه ايمان او پر بلې يې کفر، انکار نه دی کړی. درېيم: که شيخ هغو کتابونو ته مراجعه کړې وای، چې اختلافي مسايل پکې څېړل شوي، چې ښايي مشهور ترين يې «رفع الملام» د ابن تيميه رحمه الله کتاب دی، د هغو مخالفانو عذر يې چې د نهې يا امر شتون ورته زباد شوی نه دی درک کاوه؛ نو ځکه نوموړی (شيخ) له دغسې وګړيو سره په چلن کې دوی د پېغمبر (ص) د راوړيو احکامو په انکار تورنولای نشي؛ ځکه دوی له دې احکامو منکر نه دي؛ بلکې تاويل او تفسيروي يې او هغه انکار چې له حق سره د مقابلې له مخې دی، له هغه انکار سره، چې په دليل او شبهې د يو تاويل په پار رامخې ته شوی يا د هغه عمل پرېښوول چې دليل يې کمزوری بولي، توپير لري. نو دا انکار پردې مانا نه دی چې د کتاب پر ځينو برخو يې ایمان راوړی او پر ځينو يې کافر شوي دي. يا د پېغمبر (ص) په ځينو راوړيو احکامو ايمان لري او ځينې يې ردوي. همدا راز شيخ په خپلې وينا کې پر حکم ناپوهۍ ته پاملرنه کړې نه ده، په داسې حال کې چې پر حکم ناپوهي پر ناپوه د کفر د اطلاق مخه نيسي. د شيخ ددې نظر له مخې، کوم عالمان چې سره اختلاف لري، يو بل تکفېرولای شي؛ ځکه د دې هر يو عالم ادعا دا ده، چې بل د پېغمبر (ص) له راوړيو احکامو، له يوه حکمه منکر دی او دا انکار د دې په څېر دی چې په ټوليز ډول يې پېغمبر (ص) تکذيب کړی دی؛ په داسې حال کې چې دا ناسم چلن دی؛ ځکه هغه نه وایي: د پېغمبر (ص) له راوړيو احکامو يو حکم نه مني؛ بلکې وايي: راته زباد شوې نه ده چې دا حکم د پېغمبر (ص) خبره يا د پېغمبر (ص) د خبرې مانا دغسې ده يا وايي دا حکم د پېغمبر (ص) له بلې خبرې سره په ټکر کې ده . د شيخ مخکېنی کلام راښيي، چې نوموړي په ځيرنه د «اسماء و احکام» پر مسئلې پوه شوی نه دی او نه يې دقيقه پوهېدنه مراعات کړی، چې د تکفير خنډونه او موانع (لکه ناپوهي، تاويل، اضطرار او اندېښمني) راونغاړي او د تکفير له خنډونو، يوازې اجبار (زور) يې منلی دی. په دې مسايلو او موانعو کې ناځيرنه او بې دقتي، بېشکه وياند په آسانۍ نور د تکفير په لومه کې راګېروي . ورپسې دا حکم پر ګردو مسلمانو ډلو منطبقېږي او کله مخالفين مو ستاسې د نظرياتو په رد کې وايي: په هغوی کې لومړی کافر تاسې ياست، نه نور؛ ځکه د قرآن ځينې برخې نه منئ؛ لکه: د مسلمان تکفير او وژنه يې روا بولئ؛ نو ځکه د هغوی له نظره تاسې د کتاب پر ځینو برخو مؤمن او پر ځينو کافر ياست! او د خپلې ادعا لپاره يې په واقعياتو استدلال کوي، وايي: موږ تل شاهدان وو، چې تاسې مسلمانان تکفېرول او جګړې مو ورسره کولې، او دا دی نن يې په خپل هېواد او نورو ډېری عربي هېوادونو کې د پايلو نندارچيان يوو. درويشتمه نيوکه شيخ وايي: «دا د رسول الله (ص) اصحاب ول، چې له بني حنيفه سره يې جګړه وکړه او حال دا دوی د اسلام پر پېغمبر ايمان درلود او ګواهي يې ورکوله: «لا اله الا الله، ومحمد رسول الله» اذان او نمونځ يې کاوه؛ نو که [مخالفان] ووايي، چې بني حنيفه وويل مسيلمه پېغمبر دی، وايو: مطلب مو دا دی، که څوک يو تن د پېغمبر (ص) تر مرتبې اوچت کړي؛ نو دا کافر دی او مال و ځان يې حلاليږي او پر شهادتنيو اعتراف او نمونځ څه ګټه ورته نه لري؛ نو افسوس د هغه پر حال چې شمسان، يوسف يو له اصحابو يا يو پېغمبر د اسمانونو او ځمکې جبارو درجو ته ورجيګ کړي.» څرګندونه: د شيخ په دې نظر کې څو غلطې انګېرنې دي، چې دوو مواردو ته يې اشاره کېږي. لومړی: بنو حنيفه بې استثنا مرتدان شول او پر هغه يې ايمان راووړ، چې دوی ګڼله دا پېغمبر دی او د ده په امر يې په لويی لاس د نبی اکرم (ص) دستورات پرېښوول، خو پام مو وي، چې دوی له هغو مسلمانانو سره، چې صالحان یې يوازې له نبي اکريم (ص) سره د مينې درلودو په پار ښه ايسي، ډېر توپير لري؛ ځکه دوی د هيچا مقام د پېغمبر (ص) تر رتبې اوچت او ان د پېغمبر د مقام همسنګ او انډول نه بولي، دا خو لا څه چې له صالحانانو يو تن ته د خدای رتبه ورکړي او د تاريخ په اوږدو کې هيڅ مسلمان عاقل پر دغسې يو مطلب معتقد نه و. دويم: شيخ په داسې لوازمو ملتزمېږي، چې التزام پرې لازم نه دی، لکه د شيخ د مسلک له مخې څوک چې د خوړو تر لاسه کولو لپاره بل ته ورشي يا پر پېغمبر (ص) يا کعبه قسم وخوري، د يو صالح يا بې له دې په ستاينه کې غلو کوي؛ نو تکفېرولای شو، چې بېشکه دا مسئله يوه تېروتنه ده؛ بلکې د شيخ د مسلک له مخې د شیخ په باب غاليان، چې د ده د ليدلور يو کره کونه نه مني؛ نو تکفيرولای شو؛ يعنې هماغه کسان چې استدلال کوي چې شيخ تر موږ په شرع کې ښه پوه دی، په داسې حال کې چې دا وګړي کله صحيح او سم حديث يا د قرآن آيت په اسانۍ ردوي. ايا ويلای شو: دوی د شيخ مقام د نبوت تر مقام يا ربوبيته اوچت کړی دی؛ نو دوی کافر او مشرک دي؟ نو ځکه، د نوموړي ليد لوری باطل دی او علمي مسايل په دغسې لانجو زده کولای نشو؛ بلکې د مسلمانانو او عقلمنو او باانصافه کفارو له نظره، زده کړې ته يې پېژندل شوې لارې شته. څلورويشتمه نيوکه شيخ وايي: «او ويل کېږي هغه کسان چې علي بن ابي طالب وسوځول، ټولو د اسلام ادعا کوله او ياران يې وو او قرآن يې له اصحابو زده کړی و؛ خو پر علي يې عقیده پر شمسان، يوسف باندې د خلکو د عقیدې په څېر وه؛ نو ځکه د پېغمبر اصحاب يې تکفير او وژنې ته يو، خوله شول.» [همدا وينا په يو بل ځای کې هم راغلې ده.] څرګندونه: کوم کسان چې علي (ک) وسوځول، که دا داستان سم وي ، مرتدان وو او څنګه چې شيخ وويل: د اسلام مدعيان نه وو او څه چې د عقايدو په کتابونو کې راغلي ، چې دوی علي (ک) خدای ګاڼه، سم نه دي. بخاري په سم روايت نقل کړي.« دوی مرتد يا زنديق وو.» په صحيح بخاري کې دا روايت په دې دوو اصطلاحاتو نقل شوی؛ خو که هغه روايت سم وي چې پکې راغلي علي (ک) يې خدای ګاڼه؛ نو شيخ پر ضد استدلال پرې ښه قوي کېږي؛ ځکه د دې موضوع په زبادلو، معلومېږي چې دوی بېخي د اسلام مدعيان نه ول – څنګه چې شيخ ويلي – بلکې علي (ک) يې خدای باله، چې د مسلمانانو په اجماع او شرعي نصوصو دا د کفر عقيده ده. ملاحظه کوو، چې شيخ مني «پر علي يې عقیده ، پر شمسان د خلکو د عقیدې په څېر وه»؛ خو په هغو رواياتو کې چې پکې ويل شوي، دوی علي (ک) وسوځول، مطلقاً نقل شوي نه دي، چې دې ډلې يوازې د علي (ک) په هکله غلو کوله، هغه غلو چې د اسلام له ارکانو سره مل وي؛ بلکې په دې رواياتو کې راغلي: دوی يو مخې اسلام پرېښی و. دې ټکي ته په پامنيوي، ایا په مخکېنۍ خبره کې د شيخ انګېزنه دا نه ده، چې دا توهم راپيدا کړي، علي (ک) چې کوم کسان وسوځول د صوفيه و او حنبلي او ناحنبلي علماوو په څېر وو، چې عبادت يې په يو ډول له غلو او صالحانو تبرک غوښتنې سره ګډوله کړی دی؟ پينځه ويشتمه نيوکه شيخ د فاطميانو په باب وايي:«بنو عبيد القداح د عباسيانو په زمانه کې پر مغرب او مصر واکمن شول او چې کله يې زموږ له ليدلوري خلاف شريعت سره مخالفت ښکاره شو، علماوو په اجماع د دوی د تکفير او ورسره د جګړې حکم صادر کړ او د دوی سيمې يې جګړيزه سيمه اعلان کړه او مسلمانانو جګړه ورسره وکړه، چې تر واک لاندې سيمې يې ترې ازادې کړې.» څرګندونه: دا وينا هم ناسمه ده؛ ځکه د ايوبيانو او فاطميانو ترمنځ جګړه يوه پوره سياسي جګړه وه او له دين سره يې هيڅ تړاو نه درلود. په هغې زمانې کې په هر ځای کې بدعتونه خپاره شوي وو. د ايوبيانو، فاطميانو، په عراق کې د عباسي دولت او ... د حکومتونو په عصر کې د اسلامي نړۍ وضع، د شيخ محمد پر مهال د اسلامي نړۍ له وضع سره پوره يو رنګ وه. صلاح الدين په پيل کې د آل زنګ فاطميانو مرستې ته ورغی او وروسته پرې برلاسی شو او ناچار فاطميانو او ايوبيانو د اوسني عربي واکمنو په څېر دين د جګړې په
ډګر کې د وسلې په توګه کاراوه او دا موضوع بېخي حېرانوونکې نه ده، ناچار هر ديني حکومت د خپلو مخالفانو پرضد د ولسي پرګنيو د راپارولو لپاره بايد اعلان کړي، چې د نورو پر ضد جګړه يې يوه ديني جګړه ده نه سياسي، چې خلک راټول کړای شي. د سياسي موخو لپاره له دين څخه ګټنه د اموي دولت او په تېره د معاويه بن ابو سفيان د واکمنۍ له عصره پيل شوې ده.
بيخي به د فاطميانو يا عبيديونو – نامه مهمه نه ده – ملاتړي او د دوی د فضايلو خپروونکي ورک او ترې تم نشي؛ بلکې د فاطميانو فاسدترين واکمن، الحاکم بامرالله هم، سره له دې چې په کفر او زندقه تورن و، د ځینو عالمانو او مؤرخانو له ملاتړه برخمن و. شپږ ويشتمه نيوکه شيخ د مرتد د حکم په باب چې د فقهاوو په کتابونو کې يې ډېر ډولونه ياد شوي وايي: «هر ډول مرتدېدل د وګړي د تکفير او د وينې او ځان د روا کېدو لاملېږي، ان دوی څوک چې کوم خورا جزيي کار کوي حکم يې ياد کړی دی؛ لکه په خوله کلمه وايي؛ خو له زړه يې نه مني يا يې په ټوکو وايي او...» څرګندونه: لومړی: دوی چې ټول احکام ياد کړي سم نه دي؛ ځکه کله يې ډېری احکام ياد کړي چې ځينې يې په اجماع مردود دي، ځينې اختلافي دي، ځينې ډېری عالمان مردود نه بولي او لنډه دا چې د دې مسايلو په ويلو کې د نظر یووالی نشته، همداراز کوم مسايل يې چې ياد کړي د موضوع او ويوونکي له اړخ توپیر لري؛ که شونې ده وياند ناپوه، تاويلوونکی، مجبور او انديښمن (مضطر) او په څېر يې وي. دويم: د شيخ محمد همعصري عالمان په فقهي ابوابو کې د مرتد له حکمه خبر وو. دوی په مکې، مدينې، حجاز، اشيقر، شقرا، رياض، شام، يمن، مصر، عراق او نورو سيمو کې دا کتابونه زده او تدريس کړي وو؛ خو هيڅکله يې د مسلمانانو د وينې او جمعي اموالو پر مباح والي، چې شيخ يې فتوا ورکړې، فتوا نه ده ورکړې او له بېخه د ارتداد په باب د هر وګړي د ارتداد حکم بايد په تنهايي او يوازيتوب او د دلیل تر پوره کېدو وروسته يې وټاکل شي. درېيم: چې کله عالمان د فقهاوو په کتابونو کې په راغلي مطلب استدلال کوي، شيخ يې په بېړه تورنوي چې فقها يې د الله پر ځای پالونکي نيولي دي او دا عين شرک دی. خو که شيخ په دې کتابونو استدلال وکړي هر مطلب يې چې په نظر وررسي د خپلې وينا زبادولو لپاره يې د شاهد په توګه کاروي، له دې کتابونو يې اخلي او څه نيوکه پکې نه ويني سره له دې چې ښايي مناسب نه وي – خو که مخالفان يې په دې کتابونو استدلال وکړي، ناڅاپه دا وينا ورته کاروي. «دا عين شرک دی» او دوی «عالمان د الله پر ځان پالونکي نيولي دي.» لکه چې بېلګې يې تېرې شوې او په ادامه کې به هم راشي. بيا يوازې کوم کسان چې تېروتي چې په نظر يې کفر دی – نه غندي؛ بلکې که په يوې سيمې کې د ګوتو په شمېر څو تنه تېروځي، ټول وسېدونکي يې مرتد بولي او پر ځان او مالونو يې بريد حلال اعلانوي. ددې ډول احکامو صدور ته يې دلیل دا دی چې د دې سيمې اوسېدونکي دوه ډوله دي. مرتد او چوپ؛ په دې بڼه چې د کفر ډولي عمل کوونکی مرتد دی او پر وړاندې يې چوپ هم مرتد دی. خو دا ليدلوری، فقهاوو چې د «مرتد د حکم» په باب څه ويلي، ورسره يو مخې مخالف دی؛ ځکه دوی کله هم د ځينو د ناسمې کړنې په پار، د يوې سيمې ټول خلک په ارتداد محکم نه بولي او د ارتداد د حکم په صدور کې د ده په څېر پراخ لاسي نه دی؛ خو بې له غالباً څرګندو ځايونو، د چا په ارتداد حکم نه کوي او اسلامي سيمې د شرک او اسلام په سيمو نه ويشي. البته ځينو فقهاوو په دې اړه افراط کړی او په هر حال، يو فقهي باب هم له تېروتنې تش نه دی. د يادونې وړ ده چې په فقهي کتابونو کې د عقايدو د کتابونو پر خلاف تر ښويېدنې يې منځلاري ډېره ده؛ نو په همدې پار بايد عقيدتي، فقهي او حديثي کتابونو له سره ولوستل شي او تل کره کونه، سمونه او له سره کتنه دوام ولري؛ ځکه پوهه (علم) په ټاکلي پړاو کې نه تمېږي. د دې حکم له مخې، دا چې يوه ځانګړې وينا يا کړنه د چا د ارتداد لاملېږي، په دې مانا نه ده، چې د دې وينا ويوونکی يا د دې کړنې کوونکی مرتد دی؛ ځکه احتمال لري د دې خبرې يا ناسمې کړنې علت، ناپوهي يا تاويل وي، چې په دې حال کې د ګردې سيمې پر وسېدونکيو د ارتداد حکم نشو کړای، دا خو لا څه چې د څو تنو ناپوهانو يا تاويلوونکيو د کړنې په پار (د ارتداد) حکم وشي، چې په دې حال کې خو د اسلامي نړۍ ستره برخه مرتده ده. اوه ويشتمه نيوکه شيخ وروسته وايي: «د هغو کسانو په باب چې خدای ويلي: «[منافقان] پر خدای قسم خوري چې [ناروا خبره] يې کړې نه ده؛ خو بېخي يې د کفر خبره کړې او د اسلام راوړو وروسته کافران شوي دي.» «ايا اورېدلي دې نه دي، چې خدای دوی د يوې کلمې په ويلو کافر وبلل، سره له دې چې دوی د رسول الله (ص) په زمانې کې، په ملتوب يې جهاد کاوه، نمونځ يې کاوه، زکات يې کاوه، حج ته تلل او توحيديان وو.» څرګندونه: لومړی، دوی منافقان وو. دويم: پېغمبر (ص) د دوی وينه او مال حلال نه کړل او ويې نه وژل؛ بلکې له دې ناوړه کړنې يې نهې کړل؛ نو ځکه، د پېغمبر چلن او عمل، د شيخ د چلن او عمل مخالف دی، چې د دې عمل کوونکي يې مرتدان ګڼلي، نه منافقان. اته ويشتمه نيوکه شيخ وايي: «همدغسې هغوی چې خدای يې په اړه وويل: «ای د خدای استازيه! ورته ووايه: ایا په خدای، آيتونو او استازي يې ملنډې وهئ؟» دوی هماغه کسان دي، چې خدای په ډاګه ويلي: دوی تر ايمان راوړو وروسته کافران شول، په داسې حال کې چې دوی پر تبوک غزا کې له پېغمبر (ص) سره ملګري وو او داسې خبره يې وکړه، چې وروسته يې وويل: په ټوکو مو وکړه. دې شبهې ته ځير شه چې ويل يې: هغه مسلمانان تکفېروئ چې شهادت يې وايه يوازې «الله» معبود او د نمانځنې وړ دی، نمونځ يې کاوه او روژه يې نيوه؛ بيا د دې شبهې ځواب ته ځيرنه وکړه، چې د دې پاڼو خورا ګټور مطالب دي.» څرګندونه: لومړی: دوی ادعا کوله د «انما کنا نخوض و نلعب» عبارت يې په ټوکو ويلی؛ خو واقعيت يې بې له ادعا و. دوی خدای، پرښتې، کتابونه او الهي استازي لکه چې په خورا رښتونو تاريخي سرچينو کې راغلي او هم استازي او له دې ځنې زموږ پېغمبر محمد (ص) مسخره کاوه، په داسې حال کې که په خپلو ملنډو کې يې يوازې پر پېغمبر (ص) باندې پر ملنډو وهلو بسيا کړې وه، دا پر خپله شريعت ملنډې وې او د کفر او ارتداد لاملېدې. دويم: ولې يې شيخ ادعا تاييدوي؟ او خبرې يې، چې دوی يې ټوکې بولي، مني؟ عجيبه ده، خدای په خپل عزتمن کتاب کې د دوی ادعا دروغ بولي او وايي: دوی پر خدای، آيتونو او استازيو يې ملنډې ووهلې او رسول الله (ص) هم د دوی ادعا دروغ وګڼله او د دوی عذر يې ونه مانه؛ ځکه خدای خپل پېغمبر (ص) خبر کړ چې دوی په خپل عذر کې، چې خبره يې د ټوکو وه، دروغ وايي. بيا شيخ رحمه الله د هغو کسانو خبره، چې خدای او استازي يې دوی دروغجن ګڼلي، قبلوي او مني، چې دوی په ټوکو دغسې ويلي دي، او په دې موضوع استدلال کوي، چې په ټوکو ملنډې هم د کفر لاملېږي او د خدای کلام چې دوی دروغ ګڼلی، اعتبار نه لري. ملاحظه وکړئ څنګه د منافقانو دروغ د مسلمانانو د تکفير د جوزا دليل کېږي. نهه ويشتمه نيوکه شيخ وايي: «او د يو شمېر اصحابو خبره، چې پېغمبر ته يې وويل: ویاړنې راکړه...» څرګندونه: د دې خبرې ويوونکي د شريعت پابند ځانګړي اصحاب نه وه؛ بلکې دوی «طلقاء» ازاد کړای شوي (او هماغوی چې سلفيان دفاع ترې کوي) وه او دا خبره يې په حنين غزا کې کړې وه، چې تازه له کفره يې اسلام ته ورمخه کړې وه او ايمان يې راوړی و. له دې داستانه معلومېږي، چې ټولنه د باطلو عقیدو درلودونکيو خلکو تشه نه وه؛ ځکه د پېغمبر (ص) په زمانې کې داسې کسان وو، چې د دې ډلې (طلقاء) په څېر عقاید يې درلودل؛ خو دا موضوع ښيي چې خلکو لورنې او ارشاد ته اړتيا درلوده او پېغمبر (ص) دوی د دوی د ناپوهۍ له مخې تکفير نه کړل. درېرشمه نيوکه شيخ وايي: «له مخلوق (غيرالله) نه په هغو مواردو کې چې له وسې يې پوره وي ورڅخه له مرستې غوښتنې مخالف نه يو، لکه چې خدای د موسی (ع) په داستان کې وايي: او لاروي يې د مقابل لوري پر خلاف له موسی مرسته وغوښتنه.» او لکه څنګه چې انسان په جګړې يا بې له دې د کارونو لپاره چې د مخلوق په وس کې وي، له خپلو يارانو مرسته غواړي، ځينې چې د انبياوو له قبرونو يا د دوی د غيبت پر وخت د هغو چارو په هکله چې بې له خدای يې د کولو وس نه لري له مرستې غوښتو مخالف يو. اوس چې دا موضوع زباد شوه؛ نو د قيامت پر ورځ له پېغمبرانو د دوی د مرستې غوښتنه چې ترې وغواړي د خدای په درګاه کې دعا ورته وکړي او په دنيا او آخرت کې له ژوندي دعا غوښتنه جايز ده، داسې چې [مثلاً] يو صالح ته ورشي چې ورسره کېني او خبره: «په الهي درګاه کې دعا درته وکړه» دې واوري؛ لکه چې څنګه د رسول الله (ص) اصحابو پر ژوندوني يې دغسې غوښتنې کولې؛ خو تر مرګ وروسته يې نه.» څرګندونه: نظر مو د هغه کس په باب څه دی؟ چې د پېغمبر (ص) له قبره مرسته، په دې دليل غواړي ژوندی يې بولي. بېشکه څوک چې دغسې يو ليدلوری لري، ليدلوری يې تاويلي اړخ لري او پردې ليدلوري يې دليل د عثمان بن حنيف حديث دی. او ښايي څوک شيخ وپوښتي ولې جايز بولې، يو تن صالح انسان ته ورشي او ترې وغواړي د خدای په درګاه کې دعا ورته وکړي؟ ولې دستور نه ورکوې، چې بې واسطې له خدايه خپلې غوښتنې وغواړي؟ آيا تا هغه ته په نصيحت کې د کفارو د ورته کړنې چې د ځان او خدای ترمنځ يې واسطه کوله توصيه نه ده کړې؟ ايا خدای نه دی ويلي: «زه ډېر ورنژدې يم او څوک مې چې بلي ادعا يې قبلوم؟» شونې ده يو مخالف يې يا د شيخ افراطي پلوی، شيخ راټينګ کړي تردې چې د کفر ټاپه پرې ووهي، لکه چې شيخ نور تنګول چې تکفير يې کړي. هو، بل تن شيخ په ډېری ويناوو او له دې ځنې په مخکېنۍ وينا کې يې پر هغه څه ملزمولای شي، چې شيخ نور پرې ملزم کړي او ورته وايي: پېغمبر (ص) ځانګړې ځانګړنې درلودې چې خدای منافقانو ته امر وکړ ورشئ او ترې وغواړئ چې له خدايه بښنه درته وغواړي؛ په بله وينا، پېغمبر(ص) ته يې ورتلل، پر توبې يې ظاهري دليل و؛ خو تا په کوم دليل صالح انسان په هغې ځانګړنې کې د پېغمبر (ص) همسنګ کړ او روا دې وګڼله، يو مسلمان ورشي او دعا ترې وغواړي؟ آيا خدای په خپل کتاب کې دغسې يو حکم راوړی؟ يا يې پېغمبر (ص) ويلي؟ يا کوم صحابي ويلي؟ يا صالح سلف دا کار کړی دی؟ که دا مشروع عمل وای نو به راته روايت شوی وای؛ ځکه روايت ته يې پرېمانه انګېزې دي. نو ولې دې د دعا غوښتنه د صالح انسان په قيد کې کړه او ودې ويل: تردې چې صالح انسان ته ورشې، ورسره کېنې او خبره دې واوري؟ د دې مورد له هغه مورد سره څه توپير دی، چې څوک صالح وګړي ته توصيه وکړي، چې بل ته دعا وکړي؟ د بحث پايله دا ده، د شيخ مسلک ته په پامنيوي، يو سر سخت مخالف شيخ پر کفر ملزمولای شي او که دا ځان معذور وبولي، نور هم مجاز دي د ده په څېر عذر راوړي. موږ په دې بحثونو کې ټول په عبادت کې اخلاص او د هغو شبهو پرېښوو ته چې دې اخلاص ته زيان وراړوي او هم په تکفير کې د غلو پرېښوولو ته رابولو. يو درېرشمه نيوکه شيخ وروسته د يوې عجیبه مسئلې په مطرحولو، بحث پای ته رسولی دی: «پر توحيد ايمان بايد له زړه، خولې او عمله وي او که له دې ارکانو په يوه کې يې څه خلل وي او ټکنيتوب وي؛ نو وګړی به مسلمان نه وي.» څرګندونه: شيخ په دې وينا کې د هغو کسانو د تکفير زمينه چمتو کړې چې د ده ياد کړي شروط پوره نه کړي. په دې وينا، د شيخ لارويان اجازه مومي، د هرې سيمې خلکو ته چې ورځي يا مکاتبه ورسره کوي، د دی د عقايدو او کړنو په باب محک ووهي؛ نو که د دې سيمو په خلکو کې يې په ګومان يې ګناهونه وموندل؛ نو د نامسلمان والي په دليل جګړه ورسره روا وبولي. شيخ دلته هم نقصان عمل ته ورغځوي او په عمل کې نقص او نيمګړتيا د کفر له نښو بولي! نو ځکه د ګناهونو له لامله د تکفير زمينه همواروي! او د دې نظر او په څېر يې په استناد د شيخ مخالفين نوموړی تورنوي، چې له خوارجو ځنې دی، چې د ګناهګارانو په تکفير معتقد دي. او په زړه، ژبه او عمل کې د اختلال موضوع، د ګناهونو د اختلاف په پامنيوي، توپير لري؛ ځکه د زړه اختلال په دنيوي احکامو کې اغېز نه لري؛ ځکه رسول الله (ص) په ظاهر کې، د منافقانو په اسلام حکم وکړ، سره له دې چې خدای په قرآن کې د دوی د زړونو له اختلال نه خبر کړي يو؛ خو شيخ د مسلمانانو د اسلام اظهارول، پر شهادتينو اقرار، نمونځ کول، روژه نيول، حج ته تلل او د زکات ورکړه بسيا نه بولي. په ډاګه اعلانوي چې له هغو خلکو سره جنګېږي، چې تېرې ځانګړنې لري. په عمل کې اختلال پر څه مانا دی؟ د کبيره ګناهونو کول؛ لکه شرابخوري، غلا او ...په عمل کې اختلال ګڼل کېږي؟ ايا د شيخ ظاهري کلام له مخې، د کبيره ګناه کوونکی له اسلامه وځي؟ که داسې وي، ولې له خوارجو سره چې ګناهګار تکفېروي يا معتزله او زيديه، چې باوري دي، د کبيره مرتکب، په اور يا د بين المنزلتين په منزلت دی، مخالف يو؟ او ولې له نورو سره چې موږ د تکفير په پراختيا او ورته زمينه سازۍ کې تورنوي، مخالف يو. دوه دېرشمه نيوکه شيخ وايي: «يوازې [د شرکي کړنې په کولو] مجبور وګړی، د کفر له توره استثنا شوی دی.» څرګندونه: د شيخ پورته وينا ځيرنې او څېړنې ته اړتيا لري؛ ځکه د اندېښنې، ډار، ناپوهۍ او تاويل په حالت کې د چا تکفير روا نه دی او په مجبوريت کې د موانعو انحصار راښيي چې شيخ د «اسماء او احکام» مسئله په پام کې نه ده نيولې. خو پردې استدلال يې چې خدای يوازې مکروه استثنا کړې ده؛ الا من اکره ناسم دی؛ خو په نورو آيتونو او سمو احاديثو کې بې له مکروه نور معذوران هم استثنا شوي دي. د شيخ د علمي او پوهنيز دود له نيمګړتياوو ځنې يوه دا ده، چې د يو آيت يا حديث پر مفهوم ډاډ استناد کوي او د نورو آيتونو او رواياتو مفهوم پرېږدي، چې په دې حال کې نور هم مدعي کېږي: خدای په خپل کلام کې يوازې څلور کړنې حرامې کړي دي؛ ځکه وايي: «سکه، خدای درباندې حرام کړي، مرداره، وينه، د خوک غوښه او څه چې د غير الله په نامې وژل شوي وي.» او پردې اساس پايله واخله؛ نورې حرامې چارې لکه شرابخوري، غلا او زنا حرام نه دي! او هير کړي چې خدای شراب، غلا او زنا او ... په نورو نصوصو کې حرام کړي دي او تېر آيت خوراک ته ځانګړی دی. پر کشف الشبهات کتاب څرګندې او بنسټيزې نيوکې پای ته ورسېدې او دا د شيخ له خورا قوي کتابونو ځنې دی او لارويان يې پردې کتاب ویاړي. ګومان کوم هغه مطالب مې وويل چې په تکفير کې د شيخ د ښکاره غلو نښې دي او اعلانوم چې نوموړی تېروتی او بس. په دې انتقادي څيړنه مې د ده له توندو او افراطي مخالفانو او پلويانو ډډه کړې. ځکه له شرعي پلوه جايز نه ده له شيخه د ملاتړ په نامې، تېروتنې يې پر اسلام وتپوو او ادعا وکړو چې دا تکفير د شرعي نصوصو او الهي قانون له مخې دی؛ ځکه د شيخ د سپيناوي او برائت لپاره له دې دوده ګټنه او پر اسلام يې د تېروتنو ورتپل، له دين سره خيانت دی، بايد دين اوچت کېدو او هسې نه چې برخليک يې د واکمنو، عالمانو يا زموږ د مينوالو له برخليک سره غوټه کوو. دين د هيچا په انحصار او ولکه کې نه دی او يو قرائت نلري او عالمان د سند د سموالي او پوهېدنې له اړخ پر ټولو نصوصو يو نظر نه لري. خو چې څوک اسلام منل اعلان کړي، که څه هم منافق او دروغجن وي، پر وينې، مال او پت يې بريد او تعرض حرام او ګرد انساني او ديني حقوق يې خوند دي؛ دا خو لا څه چې څوک ځان په رښتوني مسلمان بولي، شعاير يې عملي کوي او له کبيره ګناهونو ډډه کوي. که موږ له نصوصو وګړي د ناسمې پوهېدنې په پايلې کې، يا يې د تحریف له لامله، نوموړی له کفارو سره يو ځای وبولو؛ نو ستره ګناه به مو کړې وي، چې پيکه پايلې لري. بايد په دې وخت کې د تکفيري ساختګي داستانونو مقام او نوعيت څرګند وي او نبايد موخې ته د رسېدو لپاره يې يوه ورځ وو دوو او او سبا يې له ډاره ومروړوو. بايد الهي تقوا خپله کړو او که د تېروتنو په منلو کې ناغېړي وکړو، دين به مو ترې تم او ورک شي او که نن ارتزاق ترې وکړو او د خپلې خېټې مړولو لپاره يې وکاروو؛ نو سبا به يې قرباني شو. دا خبره د نصيحت لپاره کوم او پر ځمکه د فساد او ځانمنۍ هوډ نه لرم، که څه يوازې الله له نيتونو خبر دی. اختلاف په ګوته کول پاموړ ټکی دا دی چې د شيخ مخالفان عوام نه، بلکې د ده په اقرار ، هغه د ده همعصري اوچت شخصيتونه وو. د شيخ او مخالفانو يې مهمترين اختلاف دا دی چې نوموړي خپل پام د خپل مسلک پر نظري اړخ ورټول کړی و او مخالفانو يې پام د ده له مسلکه پر راولاړو شويو پايلو ورټول کړی و؛ لکه د شيخ مخالفان، نوموړی له شفاعته په تورنوي او دا په ځواب کې ورته وايي: د شفاعت منکر نه دی. خو په عين حال کې شفاعت په خپلو لارويانو کې منحصر او را ايسار بولي، چې دوی په «مؤحدينو» يادوي او څرګندوي چې شفاعت په مسلمانانو پورې منحصر دی؛ يعنې هغوی چې د ده د مسلک لارويان دي؛ خو، هم يې مخالفان چې په مطلق ډول نوموړی د شفاعت منکر معرفي کوي ناروا وايي او هم شيخ چې شفاعت پخپلو لارويانو پورې منحصر بولي، خطا او تېروتنه کوي او د دې اختلاف علت دا دی چې مخالفين يې پايله ويني او شیخ پر سريزه ډډه وهي. همدغسې مخالفان يې ورته وايي: ته مسلمانان تکفېروي او شيخ قسم خوري چې نه يې تکفېروي؛ بلکې هغوی چې خدای او استازی يې تکفير کړي تکفېروي. او د مسئلې رمز دا دی چې مخالفان پايله ويني، يعنې دا چې شيخ او لارويان يې دوی تکفيروي؛ خو شیخ په سريزه ډډه وهي او هډو دوی مسلمانان نه بولي. نو ځکه کوم مسلمانان چې شيخ نه تکفېروي، په ګومان يې ټول مؤحدين دي او مخالفين يې دا نوې نامه ايښوونه نه مني. د شيخ او مخالفينو يې د لانجې ستره برخه د دې مسالې پر سر ده، چې هر لوري يوه اړخ ټينګ کړي؛ شيخ سريزه ټينګه کړې او مخالفين يې په پايلو نيوکه کوي. نو ځکه ترمنځ يې تفاهم او پوهاوی راپوهاوی نه رادبرېږي او د اختلاف موضوع هم نه څرګندېږي او نه په ګوته کېږي او تر هغه وخته چې افراطيان په دواړو اړخونو کې وي، دا بحثونه به شتون ولري او هر يو به د يو اړخ ملاتړ او پر بل به ظلم کوي. دا چلن د شيعه و او اهل سنتو پېښې ته ورته دی، چې اهل سنت شيعه د اصحابو په تکفير تورنوي او شيعه وايي: موږ اصحاب نه تکفېروو؛ خو چې د شيعه و له سرچينو د دې موضوع په اړه مطالب ورته ووايې، وايي: دوی اصحاب نه؛ بلکې مرتدين دي! او مرتد زموږ او ستاسې د مسلک له مخې صحابي نه دی! ځکه تاسې د صحابي په تعريف کې شرط ږدئ چې «له نړۍ مسلمان ولاړ شي» او دوی له نړۍ مسلمان نه دې تللي؛ نو ځکه دوی د بحث له موضوع وتلي دي؛ نو په همدې پار پر موږ مو تور ناسم دی او دواړه لانجمن لوري، همدغسې په يوه باطل پېر کې چورلي؛ ځکه د اختلاف موضوع يې څرګنده کړې نه ده.
په الدررالسنيه کتاب کې د شيخ د ليدلوريو کره کونه دويم څپرکی، په الدررالسنيه کتاب کې د شيخ د ليد لوريو کرنه کوه ده، چې دا کتاب يې ډېر ليکنې او ليکونه رانغاړي. بې له کشف الشبهات کتابه، په نورو ليکنو کې د شيخ ليدلوري، تقريباً د شيخ په ټولو کتابونو او ليکونو بې د قصيم اوسېدونکيو ته په ليک کې يې په تکفیر کې پراختيا او غلو موو، داسې چې د تېروتنو مخونې ته يې ځای نه پاتېږي؛ خو هغوی ته چې له واقعيت سره د مقابلې هوډ ولري، چې دغسې وګړي هم شته. که د شیخ الدررالسنيه او هم کتاب التوحيد چې را وروسته يې کره کوو وڅېړو، په تکفير کې د غلو ډېرې نښې پکې ښکاري، چې دلته د الدررالسنيه له کتابه بېلګې تر بحث لاندې نيسو. لومړۍ بېلګه: له اسلام څخه د نجد عالمانو او قاضيانو ناخبری: پورته عبارت د شيخ محمد څرګنده وينا ده؛ بلکې وايي: «دوی د «لا اله الا الله» پر مانا نه پوهېږي او د محمد بن عبدالله (ص) د دين او د عمرو بن لحی د دين چې عربو ته يې جوړ کړی و ترمنځ توپير نه کوي.» د مدعا شاهد مو د شيخ وينا ده: «... د علم په لټې پسې راووتم او چا چې پېژندم، باوري و، چې عالم يم؛ خو زه په هاغې زمانې کې، په الهي لورنې کې تر رانغاړېدو مخکې د «لا اله الا الله» پر مانا او د اسلام پردين نه پوهېدم او يو استاد مې هم په دې باب پوټی قدرې نه پوهېده. هر يو عارض عالم چې ادعا وکړي تردې زمانې وړاندې د «لا اله الا الله» يا د اسلام دين پر مانا پوهېده، يا ادعا وکړي يو استاد يې پوهېده، دروغ يې ويلي او پر نورو يې تور ورتپلی دی! او خلک يې تېر ايستي او ځان يې هسې ستايلی دی.» ورپسې له تېر سره په ورته کلام وايي:«ستاسې مخاطب عالمان او استادان يې، د اسلام پر دين نه پوهېږي او د محمد (ص) د دين او د عمرو بن لحی د دين چې عربانو ته يې جوړ کړی و، ترمنځ يې توپير نه کاوه؛ بلکې له نظره يې د عمرو بن لحی دين غوره و.» څرګندونه: بېشکه دا جمله د نجد د تکړه عالمانو او قاضيانو، د دوی د استادانو او د استادانو د استادانو يې څرګند تکفېرول دي، عوام خو لا څه کوې! دا يوه ادعا ده، چې نن موږ يو (وهابي) هم پرې معتقد نه يو. د نجد عالمانو په باب په ګردو تاريخي کتابونو کې د دوی ژوند لیک کښل شوی دی. له نهمې پېړۍ تر دولسمې د شيخ محمد تر وخته، د عالمانو، قاضيانو او د ديني علومو د طالبانو د حالاتو شرح پکې راغلې ده او اوسنيو مؤرخانو تر شيخ محمد وړاندې د اشيقر، شقرا، بريده، عنيزه، حريملأ، عيينه، ريا، خرج، افلاج او ... عالمانو ژوند ليک ليکلی. د معاصرو عالمانو اجماع ده، چې دوی کافر او بوتپالي نه وو. هو، ښايي ټولو يا ځينو يې په صالحانو تبرک جايز ګاڼه يا ځينې بدعتونو ترې شوي وو. يا يې خپلې مدعا ته کمزوري دلايل وړانډې کړي وو؛ خو دا هغه موارد دي چې مازې، بدعت يا عقيدتي (ايماني) تېروتنه ورته ويلای شو. خو بوتپالي نه وه او عالمانو د محمد بن عبدالله پر دين د عمرو بن لحی دين ته غوراوی ورکړی نه و؛ نو ځکه دغسې تورنول يې مردود دي او دا هيڅ عالم نه دي ويلي او ګومان نه کوم يو عاقل هم د دغسې خبرې کولو جرأت ولري. د مسلمانانو له تکفيرولو برائت غاړو، کرکه ترې لرو او له خدايه غواړو، چې شيخ د نجد عالمانو رحمهم الله د څرګند تکفير په پار، وبښي. شيخ ابن حميد په السحب الوابله کتاب کې د شيخ له زمانې مخکې او پر ژوندوني يې د نجد د ډېری عالمانو ژوند ليک او د حالاتو شرح کښلې ده. شيخ عبدالبسام د «علماء نجد خلال ثمانيه قرون» کتاب ليکوال، د نجد يو عالم هم په بدعت تورن کړی نه دی، بوتپالي او د عمرو بن لحي دين غوراوی خو لا څه کوې! او شيخ صالح قاضي، د «علما نجد» کتاب ليکوال او همداراز شيخ بکر ابوزيد په «علماء الحنابله» کتاب کې او نورو ليکوالو، چې تر شيخ وړاندې يا ورسره د همعصرو عالمانو شرح ليکلې، هډو نقل کړي يې نه دي، چې څوک له دې عالمانو بوتپالي، يا بې له اسلام څخه د کوم دين لارويان وو، او د دوی په هکله د دغسې نظرياتو له ويلو خدای ته پناه وړو. دا له پرېمانه بېلګو يوه څرګنده بېلګه ده، چې تاييدوي شيخ نور تکفير کړي او تېروتی دی رحمه الله وسامحه. دويمه بېلګه: شيخ خپل همعصري حنبلي او ناحنبلي عالمان په شرک اکبر تورنوي اکبر شرک، هغه شرک دی چې له دين څخه د وتو لاملېږي. له هغو بېلګو چې شيخ، مسلمانان د ټاکليو وګړيو په نامو اخستو، تکفير کړي، شيخ سليمان بن سحيم حنبلي ته يې په ليک کې ليدلوری دی: «دريادوم، چې ته او پلار دې په کفر، شرک او نفاق تصریح کوئ! ته او پلار دې شپه و ورځ له دې دين سره په دښمنۍ کې هڅه کوئ! ته د اسلام پر ضد د کفر د آګاهانه ترجيح او غوراوی په دليل، يو معاند او بېلارې وګړی يې، چې لیک دې دا زبادوي.» همداراز وايي: «خو ابن عبداللطيف، ابن عفالق او ابن مطلق د توحيد پر ضد ډېری سپکې سپورې وايي او له دوی اسلام ته خورا نژدې ابن فيروز دی.» څرګندونه: سره له دې چې محمد بن فيروز حنبلي مذهبي او د ابن تيميه او ابن تيم لاروی دی او شيخ اقرار کوي. «نوموړی له حنبلي عالمانو ځنې دی چې د ابن تيميه او ابن قيم ليدلوري ځان ته ورمنسوبوي.» نو ځکه دا حنبلي؛ د ابن تيميه او ابن قيم لاروی تر ننه مسلمان شوی نه دی! د نورو پر حال دې افسوس وي! بلکې شيخ په بل ځای کې څرګندوي. «نوموړی (ابن فيروز) په اکبر کفر کافر دی، چې له دين څخه د وتو لاملېږي» ؛ نو د يو تن حنبلي؛ د ابن تيميه او ابن قيم جوزي چې دغسې حال وي؛ نو افسوس وې د مالکي، شافعي، حنفي او ظاهريه مذاهبو پر لاروي فقهاؤ وي او سل وارې افسوس دې پر زيديه، اباضيه او اماميه فقهاوو او صوفيه وو او نور خلکو وي. درېيمه بېلګه: د نجد و حجاز مسلمانان پر قيامت ايمان نه لري شيخ رحمه الله و سامحه ادعا کوي: «د نجد و حجاز ډېری اوسېدونکي له قيامته منکر دي!» څرګندونه: بېشکه دا وينا يوه له باطلو او ناسمو ادعاوو ځنې ده؛ ځکه ټول مسلمانان ان يهود او نصارا له شيخ وړاندې وروسته په قيامت ايمان لري. البته په لنډه موده کې بدعتونه او خرافات خپاره شول، چې دا مورد په اسلامي امت کې اوږده مخينه لري او تر ننه د جزيرة العرب او د ټولې اسلامي نړۍ په يو شمېر مسلمانانو کې دغسې خرافاتو او بدعتونو شتون درلودلی دی؛ خو دا واقعيت پردې مانا نه دی چې مسلمانان له قيامت منکر او يا پرې کافر وو؛ دا دواړه موضوع ګانې يو له بل سره هيڅ تړاو نلري. څلورمه بېلګه: د شيخ په پام کې کفر، له دين د وتو لاملېږي! کوم کفر چې شيخ په مطلق ډول کاروي «کفر اصغر» نه؛ بلکې مطلب يې «کفر اکبر» دی، چې له دين څخه د وتو لاملېږي او دا يې په ځلونو په خپلو کتابونو او ليکونو کې راوړی دی او دا ليدلوری په ډاګه د ابن فيروز، صالح بن عبدالله او ... تکفير راښيي ښکاره کفر چې له دين څخه د وتو لامل دی او که دا دوه تنه کافر وبولو، افسوس پر نورو. څرګندونه: دا دوه تنه حنبلي مذهبي فقها دي او د دوی تکفېرول د دې حقيقت ښودونکي دي، چې تکفير د شيخ محمد په دود کې څرګند دی، لارويان خو يې لا څه کوې؛ نو ځکه باانصاف د شيخ په طريقه (دود) کې د تکفير د شتون زبادولو لپاره، د ډېرو دلايلو ښودلو لپاره اړتيا نلري، د شيخ په وروستي عبارت کې دوه سترې تېروتنې او خطاوې شته: ۱- د مشخصو مسلمان او متأول عالم تکفير. ۲ – هغه تکفير چې له دين څخه د وتو لاملېږي او ښکاره ده چې خطرناکې پايلې لري لکه: د وینې او مال مباح ګڼل، د کورنۍ يې بنديانول، له ميراثه يې منع، ورته د بښنې غوښتو حرمت، د زکات او حج يې نه قبلېدل. د دې ليدلوري په پايله کې رښتونی مسلمان له دوی (وهابيانو) سره يوازې په منافقت ژوند کړای شي، بايد د ذميانو په څېر ربړ و زحمت وګالي او پر وړاندې يې بې له اطاعته یا ځپنې بله لار نشته ترې ډارېږي که رښتيا ووايي او له خدايه ډارېږي چې دروغ ووايي، اسلام يې د مرګ او نفاق يې د ژوند لامل دی. پينځمه بېلګه: د مشخص وګړي تکفير هغه مهال چې احمد بن عبدالکريم، د نجد يو حنبلي عالم، له شيخ رحمه الله سره مخالفت وکړ، د يوه ليک په ترڅ کې يې ورته وليکل: «په ابن غنام او نورو پسې ولاړې او د ابراهيم له دين څخه دې کرکه وکړه او هغوی دې له مشرکانو څخه پر خپلې لاروۍ شاهد کړل.»
شپږمه بېلګه: حرمين شريفين د کفر سيمه ګڼل د شيخ رحمه الله وسامحه له نظره، هره سيمه چې د شيخ تر اطاعت او يا بلنې لاندې نشي، د شرک په بلاد او سيمه کې شمېرلېږي او د واړه حرمه ترې استثنا کړي نه وي.
اوومه بېلګه: د اماميه و تکفير شيخ ته د حنابله و د تکفير پر پرتله، د اماميه وو تکفيرول خورا اسان دي. نوموړی له مقدسي نقلوي: «څوک يې چې په کفر کې شکمن وي، کافر دی.» او دا ليدلوري مني، که څه ابن تيميه سره له دې چې افراطي او ناجي و دغسې نظر ښکاره کړی نه دی؛ بلکې څرګنده کړې يې ده، چې اماميه بدعتي مسلمانان دي؛ خو کافر نه دي؛ خو شيخ رحمه الله په دې اړه ډېر افراط کړی دی. اتمه بېلګه: د اصحابو د کنځل مارو تکفير شيخ اصحابو ته کنځل مار تکفير کړي . دا ناسم ليدلوری د افراطي عقايدو په کتابونو کې د راغليو مطالبو له مخې دی، که نه شرعي دليل نه لري؛ ځکه سره له دې چې خوارجو امام علي تکفېراوه او کنځل يې؛ خو نوموړي دوی تکفير نه کړل. همداراز احمد بن حنبل په خپل مسند کې په سم سند د ابوبکر له مسنده روايتوي: «ابوبکر صديق هغه ته د زيان ور رسولو نهې کړې، چې ويې کنځي يا ناوړه او ځيږه خبره ورته وکړي.» بلخوا ولې هغوی چې صحابي ته کنځل کفر بولي له معاويه چې علي رضی الله عنه يې کنځه، دفاع کوي؛ ايآ علی صحابي نه و؟ ايا په صحيح مسلم کې له معاويه روايت شوی نه دی چې خلکو ته يې امر وکړ، علي رضی الله عنه وکنځئ؟ ايا له امام علي او طلقاوو ملاتړ مباح دی؟ که داسې وي؛ نو ولې له امام علي دفاع او په هکله يې د ظلم غندنه يوازې د شيعه وو کتابونو ځانګړنه بولئ؟ د قضاوت کچه مو څه ده؟ نهمه بېلګه: د مکيانو او مدينوالو تکفير شيخ په الدررالسنيه کتاب کې مکيان تکفير کړي دي او يادونه يې کړې چې دين يې هماغه دين دی چې رسول الله (ص) د خلکو انذار لپاره ترې معبوث شو! ځینو وهابيانو زياته کړې چې دوی قبرپالي دي! او چې څوک يې تکفير نه کړي، په څېر يې کافران دي که څه ترې کرکجن وي او اسلام او مسلمانان يې ښه ايسي . دا عقيده د شيخ په لارويانو او ښونځي کې يې پاتې شوه، تردې چې پر ۱۲۲۰ س پر مکې او مدينې پوره برلاسي شول او د دې د واړو حرمينو شريفينو عالمان يې اړ کړل چې خپلې کورنۍ او د دواړو ښارونو ميشتي خلک د دې عقيدې په منلو مجبور کړي. تقريباً په ۱۲۲۲ ق د سعود بن عبدالعزيز په زمانه کې پر دواړو ښارونو برلاسي او يو له بل سره نښلول يې ترسره شول؛ دا امام سعود، بې له معاصر پاچا، سعود بن عبدالعزيز څخه دی، چې تر ملک عبدالعزيز وروسته، چې پر ټولو دې خداې ولورېږي واکمن شو. امام سعود بن عبدالعزيز، د شيخ - پر دواړو دې خدای ولورېږي - په څېر د نورو په تکفير کې افراط کاوه او د «لومړي سعودي دولت» له مشرانو ځنې و، چې ټول سياستوال يې وهابي افراطيان وو، خو د دی پر خلاف دويم او درېيم سعوديه دولتونه داسې سياستوال وو، چې عمومي مصالحو (ګټو) او د هېواد انسجام او همپالنۍ ته يې اهميت ورکاوه او پر نورو هېوادوالو يې د وهابيانو د تېري مخه نيولې وه. که څه ځينې يې خفيفې وهابي لېوالتياوې لري، چې ناچار له وهابيته په ملاتړ کې څه کړنې وکړي؛ خو په اوږد مهال کې د دې ملاتړ خطرناک ژور اغېز نه درک کوي. په هر حال، سياستوال تر هغوی ډېر غوره عمل کوي، چې د مسلمانانو تکفير او پر حقوقو يې تېري ته ملا تړلي وي. که څه په وهابيانو کې هم عقلمن او باانصافه پيدا کېږي؛ خو خبره مو د هغو اکثريت او ډېره کي په باب ده، چې ليدلوری يې په دې بحث کې تر کره کونې لاندې دی او غاليان دي. په دې پسې د مکې او مدينې د عالمانو «توبه ليک» راځي چې پکې اړ شوي له مخکېني سني مذاهبو توبه وباسی او په وهابيت کې افراط خپل کړي، چې لازمه يې د ګردو مسلمانانو تکفېرول دي! د مکې مکرمې د عالمانو توبه ليک کوم توبه ليک چې د سعود بن عبدالعزيز بن محمد - د شيخ د ښوونځي لارويان چې ګرد سره مخلصين وو- ، په زمانه کې ليکل شوی او د مکې عالمانو لاسليک کړی، دا دی: «کوم دين چې شيخ محمد بن عبدالوهاب رحمه الله بلنه ورته کړې او د مسلمانانو امام، سعود بن عبدالعزيز بلنه ورته کوي؛ يعنې توحيد ته بلنه او له خدايه د شرک نفې، چې د نوموړي په دې ليک کې ياده کړې، بېشکه حق ده او د شرک کوم ډولونه چې مخکې په مکې، مدينې، مصر، شام او نورو ښارونو کې تر ننه شتون لري، کفر دی، چې د وينې او مال د روا کېدو او د همېشه ميشتي دوزخي کېدو لامل دی او څوک چې دې دين ته چې محمد بن عبدالوهاب بلنه ورته کوي، ورمات نشي او عمل پرې وه کړي، لارويان يې دوستان او دښمنان يې دښمن ونه بولي، زموږ له ليدلوري، پر خدای او قيامت کافر دی او د مسلمانانو پر مشر، سعود بن عبدالعزيز او مسلمانانو واجب دي، چې مبارزه او جګړه ورسره وکړي، چې له خپلو کړنو توبه وکاږي او پردې دين عمل وکړي.» ورپسې د توبه ليک د لاسليکونکيو نامې راغلي، چې دوی مخکې د وهابيت او شيخ ضد وو. د مدينې منورې د عالمانو توبه ليک د مدينې منورې د عالمانو توبه ليک په الفاظو او ماناوو کې پورته ليک ته ورنژدې دی او يوه برخه يې دا ده: «... موږ د مدينې عالمان ګواهي ورکوو، څه چې مخکې په مکې او مدينې او تر ننه په شام، مصر او نورو ښارونو کې شوي، د هغه شرک ډولونه دي، چې په دې ليک کې راغلي دي. دا هغه کفر دی، چې د وينې او مال د مباحېدو لامل به شي او څوک چې دې دين ته ورمخه او عمل پرې ونه کړي، پر خدای او قيامت ورځې کافر شوی دی او د مسلمانانو پر امام واجب دي د مشرکانو او معاندينو پر ضد جهاد وکړي. د مصر، شام، عراق وسېدونکي او د هر مذهب ګرد لارويان چې همدا اوس لاروي ترې کوي - چې د دې ليک له متن سره مخالفت کوي – د دې ليک د لاسليک له نېټې مشرک کافران دي.» څرګندونه: په ګومان مې د دې سند تر ملاحظې وروسته ښه څرګندېږي، چې د تکفير په باب، د شيخ محمد ښوونځی او جداً او په ټينګه افراطي دی او د شيخ په ليد لوري کې بيا کتنه او له سره لوستنه شوې نه ده؛ بلکې دا ډول بيا کتنې ژوندۍ ښخې شوې دي، که څه عقل دا بيا کتنه د اسلام او مسلمانانو پر ګټه او صلاح ګڼي. له همدې لامله، اوسنی وهابيت او هغه ګوندونه چې له دې بربنډ تکفير څخه برخمنېږي، د تکفېر وزلې او اسباب نورو ته ورمنسوبوي او بې له دې چې د شيخ د ليدلوريو د بيا کتنې لزوم ته يې ورپام وي؛ تل يې ښوونځی ستايي؛ بلکې له هغه سره هم لاس و ګرېوان وي، چې د شيخ تېروتنې کره کوي او افسوس څوک چې د بومي یا ځايي فرهنګ د درد په ټکي ګوته ږدي – بې له دې چې دې ته پاملرنه وکړي چې د درد منشاء، وهابيت، سلفیت يا نور وي - له نو ورسره د مقابلې لپاره له دولتي زوره کار اخلي.
لسمه بېلګه: د کليوالو او بانډيڅيانو تکفير د بانډيڅيانو د تکفير په باب د شيخ د ليدلوريو د معلوماتو لپاره الدررالسنيه کتاب ته مراجعه وکړئ. نوموړی وايي: «د دوی کفر تر يهودو او نصاراوو خورا سخت دی او د يوه ويښته هومره اسلام نه لري، که څه پر شهادتينو اقرار کوي.» څرګندونه: مخينه یا سابقه نه لري چې کوم اسلامي عالم دې کليوال تکفير کړي وي؛ ځکه سمه ده چې دوی له اسلام څخه لږ معلومات لري او کله د دوديزو،عرفي قوانينو او قبیلوي اصولو له مخې قضاوت کوي؛ خو دا خصلت د هغه کفر پر مانا نه ده چې له دين څخه د يوه تن د وتو لامل شي، ځکه دوی نمونځ کوي او روژه نيسي، که څه له ناپوهۍ يې انکار نشو کړای. بېشکه د شيخ د زمانې بانډيڅيان هم د نورو اسلامي وختونو د بانډيڅيانو په څېر وو. يوولسمه بېلګه: د عنزه ټبر تکفير او له قيامته يې په انکار تورنول دولسمه بېلګه: د ظفير ټبر تکفير او له قيامته يې په انکار تورنول ديارلسمه بېلګه: د عيينه او درعيه د اوسېدونکيو تکفير د دې دوو سيمو خلک د ابن سحيم له ليدلوري سره موافق او د شيخ مخالف وو؛ نو د تکفير په باب يې د زياتو معلوماتو لپاره الدررالسنيه کتاب ته مراجعه وکړئ.
څوارلسمه بېلګه: د مسلمانانو د سترې برخې تکفير!
په دې باب د ډېرو معلوماتو لپاره الدررالسنيه (۱۰ ټ، ۸ مخ) کتاب ته مراجعه وکړئ. پنځلسمه بېلګه: د ابن عربي تکفير په دې اړه چې د ابن عربي کفر تر فرعون خورا سخت دی او څوک يې چې تکفير نه کړي يا يې په کفر کې شکمن شي کافر دی د الدررالسنيه کتاب (۲۵ مخ) ته مراجعه وکړئ. تکفير يې د ټولو صوفيه عالمانو او لږ تر لږه د څلور ګونو مذاهبو د ډېری عالمان د تکفير پر مانا دی. که څه شيخ په بل عجیبه ليک کې، د قصيم خلکو ته په خطاب کې د ابن عربي له تکفيره انکار کړې؛ خو دا مساله د دې څرګندونکې ده، ټول هغه څه چې شيخ يې له ځانه نفې کوي، سم نه دي؛ ځکه نوموړی په همدې مورد په داسې حال کې د ابن عربي تکفير ردوي چې په خپلو کتابونو او ليکونو کې يې تردې اوچت ويلي دي، له دې جملې ځنې يې ليکلي دي: «د عربي په کفر کې شکمن کافر دی.» بلکې د هغو مطالبو غټه برخه چې د ځان په باب يې تړاو ورسره نفې کړی، په کتابونو او ليکونو کې يې د الفاظو يا مانا په چوکاټ کې شته او مانا يې دا ده، چې نوموړی بېلابېل حالات لري؛ کله تکفير کوي، کله لاس ترې اخلي يا اپوټه او هم کله، د يوې مسئلې د سياسي توب تور نفې کوي، نه يې ديني اړخ، په تېره ليک يې د قصيم خلکو ته چې نن وهابيت يې په اړه ډېرې خبرې کوي ډېر موارد رانغاړي چې شيخ له ځانه د تور په انکار او دفع کې اغراق کړی؛ خو له دې سره سره غټه برخه يې په کتابونو او ليکونو کې شته چې منځلاريو لارويانو يې سمه کړې ده. دا موضوع د دې مؤيد او تاييدوونکې ده چې په هغې زمانې کې د قصيم خلک - چې شيخ يې د بلنې منلو ته هيلمن و – د عراقي عالمانو تر اغېز لاندې د مسلمانانو له تکفيره متنفر او کرکجن وو او د شيخ منځلاری ليک ورته سياسي و؛ ځکه ټول چلندونه او دريځونه يې د دې دريځ پر خلاف دي، په تېره تردې چې د مسلمانانو د تکفير په انکار کې يې مبالغه کړې، چې ان د جاهلي مسلمانانو د تکفير په انکار کې يې مبالغه کړې چې بوت يې نمانځه چې په حقيقت کې دا يو حېرانوونکی چار دی؛ ځکه په ليکنو کې يې مو وليدل، چې د نجد حنبلي عالمان او فقها يې چې ان د ناپوهۍ يا تاويل په پار هم بوتپالي نه دي تکفير کړي دي. شپاړسمه بېلګه: د هغو کسانو تکفير چې د «لا اله الا الله» د ويوونکيو له تکفيره ډډه وکړي څرګندونه: دا يوه حېرانوونکی فتوا ده او مطلب ترې له مخالفانو سره د هر ډول مينناکې اړيکې پرېکړه ده . له پخوا راهیسې دا د افراطي عقيدتي ښوونځيو دود و، چې که د لارويانو له پرهېزکارۍ به ډارېدل؛ نو د مسلمانانو له تکفير وروسته دا موضوع يې پرې ورزياتوله، چې څوک په دې باب شکمن شي کافر دی، څوک چې ځنډ وکړي کافر دی او د دې ليدلوري په مخونه کې وايي: ځکه چې واقفيه تر جهميه بدتر دی او د کافر په غندنه (محکوميت) کې ځنډ او درنګ، د خدای په حکم کې شک دی او شکمن کافر دی. د شيخ په وخت کې، ځينو عوامو دا نيوکه مطرح کوله چې د «لا اله الا الله» ويونکی تکفير ورته کړوونکی دی، چې دا د نورو په تکفير کې د شيخ بريا ته ستر خنډ و؛ نو ځکه چا چې خلک پوهول، تکفېراوه يې. اوولسمه بېلګه: د هغوی تکفير چې د شيخ لارويان يې د خوارجو په لاروۍ تورنول د هغو کسانو تکفير چې د شيخ لارويان يې د خوارجو په لاروۍ تورنول او د وهابيت له مخالفانو سره - که څه مؤحد او غير الله ته د بلنې منکر وو- پاتېدل . څرګندونه: دا کلام پردې ګواه دی، ټول هغه کسان چې له خپلو قبايلو سره د شيخ او د ده د لارويانو پر وړاندې درېدلي او له توحيديانو سره يې جګړه نه کوله پر توحيد د نه پوهېدو په پار نه؛ بلکې دوی د مسلمانانو له تکفيره د ځان بچونې او له شيخ نه د نه لاروۍ په پار، د خپلو عالمالو لارويان وو؛ ځکه لومړی که څوک له شيخ سره جنګېده مشرک و، شهادت يې نه ورکاوه، چې توحيد حق دی او د غير الله عبادت يې نه رداوه، لکه څنګه چې خپله شيخ شهادت ورکړ. دويم په دې مسئله کې په تکفير کې افراط ښکاره دی؛ ځکه لکه چې څنګه مخکې وويل شو، خوارجو، حضرت علي او هغه شمېر لارويان يې چې اصحابان وو، تکفير کړل او دا تور، وهابيت د خوارجو په لاروي تر تورنولو بدتر دی؛ خو سره له دې امام علي، مهاجرينو او انصارو چې د امام علي لارويان وو، خوارج تکفير نه کړل. اتلسمه بېلګه: د نجد په ټولو ښارونو کې د الله نمانځنې پر ځای د بوتپالنې دودول شيخ سامحه الله ادعا کړې: «د نجد هر ښار يو بوت لري، چې د الله پر ځای نمانځل کېږي.» څرګندونه: څوک چې د نجد له تاريخه لږ معلومات هم ولري، دا ادعا باطله بولي. د شيخ خبره پردې مانا نه ده، چې په رښتيا هلته بوتان شته او خلک يې نمانځي؛ بلکې له بوتانو يې مطلب د څلور ګونو مذاهبو لاروي فقها دي يا هغه وګړي دي چې خلک تبرک لپاره ورځي او انګېري چې دوی صالحان دي. نو ځکه شيخ له خپلو مخالفانو سره په خصومت کې افراط کړی او سره له دې چې وهابيت د ابن تيميه په تقليد او لاروي له مجازه ګټنه ناسمه بولي، له مجازه يې بې ځايه ګټنه کړې چې ناخبره وګړی په توهم کې غورځوي. نولسمه بېلګه: د رازي تکفير د قرآن د مفسر رازي تکفير په دې باب الدررالسنيه ته مراجعه وکړئ . څرګندونه: شيخ سامحه الله ادعا کړې ده: «رازي په يوې ليکنې کې د ستورو نمانځنه ښه ګڼلې ده.» شيخ وايي: دا مطلب يې په «اقتضاء الصراط المستقيم» کتاب کې له ابن تيميه نقل کړی؛ خو دې کتاب ته مې په مراجعې دا مطلب مې پکې ونه کوت. که ابن تيميه ته د دې مطلب ورمنسوبېدل سم وي، بېشکه ابن تيميه تېروتی؛ ځکه رازي يو مسلمان عالم دی او هډو د غير الله نمانځنه نه خوښوي. ښايي نوموړي د ستوريو د ګټو او پر کښتونو يې د اغېز په باب کوم کتاب ليکلی وي يا يې له منجمانو او ستور پېژاندو کوم مطلب نقل کړی وي، چې پخپله پرې نه قايل دی او نه ايمان پرې لري؛ خو ابن تيميه يا شيخ سامحهما الله په تېرو کې ورمنسوب کړی دی. خو که موږ د ابن تيميه يا شيخ محمد کومه نامخونې خبره نقل کړو، لارويان يې وايي: دا خبره يې له ناصبيانو او خوارجو نقل کړې! حال دا چې خدای دروغ او ظلم حرام کړي؛ نو ځکه روا نه ده چې د اسلام يو ستر عالم دغسې تورن کړو؛ خو په پرېکنده دليل.
شلمه بېلګه: د هغو ټبرونو تکفير چې شيخ يې ګډ غليم دی څرګندونه: مخکې مو وويل چې شيخ د تکفير تعريف ته پراختيا ورکړه او د کړو وړو غټه برخه چې مردوده ګڼي ، د بدعت يا اصغر شرک برخه ده نه اکبر شرک. نوموړي چې څوک له اهل شرک سره دښمن وي؛ خو تکفير يې نه کړي مشرک ګڼلی او د چا چې نه توحيد ښه ايسي او نه دښمني ورسره کوي يا د شرک او توحيد پر مانا نه پوهېږي، يا پر توحيد عمل کوي، خو په قدر يې نه پوهېږي او يا له هغه سره دښمني نه کوي چې پر توحيد يې عمل پرېښی او نه يې تکفېروي، تکفير کړی دی . د شرک اکبر په باب د شيخ ليدلوری په هغه شرط سم دی چې علماوو منلی وي؛ خو نور له شرک او توحيده پر هغه تعريف ملزمول، چې د شيخ همعصريو عالمانو ورسره منلي نه وي موضوع پېچلې او ستونزمنوي او په هکله يې پرېکونی حکم نشو کړای نو ځکه ناچار بايد د «اصغر او اکبر شرک» او «شرک و بدعت» ترمنځ په توپير قايل شو او پام مو وي، چې تکفير او جګړه يوازې له هغوی سره روا ده، چې په رښتيا اکبر شرک يې کړی وي او دا شرط د هغو کسانو په باب چې شيخ تکفير کړي، واقعيت پيدا کړی نه دی؛ ځکه ملاحظه کوو ډېری کړنې چې شيخ مردودې ګڼي -بدعت او خرافات دي او په لرې فرض اصغر شرک دی – خو دا چې ووايو په جزيرة العرب کې د ګوتو په شمېر وګړي پر اکبر شرک اخته او مشرکان وو، چې د دې احتمال هم لرې دی؛ خو جايز نه ده چې د دې احتمالي لږ شمېر د شتون له لامله، د دې سيمې پر ټولو وسېدوونکيو تکفير او جګړه وروتپوو. یوويشتمه بېلګه: د ډېری شاميانو تکفير د ډېری شاميانو تکفير او د ابن عربي پر نمانځنه يې تورنول او د هغه تکفير چې د ابن عربي په کفر کې شکمن وي . څرګندونه: د ابن عربي لارويان دا نه نمانځي او که ځينې عوام دغسې کړنې وکړي؛ نو ګرد لارويان يې پکې رانغاړلی نشو.
دوه ويشتمه بېلګه: فقه عين شرک دی! هيلمن يم چې دلته د شيخ د کلام په پوهېدو کې مې تېروتنه کړې وي. نوموړي په يوه ليک کې ابن عبيس ته چې د شيخ پر ضد يې استدلال کړی و: «فقها ستا له ليدلوري سره موافق او هم رای نه دي» د «اتخذو احبارهم و رهبانهم اربابا من دون الله» د آيت په يادولو، عالمانو او راهبانو (شينمانو) ځان په ربوبيت پېژندلي او الله يې نه دی پېژندلی، ويلي دي:« دا آيت رسول الله (ص) او ترې وروسته مشرانو پر هغه څه چې ته يې په «فقه» يادوې تفسير کړی او خدای ويلي دي: دوی احبار او رهبان د الله پر ځای خپل پالونکي نيولي دي، چې په مفسرانو کې له دې تفسير سره هيڅ مخالف نه پېژنم.» ځواب: لومړی: دا حديث عدی بن حاتم روايت کړی، چې عالمان يې په ډاډمنتوب کې سخت د نظر اختلاف لري. دويم: ولې چې کله يې مخالف په هغو کتابونو استدلال کوي، عمل يې عين شرک ګڼل کېږي؟ که هوډ يې دا و، چې ولې يې مخالفانو له هغو کتابونو لاروي کړې نو شيخ هم د مرتد په باب د فقهاوو له ځينو عمومياتو لاروي کړې ده. درويشتمه بېلګه: شيخ د «وشم» سيمې عالمان او عوام تکفير کړي دي. څلورويشتمه بېلګه: شيخ د «سدير» سيمې عالمان او عوام تکفير کړي دي. پينځه ويشتمه بېلګه: عبدالله بن عبدالطيف ته د شيخ ليک شيخ په يوه ليک کې يو نامي قاضي؛ عبدالله بن عبدالطيف ته وايي:«څومره ښکلې ده چې په آخر الزمان کې د خدای د دين فاروق شوی يې، لکه چې عمر رضی الله عنه د اسلام په پيل کې د دين فاروق و.» څرګندونه: ته وا په نظر يې مخالفان يې مسلمانان نه دي!
شپږويشتمه بېلګه: د متکلماتو تکفير! څرګندونه: شیخ د متکلمانو پر تکفير د اجماع ادعا کړې ده ، خو د متکلماتو تکفير په مطلق ډول ناسم دی او څوک چې د متکلم مانا وپېژني، په مطلق ډول يې نه تکفېروي او که د مطلق کلمه وکاروي مطلب يې هغه مسلمان عالمان په تېره اشاعره او معتزله دي چې د عقايدو موضوع ته يې اهتمام او ورپام دی؛ نو ځکه که د تاويل له لامله مسلمان متکلم بدعت يا کفر وکړي، مسلمان دی. او ابن تيميه له حنبلي متکلمانو داسې ليدلوری لري چې مخکېنيو عالمانو کفر ګڼلی دی؛ لکه د پېښو د تسلسل او د عالم (نړۍ) د نوعي قدم په باب يې نظر او د هغه باطل حديث سم ګڼل چې پکې نقل شوي؛ خدای د هلک په بڼه دی او په څېر يې؛ خو د دې ليدلوريو سره سره، کافر نه دی؛ ځکه دا يو متأول دی، چې ګومان يې کړی، يو باطل حديث، سم دی. يا يو نظر يې سم ګڼلی چې په واقع کې باطل و او په څېر يې؛ نو ځکه، داسې نه ده چې څوک په کفر ډولې خبرې کافر شي. تقريبا عالم او عوام يو مسلمان هم له کفر ډولې خبرې خوندي نه و؛ خو نه کافرېږي. شيخ له ذهبي، دارقطني، بيهقي او نورو روايت کړی چې متکلمان يې تکفير کړي دي؛ خو په خپل روايت او نقل کې تېروتی؛ ځکه دا درې واڼه عالمان په خپله متکلمين دي! او لږ تر لږه ځينې يې پېژنم چې متکلمان يې تکفير کړي نه دي؛ لکه ذهبي، چې کتاب يې «سير اعلام النبلاء» د متکلمانو له ژوند ليک او د حالاتو له شرحې ډک دی او نه مې يادېږي چې يو يې هم تکفير کړی وي. هو، کله د دوی تېروتنو او بدعتونو ته اشاره کوي؛ خو د شيخ محمد د نقل پر خلاف يې هم تکفير کړی نه دی؛ بلکې د ځينو غټو غټو ښويېدنو ته يې سسته مخونه ورکړې ده. لکه وايي: ښايي دا خبره يې په مستۍ کې کړې وي يا په دغسې يا هاغسې حالاتو کې او په څېر يې مخونې، څوک چې د دې مسئلې څېړل غواړي «سير اعلام النبلا» کتاب ته دې مراجعه وکړي. بلکې لکه چې څنګه وويل شو، ذهبي د صالحانو له قبرونو له تبرک غوښتو سره موافق دی، چې د شيخ د دود له مخې په اکبر کفر کافر دی، چې له دين يې د وتو لاملېږي. خو د نظر مخونې ته يې هر عذر منل شوی دی او د شيخ د زمانې عالمانو، ابن سهيم، ابن فيروز، ابن عفالق او نورو حنبلي عالمانو چې شيخ دوی تکفير کړی هم منلی دی. همداراز بايد پام مو وي چې حنباله و د احمد بن حنبل د قبر په فضايلو کې درې کتابونه ليکلي دي. وړاندې وويل شول چې مخکېني حنابله، تقريباً صوفيان وو؛ خو د «الله» او صفاتو، د قرآن د پيدا کېدو او د اصحابو د عدالت په باب يې افراط کاوه او چې چا به يې له مسلک سره لږ شانته مخالفت وکړ، تکفيراوه يې. په دار قطني پورې ورمنسوب کتابونه سم نه دي؛ ځکه حنابله و ورپسې جوړ کړي دي، ښايي شيخ خبره له دې کتابونو اخستې وي، بيهقي د اشعري ښوونځي لاروی دی او شيخ د اشاعره وو په اړه توند نظری دی، چې په تکفير پای مومي. اوه ويشتمه بېلګه: د احساء ميشتو بوتپالي! شيخ وايي: «د ده پر وخت احساء ميشتي بوتپالي وو.» څرګندونه: دا ناسمه ادعا ده. اته ويشتمه بېلګه: نجديانو انسان او ډبره نمانځل: شيخ ابن عبدالطيف ته په ليک کې کاږي: «دوی (نجديانو) انسان او تيږه د بوت په توګه نمانځل» زياتوي: يو عالم هم نه پېژني چې له نظر سره يې مخالف وي؛ خو بې له هغوی چې پر جبت او طاغوت ايمان لري! او د ښار عالمانو ابن عبدالطيف په «اکبر شرک» شکمن معرفي کړی؛ بلکې تورن کړی يې دی چې نور «اکبر شرک» ته وربولي. څرګندونه: دا ادعا واقعيت نه لري. د شيخ د وخت د نجد او حجاز د عالمانو او قاضيانو افراط که په کوم مورد کې وموندل شي، د ابن تيميه، احمد حنبل او له شيخه د وړاندې وروسته زمانو د اسلامي نړۍ د عالمانو او قاضيانو په څېر افراط و. د دوی کتابونه، ليکونه او لارويان شته او يو هم نقل کړي نه دي، چې دوی بوتپالي وو، يا يې بلنه ورته کوله؛ خو د مشايخو په ستاينه او تبرک غوښتو کې غلو پکې وه؛ نو دا د بدعتونو او خرافاتو په ترڅ کې ګڼلای شو؛ خو نه اکبر شرک، چې له دين څخه د وتو لاملېږي.
نهه ويشتمه بېلګه: د رسول له دين څخه د شيخ مطلب شيخ وايي: «زه هغه کافر بولم، چې د رسول الله (ص) دين وپېژني او تر پېژندنې وروسته يې وکنځي او خلک له دين سره له يو ځای کېدو نهې کړي او هم د رسول الله (ص) د دين له عملي کوونکي سره دښمني وکړي» . څرګندونه: شيخ دا خبره ډېره کوي او له نظري اړخ سمه ده؛ خو په حقيقت کې د رسول الله له دين يې مطلب هغه طریقه او لار ده، چې خپله او لارويان يې پرې روان دي. د شيخ مخالف عالمان، قاضيان او عوام هيڅکله ځانونه د اسلام دښمنان نه بولي؛ بلکې د اسلام پر پينځو ارکانو د پابندۍ اقرار کوي؛ نو ځکه نه د رسول له دين سره دښمني کوي او نه خلک ورسره له يو ځای کېدو نهې کوي. مخالفان مو په همدې استدلال ځوابوي او وايي: د رسول الله (ص) د دين له احکامو ځنې دي، چې نبايد د «لا اله الا الله» له ويوونکي سره جګړه وشي او پر توحيد باندې اقرار د وګړي د وينې او مال د خونديتوب لاملېږي او هم وايي: سره له دې چې شيخ محمد له دې حکمه خبر دی، خلک يې د دين له لاروۍ نهې کوي او دښمني يې ورسره کړی؛ نو ځکه نوموړي د رسول له دين سره دښمني کړې او له دين سره يې د خلکو له يو ځای کېدو نهې کړې او په څېر يې. لنډه دا، دا باطله لړۍ غځېږي. د شیخ او مخالفينو ترمنځ يې د تکفير د تبادلې علت دا دی، چې دواړه د تکفير ضوابط او موانع (خنډونه) ناليدلي ګڼي. ټول پر هغو چارو يقين پیدا کوي، چې ځينې يې سم او ډېر يې ورته (متشابه) او مبهم دي، چې يقين پرې ستونزمن دی. خو په دې چارو کې يو هم پر نسبيت ايمان نه لري؛ نو يو يې يوه مسئله غوره او مرجع وبولي؛ نو د رسول الله (ص) د دين برخه يې ګڼي او بل يې چې لاروي نه کوي، د رسول الله (ص) د دين دښمن معرفي کوي. دا حالت د علمي ګډوډۍ د پيدا کېدو لامل شوی، چې يو پر بل تېري ته لمن وهي، يو بل تکفېروي، په دښمنۍ او مخالفت کې فسق و فجور ورګډېږي او دا خو لا څه چې سياسي موقعيتونه، مذهبي دښمني، د ښارونو، ټبر او مذهب تعصبونه لا لمن ورته وهي. هيلمن يم چې خدای پر ټولو ولورېږي. سپارښتنه راته شوې چې له تېروتنو سبق واخلو او تکرار يې نه کړو؛ ځکه تاريخ پر چا رحم او زړه سوی نه کوي، نن چې کومه خطا او تېروتنه پټوو، سبا پر دوو او په قيامت کې په درېيو خطاوو اوړي. لومړی: کومه تېروتنه چې شوې. دويم: په لومړۍ تېروتنې تعصب کول. درېيم: له هغو کسانو سره جګړه چې تېروتنه راپه ګوته کوي. خو بايد پوه شو چې له خدای سره د ټولو دښمنيو دوسيه پرته ده. دېرشمه بېلګه: پر صالحانو عقيده د شيخ له ليدلوري: «پر صالحانو عقيده، د زنا او غلا په څېر نه ده؛ بلکې د بوتمانځنې په څېر ده.» څرګندونه: شيخ دا موضوع ډېره وايي، سره له دې چې پر صالحانو عقیده يو عام لفظ دی، چې توسل او تبرک رانغاړي، په تېره تبرک چې ډېری عالمان پرې معتقد دي، که څه له يوه سره يې هم موافق نه يم او پر تبرک معتقدو ځينو ديني طلابو سره مې په بحث کې د شيخ له ليدلوري چې تبرک نه مني ملاتړ کړی او حق ته يې خورا نژدې بولم؛ خو په دې باب د شيخ پر حقانيت مې اقرار ، پردې مانا نه دی، چې د دې ليدلوري د عالم او عوام مخالفانو تکفير تاييد کړم؛ ځکه څه چې شيخ مردود ګڼلي غټه برخه يې، غالباً يا سم اجتهادات دي يا څه مخونه لري يا داسې تېروتنې او بدعتونه دي چې په باب يې د تاويل شبهه چې د کفر مانع ګرځي شته.
يودېرشمه بېلګه: هغه ډلې چې شيخ تکفير کړي دي شيخ لاندې ډلې تکفير کړې دي: چا چې د رسول دين پېژندلی او لاروي يې ترې نه ده کړې.
چا چې پېژندلی او ورته ګران دی؛ خو له هغه يې کرکه کېږي، چې د توحيد دین ومني او څوک چې مشرک پاتې شي، ښه يې ايسي.
څوک چې دين وپېژني؛ خو بد پرې وايي او د يوسف، اشقر او خضر نمانځوونکي ستايي. چې دغسې تېروتی نه دی؛ خو د شرک له سيمې د توحيد سيمې ته هجرت نه کوي! څرګندونه: په دې څلورو حالاتو کې وينو، چې لومړی ليدلوری (د مسلمانانو تکفېرول) تکرار شوی او ځواب يې لکه چې تېر شو، دا دی چې دوی د شيخ ټولې خبرې حق نه بولي او سره له دې چې د بدعتونو پر وړاندې د شيخ رد تایيدوي؛ خو د بدعتيانو، ناپوهانو او د عالمانو او عوامو د متاولانو تکفير روا نه بولي. څنګه يې دا خبره ومنو، چې وايي: څوک چې پر توحيد پوه شوی؛ نو ورته ګران هم دی او ځان پرې ملزم بولي او شرک يې پرېښی؛ خو له مؤحدينو سره د نورو په يو ځای کېدو خپه کېږي او هغوی يې ښه ايسي چې مشرک پاتې دی او کافر دی؟ دا موضوع نامعقوله ده؛ ځکه په نړۍ کې داسې انسان نه پيدا کېږي، چې پر يو دين او مذهب باور ولري او د دې دين او مذهب له لارويانو سره دښمن وي؛ خو دا چې د دې دين او مذهب کوم خلاف کار ترې وويني او په دې حال کې دښمني ورسره وکړي؛ لکه ځينې اهل سنت له ځينو نورو سره په دې ګومان دښمني کوي، چې د سنتو مخالف دی . نو ځکه هيڅ مسلمان د نورو اسلام ته ورماتېدل بد نه ګڼي يا د مسيحي مسيحيت ته، د شيعه شيعتوب ته او د سلفي، سفليتوب ته چوپتيا بده نه ايسي او د شيخ ادعا خورا عجیبه ده. البته کله څوک د شيخ ځينې ليدلوري لکه: د بدعتونو ردول او يا نږه یا خالص توحيد ته بلنه تاييدوي؛ خو ځينې نظريات يې چې د نورو په تکفېرولو پای مومي، نه تاييدوي. پردې مانا چې سړی پوهېږي، شيخ هم حق خبره لري او هم باطله، حق خبره يې مني او باطله يې ردوي. د شيخ انتظار دا دی، چې وګړي يا يې ټولې ليدلوري رد کړي يا يې ټولې ومني؛ خو دغسې غوښتنې يوازې د پېغمبرانو د بلنې په باب الزامي دي؛ يعنې واجب دي له انبياوو په ګردو اوامرو او نواهيو کې لاروي وکړو، په داسې حال کې چې د نورو خلکو، لکه خلفاوو او علماوو له ځينو ليدلوريو سره مخالفت وکړای شو او ښه نه ده چې دوی د خپلو نظرياتو مخالفين تکفير کړي يا ورسره وجنګېږي. له سرغړاندو سره د امام علي د جګړې په بهير کې ځينو اصحابو په جګړه کې له ګډونه ډډه وکړه، ځینې يې پر وړاندې وجنګېدل او ځینې لامل شول چې نوموړی پرېږدي؛ خو امام علي د متخلفانو په اړه چې يې پرېښی و او هم د محاربانو په باب ونه ويل؛ دوی د رسول دين کنځلی يا يې خلک د رسول له دين له لاروۍ نهې کړي، سره له دې چې د علي بن ابو طالب او عمار ياسر دين د شيخ محمد تر دينه خورا نږه او پاک و. که امام علي د شيخ د لارې لاروی وای، د جمل، صفين اړخ او خوارج يې په دې ادعا، چې دوی د رسول له دين سره جنګېدلي، تکفېرول يې! پر عامو نصوصو سربېره يې ځانګړي دلايل درلودل، چې په استناد يې د دې ډلو تکفير مستند وبرېښوي . او د خپل عمل په مخونې کې ووايي: «زه ورسره له جګړې يا پر محمد (ص) پر نازل شويو له کفره بله چاره نه لرم.» پر دې مانا که امام علي له اهل بغې (سرغړاندو) او خوارجو سره نه جنګېده، ته وا د « فقاتلوا التي حتی تفئ الی امر الله...؛ له ظالم ټبر سره جګړه وکړئ، چې د خدای کم ته غاړه کېدې.» پر آيت کافر شوی و . نو ځکه دلته کفر، «د آیت او امر د مثبت نه ځوابولو» پر مانا ده؛ خو اهل بغې او خوارج يې تکفېر نه کړل، هغه کسان خو لا څه کوي چې په جګړې کې يې له ګډونه سرغړونه وکړه او د جګړې د ماتې لامل شول. امام علي دوی د ورپېښې شبهې په پار معزور وګڼل، که څه پوهېده چې د دوی د ځينو مشرانو لکه معاويه عذر رښتونی نه دی؛ بلکې حکومت يې غوښته؛ خو له باغيانو سره د جګړې سيرت ايجاباوه، چې د دوی د ظاهري دريځونو له مخې چلن ورسره وشي او دا له خصم او دښمن سره پوره عدل (کمال عدل) دی؛ ځکه د نيتونو او اټکلونو له مخې چلن، شرعي دود نه دی؛ نو پېغمبر (ص) له منافقانو سره او امام علي له معاويه او خوارجو سره هماغسې چلېدل. لنډه دا، لکه چې څنګه د علي بن ابي طالب په مشرۍ (او رکاب) کې شکمن ته جنګېدل واجب نه و – سره له دې چې له باغيانو او خوارجو سره د جګړې لپاره عام او ځانګړي سم او ډاګيز دلايل موجود وو – نو د شيخ په رکاب کې جګړه او د مخالفانو تکفير يې هم د هغه چا لپاره چې شيخ د ليدلوري په هکله شکمن وه، «طريق اولی» واجب نه و. همداراز، د هغه تکفيرول هم خطا دي؛ چې هېواد يې چې اوسېدوونکي يې کافران دي پرېښی نه دی او د اسلام سيمې ته مهاجرت ونکړي؛ ځکه شرعي هجرت د پېغمبر (ص) پر لور هجرت دی، چې کول يې واجب او نه کول يې هله د تکفير لاملېږي، چې له وسې يې پوره وي. خو تر پېغمبر (ص) وروسته هجرت د شرايطو په راټولېدو کې واجبېږي او که څوک يې ونه کړي، نبايد تکفير يې کړو او کله سره له دې چې شرايط يې پوره وي؛ خو د نورو مصالحو په پار نه واجبېږي. نو په اوسني وخت کې جايز نه دي د نړۍ مظلوم مسلمانان چې نه غواړي له خپل ټاټوبي هجرت وکړي، تکفير کړو. اصلي ۵۰ مخ دوه ديرشمه بېلګه: دا شاعره و او ظاهريه په باب يې ليدلوری شيخ تلحوياً اشعري او نور چې د خدای صفات نفې کوي، تکفير کړي دي! ابن حزم په مطلق ډول د خدای صفات نفې کړې دي او دليل يې په «الفصل» کتاب کې شته، چې بايد تر تکفېرولو وړاندې يې، دليل وڅېړل شي. درې درېشمه بېلګه: پر اشاعره و، معتزله و او نورو د شيخ تور، د اشاعره و، معتزله و او نورو په باب د شيخ ليد لوری شيخ وايي: «د معطله پلوی تر مشرک بدتر دی.» څرګندونه: سلفيه پردې باور دي چې اشاعره، ابن حزم ظاهري او د ظاهريه ډېری لارويان، صوفيه، شيعه او حنفيه د معطله و په کتار کې دي. همداراز د سلفيه له ليدلوري، د څلور ګونو مذاهبو ډېر لارويان؛ خو هغوی چې د حنابله و، ابن تيميه او ابن قيم رحمه الله غالي لارويان دي، په معطله کې شمېرلېږي، بېشګه دا ليدلوری، ډېری مسلمانان له اسلامه وباسي. څلور درېرشمه بېلګه: د ابن عربي او ابن فاص له سره تکفير شيخ وايي: « د ابن عربي، ابن فارض مذهب او هغه ډلې چې له تبارک وتعالی پالونکي څخه انکار کوي په شمېر يې يوازې خدای پوهېږي.» سره له دې چې په بل ځای کې يې د دوی له تکفيره انکار کړې او ويلي يې دي: «له خولې مې ويل شوي، چې «ابن فارض او ابن عربي» تکفيروم.» خو دې ټولو مسايلو ته مې ځواب دا دی: «واه، دا يو ستر تور دی.» بلکې څرګندوي چې «بوتپالی هم نه تکفېروي.» څرګندونه: له شيخ پوښتلای شو: څنګه سمه ده، هغوی چې د خدای له وجود او شتون څخه انکار کوي؛ خو نه يې تکفېروې؟ او بوتپالی تکفير نه کړې؟ په داسې حال کې هغه چې پر الله او استازي يې ايمان لري، د اسلام پر ارکانو عمل او له محرماتو ځنې یې ډډه کوي او په څنګ کې يې څه ناڅه عقيدتي يا عملي تېروتنې کوي؛ خو د کفر ټاپه پرې وهې؟ (يعنې تکفېروې يې) پينځه دېرشمه بېلګه: دا شاعره و په باب يې ليدلوری شيخ وايي: «د خدای له صفاتو څخه منکر» د الوهيت له حقيقت څخه منکر دی.» څرګندونه: د دې خبرې لازمه د اشاعره و، ابن حزم او د څلور ګونو مذاهبو د ډېری لارويانو تکفير دی، سره له دې چې دوی د الوهيت له حقيقته منکر نه دي. شيخ اشعري ته په اشارې، دا يې د معطله و يا متکلمانو «ستر امام» او مشر معرفي کړی دی. زه يو له هغو کسانو يم چې د اشعري سترې تېروتنې په تېره پر ډول ډول چارو يې د ادعا اجماع مې کره (نقد) کړي. او په سمه علمي دود د اشعري او اهم ابن تيميه د رد مېړانه لرم؛ خو په عين حال کې معتقد يم، دواړه، مسلمان، فقيه، د علم خاوندان او د فضايلو درلودونکي دي؛ خو ځينې کوچنی يا غټې تېروتنې يې کړي، که څه د ابن تيميه تېروتنې د اشعري تر تېروتنو خورا سترې دي. شپږدېرشمه بېلګه: د خپلې زمانې ډېری مسلمانان يې تکفير کړي شيخ د خپلو همعصرو مسلمانانو په باب وايي: «او ډېری د دې زمانې وسېدوونکي يوازې هبل، بغوث، يعوق، نسر، لات، عزی او منات د خدايانو په توګه پېژني، که خپله پوهېدنه سمه کړي؛ نو مومي چې د اوسني معبود مقامات دا دي: بشر، ونه، ډبره، شمسان، ادريس، ابو حديده او په څېر يې.» څرګندونه: بې تفسيره؛ ځکه په راوروسته بېلګه کې يې ډېری مسلمانان کافر ګڼلي دي. اوه دېرشمه بېلګه: د ډېری مسلمانانو کفر د قريشي کفارو تر کفره خورا سخت دی شيخ وايي:« د قريشي کفارو شرک، د اوسنيو ډېری مسلمانانو تر شرکه لږ دی.» د شيخ له ليدلوري، په مسلمانانو کې ډېری يې له کفارو سره دي: «نو چې پوه شوې او د ډېری خلکو له باور او عقیدې خبر شوې؛ نو پوهېږي، د دوی کفر او شرک تر هغو مشرکانو چې پېغمبر (ص) ورسره جنګېدلی خورا سخت دی.» زياتوي: «له دې کفارو يو هغه دی، چې د خدای په رالېږل شوي حکم، حکم نه کوي» دا ليدلوری دهغو کسانو اصلي وزله ده، چې واکمن تکفېروي، که څه اوسنيو عالمانو کره کړې ده؛ خو افسوس دا کره کونې سياسي منشأ لري او نه شرعي؛ نو ځکه ځوان دغسې ارزونې نه مني؛ ځکه عالمانو ته وايي: تاسې د حکومتونو وياندان شوي ياست؛ نو که واکمن پر کومې ډلې غوسه شي، تکفېروئ يې، او که له کوم څيز مو منع کړي، له کولو يې ډډه کوئ. که عالمانو له وخته راهيسې د مسلمانانو له تکفير سره مبارزه کړې وای، نو نن به دوی او هم واکمن له دغسې ګواښ سره مخ شوي نه وو، دا خبره ځکه کوم، چې اسلام مو د ژوند په ګردو اړخو واکمن شي البته د اسلام له واکمنېدو مطلب، د کتاب او سنتو له مخې واکمنېدل دي، نه د مذهبي تنګو ليدلوريو له مخې، يا د ځينو عالمانو د ګلچین یا واڼل وشويو ليدلوريو له مخې: دې موخې ته د رسېدو لپاره، بايد د ګردو اسلامي مذاهبو له سره کتنه رامخې کړو، چې يو له بل سره خبرې اترې او تفاهم رامنځ ته شي، همېشني مباحث یا ويينې، زغمناک چلن، پراخ څېړنه او پراخي ډګر ته راوباسو. اته دېرشمه بېلګه: د شيخ له ليدلوري، د تکفير د جواز شرط شيخ وايي: «زه يوازې هغه تکفېروم، چې زما بلنه وررسېدلي وي او دا لار ورته روښانه او غاړه پرې ورخلاصه شوې وي او په اصطلاح حجت پرې ورتمام شوی وي؛ خو د تکبر، کينې او عناد له مخې پر خپلې عقیدې ټينګار کوي؛ لکه ډېری هغه کسان چې نن جګړه ورسره کوو؛ هغوی چې پر شرک او د واجباتو پر نه کولو ټینګار کوي او په عمومي انظار کې کبيره ګناهونه او محرمات کوي.» څرګندونه: سره له دې چې د دعوا له دوو لوريو ځنې يو يې د پېښې ګزارشګر دی او موږ تراوسه د مقابل لوري خبره اورېدلې نه ده؛ خو بې ګناهتوب يې د هغو استدلالونو له ترڅه چې شيخ ترې نقل کړي، ترلاسه کولای شو، که بې ګناهي د ناقصو او نيمګړو دلايلو له ترڅه چې مخالفينو يې وړاندې کړي، زباد شي؛ نو معلومېږي چې دوی له قوي دليله برخمن دي! ځکه هغوی نن کتاب، دولت، پوهنتون، منبر او مبلغ نه لري؛ خو شيخ محمد رحمه الله چې د دوی دلايل وړاندې کړي ترې معلومېږي، چې د اوسني عصر په څېر مسلمانان او مؤمنان وه. د شيخ او د ده د لارويانو د ليدلوري په ځواب کې وايو: هغوی ستاسې دليل نه دی منلی او ورته واضح نه ده؛ ځکه خلکو ته د برهان او دليل رسونې لپاره د ليک يا کتاب په لېږلو بسياينه نه شو کړای؛ ځکه د هغوی په نظر، کوم دليل او برهان چې يوازې ابلاغ يې کافي دی، په پېغمبر (ص) پورې ځانګړی دی چې ټول دعوت يې حق دی؛ خو د پېچليو علومو او ګڼو اجتهاداتو تر راوتو وروسته د عالمانو د بلنې يوازې ابلاغ کافي نه دی، په تېره، دا چې خپلو عالمانو پرله پسې ورته ويلي، چې شيخ محمد مسلمانان تکفير کړي او د دوی وينه تویول يې روا بللې دي او مسلمانان د خپلو عالمانو پر خبرې ډېر ډاډمن دي، تردې چې شيخ محمد ورته له خپل لوري د مسلمانانو له تکفيره انکار وکړي؛ بلکې ملاحظه کوو، ځينې يې لکه ابن سهيم د علمي امانتوالي په اوچته کچه، د شيخ په وسيله د مسلمانانو تکفير روايتوي، چې د دې ليدلوري سموالی تاييدوي، که څه شيخ د ابن سهيم خبرې ستر بهتان (تور) بولي؛ خو د شيخ ادعا خپل مخالفان شکمنوي؛ ځکه تردې وړاندې يې هغو کتابونو ته مراجعه کړې چې د ده په لاس کښل شوي او د ابن سحيم ادعا ورته زباد شوې ده، ولې مسلمانان په دې دليل چې بلنه مو نه مني، تکفېروئ؟ په تېره چې فقهي کتابونه او د ابن تيميه او ابن قيم کتابونه چې عام تکفیر مردود ګڼي – سره له دې چې افراط پکې دی- د هغوی دريځ تاييدوي. بلخوا عالمان په تېره حنابله عالمان او په تېره د نجد عالمان د شيخ له ليدلوريو سره مخالف وه، چې د هغوی پر ضد د شيخ په رديدو کې د دوی د ليدلوريو اوچته علمي کچه او سموالی ترلاسه کولای شو. خدای دې دوی ټول، شیخ او لارويان يې په خپلې لورنې او بښنې کې راونغاړي. تېرو ته پامنيوي، که ترې وپوښتوو، څنګه چې شيخ ادعا کوي، دليل او برهان يې دررسېدلی دی؟ په ځواب کې وايي: د شيخ په شهادت د اسلام ارکان عملي کوو؛ خو له دې سره شيخ او لارويانو يې موږ تکفېر کړي يو او جګړه يې راسره روا بللې ده؛ خو دا چې خپل ټاټوبی پرېږدو او ورشو او ورسره يو ځای د هغو مسلمانانو پر ضد وجنګېږو، چې خدای جګړه ورسره حرامه کړې ده، نو ځکه دا لنډ دليل د دوی له تکفير او ورسره له جګړې کولو بسيا دی او د دغسې ليدلوري د درلودونکي تکفير هم روا نه دی؛ خو جګړه د ښورښ، ظلم يا شوکمارۍ په پار ورسره جايز دی. نهه دېرشمه بېلګه: پر توحيد له اقرار سره سره د مسلمانانو ځان او مال خوندي نه دی د شیخ رحمه الله استدلال عجیبه دی چې وايي: «پر توحيد د کفارو اقرار د دوی د وينې او مال د خونديتوب نه لاملېږي.»
څرګندونه: د دې فرض په منلو که «دهريان» او د قيامت او نبوت منکران هم که په شهادتنيو اقرار وکړي، که څه په خوله وي، د منافقانو په څېر، ځان او مال به يې محترم وي؛ ولې شيخ او لارويان يې رحمهم الله پر شهادتينو د مسلمانانو په اقرار او پر پينځګونو ارکانو عملي کولو يې قانع نه وه او د دې ګردو مواردو په منلو يې هم ځان او مال خوندي او په امان کې نه و.
شيخ عجيبه تناقضې خبرې کوي، ځکه کله د کفارو په شمېر کې اغراق کوي او وايي: « شرک يې په وخت کې ځمکه ډکه کړې ده.» او کله وايي: «د اسلامي امت ډېری، د سم دين لارويان دي.»
څلوېښتمه بېلګه: د ناپوهو مسلمانانو تکفير د ناپوهو مسلمانانو تکفير چې کفر ډولې خبرې وکړي. د شيخ ليدلوری دا دی:«څوک چې کفري خبره وکړي، که څه پر مانا يې نه پوهېږي، يا وانګېري چې خبره يې د کفر لامل نه ده، کافر دی.» او د خپلې مدعا زباد ته د تبوک منافقانو په داستان استدلال کوي! سره له دې چې استدلال پرې ناسم دی! ځکه په دې داستان کې منافقان پوهېدل چې په خپله خبره پر خدای او پېغمبر (ص) ملنډې وهي او عذر يې دروغ و، چې بحث يې تېر شو. د خبرې نچوړ په عمومي توګه د شيخ په مسلک کې او تقريباً د شيخ د دعوت په طرفداره عالمانو کې تکفير او غلو شته. زما په ګومان څوک چې په دې اړه په انصاف قضاوت کوي تېرې بېلګې ورته کافي دي. تکفير يا د «اسماء او احکام» مساله، تر ۹۵ سلنې څخه ډېره د شيخ او د هغه د لارويانو پر کلام واکمنه ده او يوازې د کلام ډېره لږه برخه يې چې له پينځه سلنې څخه نه اوړي، د دې مسلک پر خلاف ده، چې شيخ او لارويانو يې د ځان د آرامۍ د شېبو او يا د سياسي او داسې نورو موخو لپاره ويلې ده؛ نو ځکه څوک چې سياسي انګېزه لري، دا ډېره لږه برخه د تکفېروونکي د غندنې لپاره کارولای شي؛ خو د ديني علومو شاګرد بايد د يو مسلک يا فکر عمومي لوری او طرف وپېژني او لږو ته د غالب جامې ور وانه غوندي يا اپوټه؛ بلکې لږ تر لږه دواړه وجهې نقل کړي، بيا نظر ښکاره کړی چې کومه خوا اغلب (او برلاسې) او کومه وجه ډېره لږه ده، په دې توګه لازم بولم دا لږه برخه، چې له پينځه سلنې ځنې نه اوړي، د بحث په دوام کې ياده کړم چې په دې څېړنې کې علمي امانت وساتل شي؛ ځکه شاهد يم د شيخ پلويان يوازې له ډېرې لږې برخې او مخالفان يې يوازې له ډېری برخې يادونه کوي، خو د دواړو برخو څرګندونه او د هرې برخې د سلنې يادونه به څېړنه ښه پوره او د انصاف په تول برابره کړي. شيخ او د تکفير انکار د ټولو تېرو مطالبو له شتون سره سره شيخ رحمه الله په ډېری مواردو کې د تکفير له توره انکار کړې او ځان يې له دې توره سپين کړی دی او وايي: «خو څه چې دښمنان راپورې تړي، چې زه د ګومان له مخې تکفير کړم، يا هغه جاهل او ناپوه تکفېروم، چې غاړه پرې خلاصه شوې، يو ستر تور دی، چې دوی يې زما پر ضد د خدای او رسول الله (ص) له دين څخه د خلکو د کرکجنولو لپاره مطرح کوي.» څرګندونه: ان سره له دې چې شيخ ځان له تکفيره سپینوي، همدا عبارت، د هغه پر ضد ضمني تکفير دی چې د تکفير په اړه د شيخ ليدلوری مردود بولي! ځکه څوک چې د خدای له دين څخه د خلکو د ډارولو، کرکجنولو او متنفرولو هوډ لري، د شيخ او د اسلام د نورو عالمانو د مسلک له مخې کافر دی . که شيخ له ځان څخه د دفاع پر وخت، د تکفير تور پر وړاندې ټينګار هم پرې وکړي، نو څه وخت د تکفير له توره سپين دی؟ آيا شيخ ټکر خورې خبرې کړي دي؟ شيخ په داسې حال کې په ځینو مواردو کې (د تکفير له توره) انکار کړې چې ډېری يې په فتواوو کې شته. ښايي د دې مواردو د نه منلو علت، له خپلې ليدلوري پر شا کېدلو ګيجي يا سياسي مانور وي، چې څو مورده يې دا دي: ۱- نوموړی د څلورګونو مذاهبو د کتابونو له باطل ګڼل انکار کوي سره له دې چې په بل ځای کې يې، دوی عين شرک ياد کړي دي. ۲- له دې خبرې انکار کوي چې ويلي يې دي، خلک له شپږ سوه سپوږميز کال راهيسې پر کوم څيز پابند نه ول ، که څه دا يې په ډاګه نه دي ويلي؛ خو د نجد و حجاز د ډېری مسلمانانو د تورونو په باب يې چې کوم عبارت کارولی، د درېيو يا څلورو پېړيو خبره شوې او کله له ځينو عباراتو يو يا دوو نورو پېړيو ته د تکفېر غځونه پوهېدل کېږي. په هر حال لازم نه دي په تکفير کې غلو يوازې له مخکې عبارته زباد شي، که څه همدا عبارت د مدعا زباد ته کافي دی. په اصطلاح د غاړه کۍ درلودو لپاره همدا بس دی چې يو څه دې پر غاړه وي. ۳- د خپل اجتهاد له ادعا او د تقليد له پرېښوو يې انکار کړې دی . سره له دې، چې هيڅوک هم په تېرو يادو شويو چارو کې، پر ده وړاندې شوي نه دي. ۴- انکار کوي چې ويلي يې دي، د عالمانو اختلاف سپېره دی . ۵- انکار کوي، چې په صالحانو توسل د تکفير لاملېږي . ۶- انکار کوي چې بوصيري يې د «يا اکرم الخلق» ويلو په دليل تکفير کړی دی ، په داسې حال کې چې شيخ يو داسې وګړی تکفير کړی، چې د بوصيري تر وينا په لږ څيز معتقد و. ۷- انکار کوي، چې ويلي يې دي، که وس يې درلود، د رسول الله (ص) مرقد مبارک يې نړاوه او د کعبې د ناوې پر ځای يې لرګينه ناوه ايښووه. که څه په مدينه او بقيع کې يې د کړنو داستان مشهور دی. ۸- د پېغمبر د قبر د زيارت له حرام ګڼلو انکار کوي . ۹- انکار کوي چې د مور وپلار زيات حرام بولي . ۱۰- انکار کوي، چې څوک پر خدای قسم وخوري، تکفېروي يې . ۱۱- انکار کوي، چې ابن فارض يې تکفير کړی دی . ۱۲- د ابن عربي له تکفېرولو يې انکار کړی دی ، سره له دې چې په نورو ځايونو کې د ده کفر د فرعون تر کفره سخت ګڼلی، بلکې څوک چې دا او ډله يې تکفير نه کړي، هم تکفير کړی دی . ۱۳ – د خيرات د نښو له سېځولو څخه انکار کوي؛ خو چې کله مکې ته ورننوتل، ويې سېځلې . ۱۴ – د خوشبويه بوټو د بوستان له سېځلو انکار کوي . خو چې مکې ته ورننوتل اور يې ور واچو؛ ځکه په نظر يې خلک يې شرک ته ورکاږل . ۱۵- بې له خپلو لارويانو، د نورو خلکو له تکفېرولو انکار کوي ، که څه پر دې موضوع يې تصريح او څرګندونه نه ده کړې؛ خو دا مانا يې ويلې او د زباد دلايل يې تېر شول. ۱۶- انکار کوي چې د خپلې زمانې د مسلمانانو تېر دودونه يې باطل ګڼلي ، سره له دې که دوی له قيامته منکر وو او د محمد بن عبدالله د دين او د عمرو بن لحی د دين ترمنځ يې توپير نه کاوه، کافر وه او د اسلام پېغمبر (ص) د کفر پر وخت شوي ودونه سم وګڼل. ۱۷- له مسلمانانو سره د جګړې له پيلولو انکار کوي او وايي: زه يوازې د ځان او د نورو احترام وړ مواردو دفاع ته، په دې پار «چې بدي، بايد په څېر بدۍ يې ځواب شي» او هم له هغه سره چې د رسول دين وکنځي، جګړه کوم ، خو دا جمله يې، مخکېني مطالب خنثی کوي؛ ځکه شيخ خپل مسلک د رسول دين او د کفر له اړخ د نورو مسلمانانو مذهب د عمرو بن لحي او د قريشي کفارو تر دين څخه خورا سخت بولي. ۱۸ – وايي: هغوی چې د عبدالقادر او بدوي د قبورو پر مخ بوت نمانځي، د دوی د ناپوهۍ په دليل يې تکفير کړي نه دي؛ خو په نورو مواردو کې، چا چې تر دې لږه کړنه کړې، تکفير کړی يې دی. همداراز ناپوهي (جهل) د تکفير مانع (خنډ) نه بولي او په خپلو اثارو کې يې د دې مانع ابطال ته توضيح ورکړې ده . ۱۹- وايي: هر څوک چې د دوی خوا ته هجرت ونه کړي، نه يې تکفېروي . خو د ځينو شرايطو په وضع يې خپله ادعا نفې کړې، لکه چې ويلې يې دي: څوک چې د خپل دين د ښکاره کولو وس ولري! او د قدرت په تعريف کې يې هم شروط ښوولي لکه: د خپل ښار اوسېدونکی تکفير کړي او ده ته ازار و نه رسېږي! چې له دې شروطو سره يې خپله هماغه خبره تکرار کړې ده؛ ځکه کوم ښار چې وګړی پکې دغسې کړه وړه کړای شي، مانا يې دا ده، چې ښاريان ټول وهابيان وي! ځکه پوهېږو شيخ معتقد دی چې دين دغسې او هاغسې دی او ديندار ته داسې شروط يادوي، چې له شرعي پلوه سم نه دي او بې له لارويانو يې څوک ورسره موافق نه دي. په پايله کې، چې کله يې لاروی دا دين په خپل ښار کې تبليغولای شي؛ نو پردې مانا ده چې پر خپل تېر کفر اعتراف کړای شي، څنګه يې چې د مکې او مدينې له عالمانو سره وکړل او چې کله يې لاروی د خپل ښار اوسېدوونکی چې له دعوت مخکې پکې وسېده تکفير کړي او څه زيان ورو نه رسوي، پر دې مانا ده، چې دا ښار، د نژدې ټبر د لس تنيز پوځي ټولي هرکلي ته چمتو دی، چې خلکو ته عقیدتي زده کړې ورکړي، د مسلمانان بيت المال ته زکات راټول او د سرونو خريلو امر وکړي . ۲۰ – شيخ وايي: «څوک چې مخالفان تکفير نه کړي او ورسره ونه جنګېږي، نه يې تکفېروم.» ؛ خو ليکنې يې د دې خلاف زبادوي. شيخ څو ځلې ويلي دي: د کفارو په کفر کې شکمن کافر دی او له نظره يې د خپلې زمانې د مسلمانانو کفر د قريشي کفارو تر کفره خورا سخت دی. ۲۱- وايي: بې نمانځه نه تکفېروي؛ خو نن يې لارويان دوی تکفيروي؛ خو دا له مودو راهيسې يوه اختلافي مساله وه. په دې باب حنبليان تر ټولو سختګيره دي. ۲۲- وايي: څوک چې ورسره يو ځای نشي، نه يې تکفېروي . مخکې وويل شو، چې د نورو نه تکفير ته يې شرايط، د شيخ د نظرياتو نه منل، له مخالفانو د کرکې اظهارول او دوی په مشرکانو يادول دي . ۲۳- وايي: کوم ناپوه (جاهل) چې پر کفر او شرک عمل کوي، تر غاړې خلاصونې پورې يې نه تکفېروي. البته کړنې يې د کفارو کړنې بولي . خو په نورو ځايونو کې څرګندوي چې استادان يې او د استادانو يې استادان او د دوی استادان، د عمر بن لحي دين د پېغمبر تر د ين څخه غوره بولي او هم وايي: د حجاز ډېری اوسېدوونکي له قيامته منکر دي او حنبلي عالمان يې په نامه تکفير کړي او د دوی په څېر موارد، چې په ډاګه يې وګړی پکې تکفیر کړي؛ نو ځکه، د وينا تاييد يې ستونزمن دی. ۲۴- وايي: [د مسلمانانو په تکفير کې] په نږه اسلام ايمان ترې نفې کوم! چې له شرک او بدعت سره ورګډ شوی نه دی؛ خو هغه اسلام چې ضد يې کفر دی ترې نه نفې کوم . ملاحظه مو کړل چې شيخ په خپلو ليکنو کې ځينې هغه ډلې غندلي چې د کفر درلودل یې له دين څخه د وتو لامل ګرځي او په دوو دلايلو يې د قريشي مشرکانو شرک زموږ د زمانې د مشرکانو تر شرکه خورا کمزوری بللی دی. ۲۵ – شيخ عبدالرحمن بن حسن رحمه الله څرګندوي، که د شيخ محمد ياران له قبرونو راووځي، هرومرو راسره جنګېږي! وايي: «که داعيه ميشتې راباندې برلاس شي، هرومرو جګړه راسره کوي.» او دا يو ستر شهادت دی، چې زبادوي شيخ په تکفير او جګړې کې غلو کړې؛ ځکه که د عبدالرحمن بن حسن رحمه الله د زمانې خلک د تکفير او جګړې وړ وو ،د شيخ د مسلک له مخې، سره له دې چې دوی هم په تکفير او قتال (وژنه) کې افراطي وو؛ نو د پاتې مسلمانانو پر حال دې افسوس وي، په تېره چې عبدالرحمن بن حسن پر حق ټينګ ولاړ و، داسې چې کله يې له فيصل بن ترکي وغوښتل يو سرتیری یې په «حوش» کې مجازات کړي؛ خو په بازار کې يې د ده له کوړو وهلو مخنيوی وکړ، عبدالرحمن بن حسن ترې جلا شو او فيصل په بازار کې تر کوړې وهلو وروسته عبدالرحمن بن حسن له «حوطه» راستون کړ. نو په داسې حال کې چې د ده د زمانې وضعيت دغسې و او پردې باور دی چې شيخ محمد به يې تکفير او جګړه ورسره مباح کړي؛ نو د پاتې مسلمانانو پرحال دې افسوس وي! دا راښيي چې شيخ محمد رحمه الله او لارويان يې په ډېره لږه پلمه مسلمانان تکفيرول او جګړه يې ورسره کوله. د خبرې نچوړ د شيخ د کتابونو او ليکونو د پراخې انتقادي لوستنې پر ترڅ کې مې د ده په ليد لوريو کې سخت تناقضات او ټکر خوري ومونده. ځکه نوموړی له ښکاره مواردو انکار کوي او نور تورنوي چې دروغ راباندې وايي. بلکې مومو، ډېری څېزونه چې ځان ترې سپينوي، په کتابونو کې يې شته او دا يې د مخالفانو د قوت نښه او د سرچينو يې ډاډمنتوب دی. دا واقعيت د دې ښودونکی دی چې شيخ رحمه الله يا هېرزړی او فراموش کاره و يا يې سياسي انګېزه درلوده، يا هغوی چې په وروستيو لسېزو کې يې د ده کتابونه چاپ کړي، محلي [هېوادني] وهابيانو دروغ ورپورې تړلي دي. سره له دې پوهېږو، په کومو مواردو کې چې ځان له تکفيره سپېنوي، دا ځايونه هم پټ تکفير رانغاړي، لکه چې په لومړي څپرکي اشاره ورته وشوه. ستونزه دلته ده، که د شيخ کومه خبره راواخلې، چې منځلاري پکې مراعات شوې؛ نو د شيخ مخالف لس خبرې يې راوړای شي چې غلو پکې شوې ده او که ترې وغواړې چې حسن ظن او نېګ ګومان ولره او د شيخ منځلارې او معتدلې فتواوې ومنه – سره له دې چې د ده د تکفير په فتواوو کې ډېرې لږې دي – وبه وايي: موږ صريح، څرګند او متواتر (پرله پسې) کلام او خبره منو او ډېره لږه او استثنايي خبره پرېږده. په پايله کې په تکفير کې به د غلو ليدلوری بريالی شي او دا د هغه چا سزا ده، چې د شیخ په قضاوت راضي شوی، نه شرعي نصوصو.
د تکفيري بهير غځېدا
د شيخ شاګردانو او لارويان رحمهم الله و سامحهم په لټه کې شول چې د تکفير لار وغځوي؛ نو ځکه څوک چې په ظاهر کې له خپلو ښاريانو سره موافق و، که څه په خطايې باوري و او شيخ يې هم ښه ايسېده، تکفير کړل همداراز د قحطان او عجمان ټبرونه، حايل ميشتي او چا چې د شيخ د بلنې له سيمې دباندې ښارونو ته سفر کاوه او ددې ښارونو اوسېدوونکي يې مسلمانان ګڼل، تکفير کړل. وهابيت نه يوازې ابن عربي او ابن فارض تکفير کړل؛ بلکې مکه او مدينه ميشتي، عثماني دولت او هغوی چې دا ډلې يې تکفېر نه کړې هم تکفېر کړل. همداراز، اباضيه او ډېری اسلامي ډلې يې تکفير کړې او د ښځينه زده کړو او عصري ژوند يانې مدرن ژوند د نښو او مظاهرو پر ضد یې افراطي ليدلوري وړاندې کړل. دا بهير په دوو برخو ويشو: لومړی: د شیخ د ښوونځي ليدلوری، د ده د تکفيري دود په تاييد کې. دويم: د نويو راپيدا شويو مسايلو په باب افراطي ليدلوری، چې څرګندې يې مدرنه (عصري) زده کړه ده. لومړۍ برخه: د شيخ له توندۍ څخه د وروستنيو وهابيانو لاروي. ۱- شيخ سليمان بن عبدالله بن محمد رحمه الله چې په ښکاره د خپل ښار د اوسېدونکیو (لکه حجاز، يمن يا شام) له عمل سره موافق وي، که څه په باطن کې يې وهابيت ښه ايسي او د خپلو ښاريانو دښمن وي، تکفير کړی دی . ۲- محمد بن عبدالعزيز، هغه چې له هغو ښارونو دباندې سفر وکړي چې د شيخ بلنه يې منلې، په تېره چې د نورو ښارونو د اوسېدونکيو پر مسلمانۍ معتقد وي، تکفير کړی دی . ۳- شيخ عبدالطيف بن عبدالرحمن رحمه الله ابن عربي او ابن فارض تکفير کړي او د دوی کفر يې د ځمکې پر مخ د ټولو کفارو تر کفره سخت ګنلی دی . ۴- وهابيت ځکه مکه او مدينه د کفر سيمې ګڼلي، چې د اسلام له منلو يې ډډه کړې ده . ۵- شيخ عبدالله بن عبدالرحمن بابطين رحمه الله عثماني دولت تکفير کړی، وايي: «څوک يې چې تکفير نه کړي، کافر دی! او د «لا اله الا الله» پر مانا پوهېږي او څوک چې مرسته ورسره وکړي، ښکاره مرتد دی.» ۶- ابن سحمان د قحطان ټبر په دې ليدل تکفير کړی، چې د خپل ټبر دودونو ته يې غاړه ايښې ده . ۷- ابن سحمان د عجمان ټبر په دې دليل تکفير کړی، چې د خپل ټبر دودونو ته يې غاړه ايښې ده . ۸ – حايل ميشتي تکفير شول او ورسره جهاد، خورا غوره جهاد ګڼل شوی دی . ۹- عبدالله بن عبدالمطلب رحمه الله اباضيه تکفير کړي دي . ۱۰ – د شيخ زامنو او حمد بن ناصر چې خدای دې پر دې ټولو ولورېږي او ترې تېر شي او تېروتنې دې يې د دوی د کړنو په ثواب وبښي او پر موږ او دوی دې ولورېږي – چا چې دعوت منلی وي او ادعا وکړي، چې پلار يې له نړۍ مسلمان تللی دی، تکفير کړی او ويلي يې دي: «بايد نوموړی توبې ايستو ته اړ کړو او توبه يې ونه کړه، غاړه يې پرې شي! او مال به يې د «فئ» په نامه د مسلمانانو په ملک کې وګڼل شي . او که فرضي حج يې کړی وي بايد اعاده يې کړي يعنې حج بيا وکړي؛ ځکه حج يې د دعوت له منلو وړاندې او د شرک په عصر کې کړی، په داسې حال کې چې د حج د سموالي يو شرط، اسلام دی. » ۱۱- د جهميه تکفير او پر دې ادعا یې اجماع چې دوی زنديق او مرتد دي البته ځينې وهابي عالمان دا ليدلوری لري، په دې پوهېدنې سره چې دوی اشاعره په جهميه و کې شمېري. د دعوت منځلاري عالمان وايي: علماء د دوی په تکفير کې اختلاف لري او پر اسلام يې حکم کول اجماعي نه دي، دا ليدلوری دهغو کسانو له ليدلوري څخه چې پر کفر يې د اجماع مدعيان دي، خورا منځلاری دی. ۱۲- شيخ عبدالله بن محمد سره له دې چې له منځلاريو عالمانو ګڼل کېږي؛ خو هغه يې تکفير کړی چې وهابيت او د خوارجو په نامې يادوي . دا ليدلوری له تکفير سره بدعتي توب يو شان ګڼي، چې جايز نه دی؛ نو ځکه حضرت علي او د ده طرفداره اصحابو؛ خوارج تکفير نه کړل، سره له دې چې خوارجو دوی تکفير کړل او شيخ هم وايي: «د هغه تکفير جايز نه دی، چې موږ تکفير کړي.» ۱۳- د شيخ عبدالطيف بن عبدالرحمن له ليدلوري، په جهميه عالمانو پسې د احمد نمونځ کول د دوی پر کفر څرګند دليل دی او دا يو عجیبه استدلال دی چې پوهېدنه يې راته ستونزمنه ده. ۱۴- څوک چې د جګړې پر مهال پر «لا اله الا الله» اقرار وکړي وژل کېږي او له دښمن سره به د اسامه بن زيد د چلن پرخلاف، له جګړې ډډه ونه شي؛ ځکه د ده دښمن تر جګړې مخکې پر «لا اله الا الله» اقرار نه کاوه؛ خو د وهابيت مخالفينو مخکې پرې اقرار کاوه! . ۱۵- د هغه تکفير چې د بلنې پيغام وررسېدلی؛ خو مسلمان شوی نه دی . ۱۶- د هغه تکفير چې مکه ميشتي تکفیر نه کړي . ۱۷- د اشاعره و تکفير، په دې پار چې د شهادتينو پر مانا نه پوهېږي . ۱۸- د معتزله و تکفير . ۱۹- عبدالله بن شيخ، خوارج له اسلام څخه د وتو په دليل تکفير کړي دي . ۲۰- عبدالله بن شيخ د زکات نه ورکونکی له اسلام څخه د وتو په دليل تکفير کړي دي . ۲۱- د مکې، مدينې، مصر، شام، يمن، عراق، نجران، حضر موت، موصل د وسېدوونکيو او کُردانو تکفير . ۲۲- شيخ ابن حميد رحمه الله وايي: ډېر خلک د اسلام له دين څخه اوړېدلي او له بوتپالو، د شريعت له دښمنانو، ملحدينو، نصاراوو او رافضيانو سره يې دوستي ده او دا چې په کليوالو، ښارونو او بانډيڅيانو کې ارتداد عموم شوی؛ خو هغوی چې عقاید يې په توحيد کې سم او ټينګ شوې وي . ۲۳- کوم مسلمان چې کفار، مشرکان، يهود او نصارا يې ښه ايسې او د دوی شرک رد نه کړي او کړه وړه يې ښه وبولي، يا يې په کفر کې شکمن شي؛ نو کافر دي، که څه توحيد يې منلی وي او د اسلام ظاهري احکام عملي کوي . ۲۴- وروسته شيخ بن حميد کفارو ته د ورته والي ډولونه او ډډه لګول پرې يادوي، له دې په اغوستن کې ورته والی، ليده کاته يې، په نرمۍ خبرې ورسره کول، د دوی ښکلاوو ته سترګې نيول، نژدې ورسره کېناستل، کارونو ته يې په چوپړ کې کول، ډلې ته يې ورتلل او په ښه خوی ورسره چلېدل، که څه ناڅيزه وي او هم ورين تندی ورکول، عام عزت يې کول او ورسره سينګارول، په سيمه کې يې ورسره وسېدل او ورته ناڅيزه لېوالتیا ، دا خو لا څه چې ناسته پاسته او خواړه ورسره وخوړل شي، نرمې خبرې ورسره وشي او نژدې ورسره کېناستل شي . ۲۵- ورپسې زياتوي: «چې کله دې پورته مطالب وموندل؛ نو له اسلام څخه به د دې زمانې د خلکو کږلېچ او ارتداد درته څرګند شي. څوک چې د دوی عزت وکړي يا يې وستايي يا معاشرت ورسره وکړي يا خپله کرکه ترې ونه ښيي، همدا يې د ارتداد نښه ده! او د کتاب، سنتو او د امت د اجماع په حکم چې د دوی مقتدا ده، مرتد دی.» ۲۹- خپله خبره غځوي: «سوداګرۍ ته د مشرکانو ښارونو ته سفر او ورتلل حرام دي؛ خو دا چې مسلمان له دومره ځواکه برخمن وي، چې خپل دين، د دوی تکفير، د دوی د دين نيمګړتياوې، د دوی د دين ردول او د دوی له دين څخه خپله کرکه ورته څرګنده کړای شي. همداراز د مشرکانو په تړاو کينه او دښمني ښکاره کړای شي او سلام پرې وانه چوي او که په لار کې ورسره مخ شي، دوی پر نرۍ لار تلو ته اړ کړي او ورڅرګنده کړي چې کافران دي او دا يې غليم دی او له دښمنۍ يې خبر دی! که دا شرط عملي نشي؛ نو دين يې اظهار کړی دی . او نمونځ کول، له دوی ځنې څنډې ته کېدنه او ذبيحه يې نه خوړل، د دين ښکاره کول او اظهار نه دی . ۲۷- کوم کسان چې د کفارو خدمتکاران په خپلو کورونو، دفاترو او بوختياوو کې ګوماري، په دې چار ډېری فرايض پرېږدي او پر ډېری محرماتو اخته کېږي، يوازې په خوله شهادتين وايي؛ نو ځکه دوی کافر مرتد دي او څوک يې چې په ارتداد کې شکمن شي، دين نه پېژني او ګټوره پوهه (علم نافع) يې بوی کړې نه ده او د کتاب، سنتو او د امت د اسلافو په اجماع، له کفارو دغسې ګټنه حرامه ده . څرګندونه: په وهابيت کې د دې غلو او بې ساری توندۍ له شتون سره سره، ډېری عالمان او سمونپالي سيد قطب، مودودي، اخوان المسلمين او حزب التحرير د تکفير او سخت ګېرۍ لامل بولي! سمه ده، چې دوی له سياسي اړخ افراط کوي؛ خو غلو يې په سياسي، عقيدتي، فقهي، فرهنګي او ټولنيزو اړخونو او زمينو کې د وهابيانو افراط ته نه ورسي. په تېرو مطالبو کې تر سوچ او غوره وروسته، قضاوت وکړئ ايا «القاعدې» او جهادي خوځښتونو ته کومه تونده خبره پاتېږي، چې وهابيانو نه وي ويلي؟ بلکې اپوټه يې سمه ده؛ ځکه القاعده او جهادي خوځښتونه د وهابيت پردې ګردو تونديو قايل نه دي؛ ځکه خبر نه يم، چې دوی د مسلمانانو سيمه د کفر و اسلام په دوو سیمو ويشلې وي؛ بلکې د دوی د پيدا کېدو مهم علتونه دا دي چې معتقد دي کفارو د مسلمانانو پر ټاټوبيو تېری کړی او دا باور يې د هېوادونو د اوسېدوونکيو پر مسلمانۍ ټينګار او د تکفير مخه يې واکمنو ته ور اړولې ده. په داسې حال کې چې وهابيت خپل مخالفان، که واکمن وي يا ولس تکفېروي او د خپل امير اطاعت پر ګردو مسلمانانو واجب بولي – لکه چې د مکې او مدينې عالمانو په زوره يو پرېکړه ليک صادر کړ، او دا د دوی يوازې او يوازې له ځانګړو ځانګړتياوو ځنې ده ـ خو پام مو وي چې دين سياسي لوبڅه یا بازیچه نه ده. نو ښکاره ده چې په وهابي عالمانو کې داسې کسان شته چې په تکفير او وينې تويولو کې يې ليدلوری، په اسلامي نړۍ کې د القاعدې او جهادي خوځښتونو تر ليدلوري خورا توند او افراطي دی. نو اصلي موخه د مسلمانانو تکفير او جګړه ده. د هرې ډلې افراط سخت غندم؛ خو وجدان او مزاج مې اجازه نه راکوي پر هغوی سختي وشي چې شمېر يې لږ او تکفير يې کمزوری دی او هغوی هېر شي، چې شمېر يې ډېر، تکفير يې خورا سخت، مخينه او سابقه يې اوږده او لارويان يې ډېر دي. بايد د پوهې او علم موخه، يوازې حقيقت ته وررسېدل وي او هډو حقيقت چاته زيان نه ور رسوي، خو هغه چې حقيقت ناليدلی وګڼي. دويمه برخه: د نوې زده کړې په اړه د وروستنيو یا متاخرو وهابيانو د ليدلوريو بېلګې
په دې برخه کې به په مدرنو (عصري) چارو او مشهور ترينې يې چې نوې ښوونې دي، د وهابيانو فتواوې وويل شي؛ خو مخکې ترې خپل نظر مې پر نويو ښوونو د دوی د بريد په باب څرګندوم:
زما په ګومان له نويو ښوونو يې ډار د افراطي وهابيانو د ګټنې وړ شرعي علومو سره يې تزاهم، راغونډېدل او ډېرۍ کېدل دي که نه يو مسلمان هم د شرعي علومو د پراختيا مخالف نه دی؛ بلکې د مسلمانانو اندېښمني دا ده، چې په افراطيتوب د دين څېره ناوړه پيکه شي او نامه پرې شرعي علم کېږدي. په هر حال د نويو ښوونو په هکله د وهابيانو د ليدلوريو بېلګې يادوم او په ځينو چارو کې د راګېرېدو د مخنيوي لپاره، له نامو اخستو يې ډډه کوم، ځکه په دې بېلګو کې ډېرې توند ليدلورې شته او موخه د نظر کره کونه ده نه د وګړيو او اشخاصو، د ځينو يې د نويو ښوونو په باب ليدلوری دغسې دی. ۱- د پوهنې وزارت چې له عربي هېوادونو په مدارسو کې د ښوونې لپاره کوم ښوونکي رابللي، ملحد او زنديق دي. ۲- پر ټاکليو وګړيو يې د کفر ټاپې ووهلې، له دې ځنې د دکترا عالمان د فوز شيبې په نامې يې تکفير کړل، چې الحاد او زنديقتوب ته ستر بلونکي دي . ۳- کوم ښوونکي چې له عربي هېوادونو، هېواد [عربستان] ته راځي، د شيخ محمد بن عبدالوهاب د «لا اله الا الله» کرلې ونه له بيخه راوباسي . ۴- دا ونه (توحيد) به له دې ښارونو محوه شي . ۵- دا ښوونکي، د فرنګي بچیان او د هغوي بندګان دي چې نمونځ او نور اسلامي شعاير نه پر ځای کوي . ۶- څوک چې ګاونډي هېوادونو ته د سوداګرۍ يا نورو چارو لپاره ولاړ شي، بايد مهجور او ګوښه شي، چې توبه وکاږي . ۷ – کوم هېوادوال چې د شرک له سيمو او ښارونو هېواد ته راځي د جمعې تر نمانځه وروسته دې له جامو سره په اوبو کې ورډوب شي، چې د مشرکانو هېوادونو ته له ورتلو ډډه وکړي . ۸- د دوی په فتواوو کې او د ناشرعي علومو زده کړه لکه انځورګري، هغه کسبونه او حرفې چې په شرعيت کې يې نامې اخستل شوې نه دي؛ ورزش او بوختياې، حرامې ګڼل شوي دي. ۹- د حقوقو او طبيعي علومو زده کړه او عکاسي حرامه ده . ۱۰- عصري ښوونه حرامه ده . ۱۱- د نجونو زده کړه حرامه ده . ۱۲- نوي علوم د الحاد ستنې دي . د مقالې ليکوال په توضيح کې يې انځور ګري، ورزش، بوختياوې او هغه کسبونه او حرفې چې په شريعت کې يې نامې اخستل شوې نه دي، اشاره کړې ده . ۱۳- د ښځو په ښوونه به، د دوی ښکلا، بې سترۍ، پنډۍ، ورنونو، سر او سينې بربنډولو ته او همدغسې فاحشه خانو، سينما، نڅا او چټياتو ته لاره چاره هواره شي . ۱۴- ټولو مسلمانانو ته نصيحت کوي، چې هسې نه خپل زوي يا لور دې مدارسو ته چې ظاهر يې لورنه او باطن يې بلا، فتنه، کړاو او پای يې بې ستري او فجور دی ولېږي . ۱۵- د نجونو د مدارسو پرانستنه، ستر کړاو دی . ۱۶- د نجونو د پوهنې رئيس له دې هوډه کرکه اعلانول، چې نجونو ته رياضي، هندسه اوجغرافييا ورزده کوي . ۱۷- د دې اعلانول چې د ښځينه و د زده کړو مناديان او بلونکي د فرنګ زامن دي . ۱۸- دوی شر خوښي، خير دښمني او د کفر لارويان دي او مجوسيان يې ځان ته بېلګه کړي ، هڅه کوي له نجونو د جنسي ګټنې په پار دوی له کورونو راوباسي . ۱۹- څوک چې غيرت، نارينتوب او دين نه لري، په دې ښوونځييو کې زده کړې ته غاړه ږدي او غالب يې د فسق وفجور بلونکي دي . ۲۰- دې ښاريانو ځانونه کفارو او فرنګيانو ته ورته کړي لکه له مېلو چړچو، ګرځېدنې او تلويزيونه ګټنه . ۲۱- د فوټبال لوبه يې طلابو او نورو ته په دې پار حرامه کړې چې له لويديځ نه د مسلمانانو ټولنې ته راغلې او د راشدينو خلفاوو او مسلمانو پاچايانو په زمانو کې نه وه او دا لوبه يې د خدای له غليمانو سره د ورته والي يوه بېلګه ګڼلې ، چې يوازې کمعقلان يې کوي او له کفارو سره د دې لوبې د ورته والی وجه دا ده، چې د دروازو د غشيو په لګولو کې د امريکايانو د لوبې له ځانګړنو سره، اړخ لګوي! نو پايله يې اخستې، چې د دې لوبې کول په دې پار چې له کفارو سره ورته والی دی، حرامه کړې ده او بيا يې دا حديث «څوک چې له يوه قوم سره، ورته شي، د دې قوم برخه شمېرلېږي.» رانقل کړی او دا کړنه په بديو او جوارۍ کې شمېرلی او د دې «بندېدل يې غوښتي دي. دوي د فوټبال د حرامېدو علت پکې يو ډول خوښي ګڼلې؛ حال دا خدای وايي: «پر ځمکه پر خوښۍ مه ځئ.» او د چټي بوختياوو يوه برخه ده ، بېلاريتوب او تر شطرنج بدتر دی . او څوک چې په شطرنج لوبه کوي فاسق دی . ۲۲- تلويزيون، د بلا او شر وزله او د هر ډول رذالت او چټياتو دودوونکی دی، څوک چې له شيطانه ګټنه روا بولي ، شيطان، د ځاني غوښتنو لاروي، بېلارې او د نورو بېلارې کوونکی دی . ۲۳- د غنا په تحريم کې يې دومره مبالغه کړې، چې د چمبې غږ اورېدل خو لا څه چې د پطنوس غږ يې هم حرام کړی دی . ۲۴- د دخايناتو په تحريم کې يې مبالغه کړې، تردې چې شراب يې بللي ، او د شرابو په څېر يې نشه کوونکي شمېرلي او فتوا يې ورکړې، چې د دخايناتو کاروونکي دې د شرابي په څېر اتيا کوړې وهل شي . ۲۵- د عکاسۍ او انځورګرۍ هر ډول؛ که سيوری ولري يا نه، په تحريم کې يې افراط کړی او د شرک اصل يې ګڼلی دی . ۲۶- د پوليسو د جامو اغوستل يې هم حرام کړي؛ ځکه په ګومان يې له کفارو سره ورته والی دی؛ [او د خدای رسول (ص) ويلي دي:] «څوک چې ځان له قوم سره ورته کړي، د دې قوم برخه شمېرلېږي» او دا جامې د مشرکانو فرنګيانو جامو ته ورته دي؛ نو ځکه اغوستن يې حرام دي . ۲۷- همدا راز خولۍ پر سرول، کفارو ته ورته والی او حرام دي . ۲۸- پرتوګ اغوستل حرام دي . ۲۹- څوک چې دا ټولې جامې ولري، له فرنګي نارينه و سره يې توپير نشته . ۳۰- دا جامې دهغو کسانو دسیسه ده، چې د اسلام پر ضد د ټګمارۍ نیت لري . ۳۱- ساتنه يې د کفر او شرک د شعايرو د درناوي په څېر ده . ۳۲- همداراز پر ځمکه پښه وهل او پوځي سلام حرام دی ؛ ځکه د خره او غاترې د پښې وهلو په څېر دی؛ چې کله وننګېږي يو خوځنده يې پر پښو حرکت کوي؛ نو پښې وهي، په همدې پار په دې باب له دوو جنسونو سره ورته والی شته . ۳۳- د ځينو نارينه و چک چکې وهل خورا بد رنګ منکرات دي دا د لوط قوم کړنې دي، چې له لامله يې هلاک شول او د خدای له دښمنانو سره د د تشبه او ورته والی برخه ده . «او څوک چې ځان له يوه قوم سره ورته کړي، د هماغه قوم برخه شمېرلېږي» ۳۴- چک چکې وهل د ښځينه و له ځانګړنو ده او «د خدای استازي له ښځو سره ورته نارينه لعن کړی دی.» ۳۵- چک چکې وهل د ښځ صفتي یا ښځونک يوه نښه ده . څرګندونه: دا د شيخ محمد رحمه الله په ښوونځي کې د روزل شويو معاصرو عالمانو د فتواوو بېلګې دي، چې په مباح او بلکې د اړينو چارو په تحريم کې يې غلو څرګنده ده؛ خو مهمه پوښتنه دا ده، چې ولې د هېواد په سياسي او روزنيزو مقرراتو کې، د هېوادوالو د مصالحو په پار دا احتياط او سخت ګېرۍ ناليدلي ګڼي؛ خو په مقرراتو، خطبو او فتواوو کې د مسلمانانو تکفير دوام لري او پای نه مومي، يا لږ تر لږه څوک چې د [هېواد] د دننني فکري جوړښت له سره کتنه غواړي (يعنې کره يې کړي)، اجازه نه ورکول کېږي؟ او ولې له فوټبال يا د نجونو له زده کړو سره د علماوو مخالفت سرغړونه او تخلف شمېرلېږي، خو د مسلمانانو په تکفير کې په دوی پسې تلل ټولمنلی او مقبول اجتهاد پېژندل شوی او همداراز د افراطي وګړيو درناوی کېږي او ډېر ځل يو څوک بل افراطي ته غلو ور ډالۍ کوي. د وهابيانو خپلمنځي تکفير د مسلمانانو په تکفير کې د شيخ د سخت نيونې له پايلو ځنې دا دي، چې له مرګ يې د ډېرې لنډې مودې تر تېرېدو وروسته، لارويانو يې د يو بل په تکفېرولو پسې مټې رابډوهلې او ځينو يې د ځينو نورو مېرمنې اسېرانې کړې . چې له خورا مشهورو او پرېمانه بېلګو يې دوه يادوو: لومړۍ بېلګه: شيخ عبداللطيف بن عبدالرحمن د فتواوو په ورکولو امير عبدالله بن فيصل په دې پار چې له عثماني دولته يې مرسته غوښتې «کافر» وباله او کرکه يې ترې څرګنده کړه! خو چې امير پر رياض لاسبری شو، شيخ عبداللطيف بيعت ورسره وکړ او فتوا يې ورکړه، چې بيا يې اسلام راوړی او «اسلام تېر ګناهونه بښي!» او اعلان يې کړه: د نوموړي د تکفير جواز ورته زباد شوی نه دی . تردې وړاندې يې سعود بن فيصل او لښکر يې له کفارو څخه د مرستې غوښتنې په پار تکفير کړی و ؛ خو تر بريا وروسته يې، اړ کړای شوی و چې حکم وکړي، نوموړی مسلمان دی او بيعت ورسره وکړي! او دغسې خندنۍ نندارې يې وکړې. يو ځل د بل پر ضد جهاد او تکفير يې واجبېږي؛ خو وروسته ورسره بيعت واجب او د بل پر ضد رکاب کې يې جهاد واجبېږي. د دې ناسم دود پايله دا ده، چې هره ورځ ځينو عالمانو د بل د کفر و ايمان د تاييد فتوا ورکوله؛ ځکه خلک له دې اصطلاح سره روږدي شوي وو. په پايله کې د عالمانو له چلند پوهېدنه وشوه، چې دوی وايي: چې د چا پر ضد مو جګړه وکړه، د دې ښودونکې ده، چې نوموړی مشرک مرتد دی، چې کفر يې د فرعون او ابليس کفر دی! او هغه چې په ملتيا يې د نورو پرضد جګړه کوو، مؤمن دی چې ايمان يې د انبيا او صديقينو ايمان دی او د ځمکې پر مخ د خدای پاچا دی. دويمه بېلګه: د ملک عبدالعزيز رحمه الله ملاتړ کوونکي او د فيصل الدويش ډله يو بل تکفېروي
که څه د دويش او لارويانو يې په تېروتنه کې شکمن نه يم؛ خو هيڅکله يې تېروتنه داسې کفر نه و چې له دين څخه د وتو لامل شي؛ بلکې دوی مسلمانان وو، چې د مسلمان واکمن پر ضد پاڅېدلي وو او د فقهاوو له ليدلوري «بغې» د دې کړنې نامه ده. خو د ملک عبدالعزيز رحمه الله ملاتړ کوونکیو عالمانو «پر دوی د تکفير او ارتداد حکم وکړ.» يو شمېر عالمانو له دې ځنې؛ محمد بن عبداللطيف، محمد بن ابراهيم، سلمان بن سحمان صالح بن عبدالعزيز او ټولو عارضو عالمانو په فتواو ورکولو ټينګار وکړ چې «د دوی په کفر او ارتداد کې شک نشته!» او پر ارتداد يې ستر دليل دا و، چې ادعا يې کړې وه، دوی په زور د ابن سعود د حکومت ته غاړه ايښې، که نه په واقع کې د تُرک ښاريان دي.
ملک عبدالعزيز رحمه الله بې له دې چې عالمان مسلمانان تکفير کړي ترې خوښ و؛ نو ځکه دوی په خپلې فتوا دا ډله يوازې د باغيانو په نامې غندلای شوه او د باغي حکم تکفير نه دی؛ بلکې شرعاً بايد جګړه ورسره وشي، چې حق او ټولنې ته راستانه شي او نن يې د عالمانو په اجماع مرتد نه بولو؛ بلکې د واکمن پرضد ښورښګران يې بولو. ټولې ليکنې چې د دويش، جهميانو او په څېر يې له انقلاب او پاڅونه بحث کوي، وايي چې دوی د «ولي امر» يا چارواکي پر ضد پآڅېدلي او د ګردو فقهاوو له ليدلوري د دې کړنې نامه «بغې» (سرغړاندي) ده نه کفر او ارتداد.
د وهابيت اوسنی وضعيت د خليج تر دويمې جګړې (د کويټ آزادۍ) وروسته وهابيت په څلورو دښمنو ډولونو ويشل شوی، چې يو بل په بديو يادوي، تردې چې مساله د کتابونو او مقالو ليکلو ته وتلې او ترمنځ يې سخته مبارزه روانه ده؛ بلکې په ځینو ځايونو کې، فزيکي او لاس په لاس جګړې يې هم کړي او که د دنيوي مجازاتو ډار نه وای، بيخي به يو بل وژلي وو. د غُلاتو له ليدلوري تکفير او بدعتي توب څه توپير سره نه لري؛ ځکه دواړه ځانګړنې د تلمېشتي اور لامل دی. په وهابيت ښوونځی کې د منځلارېتوب د پيدايښت بېلګې مخکې مو ياد کړل چې انصاف ايجابوي د وهابيت بل مخ هم تر پاملرنې لاندې ونيول شي، که څه هم ناڅيزه وي. په څو تېرو مخونو کې مو منځلاري ليدلوري وشمېرل، خو افسوس ډېر ناڅېزه او په عين حال کې مبهم او ټکرې خوري دي. خو ځينې وهابيان چې په پلازمېنه کې وسي، د درعيه تر نيوو او د زياتو معلوماتو ترلاسه کولو وروسته پراخ نظري شوي دي، په دوي کې څرګنده منځلاري وينو، له دې ځنې شيخ عبدالله بن محمد بن عبدالوهاب معتقد دی: «څه چې ټول څېړونکي او عالمان پرې يوه خوله او موافق دي، د خوارجو، رافضيانو، قدريه و او مرحبه و په څېر بدعتيانو نه تکفير دی؛ ځکه تکفير يې په هغو ځايونو کې سم دی، چې وګړی د دين له ضرورياتو ځنې له يوه يې منکر شي يا داسې کړه وړه وکړي، چې د عالمانو په اجماع، کوونکی يې کافر دی.» دا يوه منځلارې فتوا ده، چې د خپل پلار، شيخ محمد او تر ننه د ډېری وهابي عالمانو پر خلاف ده. نوموړي د نبوي سيرت کتاب ليکلی، چې منځلاري يې پکې خپله کړې ده او عمار ياسر يې ستايلی او په جګړو کې يې د حق کچه او معيار ګڼلی او دا يو منځلارې ليدلوری دی چې بې له شيخ ابن باز رحمه الله څخه بل يو وهابي عالم ورسره موافق نه دی. د يادونې وړ ټکی دا دی چې د وهابيانو په دوو علتونو اهل بيت ښه نه ايسي: لومړی: د ابن تيميه او غُلاتو حنبليانو لاروي. دويم: له شيعه و سره يې د پيداښت له پیله له هرې خوا تاريخي دښمني!
څلورم څپرکی
د شيخ دښمنان او مخالفان
لکه چې څنګه شيخ او لارويانو يې پر خپلو مخالفانو ظلم کړی او تکفير کړي يې دي، مخالفينو يې هم، بې له لږ شمېره، د شيخ او لارويانو يې په هکله ظلم کړی او ستر تورونه يې (لکه د نبوت ادعا يا د پېغمبر صلی الله عليه وسلم د مقام راټيټول) پرې لګولي دي.
د شيخ او وهابيت بلنې درې مخالفې ډلې لومړی: د وهابيت تکفيروونکي هغوی چې شيخ او د وهابيت لارويان تکفير کړي، د شيخ په غندنه کې يې افراط کړی، باانصافه وګړيو ته د دې ډلې تېروتنه ښکاره ده؛ نو ځکه، دوی پر هغه دين پابند مسلمانان دي، چې تقليد، مذهبي او سياسي دښمنيو، د شيخ او وهابيانو تکفير ته راښکودلي دي؛ خو څوک چې د تاويل له لامله نور تکفير کړي، کافر نه دی؛ نو هغوی چې وهابيت يا شيخ محمد تکفیر کړي، ناخواسته يې يو کرکجن چار کړی دی؛ ځکه لکه چې څنګه وهابيت په تصوف او تشيع کې د غلو د ځينو مواردو د شتون په باب عذر راوړي، چې د تاويل يا ناپوهۍ (جهل) له لامله ترسره شوی، وهابيت هم له جهل او تاويل خوندي نه دی او همدا وضعيت لري؛ نو ځکه تکفيرول يې روا نه دي. په وهابيت پسې ده انټرنيټ په مټ تورونه لګېدلي، چې «دوی د برتانيا په لاس جوړ شوي خلک دي» او دا ډېره مشهوره شوې خبره هم ده؛ خو دا يو ناسم تور دی. په نيټ کې په يوه برتانوي «مستر همفري» پورې يادداښتونه ورمنسوب شوي او ادعا شوې چې له شيخ سره يې په بصره کې ليدلي او شیخ يې له عثماني دولت سره د مخالفت په انګېزه نجد ته لېږلی و او نور مطالب چې يادونه يې جايز نه بولم؛ خو دا تور، په څو علتونو خوشې خبره او بربنډ دروغ دی چې مهمترين يې دا دي: ۱- شيخ او د آل سعود مشرانو، محمد او زوی يې عبدالعزيز، له شلو ډېر کلونه د رياض، دخنه، منفوحة او درعيه ته د ورنژدې سيمو له خلکو سره جګړې وکړې، که د برتانيا له ملاتړه برخمن و؛ نو دا جګړه په څو ورځو يا په لرې فرض، په څو مياشتو کې پای ته رسېده. ۲- د برتانوي «همفري» يادداښتونه واقعيت نه لري؛ ځکه يو منځلاري شيعه ورور خبر کړم: دا داستان د اماميه شيعه وو يوې مرجع له وهابيت سره د مخالفت په انګېزې او نيت د همفري له خولې جوړ کړی دا سړی پېژنم او د خپلې ادعا زبادلو ته يې شواهد هم راته وويل. که دا ادعا سمه وي، نو راته عجيبه ده، چې ولې د اماميه عالمانو مرجعيت ځان ته اجازه ورکوي، دغسې دروغ جوړ کړي چې نړۍ يې ډکه کړې ده؟ که له هغه شيعه ورور سره مې د راز ساتنې ژمنه نه وای، نو د د واړو نامې مې اخستې. ۳- د شيخ خبرې، کتابونه او ليکونه يې نامتعصب ته جوتوي، په هاغه څه کې صادق او رښتونی و، چې حق به يې ليده او په هيچا پسې نه تله او د خپل مسلک حقانيت زبادولو ته يې له مخالفانو مباهله هم غوښته؛ يو مسلمان هله مباهله غواړي، چې پر خپل ليدلوري متعقد وي او ګرد کتابونه، ليکونه او سيرت يې ښيي، چې نوموړی په خپلې بلنې کې رښتونی و. البته په دعوت کې يې صداقت د تکفير په باب يې د سم کړچار پر مانا نه دی. دويمه ډله: وهابيت بدعت ګڼل هغوی چې وهابيت بدعت بولي؛ خو نه يې تکفېروي او په څه ښه توب او محاسنو هم ورته قايل نه دي؛ خو دا يو تعصبي ليدلوری دی؛ ځکه که څه وهابيت په ځينو مواردو لکه تکفير کې، په دين کې د بدعت لامل شوی؛ خو نبايد ناليدلي وګڼو، چې دوی د جزيرة العرب ډېری ښارونه له ديني ناغېړۍ، بدعتونو او خرافاتو وژغورل دوی يې راويښ او ديني شعاير يې را څرګند کړل او د يوه حکومت د جوړېدو لامل شول چې د جزيرة العرب په ډېرو سيمو کې يې خپاره واره ټبرونه سره راټول کړل او هيڅ منصف منکر نه دی، چې تر يوه بېرغ لاندې د دې قبايلو يووالی، تر بې اتفاقۍ او خپرې ورېدو غوره ده، که څه ځينې يې پر ځينو ظلم وکړي. درېيمه ډله: هغوی چې مني وهابيت رغنده لاس ته راوړنې هم لري داسې کسان هم شته چې د وهابيت سمې چارې او رادبره شوی اغېز يې مني؛ خو په تکفير کې د پراختيا او له مسلمانانو سره د جګړې په پار يې ټپسوروي او پر کړنو يې نيوکه کوي؛ خو نه يې تکفېروي او بدعتيان يې نه بولي. په حقیقت کې دا وروستۍ ډله د بدعتونو او خرافاتو په ردولو کې د وهابيت له دښمنانو او مخالفينو ځنې نه ده؛ نو په پايله کې پر وهابيانو لازمه ده، دا ډله ځان ته ورنژدې کړي، دوی مسلمانان وبولي؛ خو افسوس ډېری وهابيانو دا ډله هم تکفير کړې ده. د وهابيت مخالفت مشهور ترين عالمان ۱- سليمان بن سحيم حنبلي نجدي (۱۱۳۰ – ۱۱۸۱ س) فقيه او د رياض وسېدونکی دی، چې پوره نامه يې «سليمان بن احمد بن سحيم» ده او پلار يې د غنزه له ټبره، فقيه او د شيخ محمد مخالف و. سليمان، حنبلي فقيه، فاضل، ځيرک، څېړونکی او ليکوال و، چې پر رياض د وهابيانو تر لاسبرۍ وروسته، د زبير ښار ګوټي ته ولاړ او همدلته ومړ. شيخ محمد نوموړی پر اکبر کفر، چې له دين څخه د وتو لاملېږي، محکوم کړ! او پرغندنې سربېره يې کنځلی هم دی. ۲- سليمان بن عبدالوهاب تميمي نجدي (۱۲۰۸ س مړ) د شيخ محمد سکنی ورور، تر ده اوچت عالم و، نوموړی حنبلي فقيه او د نجد له قاضيانو او منځلاريو عالمانو څخه و، چې په عيينه کې زيږېدلی او د پلار پر ژوندوني يې په حريملا کې زده کړې کړې دي او د دې ښار قاضي هم و او وهابيانو چې حريملا ونيو، سدير ته ولاړ او په عيينه او داعيه کې يې لارويان درلودل او دوی يې خلکو ته ورلېږل چې د شيخ محمد له ملاتړه لاس واخلي او د چاپېريال سيمو د خلکو له تکفيرولو دې ډډه کوي. او چې دوی به د شيخ محمد لارويانو ته په لاس ورغلل، وژل يې! ځکه معتقد وو، دوی له جنګي ښارونو راغلي دي. په سدير کې يې له دېرشو ډېر کلونه (۱۱۰۷ – ۱۱۹۰ س) له خپل ورور سره مخالفت وغځاوه، وروسته چې د شيخ محمد بلنه د نجد مرکز ته ورپراخه شوه، شيخ سليمان له يوې ډلې سره زلفې ښار ته ولاړ او نژدې شل کاله په داعيه کې پر خپلې عقیدې پاتې شو؛ ځکه د خپل ورور تر مړينې دوه کاله وروسته ومړ او ځينو وهابيانو تبليغات ورپسې کول چې سم نه وو. نوموړی يو ځلاند عالم و، چې علم يې د ځواکمنۍ لامل و، داسې چې چاته يې ورنژدېوالی يا ترې لرېوالی، نه لاملېده چې د خدای د حکم په تړاو دريځ واړوي او څه يې چې حق ګڼل په عملي کولو کې يې پايښتی و که څه د زمري په خوله کې و. شيخ سعود السرحان د دواړو رونو (محمد او سليمان) د اختلاف په اړه يو ښکلی بحث لري او شيخ بسام په خپل کتاب (د نجد عالمان) کې تاييد کړې، چې شيخ سليمان بن عبدالوهاب له شيخ محمد سره په مخالفت کې له خپل مسلکه وانه وړېد؛ خو غږ يې کمزوری و؛ خو له شيخ سره ورورۍ له وژنې وژغوره؛ ځکه د وهابيت مذهب له مخې دا په اکبر کفر کافر و، چې له دينه د وتو لاملېږي؛ ځکه د وهابيت د ادبياتو له مخې يې «د رسول دين کنځه» [چې سزا يې مرګ دی].د «الصواعق الالهيه» په نامې يو کتاب لري چې د خپل ورور د ليدلوريو په رد کې يې ليکلی او د وهابيت پرضد له خورا قوي رديه و کتابونو ځنې دی او د وهابيت مخالفانو هر کلی ترې کړی، په ځلونو په هند، مصر او ترکيه کې چاپ شوی دی. شيخ سليمان نجد او دهغې وضعيت پېژانده او په ټبريز او سيمه ييز تعصب تورن نه دی. ما يې د شيخ محمد په رد کې کتاب لوستی، د شيخ محمد په پرتله، له علمي پلوه قوي او له غوره استدلالي قوته برخمن و، خدای دې ترې راضي وي او پرې دې ولورېږي. ۳- محمد بن عبدالرحمن بن ع فالق حنبلي احسايي (۱۱۰۰ – ۱۱۶۴س)، د احساء له سترو عالمانو ځنې يو فاضل فقيه و، چې په خپلې زمانې کې له اوچتې پوهې برخمن و او د فقهې او ستور پوهنې په باب يې کتابونه ليکلي دي. نوموړي د عيينه امير؛ عثمان بن معمر، چې د ابن عفالق زوم هم و، په يوه ليک کې په قوي استدلالونو، له شيخ محمد ځنې جلا کړ، چې شيخ محمد ته خورا ګران او د اوچت مقام خاوند و. يا لږ تر لږه دا مسئله يو له علتونو ځنې و، چې ابن معمر يې له مرستې لاس واخست؛ شيخ ابن عفالق په اکبر کفر چې له دين څخه د وتو لاملېږي، تورن کړ. ۴- عبدالله المويس (۱۱۷۵ س مړ) په نجد کې د حرمة وسېدونکی، نامه يې عبدالله بن عيسی تميمی، په مويسي مشهور او د نجديانو له سترو شيخانو څخه و. په پيل کې يې د نجد له عالمانو زده کړه وکړه، وروسته شام ته ولاړ او له علامه سفاريني څخه یې چې د شيخ محمد په اعتراف د نجد يو له سترو عالمانو ځنې و زده کړې وکړې. سفاريني هماغه دی چې د شيخ محمد ملاتړی؛ چې عبدالله بن سحيم يې د شيخ له ملاتړه راواړو؛ نو ځکه شيخ محمد پرې غوسه او تکفير يې کړ. شيخ بسام، د شيخ محمد پر ضد د ابن عيسی له رديه وغورچاڼ نقل کړی دی ، چې دا رديه له ښکاره علمي قوته برخمنه ده؛ نو ځکه شیخ محمد، نوموړی تورن کړ چې د خلکو مخه نيسي چې د رسول دين ته ورمات نشي او په اکبر کفر يې تورن کړ او پر شيخ زموږ د نيوکې علت همدا دی، ولې څوک چې موافقه ورسره ونه کړي تکفير او د رسول له دين سره يې په دښمنۍ تورنوي؟ سره له دې چې هيڅوک حق نه لري د رسول دين ته بلنه او تفسير يې په خپله ولکه او انحصار کې کړی او د دې انحصاري حق له مخې خلک تکفير کړي. ۵- عبدالله بن احمد بن سحيم (۱۱۷۵ س مړ) په قصيم کې د مجمعة وسېدونکی؛ حنبلي فقيه او د سدير سيمې د ګردو ښارونو قاضي و. نوموړي له وهابيت سره سخته دښمني نه درلوده؛ خو په تکفیر کې يې له غلو سره مخالف و. ۶- عبدالله بن محمد بن عبداللطيف احسائي، د شيخ محمد له استادانو او د ده د مسلک له سر سخت ترينو مخالفانو ځنې و. ۷- محمد بن عبدالله بن فيروز احسائي (۱۱۲۶ س مړ)؛ د فيروز کورنۍ د شيخ محمد له ټبره د وهبه له تمیميانو ځنې و، ابن فيروز، پلار او نيکه يې ستر حنبلي عالمان وو. نوموړی فوق العاده ځيرک و، تردې چې ويل شوي صحيح بخاري یې له ياده املا کاوه او د خپلو شاګردانو چارو ته يې رسېدګي کوله او د شاوخوا پنځوسو طلابو د چارو سنبالنه يې کوله او د عبدالعزيز بن محمد پر وخت چې وهابيان پر احساء لاسبري شول، بصرې ته ولاړ، چې د بصرې عالمانو او مشرانو يې هرکلی وکړ او دا ورځ د شيخ بسام په تعبير، په یاد پاتې کېدونکي ورځ پاتې شوه او دلته يې د شرعي علومو تدريس ته دوام ورکړ. او ډېر خلک پرې ورمات شول؛ نو ځکه يې د بصرې جومات پراخ کړ او واکمنو او پاچايانو ترې وغوښتل چې د قضاتو او معلمانو رياست ومني، چې ومړ خلکو يې جنازه د زبير تر ښارګي بدرګه کړه او د زبير بن عوام ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو او د نورو اسلامي مذاهبو لارويانو يې هم په وير کې ګډون وکړ. د عثماني سلطان پر وړاندې يې اوچت مقام درلود او تر وسې وسې يې له شيخ محمد سره مخالفت کاوه، مخالفت يې په دې پار اغېزمن و، چې د شرعي علومو په بېلا بېلو حوزو کې د ستر علمي مقام خاوند و او شيخ محمد نوموړی پر اکبر کفر چې له دين څخه د وتو لامل کېږي، محکوم کړ. دې ته په پامنيوي چې شيخ محمد دغسې يو متبحر عالم په اکبر کفر محکوم کړی؛ نو مومو چې په تکفير کې يې غلو کړې ده. ۸- محمد بن علي بن سلوم (۱۱۲۶ س مړ) په «فرضي» ملقب، په سدير کې زيږېدلی او حنبلي فقيه و، چې د وهابيانو له ډاره له خپل استاد ابن فيروز احسائي سره بصرې ته ولاړ. ۹- عثمان بن منصور ناصري (۱۲۸۲ س مړ)، سدير ميشتی، په نجد او اعراق کې يې زده کړې کړي او د جزيرة العرب دننه او دباندې ستايل کېږي. د شيخ محمد پر «کتاب التوحيد» يې يوه شرح ليکلې، چې معلومېږي د شيخ له ټولو ويناوو سره موافق نه و. په پیل کې د سدير قاضي او وروسته د ترکي بن عبدالله او فيصل بن ترکي د واکمنيو پر وخت د حائل قاضي شو. دا موضوع زموږ پر مدعا تاييد دی، چې دويم سعودي دولت وهابي نه و، يا يې د وهابيت له لاروي لاس اخستی و. شيخ عثمان وهابيت له خوارجو ځنې ګڼلی او د دې بلنې د غلو په رد کې يې کتابونه ليکلي دي له دې «جلاء الغمه عن تکفير هذه الامه». په همدې پار وهابي عالمانو له دې ځنې شيخ عبدالرحمن بن حسن او زوی يې عبداللطيف نوموړی تکفير او سخت غندلی دی او وايي: «دا د خدای دين کنځي، پر خدای او استازي يې دروغ وايي د خدای د لارې خنډ شوی دی او د خدای له دين سره دښمني کوي.» دا چلن له پيل څخه تر نن پورې د وهابيت د ظلم بېلګې دي، چې څوک مخالفت ورسره وکړي، نو په دغسې تورونو يې تورنوي! له کينه کښو او په تېره بیا د غاليانو له تیري څخه خدای ته پناه وړو. ۱۰- عثمان بن سند بصري (۱۲۵۰ س مړ)، د بصرې له فقهاوو ځنې دی، په نظر يې وهابيت د نړۍ ګرد مسلمانان تکفېروي. حيران يم ولې داکتر عبدالعزيز عبداللطيف دا وينا د عثمان بن سند له تورنو ځنې ګڼلې ده؟ په داسې حال کې چې دا مسئله د وهابيانو په ځينو ډاډمنو ليکنو کې راغلې، که څه تصريح او څرګندونه يې پرې نه ده کړې، چې بېلګې يې تېرې شوې. ۱۱- محمد بن سلمان کُردي (۱۱۹۴ س مړ)؛ زوکړه يې په شام کې وه او مدينې منورې ته تر راتلو وروسته، شافعيه مفتي شو. د وهابيانو د بلنې مخالف و او د «مسائل واجوبة و ردود علی الخوارج» په نامې يې د شيخ پر ضد ردونه وليکل. د کتاب له نامې يې معلومېږي چې شيخ محمد او لارويان يې په تکفير کې د غلو په پار له خوارجو په لاروی تورن کړي دي؛ خو سپکاوی ورته سم نه دی. بايد پام مو وي که څه وهابيت، مسلمانان د ايماني جزيي ترينو مسايلو په پار تکفېروي چې زیاتره يې نامرجح دي؛ خو ګناهونه کول د تکفير لامل نه بولي؛ نو ځکه دوی په مطلق مانا خوارج نه دي؛ بلکې په ځينو مسايلو کې له خوارجو سره موافق دی. ۱۲- مربد بن ا حمد تميمی (۱۱۷۱ س مړ)؛ د نجد يو ستر عالم دی، چې په نجد وشام کې يې زده کړې کړي او په حريملاء کې قاضي هم و او صنعا ته په سفر کې يې له عزتمن علامه ، محمد امير صنعایي، د «سبل السلام» کتاب ليکوال سره ليده کاته وکړل. صنعاني په يوې قصيدې کې د شيخ محمد بلنه ستايلې وه؛ خو شيخ مربد سره له دې چې خپله يې صنعاني د شيخ له کتابونو سره اشنا کړی و، قانع يې کړ، چې له يادې قصيدې ځان سپين کړي او امير صنعاني چې په دې کتابونو کې د مسلمانانو تکفير لوستی و، د يوې بلې قصيدې په ويلو، تېره قصيده يې نقض او له خپلې لومړۍ ليدلوري راوګرځېد؛ خو وهابيانو هڅه وکړه، چې د دې قصيدې ورمنسوبول ټکني کړي چې مشهورترين يې ابن سحمان دی؛ چې په «تبرئة الامامين الجليلين» کتاب کې يې دا ټکني توب ياد کړی؛ خو قصيده يې مستنده او د صنعاني په دېوان کې شته او بسام، حمد جاسر او نورو يې ورمنسوبېدل تاييد کړي دي. په هر حال وهابيانو پر ۱۱۷۱ س دا فقيه په رغبه ښار ګوټي کې وواژه. ۱۳- سيف بن احمد عتيقي (۱۱۸۹ س مړ) په حرمه کې زيږېدلی او وروسته احساء ته ورغلی او عزتمن فقيه و. ۱۴- صالح بن عبدالله صائغ (۱۱۸۳ س)؛ د عنيزه فقيه او قاضي، د امير صنعاني هغه قصيده يې رد کړه، چې شيخ محمد يې ستايلی و او په صنعاني يې د شيخ د ستاينې له لامله نيوکه وکړه، چې «زيديه» دی. ښايي منظور يې دا وي، چې زيديه مسلک د شته وضع پر ضد د انقلاب لېوالتیا لري؛ خو پام شوی يې نه دی، چې زيديه مسلک له تکفير سره موافق نه دی او څوک چې عادل بولي پر ضد يې پاڅون نه کوي، همداراز د مشروع واکمن او عادل سياستوال پر ضد په پټو سترګو او بې کچې انقلاب معتقد نه دی؛ لکه چې څنګه صنعاني يو مجتهد سني عالم دی؛ خو ناجي او د تشبيه پلوی نه دی؛ موږ ته مهمه ده چې صائغ حنبلي نجدي د شيخ مخالف دی. ۱۵- احمد بن علي بصري قباني؛ د عراق د اهل سنتو له عالمانو ځنې دی چې د محمد بن عبدالوهاب پر ضد يې «فصل الخطاب فی رد ضلالات ابن عبدالوهاب» کتاب ليکلی دی. داکتر عبدالعزيز عبداللطيف وايي چې دا مجلد قطور کتاب دی. ۱۶- عبدالله بن داوود زبيری (۱۲۲۵ س مړ) په زبير ښارګوټي کې يې زوکړه ده او د عراق له اهل سنتو عالمانو ځنې دی. په زبير ښارګوټي او احساء کې يې زده کړې کړي او د وهابيت پر ضد يې الصواعق والردود کتاب ليکلی، چې د عراق، شام او حضرت موت ځینې سني عالمان توند ورسره وچلېدل؛ خو ابن حميد مکي، د «کتاب السبل الوابله علی ضرائح الحنابلة» د کتاب خاوند نوموړی وستايه. ۱۷- علوي بن احمد حداد حضرمي (۱۲۳۲ س مړ)؛ د حضرت موت له سترو اهل سنتو عالمانو ځنې دی، چې د وهابيت په رد کې يې څو کتابونه ليکلي دي. ۱۸- عمر بن قاسم بن محجوب تونسي. ۱۹- محمد بن عبدالله بن کيران مغربي (۱۲۲۷ س مړ) چې د مغرب د فاس له عالمانو څخه و. ۲۰- محمد بن عبدالله بن حميد (۱۲۹۵ س مړ) د مکې مکرمې حنبلي امام، د «السبل الوابلة» د کتاب ليکوال او په مکې کې د حنبلي فقهي مدرس و. ۲۱ عبدالعزيز بن عبدالرحمان بن عروان (۱۱۷۹ س مړ) چې د وشم له عالمانو دی. ۲۲ – حسن بن عمر شطي دمشقي (۱۲۷۴ س مړ)، چې د دمشق له عالمانو او مشهور حنبلي فقيه دی.
پر شيخ د عالمانو څرګند تورونه ۱- د مسلمانانو تکفير: دا قوي ترين، سم ترين، څرګند ترين او دروند ترين تور دی چې د شيخ محمد دښمنان، پر ده او لارويانو يې ورپورې کړی دی. ان له سلفي عالمانو، د شيخ او بلنې يې توند ترين ملاتړي دا تور مني؛ لکه شوکاني چې د وهابيانو په اعتراف، له توحيدي اړخه سلفي دی سره له دې چې د وهابيت بلنې په تړاو متعصب دی، شيخ او لارويان يې ستايلي دي، ناچار اعتراف کوي: «ولې دوي پردې باور دي چې څوک د نجد د مشر واکمني ونه مني او له اوامرو يې اطاعت ونه کړي، له دين څخه وتلی دی.» همداراز منصور حازمي چې سلفي دی ، پر دې سربېره چې شيخ ستايي، په دوو مسالو کې نيوکې پرې کوي: لومړی، د جعلي داستانونو په مازې ښودو، د ټولو خلکو تکفير، دويم، بې دليله د بې ګناهو خلکو د وينې تويونه. همداراز شيخ محمد صديق خان چې يو سلفي عالم دی، اعلان کړه: «اهل حديث له وهابيت څخه بې زاره او کرکجن دي؛ ځکه دوي يوازې په وژنه پېژندل کېږي» له بې پرې عالمانو، چې وهابيت يې د نورو په تکفيرولو تورن کړی، حديثپوه، شيخ انور شاه کشميري دی، پر دې باور دی، چې وهابيت د تکفير حکم په صدور کې په بېړه عمل کوي. په دې باب د وهابيت مخالفان پرېمانه خبرې لري چې دلته د اهل سنتو عالمانو له ويناوو په بېلګې اخستو بسنه کوو، چې د حنبليانو په ليدلوريو يې پيلوو: سني حنبلي شيخ، ابن عفالق د شيخ محمد په باب وايي: «په ناروا يې قسم خوړلی، چې تردې امته د يهودو او مشرکانو حال غوره دی.» څرګندونه: دا موضوع د شيخ په خبرو کې څرګنده ده، چې وايي: زموږ د زمانې د مشرکانو کفر (مطلب يې مخالف مسلمانان دي) په دوو علتونو د قريشي کفارو تر کفره خورا سخت دی، روښانه ده چې د قريشي کفارو کفر تر کتابيانو سخت تر دې؛ نو ولې داکتر عبدالعزيز عبداللطيف په خپل کتاب؛ «دعاوی المناوئين» کې، فاضل شيخ ابن عفالق د دې ليدلوري په پار له دروغجنو ځنې ګڼلی دی؟ په داسې حال کې، چې په دې اړه شيخ محمد څرګندې ويناوې لري، لکه چې د «کشف الشبهات» کتاب په کره کونې کې مو ولوستل. حنبلي سني شيخ، سليمان بن سحيم د شيخ په باب وايي: «څوک چې د شيخ محمد ګردې ويناوې نه مني او پر حقانيت يې شاهدي ور نه کړي، د کفر پرېکونې حکم پرې کوي او څوک يې چې ټولې خبرې مني او تصديق يې کړي، مؤحد يې بولي، که څه فاسق وي.» عثمان بن منصور نجدي، سلفي، حنبلي سني شيخ په دويم سعودي دولت کې د آل سعود قاضي او امر وايي: «خدای نجد؛ بلکې جزيرة العرب په داسې يو تن ګرفتار کړ چې يرغل يې پرې وکړ او د امت عوام او خواص يې د ساختګي داستانونه له مخې، چې شرعي مخونه نه لري، تکفير کړل.» او هم وايي: «خو دې سړي (مطلب يې شيخ محمد دی) خپل اطاعت، د اسلام شپږم رکن کړ.» همداراز شيخ سليمان بن عبدالوهاب د شيخ محمد ورور وايي: ای محمد بن عبدالوهابه! د اسلام ارکان څو دي؟ شيخ: پينځه، خو تا شپږ رکنه کړي دي. چې شپږم يې دا دی: څوک چې درپسې درنشي مسلمان نه دی؛ نو ځکه ستا له نظره دا د اسلام شپږم رکن دی . څرګندونه: د شيخ سليمان کلام د شيخ محمد د چلن لازمه ده، که نه دا خبره يې نه ده کړې؛ خو چې مسلمانۍ ته يې کوم شروط ټاکلي، دا يې پايله ده. زهاوي وايي: «که څوک وپوښتي وهابيت د کوم مذهب لاروی دی او نهايي موخه يې څه ده؟ د دواړو پوښتنو په ځواب کې وايم: د ټولو مسلمانانو تکفير» سره له دې چې دا لنډ ځواب، د وهابيت مذهب څرګند تعريف دی. شيخ احمد زيني دحلان وايي: وهابيان يوازې هغه مؤحد بولي چې مازې د دوی لاروی وي، که نه مشرک يې ګڼي.» سني سيد حداد حضرمي وايي: «که څوک يې دين مني ورته وايي: پر ځان ګواهي ورکړه، چې کافر وې، مور وپلار دې له نړۍ کافر تللي او پلاني عالمان کافران دي؛ نو که چا شهادت ورکړ، ادعا يې مني، که نه وژني يې.» وروسته سيد حداد، د دې بهير د غځونې په پار په نيوکه ورته وايي: «پر شرک د ژونديو له تورنولو نه راضي کېږئ، پښه مو تر دې وراړولې او د لرغونې زمانې مسلمانانو ته مو هم تکفير ورغځولی، داسې چې يو شمېر څېړونکي عالمان په نامه کافر ګڼئ.» سني شيخ، حسن شطي دمشقي وايي: «د وهابيت د بلنې محور د مسلمانانو پر تکفيرولو باندې چورلي.» د شيخ دا مخالفان، ټول اهل سنت دي، که اشاعره وي يا سلفيان؛ لکه: شوکاني، امير صنعاني او عثمان بن منصور – بلکې ځينې يې متعصب ملاتړي دي چې اعتراف کوي: شيخ محمد او لارويان يې د مسلمانانو په تکفير کې، که عالمان وي يا عوام غلو کوي، چې کتابونه يې د دې مدعا سم شاهدان دي. بې له اهل سنتو نورې ډلې؛ لکه: شيعه او اباضيه هم دغسې نظر لري له دې ځنې شيخ محمد جواد مغنيه امامي شيعه دی وايي: «بيخي څوک شکمن نشته، چې له موحد څخه يې مطلب، خپله وهابيان او له مشرک څخه، بې استثنا نور مسلمانان دي.» په دې مسئله کې شوکاني سوچه سلفي عالم چې پر قبرونو د ماڼيو جوړولو په تحريم کې سوچه توحيد ته په بلنې او د بدعتونو په رټنه کې کتابونه لري، خو مسلمانان يې تکفير کړي نه دي او د ځينو په کړنو ټول خلک نه رانغاړي، جاهل او متأول نه تکفېروي – له محمد جواد مغنيه شيعه عالم سره، موافق او يوه خوله دي. څه چې وويل شول، بې له حنبلي غُلاتو، ځينو شيعه غُلاتو او خوارجو چې خپل عقيدتي مخالفان تکفېروي د ټولو عالمانو ليدلوری دی. بل لازمي ټکی دا دی، چې د وهابیت له لارې تکفیر په کمزوري او ځواکمن وضیعت کې ښه زور اخلي او علت يې هم تقيه او سياسي چارې دي، نه زړه ګنۍ عقیده ، انصاف يا ان تناقض او ټکر خوري. دا نظر راته جوت شوی دی. والله اعلم. ډېری وهابيان چل ول کوي؛ لکه چې ځينې يې وايي: «موږ مسلمانان نه تکفېروو او دا يو ناروا تور دی. معاذ الله چې ګنې مسلمانان تکفېروو! بلکې موږ مشرکان او هغوی چې د رسول دين کنځي تکفېروو.» خو دا د چلي انسان خبره ده؛ ځکه د دې خبرې دويمه برخه د هغوی لپاره ده چې دوی نه پېژني. په دې خبرو سياسي تبليغات او تکفير همغږی کوي؛ خو هغه پرې پوهېږي چې د دوی ليکنې په ځيرنه ولولي، چې له مسلمانانو سره يې د اختلاف په رمز او جرړه پوه شي او اختلافي موارد جوت کړي؛ نو هله به پوه شي چې له ليدلوري يې، مخالف مسلمانان مشرکان دي! نو ځکه يو وهابي په پنځوسو قسمونو خوړلو د مسلمانانو تکفير انکارولای شي! خو له مسلمانه يې مطلب د خپل سخت او غلط تعريف له مخې يوازې هغه دی چې دوی د مسلمان کلمه ورته کاروي دا ليدلوری د وهابيانو په کمزوريو کلونو پورې او د دويم سعودي دولت او د نننيو واکمنو ترمنځ په اختلاف پورې اړوند دی، چې دوی د تکفير مسلک د کره کونې لپاره د دولت تر فشار لاندې ونيول شول؛ ځکه دا موقعيت د وهابيت له عمومي بهير سره توپير لري، پردې سربېره چې ځينې يې، د نورو له تکفير سره موافق نه دي؛ خو زموږ خبره د وهابيت د لومړی ميراث او د دوی د لومړنيو کړنو پر سر ده؛ خبره مو د وهابيت پر دودېزو او رایجو ليدلوريو ده، نه يې استثنايي ليدلوري، چې په چل او د فشار او اختلاف تر اغېز لاندې څرګندېږي. ۲- د نبوت ادعا د تور نچوړ دا دی چې «شيخ د حال په ژبه د پېغمبرۍ ادعا کړې، نه د قال په ژبه.» خو دا يو ظالمانه تور دی. که څه انصاف دا دی، چې د شيخ د مخالفانو مطلب دا نه دی، چې په ښکاره يې د نبوت ادعا کړې؛ بلکې له ليدلوري يې دا ځان د پېغمبر او خپل لارويان د اصحابو په توګه ګڼي او پاتې مسلمانان د کفارو په توګه شمېري. ځينې مخالفان دا يو ناروا او ظالمانه تور بولي، که څه دا تور د اکبر کفر او له رسول دين سره د دښمنۍ تر توره، چې شيخ دوی پرې تورنوي، خورا سپک دی، د شيخ محمد پر ضد د نبوت د ادعا تور ويوونکي دا دي: محمد بن عبدالرحمن بن عفالق، احمد القباني، سيد علوي حداد حضرمي، شيخ حسن عمر شطي دمشقي، شيخ احمد زيني دحلان، جميل زهاوي، عبدالقادر اسکندراني، مختار احمد پاشا مؤيد، سمنودي، محمد توفيق، شاعر عبدالرحمن بن عمر احسائي، شيخ يوسف نبهاني او..... د دعوت عالمانو او خورا نامي يې، د دعوت وياندان، سليمان بن سحمان، فوزان سابق او... دا تورر ردوي او په دې اړه يې اوږد بحث کړی دی؛ خو د شبهې او شک زڼي؛ يعنې «د حال په ژبه د نبوت ادعا» ته متوجه شوي نه دي؛ ځکه د شيخ د دښمنانو مطلب، په لنډو او د ورځې په ژبه دا دی چې: شيخ محمد اسلام په خپله ولکه کې کړی، خپل مخالفان مشرک، خپل دين د رسول دين او خپل مخالفان د رسول دي ته کنځونکي شمېري او مدعي دی، څوک چې وهابيت په خوارجو ياد کړي، د خدای دين يې کنځلی دی. متأسفانه دا تور تر يوه بريده سم دی، که څه شيخ تورن شوی نه دی. چې آګاهانه يې دا عمل کړی. د تېروتنو پرېمانه بېلګې يادې شوې چې د شيخ توند لاري، د ځان او د وهابيت مذهب پاکلمني او د مخالفينو تکفير پکې راغلی و. همدا مسئله د شيخ د عقلمنو مخالفانو د سردرګمۍ لامل شوې، نه متعصبو او دوی يې اړ کړي چې ووايي: شيخ ځان د پېغمبر (ص) پر ځای او خپل مخالفان يې قريشي کفار، ګڼلي دي. د دوی له ليدلوري دا چلن «د حال په ژبه د نبوت ادعا» انګېرل شوې ده او بېشکه دا ليدلوری په وينا کې افراط دی؛ خو د تکفير لازمه نه ده چې د مسلمانانو د څرګند تکفير پر خلاف يې وهابيت کوي. ځينې مسلمانان چې پر ځينو تېری کوي کرکه ترې اعلانوم او د دواړو ډلو پر مسلمانۍ معتقد يوو او دوی د ظالم او مظلوم او بريدګر او يرغمل شوي ترمنځ بولو او پردې باور يو چې په هرې ډلې او خوا کې حق و باطل ليدلورې شته، عدالت ايجابوي چې په تکفير کې د وهابيت توندلاري کره کړو او هم پر دوی باندې په تور کې د افراط، د واقعيتونو اپوټه ښودل او ځينې چې بدعتونه او خرافات ترسره کوي، کره کړو. ۳- د خدای پر جسم والي عقیده او له مخلوقاتو سره يې تشبيه په دې باب د شیخ پر ضد د دښمنانو تورونه ناسم دي، نه په دې مانا چې د وهابيانو په ويناوو کې د تشبيه یا د خدای د تجسيم په هکله ناسم مطالب نشته، دا ځکه چې د اکثرو سلفیه وو او په تېره بیا د ابن تیمیه او ابن قيم د لارويانو په کلماتو کې په دې اړه ناسم ليدلوری شته. خو د خدای د صفاتو موضوع د شيخ او مخکېني وهابيت تر پاملرنې او اهتمام لاندې نه وه، پاملرنه يې د توحيد (مسلې) ته وه او ته وا د شيخ همعصرو فقهاوو په دې پار ورپورې کړی، چې د هغې زمانې د عالمانو پر نزد يې رسوا کړي، چې ډېر يې ماترديديه او اشاعره يا اماميه متکلمان وو. د متکلمانو له نظره د خدای د صفاتو موضوع حساسه ده؛ نو ځکه ته وا د دې تور له طرح موخه پر شيخ د ورتپلو تورونو د شمېر زياتونه وه. خو واقعيت دا دی چې د خدای د تشبيه په نظريه کې د شيخ او د ده د لارويانو لیدلوری – که چېرته د دوی په باب په پام کې نيولې شوې تشبيه رښتونې وي –تر ابن تيميه او مخکېني حنبليانو خورا خفيف دی. کله شيخ يو فقهي يا تاريخي مطلب يادوي، چې تقليدي يا عرضي دی چې په دې حال کې نبايد کومه تېروتنه چې مخکې ترې بل چا کړې، پرده ور وشمېرو، په تېره بیا دې ته په پاملرنې سره چې د تجسيم موضوع که څه هم مهمه موضوع ده؛ خو د مخالفانو پر حقوقو د تېري روا کېدو لامل نه ده. د خدای صفاتو ته د شيخ او د وروستنيو وهابيانو د ورپاملرنې علت دا دی، چې دوی د سلفيانو د کتابونو تر اغېز لاندې راغلل، چې پکې د تجسيم او تشبيه پرېمانه شبهات مطرح دي. ۴- د اولياوو له کراماتو څخه انکار شيخ له دې مسئلې منکر نه دی؛ خو د ابن تيميه په تقليد چې په دې باب يې له خپلو همعصرو عالمانو سره اختلاف درلود، نوموړي هم د خپلې زمانې له عالمانو سره د اختلاف لار ونيوه. په دې بحث کې زما ليدلوری د شيخ او ابن تيميه له رای سره موافق دی؛ ځکه صوفيه و او نورو په دې اړه ډېر افراط کړی او په دې موضوع پورې اړوند داستانونه ډاډمن نه دي او د صالحانو په باب له غلو ډډه کول پکې تر هلاکېدو غوره دي. پر وهابي عالمانو نور پرېمانه تورونه هم شته؛ خو ډېری يې ناسم دي يا بحث او څېړنې ته اړتيا لري؛ خو د تکفير او له مسلمانانو سره د جګړې دوه مسئلې چې بېخ يې پر تکفير ولاړ دی او دا دواړه تورنه ټولو منصفانو ته زباد او څرګند دي. خو دا مسئله نبايد لامل شي، چې موږ يې نېکۍ او د ځينو يې اورېدل ناليدلي وګڼو او هم نبايد د درېيمې ډلې اندېښمني او اضطرار چې د وهابيت په ځواکمنۍ، برلاسۍ او اجباري شرايطو کې لکه چې څنګه د مکې او مدينې د عالمانو په پرېکړه ليک کې ملاحظه شوه – د نورو په تکفير مجبور شول- ناليدلي وبولو. د وهابيت د تحولاتو څېړنه او له شته وضعيته يې اغېزمنې او تر فشار لاندې کلونو کې يې د مسلمانانو له تکفېرولو لاس اخستنه يا په باب يې سستي او ناغېړي، بل فرصت او څېړنې ته اړتيا لري. ۵- تړاوونه لومړی تړاو: د شيخ محمد انګېزه د شيخ محمد بن عبدالوهاب په ستاينه يا غندنه کې پر ويل شويو خبرو سربېره، هڅه يې څرګنده ده، په خپله بلنه کې اخلاصمند و، اوسپنېزه اراده يې درلوده، نو که د ښوونځي وارثين يې، د ده ليدلوری له سره ولولي؛ نو هله ادعا کړای شو، چې نوموړی د پرېمانه خير منشأ وه، شيخ محمد رحمه الله قدرت غواړي نه و؛ خو قدرت يې د خپلې بلنې په چوپړ کې کړ، د سيرت له ترڅ نه يې پوهېدلی يم، چې د شيخ په زمانې کې بدعتونو او خرافاتو ټولنه په سر اخستې وه، پر وړاندې يې مبارزې ته پاڅېد، بلنه يې په خورا شوروځوږ پيل کړه او توند غبرګون يې ورسره وښود. همعصره عالمان يې د بدعتونو او خرافاتو په نهې کې ساړه چلېدل او ډېر ځل يې له ځينو اورېدل يا يې د دوی په ليکنو کې لوستل، چې بدعتونه او خرافات يې روا بلل او يا په تاويلاتو غوره او نېک برېښول کېدل، چې دې چارو يې هم پر توند شخصیت اغېز کاوه او کار تردې ځايه ورسېد چې منصفانه د حل لارې او منطقي عذرونه يې نه منل، چې دې مسئلې نوموړی د چټکې پايلې ترلاسه کولو لپاره بېړنيو چارو ته اړ کړ. خپله بلنه يې په شور وځوږ، بې باکۍ، ټينګار، لږې پوهې او ډېرې پرهېزګارۍ مخې ته بوته او چې کله دا دوه ځانګړنې (لږه پوهه او ډېره پرهېزګاري) يو ځای شي، د وګړي پر تدابيرو او فعاليتونو ستر اغېز پرېباسي او په پايله کې، په خپلو غوښتنو کې افراط، سخت ګيرۍ او غلو ته لمن وهي، په تېره چې چارې د سړي په خوښه پرمخ روانې وي. د شيخ محمد د کتابونو له لوستو پوه شوم، چې دومره څېړونکی او دقيق عالم نه و، په تېره په حديث او تاريخ کې يې علمي کمزوري څرګنده ده، چې په دې دوو پوهو د مسلمان عالم ليد بڼه مومي. نو ځکه د شرک او بدعت په غندنه کې، ګردې سخت ګيرۍ کاروي او دې کار ته د سمو او څرګندو نصوصو په اطلاق په کمزوريو نصوصو استناد کوي او سره له دې چې نيت يې سم، عابد او لوړ همتی و؛ خو د څرګندو کيفري احکامو په صدور کې يې، د کمزوريو، ساختګي يا فاسد قياس له مخې افراط کړی دی. نوموړی پر سمو نصوصو، د مسلمان د تکفير او بدعتي توب جوزا، ډېر ورتپي او دېر يې د شرک کلمې ته ورپام دی او د تکفير ضوابط نه مراعاتوي او د خپلو ليدلوريو د زبادولو لپاره، په ناسمو نظرياتو، افراطي او سرسري پوهېدنو (او استبناط) استشهاد کوي، بيا (نظر جلبولو) ته مقلد عوام او خاضع عالمان سره يوځای کوي؛ په پايله کې، ساده زړی لوستونکی چې زیاتره يې لارويان دي، انګېري، چې دا ليدلوری، يوه ستره پوهه ده، چې تېرو عالمانو د دوی امانت خيانت کړی، دوی يې له شرک منع کړي نه دي او خلک ړومبي جاهليت ته ورستانه شوي او په هغې زمانې کې د روژه تي نمونځ کوونکيو او د لات و عزی د نمانځوونکی ترمنځ څه توپير نه و؛ نو ځکه له شيخ سره ملګري شول او نورو ته يې ورشا کړه؛ ځکه شيخ دوی د علماوو او عوامو له اطاعت او مننې په يوې اندازې منع کړي وو. په همدې پار ادعا کوي؛ مسلمان عالمان د بني اسرائيلو د عالمانو په څېر دي، چې بني اسراييلو د الله پر ځای دا عالمان خپل پالوونکي نيولي وو. بيا بانډيڅيان ورپسې شول او د دنيا د مال و مقام د لاس ته راوړو په تمه يې خلک په خپلو تړتړيو ژبو تکفېر او په تورو يې وژل! او د عثماني واکمنۍ کمزورۍ او د نجد د اميرانو بې اتفاقي يې په بريا کې اغېزمنه وه. پردې سربېره قوي ګاونډيانو هم دوی کمزوري وانګېرل؛ ځکه ګومان يې کاوه د پسرلني وريځو په څېر به ژر خپرې ورې شي او يا يې په وچ ډاګ کې را ايسار شوي انقلاب ګاڼه، نو ځکه دوی پر ټول نجد برلاسي شول او ښاريان یې خپلې لاروۍ ته اړ کړل، په پايله کې يې د هېواد د لروبر ټول ښارونه فتحه کړل. خو لازم و چې شيخ او لارويانو يې خپلو موخو ته تر رسېدو وروسته په خپلو تېرو کړنو له سره کتنه وکړي، له افراط ډډه اومنځلاري خپله کړي؛ ځکه موخه يې پلې او خلکو ته حجت او دليل ابلاغ شوی و؛ خو افراط وغځېد، ټولې هڅې د دې فکر خپرولو او د شاوخوا سنګرونو نيولو ته ورټولې شوې او د خپلو مخالفو پوهېدنو، نظرياتو او اجتهاداتو پر ضد يې مټې رابډ وهلې؛ بلکې په خپل فکر وياړنې، د نورو افکارو او پوهېدنو ځپنه او په لر و بر کې د ښارونو فتحې رامخې ته شوې او په مشرک او موحد د مسلمانانو د ويش زمزمې د «حکومت» او «دعوت» پر ويش لانجه رامنځ ته کړه؛ ځکه اصلي وهابيت يعنې هغوی چې په وهابي او سلفي انقلاب او تکفير، مسلمانان شړل – وموندل چې څو چنده هغه خطاوې او تېروتنې چې په پار يې مسلمانان تکفيرول، په خپلو منځونو او د حکومت په دننه کې يې شته، نو ځکه يې دولت تکفير کړ.
راته روښانه ده، چې دولت پر نورو سلفيانو چې شعار يې دا و، ان که پر ملا دې ووهي او مال دې هم واخلي؛ نو بايد دا حکومت ومنې – ډاډ درلود؛ خو پام يې نه و، چې په بېلابېلو پوهېدنو څو سلفيه او څو د وهابيت ډلې ټپلې شته او د انسانانو کمال د عدل او منځلارۍ په خپلولو کې دی. نو ځکه نبايد يوه ډله پر نورو ډلو او مذاهبو حکومت وکړي؛ بلکې بايد مذاهب او سوله غوښتونکې ډلې او بهيرونه په رسميت وپېژندل شي او اقلیت هم نبايد ځان اکثریت وشمېري.
نو ځکه دوو واقعيتونو شتون درلود؛ منونکي سلفيان او انقلابي وهابيان، چې پر سلفيانو د اطاعت او منلو روحيه برلاسې وه او پر وهابيانو انقلابي روحيه؛ خو دواړه په تکفير او د خلکو د حقوقو په نه پېژندو کې يو ګډ ټکي ته رسي. بيا په وخت تېرېدو له وهابيت څخه د «الاخوان» ډله او د «دويش» پلويان راووتل او له سلفيه و څخه د جهميان ډله او ورپسې له دواړو ډلو ځنې د اوسني تاوتريخوالي او تکفير پلويان رادبره شول. دولت په دې وخت کې وموندل چې مسايل پېچلي دي او لکه څرنګه چې درباري وهابيانو ویل چې ټول خير په سلفيه و او وهابيت کې دی، نو خبره داسې نه ده. او هم يې وموندل چې دا ارامي سمه نه ده؛ ځکه که څوک د سلفي تکفير پراختيا او څانګو ته پاملرنه وکړي؛ نو په هر وخت او ځای کې تکفير کړای شي او د مسلمان تکفير ورته د اوبو ګوټ تر تېرولو خورا اسان دی او وهابيت خو تر سلفيه و په تکفير کې خورا ګړندی دی. خو دا تکفيري ډلې له څرګندو تېروتنو سره سره، له سلفي تکفير او انقلابي روحيې په ګټنې مسلمانان شړي. خو د ځينو وهابيانو ليدلوری د پوهې يا ناپوهۍ له مخې دا دی چې مصلحت ايجابوي، د تکفير او انقلاب په باب د شيخ له ډېری مطالبو سترګې پټې کړي او له مسالمت غوښتونکیو ډلو سره د ابن عمر په دريځ «موږ له هغه چا اطاعت کوو چې بريالي شي» چلېږو. نو ځکه د مسالمت غوښتونکیو او تکفير د دوو ډلو ترمنځ د قدرت په سر لانجه شوه، يوې بې ستنېدا وتل غوښتل او بلې بې ستنېدا راننوتل غوښتل، دا سلفي ډله، د تخريبي سلفيه و لاسونه پرانستي پرېږدي او بله سلفي ډله، منونکي سلفيان غوره کوي او دواړه طريقې د تکفير او منفي پالۍ ترمنځ دي. البته د خپلواکۍ غوښتنه، ازادي غوښتنه، رښتينتوب، د پوهې له برلاسۍ څخه پلوي، د خلکو د حقوقو رعايت او غوښتنه يې، د انساني کرامت درناوی، د پوهې غوښتنه او له نړۍ سره د ګټو د ايجاب له مخې اړيکه او له دې ستر دين څخه د سرسري پوهېدنې په اړه د سترګو پټول د منلو وړ دي. خو وژنه، تاوتريخوالی، ظلم، تنګ نظري، د حقوق لتاړل یا تضییع او په دين کې افراط هډو د منلو وړ نه دی. په تېره چې انقلابي وګړي، له عادلانه سياسي مشروعيت څخه برخمن نه دي او حاکميت يې لا ظلم دی چې طالباني بېلګه يې راته څرګنده ده. که سعوديه دولت د ملک عبدالعزيز له وخته د تمدن پر لور په پرمختګ کې د مخکښۍ هوډ کړی نه وای، نن به په جزيرة العرب کې طالباني حکومت بېلګه وه. خو ملک عبدالعزيز چې کومه لار خپله کړه، د جمال عبدالناصر په عصر کې د ارتجاعي نشنلستي لانجو او ورپسې د (امام) خميني په زمان کې د سني وشيعه د شخړو له لامله کم رنګه او تته شوه او په دواړو حالاتو کې، معلومېږي چې د دولت ليدلوری دا دی، چې خارجي مثبت سلفي ته د ور رسېدو لپاره له داخلي منفي پاله سلفي څخه کار واخلي؛ نو ځکه، د دولت کړنه يو سم سياسي تاکتيک او يوه استراتېژيکه شرعي تېروتنه ده. دولت ته څه چې مخکې ترې پټ و، نن ورته ښکاره شو او هغه دا چې ټولنه فرهنګي خبرو اترو ته اړتيا لري ، چې موخه يې يوازې د پوهاوي او پېژندنې ترلاسه کول وي، بې له دې چې وپوښتي څه ګټه ترې اخلو. سمه پېژندنه له چا سره خيانت نه کوی او چې کوم ساعت يې خپه هم کړي؛ خو يو عمر به خوشحال وي، سمه پېژندنه د پراختيا او تمدن بېخبنا، د ثبات پراختيا او د پرمختګ ستراتيژيکه ملاتړې ده؛ نو ځکه پېژندنه پر عقلونو، زړونو او کړنو برلاسي لري. سلفيه، وهابيت او هغه مذاهب چې په ډګر کې نورو ته د شتون او حضور اجازه نه ورکوي، د اګاهۍ په حق کې ظلم روا ګڼي او د منځه وړلو لپاره یې جګړه کوي او خلک یې له ګټې څخه بې برخې کوي؛ نو ځکه مومو، د دوی ښوونې مخکې تردې چې موږ پوهه کړي، افسوس چې زموږ د جهل او ناپوهۍ لاملېږي او اوچت ترينه طبيعي لاس ته راوړنه يې همدا ړوند تاوتريخوالی دی. هيلمن نه يو، افراطي خوځښتونه، چې د مسلمانانو له حقوقو معلومات نه لري، د نامسلمانانو پر حقوق دې پوه وي او هم هيلمن نه يو، دوی چې د خطبو، ويناوو، منابرو، ليکنو او فتواوو له لارې د مسلمانانو د حقوقو د حتمي لتاړلو لپاره عمومي او هر اړخيزې ښوونې وړاندې کوي، د سوله غوښتونکي کافر په هکله دې په عدالت وچلېږي. بېشکه، که څو نورې لسيزې په ناپوهۍ کې د خلکو د ساتنې بهير وغځېږي، ګومان نه کوم چې په راتلونکي کې به له دې ناپوهيو څخه چې پېړۍ پېړۍ يو پر بل سترۍ او ډېرۍ شوي په راولاړې شوې فتوا، جهالت او ناپوهي له منځه يو وړای شي. دويم تړاو: د وهابيت اصطلاح
لومړی: د «وهابيت» اصطلاح د شیخ محمد د غندنې يا ستاېنې لپاره نه ده، که وهابيان يې د مذهب په توګه ومنې؛ نو د غندنې لامل نه دی؛ ځکه کوم مذهب چې پر سمو دلايلو ټينګ شي، نوې نامه يا د خلکو نومونه زيان نه ور رسوي او د مذهب له شروطو دا نه دی، چې د اسلام په لومړيو درېيو پېړيو کې رامنځ ته شوی وي، همدغسې که د کوم بهير يا مذهب، فکري او عملي مبنا پر سستو دلايلو درېدلې وي؛ نو ښه نومونه څه ګټه ورته نه لري، که څه هم پيدايښت يې په لومړۍ پېړۍ کې وي؛ نو ځکه د مذهب په پاتې کېدنه کې مهم عامل، سمښت، پوهه، علم، سوچه ايمان او د بنسټګر يې ښې کړنې دي، نه يې نومونه. تعجب مې له هغو لارويانو څخه دی چې ټينګار کوي د وهابيت اصطلاح يوه نامه ده، چې دښمنانو دې فکري بهير ته ټاکلې او د دې لقب او نومونې په باب بحثونه کوي.
دويم، د دعوت عالمان د وهابيت اصطلاح کارونه جايز بولي او په خپلو کتابونو کې بې له دې چې پر مذهب له تور لګولو وډار شي، يادوې يې؛ بلکې د وهابيت او دعوت په عقايدو کې يې ډېر کتابونه او مقالې ليکلې دي. له هغو عالمانو، چې د «وهابيت» اصطلاح يې کارولې، سليمان بن سحمان او ترې مخکې محمد بن عبداللطيف او ... دي. همداراز د وهابيت ملاتړي لکه: شيخ حامد فقي، محمد رشيد رضا، عبدالله قصيمي، سليمان دخيل، احمد بن حجر ابو طامي، مسعود ندوي، ابراهيم بن عبيد (د «التذکرة» کتاب ليکوال) په خپلو ليکنو کې دا اصطلاح کارولې ده؛ خو له دې سره سره، شيخ حامد فقې رحمه الله هڅه کړې، چا چې په خپلو ويناوو کې دا اصطلاح کارولې په نيت او انګېزه کې يې شکمني رادبره کړې او وړانديز يې کړی چې د «محمديه بلنې» اصطلاح دې ورته وکاروي؛ ځکه شيخ محمد بن عبدالوهاب ته ورمنسوب ده؛ نه يې پلار، عبدالوهاب ته. په راوروسته عالمانو کې، شيخ صالح فوزان د ابي زهره او نورو د ليدلوريو د ردولو لپاره، په دې مسئله کې د حامد فقي لار نېولې ده. خو د فقي او فوزان غوښتنه عجیبه ده چې وايي د وهابيت پر ځای دې «محمديه بلنه» وکاروو؛ ځکه بنسټګر يې «شيخ محمد» دی ؛ ځکه زیاتر مشهور مذاهب د دوی د خاوندانو په نامو نومول شوي نه دي؛ بلکې د دوی د پلرونو يا نېکونو په نامو نومول شوي؛ لکه حنبلي مذهب، حنبل ته ورمنسوب دی او حنبل د احمد نيکه دی؛ ځکه نامه يې، احمد بن محمد بن حنبل دی او شيخ فوزان يا شيخ فقي رحمه الله او د دې دواړو لارويان، د حنبليانو په نومونو نيوکه نه کوي او حنبلي مذهب ته احمدي مذهب نه وايي. همدغسې شافعي مذهب شافع ته ورمنسوب دی، چې د شافعي څلورم نیکه دی؛ ځکه د شافعي نامه محمد بن ادريس بن عباس بن عثمان شافع دی؛ خو شافعي مذهب ته محمدي مذهب نه وايي او يا حنفيه ابوحنفيه ته وررمنسوب دی او حنفيه د مذهب د خاوند نامه نه ده؛ بلکې نامه يې نعمان بن ثابت دی او هم د اشاعره مذهب چې ابوالحسن اشعري ته ورمنسوب دی، اشعر، په جاهليت عصر کې د ټول اشاعره ټبر نيکه دی، چې يو يې ابوالحسن دی؛ نو ځکه يې نامه اشعر بن ادد بن زيد بن يشجب بن عريب بن زيد بن کهلان بن سبا دی. نوموړی د اشاعره ټبر نيکه دی چې د ده او ابوالحسن اشعري (د اشاعري مذهب خاوند) ترمنځ په لس ګونه تنه نيکونه شته. او يا «اباضيه» مذهب، چې عبدالله بن اباض ته ورمنسوب دی او په څېر بېلګې يې، چې تقريباً داسې مذهب نه موندل کېږي، چې د مذهب د خاوند په نامې وي؛ خو ډېر لږ ځايونه لکه مالکي، مالک بن انس ته ورمنسوب، زيديه زيد بن علي ته ورمنسوب او جعفريه، جعفر صادق ته ورمنسوب دی، نو ځکه څوک چې د شيخ پر مذهب د وهابيت اصطلاح اطلاقوي، خبره يې له هغه سره په سموالي کې څه توپير نه لري، چې د احمد بن محمد بن حنبل پر لارويانو د حنابله اصطلاح اطلاقوي. او بيا، لکه شيخ صالح فوزان د «سروريه» اصطلاح، د محمد بن سرور بن نايف زين العابدين لارويانو ته کاروي، نو ولې دوي په «محمديه» نه يادوي! نن د سلفيه لارويان د نورو د سپکاوي لپاره ځينې القاب کاروي، چې يو ناروا چار دی لکه: جاميين، مدخليين، بازيين، البانيين، قطبيين او بنائيين. درېيم تړاو: د شيخ محمد بن عبدالوهاب د همعصرو يو شمېر نامي عالمانو او سمونپالو نامې ۱- حسين بن محمد مغربي صنعاني (۱۱۱۹ س مړ)، د «بدر التمام» کتاب ليکوال چې ابن امير په خپل مشهور کتاب «سبل السلام» کې استناد پرې کړې دی. ۲- حسيني دمشقي (۱۱۲۰ س مړ) د «اسباب ورود الحديث» کتاب ليکوال. ۳- ابو مواهب دمشقي، حنبلي مفتي (۱۱۲۶ س مړ). ۴- تقی الدين حصني دمشقي شافعي (۱۱۲۸ س مړ). ۵- شيخ عبدالله بن سالم بصري (۱۱۳۴ س مړ). ۶- شيخ جامع الازهر، ابراهيم فيومي (۱۱۳۷ س مړ) ۷- محدث احمد بن قاسم بوني تميمی (۱۱۳۹ س مړ) ۸- علي بن مراد عمري، د موصل مفتي (۱۱۴۷ س مړ) ۹- يحيی بن عمر أهدل زبيدي (۱۱۴۷ س مړ) ۱۰- عجلوني کبير، د دمشق له فقهاوو او حديثپوهانو (۱۱۴۸ س مړ) ۱۱- شيخ عبدالغني برهاني، د بيقونيه کتاب شارح (۱۱۵۱ س مړ) ۱۲- الشيخ احمد سملالی مغربی (۱۱۵۲ س مړ) ۱۳- يوسف الحسيني، په حلب کې د حنفيه لارويانو مفتي (۱۱۵۳ س مړ) ۱۴- شيخ عبدالمعطي خليلی، په بيت المقدس کې شافعيه لارويانو مفتي (۱۱۵۴ س مړ) ۱۵- شيخ المجتهد احمد لمطي (۱۱۵۷ س مړ) ۱۶- تهانوي هندي، د اصطلاحات الفنون کتاب ليکوال (۱۱۵۸ س مړ) ۱۷- منصور، حسين بن قاسم يماني (۱۱۶۱ س مړ) ۱۸ – عجلوني محدث، د «کشف الغطا» کتاب ليکوال (۱۱۶۲ س مړ) ۱۹ – شيخ محمد حيات سندي، د مدينې له عالمانو (۱۱۶۳ س مړ) ۲۰- محمد بن عبدالرحمن غزي، د دمشق د شافعيه مذهب د لارويانو مفتي (۱۱۶۳ س مړ) ۲۱- سالم نفراوي (۱۱۶۸ س مړ) ۲۲- ابراهيم ويداني، د نوازل مفتي (۱۱۶۸ س مړ) ۲۳- سليمان منصوري حنفي (۱۱۶۹ س مړ) ۲۴ – حامد العمادي، د دمشقي مفتي او د دمشق د مفتي زوی (۱۱۷۱ س مړ) ۲۵- عبدالله شبراوي، شیخ الازهر (۱۱۷۱ س مړ) ۲۶- اسحاق متوکل بيماني (۱۱۷۳ س مړ) ۲۷- عبدالمنعم قلعي، د مکې مفتي (۱۱۷۴ س مړ) ۲۸- محمد سعيد سنبل شافعي مکي (۱۱۷۵ س مړ) ۲۹- احمد بن عبدالعزیز هلالي (۱۱۷۵ س مړ) ۳۰- شاه ولی الله دهلوي د هند له خورا سترو سمونپالو (۱۱۷۶ س مړ) ۳۱- برزنجي، د مديني د شافعيه لارويانو مفتي (۱۱۷۷ س) ۳۲- عبدالکريم شراباتي، د حلب حديثپوه (۱۱۷۸ س مړ). ۳۳- احمد بن محمد ورزازي د تطوان عالم (۱۱۷۹ س مړ) ۳۴- عبدالرحمن بن ادريس حسني، د مغرب شيخ (۱۱۷۹ س مړ) ۳۵- عبدالمحسن بن اسعد الاسعد، د مدينې مفتي (۱۱۸۳ س مړ) ۳۶- علي بن محمد مرادي، په دمشق کې يو عالم (۱۱۸۳ س) ۳۷- عبدالمحسن بن علي اشيقري، د زبير مفتي (۱۱۸۷ س مړ) ۳۸- حمد بن احمد سفاريني، په اعتقاداتو کې د يوې منظومې ليکوال (۱۱۸۸ س مړ) ۳۹ – احمد بن يوسف الحديث يمانی (۱۱۹۱ س مړ) ۴۰- محمد تافلاتي، په بيت المقدس کې د حنفيه لارويانو مفتي (۱۱۹۱ س مړ) ۴۱- محمد بن سليمان کُردي، په حجاز کې د شافعيه لارويانو مفتي (۱۱۹۴ س مړ) ۴۲- سليمان اهدل، د يمن محدث (۱۱۹۷ س مړ) ۴۳- علي بن محمد سرواني، د مدينې د حنفيه عالمانو رئيس (۱۲۰۰ س مړ) ۴۴- عبدالسلام داغستاني (۱۲۰۱ س مړ) ۴۵- عبدالوهاب احسائي حنبلي (۱۲۰۵ س مړ) ۴۶- زبيدي، د تاج العروس کتاب ليکوال (۱۲۰۵ س مړ) ۴۷- مرادي، د شام مفتي او د سلک الدرر کتاب ليکوال (۱۲۰۶ س مړ) ۴۸- عبدالقادر کوکباني زيدی، محدث او د شوکانی استاد (۱۲۰۷ س مړ) ۴۹- سليمان بن عبدالوهاب، د شيخ محمد عبدالوهاب ورور، د حريملا عالم. ۵۰- عبدالله بن سحيم ندي، د رياض عالم ۵۱- سليمان بن سحيم، د عبدالله بن سحيم ورور. او... مخکې مو د شيخ د ځينو مخالفو عالمانو نامې اخستې وې، چې دلته مو رانه وړې او هم مو د شيخ د همصرو لس ګونو تنو عالمانو نامې وانخستې. د دولسمې پېړۍ د عالمانو د ژوند ليک کتابونه ليکل شوي، چې مشهور يې «سلک الدرر فی تراجم علماء القران الثانی عشر» دی. او دا کتاب د دې ښودونی دی، هاغسې چې ځينې د دعوت د عالمانو او مؤرخانو د ليکنو له مخې انګېري، اسلامي نړۍ په ناپوهۍ کې ورډوبه نه وه، د اکبر شرک دود خو لا څه کوې؛ همداراز عادلانه نه ده، چې د دوی ګردې هڅې ناليدلې وګڼو؛ خو د وهابيت غُلاتو مسلمانان په اکبر شرک تورن کړي دي، ته وا د اسلام رڼا تته شوې وه، تردې چې شيخ بياځلې ولګوله؛ خو دا د واقع خلاف دی، که څه د شيخ ډېری لارويان دغسې انګېري. څلورم تړاو: د شيخ د لیدلوري پرخلاف د ده په ډېره ستاینه کې د هغه د افراطي لارويانو تېروتنه د دې مدعا له دلايلو ځنې دا ده، د هغو څېزونو يوه ستره برخه چې ترسره کول يې شیخ ناروا ګڼلي دي، چې له دې ځنې خورا مشهوره يې د صالحانو په ستاينه کې غلو ده؛ خو د شیخ پلویان خپله د شيخ په ستاينه کې پر همدې غلو اخته شوي دي. شيخ ورته ويلي وو، چې د حق به پابند وسئ او تقليد به نه کوئ خو دوی دا يوه سپارښتنه يې هم ونه منله؛ نو ځکه د شيخ په هکله يې تعصب د شيخ د نهې پر خلاف دی او دا د جاهلي خوبونو يوه بېلګه ګڼلای شو، چې د شيخ په وينا، پېغمبر (ص) ورسره د مبارزې لپاره رالېږل شوی او د قريشي کفارو د حق نه منلو له اساسي عواملو څخه و، نو ځکه بايد اعتراف وکړو چې نن دا خويونه د شيخ په افراطي لارويانو کې ليدل کېږي چې بېلګې يې - په اختصار او تصرف - په لانډې ډول دي. د جاهليت وسېدونکيو د دوو پنځوسو ځانګړنو په باب د شيخ ليدلوری او دهغې کرنه کونه
۱- شيخ وايي: «د هغوی دين – جاهليت ميشتو – په ځينو ستنو ولاړ و، چې مهمترين يې تقليد و! او ټول کفار له لومړي تن څخه نیولي تر آخري پورې یې د خپل دين خورا مهم اصل بولي.»
څرګندونه: زموږ په غلاتو کې د تقليد دود دومره څرګند دی، چې بېلګې يادولو ته اړتيا نه لري، په تېره په عقايدو کې؛ ځکه دوی د عقايدو په باب د عالمانو ليدلوري دقيقاً د شرعي نصوصو پر ځای ږدي، که اوچت يې ترې ونه ګڼي! هر يو يې استدلال ته کافي بولي، چې ووايي: امام احمد ويلي، يا شيخ الاسلام ابن تيميه وايي، يا شيخ محمد بن عبدالوهاب وايي او ته وا په شرعي نص، په دلالت او پرېکوني سند استدلال کوي! خو دا يوه ستره نيمګړتيا ده، چې چا پام ورته نه دی کړی؛ خو ډېر لږو پخوانيو او اوسنيو عالمانو، خو لا څه کوې؛ بلکې پر مقلدينو معترضان هم چې فقهي تقليد نه مني د عقيدتي تقليد په باب چې په اسلامي امت کې تر فقهي تقليده ډېر نابودوونکی دی – خبرې نه کوي سره له دې چې د عقيدتي تقليد ردول تر فقهي تقليده ډېر مهم دي؛ ځکه فقها، ژوند او يو له بل سره تعامل او چلېدل درڅرګندوي؛ خو عقيدتي مقلدين د خپلو عقيدتي مخالفانو د تکفير لپاره له مخکېنيو ليدلوري په ميراث وړي او راتلونکيو ته يې په ميراث پرېږدي. ښايي ابن حزم او مقبلي له هغو لږ وعالمانو ځنې وي، چې عقيدتي تقليد ردوي او په دې باب مقبلي ډېر پياوړی، خورا منځلاری، خبرې يې ډېرې لږې ټکر خورې او د اسلامي مذاهبو د عقايدو په پېژندو کې خورا دقيق او ځيرن دی. ۲- شيخ وايي: «د جاهليت ميشتو له سترو قواعدو ځنې یو دا دي چې د اکثریت په درلودلو سره مغرور دي! او همدا د خپلې مدعا سموالي ته دليل بولي او د نورو د لارې د ناسمۍ زبادولو لپاره، د دوی د پلويانو په کمښت استدلال کوي.» څرګندونه: دا ليدلوری د شيخ په ډېری افراطي مقلدينو او سلفيانو کې د ځواکمنۍ، قدرت درلودو او د خلکو د ډیروالي پر وخت لیدل کېږي؛ خو چې کمزوري احساس کړی او خلک يې لږ وي؛ نو د پرديو د ښه توب چغې وهي! ۳- شيخ وايي: «يو له جاهلي خويونو ځنې، د مخکېنيو په خبرو استدلال کول دي، لکه هغه خبره، چې خدای د فرعون د استدلال طريقه نقلوي؛ «نو د پخوانيو خلکو حال به څنګه و؟» (طه – ۵۱ آيت) څرګندونه: دا ځانګړنه زموږ په غُلاتو کې هم دود ده؛ لکه د ځينو غلاتو سلفيانو وينا چې ځينې تېروتنې يې ور په ګوته کوې او سمه لار ورښيې – وايي: ايا له تېرو عالمانو چا دغسې خبره کړې؛ خو د هغه خبرې ته يې نه پام کېږي چې تېروتنې يې ورته په ګوته کوي او بېلګې يې پرېمانه دي، چې ځينې يې د دې کتاب په مباحثو او د عقايدو په کتابونو کې راغلې دي. ۴- شيخ وايي: « د جاهليت ميشتو له خويونو ځنې، د هغو کسانو په خبره استدلال دی، چې په ګومان يې د پوهېدو ځواک او عمل ورکړای شوی دی.» څرګندونه: د ابن تيميه يو شمېر مقلدان همدغسې دي، چې خپل مخالف ته وايي: «کوچنی يې چې ابن تيميه چې د زکاوت، منطق، فلسفې او دغسې او هاغسې خاوند دی درک کړای شې؟ ۵- شيخ وايي: «د جاهليت ميشتو له خويونو ځنې يو دا دی، چې د يو مسلک د ناسمۍ زبادولو لپاره، د مستضعفانو (بېوزله کړای شويو) په لاروۍ استدلال پرې کوي. څرګندونه: دا يوه کړنه ده، چې نن يې ځينې افراطيان کوي، وايي: يوازې ډېر لږ ناڅيزه خلک، چې علمي سند او مقام نه لري ورپسې درومي، همدا راز که د کوم عالم يا څېړونکې خبره کېږي، بې سرېزې وايي: څوک چې نه پېژني او عالمانو تاييد کړی نه دی! ۶- شيخ وايي : «هغوی د عالمانو او صالحانو په باب غلو کوي.» څرګندونه: په وهابيانو کې د دې ځانګړنې پرېمانه بېلګې شته، که کوم منصف د احمد بن حنبل، ابن تيميه او شيخ محمد په باب د غلاتو کتابونه ولولي، انګېري چې دوی د خارق العاده موجوداتو په باب خبرې اترې کوي، چې د پېريانو، انسانانو او پرښتو له جنسه نه دي سره له دې شاهد يو، کوم غلات چې دا چټيات مني د صالحانو په باب د غلو سخت غندونکي دي. د غلو په باب «کتاب العقائد» وګورئ. ۷- شيخ وايي: «هغوي چې په ځاني غوښتنو او ګومان پسې تللي او د خدای اوامر پرېږدي.» څرګندونه: زموږ ځينې غلات هم، چې شرعي دليل ورته ويل کېږي، وايي: د ابن تيميه يا ابن قيم ليدلوری دغسې او هاغسې دی او عالمان دغسې وايي: که عوام دا خبره کوي، دومره مهمه نه ده؛ خو شاهد يو خورا ستر عالمان له داسې عالمانو لاروي کوي چې د دی علم تر ټولو لږ او تعصب يې تر ټولو ډېر دی. بېشکه د سترو عالمانو په شورا کې، تکړه او لايق عالمان شته، خو غږ يې څوک نه اوري او دوی لارويان دي او د نورو عالمانو په واک کې دي چې له څېړنې، پوهې او انصافه پوټې قدرې هم برخمن نه دي او چې کله خلک خپله مشري ناپوهانو ته ورکړي، د علم ډيوه به مړه شي او دوی به خلک او ځانونه بېلارې کړي. ۸- شيخ وايي: «د جاهليت وسېدوونکيو له خويونو ځنې يو دا دی، چې د خدای د احکامو د لاروۍ په باب پلمې کوي، چې نه پوهېږي او وايي:«دې لار ورکې ډلې، په ملنډو) پېغمبرانو ته وويل: زړونه مو د غفلت په پرده کې دي.» (بقره – ۱۸۸ آيت) څرګندونه: له ځينو غلاتو وهابيانو سره مې په خبرو اترو کې دا ځانګړنه مشاهده کړې، چې وايي: د ناپوهو احمقانو نظر راته مه کوه. ۹- شيخ وايي: «دوی خپلې باطلې کړنې انبياوو ته ورمنسوبوي.» څرګندونه: د وهابيت او سلفيه غُلات هم دا ځانګړنې لري، چې تکفير خدای او استازي ته يې ورمنسوبوي. ۱۰- شيخ وايي: «د جاهليت زمانې د وسېدوونکيو له خويونو ځنې يو دا دی، چې ټکر خورې خبرې کوي، په دې توګه چې د پېغمبر (ص) دين ته د ورمنسوبېدو ادعا لري؛ خو لاروي ترې نه کوي.» څرګندونه: په ځينو غالي وهابيانو کې هم دا ځانګړنه شته، چې کله ورته وويل شي، پېغمبر (ص) دغسې وايي، د دې ليدلوري په رد کې وايي: يو شمېر فقها دغسې وايي او دوی تر موږ ښه حديث پېژندونکي دي! او که د صالحو عالمانو په ليدلوري استدلال وشي، د مالک خبره راوړي، چې يې ويلي: د ټولو وګړيو، ځينې ويناوې يې قبولې او ځينې يې مردودې دي؛ خو د دې قبر د خاوند (پېغمبر)! ۱۱- شيخ وايي: «له جاهلي خويونو ځنې يو دا دی، چې يو شمېر صالحانو ته په دې پار بې احترامي کوي، چې په دوی پورې يو شمېر اړونده کسان ناسمې کړنې کوي.» څرګندونه: د وهابيت ځينې غلات هم دا ځانګړنه لري؛ لکه: صوفيه و ته يې، د دوی د ځينو لارويانو د کړنو په پار بې احترامي او شيعه و ته يې د دوی د ځينو شيعيانو د کړنو په پار بې احترامي؛ بلکې لارويانو ته يې له بې احترامۍ پښه وراړولې او د ځينو شيعيانو د عمل په استناد امام علي او جعفر صادق ته بې احترامي کوي، ان يو غلات سلفيه ادعا کوي؛ علي رياست ته وجنګېد نه ديانت ته! او بل وايي: جعفر صادق يو دروغجن ماسوني دی. موږ هيڅوک له تېروتنې سپين نه بولو، نه حضرت ابوبکر، نه حضرت علي، نه جعفر صادق او نه شافعي؛ بلکې دوی ټول بشر دي او د نورو په څېر تېروتنې لري؛ خو روا نه ده، چې اهل بيت پر يوه باطل چار تورن کړو او شیعه له اهل بيتو د دفاع په پار وشړو. نو ځکه د جبهان د ادعا پر خلاف جعفر صادق، بيخي کذاب ماسوني نه و؛ خو عجیبه دا ده، چې زموږ منځلاريو د دې تورونو په رد کې پوره چوپتيا خپله کړې؛ خو که څوک پر ابن تيميه، بربهاري يا شيخ محمد نيوکه وکړي، په ټينګه او شور ځوږ يې ځوابوي او دا ټکر خور دريځونه دي او د دې نښه ده چې د غبرګونونو تر اغېز لاندې راځوو يا د خلکو له تورنولو ډارېږو؛ خو ځان د پالونکي له توره خوندي ګڼوو. ۱۲- شيخ وايي: «دوی دنيوي ژوند غولولی؛ نو انګېري د خدای ورکړه له دوی څخه د خدای د رضايت نښه ده!» څرګندونه: د وهابيت په ځينو غلاتو کې دا ځانګړنه شته؛ ځکه کله د خپلو مخالفانو پر ضد استدلال کوي، وايي: ایا نه وينې چې خدای په مال ومقام نعمت راکړی دی! او که نور مال و منصب ترلاسه کړي، وايي: خدای دا دنيا ورکړه، چې د قيامت پر ورځ يې د حسرت (افسوس) لامل شي، دا چلن په ټولو غلاتو کې دود دی؛ نو چې شر ور ورسي، وايي: دا يو الهي ازمېښت دی! ځکه «د خدای چې کومه ډله خوښه وي، په کړاو يې اخته کوي» او که دښمن ته يې کوم کړاو ورسي، وايي: «دا يو الهي سزا ده او مخې ته پراته يې تر دې ستر دي.»؛ خو دا ټول پر خدای ناروا تورونه لګول دي؛ ځکه بې له الله هيڅوک د دې کړاو يا هغه نعمت په راز نه پوهېږي. پر مسلمان لازم دي که ښادي ده يا يې مسلمان دښمن ته ورسېده، د يوې لورې په ګټه يا زيان دې پرېکونې پرېکړه نه کوي او ځان دې د خوف (ډار) او رجا (هيله) ترمنځ کړي او هم مسلمان دې په خوف و رجا کې وبولي، که څه له سر سخت ترينو دښمنانو يې وي. ۱۳- شيخ وايي: «د جاهليت لارويان د تکبر له مخې، که تر دوې مخکې، کمزوري د حق پلويان شوې وي، حق نه مني.» څرګندونه: په غلاتو کې د دې خوي د شتون شواهد، په تېرو مباحثو کې وويل شول. ۱۴- شيخ وايي: «د جاهليت ميشتو يوه ځانګړنه دا ده، چې حق د باطل ښودلو لپاره د کمزوريو په ورمخکېتوب استدلال کوي: «او کافرانو، مؤمنانو ته وويل، که د اسلام دين (تر بوتپالنې) غوره وای؛ نو نېستمن به په ايمان کې تر موږ ړومبي نه وای.» (احقاف -۱۱) څرګندونه: په غلاتو کې د دې خصلت د شتون شواهد په تېرو مباحثو کې وويل شول. ۱۵- شيخ وايي: «هغوی له حقه يوازې پر هغه څه پوهېږي چې پر ګټه يې وي.» څرګندونه: زموږ په غلاتو کې دا يوه څرګنده ځانګړنه ده؛ ځکه د دليل پر وړاندې وايي: له خپلو مشرانو مو دا خبره اورېدلې نه ده او په کتابونو او سرچينو کې مو نشته، سره له دې لازم نه دي، چې مشرانو ټولې خبرې راته کړې وي. د همدې ليدلوري له مخې، له وخته راسې غلاتو له ګټورو علومو لکه د «منطق غوراوي» سره مبارزه کړې ده. ۱۶- شيخ وايي: «دوی ان د خپلې ډلې پر وينا عمل نه کوي!» څرګندونه: دا ځانګړنه زموږ په غلاتو کې هم شته ؛ ځکه دوی نه مني چې ابن تيميه، جهميه او رافضيه نه تکفېروي او جايز نه بولي، چې څوک د يوې ډلې په ژغورنې او د بلې ډلې په هلاکت پرېکونې پرېکړه وکړي؛ ځکه دا په خدای پورې ناروا تورونه دي او ځينې يې نه مني، چې يو شمېر ړومبيو حنبليانو ابوحنیفه تکفيراوه او احمد حنبل د پېغمبر (ص) په قبر او منبر تبرک د تکفير لامل نه باله. ۱۷- شيخ وايي: «يو له جاهلي ځانګړنو ځنې دا دی، چې له چا سره حق وي؛ خو دا سړی يې ښه نه ايسي؛ نو حق نه مني.» څرګندونه: زموږ ځينې غلات هم دا خوی لري؛ ځکه که د ده بد ایسېدونکی يوه حق خبره وکړي، نه يې مني؛ خو که همدا خبره يې مينوال وکړي، مني يې، سمه او صواب خبره يې بولي او وجدان يې ارامېږي. ۱۸- شيخ وايي: «يوه بله جاهلي ځانګړنه يې، د هغه څيز انکار دی، چې اعتراف یې کړی دی چې د دوی د دين یوه برخه ده.»
څرګندونه: دا مسئله د دې په څېر ده، چې ځينې غالي وهابيان باوري نه دي، چې د ظلم او تېري غندنه او بې د الله او رسول له کلامه د حجت نشتون، زموږ د دين برخه ده او هم نه مني چې په «علم الحديث» کې د جرح و تعديل له لارې پوهېدای شو، چې زموږ په عقيدتي سرچينو کې، جعلي احاديث شته او په څېر موارد يې. ۱۹- شيخ وايي: «له جاهلي خويونو ځنې يو دا دی چې هره ډله ادعا کوي، چې همدا موږ ژغورنده ډله يو؛ نو خدای دوی دروغجن وګڼل ويې ويل: «ووايه، که رښتوني ياست، دې ادعا ته مو دليل راولئ.» (بقره ۱۱۱ آيت). توضيح: دا څرګنده نه ده، چې زموږ غلات يقيني دي، چې يوازې همدوی ژغورل شوي او نورې اسلامي ډلې چې په دوی پسې نه ور درومي، ابدي هلاکت ته ور رسي؛ خو ځينو يې دا ليدلوری داسې سموي، چې شونې ده نور مسلمانان چې په نظر به يې هلاک شي – په شفاعت له دوزخه ووځي، که څه احتمال يې کمزوری دی! ۲۰- شيخ وايي: «دوی د حلالو احکا مو په حرامولو متعبدين دي!» څرګندونه: غالي وهابيانو پرېمانه حلال، حرام کړي او لکه چې څنګه مخکې وويل شول، ان تحريم يې د نوې ښوونې تحريم ته هم ورغځېد او که په حکومتي زور يې د عملي کولو امر نه وای؛ نو دوی هيچا قانع کولای نشول، که څه څرګند شرعي دلايل یې ورته ويل، نه يې منل ځکه دوی يوازې د خپلې ډلې په وينا قانع کېدل. ۲۱- شيخ وايي: «او هم احبار و رهبان د خدای پر ځای خپل معبود نيسي!» څرګندونه: شيخ محمد دا خبره د خپلو مخالفو فقهاوو د مقلدينو ردولو ته کوله، چې د هغوی په وينا يې د ده حق خبرې په ګومان يې ردولې. سره له دې چې د شيخ خبرې سخت ګېري دي؛ خو شاهد يو، له کوم وضعيته چې شيخ محمد شکايت کاوه، راستون شوی او دا ځل يې لارويانو تقليد خپل کړی او ليدلوري يې له سره نه لولي. ۲۲- شيخ وايي: «له جاهلي صفاتو ځنې يو هم دا دی، چې په الهي تقدير له الهي شريعت سره مبارزه کوي.» څرګندونه: دا ځانګړنه زموږ په غلاتو کې هم شته، وايي: خدای حجاج په عراقيانو لاسبري کړ؛ خو نه وايي: خدای امريکا پر طالبانو برلاسې کړه، دوی په هغو ځايونو کې، چې نورو ته د ور رسېدليو کړاوونو سره موافق دي په الهي تقدير يې استناد وي او په کومو ځايونو کې يې چې دوستان پر کړاوونو اخته شي، الهي تقدير پکې نفې کوي. ۲۳- شيخ وايي: «هغوی مذهبي تعصب لري.» څرګندونه: بېلګې يې په غلاتو وهابيانو کې پرېمانه دي. ۲۴- شيخ وايي: «هغوی خبرې اړوي.» څرګندونه: زموږ په غلاتو کې هم دا ځانګړنه دود ده او د شيعه غلاتو په څېر خبرې اړوي. ۲۵- شيخ وايي: «هغوی پر خپلو مخالفانو باطل لقبونه ږدي.» څرګندونه: په غلاتو کې دا ځانګړنه ښکاره ده، لکه که څوک له امام علي دفاع وکړي او پرې تېري وغندي؛ نو شيعه يا رافضي ورته وايي او چې څوک تجسيم او تشبيه رد کړي، جهمي ورته وايي او څوک چې په تکفير کې د وهابيت طریقه کره کوي؛ نو ارجائي او قبوري ورته وايي. ۲۶- شيخ وايي: «او له جاهلي ځانګړنو ځنې یو يې هم د حق تکذيب دی.» څرګندونه: زموږ غلات هم دا ځانګړنه لري، چې مخالفان هر حق ووايي نه يې مني. ۲۷- شيخ وايي: « له جاهلي ځانګړنو يو هم، په خدای پورې دورغ ويل دي.» څرګندونه: لکه زموږ د غلاتو په څېر، چې په تېر او حال کې وايي: خدای هغوی ستاېلي چې پېغمبر (ص) يې ليدلی او د جنت وعده يې ورکړې ده! سره له دې چې په دوی کې مرتد، منافق او بد چاري شته او په خپل ځای کې مو زباد کړې، چې دا يوه دروغ خبره ده، چې له ناپوهۍ راولاړه شوې او قرآني آيتونه بې ځايه تاويلوي، چې يوازې د مهاجرينو، انصارو او هغو کسانو په فضيلت کې نازل شوي، چې دا حکم يې رانغاړي. وروسته څوک چې نېک عمل وکړي په دې نېک چارۍ د تابعانو په ډله کې شمېرل کېږي. د دې موضوع اوږدې شرح ته وګورئ: الصحبه والصحابه. ۲۸- شيخ وايي: «چې کله هم ماتې وکړي، له پاچايانو (دولتونو) سره يو ځای کېږي، لکه چې قرآن وايي: «آيا موسی او قوم يې پرېږدې چې په دې هېواد کې فساد وکړي.» څرګندونه: دا ځانګړنه زموږ په غلاتو کې هم شته؛ ځکه دوی د خپلو مخالفانو ماتولو لپاره، چې کله يې استدلال کمزوری شي؛ نو ددوی د کتابونو د خپرولو او راوړو او هم يې نورو هېوادونو ته د مخنيوي لپاره، له دولته مرسته غواړي او ډېر ځل د ځينو مخالفينو له منځه وړل غواړي، چې [په خپل ګومان] په هېواد کې د فساد د خپراوي مخه ونيسي او له نوي ځوځاته ملاتړ وکړي. ۲۹- شيخ وايي: «دوی صالحان د واکمن ځواک د دين په منځه وړو تورنوي.» څرګندونه: زموږ د ځينو غلاتو په څېر، چې وايي: څوک چې له سلفيه عقيدې سره مخالفت وکړي، په زړه کې يې له «اولی الامر» ځنې سرغړونه کړې ده؛ خو سلفيه عقيدې سره د مخالفت لازمه، له «اولی الامر» ځنې سرغړاندي نه ده؛ ځکه د ګردو مذاهبو ځينو ډلو له دې ځنې په تېرو کې، حنابله او په تازګۍ وهابيت، له «اولی الامر» ځنې سرغړونه کړې او موږ دا خبره په هېواد (عربستان) کې د تاوتريخوالي او وروستي تکفر تر پيدايښت مخکې کې وه او په دقيقه توګه مو په «العقايد» کتاب (د حنبليانو او سياست په برخه) کې ويلې وه او په هغې زمانې کې هېواد مو يو خورا آرام هېواد و. خو پوهېدم چې په سلفي حنبلي وهابي مسلک کې وژنې له دننه راخوټېږي. ځکه د دې مسلک لارويان له دوی سره د مسلمانانو کوچنی شانته مخالفت، له مسلمانانو سره پر ناسازګارۍ تبليغوي، دا خو لا څه چې په نظر يې مسئله واکمنو او دولتونو د کفر نښه وي. څوک چې د ابوحنيفه او علامه ابن فيروز په څېر کسان تکفېروي؛ لرې نه ده چې پلانی او پلانی هم تکفير کړي. شيخ محمد د جاهليت ميشتو ځينې نورې ځانګړنې په لاندې ډول شمېرلې دي: ۳۰- «صالحان يې په دې اړولو تورن کړي دي.» څرګندونه: دا ځانګړنه د خپلو مخالفانو پر ضد زموږ د غلاتو له رديه و راولاړېږي؛ ځکه په دې ټولو کې يې، دوی د دين په اړولو تورن کړي دي. ۳۱- د ورع او پرهېزګارۍ په پلمه د فرضو پرېښودل.» څرګندونه: لکه زموږ ځینو غلاتو (وهابيانو) د امام علي تاييد، د ظالمانو غندنه او د نورو مسلمانانو ژغورنې ته حکم، د تقوا رعايتولو (او خپلولو) په پلمه پرېښي دي. ۳۲- د ناپاکو خوړو خوړنه تعبد بولي» څرګندونه: شرح يې تېره شوه. ۳۳- «بې پوهې، خلک بېلاريتوب ته بلي» څرګندونه: زموږ په غلاتو کې هم دا ځانګړنه شته؛ لکه تکفير ته بلنه او نور بدعتي ګڼل، سره له دې چې د دواړو مسئلو په کچو او ضوابطو ناپوه دي. نن درباري وهابيان، د تکفير کچې او موانع ښه مراعاتوي؛ ځکه حکومت دغسې يو څيز ترې غواړي؛ خو د الهي بدلې د استحقاق اندازه (او کچه) د نيت په خالص توب پورې اړه لري، پر حکومت لازم دي، د خدای په پار له عالمانو وغواړي، د بدعتي توب ضوابط او کچې مراعات کړي؛ ځکه په عالمانو کې هم غلات شته، او د غلاتو دښمني له هغه سره چې په ګومان يې بدعتي دی، له يهودو او نصاراوو سره تر دښمنۍ ډېره، دوی د بدعتي په غندنه او دښمنۍ کې ډېرې فتواوې صادرې کړې دي. له بدعتي يې مراد هغه کسان دي، چې په دوی (وهابيانو) پسې نه ځي او نن په فتواوو، خبرو اترو، غونډو او د نمانځه په خطبو کې، چې غلات يې تنظيموي، د کفارو حقوق مراعاتېږي او کفارو خپل حقوق ترلاسه کړي؛ خو د مسلمانانو د حقوقو لتاړېدل هماغسې دوام لري. نو پر دولت لازم دي، چې له عالمانو وغواړي، د بدعتي توب ضوابط مراعات کړي او لکه چې څنګه د تکفير په مسئله کې د ناپوهۍ (جهل) او تاويل خنډونه شته؛ نو بايد دا خنډونه هم د بدعت تونې په باب هم مرعات کړي. الباني د دې دواړو د تلازم په باب يوه ښکلې خبره لري، په تېره له دې موضوع معلومات چې غالباً د مسلمانانو ويناوې او کړنې د سنتو او بدعتونو ګډوله دي. ۳۴- «دوی له خدای سره د مينې ادعا لري! خو په شرعي احکامو پابند نه دي.» څرګندونه: د شرعي له احکامو ځنې دي، چې څوک دې مسلمان نه تکفېروي، غيبت دې يې نه کوي، کبر دې نه کوي، په خلکو پسې دې دروغ نه وايي، د مسلمانانو ناموس دې حلال نه ګڼي، په ځوځات او ټبر دې نه وياړي، چې افسوس غلات مو دا هر څه کوي. ۳۵- «يو له جاهلي خويونو دا دی، چې سترې ټګۍ برګۍ کوي.» څرګندونه: زموږ غلات دا چارې ډېرې کوي. په تېره هغو سيمو کې چې د دولت تر څارنې لرې دي. همداراز په اسلامي پوهنتونونو کې ځينې ساده زړي محصلین غولوي، چې خپلې څېړنيزې ليکنې (تېزس) ورکړي، چې په ادعا يې ګټنه ترې وکړي، بيا يې په ځنډ خپل خاوند ته ورکوي، چې په ازموينو کې يې د بې برخېتوب لامل او په پايله کې يې له پوهنتونه د وتو باعث ګرځي. ۳۶- «مشران يې يا فاجرعالمان دي يا ناپوه عابدان» څرګندنه: ځواب يې مخکې مباحثو کې ويل شوی دی. ۳۷- «خپلې ژغورنې ته هسې په هسې هيلمن دي.» څرګندونه: لکه د افراطيانو هيله، چې دوی به جنتيان او نور به دوزخيان وي؛ «ووايه، ای پېغمبره! دا مو هېله ده.» او که ويې نه مني، ورته وايو «که رښتوني ياست دې ادعا ته دليل راوړئ.» (بقره – ۱۱۱ آيت) ۳۸- ادعا کوې، چې يوازې دوی د خدای دوستان دي، نه نور. څرګندونه: څوک چې ادعا کوي، يوازې خپله او ډله يې ژغورلېږي او نور به هلاک شي، د شيخ د دې وينا مصداق دی او په دې باب لارويان يې مخکښان دي. ۳۹- «په ځوځات او حسب وياړنه» ۴۰- «د نورو د ځوځات بدوينه» څرګندونه: بېلګې يې زموږ په غلاتو کې څرګندې دي، سره له دې چې وياړنه يې له ناپوهۍ ځنې ده او په حسب و نسب وياړنه د وياړن په انګېزې پورې اړه لري؛ نو که موخه يې خير کار ته هڅونه وي، ښه ده او که وياړنه پر نورو جيګ ګڼل وي، بده ده، خو په ګردو حالاتو کې د نورو د نسب بد وينه يو رټلی چار دی؛ خو که څوک ځان ناخپلې کورنۍ ته ورمنسوب کړي، بايد دا خپلو خپلوانو ته ووايي؛ ځکه دا عمل حرام دی او تقوا د وګړيو په فضيلت ټاکنې کې د شرع کچه ده؛ خو د وګړيو د تقوا د کچې ټاکنه له خدای سره ده. ۴۱- «د جاهلي خصلتونو د لارويانو له ليدلوري مهم څيز دا دی، چې د خپلې ډلې په تړاو تعصب لري او مرسته ورسره کوي، که ظالمه وي يا مظلومه.» ۴۲- «دين يې دا دی، چې ګناه بل کړي وي، خو دوی يې په ټس نور نيسي.» ۴۳- «د بل ځانګړنې په پار، د يو چا غندنه.» ۴۴- «په زړونو کې يې د دنيا سترتوب او عظمت.» ۴۵- «په نا اخلاصۍ او دنيا غوښتنې د پېغمبرانو د لارويانو تورنول.» څرګندونه: ځينې غلات مو د بل د ګناه په ټس کې بل رانيسي. او د خپل ټولګي، ډلې، ټبر يا سيمې په اړه تعصب کوي او مؤمنان په دنيوي حب تورنوي؛ خو په خپله دنيا ته خورا حريص دی. ۴۶- «باطل ته د حق جامې وراغوندي.» څرګندونه: دا د غلاتو يوه له څرګندو خصلتونو ځنې ده؛ نو که مخالف يې يوه خبره وکړي، خبره په اړونې بڼه نورو ته وايي او پر ضد يې راپاروي او دا ځانګړنه د ګردو اسلامي ډلو په غلاتو کې شته. ۴۷- «سره له دې چې پوهېږي، خو بيا هم حق پټوي.» څرګندونه: ځينې افراطي او منځلاري مو دغسې ځانګړنه لري، چې د بې ځايه ځینو سمو شعارونو په څو ځلي ويلو، حق پټوي؛ لکه: وګړی نبايد پر څه چې پوهېږي، ووايي! يا له خلکو سره د دوی د پوهېدنې هومره خبره وکړي! يا ګام په ګام تبليغ او نورې پلمې چې په استناد يې، د تکفير او د مسلمانانو د سپکاوي په باب کتابونو ته مخونه ورکوي. که دا شعارونه په خپل ځای کې ونه کارېږي، حق پټېږي او د باطل پر وړاندې ښه چلند کېږي او چې کله وګړي آيتونه د نزول په نامورد کې کاروي، له نورو دلايلو به په «طريق اولی» ناسمه ګټنه وکړي. ۴۸- «بې پوهې په خدای پورې يوه خبره ورتړي.» څرګندونه: د دې خصلت ډېرې بېلګې شته، له دې ځينې وايي: خدای دغسې غوښتل او دغسې يې وکړل، پلانی څيز يې حرام کړ ا و پلانی کار يې مباح کړ. ۴۹- «ښکاره ټکرخوري.» څرګندونه: لکه په تکفير کې زموږ د غلاتو غلو او هم بې له هغو خبرو چې سلفيان يې وايي: نورې اسلامي ډلې بدعتي ګڼل. مشاهده کېږي، چې دوی د حضرت عثمان پر ضد پاڅېدليو په غندنه او تکفير کې مبالغه کوي او ورسره جوخت د ټولو اصحابو په تېره طلقا (ازاد کړای شوي) په ستاېنه کې غلو کوي، سره له دې چې د حضرت عثمان پر ضد د ښورښيانو په راس کې، د «بيعت رضوان»، اصحاب وو؛ بلکې بدريان (د بدر غزا اصحاب) هم و، چې له دوی دفاع پر طلقاوو تر دفاع لومړی پت لري. او د دوی له مشهورو تناقضاتو او ټکر خورۍ ځنې د هغو کارونو غندنه ده چې ابن تيميه به ناصبيتوب تورنوي او د هغو کسانو پر وړاندې چوپتيا خپلوي ، چې ابوحنيفه په کفر او زندقه تورنوي. ۵۰- «يوازې د قرآن په ځينو آيتونو ايمان لري.» څرګندونه: لکه پر.... تلک امة قد خلت... (دوی يو امت و، چې تېر شو؛ بقره – ۱۳۴ آيت) زموږ د ځينو غلاتو ايمان او پر .... فقتلوا التی تبغی... (له تېري کوونکيو سره جګړه وکړئ: حجرات – ۹) د ايمان پرېښوونه، سره له دې لومړي آيت هاغسې چې ادعا يې کوي، دلالت يې پرېکونی نه دی؛ ځکه د آیتونو سياق پر يهودو رد دی، چې يهودو ته د دې يا هاغه پېغمبر په ورمنسوبېدو بوخت وو او وظيفې ته يې ورشا کړې وه، د دويم آيت اپوټه چې دلالت يې پرېکونی دی. ۵۱- «له کومو څېزونو چې ناخبره وي، په اړه يې مخالفت کوي.» څرګندونه: لکه د عبدالله بن سبا او قعقاع د ژوند ليک په باب د ځينو غلاتو لانجه، په داسې حال کې چې دوی په دې موضوع کې د راغلي رواياتو په پېژندنې او موضوع ټاکنې کې اختلاف نه لري. ۵۲- «د اسلافو عالمانو د لاروۍ ادعا، سره له دې چې ډاګيز مخالفت ورسره کوي.» څرګندونه: افراطيان مو همدغسې دي؛ ځکه دوی ادعا کوي د صالحو اسلافو لارويان دي او صالح اسلاف، په څلورو يا پينځو تنو کې رالنډوي (دوه تنه په درېيمې او څلورمې پېړۍ کې او دوه تنه په اتمې پېړۍ کې) او حقيقي سلف، چې مهاجرين، انصار او د تابعينو نېکچارې مشران دي، ناليدلي ګڼي. خو د چارو يوه ستره برخه (لکه تکفير، تجسيم، تشبيه او د عالمانو په هکله افراط چې په اړه يې مشاجره کوي، په حقيقي سلفيه و پورې تړاو نه لري؛ بلکې د حنابله و له ليدلوري راولاړه شوې، چې د درېيمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې، د متوکل خلافت په عصر کې پيل شوې. همداراز ډېر مسايل چې شيخ محمد له جاهلي خويونو شمېرلي، نن يې په افراطي لارويانو کې شته؛ نو ځکه هغه افراطيان چې د شيخ له ليدلوريو د علمي او مستدللې کره کونې خنډېږي، د مسلک په تړاو يې خورا لرې وګړي دي او که شيخ ژوندی وای، دوی يې تکفيرول، جګړه يې ورسره کوله او هغه کسان يې ستايل چې دوی دښمنان ګڼل؛ همدغسې په ګومان مې که امام علي ژوندی وای، شيعه غلات يې غندل او په کوړو يې وهل. د خبرې نچوړ وهابي او ناوهابي افراطيان، غالباً د عدالت خپلولو توصيه کوي، خو خپله پر نورو ظلم کوي، پر نېکيو امر کوي؛ خو ځانونه او د تعقل، تدبر او تفکر په ستاېنه کې يوه کلمه هم نه وايي، خو رحمت، لورنه او احسان ستايي، له ټولو چارو سره مخالفت کوي؛ خو علت يې نه څرګندوي. دوی نورو ته تر نصيحت وړاندې، ځان ارزونې ته اړمن دي او دا چار هله شونې دی، چې ځان ارام او بې اندېښنې وبولي، د شيطان له شره خدای ته پناه يوسي او ومني چې دوی هم د نورو بشري وګړيو په څېر په نيمګړتياوو اخته کېږي. کاشکې دوی د مبارزې په ډګر کې پر يو بل د تېري، ځوابي ليکنو او ساختګي خبرو پر ځای، په ډاډه زړه له سره ځان ارزولی وای. ځکه څومره چې د يو بل پر ضد او ملاتړ ليکنې ډېرې شي او که په څرګند دليل او پر عدل و انصاف ولاړې نه وي، ژر به خلک ترې خپاره واره شي، که څه پر وړاندې کوم اقدام ونه کړي - راويښ شي، خو اوبه به له ورخ تېرې وي. عقل حکم کوي، چې دوی دې د خپلې واکمنۍ پر مهال په خپلې ارزونې لاس پورې کړي او ځينې تېروتنې، که په طريقه او دود کې وي يا چې د ليدلوري په منځپانګه کې په ميراث ورته پاتې وي، په ښه نيت (حسن ظن) خپلو مخالفانو ته ورڅرګندې کړي او پوه دې شي چې له خپلو نظرياتي مخالفينو سره بد چلېدل د مخالفانو شمېر ورزياتوي او په مخالفت کې لا هوډمنېږي.
پنځم تړاو: زيديه د اهل بيتو پر ضد د غلاتو د ظلم څېړنې له وجهې مې، سلفيان، زيديه وو ته ورمنسوبوي، که دغسې تړاو حقيقت درلودای؛ نو اعلاناوه مې؛ ځکه زيديه د پوهې، تقوا، تاريخ او نسب له اړخ په ډېری سلفي غلاتو غوراوی لري. په هر حال، زيديه هم د نورو مذاهبو په څېر يو مذهب دی، چې د ځينو لارويانو کړنې يې منلي او د ځينو نامنلي دي. دوی له هغو ډلو ځنې دي، چې سلفي غلاتو ظلم پرې کړی دی. په زيديه و کې، عالمان، فاضلان او زاهدان شته. دوی په اسلامي فکري او سياسي تاريخ کې له ستر اعتبار او ډاډه برخمن دي؛ خو چې کله د دوی په اسلام او فضيلت او ياد شافعيه، حنيفه، مالکيه او ظاهريه په اسلام او فضيلت اعتراف کوو، پردې مانا نه ده، چې د يوه يې لاروی يو؛ په دې پوهې سره سره، چې زيديه، ظاهريه، جعفريه يا اباضيه له دې څلور ګونو مذاهبو هر يو ته يې انتساب شرعي حرام يا قبیلوي نيمګړتيا نه ده، چې غلات يې وغندي؛ بلکې موضوع هاغسې وي، چې دوی يې انګېري؛ نو د يوه داسې نارينه په مذهب پورې منسوبېدل، چې د رسول الله (ص) له غوره زامنو، چې غوره، د غوره زوی او د غوره زوی دی او په هر تشهد کې درود پرې وايو، د بکروائل، بني تميم يا اصابح په خلکو پورې اړوند تر منسوبېدو غوره دی. او بيا زيديه او په تېره ړومبي يې، د اهل سنتو مخکښان وو؛ امام زيد بن علي – د خدای رحمت دې پرې وي او هم نفس زکيه چې ډېرې همعصرو اهل حديثو يې ملاتړ وکړ؛ بلکې د څلورو ګونو مذاهبو درېيو تنو مشرانو، يعنې ابوحنيفه، مالک او شافعي، په خپل وخت کې، د زيديه له لارويانو ځنې وو، ابوحنيفه د زيد بن علي له لارويانو ځنې و؛ نو ځکه منصور مسموم کړ. همداراز امام مالک له «نفس زکيه» سره په ملاتړ د پاڅون جواز ورکړ. او د خپلې ورکړې فتوا په پار چې پکې ويل شوي و: «د مجبور سړي بيعت ارزښت نه لري.» بندي شو او شافعي په يمن کې د زيديه و د يوه مشر ملاتړی و، چې هارون الرشيد يې د وژنې هوډمن او د اهل سنتو سترو محدثانو، فقهاوو او علماوو؛ لکه منصور بن معتمر، سلمة بن کهيل او سفيان ثوري ورسره ملګرتوب کاوه. سفيان ثوري د ابراهيم بن عبدالله زيدي تر شهادت وروسته وويل:«ګومان نه کوم د جنازې نمونځ يې وشي؛ خو دا چې د زمانې غوره ژوندی يې نمونځ وکړي.» دا خبره يې د ځان په تړاو د خورا خپګان او پړې نښه ده او هم اعمش، عباد بن عوام، يزيد بن هارون او هشيم بن بشير – د امام احمد حنبل لومړي استادان – عوام بن حوشب، مسعر بن کدام، شعبة بن حجاج چې په حديث کې د مؤمنانو امير و او د زيديه و په ملتوب جګړه يې بدرصغری نوموله – حسن بن سعد فقيه، يزيد بن ابی زياد، محمد بن ابی ليلی، قيس بن ربيع، مشهور قاري ابو عمرو بن علاء لغوي، سلام الحذاء، ابوداوود طهوري، فطر بن خليفه، عيسی بن ابی اسحاق سبيعی او ورور يې يونس، ابو خالد احمر، عبدالله بن جعفر، د علی بن مديني پلار – اسامة بن زيد – محدث، نه اصحابي – مسلم بن سعيد، خليفه بن حسان، اسحاق بن يوسف ازرق، اضبغ بن زيد، هشام بن حسان، صالح مروزي، حجاج بن بشير، ابوعوام قطان، عبدريه بن زيد، عبدالحميد بن محبق، حکم بن مرسی، عمران به شبيب، عباد بن منصور، خالد بن عبدالله واسطي – مطلب مشهور ظالم قوماندان نه دی- يونس بن ارقم، مفضل ضبي، عمر بن عون او مؤمل بن اسماعيل – حسن بن صالح بن حی او ورور يې، علي بن صالح، بلکې دا دوه تنه زيدي وو او نورو ډېری عالمانو، فاضلانو او فقهاوو د زيديه وو په ملاتړ فتووې ورکولې، د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: طبري تاريخ د ۱۴۵ – ۱۲۲ کلونو پېښې او مقاتل الطالبيين د اصفهاني کتاب او نور کتابونه. په دې باب روايات راغلي چې راښيي محدثان او فقها له زيديه وو سره د ملاتړ د جوزا په باب اجماع درلوده او يوه خوله وو او يوازې څو تنه له دې اجماع استثنا دي. نو ځکه، که مې غوښتل د زيديه مذهب لاروی وسم؛ نو خنډ مې يوازې د دې مذهب مشروح پېژندنه، او په دې مذهب کې د جرح و تعديل طريقه او منل شوي روايات وو او که دې مذهب ته ورمنسوب شم، [د خپګان ځای نه دی؛ ځکه] تر ما غوره او ښه عالمان د دې مذهب لارويان وو يا يې لارويانو د دې مذهب لاسنيوی کړی دی؛ بلکې تر احمد بن حنبل، ابن تيميه او محمد بن عبدالوهاب غوره کسانو - بربهاري، ابن بطة، ابويعلي او ... خو لا څه – د زيديه وو مرسته کړې ده. د تېرو دلايلو له مخې په زيديه مذهب پورې مې خپل تړاو نفې کوي او ځکه ځان سني بولم، چې د واقعيت له اړخه زما د ودې چاپېريال سني دی، سرچينې او مبادي کړنې مې، د اهل سنتو مذهب له مخې دي، نو ځکه نمونځ، روژه، حج او په دقيقو عقيدتي مسايلو کې له ورډوبېدو ډډه کونه مې د اهل سنتو مذهب له مخې ده؛ يعنې د دليل د څېړنې او د راويانو او سرچينو د جرح و تعديل له پلوه، د اهل سنتو لاروی يم؛ خو دا ليدلوری پردې مانا نه دی، که مې له زيديه و يا نورو سره کومه حق خبره ومونده، د مسالې ډاډمنولو ته يو ډول مخونه ورکړم، چې غلات يې تاييد کړي! ځکه دا اعتبار او ډاډمني تر اعتباره بې اعتباري او ناډاډمني ته ورته ده. که له علمه مې مطلب، د خلکو پر وړاندې اعتباري کېدنه او مقام ته رسېدل و؛ نو له پينځلسو کلونو ډېر به د دې د ښمنيو په درشل کې نه وای او ښه پوهېدم چې څنګه له غلاتو سره جوړ جاړی او مسلمانان تکفير کړم او د مال، منصب او مقام په پار د خدای پر بندګانو وياړنه وکړم، هاغسې چې ځينې يې په اسانۍ کوي! سمه ده، ځینې زيديه (د نورو مذاهبو د ځينو لارويانو په څېر) نور بدعت ته ورمنسوبوي او پر خلکو وياړنه کوي؛ خو نه پوهېږم ولې سلفيه غلات تر زيديه و ځان لوړ بولي، په داسې حال کې چې دوی د زيديه شريف نسب، ټينګ تدوين، څرګند عقل، په دنيا کې زهد، د ازادۍ او عدالت په لار کې مبارزه او اتلانه تاريخ نه لري! او د سلفيانو د دې بې عدالتۍ لامل خپله ناپوهي يې ده، دا خو لا څه چې نور نه پېژني او او «خلک د هغه څه دښمنان دي، چې نه يې پېژني.» ان سلفيه غلات «زيديه» کلمه ننګ او کنځل بولي! دا په رښتیا چې په حقه حېرانوونکې ده. ته وا افراطي سلفيه وياړ پلورونکي دي او ځانونه د علم، وتلي شخصيتونو، عقل، وړتيا، تاريخ او نسب له پلوه له زيديه سره په يوې تېږي تلي! شپږم تړاو: د تکفير لاملونه مهمترينې چارې چې شيخ او لارويان يې د مسلمانانو د تکفير لامل بولي؛ خو په حقيقت کې د تکفير موجبات نه دي؛ بلکې د اسلامي نړۍ يو شمېر عالمان يې جايز ګڼي، ان خپله حنبليان، له سخت ګېريو سره سره يې جايز بولي لکه امام حنبل، ابراهيم حربي حنبلي، عبدالله بن احمد بن حنبل او په ناحنبلي عالمانو کې په «طريق اولی» داسې عالمان شته چې کول يې مجاز ګڼي، دلته مناسب بولم، چې ځينې تېر مباحث په مستند ډول بيان کړم: ۱- شيخ قبورو ته تبرک اکبر شرک بولي؛ خو د مذهب د امام؛ احمد حنبل له ليدلوري، څه ستونزه نه لري؛ عبدالله بن احمد حنبل روايتوي: «له هغه - مطلب يې خپل پلار دی – مې د هغه چا د حکم په باب وپوښتل چې د تبرک لپاره د پېغمبر (ص) پر منبر لاس راکاږي، موچي کوي يې او له قبر سره يې هم دا کار کوي او نيت يې خدای ته ورنژدې کېدل دي، راته يې وويل: ستونزه نه لري! » تېرو ته په پامنيوي، شيخ او لارويان يې بايد له څو مواردو ځنې يو يې انتخاب کړي: يا ووايي: د احمد له ليدلوري، دا عمل سم نه دی، چې لازمه يې د عبدالله بن احمد دروغجن ګڼل دي او په پايله کې د احمد بن حنبل د کتابونو ردول دي؛ ځکه د احمد بن محمد کتابونه يوازې د عبدالله له خوا روايت شوي دي؛ لکه: مسند، فضايل الصحابه وعلل او دا هغه څه دي چې له وسې یې پوره نه دي. او يا ومني چې احمد بن حنبل رحمة الله عليه په دې وينا په اکبر شرک مشرک شوی چې له دين څخه د وتو لاملېږي او دا خبره هم نه مني او نه يې د ويلو حق او وس لري، يا ووايي، دا شرک نه دی او ويوونکی يې نه مشرک کېږي، چې لازمه يې د هغو کسانو د مسلمانۍ حکم کول دي، چې شيخ او لارويان يې دوی تکفير کړي دي؛ ځکه د دوی حداکثر جرم دا دی، چې دوی له تبرک او د صالحانو او وليانو د قبرونو له مسح سره موافق وو او بې له دې هر ډول تور، د دوی د وهابي دښمنانو بې دليله ادعاوې دي؛ نو ځکه په دې مهمه مسئله کې چې د امام احمد او شيخ محمد ترمنځ اختلاف شته، داسې چې يو يې وايي: سمه ده او بل وايې اکبر شرک دی؛ نو دا يو لوی اختلاف دی چې له لامله يې روا نه ده شيخ محمد او لارويان يې ووايي، دوی له عقيدتي اړخه د احمد بن حنبل د مسلک لارويان دي. د شيخ محمد همعصري عالمان په همدې بڼه د صالحانو قبرونو ته په توسل موافق وو او دا يې د غير الله عبادت او شرک نه باله؛ بلکې د احمد حنبل له نظر سره موافق وو، چې دا يې بيخي حرام و حتی مکروه نه ګڼه. احمد بن حنبل او نور ډېری عالمان د صالحانو قبرونو ته ورتګ سم، مباح يا مستحب بولي او د ابوايوب انصاري او ابن عمر د اصحابو عمل دی، چې په اصحابو کې به يې دی عمل ته ورته د پېغمبر له منبر يا قبر سره کول او يو صحابه هم نيوکه پرې نه کوله، چې دا موضوع يې پر رواتوب عملي يوالی يا سکوتي اجماع ده. که څه وپوښتي؛ ايا د پېغمبر (ص) په قبر تبرک، چې خاوره يې برکت لري، له نورو قبرونو سره توپير لري! په ځواب کې يې وايو: شيخ دا نمانځنه بولي او د انبياوو نمانځنه جايز نه ده او په ځلونو يې ويلي، څوک چې پېغمبر (ص) يا له اولياوو کوم يو ونمانځي، مشرک دی او نوموړی په دې وينا کې صادق دی؛ خو دا چې وايي: «څوک چې تبرک ترې وغواړي مشرک شوی» ناسمه خبره ده؛ ځکه د دې خبرې او د شيخ د ټولېزې وينا ترمنځ، چې مسلمانان ورسره موافق دي، ډېر توپير شته؛ خو نوموړي د شرک په ترڅ کې چې نه اصغر شرک دی او نه اکبر، د بڼو او پرېمانه کړنو په وردننه کولو کې تېروتی دی. بېشکه د پېغمبرانو نمانځنه جايز نه ده او ټول په دې سريزه کې ورسره موافق دي؛ خو پر شيخ يې نيوکه په دې کې ده، چې توسل او تبرک يې اکبر شرک کړی دی او دا کړنه د بدر او رضوان اصحابو کړی ده او يو صحابي يا تابعي نيوکه پرې نه ده کړې؛ نو ځکه ستاسې د نظر لازمه د ابو ايوب انصاري، ابن عمر او احمد بن حنبل تکفير دی؛ بلکې لازمه يې د هغو اصحابو تکفير دی، چې نيوکه يې پرې ونه کړه. البته د اصحابو په زمانې کې يوازې د مروان بن حکم په اړه د مؤحدتوب شهادت ورکړای شو! ځکه دا يوازېنی تن و، چې پر ابوايوب انصاري يې چې خپل مخ يې د پېغمبراکرم (ص) په شريف قبر کېښود، نيوکه وکړه. کوم ټکی چې دلته شته دا دی، چې زه د مسلمانانو د ګردو ستونزو سرچينه د بني اميوو په ځوځات کې وينم! ان عقيدتي او فقهي سخت ګېرۍ. سلفيه غلات او له دې ځنې د وهابيت غلات دقيقاً د دوی پر لار ور روان دي، له همدې لامله، دوی ته د عدل رعايت، د انسان حقوق، د ظلم لرې کونه او له ځانمني ډډه کول مهم نه دي؛ خو دا چې تصادفاً يا ندرتاً، يا له نورو سره په سيالۍ کې کوم ښه چار وکړي او په دې چارو کې يې مهمترينه اندېښمني همدا ده، چې په مټ يې، د خدای بندګان په مشرک و مؤحد، هدایت شوي او ګمراه وويشي او په اسلامي اُمت کې درز پيدا کړي! ۲- ابراهيم حربي حنبلي چې د احمد بن حنبل له تکړه شاګردانو ځنې دی، وايي: «د معروف کرخي د قبر خاوره، مجرب پاد زهر دي» او ذهبي دا تاييد کړې ده، بلکې ذهبي د دې خبرې په شرح کې ور زياته کړې ده: «له قبر سره يې د اندېښمن دعا قبلېږي؛ ځکه دعا په متبرکه ځايونو کې قبلېږي، لکه چې څنګه د ګهيځ مهال د دعا، تر فرض نمانځه وروسته دعا او په جوماتونو کې د دعا قبلېدو هيله شته.» نو ځکه که د شيخ ليدلوری سم وي، بايد ملتزم شي چې احمد بن حنبل، ابراهيم حربي او ذهبي د خپلو ويناوو په پار په اکبر کفر کافر دي، چې له دين څخه د وتو لاملېږي او دوی هډو په دې مسئله نه ملتزمېږي! که د هغو عالمانو نامې چې له تېر نظر سره موافق دي – چې وهابيت ورته اکبر شرک وايي – راوړم، بحث اوږدېږي. له مخالفانو سره يې د وهابيت د اختلاف جرړه دا ده، شيخ چې ډېری شرعي اصطلاحات (لکه شرک، عبادت، استعانت، دعا، توحيد، ايمان، اسلام) کاروي مانا يې نه روښانه کوي، لکه که د عبادت مانا پېژندنې ته د شيخ ليدلوري؛ بلکې ژبپوهانو ته مراجعه وکړو، وبه وينو چې ټول تعريفونه يوې مانا ته رسي او دا خضوع، فروتني او عاجزي ده؛ خو ايا په مطلق ډول دا پر هغو کړنو تطبيقوو، چې څوک يو ظالم پاچا ته عاجزي وکړي، يا د پلار يا خپلې معشوقې پر وړاندې عاجزي وکړي؛ نو غير الله نمانځنې (عبادت کوونکی) يې وګڼو؟ خدای خو امر کړی چې د مور وپلار پر وړاندې خاضع او عاجز وسئ. «او له مهربانۍ د خپل تواضع (او نرمې غاړې) وزرونه پرې ورښکته کړه.» ايا دا تواضع او عاجزي د دوی د عبادت او نمانځنې پر مانا ده؛ يا خدای چې د مؤمنانو په ستاېنه کې وايي: «پر مؤمنانو به مهربان او پر کافرانو به برلاس (او سخت زړي) وي» . ايا مؤمنان يو بل نمانځي؟ او يا د يوسف (ع) د پلار او وروڼو په باب وايي: «او ټول هغه ته پر سجده پرېوتل» ايا په دې چار يې ونمانځه؟ ايا خدای ټول پېغمبران – لکه چې څنګه شيخ محمد وايي – د توحيد لپاره را ونه لېږل؟ څنګه ترې غواړي يوسف ته سجده وکړي سره له دې چې د يوسف (ع) پلار؛ يعقوب عليه السلام مرسل نبي دی؟ ايا د دې سجدې په پار مشرک و؟ ايا ويلای شو: خدای پېغمبران د شپنو ترمنځ په قضاوت کې د تېروتنې په پار غندلي او په اکبر شرک يې نه غندي؟ له دې وينا خدای ته پناه وړم. نو ځکه څوک چې د بوت يا وګړي پر وړاندې د الوهيت په عقیده عاجزي کوي، له هغه سره چې د تکريم، درناوي، مينې، ډار يا تمې په پار دا کار کوي؛ خو معتقد دی چې الوهيت يوازې د الله ځانګړنه ده، ستر توپيرشته. قريشي کفارو انګېرله، بوتان خدايان دي، زيان او ګټه رسوي، روزي ورکوي شفاعت کوي که خدای اجازه ورکړي که نه او انګېرل يې چې دوی د نمانځنې وړ دي او يوازې همدوی دې ونمانځل شي؛ نو د دوی ټولې نمانځنې، عبادت، هيلې، قربانۍ او نذرونه د بوتانو لپاره وې، نه الله ته. نو ځکه د دوی له ليدلوري د الله يوازې يوه نامه وه، چې خلق کونه يې کوله او دغسې يو ليدلوری په هغو مسلمانانو کې نه و، چې وهابيت ووژل، په داسې حال کې چې دوی خپله د وهابيانو په اعتراف په عيينه جومات کې د جمعې ورځې نمونځ کاوه؛ ايا دوی هبل، لات او منات ته نمونځ کاوه؟ مسلمانان باوري دي، چې ګردې چارې د الله پاک په واک کې دي او بشر ته د عاجزۍ يا شفاعت په مسئله کې مسلمانان دا کړه وړه دوی ته د الوهيت په عقیده نه کوي. بايد پام مو وي چې مشرکانه نمانځنه چې یو فرد خپل مطلوب خدای ګڼي له هغې (مباح يا حرامې) کړنې سره ستر توپير لري چې کوونکی يې خپل مطلوب بشر بولي، چې خدای د شفاعت يا برکت وړتيا ورکړی او ځان ته په هيڅ څيز قايل نه دی؛ خو د خدای فضل، رحمت، تاييد او اجازې ته، او معتقد دی چې ټولې چارې د خدای په واک کې دي. همداراز په هغو ځايونو کې چې شيخ په ډېرو آيتونو استدلال کوي؛ خو نور هغه آيتونه چې له دې يا هغه آيته د افراطي پوهېدنې خنډېږي، نه يادوي.
اووم تړاو: د نجد غندنې په حديث کې له «نجد» نه مراد په تېرو کې مو وويل چې د وهابيت دښمنان دوی په خوارجو يادوي او دا دليل د وهابيت تر استدلاله ښه موجه او مخ ورکوونکی دی چې د خپلې زمانې پر مسلمانانو قريشي کفار غوره بولي. له هغو احاديثو چې د وهابيت دښمنان د دوی د غندنې لپاره استدلال پرې کوي، دا حديث دی چې وايي: «هلته (نجد) زلزلې او فتنې راولاړېږي او له هغه ځايه د شيطان ښکر راوځي.» چې وهابيت دا د عراق په نجد تاويل کړی او مخکېنو سلفيانو د شيعه و، اهل رای او معتزله و غندنې ته تاويل کړی دی! دا مخونې راښيي په حديث کې راغلي نجد په عربستان کې پروت نننی نجد دی؛ البته دا ليدلوری ټول نجديان يا وختونه يې نه رانغاړي، هغوی چې معتقد دي په حديث کې له راغلي نجده مراد همدا مشهور نجد دی، ځينې دلايل يې دا دي: ۱- که نجد په مطلق ډول وکارول شي، مانا يې یوازې د جزيرة العرب په مرکز کې پروت نجد دی، لکه چې حجاز د سره سمندرګي پر غاړه اوږده پراته مشهور حجاز اطلاقېږي او مرکز يې مکه، مدينه منوره او جده رانغاړي؛ خو داسې نه ده هره سيمه چې د سمندر او غرونو ترمنځ وي له دوديز پلوه حجاز وپېژندل شي که څه له لغوي پلوه دغسې يو څيز جايز دی؛ نو ځکه که نجد په مطلق ډول وکارېږي، په دوديزه او عرفي مانا هماغه دی، لکه چې حجاز کاروو، مطلب يې عرفي مانا ده او د علماوو په اجماع، عرف پر لغوي وضع او ايښوونې ورمخکې دی، که څه د لغوي ايښوونې له اړخه سمه ده، چې نجد پر ځمکه هره لوړه رانغاړي، همداراز حجاز، له لغوي اړخه هر ځای رانغاړي چې د سمندر او غره ترمنځ پروت وي. ۲- له هغو دلايلو چې ښيي په روايت کې راغلی نجد، د عراق نجد نه دی او مطلب نننی مشهور نجد دی، دا دی، چې هلته د حج له ميقاتونو ځنې دوه ميقاته پراته دي، د نجديانو ميقات او د عراقيانو ميقات او که نجد و عراق سره ګډ وو؛ نو ويل کېدل: لومړی نجد او دويم نجد، لکه چې د اسلامي پولو په څرګندونه کې ويل کېږي؛ لومړی، دويم، درېيم او څلورم ارمنستان. ۳- د دې تاويل د کمزورۍ له دلايلو ځنې دا دی چې نننی نجد د مدينې په ختيځ کې دی او په حديث کې راغلي، چې پېغمبر (ص) په لاس ختيځ خوا ته اشاره وکړه او ته وا پر کومه ورځ يې چې اشاره وکړه په نبوي جومات کې د وينا پر حال و؛ نو ځکه د مدينې ختيځ، هماغه مشهور نجد دی، نه د عراق نجد او که څوک ځان ډاډمنوي، د جزيرة العرب نخچه دې پرانزي او د راس السرطان له مداره دې ګټنه وکړي – چې نه وهابيت او نه يې مخالفانو ايښی - چې د مدينې منورې او رياض له جنوب څخه تېرېږي؛ نو که د نخچې پرمخ نېغه ليکه فرض شي چې د مدينې ختيځ ته وغځېږي؛ نو درعيه، بطحأ يا د دواړو ترمنځ سيمه رانغاړي. نو چې زباد شوه، پېغمبر (ص) په خپل لاس ختيځ ته اشاره وکړې او حديث په صحيحينو کې شته او پکې راغلي دي: «هلته زلزلې او اړو دوړ دی او له هغه ځايه د شيطان ښکر راښکاره کېږي.» نو د مدينې ختيځ، همدا مشهور نجد دی او مطلب همدا ځای دی نه د عراق نجد. البته دا وينا د هر نجدي يا په هر وخت کې د نجد غندنې پر مانا نه ده، لکه چې څنګه د مدينې ستاېنه هم د ګردو مدينوالو د ستاېنې پر مانا نه ده؛ بلکې پاموړ ټکی د دې ښار د زیاترو خلکو يا ځانګړي عصر بې له نورو وختونو يا د اهل رده و د ځانګړې غندنې په باب دی. دا پوهېدنه تر هغه صوري تاويل څخه غوره ده، په تېره بیا چې موږ د صفاتو د بحث پر وخت د معتزله او اشاعره دغسې تاويلونه نه منوو او همدا دليل له حديث سره د وهابيت کینه او له سنتو سره يې مبارزه ده. ۴- په عراق، نه نجد کې د علم ښکاره کېدل؛ ځکه ډېری اهل حديث او د فقې، ژبې او... مشران عراقيان دي او دا اقعيت زموږ د خبرې تاييد دی، چې عراق د خير، علم او اسلامي تمدن د بېلابېلو اړخونو له اړخه، چې په نجد او نورو اسلامي ښارونو کې نشته ، توپير لري. ځکه په حديث، فقه، تفسير، ژبه او منطق کې د مسلمانانو مشران عراقيان وو. نو که په صحيحينو کې شته حديث، چې نجد يې غندلی، سم وبولو؛ نو پر مشهور نجد تطبيق يې تردې غوره دی چې دا غندنه پر لغوي نجد ور وتپوو او بيا نجد له نجدونو وټاکوو او د عراق نجد ته يې ور ځانګړی کړو؛ ځکه دا د حديث په تاويل کې يو ستر تکلف او له خپل مدلول څخه يې ايستل دي ؛ نو ځکه په نجد کې د شيطان ښکر راوځي او ښايي منظور ترې مسليمه کذاب وي او خوارج او قرامطه به ورپسې راوځي. ولې د دې حديث د مفهوم په رد کې دا ګردې هلې ځلې کېږي؟ ايا تاويلوونکي نه ډارېږي، چې په رد او تاويل کې دا ټينګار دوی په هغو زلزلو، فتنو او د شيطان په ښکلونه (تزيين) کې راونغاړي؟ او بيا مخکې مو وويل د يوې سيمې غندنه او د بلې غندنه، د دې سيمې د ځانګړې پېښې او يا يې د زیاترو وسېدونکيو د حالاتو په اعتبار ده؛ نو که ومنو، غندل شوی نجد د عراق نجد دی؛ نو ایا په عراق کې په تېرو او اوس کې فضلا او صالحان نه ول؟ ايا په عراق کې له ميشتو اصحابو لکه حضرات علی بن ابی طالب، حذيفه بن يمان، عمار یاسر، عمران بن حصين، سعد بن ابی وقاص او ...؛ بلکې له حضرت علي سره په کوفه کې اته سوه انصار ميشت شول. ورپسې د تابعينو مشران لکه اويس قرني (چې له غوره تابعينو دی)، علقمه بن قيس، عبيده السلماني، ابوعبدالرحمن سلمی، عبدالرحمن بن ابی لیلی، شريح بن حارث، قاضي الامة، ربيع بن خثيم، سويد بن غفله، حارث اعور، ابو وائل، زر بن حبش، اسود بن يزيد، سعيد بن جبير او ابراهيم نخعي او کوم کسان يې چې په روايې طبقه کې وو؛ لکه: شعبي، سالم بن ابوجعد، حکم بن عتيبه، سلمة بن کهيل، حماد بن ابو سليمان، د اهل رای مشر، ابو اسحاق سبيعي او ابوحنيفه او کوم کسان چې د ده په روايي طبقه کې وو؛ لکه: اعمش، ابان بن تغلب، عاصم بن ابو نجود؛ مشهور قاري، منصور بن معتمر، مسعر بن کدام، حسن بن صالح بن حی، سفيان ثوري، اما زفر، قاضي ابو يوسف، محمد بن حسن شیباني او وکيع او هغه کسان چې د ده په روا يې طبقه کې وو؛ لکه: ضرير، ابن فضيل، حفص بن غياث، ابوبکر بن عياش، ابو نعيم، فضل بن دکين او عبيد الله بن موسی عبسی د بخارا شيخ او کوم کسان يې چې په روايي طبقه کې وو. همداراز د کوفيانو د محدثينو ستره ډله او پردې سربېره د عراق نور ښارونه؛ لکه بصره، بغداد، واسط، اهواز او موصل د سترو عالمانو د راټوکېدو ټاټوبي وه. په عراق کې بې له کوفيانو، حسن بصري، ابن سيرين، قتاده، احمد بن حنبل، خطيب بغدادي، ابن جوزي او... وسېدل. او له ژبپوهانو (اهلِ لغت) سبويه، ابن عمرو بن علا او اخفش او له شاعرانو متنبی، بختري او ابی تمام عراقيان دي په داسې حال کې چې په نجد کې له اصحابو او تابعينو، بې له هغو کسانو چې له اهل رده و سره وجنګېدل – د تمامة بن اثال په څېر - د ډېر لږ شمېر په استثنا او مشهورو عالمانو څوک راڅرګند نه شول؛ خو بې له ابوکثير طائي او معمر له استادانو او طبقې يې، چې سرګذشت يې هم مبهم دی؛ خو نه د خواصو پر وړاندې ورپسې د جهل او ناپوهۍ اوږد عصر پرې تېر شو او ښايي غوره وضعيت يې له شيخ محمد نه مخکې عصر وي، چې پکې ګڼ قاضيان او عالمان وو، چې وهابيت ترې پر بدترین شکل بد وينه کړې، د دې ځای عوام او خواص يې تکفير کړي او د دوی کفر يې د قريشي کفارو تر کفره بد تر ګڼلی. نو چې کله يې په بهترين موقعيت کې وضع دغسې وه که څه هډو موږ له دې تکفير سره موافق نه يو تر عراقه د دې حديث وړ دي، چې د اسلام نيمايي عالمان ترې راټوکېدلې. که څوک په دې مانا کې شکمن وي، د موضوع روښانولو لپاره دې د عراقي عالمانو شمېرنه يوې خوا ته کېدې او د پاتې اسلامي امت د عالمانو شمېرنه دې بل خوا ته کېدي او پايله دې وګوري، بيا دې دا حديث ولولي! چې د نجد حديث د عراق پر نجد تطبيقوي که د عربستان پر نجد! ما «د عراقيانو انصاف» په نامې نيمګړې څېړنه کړې، چې د دې سر لوړي هېواد فضايل او پوهان او پر اسلامي تمدن يې اغېز بيان کړی، چې د هر منصف د زړه شفا ده او مينه يې پرې ماتېږي او معتقد يم څوک چې عراق او عراقيان غندي؛ نو نه يې ځان پېژندلی او نه عراق. پايله پايله په لاندې مطالبو کې رالنډوو: ۱- شیخ محمد بن عبدالوهاب رحمه الله يو حنبلي فقيه شيخ دی، چې مقام ته يې په ارزښت او درناوي قايل يو او نږه توحيد خپرولو ته يې له لیوالتیا څخه منندوی يو، همداراز د هغه د همدې هڅو په پايلو کې دا ستر هېواد [عربستان] يو موټی شو او پردې سربېره توحيد چې د عوامو شک او انګېرنو دوړن کړی و، پاکونې ته يې بلنه ستايو؛ خو د دې ټولو مانا دا نه ده چې د تکفير په باب پر سمه لار تللی و. ۲- شيخ محمد د تکفير په باب له تېروتنې سره سره له ډېری تورونو چې ورپورې تړل شوي لکه: د نبوت ادعا، د پېغمبر (ص) د مقام راټيټونه او واک غوښتنې، مبرا او سپين دی او تقريباً په (خپل ليدلوري کې) صائب، سم ا و حق دی؛ خو نه په تکفير کې د افراط په باب او له راولاړو شويو پایلو يې؛ لکه د بې ګناهانو وژنه روا ګڼل. ۳- د مسلمانانو تکفير د شيخ محمد فکري بنسټ او دودېزه لار ده او يوازې په څو لږو فتواوو کې؛ د سياسي موقعيتونو، يا له خپل نظره د اوښتو په پار، يا د عامې فتوا په ورکولو چې هم تکفير ترې راولاړېږي او هم له تکفير څخه برائت (او سپيناوي)، د خپلې طريقې پرخلاف چلېدلی دی. ۴- د شيخ محمد بن عبدالوهاب رحمه الله په مسلک کې د تکفير شتون د ده د کتابونو او ليکونو له مخې او هم څه چې مخالفان يې ترې روايتوي او هم په هغو اثارو کې چې مورخانو يې د بلنې د عصر په اړه ليکلي، قطعي او پرېکونی دی. ۵- نننی رسمي وهابيت د شیخ پر تکفيري دود نه ځي؛ خو له حکومته بهر تکفيري ډلې او ځينې داخلي (عربستان) سلفيان، يې، پر دود روان دي. ۶- شيخ محمد چې ځينې چارې «اکبر شرک» شمېرلي د احمد بن حنبل، ابراهيم حربي او ... په څېر د ډېری حنبلي مشرانو له نظره «مباح» دي. ۷- د مسلمانانو له تکفير څخه برائت او پرې نيوکه په دې دليل چې تکفير پر وګړي او ټولنې ناوړې اغېزې پرېباسي بايد واضح، بربنډ، څرګند او بې د چا له ډاره وي. ۸- توصيه کوم چې دې ته په پامنيوي چې وهابيت يوه بشري لاس ته راوړنه ده او د نورو مذهبي او فکري لاس ته راوړنو په څېر د تېروتنې او سمونې وړتيا لري، د وهابي فکر د څېړنې او له سره کتنې زمينه دې چمتو شي. ۹- د دې ټولو بحثونو، خبرو اترو او ان د يو بل د ليد لوريو د کره کونې او له علمي سخت ګېريو سره سره، بايد د مسلمانانو زړونه سره يو وي؛ نو نه ښايي چې نظري اختلاف د اسلامي ورورۍ بنسټ له منځه يوسي. ۱۰- په دې دليل چې زموږ په ټولنې (عربستان) کې مذهبي تنوع، ډولا ډولي او تکثر يو نه انکار کېدونکی واقعيت دی؛ نو هيڅوک بې له استازيو د دې هېواد د وګړيو له خوا د خبرو کولو حق نه لري او يوه ډله او مذهب هم د ګردې ټولنې استازی نه دی؛ نو ځکه پر دولت لازم دي ـ د عدالت رعايتولو په پار ـ داخلي عمومي ويناوې د يوې ډلې په ولکه کې نه کړي. همداراز رسمي ديني ويناوې او خطابې داسې نه وي، چې دننه او بهر شته اسلامي مذاهب راوپاروي ـ که څه منم چې د نارسمي ويناوو کابو کونه ستونزمنه ده ـ خو د عدالت رعايتول چې پر هر حکومت لازم دي، ايجابوي، چې هر مذهب خپل اړوند درسونه، کتابونه، منابر، جوماتونه، لوړې زده کړې، مدرسې او ښوونځي ولري، بې له دې چې يو پر بل تېری وکړي. نو ځکه کومه ډله چې د بلې ډلې پر ضد تاوتريخوالی يا تکفير ته وهڅول شي، بايد مظلومې ډلې ته اجازه ورکړای شي، چې د تکفير وونکيو ظلم رد او له ځانه دفاع وکړي؛ دا لږ تر لږه يو چار دی چې بايد د هېوادوالو د حقوقو په دفاع کې وشي؛ خو دا غوښتنه په غوره توګه د خبرو اترو، د ورورۍ په فضا کې د مناظرې او مسوولانه علمي کره کونې د پرېښوو پر مانا نه ده.
د «کتاب التوحيد» کره کونه
سريزه: د «التوحيد» کوچنی کتاب او د «کشف الشبهات» کتاب د شيخ محمد له مشهور ترينو کتابونو ځنې دي ، چې شيخ د خپلې بلنې په پيل کې ليکلي؛ په بله وينا د «التوحيد» کتاب د شيخ له لومړنيو ليکنو څخه ده، چې د راوروستو کلونو د افراط کچې په لوړولو کې يې ونډه درلوده؛ ځکه د (عربستان) د قانون له مخې دا کتاب بايد د هېواد په ټولو ښوونيزو پړاوونو کې تدريس شي. موږ له وخته راهیسې د دې قانون سمونې ته هڅې کړي؛ خو د هېواد د ښوونې او روزنې وزارت وايي: له وسې يې پوره نه ده، چې دا قانون بدل کړي يا د اعتدالي او منځلارو کتابونو د ليکلو خپلواکه کومېټه جوړه کړي؛ ځکه کافي ده چې دولت د يوه عالم په شکايت دا کومېټه او منځلاري منحل کړي، په همدې پار کله ناکله د ښوونې او روزنې وزارت د ځينو عالمانو قانع کولو او د يو شمېر مقرراتو وړاندې کولو ته هڅه کوي، چې شايد اړينو سمونو ته يې موافقه راجلب کړي؛ خو وانګېرئ د هغو عالمانو غبرګون به، چې دا کتاب مطلق حق ګڼي او پرې باوري دي چې نه په تېرو کې باطلو سوړه ورته کړی او نه به يې په راتلونکي کې ورته وکړي، څه وي؟ دا غوښتنه د دې په څېر ده، چې د ښوونې او روزنې وزارت له عزتمنو عالمانو وغواړي چې په قرآن کريم کې سمونې وکړي، افسوس افراط راکې تردې حده رسېدلی، چې دغسې حالت ورته ويلای شو، څوک چې په «کتاب التوحيد» پورې د اړوند قوانينو کره کونې ته وړانديز يا هڅه وکړي ـ که څه نقد ناڅيز وي يا لکه د شاګرد له عمر سره متناسب قانون وي ـ پټې سختې سزاګانې ورکول کېږي. په هر حال «کتاب التوحيد» ته ورګرځوو. دا کتاب په کوچني سايز ۱۱۲ مخونه او ۶۵ څپرکي لري: په دې څپرکي کې، په دې پار چې دا کتاب د شيخ محمد له فکر و مسلک سره ټينګ تړاو لري او هم دې ته په پامنيوي چې له کشف الشبهات سره يې، له لومړيو کتابونو ځنې يې دی؛ نو په مطلق ډول د وهابيت له مشهورترينو کتابونو څخه شمېرل کېږي، پردې کتاب د نيوکو بېلګې راوړو؛ خو اعتراف کوو چې د کتاب کره کونه پوره نه ده او هيلمن يم چې پوره کولو ته يې فرصت رامخې ته شي.
لومړۍ نيوکه په تکفير کې افراط او هر څه بدعت ګڼل، شيخ خپل کتاب د الله پاک په نمانځنې پورې اړوند آيتونو په راوړو پيلوي . (التوحيد: ۵ مخ) چې په دې باب د مسلمانانو ترمنځ هيڅ اختلاف نشته؛ خو که د کتاب مخه مشرکانو ته وای، چې غير الله نمانځي، له شيخ سره مو څه بحث نه درلوده؛ خو افسوس چې له مطالبو څخه يې مراد، د وهابيت مخالف مسلمانان دي، چې دوی يې ځېنو کړنو ته شرک وايي؛ خو په واقع کې دا له اختلافي چارو يا هغه اشتباهي کړنې دي، چې ځينې مسلمانان يې کوي، که مباح وي يا بدعت يا اصغر شرک؛ خو اکبر شرک خو پکې بيخي ډېر لږ دی، بيا دا خلاف کړه وړه، خرافات او بدعتونه زموږ په زمانې پورې ځانګړې نه دي؛ بلکې اوږده مخينه لري. البته مانا يې دا نه ده چې د خرافاتو او بدعتونو کره کونې ته ورشا او ډډه ترې ونشي؛ بلکې لازم دي، په رد کې يې له افراطه چې لمن يې د مسلمانانو تکفير ته هم ورغځېږي ، ډډه وشي. نو ويلای شو: اسلامي ټولنه د ځينو وګړيو له نادرو افکارو تشه نه ده، چې دا مسئله په ټولو امتونو او ملتونو کې يو طبيعي چار دی؛ خو دا چې دا ډول تېروتنې نورو ته د زيان ور رسولو مجوز او په دښمنيو کې افراط وشي، داسې چې له دولت، قانون، خطبو، ويناوو، منبر، تبليغاتو او رسنيو د دې افراط لپاره کار واخستل شي؛ نو دا د ډېری اختلافي چارو پلويتوب دی، چې عين بدعت او ظلم دی.
دويمه نيوکه: د ابن مسعود حديث څېړنه شيخ په دوام کې له ابن مسعود څخه يو حديث روايتوي چې نص يې دا دی: «څوک چې غواړي د محمد (ص) وصيت ته، چې مُهر يې پرې لګېدلی، وويني؛ نو د خدای کلام دې ولولي، چې وايي: «(ورته) ووايه: راشئ پالونکي مو چې پر تاسې څه څېزونه حرام کړي، درته ولولم: (په لومړي پړاو کې) دا چې څوکم له «الله» سره مه شرېکوئ... او همدا زما سمه سيده لار ده.» شيخ د دواړو آيتونو نص او د حديث سرچينه ښوولې نه ده، پاموړ ټکی دا، که څه مبارک آيتونه راته مهم دي، له دې سترګې پټول چې آيا پېغمبر (ص) دغسې توصيه درلودلې که نه ـ خو همدا کافي ده چې خدای د «اوامر و نواهي» ـ د انعام ۱۵۲ او ۱۵۳ آيتونه ـ خپله سمه لار نومولې ده، چې دواړو آيتونو ته تر مراجعې وروسته لاندې مطالب ترې راسپړای شو: ۱- له شرک نهې. ۲- له مور وپلار سره په نېکۍ امر. ۳- د فقر له ډاره د اولادونو وژنه. ۴- په پټه او ښکاره، د فحشا او منکراتو نه کول. ۵- بې له حقه، د هغه وژنه چې خدای يې وژنه حرامه کړې ده. ۶- د یتیمانو د مالونو له خوړو نهې. ۷- د اجناسو په تللو او پيمانه کولو کې د عدالت مراعاتول. ۸- په ويناوو کې د عدالت خپلول، که څه هم د خپلوانو په باب وي. ۹- پر ژمنه وفا. شيخ د اصغر او اکبر شرک په نهې کې سره له دې چې ډېرې چارې يې شرک ګڼلي؛ خو په حقيقت کې شرک نه دي ـ ښکلې خبره کړې؛ خو که له دې موضوع تېر شو، وبه وينو، چې وهابيت د دې آيت يو شمېر اوامر ناليدلي ګڼلي؛ لکه: «ناحقه، د هغه وژنه چې خدای يې وژنه حرامه کړې ده.» ځکه وهابيت، ډېری مسلمانان په ناحقه تردې چې په جومات کې يې په نمانځه ولاړ وژلي دي. لکه چې څنګه يې د خپلو همعصرو علماوو او عوامو (حنابله، اهل سنت او نور) په تکفير کې ـ د اکبر کفر ټاپه لګولې چې له دين څخه د وتو لاملېږي ـ عدالت مراعات کړی نه دی؛ خو په ويناوو کې د عدالت خپلولو حکم راباندې لازم شوی، که څه د خپلوانو په باب وي؛ نو چې کله د دې موضوع زباد ته کافي دلايل وي، اعتراف پرې کوو. شيخ او لارويانو يې، د دې آيت له نهو ګونو وصيتونو څخه، په اسلامي امت کې د شرک له نشتون يا يې له ډېر لږ شتون سره سره، د ناشرکو څېزونو په شرک کولو کې افراط کړی او د آيت پر لومړۍ برخې يې چې له شرک څخه نهې ده، ډډه لګولې ده. په داسې حال کې چې پر افراط سربېره د آيت د نورو اوامرو او نهې او له دې جملې ځنې خورا مهم يې د مسلمان د وينې او ناموس د حرمت درناوی نه دی کړی او د خپلو مخالفو مسلمانو عالمانو او عوامو پر ضد په ويناوو او قضاوت کې په عدل چلېدلی نه دی خدای دې پرې ولورېږي. درېيمه نيوکه: د معاذ بن جبل حديث څېړنه شيخ د معاذ بن جبل حديث روايتوي، چې پېغمبر (ص) ورته ويلي: «معاذه! پوهېږې چې پر بندګانو د خدای حق او پر خدای د بندګانو حق څه دی؟ پر بندګانو د خدای حق دا دی، چې ويې نمانځې او څه ورسره شريک نه کړي او پر خدای د بندګانو حق دا دی، چې څوک سيال ورسره ونه نيسي عذاب يې نه کړي.» څرګندونه: هغه نبوي احاديث چې ظاهر يې له قرآن سره مخالف دی، پراخ علمي بحث ته اړتيا لري، چې اوس ترې تېرېږم او نه وايم چې د معاذ حديث له دې جملې څخه دی؛ خو د واحد (نامتواتر) حديث پرېښوونه، چې زباد يې ظني (ګوماني) دی، د هغو مبارکو آيتونو تر پرېښوو خورا اسان دی، چې زباد او دلالت يې پرېکونی وي، چې په راتلونکي کې به شرح شي. شيخ محمد رحمه الله او هم وهابي بهير ـ دې ته په پامنيوي څه چې له اثارو يې لولو او پوهېږو، د دې حديث په استنادولو خلکو ته ورالقاء کوي، چې مسلمان له خدای سره شرک ونه کړي، خدای يې بيخي عذاب نه کړي او له شرکه يې مطلب دوه څېزونه دي: اصلي شرک او کومې کړنې چې دوی يې شرک بولي؛ خو د عالمانو ترمنځ د اختلاف وړ دي. دا ليدلوری لومړی په دود کې تېروتنه ده، چې د ظني دليل د منلو پايله او د خورا قوي او څرګندو دلايلو ناليدلي ګڼل دي، که څه دا په مسلمانانو کې يو دوديز کړاو دی او په وهابيت پورې ځانګړی نه دی ؛ نو جايز نه ده د قرآن له نصوصو سره په ټکر خور حديث استدلال وکړو، يا لږ تر لږه پر حديث سم پوه شو؛ خو که يو حديث روايت کړو او له ظاهره يې يوه ناقصه او ټکر خورې پوهېدنه ولرو او د مانا ټاکنې اهميت ته يې په نه پامنيوي، داسې چې له سمو رواياتو سره مخالف يا متناقص (ټکر خوری) نه وي، نوموړی حديث ومنو او په دې بېړندويه حرکت کې، له ډېر شمېر قرآني آيتونو، سمو نبوي احاديثو او د اسلام له پرېکونو قواعدو سره مخالفت وکړو، نو دا يو جاهلانه عمل او د ځاني غوښتنو لاروي ده، چې موږ په ويناوو او کړو وړو کې د تناقض او ټکر خورۍ په دام کې ښکېلوي. د حديث تر پام لاندې نمانځنه، که لفظ يې سم وي ، د اسلام د اوامرو او نواهيو په چوکاټ کې کړنې دي او روا نه ده ځان پردې حديث ـ همدا يا نور احاديث ـ له قرآن آيتونو او سمو احاديثو جلا وپوهوو؛ په تېره که د دې حديث پر ظاهره ـ چې له قرآن سره څرګند ټکر خوري لري ـ عمل وکړو، په دې مانا چې مسلمان وګړی د خلکو د وژنې، پرې ظلم کولو او مال خوړل يې، تر هغه چې له خدای سره يې شريک نيولی نه وي، عذاب او مجازات نشي. په داسې حال کې چې قرآن له دې واحد ( نامتواتر) حديث مخکې څرګنده کړې، د «محترم نفس» وژونکی به دوزخ ته ولاړ شي. خدای وايي: «څوک چې مؤمن په لويي لاس ووژني؛ نو سزا يې د جهنم اور دی چې تل به پکې وي. د خدای غضب پرې دی او له خپل رحمت يې لرې کوي او ستر عذاب يې ورته چمتو کړی دی.» ايا سمه ده څرګند آيت د هغو شمېر راويانو پر وړاندې چې د حديث په نقل کې يې ډاډمنېدای نشو، چې مطلب به يې هېر يا توهم کړی نه وي ـ خوشې کړو؟ شيخ او د وهابيت بهير پردې موضوع که مسلمان الله ونمانځي او څه ورسره شريک نه کړي بسنه نه ده کړې؛ بلکې څوک چې په خپل ښار کې د منکراتو ردول اعلان نه کړي او له دې ښاره ونه وځي، تکفير کړي او هغوی چې د مسلمانانو په تکفير کې ورسره موافق نه وه، هم يې تکفير او جګړه يې ورسره کړې. همداراز چا چې دوی ته خوارج ويلي، تکفير او ورسره جنګېدلي او د رسول الله (ص) د دين کنځل مار يې ګڼلي! چې شواهد يې مخکې وويل شول؛ نو دوی د شرک په مانا او احکامو کې يې او هم په زور کارونې کې د خپلو ليدلوریو په عملي کولو کې له حد څخه وتلي دي. څلورمه نيوکه: د عبادت (نمانځنې) مانا شيخ له دې حديث څخه د ګټنې مسايل په دې شرح يادوي: ۱- «عبادت» توحيد دی؛ ځکه دښمني د توحيد پر سر ده.» څرګندونه: دا ليدلوری د عبادت په يوې برخې کې يې د مانا د منحصرولو پر مفهوم دی؛ ځکه د شیخ مخالفانو ترې پوښتل: موږ چې بې له «الله» بل څه نه نمانځوو، نو ولې تکفېروې؟ خو اساسي ټکی دا دی چې شيخ عبادت په توحيد کې منحصر بولي، ورپسې توحيد د «لا اله الا الله» له شروطو او نواقضو په يو اوږد لړليک کې محدودوي، چې محال ده مخالف يې مسلمان پاتې شي؛ خو دا چې د توحيد و شرک په سخت ګيرانه تعريف کې يې ليدلوری او اجتهاد ومني، داسې چې په پيل کې يې وګړی سم بولي؛ نو ځکه يو شمېر ديني عالمان لکه: امير صنعاني، شوکاني او نور، تاييدوي چې د شيخ خبرې پوره سمې دي؛ ځکه شيخ او تر ده وروسته لارويان يې د دين تبليغ ته د عالمانو د ورلېږلو پر وخت ورته وايي: موږ يوازې د الله نمانځنې او د شرک پرېښوو ته بلنه کوو؛ نو ځکه نور عالمان بې له دې لار نه لري چې وايي: دا د الله دين دی او درسره يوو او کله يې له شيخ يا تر ده وروسته لارويانو سره مکاتبه کړی او کله يې په شعر او نثر ستايلی دی، خو که همدا عالمان پوهېدل چې د وهابيانو په نزد د توحيد کلمه اوږده، دقيق، پرېمانه متضاد او ناسم شرايط لري؛ نو بېشکه يې شيخ نه تاييداوه. په همدې پار امير صنعاني چې په لنډو او سرسري د شيخ له کتابونو سره اشنا شوی و، چې کله مربد التميمی چې پر ۱۱۷۱ س په رغبه کې وهابيانو وواژه ـ نوموړی د شیخ د کتابونو پر منځپانګې وپوهاوه؛ نو تردې وروسته د شيخ ستايونکی د شيخ په سخت انتقاد کوونکي واوړېد. له شیخ سره د عالمانو اختلاف توحيد ته په بلنې او له شرک څخه په نفې کې نه دی؛ ځکه دا يوه موضوع ده چې هيڅ عامي مسلمان ورسره مخالف نه دی، د نجد، حجاز، عراق، يمن او نورو ښارونو عالمان خو لا څه؛ بلکې له شيخ سره يې اختلاف د توحيد د شروطو او نواقضو د اوږده لړليک په باب دی، چې شيخ د توحيد او له شرک څخه د خونديتوب په اړه ويلي دي. که پردې ټکي ښه پوه شوو؛ نو هله له ده سره د عالمانو د مخالفت په انګېزه او د عوامو په اطاعت پوهېدای شو. شیخ ګيله کوله چې ولې يې د مخالفانو غټه برخه ديني عالمان او خواص دي، نه عوام او سرسري خلک، چې په راتلونکي کې به مستند او دقيق بحث پرې وشي. عام عوام چې حديث واوري، ان که سند يې هم کمزوری وي، يا د يو عالم وينا واوري، که څه بې بنسټه او نيمګړې وي، د هڅونې يا ګواښ له پلوه يې پر منځپانګې معتقد کېږي او هڅه کوي چې عام مسلمانان پرې خبر کړي؛ ځکه له خپلو عالمانو يې اورېدلي چې د مسلمانانو شرک د ابوجهل تر شرکه خورا سخت دی؛ هماغه خبره چې شيخ سامحه الله د خپلو مخالفو عالمانو په باب ويله . نو د شيخ مطلب چې وايي د انبياوو او خلکو ترمنځ دښمني يوازې د توحيد په باب وه، سم نه دی؛ ځکه دا ادعا د پېغمبرانو د بلنې په يوې برخې کې د رسالت منحصرول دي او ډېر ګناهونه شته چې خلکو کول؛ خو پېغمبرانو ترې منع کول؛ لکه: ظلم، ډنډۍ وهل، د حرام نفس وژنه. د شیخ د «مسائل الجاهلية» په نامې يو کتاب وليکه، چې تر اوياوو ډېر جاهلي خويونه يې پکې ياد کړي، چې وښيي د جاهليت زمانې خلکو له پېغمبر (ص) سره په کومو مسايلو کې اختلاف درلود. نو ځکه کوم خصلتونه چې قرآن کريم نهې کړي، لږ تر لږه په ځينو کافرانو کې شته؛ خو که د شيخ مطلب دا وي چې د ده او همعصرو ترمنځ شخړه يې يوازې د توحيد په باب وه دا هم ناسمه ده؛ ځکه لانجه يې د دوو مهمو مسئلو پر سر وه؛ تکفير او له خلکو سره جګړه. په پايله کې، دا مطلب چې شیخ عبادت په توحيد کې منحصر ګڼلی، تېروتنه ده او دا دعا يې چې له ده سره د مخالفانو خصومت يوازې د توحيد په هکله و، دا يې بله تېروتنه ده؛ خو بانډيڅيانو او کلېوالو دا دواړه خطاوې او تېروتنې درک کړې نه وې؛ نو ځکه يې له مسلمانانو سره په شوق او شوروځوږ جګړه کوله؛ ځکه دوی يې، هاغسې چې شيخ ويل، داسې مشرکان ګڼل چې شرک يې د قريشي کفارو تر شرکه خورا سخت و. ۲- شيخ د يوې بلې مسئلې په څرګندونه کې وايي: «څوک چې مؤحد نه وي، الله يې نمانځلی نه دی.» څرګندونه: له نظري پلوه دا پوره سمه خبره ده؛ خو په نجد، حجاز او نورو ښارونو کې له خپلو همعصرو عالمانو سره د شيخ اختلاف د دې مسئلې پر سر نه؛ بلکې د توحيد د مانا پر سر و، چې شيخ پلن، اوږده، پوره ګوماني (ظني) يا ان اشتباهي شروط لازم ګڼل، چې غالباً نورو عالمانو، دا شروط لازم نه ګڼل؛نو ځکه څوک چې دا شروط و نه لري، د شيخ له ليدلوري مشرک او د دې عالمانو له ليدلوري مسلمان دی. نو ځکه له خپل ځايه د اختلاف بې ځايه کول او پر نا اختلافي موضوع بوختيا، د نورو اغفال او غولونه ده. په تېره که ددې عمل د انګېزې انګېزه له شور وځوږ راولاړه شوې وي، يا عالمانه اجتهاد، نږه نيت او يا ان له کينې راولاړ وي، چې په ظلم پای ومومي په باب له نظر څرګندولو سترګې پټې شي. ۳- شيخ د يوې بلې مسئلې په څرګندونه کې وايي: «الله نمانځنه» طاغوت ته په ورشا کېدنې عملي کېږي.» څرګندونه: دا سمه ده او اختلافي خبره نه ده؛ ځکه د شيخ مخالفان نه وايي: موږ هم پر الله او هم پر طاغوت ايمان لرو؛ خو شيخ په خپل اجتهاد، ځينې څېزونه په طاغوت کې رانغاړي، مخالفان يې وايي: په دوی کې مباح، مکروه او حرام کړه وړه شته او سمه نه ده په چې باب يې وويل شي چې طاغوت دي او بيا پايله واخلو، چې څوک دا څيز مثلاً شرک ونه ګڼي، بېشکه پر طاغوت يې ايمان راوړی او له اسلام او اسلاميانو وتلی او بيا جګړه ورسره وشي. ملاحظه کوئ چې څوک له دې عامې وينا سره مخالف نه؛ بلکې اختلاف د دې پر سر دی، چې دا خبره هغه ته ورمنسوبوو، چې وړ يې نه دی. په خپلې زمانې کې د شيخ او نجد عالمانو اختلاف او ورپسې د شيخ او حجاز، عراق او نورو اسلامي ښارونو د عالمانو ترمنځ اختلاف او نن زموږ او ګردو نړيوالو ترمنځ اختلاف، له همدې ځايه پيل شوی دی. ۴- شیخ د يوې بلې مسئلې په څرګندونه کې وايي: «طاغوت عام دی او بې له الله د هر څيز نمانځنه رانغاړي.» څرګندونه: دا وينا سمه ده؛ خو څو مسئلو ته مو پام وي: لومړی: د عبادت مانا او دا چې ايا د غير الله عبادت په مجازي مانا دی، چې په پايله کې، کوم موارد چې په ناپوهۍ (جهل) يا تأويل هم تحقق مومي رانغاړي که نه؛ که يې نه رانغاړي، نو روا نه ده مقلدان يې په دې ادعا چې عالمان يې د الله پر ځای پالونکي نيولي تکفير کړو،هاغسې چې شيخ د خپلو مخالفو عالمانو له مقلدينو سره وچلېد او که دغسې عمل روا دی بايد ـ مثلاً ـ ماته هم جايز وي، څوک چې دا بحث سم او صائب ونه بولي، تکفير کړم؛ ځکه تورنوم يې چې شيخ يې د الله پر ځای خپل پالونکی نيولی دی. نو ځکه نبايد د ځينو مطلق جملو په ظاهر په تنهايي او بې د مقيد په نظر کې نيولو استناد وکړو؛ بلکې بايد له نورو نصوصو چې د مسلمانانو له تکفيره ډډې کولو توصيه کوي، د تکفير موانع په پام کې نيسي؛ لکه جهل (ناپوهي)، تأويل، زور او اضطرار (اندېښمني) ـ سره يې يو ځای راټول کړو. که هر نظروال ته جايز وي څوک چې ورپسې نه درومي د عالمانو په نمانځنه يې تورن کړي، په دې حال کې د ځمکې پر مخ کوم مسلمان نه پاتېږي، چې په کفر او د غير الله په نمانځنې مو تورن کړی نه وي. دوم: شيخ چې پر مخالفانو د نيوکې لپاره دا کتاب ليکلی، مخالفين يې پرې ګوتنيونه کوي، يو شمېر چارې چې شيخ ایمان درلودل پرې طاغوت ګڼلی داسې نه ده؛ بلکې د مباح، مکروه يا حرام او بدعت ترمنځ دي او که د شيخ ومنو، چې په اسلامي امت کې اکبر شرک شته، نو دا ترې نه منو، چې دا شرک عام، او پراخ دی، هاغسې يې چې وایی؛ ځکه نوموړی ادعا کوي: شرک ان جزيې مورد هم رانغاړي او خلک دلات و عزی نمانځنې ته ورګرځي. نو ځکه په ګومان يې د نجد په هر ښار کې د الله پر ځای بوت نمانځل کېږي او اکبر شرک جزيرة العرب رانغاړلی دی او په نجد او حجاز کې د شيخ د زمانې ډېری خلک له قيامت څخه منکر وه او نورې چارې (هم) په مطلق ډول ويلې، چې بېلګې يې په تېرو څپرکيو کې په سند يادې شوي. نو که دوی ومني چې اکبر شرک شته؛ نو دا په څو ځانګړو مصداقونو کې ويني، نه په عام ډول؛ دوی مني، لرې نه ده چې په اسلامي ښارونو کې اکبر شرک وي؛ خو که وموندل شي بېلګې يې ډېرې لږې دي او عموميت نه لري او په هغه پسې تلای نشو، چې وايي عام مسلمانان مشرکان دي. شيخ زياتوي: «ډېری اصحاب پردې مسئلې نه پوهېدل.» څرګندونه: که د مسئلې له ويلو څخه د شيخ مطلب دا وي چې په حديث ډېری اصحاب نه پوهېدل؛ ځکه پېغمبر (ص) معاذ ته امر کړی و، چې پټ يې کړه؛ نو دا وينا سمه ده او که مطلب يې دا وي چې په حديث کې په شتو مسايلو اصحاب نه پوهېدل؛ نو په دې حال کې دا نظر سم نه دی؛ بلکې دا نيمګړنه د «حديث منځپانګېزه یا محتوايي» نېمګړنه شمېرل کېږي؛ ځکه جايز نه ده چې پېغمبر (ص) له اصحابو يوه مهمترينه مسئله پټه کړي او که ډېری اصحاب پر دې مسئلې نه پوهېدل؛ نو ولې شيخ انتظار لري، چې همعصري مسلمانان يې پرې پوه شي؛ او هم څوک چې پوه پرې نشي د تکفير ټاپه پرې ووهل شي، چې څو ځلې مو ويلي چې اصحاب تر موږ خورا پوه دي؛ خو اوس ادعا وکړو چې ډېری يې پر هغه مهمې مسئلې نه پوهېدل چې درعيه ميشتي پرې پوهېږي؟ ناپايه ټکر خوري ۱- شيخ وايي: له دې حديث څخه د ګټنې يو ټکی دا دی، چې د مصلحت په پار د علم پټونه جايز ده. د دې ټکي له ويلو يې مطلب، معاذ ته د دې حديث پټولو په باب د پېغمبر (ص) توصيه وه؛ خو که دا نظر سم وي؛ نو په دې حال کې ولې شيخ محمد دا حديث د خپلې بلنې په ښوونو کې راوړی دی؛ ايا شيخ خپل مخالفان مسلمانان بولي؛ خو د مصلحت په پار يې پټوي؛ ځکه که دوی مسلمانان معرفي کړي، خلک ورسره د جګړې لپاره لېوالتيا نه ښيي. که پېغمبر (ص) پر اصحابو د اندېښمنې او ډار له وجهې دا حديث پټ کړي؛ نو شيخ له حديث څخه داسې پوهېدلی، چې ډېری خلک هيڅ مقام نه لري او د ډاډ وړ نه دي. همداراز که له حديث څخه د پېغمبر (ص) مطلب، هماغه څه و، چې شيخ پوهېده، بيخي يې امر کاوه چې پټ يې کړي، چې خلک بې ارزښته او ناډاډمن نشي. دا ليدلوری د حديث له مانا د شيخ د انحرافي او کږې وږې پوهېدنې کچه راښيي؛ځکه په حديث کې يې ياد شوی عبادت د توحيد په کړۍ کې منحصر کړی دی. بيا يې توحيد ته شروط او ډېر نواقض ياد کړي، چې حديث يې د متقابل اعتماد له بلونکي، پوچۍ او چټيتوب ته په بلونکي اړولی دی. نو لکه چې څنګه مو وويل: دا حديث يا د قرآن مخالف دی يا موافق. که له قرآن موافق وي؛ نو بايد له قرآن سره يې سازګار تفسير کړو؛ نو ځکه موږ رسالت په توحيد کې نه را ايساروو او توحيد ته شروط هم په پام کې نه نيسو، چې د مسلمانانو د تکفير نظريه پکې سوړه ونه کړي. او که د قرآن کريم مخالف وي، بايد پېغمبر (ص) د دې حديث له ويلو پاک او سپين وبولو او دا د خلکو په اوهام يا د حديث تر تدوين او راټولو مخکې د ځينو پر شفاهي ګذارشاتو تعبير کړو. د عقل، عرف (دود) او واقعيت له مخې، شونې ده د دغسې شفاهي ګزارش له لامله څه ستونزې رامخې ته شي او لامل يې دا وي، چې راويان، له وهم، تېروتنې او هېر پاکلمني نه دي؛ ځکه کله يې يوه کلمه هېروي، چې د حديث ټوله مانا اړوي، يا يې په مانا کې داسې اغېز پرېباسي، چې د قرآن له نصوصو سره يې په موافقو کړنو اړوي. لکه د معاذ بن جبل چې له پېغمبر (ص) نه د نيغ په نيغه حديث راوي دی او بخاري او مسلم چې روايت يې ترې کړی ـ ترمنځ دوه پېړۍ تېرې شوي او ډاډمن نه يو، چې يو بل ته د حديث ويلو په ترڅ کې له يوه هم توهم، تېروتنه او هېر سر نه وي وهلی، سره له دې چې دوی ټول توثيق شوي دي. په اوسني وخت کې هم ډېری خلک مشاهده کوو، چې پر ډاډمنتوب او صالح والي يې شکمن نه يوو، خو کله له يوه وګړي د پېښې يا ګزارش په نقل کې تېروځي، دا خو لا څه چې له چا (نقل او) روايت غواړي، چې ده له دويم کس او همده له درېيم تن او ... روايت کړی وي. زه حديث نه ردوم؛ خو دا چې منځپانګه یا محتوا يې د قرآن له صراحت او څرګندتيا سره مخالفه وي او له نظري پلوه اهل حديث په خپلو مشهورو کتابونو کې اعتراف کوي، چې کله د حديث سند سم دی؛ خو منځپانګه يې له قرآن سره د مخالفت له لامله، باطلېږي. معتزله چې يو عقل پال اسلامي مذهب دی، باوري دی، که کوم حديث د قرآن مخالف وي، اړتيا نشته چې د قرآن او دې حديث د همغږۍ لپاره هڅه وکړو؛ بلکې د حديث مردود والی او د قرآن پرېکنده توب ړومبی دی او په دې حال کې يقيني کېږو چې راويان د حديث په ويلو او نقل کې ښويېدلي دي او دا حديث، بېشکه د پېغمبر (ص) خبره نه ده! ځکه پېغمبر (ص) کله هم له قرآن سره په مخالفت کې خبره نه کوي. په همدې پار که د حديث سند او متن سم وبولو او که دواړه رد کړو؛ نو پر حديث جلا او د خورا قوي نصوصو په تېره د قرآني نصوص په ناليدلو ګڼلو، پوهېدای پرې نشو. افسوس د حديثي نقلي عقل پالۍ بهير ځان ارزولی او کره کړی نه دی . ۲- شيخ د يوې بلې مسئلې په څرګندونه کې، د علم ځانګړي کول يوازې ځينو خلکو ته روا ګڼلی دی. څرګندونه: اهل حديث پردې ليدلوري نيوکه لري؛ ځکه جايز نه ده، کوم علم او پوهه چې اسلامي امت ورته اړمن وي، پټ شي؛ بلکې د علم پټونه يوازې په هغه ځای کې جايز ده، چې اړتيا ورته نه لري. ۳- شيخ د معاذ حديث د راسپړنو د ګټنو په پای کې وايي: «دا مهمه مسئله ده.» څرګندونه: دا ليدلوری د حديث د متن يوه نيمګړنه ده؛ ځکه پېغمبر (ص) خپله کوم مهم چار له امته پټ کړی نه دی، چې وروسته يې د پټولو امر وکړي. پېغمبر خلکو ته د خدای د ګردو احکامو پيغام رسان دی او اسلام کوم راز ډولی څيز نه لري؛ بلکې اپوټه، يو علني او ډاګيز دين دی او باطنيه له همدې وزلې (د دين راز ډوليتوب) په ګټنې، د دین پر ضد ( له يا عليه) ادعاوې وکړې ، همداراز ځينې سلفيان، له دې مسئلې سره مخالف دي او ادعا کوي، چې څوک دغسې باوري وي، چې پېغمبر (ص) کومه موضوع له خپل امته پټه کړې، کافر دی. پينځمه نيوکه: د عبادة بن صامت حديث څېړنه شيخ د کتاب التوحيد لومړي باب «د توحيد فضيلت او کوم ګناهونه چې بښي» په نامه پيل کړی دی او څو احاديثه يې ياد کړي، له دې ځنې د عبادة بن صامت حديث يې په دې شرح نقل کړی دی: «څوک چې شهادت ورکړي، يوازې «الله» د نمانځنې وړ، محمد يې بنده او استازی دی او عيسی د خدای بنده، استازی او کلمه يې ده چې پر مريم يې ورالقا کړې او روح يې دی او هم جنت او دوزخ حق دي، خدای به يې جنت ته ورننباسي.» څرګندونه: د حديث د کره کونې په سريزې کې څو بېلګې يادوو، چې ډېر اهل حديث يې له علمي اړخ نه رعايتوي، که څه له نظري پلوه يې مني او د اهل حديثو د نظري او عملي اړخو ترمنځ ټکر، يوه موضع ده چې د لاندې درېيو شرايطو درلودوونکي ته يې پوهېدانه اسانه ده: لومړی: د حديثي قواعدو پېژندنه، چې د حديث پوهنې د څانګې طلاب يې پوره پېژني. دويم: د اهل حديثو د اثارو (حديثي ټولګو) په باب قضاوت، د هغې نظريې په پامنيوي چې خپله محدثانو وضع کړې ده؛ خو د دې شرط رعايتوونکي خورا لږ وي؛ خو د هغو احاديثو په تړاو، چې کمزوري يې ښکاره، مشهوده او مشهوره ده، ياد حديث د مخالفانو نظريات تاييد کړي؛ خو د هغوی شمېر ډېر لږ دی، چې کړنې يې د دوی له نظريې سره سازګارې وي، چې له دې ډلې دارقطني، الباني او احمد غماري دي. دې ډلې د صحيحينو ځينې احاديث په خجالت او شک، کمزوري ګڼلي دي. درېيم: علمي مړانه، چې د ديني علومو طلاب د پوهې او علم په بيانولو کې د بدعت، بې لارۍ يا کفر په تورنولو د خلکو له بد وينې، ټپسورۍ او غندنې ونه ډارېږي. ورته لازم دي، چې په نږه نيت خدای او حقيقت ته د ور رسېدو لپاره مټې رابډوهي، بيا يې څه چې حق موندلي، بيان کړي؛ ځکه علم دوه برخې لري؛ يوه برخه يې په معلوماتو پورې اړوند ده او بله يې د معلوماتو د اوڅارولو په مړانې پورې؛ خو د يادونې وړ ټکی دا دی، که څه شيخ تېر حديث له صحيح بخاري راخستی؛ خو د څو علتونو له مخې چې وبه ويل شي ـ پېغمبر (ص) ته يې ورمنسوبول سم نه دي. ځکه دا حديث د قرآن کريم ښکاره مخالف دي؛ ځکه که يو مسلمان پردې ټولو چارو ګواهي ووايي او ورپسې بد چاري او ظلم وکړي، خلک ووژني، غلا او زنا وکړي، د یتیم مال وخوري، نمونځ، زکات، حج او روژې ته ورشا کړي، پر محارمو تېری او کبيره ګناهونه وکړي، په دې مواردو کې د قرآن کريم نص دا دی چې نوموړی به دوزخ ته ولاړ شي نه جنت ته. نو په ځلونو مې ويلي چې قرآن مو مهجور او شاته کړی دی؛ قرآن وروستی سند دی، چې استدلال پرې کوو؛ خو پېغمبر (ص) ته په ورمنسوبو، رواياتو اعتماد کوو، سره له دې ښايي د احاديثو په راويانو کې، داسې کسان وو، چې پر توهم او هېر اخته شوي وو او ډېری تېروتنې به يې کړې وې. پردې نيمګړتياوو سربېره کله آګاهانه او په ځانخبري ډول مصلحت، سياست او مذهب دودولو ته، ځينې احاديث جوړ او روايت شوي دي، چې په دې ډول احاديثو کې يې د سند څېړنې ته اړتيا نشته؛ بلکې کافي ده هغه مبارک آيتونه چې د کبيره ګناهونو کوونکيو ته يې د اور ژمنه ورکړې ياد کړو، هله حديث وڅېړو نو که د دې حديث له مخې، له کبيره ګناهونو ډډه کول، لازم ګڼل شوي نه وي؛ په دې الفاظو پېغمبر (ص) ته د دې حديث تړاو باطل دی، که څه په صحيح بخاري کې وي. د عبادة حديث د سند کره کونه لومړی: دا شامي حديث دی او په مرجئه و کې، شاميان تر دوي ټولو خورا فاسد دي او دا حديث د مرجئه له عقیدې سره سازګاری دی. دويم: حديث بخاري په خپل صحيح کې د صدقة بن فضل په نقل روايت کړی، چې په اړه يې ويل شوي: نوموړی خراسانی، سلفي او ډاډمن (ثقه) دی، چې دا حديث يې له وليد نقل کړی دی د وليد په اړه ويل شوي. وليد بن مسلم دمشقي، اموي او «مدلِّش» دی او د حديث عيب په سند کې يې د وليد شتون دی، چې په راتلونکي کې به يې شرح راشي. وليد له روزاعي نقل کړی، چې د شاميانو يو مشر و او ډېر احاديث يې سره له دې چې ثقه او ډاډمن دی، کمزوري دي او اوزاعي له عمير بن هاني، دمشقي نقل کړی، چې يو معتبر عالم هم نوموړی ډاډمن بللی نه دی او ابن ابوحواري ترې د اوزاعي له روايته انکار کړی او ويلي يې دي، چې نوموړی له دښمن سره و او عمير له شاميانو سره د يزيد بن وليد پر ضد چې تر عمر بن عبدالعزيز وروسته، تر ټولو امويانو خورا عادل و ـ پاڅېدلی او په همدې پار وژل شوی دی. دا واقعيت پردې مانا ده چې نوموړي له وليد بن يزيد سره چې ترټولو امويانو خورا فاسق و، ملګرتوب کاوه! او لرې نه بولم چې دا حديث يې د وليد سپيناوي او تبرې ته جعل کړی وي، چې په ګناهګارۍ کې يې افراط کاوه. دا حديث، وليد د جنت مستحق بولي داسې چې له اتوګونو ورونو يې ورننوتاوی شي. عمير له جنادة بن ابو اميه چې شامي و، روايت کړی او شاميان اهل حديث نه ول او دا لا څه چې نوموړی زهرانی و او رجال پوهانو، پر حديث بوخت ډېر زهرانيان ډاډمن نه دي بللي؛ ځکه ډېر احاديث يې نقلول؛ خو د نقولو لازم شرايط يې نه درلودل. همداراز نوموړی د معاويه له يارانو څخه و، چې له لوري يې د سمندري ځواک بولندوی و اود معاويه چې به څوک بد راغی، نو سمندري جګړې ته يې لېږه او بيا بېړۍ به ډوبېده! په دې خواله کې ورسره شريک او معاويه پرې اعتماد درلود او معاويه يوازې او يوازې پر خطاکارانو او ګناهګارانو، اعتماد کاوه. جناده دا حديث له عبادة بن صامت روايت کړی، چې يو ستر بدري صحابي دی او له معاويه سره د ربا او شراب پلورنې په هکله دښمن و او که نوموړی د دې حديث راوي وي، د معاويه ظلمونو ته به يې مخونه ورکړې وي؛ ځکه معاويه ويل: د دې حديث په مخکې ويل شويو چارو ايمان لري او خدای عبادة بن صامت د دغسې رواياتو له نقلولو خوندي کړی، خپل پېغمبر (ص) خو يې لا څه. درېيم: د دې حديث اساسي نيمګړنه په سند کې يې د وليد بن مسلم شتون دی، چې شامي او د امويانو پلوی دی او شاميان اهل حديث نه ول او اهميت يې نه ورکاوه او دا چې د بني اميه و له مينوالو ځنې و. ګومان يې پرې کړی، چې د مرجیه و لاروي دی؛ ځکه امويانو په شام کې د «جبر و ارجأ» په خپرولو کې هڅه کوله پردې سربېره تردې ټولو مهمتره دا چې نوموړی د احاديثو د سند په باب په دروغو ويلو تورن دی؛ ځکه د ځان او اوزاعي ترمنځ له پرتو دروغجنو او کمزوريو وګړيو يې روايت کړی دی. نوموړي د احاديثو د روايت پر مهال د دوی نامې لرې کولې او کله يې د اوزاعي کمزوري شيوخ جذب کړي او پر ځای يې ثقه او ډاډمن وګړي نيولي؛ ځکه په ګومان يې اوزاعي تردې پاک دی چې له دې کمزوريو او دروغجنو روايت وکړي او تورن دی چې د اوزاعي حديث يې (فاسد او) خراب کړی دی. د وليد بن مسلم په باب چې کوم عام توثيقات او څه چې په ځانګړي ډول په غندنه کې يې ويل شوي وايم: امام احمد يې په اړه وايي: نوموړی کثير الخطا دی (يعنې ډېر تېر وځي) او ډېر مرفوع احاديث يې روايت کړي (رفاعا). د ده هېوادوال او همعصری، ابو مسهر دمشقي شامی يې په باب وایي: «وليد د اوزاعي احاديث له ابن ابو سفره زده کول او ابن ابو سفر کذاب (دروغجن) دی»؛ نو ځکه وليد د دې احاديثو په روايت کې وايي: اوزاعي وويل: او هم ابومسهر وايي: «وليد بن مسلم د اوزاعي احاديث له دروغجنو ترلاسه کول» او هيثم بن خارجه وليد بن مسلم ته وويل: «د اوزاعي حديث دې تباه کړ.» ورپسې د دې خبرې څرګندونه کوي: «ځکه اوزاعي روايات له زهري او نافع (راويانو) څخه روايتوي؛ خو ته له اسنادو څخه د دې کمزوريو راويانو نامې لرې کوې. وليد د دې دروند تور په ځواب کې وويل: اوزاعي تردې خورا شريف دی، چې له دغسې وګړيو روايت وکړي! بيا هيثم څرګنده کړه، چې ولید يې نصيحت ته اعتنا ونه کړه.» دار قطني ويلي دي: «وليد بن مسلم له اوزاعي په مرسل توګه احاديث روايت کړي، چې د اوزاعي له نظره له کمزوريو شيخانو چې اوزاعي درک کړي لکه نافع او زهري نقل شوي». وليد د کمزوريو نامې لرې کړي او پر ځای يې اوزاعي له نافع او اوزاعي له عطاء، زهري او ... روايت کړی دی. او ابو داوود ويلي دي: «وليد بن مسلم له مالک څخه لس احاديثه روايت کړي، چې اصل نه لري.» څرګندونه: دې ته په پامنيوي چې وليد يو شامي و او مالک مدني حجازي دی؛ خو له دې سره سره حديث يې ترې روايت کړی دی؛ نو که مالک شامي و، څه کېدل او څومره باطل روايات يې ترې روايتول! او هم ابوداوود ويل: او نور مُدلّسين (په احاديثو کې لاسوهوونکي) تر وليد بن مسلم غوره دی. حافظ بن حجر وايي: نوموړی ډاډمن (موثق)؛ خو کثير التدليس او التسويه دی او د ده نامه يې د «المدلسين» کتاب په څلورمه ډله مدلسانو کې راوړی دی. دا ډله هغه کسان دي، چې ټول يوه خوله دي، نبايد په يوه حديث يې هم استدلال وشي؛ خو چې پکې څرګنده کړي، خپله يې حديث اورېدلی؛ ځکه په روايت کې يې له کمزوريو او مجهولو پرېمانه تدليس او لاسوهنه ده. پام مو وي، چې دا معنعن حديث دی، چې په سند کې يې وليد دی او د تدليس او تسويه ګومان پرې کېږي او نبايد د وليد روايات ومنو؛ خو دا چې پکې څرګنده کړي خپله يې دا روايت اورېدلی دی او وليد، نه دی ويلی چې دا حديث يې اورېدلی؛ نو ځکه روايت کمزوری دی. ذهبي له وليد نه په دفاع کې ويلي: «بخاري او مسلم پر وليد نيوکه کړې؛ خو د ده احاديث يې غور چاڼ کړي او د ده د کمزوريو احاديثو له روايت څخه يې ډډه کړې ده.» خو دا وينا چې بيا هم بخاري او مسلم پرې نيوکه کړې، زموږ د خبرې پر سموالي يو دليل دی، چې معتقد يو، د پېغمبر (ص) له مقام نه په دفاع کې، بايد حديثي ټولګې مو کره او وڅېړل شي چې هسې نه داسې څېزونه ورمنسوب شي چې يې نه دي ويلي. خو د ذهبي ادعا، چې بخاری او مسلم د وليد احاديث غورچاڼ کړي او ناسم احاديث يې پرېښي، د قرآن مخالف د همدې حديث شتون يې ناسمي زبادوي. سمه ده چې بخاري او مسلم د صحيحينو احاديثو له اوچتو ليکوالانو ځنې دي؛ خو په اهل حديثو کې د قرآن پالي اندنه ـ که دا يو سم تعبير وي ـ تقريباً يو مخې (غايبه او) غایبه او ترې تم ده! نو ځکه دا حديث يې روايت کړی، چې هيڅ مسلمان، که محدث، معتزلي وهابي او د دوی مخالف وي، مضمون او منځپانګه يې نه مني؛ نو څنګه يقيني شو چې بخاري او مسلم په مطلق ډول احاديث غورچاڼ کړي او هېر کړو، چې دا دواړه عالمان کله اشتباه او ګومان کوي چې د پلارني راوي له سمو احاديثو يو حديث دی؛ خو را وروسته معلومېږي، چې هاغسې نه وه! نو ځکه ناچار بايد دليل راوړاندې کړي. د خبرې نچوړ دا حديث چې بخاري روايت کړی او مسلم ډډه ترې کړې يو باطل حديث دی، چې پېغمبر (ص) ته يې ورمنسوبېدل ځکه ناسم دي، چې له قرآن سره مخالف دی، منځپانګه یا محتوا او سند يې هم کمزوری دی. بيا هغوی چې شيخ تکفير کړي، په شهادتينو اعتراف کوي او په دې حديث کې پر شتو ځانګړنو ايمان لري. په همدې پار که څوک د توحيد په عملي کولو کې د دوی (وهابيانو) پر شروطو ملتزم وي؛ خو د خدای د صفاتو له تاويل سره، د صالحانو تبرک او توسل، پر حضرت ابوبکر د حضرت علي په غواروي او په څېر يې موافق وي؛ نو بدعتي يې معرفي کوي او په جهميه، شرک يا رافضيه يې تورنوي. نو ځکه دوی په دې حديث کې پر راغليو ځانګړنو ملتزم نه دي، او دين منحصرول ورپورې تېروتنه ده؛ ځکه د دې ليدلوري له مخې دين په زړګني ايمان او د خولې په اقرار تحقق مومي او عمل ته څه اړتيا نه لري، چې دا «ارجاء» ده او سخته يې غندي؛ بلکې ځينې اوسني سلفيان، ابوحنيفه چې حنبليانو تکفير کړی و، داسې مخونه ورکوي، چې په ليدلوري کې يې ډول ارجاء وه. د عراقي اهل سنتو ارجاء، چې په ټول کې د تکفير په باب د تقوا خپلولو پر مانا ده، د شامي ارجاء په څېر نه ده چې د حکومت (تابع او) ايل وي او تکفير جايز بولي او د کوفيانو ارجاء چې ابوحنيفه هم له همدوی دی، د (اصلي مرحبيانو؛ يعنې) شاميانو تر ارجأ خورا خفيفه ده، چې د شاميانو ارجائي ليدلوري خورا ناوړه او قبيح دي . وروستۍ خبره څه چې تېر شول، د شيخ محمد بن عبدالوهاب ـ رحمه الله ـ د «کتاب التوحيد» د کره کونې بېلګې دي، چې پوره کړې مې نه دي؛ نه مې غوښتل چې د پينځو بندونو (پينځو نيوکو) په بند کې پاتې شم؛ بلکې له ځان سره مې وويل، څه چې چمتو شوي، په دې پار چې بې ګټې نه دي، خپاره کړم؛ ځکه ځينو انګېرلې چې د شيخ محمد په «کتاب التوحيد» کې په تېرو او راتلونکي کې باطل سوړه نشي کړای او ښايي په لوستوونکيو کې مې ځينې وهڅوي چې پوره يې کړم؛ ځکه زه پر بېلابېلو موضوګانو بحث کوم؛ خو تقريباً يوه يې هم پای ته نه رسوم. الله تعالی دې شيخ محمد، لارويان او مخالفان يې؛ که مسلمان عالمان او عوام وي، وبښي او ټول دې په خپلې لورنې کې راونغاړي. او پر محمد او آل محمد دې د خدای درود وي هاغسې چې الله پر ابراهيم او آل يې ورولېږه. حسن بن فرحان مالکي د ۱۴۳۵ س د جمادي الاولي (۱۱) مه، سه شنبه رياض ـ سعودي عربستان
==