منځپانگې ته ورتلل

لارښود:سمون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له لارښود:مخ سمونه نه مخ گرځېدلی)
ويکيپېډيا يوه وړیا علمي پوهنیزه پانګه ده. ددې مانا دا ده چې هر څوک کولی شي په ويکيپېډيا کې سمون وکړي. هر څوک چې سمون کوي، د ويکيپېډيا يوه برخه جوړوي، او هغو کسانو ته چې سمون کوي، ويکيپيډين ويل کېږي. د يو مخ په سمون کې د ګڼون جوړول ضروري نه دي. په ويکيپېډيا کې سمون په دوه طريقو کېدای شي: لومړی د VisualEditor سافټویر له لارې، چې يو نوی نظام دی او کارن یې د خپلو غوره توبونو له مخې فعالولای شي، او دويم هغه لاره چې اوس هم فعاله ده، په انګرېزۍ کې ورته ويکي مارک اپ ايډيټر وايي. په پښتو ويکيپېډيا کې سمون کول ډېر اسانه دي، بس لږ تمرين غواړي. وروسته به تاسې په خپله وکولای شئ چې مخونه سم کړئ او نوې ليکنې ورګډې کړئ. په دې مخ کې به تاسې ته د سمون کولو بنسټيز معلومات وړاندې شي.

سمون څه ډول ترسره کېږي؟

لومړی د هغه مخ ته لاړ شئ چې غواړئ سمون پرې وکړئ. په سر کې به بېلابېل برخې ښکاره شي، چې يوه برخه د سمول په نوم دی. په دغه برخه کلېک وکړئ. دغه برخه په لاندې انځور کې ښودل شوي ده:

د نښانونو مالومات

نښان لنډنوم مالومات
زغرده بڼه د دې نښې په کارولو سره د (جملې) بڼه زغرده بڼې ته بدلېږي یا متن لوی ښکاري.
د متن کږول دا نښه جمله کږوي يا رېوند بڼې ته اړوي.
تړنه یا لینک نښلول دا د يوې ليکنې لپاره لينک يا تړونی ورګډول دي. که بهرنی لينک وي، نو ټکی د يوې لیندۍ (براکټ) [] په منځ کې ليکل کېږي، او که کورنی لينک وي، نو ټکی د دوه لیندیو (براکټونو) [[]] ترمنځ ليکل کېږي. په دې توګه تاسې کولی شئ هر ډول تړنه يا لينک په مقاله کې ورګډ کړئ.
دوتنه يا فایل ځای پر ځای کول د دې بټن په مرسته تاسې کولی شئ يو انځور يا دوتنه/فایل ورګډ کړئ. کله چې پرې کلیک وکړئ، بېلابېل انتخابونه به تاسو ښکاره شي چې د دوتنې نوم او نور معلومات ورکړئ.
نو ويکي فارمنټنگ کله چې تاسې دا بټن وکاروئ، نو د متن په منځ کې د ويکي ځانګړي کوډونه نور فعال نه وي او کار نه کوي
لاسليک هر کله چې تاسې چا ته پيغام ورکړئ نو بيا دا بټن وښایئ. ددې په لاره ستاسې لاسليک ورټومبل کېږي، خو دا لاسليک تاسې صرف د خبرو اترو او پروژو پر مخ کارولی شئ نور په ليکنو کې ددې اجازه نشته. که تاسې دا (~~~~)هم وليکئ نو هغه به په خپله ستاسې لاسليک کې بدل شي.
نوې کرښه ددې بټد دې بټن په مرسته تاسې يوه نوې کرښه پرېږدئ او له هغې کرښې څخه د ليکل پېل کولی شئ.
جگ ليک دا ځینې ليکلو بڼه (سایز) کوچنی (وړوکی) کوي لکه که موږ لومړی نوم <sup>دویم نوم</sup> وليکو نو هغه به داسې ښکاري: لومړی نوم دویم نوم


ټيټ ليک دا ځینې ليکلو بڼه (سايز) کوچنی کوي او هغه بيا لږ لاندې ليکي، لکه که مونږ لومړی نوم <sub>دویم نوم</sub> وليکو نو هغه به داسې ښکاري: لومړی نوم دویم نوم
وړوکی دا ټکي کوچنی ليکي لکه که زه پښتو <small>پښتو</small> وليکم نو د هغه پايله به دا وي:پښتوپښتو
د دې بټن په مرسته تاسې کولی شئ له يوې ليکنې څخه ډېر انځورونه يوځای ورګډ کړئ.
گولۍ دايره لليک ا بټن بېلابېلو کرښو ته د لړليک یا ګولۍ شکل ورکوي.
سرچينه دې بټن په مرسته تاسو کولی شئ سرچينه (ماخذ) ورګډ کړئ.
لښتيال یاجدول د دې بټن په مرسته تاسو کولی شئ جدول يا ټيبل ورګډ کړئ.

د نوې ليکنې ورګډول =

په لاندې کرښه کې د نوې ليکنې نوم وليکئ او د ورګډولو بټن باندې کليک وکړئ.

 

د لا ډېرو مالوماتو لپاره لاندې لاندې برخه هم ولولئ