ويکيپېډيا:قرآن کريم د هر پېر كتاب دى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له قرآن کريم د هر پېر كتاب دى نه مخ گرځېدلی)

د کتاب نوم : د ځوانانو لپاره د قرآن پوهنې زده کړې

ليکوال : اکبر حميدي هشترودي

ژباړه: ډاکټر ذبیح الله اقبال

____________________

قرآن کريم د هر پېر كتاب دى[سمول]

  كه څه پخوا  مو ورته اشاره  وكړه،چې قرآن شريف د رسول اکرم پر  مهال پر عربو نازل شوى  دى او بايد هغه شرايط هم په پام كې ونيول  شي،چې قرآنكريم  پكې نازل  شوى دى؛ خو دې مطلب ته هم پام پكار دي، چې قرآن يوازې د پېغمبر اکرم "ص" د وخت لپاره نه و او يوازې د هغه وخت د خلكو لپاره راغلى  نه دى .

څښتن تعالى وايي: ((تنزيل للعالمين=دا قرآن ټولو نړيوالو ته دى )) او په بل ځاى كې وايي : (( كافة للناس= دا قرآن  مو د ټولو خلكو لپاره درلېږلى دى ))

نو قرآن شريف د ټولو وختونو د ستونزو هوراونکى دى او د نړيوالو د ستونزو حل بايد په قرآن كې ولټول شي .

له غرضي او سليقه اى  برداشتونو ډډه  كول[سمول]

  انسانان بېلابېل حالات او روحيات لري او هر څوك خپل ځانګړي روحي شرايط لري،چې بايد د قرآن د مفاهيمو په درك كې له هر ډوله غرض او شخصي سليقو ډډه  وشي .

هغوى چې غرضي وى كوښښ كوي،چې د خپلو ځاني غوښتنو له مخې قرآن مانا او تفسير كړى او دا يو سور خط دى،چې انسان د خطر پر پاڼ  دروي،چې د قرآن په اصطلاح داسې تفسير ته  " تفسير به راى" ويل كېږي؛يعنې هغه تفسير، چي په خپله خوښه او شخصي غوښتنو شوى وي او له حقيقته لرې وي .

  " تفسير به راى " هغه خطرناكه طريقه ده، چې په تاريخ كې او اوس هم ترې ډېر دوه مخي ناوړه ګته اخلي .

د قرآن پر رموزو پوهېدنه[سمول]

د قرآن د سورتونو په پيل كې ځينې ټكي د رمز په بڼه راغلي،چې اصلي مفهوم يې  د پوهېدنې وړ نه دى؛ځكه پر مانا يې يوازې څښتن تعالى،رسول الله او "راسخون فى العلم" پوهېږي .

  موږ هم د لته ځينې رمزي حروف راوړي دي :                                                         الم (د آل عمران سور ت په پيل كې)

الر (د يونس سورت لومړى آيت)                                        

كهعيص (دمريم  سورت لومړى آيت)                                  

حم (د فصلت سورت لومړى آيت )

المص (د اعراف سورت لومړى آيت )

المر (د رعدسورت لومړى آيت )

طه (د طه سورت لومړى ټكى )

الر  (د هود سورت لومړى آيت )