بیټ لاکر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له فلش ته د پټنوم ورکول نه مخ گرځېدلی)

فلش ته د پټنوم (پاسورډ) ورکول!

په فلش کي مهم مالومات لرئ او نه غواړئ چې د ورکېدو په صورت کې د بل چا لاس ته ورشي نو فلش ته مو پټنوم پاسورډ ورکړئ،او ځان ډاډمن کړئ.

ډېر ساده او اسانه دا کار(فلش ته شفر ورکول) کولای شو،لاندي لارښووني یو په یو عملي کړئ څو فلش مو پاسورډ لرونکی شي:

۱-فلش مو له کمپیوټر سره وصل کړئ.

۲- د پیل (start) مینو کلیک کړئ او په لټون ځای کې bitlocker  ولیکئ او بیاbitlocker drive encryption  کیلک کړئ.

۳-په وروسته مرحله کې د ټاکلي ډرایو یا فلش پر turn on bitlocker کلیک وکړئ.

۴. خپل پټنوم ولیکئ او پر next کلیک وکړئ.

۵-اوس تاسو ته دوه اپشنونه یا انتخابونه مخته راځي په لومړي اپشن recovery key سره کولای سئ پاسورډ د یو فایل په ډول ثبت کړئ څو د هیري په وخت کې ورڅخه استفاده وکړئ او دوهم ايشن د همدې پټنوم فایل درته چاپوي.(که پرینټر نصب وي)

۷-بیا پر next کلیک وکړئ.

۸-خپل مخکینی پټنوم د تایید لپاره بیا ولیکئ او پر start encrypting کلیک وکړئ.(ځیني کمپیوټرونو کې بیا پټنوم لیکل نه غواړي)

۹-اوس ستاسو فلش پاسورد لرونکی شو،او هدف ته ورسېدلی(ځیني وخت کله چي فلش د data ډک وي نو پاسورډ اخیستل وخت نیسي.)

اوس د دې لپاره چې وګورئ چي ایا فلش مو پټنوم لرونکی شوی دی او که نه؟ د دې تشویش د رفع کولو لپاره مو فلش د بل کمپیوټر سره وصل کړئ او وګورئ چي فلش مو پاسورډ لرونکی شوی دی،اوس نو فلش ته د ننوتو لپاره همدا پټنوم کاروئ او د ورکېدو په صورت کي د بل کس د کارولو څخه ډاډه اوسئ.

له فلش څخه د پټنوم بیرته لیري کول:

۱-فلش له کمپیوټر سره وصل کړئ

۲-پر start مینو کلیک وکړئ،په لټون ځای کې bitlocker ولیکئ،bitlocker کلیک کړئ او بیا پر bitlocker drive encryption کلیک وکړئ.

۳-اوس پرturn off bitlocker کلیک وکړئ او وروسته decrypt drive کلیک کړئ،تر اخیرني کلیک وروسته مو فلش بلکل له پټنوم خلاص او د مخکې په ډول سو.

یادونه: پورته د شفر ورکولو کړنلاره یواځي فلش ته د شفر ورکولو لپاره نه بلکي ډرایو،باندیني هارډیسک او نورو ذخیروي الاتو (storage devices) لپاره هم کارولی شو.