ويکيپېډيا:عصمت الله شینواری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له عصمت الله شینواری نه مخ گرځېدلی)

عصمت الله شینواری (Ismatullah Shinwari) د صبت خان زوی چې د ۱۳۷۴ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې پر نهمه نېټه چې د ۱۹۹۵ زېږدیز کال د نومبر د میاشتې له دېرشمې سره په سمون کې وه، د ننګرهار ولایت د شینوارو لویې ولسوالۍ په شپږویشتمې ویالې کلي کې وزېږېد. عصمت الله شینواري ژبپوه، څېړونکی او ژباړن دی چې په پښتو ژبپوهنه او ادبیاتو کې یې بېلابېلې لیکنې، څېړنې او ژباړې کړې او خپرې کړې دي. نوموړی اوس هم د شینوارو لویې ولسوالۍ په شپږویشتمې کلي کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي. ده واده کړی دی او درې بچیان لري. یونس خان او شمشاد خان یې زامن او پښتنه یې لور ده.

زده کړې[سمول]

عصمت الله شینواری د ۲۰۰۲ زېږدیز کال د اګسټ په میاشت کې د شینوارو لویې ولسوالۍ په خپل کلیوال ښوونځي شپږویشتمې ویالې لېسې په لومړي ټولګي کې شامل شو او د ۲۰۱۴ زېږدیز کال د جون په میاشت کې یې په همدې لېسې کې خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې پای ته ورسولې او عمومي اول نومره ترې فارغ شو.

د همدې (۲۰۱۴ زېږدیز) کال په اګسټ میاشت کې د ځانګړي کانکور ازموینې له لیارې نوموړی د شینوارو لویې ولسوالۍ د غني خېلو اساسي دارالمعلمین، انګلیسي ادبیاتو ته بریالی شو او دغه دوه کلن مزل یې بیا هم په بریالیتوب سره پای ته ورساوه او د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل میاشتې په اخره کې د غني خېلو اساسي دارالمعلمین، انګلیسي ادبیاتو څخه هم عمومي اول نومره فارغ شو.

د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اپرېل په اخرو کې چې عصمت شینواری د غني خېلو اساسي دارالمعلمین، انګلیسي ادبیاتو څخه فارغېده، نو د کانکور ملي ازموینې له لارې د کابل پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي، پښتو څانګې ته بریالی شو. نوموړي پخپله ویل چې "که څه هم په انګلیسي کې پیسې شته او پښتو پورې ډېر لا خاندي، خو انګلیسي مې ځکه پرېښوده چې هغه غني ژبه وه او پښتو غني کېدو ته اړتیا لرله". نوموړي یاده څلور کلنه دوره د خپلو تېرو زده کړو په شان په بریالیتوب پای ته ورسوله او د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې په اخرو ورځو کې د کابل پوهنتون، ژبو او ادبیاتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه عمومي اول نومره فارغ شو.

عصمت شینواری پورته یادو شویو زده کړو سربېره انګلیسي ژبه زده کړه او تر څنګ یې لا د ښوونځي په پړاو کې کمپیوټر هم زده کړ او په ښوونځي کې یې د ماشومانو د حقونو دوه کلن پروګرام هم پای ته ورساوه چې د سوېډن کمېټې له لوري پرمخ بیول کېده.

کړنې او فعالیتونه[سمول]

عصمت الله شینواری (Ismatullah Shinwari) د صبت خان زوی چې د ۱۳۷۴ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې پر نهمه نېټه چې د ۱۹۹۵ زېږدیز کال د نومبر د میاشتې له دېرشمې سره په سمون کې وه، د ننګرهار ولایت د شینوارو لویې ولسوالۍ په شپږویشتمې ویالې کلي کې وزېږېد. عصمت الله شینواري ژبپوه، څېړونکی او ژباړن دی چې په پښتو ژبپوهنه او ادبیاتو کې یې بېلابېلې لیکنې، څېړنې او ژباړې کړې او خپرې کړې دي.
عصمت الله شینواری - Ismatullah Shinwari

عصمت الله شینواري لا د ښوونځي له وخته له ادبیاتو سره مینه درلوده او دی له موږ سره په ښوونځي کې په یوه ټولګي کې و. کله به چې په ښوونځي کې د دریځ او وینا یا هم د شعر او شاعرۍ خبره راغله، نو د عصمت الله شینواري نوم به یې په سر کې یادېده.

د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې یې شاعري پیل کړه او په شعرونو کې یې د ملتپالنې حس ژوندی و. ده تر ننه پورې د پنځو سوو په شاخوا کې غزلې او نور بېلابېل فورمونو کې شعرونه لیکلي دي.

د دارالمعلمین په موده کې چې دی د انګلیسي ادبیاتو محصل و، بېلابېلې انګلیسي مقالې یې ولیکلې او خپل پایلیک (مونوګراف) یې د انګلیسي ژبې د ویيرغونې پر جوړښت (Word Formation) ولیکه.

کابل پوهنتون ته په راتلو سره یې په پښتو ژبې لیکنې، څېړنې او ژباړې پیل کړې. ده د ژبپوهنې او ادبپوهنې په برخه کې بېلابېلې لیکنې او څېړنې وکړې چې په برېښنايي او چاپي رسنیو کې خپرې شوې.  په ژبپوهنه کې یې د غږونو یا فونولوژۍ په برخه کې څېړنې او لیکنې وکړې. خپل د لیسانس دورې پایلیک (مونوګراف) یې هم په همدې برخه کې ولیکه چې سرلیک یې (د پښتو ژبې غږونو فونیټیکه او فونیمیکه څېړنه) دی.

پر دې سربېره یې په کابل پوهنتون کې د لوی ننګرهار د محصلینو مهالنۍ چاپي خپرونې «سپین غر» بنسټ کېښود او د ده تر مدیریت لاندې یې درې ګڼې خپرې شوې چې دغه مهالنۍ اوس هم خپرېږي.[۱]

  1. شینواری، موسم خان. (۱۳۹۸). د عصمت الله شینواري لنډه پېژندنه.