عبدالرسول امين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له عبدالرسول امین نه مخ گرځېدلی)
پوهاند عبدالرسول امین

پروفیسر عبدالرسول امین (١٩٣٩ ز.دمې له ۱۰ ـ ۲۰۰۹.ز.داکتوبر ۳۱ ) د کونړ ولايت په وټه پور کلي کې دمحمد امين خان په کورنۍ کې زيږيدلي و.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې په افغانستان کې سرته رسولى او د مينځنيو او لوړو زده کړو ترسره کولو لپاره په ١٣٣٤ کال کې پېښور ته تللی و. په پېښور کې يې يو کال دانگريزي او اردو ژبې زده کړه وکړه او بيا دمينځنيو زده کړو دسرته رسولو دپاره د فارورډ سکول اينډ کالج کې شامل شو. په ١٩٦٠ کال کې فارغ شو او د لوړو زده کړو د پاره دپېښور په اسلاميه کالج کې داخله واخيسته. په ۱۹٦٦ کې ېې دماسټرۍ سند ترلاسه کړ وروسته له هغې بيرته افغانستان ته ستون شو .

په افغانستان کې ېې دندې

پروفیسر عبدالرسول امين افغانستان ته په بيرته ستنيدو دپښتو ټولنې غړيتوب ترلاسه کړ او بيا دکابل پوهنتون دادبياتو او بشري علمو په پوهنځي کې داجتماعي علومو داستاد په توگه وټاکل شو.. پروفيسر امين په ١٣٥٨ کال کې دوخت د رژيم دمخالفت په اثر زندان ته وليږل شو. او د زندان څخه تر خلاصيدو وروسته په افغانستان باندې دسرو لښکرو دراتگ سره سم پېښور ته کډوال شو.

د کډوالۍ په مهال ېې کلتوري او سیاسي هلې ځلې

د ١٩٨٠ څخه تر ١٩٨٥ کالو پورې په پېښور کې دملي اسلامي محاذ په تنظيم کې او هم دافغان اطلاعاتي مرکز کې کار کاوه. په ١٩٨٥ کال کې ، چې دده او يو شمير نوروافغانانو له خوا دازاد افغانستان دليکوالو ټولنه (وفا) جوړه شوه دی يې د ريس په توگه وټاکل شو وروسته دغه ټولنه دافغانستان دمطالعاتو په مرکز بدله شوه چې بيا هم پروفيسر امين يې مشري کوله. رسول امين دکډوالۍ په محال دمرکز له خوا يو لړ ملي او نړيوال سيمينارونه او کانفرانسونه جوړ کړل. دخپلواکۍ په نوم مجله ، دوفا مجله ، دوفا اخبار ، دافغانانو جريده او په سلگونو کتابونه يې ددغه مرکز څخه چاپ او خپاره کړل .

همدارز دافغانستان دمسلى په اړه په ډيرو ملي او نړيوالو سيمينارونو او کانفرانسونو کې هم کډون وکړ ، چې دهغې په ترڅ کې دامريکي متحده ايالاتو ، انگليستان ، فرانسي ، المان ، مرکزي اسيا ، ډنمارک ، هالينډ ، بلجيم ، سويس ، يونان ،ايټاليا ، ناروى ، مصر او نورو هيوادونو ته سفرونه وکړل کله چې په روم کې دافغانانو له خوا دافغانستان دمسئلې دحل په اړه افغانان سره راټول شول رسول امين يې دمخکښانو دډلې څخه و او بيا وروسته کله چې دبون دتاريخي پريکړې وروسته په افغانستان کې لنډ مهاله اداره رامينځ ته شوه دپوهنې دوزير په توگه وټاکل شو.

لیکلي او چاپي اثار

د پروفيسررسول امين يو شمير ليکني اثار چاپ شوي او هم دنورو ژبو څخه يې ډير اثار ژباړلي او چاپ باندې ېې رسولي دي ، يوه مهمه رساله ېې (( افغانستان د تاریخ له خطرناک پېچومي تېرېږي ۱۳۷۵)) نومېږي.

مړینه

پروفيسر امين دلنډ مهالې ادارې تر شپږ مياشتو پورې وزارت څخه وروسته دافغانستان دمطالعاتو دريس په توگه خپله موسيسه پر مخ وړله او له دې لارې يې دخپلو افغانانو په خدمت کې و. د ٢٠٠٩ کال داکتوبر دمياشتې په ٣١ داسټريليا دملبورن په ښار کې دورپېښې ناروغۍ له امله له دی نیمگړی نړۍ څخه ېې د تل لپاره سترگی پټی کړې.

سرچینه

سباوون مجلې وېب پاڼه