ښه اخلاق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له طبيعي عددونه نه مخ گرځېدلی)

کله چې خالد بن وليد (رضی الله عنه) عراق فتحه کړ: د عراق يوه دښته کې کليسا ومونده چې هغه کليسا ته «عین التمر» ويلې. په کليسا کې ۴۰ نفرو د انجيل ‌تدريس کې مشغول ول او د يادلو څخه بعد شرق ته ليګل کيدل چې عيسويت ته تبليغ وکړې. خالد بن وليد (رضی الله عنه) د عراق فتح نه بعد خوشى کړل، کليسا يي ړنګه نه کړه او هيڅوک هم ونه وژل.

هغه څلويښت نفرو کې «سیرین»، «یسار» او «نصیر» شتون درلود چې بيا دا درې نفره اسلام مطالعه کوې، او درې واړه په اسلام ايمان راوړې، مسلمانيږې.

لومړنې چې مسلمان شو نو الله جل جلاله ورته يو ﺯوى ورکړ محمد ابن سيرين په نوم چې د تابعينو امام په ‌حدیثو، فقه او د خوب تعبیر کې ده.

دويم چې مسلمان شو نو الله جل جلاله ورته د اسحاق بن اسحاق په نوم لمسې ورکړ. چې د خپل عصر مشهوره ليکوالانو څخه کڼل کيږې او «سیره بن اسحاق» کتاب د هغه تأليف کړې ده.

دريم چې ايمان راوړ نو الله جل جلاله ورته «موسی بن نصیر» په نوم يو ﺯوې ورکړ. چې آفریقا او اندلس ( اوسنې اسپانیایی) يي فتحه کړې وه. د ته اسلام او اصيل مسلمانان وائي

ټول کفار د اسلامې اخلاقو څخه متاثره شوې او بيا مسلمان شوي.

منبع: تاریخ «الکامل» از ابن اثیر.

حديثونه حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: [بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الْأَخْلَاقِ] ژباړه: زه د دې لپاره رالېږل شوی يم ترڅو خلکوته نيک اخلاق پوره کړم.

په مرسل حديث کي راغلي دي چي يو سړى و نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته راغي او ويل : اې د الله جل جلاله رسوله! دين څه شى دى ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل: ښه خوي او اخلاق ( البخاري)

رسول الله. صلی الله علیه وسلم فرمايلى: خير ما اعطي الناس خلق حسن (نسايي و ابن ماجه) ژباړه: د الله جل جلاله په نعمتونو کښي بهترين نعمت چي خلګو ته ورکړل شوى دى. هغه ښه اخلاق دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلی : ان من خيارکم احسنکم اخلاقا. (متفق عليه) ژباړه: چي په تاسو کي بهترين شخص هغه دى چي اخلاق يې ښه وي.

          ليک: عبدالواجد نیازی