دوست محمد نورستانی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له شيخ دوست محمد نورستاني نه مخ گرځېدلی)
شيخ دوست محمد رحمه الله
شيخ دوست محمد رحمه الله
شيخ دوست محمد رحمه الله

شیخ دوست محمد چې په یوه دینداره کورنۍ کې زیږیدلی وو د ۷ کلونو په عمر وو ، چې له خپل پلار څخه یې دیني زده کړې پیل کړې څرنگه چې شهیدشيخ صاحب له کوچنیوالي ډېر ذکی او ذهين وو، پلار يې غوښتل چې په خپل زوی باندې ديني علوم ووايي، نو ځکه یې د ( کانتوا ) سیمې له یوه عالم مولانا اختر محمد سره پاکستان ته واستاوو، شيخ صاحب له نوموړي عالم سره کابو څلور کاله په قبایلي سیمه باجوړ کې تېر کړل، هلته يې ورڅخه د فقهې ابتدايي کتابونه او عصري علوم ولوستل، او پاتې لومړنۍ، منځنۍ، او لوړې زده کړې يې په نورو مختلفو مدرسو کې له جيدو ديني عالمانو څخه تر لاسه کړې، د احاديثو کتابونه( صحاح سته ) يې د ( ۱۴۰۱ هجري قمري ) کال کې د پاکستان دخيبر پښتونخوا ایالت په مشهوره ديني اداره ( دار العلوم نعمانيه ) چارسده کې د وخت د لوی محدث مولانا (سميع الحق ) رحمه الله څخه ولوستل، په نهایي ازموينه کې يې بريالی او ممتاز سندتر لاسه کړ او د فضيلت دستار يې په نوموړې مدرسه کې ترسر کړ .

ژوند[سمول]

شیخ دوست محمد دحاجي سفر محمد زوی د لعل محمد لمسی په ۱۳۷۷ هـ ق کال کې دافغانستان په ختیځ کې دنورستان ولایت دکانتوا په سیمه کې دنیا ته راغی .

شیخ دوست محمد چې په یوه دینداره کورنۍ کې زیږیدلی وو د ۷ کلونو په عمر وو ، چې له خپل پلار څخه یې دیني زده کړې پیل کړې څرنگه چې شهیدشيخ صاحب له کوچنیوالي ډېر ذکی او ذهين وو، پلار يې غوښتل چې په خپل زوی باندې ديني علوم ووايي، نو ځکه یې د ( کانتوا ) سیمې له یوه عالم مولانا اختر محمد سره پاکستان ته واستاوو، شيخ صاحب له نوموړي عالم سره کابو څلور کاله په قبایلي سیمه باجوړ کې تېر کړل، هلته يې ورڅخه د فقهې ابتدايي کتابونه او عصري علوم ولوستل، او پاتې لومړنۍ، منځنۍ، او لوړې زده کړې يې په نورو مختلفو مدرسو کې له جيدو ديني عالمانو څخه تر لاسه کړې، د احاديثو کتابونه( صحاح سته ) يې د ( ۱۴۰۱ هجري قمري ) کال کې د پاکستان دخيبر پښتونخوا ایالت په مشهوره ديني اداره ( دار العلوم نعمانيه ) چارسده کې د وخت د لوی محدث مولانا (سميع الحق ) رحمه الله څخه ولوستل، په نهایي ازموينه کې يې بريالی او ممتاز سندتر لاسه کړ او د فضيلت دستار يې په نوموړې مدرسه کې ترسر کړ .

څرنگه چې شهید شيخ صاحب دنبوي احاديثو سره بې کچه مينه درلوده، نوځکه یي د احاديثو کتابونه يو ځل بيا په ( دار القرآن ) صوابي ) کې د وخت له لوی عالم شيخ القرآن مولانا محمد طاهر رحمه الله او شيخ الحديث مولانا محمد يار بادشاه رحمه الله څخه ولوستل.

د احاديثو تر څنگه يې د قرآن کريم تفسير هم په صوابۍسیمه کې د يادو شيخينو څخه اخذ کړ، دغه راز یې یوځل دقرانکریم تفسیر له مولانا عبدالسلام صاحب څخه هم ولوست .

علمي مقام او تدریسي ژوند[سمول]

شهيد شيخ صاحب ته الله تعالی ستر علمي شان اومقام په برخه کړی وو، چې د شاگردانو څخه پرته د هغه د سبق ملگري او د سيمې نور معاصر عالمان هم دهغوى په علمي نبوغ او تفوق باندې معترف وو.

شيخ صاحب د ټولو مروجه علومو څخه د اوو کالو په موده کې فراغت حاصل کړی وو، د فراغت په کال شيخ صاحب د عمر له لحاظه ډېر خام او کم سنه وو، چې پر مخ يې ږیره نه وه خو دښه لوړ استعداد له امله ورته دخپلو همدرسو ملگرو په منځ کې د بخاري شريف د قراءت وياړ حاصل وو.

شيخ رحمه الله خورا ذکي او سريع الذهن و، کومه مسئله به يې چې يو ځل په کتاب کې مطالعه کړه، هغه به یې بيا تر کلونو کلونو د حافظې په ارشيف کې پرته وه، د شيخ صاحب مرحوم علمي قوت او متانت له دې څخه هم څرگندېږي، چې هغوی په خپل اوږد تدریسي ژوند کې کله هم په درس کې پر پوښتنه نه دي غوسه شوي، او نه یې له کومې پوښتنې ځان تېراوو له هغوی نه خصوصا دتفسیرشریف په درس کې مختلفې پوښتنې کیدلې او ده ورته ځواب وایه .

شيخ صاحب د کتابونو مطالعې سره بې حده شوق لاره ناشنا کتابونه به يې په بيه اخستل او مطالعه کول يې همدغه وجه وه، چې شيخ صاحب ته د کتابونو گن عبارتونه او مشکل (گران) لغتونه زده وو، په مطالعه کې د شيخ رحمه الله وړومبی انتخاب د احاديثو کتابونه وو او په دوهمه درجه کې ورته د ( تفسيرونو ) مطالعه په زړه پورې وه، په مطالعه کې به يې عجائب او غرائب هم زيات خوښېدل، اوږدې نادرې کيسې به ورته يادې وې، کله به چې کومه تعجبي پېښه وليده، نو ملگرو او شاگردانو ته به يې هغه په ډېره مينه اوروله.

له فراغت وروسته نوموړي ددیني علومو په تدریس پیل وکړ چې دقبایلي سیمې باجوړ ايجنسي په ( ترخو ) سیمه کې د مولانا عبدالجبار صاحب په مدرسه ( تعليم القرآن ) کې یې کابو دوويشت (۲۲) کاله د نبوي احاديثواو نورو دیني علومو په خدمت کې بوخت وو، دغه راز کله چې نوموړی له دې سیمې څخه دیر ته لاړ او هلته دشیرینگل سیمې په گوریال کلي کې دیره شوه هلته یې هم علم او مطالعه مشغولا وه .

په دې موده کې نوموړي طالبانو ته د لوی دورې تر څنگ د فنونو هر ډول واړه او لوی کتابونه هم تدريسول او په رخصتیو کې به یې د موطأ امام مالک، موطأ امام محمد، معاني الاثار للطحاوي رحمه الله، سنن ابن ماجه، سنن نسائي او داسې نور کتابونه چې عموما پوره نه لوستل کیږي بالاستيعاب یي تدریسول .

نوموړي یو شمیر کتابونه هم تصنیف کړي چې نومونه یې په لاندې ډول دي

العقد الفريد في اثبات الفرد الشرعي من التقليد ،الدرر السنية ،الترجمان لعقائد الشبان ،البرهان الساطع علی عدم اعتبار اختلاف المطالع، تنبيه الانام عن حقيقة الدين والاسلام، هدية الکتوري في مقدمة الترمذي ، نداء البراءة والجهاد، المسدسات في مباحث الجهاد، خطبات مجاهد، نداء الفرسان لاهل البصيرة والايمان ، دروس الجهاد ، تحفة الاحرار

دیني دعوت او دشریعت دنفاذ لپاره هڅې[سمول]

شهید شیخ دوست محمد صاحب که څه هم دافغانستان دنورستان ولایت اوسیدونکی وو ، مگر د ډیورنډ پولې دواړو خواووته یې په خلکو خور پراخ نفوذ ، اعتبار او شهرت درلود ، نوموړی په باجوړ ایجنسۍ او شاوخوا سیمو کې دیوه پیاوړي اومخکښ دیني مشر په حیث پیژندل کیده .

جناب شیخ صاحب چې اصلي مشغولا یې دیني تدریس او امامت وو ، ورسره یې همیشه دټولنې اصلاح او شریعت دنفاذ لپاره هم هلې ځلې کولې .

نوموړي به همیشه ویل چې دمسلمانانو داوسنۍ بد وضعیت عامل په اسلامي نړۍ حاکم غیرشرعي مستبد او غرب ډول نظامونه دي ، دمسلمانانو عزت او سرلوړي یوازې هغه وخت اعاده کیدلای شي چې په اسلامي هیوادونو کې اسلامي واکمني د صدراسلام په ډول راژوندۍ شي ، په مسلمانانو باندې باید یوازې اسلامي قانون واکمني وکړي او شریعت چې ددنیوي ژوند هراړخیز او بشپړ نظام دی باید په عمل کې پیاده شي .

جناب شیخ صاحب له ډیر پخوا څخه داسلامي امارت یا خلافت ارمان درلود، کله چې په افغانستان کې دطالبانو اسلامي تحریک راپورته شو او دخلافت راشده په نهج برابر دیوه اسلامي نظام دجوړولو لپاره یې کار پیل کړ ، شیخ دوست محمد صاحب ورسره هر اړخیزه همکاري پيل کړه ، نوموړی له خپلو ټولو ملگرو سره داسلامي امارت په تشکیلاتو کې داخل شو له امیرالمؤمین ملامحمدعمر مجاهد سره یې بیعت وکړ او دشهادت ترنیټې پورې په هماغه بیعت وفادار پاته شو ، کله چې دطالبانو تحریک دافغانستان ختیخ ته ورسید شهید شیخ صاحب چې دا مهال یې دیني علوم تدریسول له خپل نفوذ نه په استفاده یې خورا سترجهادي او دعوتي خدمتونه سرته ورسول په پیل کې دکونړ او نورستان په ځینو سیمو کې داسلامي امارت په اړه غلط تبلیغات کیدل ، او ځینو خلکو غوښتل چې داسلامي امارت په خلاف خلک وپاروي ، مگر جناب شیخ صاحب ددې مناطقو خلکو ته د دعوت د لارې رهنمایي وکړه ، داسلامي نظام گټې او ضرورت یې ورته تشریح کړ ، ترڅو عام اولس په پوره اخلاص داسلامي امارت سره ودرید ، په دې لړ کې نوموړي دکونړ او نورستان ولایت بیلابیلو سیمو ته سفرونه وکړل او ډیر مخالف مشران یې دخبرو دلارې داسلامي امارت منلو ته تیار کړل د نورستان ولایت کامدیش ولسوالي دجناب شیخ صاحب دهڅوپه نتیجه کې داسلامي امارت ترولکه لاندې راغله او بشپړه اسلامي واکمني په کې ټینگه شوه .

دامریکایرغل او په وړاندې یې جهاد[سمول]

کله چي امریکایي اشغالگرو په افغانستان برید وکړ اوپه وړاندې مسلح جهاد پیل شو ، شیخ دوست محمد صاحب یو له هغو کسانو څخه وو چې په ډیر جرأت او متانت سره یې په ژبه ، لاس او مال سره جهاد پیل کړ ، نوموړي دامریکایي یرغل په مهال په باجوړ ایجنسۍ او دافغانستان په نورو سرحدي سیمو کې په سلهاوو ولسي خلک جهاد ته تیار کړل ، دغه راز یې خورا زیاتې مالې مرستې هم د مجاهدینو دکومک لپاره راټولې کړې .

دامریکایي یرغل دپیل په مهال دباجوړ ، ملاکنډ او دکونړ او نورستان په گاونډ کې له نورو سیمو څخه زرگونو ولسي مجاهدین دنفیرعام په شکل ددښمن مقابلې ته وړاندې شول او داسلام لپاره دهره نوع قربانۍ وعده یې ورکړه ، چې ځینې یې دجهاد ډگر ته هم لاړل ، په دې تاریخي ولسي جهادي پاڅون او نفیرعام کې دشیخ دوست محمد صاحب ستر رول وو ، وروسته چې کابل دامریکایانو ترتسلط لاندې راغی ، شیخ صاحب بیا هم کرار کېنناست ، بلکې هره شیبه په جهادي هلوځلوبوخت وو .

دیرغل په ابتدایي کلونو کې شیخ صاحب همیشه په دې هڅه کې وو چې په اولس کې جهادي روحیه راژوندۍ کړې ، دهمدې لپاره یې غږیږ تقریرونه ثبتول ، لیکلي پیغامونه او رسالې یې تیارولې او بیا به یې په اولس کې توزیع کولې ترڅو دجهاد له فرضیت څخه خلک خبر شي او دامریکایانو په خلاف قیام وکړي .

نوموړي دخپلو ملگرو یوه جهادي جبهه جوړه کړه او د نورستان په ولایت کې یې په جهادي عملیاتو پیل وکړ .

نورستان ولایت چې دافغانستان په سطحه دامریکایانوپه خلاف یو قوي او تاریخ ساز مورچل بلل کیږي ، دجهادي خوځښت مشري او ابتکار یې دشیخ دوست صاحب په واک کې وو ، شیخ دوست محمد صاحب چې داسلامي امارت په تشکیلاتو کې دنورستان ولایت والي یا جهادي مسؤل په حیث یې دنده ترسره کوله دنورستان د ټولومجاهدینو د استاد او رهنما حیثیت هم درلود ، ځکه ددې ولایت تقریبا ټول جهادي سرگروپان او ډلگۍ مشران دنوموړي شاگردان پاته شوي دي ، چې جهاد یې هم دنوموړي په هدایت او ترمشرۍ لاندې پیل کړی وو نوځکه دنورستان جهادي بریاوې د شهید شیخ صاحب کارنامې بللی شو ، داچې دشیخ صاحب په ابتکار په نورستان ولایت کې داسلامي امارت مجاهدینو کوم فتوحات ترلاسه کړل دلته ورته په لنډو اشاره کوو .

د شهید شیخ صاحب دمشرۍ په مهال په نورستان کې مهم فتوحات[سمول]

ـــ په ۲۴/ ۷ / ۲۰۰۲ م نیټه كله امريكايان نورستان ته راغلل نو د کامدیش دكوټيا دسيمې مجاهدينو په ،،ماركونډه،كې په يوامريكائي مرکز حمله ور وړه چې په نتيجه كې ۱۴ خارجيان ختم او گڼ نور ټپيان شول او په پای کې له سیمې وتښتیدل .

ــــ په ۲/ ۶/ ۲۰۰۴ م نیټه دكامديش ولسوالۍ دكوټيا په سيمه كې مجاهدينو پر دښمن بريالي عمليات ترسره كړل چې دغه جگړه په نورستان كې دمجاهدينو لومړي تر ټولو مهم عمليات بلل كيږي ددې جگړې په ترڅ كې مجاهدينو دجنرال ،، براون،، په نامه يو لوړ پوړى امريكائي پوځي جنرال وواژه چې جسد او وسله يې هم دمجاهدينو لاس ته ورغلل.

ـــ دوانت وايگل ولسوالي يوه تكړه جهادي مشر مولوى حضرت عمر فاروقي د ۲۰۰۷م كال داگست په مياشت كې دنيږدې ۱۵۰ تكړه ملگرو په ملتيا دارنس نومې كلي دامريكايانو په ستر بيز دخاردارو ټولو كمربندونو څخه په تېريدلو او بيز ته په ورننوتلو وتوانيد دامريكايانو او داخلي عسكرو په ضد بریالی برید وکړي ددوئ جگړې ۲ ساعته دوام وكړ چې په نتيجه كې بيز دطالبانو په لاس فتح شو او دكلي دهغه کسانو په وينا چې په اردو كې يې كار كاوه په دې برید کې ۱۶ - امريكايي او ۱۴ داردو عسكر ووژل شول. مولوى فاروقي اود هغه پنځه ۵ نور ملگري په همدې جنگ كې شهيدان شول خو په پايله كې يې امريكايان له سيمې وتښتيدل.

ـــ په ۵ رجب ۱۴۲۹ هـ ق كال دوانت وايگل ولسوالي دجمچگل په سيمه كې داشغالگرو عسكرو خورا ستر بيس چې دوئ ته يې خورا ستراتيژيك اهميت درلود دمجاهدينو دمسلسلو بريدونو له امله تخليه كړ او گڼ شمیر غنيمتونه دمجاهدينو لاس ته ورغلل .

ـــ د۲۰۰۸ م كال دجولائي په ۱۳ مه نيټه مجاهدينو دوانت په مركزي بيز خورا بريالي عمليات ترسره كړل چې ترڅ كې یې لسگونه امریکایي عسکر له منځه لاړل .

ـــ په ۲۰۰۸ م كال دكامديش ولسوالۍ دگوهرديش په ډبه بيسباندې مجاهدينو خورا بريالي عمليات ترسره كړل چې په نتيجه كې ۱۶ خارجې او داخلي عسكر له منځه لاړل او په پايله كې یرغلگرو دغه بيس تخليه كړ.

ـــ د۱۴۳۰ هـ ق په ذوالقعدة مياشت كې ۵۰۰ تنه مجاهدينو دكامديش پر دريو سترو بيسونو اورمړو،كمو ، اوشرپيټ، باندې تهاجمي عمليات ترسره كړل چې په ترڅ كې ۶۷ خارجيان او ۹ تنه داخلي اجيران له منځه ولاړل او ۴۳ پوليس او اردو اسيران شول په اخر كې ولسوالي ، قومانداني ، مركزي بيز او نورې ټولې دفاعي پوستې په بشپړه توگه د مجاهدينو لاس ته ورغلل، دغو برياليو عملياتو دافغانستان په عمومي وضعيت خورا ژور اغيز وكړ او دغربي رسنيو هغه دروغجن تبليغات په اوبو لاهو شول كوم چې دامريكايانو دكاميابئ او پر مختگ په اړه يې كول ان تر دې چې په هغه وخت كې دامریكايانو مشر جنرال مك كرسټل وويل چې كه ۴۰ زره اضافي عسكر زر ترزره افغانستان ته ونه ليږل شي زرده چې دافغانستان په نورو سيمو كې هم دنورستان تجربه تكرار شي.

ـــ په ۱۳/ ۱۱/ ۲۰۰۹ م نیټه دبرگمتال ولسوالۍ د بدين شاه په سيمه كې بهرنيو او كورنيو ځواكونو دشپې پرمهال يرغل وكړ چې ديرغل نه څه شيبې وروسته دمجاهدينو لخوا له كلك مقاومت سره مخ شول دغه مقاومت كابو ۶ ساعته دوام وكړ چې په ترڅ ې تر ۸۰ تنوپورې خارجي او دهغوئ داخلي گوډاگيانو ته مرگ ژوبله واوښته.

ـــ په ۲۹/ ۵/ ۲۰۱۰ م نیټه مجاهدينو دبرگمتال په ولسوالۍ بريالي عمليات ترسره كړل او په نتيجه كې يې ولسوالي فتحه كړه

ـــ په ۲۰۰۸ م كال داپريل په شپږمه نيټه ددوآب ولسوالي دشوك په كلي باندې خارجيانو يرغل وكړ چې دسيمې مجاهدينو لخوا كلك مقامت سره مخامخ شول په نتيجه كې ددښمن دوه څرخي الوتكې وغورځيدلې او بالاخره يرغلگر پر شاتگ مجبورشول پدغه جگړه كې ددښمن خورازيات جنگي تجهيزات دمجاهدينو لاسونو ته ورغلل .

ـــ د ۲۰۱۱ م كال مجاهدينو ته د دوآب پر ولسوالي تهاجمي بريد وكړ چې وروسته له ډير ساعت جگړې نه ياده ولسوالي په بشپړ توگه فتحه شوه او ډېر زيات غنيمت مجاهدينو تر لاسه كړل.

ـــ په ۷/ ۱۱ / ۲۰۱۲ م نیټه د نورگرام ولسوالي دكله گوش په سيمه كې اشغالگرو عسكرو خپله غټه پى آر ټى چې دوئ ته يې خورا ستراتيژيك اهميت درلود دمجاهدينو دمسلسلو بريدونو له امله تخليه كړه.

په د ۱۸/ ۷ / ۲۰۰۸ م نیټه دغازي اباد مجاهدينو د ډب بروړه په سيمه كې پر خارجي ځواكونو عمليات ترسره كړ چې په نتيجه كې له ۱۵ عدد ټانگونو څخه ۸ ټانگونه په بشپړه توگه له منځه يووړل چې پكې سپاره ټول سرتيري داور خوراک شول، په دغه كامياب بريد كې دوه لوړ پوړي امريكايان هم تلف شول.

ــــ په ۲۱ / مئ / ۲۰۰۹ م نیټه مجاهدينو دغازي اباد موجوده ولسوالي دنيشگام كلي سره جوړشوي دداخلي او خارجي ځواكونو په يو مهم مركز او يو بله دپوسته باندې تهاجمي بريد وكړ او ۱۲ تنه خارجيان او ۷ داخلي دملّي اردو عسكر ووژل شول او ديو ترجمان په گډون ۱۲ تنه دملّي اردو سرتيري ژوندي ونيول شول، او ياد مركز او پوسته په كامل ډول لمنځه يوړل شول.

دغه راز په ۲۰۱۱ م كال کې دكامديش ولسوالي دگوهرديش دسيمې پر پنځو پوستو مجاهدينو تهاجمي بريد وكړچې د گهيځ نه تر ۱۱ يوولس بجو پورې یې دوام درلود په نتيجه كې یې ۳۷ سرحدي عسکر ختم او يو تعداد ژوندي دمجاهدينو لاسونو ته ورغلل، همداراز پنځه واړه پوستې فتحه شوې .

په لوړو یادو شویو عملیاتو کې چې دافغانستان په معاصرو جهادي عملیاتو کې مهم او ټاکونکي عملیات بلل کیږي ، شهید شیخ صاحب یا په کې مستقیم شرکت درلودلی او یا هم دنوموړي په ابتکار ، مشوره او قومنده ترسره شوي دي ، چې دهمدې یادو شویو او گڼو نورو تاریخ سازو عملیاتو په برکت په نورستان ولایت کې دیرغلگرو پوځي زور مات شو ، او نورستان هغه لومړنی ولایت وو چې یرغلگرو ترې تیښته او شاتگ پیل کړ .

د شیخ دوست محمد شهادت[سمول]

دشیخ دوست محمد صاحب دجهادي ژوند معمول دا وو ، چې زیاتره وخت به دخپل مسؤلیت په ساحه کې په جهادي سیمو گرځیده ، کلي په کلي او جبهه په جبهه به یې دمجاهدینو او عام اولس حال اخیست ، هغوی ته یې دیني موعظې او هدایات اورول او کله ناکله خو به یې دقرانکریم ترجمه او تفسیرهم ورته کاوو ، دغه راز به یې دخلکو دیني پوښتنې او استفتاء وې ځوابولې .

شیخ صاحب له شهادت څخه وړاندې یو داسې خوب لیدلی وو چې نوموړي دشهادت بشارت باله ، چې بالاخره همداسې وشول او نوموړی په څو ورځو کې ددښمن په برید کې شهید شو، دنوموړي یو ملگری وایي چې شیخ صاحب له شهادت څو ورځې وړاندې راته وویل چې یو شهید ملگری او دده شاگرد مولوي سليمان د واما د کلي اوسیدونکی کوم چې د شيخ رحمه الله د شهادت څخه يو کال وړاندې شهيد شوی وو، هغه په آس باندې سپور دی او يو اس يې زما لپاره زین کړی ، له ځان سره راروان کړی دی او ماته وايي چې شيخ صيب، راځه چې ځو دا آس مې ستالپاره راوستلی دی، شيخ صاحب وویل، چې زه ورسره په آس باندې سپور شوم او ورسره روان شوم .

سره له دې چې شیخ صاحب په پرلپسې توگه ددښمن تر تعقیب لاندې وو ، څو ځلې یې چاپې ورباندې واچولې ، او د ۲۰۱۱ م کال په وروستیو کې یې دوه ځله د بې پیلوټه طیارې حملې ورباندې وکړې او څو ځله یې دنوموړي دشهادت دروغجنه ادعاء هم وکړه خو دې ټولو خطراتو نوموړی له جهادي فعالیت څخه منع نه کړ ، او په پوره زړورتوب یې دپخوا غوندې په نورستان کې خپل جهادي فعالیت ژوندی ساته .

تردې چې په ۱۴۳۴/۸/۲ هـ ق نیټه باندې دنورستان ولایت په شملي گل سیمه کې په داسې حال کې چې دیوه کور ترمخ ترڅپره لاندې له خپلو ملگرو سره ناست وو او دیوې شرعي مسئلې دحل لپاره یې په خپل لیپ ټاپ کمپیوټر کې کتاب مطالعه کاوو ددښمن د بې پیلوټه طیارې دبرید هدف وگرځیده او ددوو تنو نورو مجاهدینو مولوي محمد طاهر او یوه بل زلمی مجاهد سره په شهادت ورسید .

انا لله وانا الیه راجعون