Jump to content

سېربېروس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له سربرس نه مخ گرځېدلی)
سېربېروس
Κέρβερος (زړه يوناني) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
Orthrus (en) ژباړلHydra (en) ژباړلNemean lion (en) ژباړلchimera (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د

په يوناني افسانو کې د سربرس ټکي ته عموماً د «هيډيز» [د مړيو د نړۍ خدای] د ښکاري سپي [تازي سپی] په توګه اشاره کېږي، دا د زیاتو سرونو لرونکی يو سپي دی، کوم چې د مړیو د نړۍ د دروازو ساتنه کوي، تر څو د مړيو د تېښتې مخه ونيسي. هغه د «اکيډنا» او «ټايفون» د ديوانو له زوزات څخه و، او عموماً د درې سرونو د لرونکي په توګه تشریح شوی دی، لکۍ يې د مار په څېر ده، او له بدن څخه يې ماران راوتلي دي. سربرس په بنسټيز ډول د «هيراکليز» له خوا د نيول شوي په توګه پېژندل شوی و، چې د هيراکليز د دولسو مزدورانو څخه وروستی و.[۱]

لغتپوهنه

[سمول]

د سربرس د نوم رېښې [لغتپوهنه] معلومه نه ده. «اوګدن» هڅه کړې چې د دې نوم رېښې په اندو-اروپايي کې پيدا کړي خو "تر اوسه بريالۍ هڅه نه ده". ادعا شوې چې دا ټکی د سنسکرتي ټکي सर्वरा ، sarvarā سره تړاو لري، کوم چې د يما د سپيو څخه د يو په توګه استعمالېږي، دا بيا د پروټو-اندو-اروپايي ټکي *k̑érberos څخه اخيستل شوی دی، او معنا يې ده "داغ لرونکی". د نورو په څېر «لنکن» (1991) هم په دې رېښه لغتپوهنه اعتراض کړي. «مينفريډ مايرهوفر» هم د نوم دا رېښه پېژندنه رد کړې وه، چا چې د دې ټکي لپاره د استرو-اسيايي منشأ وړانديز کړی دی، «بيکس» هم دا وړانديز ردوي. «لنکن» د سربرس او «نورس» د افسانوي سپي «ګارمر» تر منځ يو ورته والي ويني، دواړو نومونو ته د پروټو-اندو-اروپايي رېښې *ger- سره تړاو ورکوي، چې معنا يې ده "په ستوني کې د غرېدلو اواز" (ښايي چې له دې سره د -*m/*b او -*r وروستاړي نښول شوي وي). په هر حال، د «اوګدن» په وينا، دا تحليل په حقيقت کې د «کربيرس» او «ګارمر» د دوه مختلفو ايندو-اروپايي رېښو (په ترتيب سره *ker - او *gher-) څخه د اشتقاق غوښتنه کوي، او په حقيقت کې د دې دوه نومونو تر منځ اړيکه نه جوړوي.[۲][۳][۴][۵][۶]

که څه هم ښايي چې یوناني نه وي، د سربيرس لپاره يوناني رېښې وړاندې شوي دي. د «سرويس» (څوک چې د ورجيل په اړه د څلورمې پېړۍ د وروستيو يو مبصر و) له خوا وړانديز شوي رېښې – خو د اوګدن له خوا رد شوي دي  - وايي چې سربريس له يوناني ټکي «کريوبوراس» څخه اخيستل شوی دی چې معنا يې ده "د غوښې خوړونکی". يو بل وړانديز دا دی چې سربرس له "کر بيريترو" څخه اخيستل شوی ټکی دی چې معنا يې د ه"د ژورې بدي".[۷][۸]

تشریحات

[سمول]

د هغه د سرونو د شمېر په ګډون، د سربرس تشريحات مختلف دي. عموماً سربرس درې سرونه درلودل، خو هميشه دری سری نه و. سربرس ډېر د ګڼو سرونو والا لرونکي خپلوان درلودل. د هغه پلار «تايفون» و، د مار په څېر او ګڼې پښې يې درلودې، او سربرس د درې نورو ګڼو سرونو لرونکو ديوانو ورور و، چې یو يې د مار په څېر ګڼو سرونو لرونکی «ليرنين هايډرا» و؛ بل يې «ارتهرس» و، دا د دوه سرونو والا سپي و چې د «جيرين» د څاريو ساتنه يې کوله؛ او درېيم يې «کايميرا» و، چې درې سرونه يې درلودل: يو سر يې د زمري، بل د بزې او بل د مار و. او د دې نږدې خپلوانو په څېر، سربرس هم، له ډېرو کمو انځوريزو استثنأتو په لرلو سره، درې سرونه درلودل.[۹][۱۰]

د سربرس په لومړيو تشریحاتو کې، د «هيسيواډ» تيوجوني [يو شعر دی] (شا اوخوا اتمه- اومه مخزيږديزه پېړۍ) کې، سربرس پنځوس سرونه درلودل، په داسې حال کې چې «پندر» (شا اوخوا 522 – 443 مخزيږديز) هغه ته سل سرونه ورکړي دي. په هر حال، له هغوی وروسته ليکوالان عموماً په نړيواله کچه سربرس ته درې سرونه ورکوي. د لاتيني شاعر «هوريس» يوه استثناء شته، د هغه په وینا سربرس يوازې يو د سپي په بڼه شکل درلود، او د مار په څېر يې سل سرونه درلودل. ښايي هغه هڅه کړې وي چې دا يو له بل سره سيال روايتونه يوځای کړي، د «اپولوډوريس» د سربرس سره د سپي درې سرونه دي، او د هغه له ملا سره د هر ډول مارانو يو سر دی، په داسې حال کې چې بيزانس شاعر «جان ټيزز» (چې ښايي د هغه د روايت بنسټ د «اپولوډوريس» کيسه وي)، سربرس ته پنځوس سرونه ورکوي، چې درې يې د سپي په څېر سرونه دي، او پاتې نور يې "د هر ډول درنده ګانو سرونه دي".[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په فنونو کې سربرس ته عموماً د سپي دوه سرونه (د ليدو وړ) په توګه ښودل شوی دی، هيڅکله هم له درې نه زياتېږي، خو کله کله يې يو سر وي. د لومړيو دوه انځورونو څخه په يو (شا اوخوا 590 – 580 مخزېږديز) کې، د ارګوس د یو «کورنتياني» پيالې څخه چې اوس ورکه ده، سربرس د سپي په څېر د یو عادي سر لرونکي سپي په توګه ښودل شوی و. د درې سرونو والا سربرس لومړۍ څرګنده شوې بڼه د شپږمې مخزېږديزې پېړۍ په منځنيو کلونو کې په «لاکونيايي» انځور شوې موندل شوې وه.[۱۵][۱۶][۱۷]

د «هوريس» له خوا د تشریح شوي سربرس چې د مار په څېر ګڼ سرونه يې درلودل، د سربرس په اړه یو اوږد روايت تعقيبوي چې يوه برخه يې د مار وه. ښايي چې دا د «هيسيواډ» په « تيوجوني» کې له مخکې څخه روښانه کړای شوی وي، په کوم کې چې د سربرس مور نيمه مار «اکيډنا» ده، او د هغه پلار د مار سر لرونکی تايفون دی. په فنونو کې، سربرس عموماً داسې ښودل شوی چې يوه برخه يې د مار ده، د بېلګې په ډول، په ورکه شوې «کورنتياني» پياله د سربرس بدن داسې ښودل شوی چې ماران ځينې راوتلي دي، په داسې حال کې چې د شپږمې مخزېږديزې پېړۍ د نيمايي کلونو «لاکونيايي» پياله کې بيا سربرس داسې ښودل شوی چې لکۍ يې د مار ده. په ادبي تاريخچو کې، د سربرس د مار په ډول طبيعيت لومړۍ ځانګړې اشاره د «مليټس» د «هيکټيس» (500 – 494 مخزېږديز) له منطقي روايت څخه موندل کېږي، چا چې سربرس يو ستر زهرجن مار بللی دی. افلاطون د سربرس مرکب طبيعيت ته اشاره کوي، او د «کالسيس»  يوفورين (درېيمه مخزېږديزه پېړۍ) سربرس داسې تشریح کړی چې د مار په څېر ګڼې لکۍ لري، او د اټکل تر مخې لامل يې د هغه مار ډوله طبيعيت دی، او سربرس ته د «اکونايټ» زهرجن بوټي له تخليق سره تړاو ورکوي. «ويرجل» وايي چې د سربرس د غاړې په شا وخوا کې ماران تاو شوي دي، او د «اويډ» له خوا تشریح شوی  سربرس بيا يوه زهرجنه خوله لري، غاړې يې "بد ماران" لري او ويښته يې له ګواښونکو مارانو څخه اوبدل شوي دي"، په داسې حال کې چې «سينيکا» وايي سربرس په څټ وېښته لري [لکه د اس په څټ-ورږ]، د مارانو څخه جوړ و او د مار په څېر یوه لکۍ لري.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سربرس ته نورې مختلفې ځانګړتياوې هم ورکول شوې وې. د «يوروپيډيس» په وينا، سربرس يوازې درې سرونه نه، بلکې درې بدنونه هم درلودل، او د «ويرجل» په وينا، هغه ګڼې ملاوې درلودلې. سربرس به خامه غوښه خوړله (د هيسيواډ په وينا)، او د اور په څېر ځلېدونکې سترګې يې درلودې (د يوفورين په وينا)، د درې ژبو لرونکې خوله يې درلوده (د هوراس په وينا) او دقيق اورېدل يې کول (د سينيکا په وينا)[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د هيراکلس دولسم مزدور

[سمول]

د سربريس يواځينی داستان د هيراکلس په مټ د هغه د نيولو اړوند دی. د هومر د وخت په اندازه ابتدايي ډول، موږ زده کړي چې هيراکلس «يوريستيس» استولی و، څوک چې د «ټیرنز» پاچا و، تر څو سربرس بېرته د مړيو د نړۍ له پاچا «هيډز» څخه راوړي. د «اپولوډوریس» په وينا، دا وروستی او دولسم کار دی چې هيرالکس ته سپارل شوی و، د «پيرتس» په نوم د يوې ورکې ډرامې په يوه برخه کې، (چې يا يوروپيډيز يا کريشيس ته منسوبه ده)، هيراکلس وايي که څه هم «يوريستيس» هغه ته د سربرس د بېرته راوړلو حکم کړی و، خو دا حکم د سربرس د ليدلو لپاره د کومې هيلې له امله نه، بلکې يوازې له دې امله و چې «يوريستيس» فکر کاوه چې دا کار ناشونی و.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

له هيراکلس سره د هغه په ماموريت کې د ايليوسيني اسرارو [مذهبي فرقه کېد داخلېدو مراسم] کې د داخلېدو له امله مرسته وشوه. «يوروپيډيز» د سربرس د نيولو لپاره د مذهبي مراسمو کې داخلېدل د هيراکلس لپاره نېکبخته بولي. او «ډايډوريس سيکليس» او «اپولوډوریس» دواړه وايي چې هيراکلس په دې مذهبي اسرارو کې داخل شوی و، تر څو د مړيو په نړۍ کې د ښکته کېدو لپاره چمتوالی ونیسي. د «ډايډوريس» په وينا، هيراکلس ايتنز ته ولاړ، چېرته چې د «اورفيس» زوی «موسيس»، په يوه فرقه کې د داخلېدو لپاره د مذبي رسوماتو مسئول و، په داسې حال کې چې د «اپولوډوریس» په وينا، هغه په «ايلوسس» کې «يومولپس» ته تللی و. [۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې

[سمول]
  1. "Cerberus". Merriam-Webster Online Dictionary. Merriam-Webster. نه اخيستل شوی 16 July 2009.
  2. Ogden 2013a, p. 105.
  3. Mallory, J. P.; Adams, D. Q. (2006). "Chapter 25.10: Death and the Otherworld". Oxford Introduction to Proto-Indo-European and the Proto-Indo-European World. Oxford, GBR: Oxford University Press. p. [۱]. ISBN 978-0-19-928791-8. OCLC 139999117.
  4. Lincoln, pp. 96–97.
  5. Mayrhofer, Kurzgefaßtes Etymologisches Wörterbuch des Altindoarischen s.v. karbaraḥ
  6. Beekes, R. S. P., Etymological Dictionary of Greek (Leiden: Brill, 2009), 1:678.
  7. Servius on Virgil, Aeneid 6.395; Ogden 2013a, p. 190; compare with Fulgentius, Mythologies 1.6 (Whitbread, pp. 51–52); First Vatican Mythographer, 1.57 (Ogden 2013b, pp. 73–74; Pepin, p. 36); Second Vatican Mythographer, 13 (Pepin, 106), 173 (Pepin, p. 171); Third Vatican Mythographer, 13.4 (Pepin, p. 324). According to Ogden, 2013b, p. 74, "creoboros is a genuine Greek word and does indeed mean 'flesh-devouring', but it has no part to play in the genuine etymology of Cerberus's name, which remains obscure".
  8. Room, p. 88.
  9. Hesiod, Theogony 300–314, Acusilaus, fragment 6 (Freeman, p. 15), Hyginus, Fabulae Preface, 151 Archived 5 November 2014 at the Wayback Machine., and Quintus Smyrnaeus, Posthomerica (or Fall of Troy) 6.260–268 (pp. 272–275) all have Cerberus as the offspring of Typhon and Echidna, while Bacchylides, Ode 5.56–62, Sophocles, Women of Trachis 1097–1099, Callimachus, fragment 515 Pfeiffer (Trypanis, pp. 258–259), and Ovid, Metamorphoses 4.500–501, 7.406–409 all have Cerberus as the offspring of Echidna without naming a father.
  10. Hesiod, Theogony 309–324 (although it is not certain whom Hesiod meant as the mother of the Chimera: Echidna, the Hydra, or Ceto); Apollodorus, 2.5.10, 2.3.1; Hyginus, Fabulae Preface.
  11. Gantz, p. 22; Ogden 2013a, p. 105, with n. 182; Hesiod, Theogony 311–312; Pindar, fragment F249a/b SM, from a lost Pindar poem on Heracles in the underworld, according to a scholia on the Iliad.
  12. West, David, p. 108; Ogden 2013a, p. 107; Horace, Odes 3.11.17–20 (West, David, pp. 101–103) ("a hundred snakes … triple-tongued"), Odes 2.13.33–36 ("hundred-headed"), Odes 2.19.29–32 ("triple tongue").
  13. Ogden 2013a, pp. 105–106, with n. 183; Sophocles, Women of Trachis 22–25 ("three-bodied"), 1097–1099; Euripides, Heracles 610–611, 1276–1278; Virgil, Aeneid 6.417–421 ("triple-throated", "three fierce mouths"), Georgics 4.483 ("triple jaws"); Ovid, Metamorphoses 4.449–451 ("three-visaged mouths", "triple-barking"), 9.185 ("triple form"), 10.21–22 ("three necks"), 10.65–66 ("triple necks"), Heroides 9.93–94 (pp. 114–115) ("three-fold"); Seneca, Agamemnon 859–862 (pp. 198–199) ("triple chains"), Hercules Furens 60–62 (pp. 52–53) ("triple necks"), 782–784 (pp. 110–111); Statius, Silvae 2.1.183–184 (I pp. 90–91) ("triple jaws"), 3.3.27 (I pp. 168–169) ("threefold"), Thebaid, 2.31 (I pp. 396–397), ("threefold"), 2.53 (I pp. 398–399) ("tri-formed"); Propertius, Elegies 3.5.44 (pp. 234–237) ("three throats"), 3.18.23 (pp. 284–285) ("three heads") Apollodorus, 2.5.12 ("three heads of dogs").
  14. Apollodorus, 2.5.12; Tzetzes, Chiliades 2.36.389–392 (Greek: Kiessling, pp. 55–56; English translation: Berkowitz, p. 48); Frazer's note 1 to Apollodorus, 2.5.12.
  15. Smallwood, p. 87; Gantz, p. 22; Ogden 2013a, p. 106. According to Gantz, "Presumably the frequent variant of two heads arose from logistical problems in draftmanship," and Ogden wonders if "such images salute or establish a tradition of a two-headed Cerberus, or are we to imagine a third head concealed behind the two that can be seen?" For one-headed Cerberus, see LIMC Herakles 2553, 2570, 2576, 2591, 2621.
  16. LIMC Herakles 2553 Archived 2017-07-10 at the Wayback Machine. (Smallwood, pp. 87, 97–98); Gantz, p. 22; Ogden 2013a, p. 106, with n. 184. A relief pithos fragment (c. 590–570 BC) LIMC Herakles 2621 (Smallwood, p. 92), seems to show a single lion-headed Cerberus, with snake (open-mouthed) over his back.
  17. LIMC Herakles 2605 Archived 10 July 2017 at the Wayback Machine. (Smallwood, p. 91); Schefold 1992, p. 129; Gantz, p. 22; Ogden 2013a, p. 106, with n. 185.
  18. Ogden 2013b, p. 63.
  19. Hecataeus of Miletus, fr. *27 a Fowler (Fowler 2000, p. 136) (apud Pausanias, 3.25.4–5), (cf. FGrH 1 F27); Ogden 2013a, p. 107.
  20. Plato Republic 588c.
  21. Euphorian, fragment 71 Lightfoot (Lightfoot, pp. 300–303; Ogden 2013b, pp. 69–70); Ogden 2013a, p. 107.
  22. Euphorion, fragment 41a Lightfoot, (Lightfoot, pp. 272–275 = Herodorus fragment 31 Fowler).
  23. Virgil, Aeneid 6.419,
  24. Ovid, Metamorphoses 4.500–501.
  25. Ovid, Metamorphoses 10.22–24
  26. Ovid, Heroides 9.93–94 (pp. 114–115).
  27. Seneca, Hercules Furens 785–812 (pp. 112–113). See also Lucan, Pharsalia 6.664–665, which has Cerberus' heads "bristling" with snakes; and Apollodorus, 2.5.12 whose Cerberus is snake-tailed and has "on his back the heads of all sorts of snakes".
  28. Euripides Heracles 22–25.
  29. Virgil, Aeneid 6.422.
  30. Hesiod, Theogony 311.
  31. Seneca, Hercules Furens 788–791 (pp. 112–113).
  32. For discussions of Heracles' capture of Cerberus, see Gantz, pp. 413–416; Hard, pp. 268–269; Ogden 2013a, pp. 104–115.
  33. Homer, Iliad 8.367–368; compare with Odyssey 11.620–626. Heracles is also given the task by Eurystheus in Hecataeus of Miletus, fr. *27 a Fowler (Fowler 2000, p. 136) (apud Pausanias, 3.25.4–5), (cf. FGrH 1 F27), Euripides, Heracles 1276–1278, Pirithous TrGF 43 F1 lines 10–14 (Ogden 2013b, pp. 69–70; Collard and Cropp, pp. 646–647); Euphorian, fragment 71 Lightfoot (Lightfoot, pp. 300–303; Ogden 2013b, pp. 69–70); Diodorus Siculus, 4.25.1; Hyginus, Fabulae 32.
  34. Apollodorus, 2.5.12. So also in Euphorian, fragment 71 Lightfoot 13 (Lightfoot, pp. 300–303; Ogden 2013b, pp. 69–70), and Tzetzes, Chiliades 2.36.388–410 (Greek: Kiessling, pp. 55–56; English translation: Berkowitz, p. 48). Euripides, Heracles 22–25, calls this labor the last. However according to Diodorus Siculus, 4.25.2 this labor was the eleventh and next to last, the twelfth being stealing the Apples of the Hesperides.
  35. Pirthous TrGF 43 F1 lines 10–14 (Ogden 2013b, p. 70; Collard and Cropp, pp. 646–647); Ogden 2013a, p. 113.
  36. Apollodorus, 2.5.12; so also, Tzetzes, Chiliades 2.36.394 (Greek: Kiessling, pp. 55–56; English translation: Berkowitz, p. 48). Apollodorus adds that, since it was unlawful for foreigners to be initiated, Heracles was adopted by Pylius, and that before Heracles could be initiated, he first had to be "cleansed of the slaughter of the centaurs"; see also Frazer's note 2 to Apollodorus, 2.5.12.
  37. Diodorus Siculus, 4.25.1–2.
  38. Euripides Heracles 612–613; Papadopoulou, p. 163.