ويکيپېډيا:رسول اکرم د قرآن تنزيل ته وجنګېد او حضرت علي به يې تاويل ته جنګېږي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

رسول اکرم د قرآن تنزيل ته وجنګېد[سمول]

او حضرت علي به يې تاويل ته جنګېږي[سمول]

( خصايص نسائي : ٤٠ مخ ) له حضرت ابي سعيد خدري ،( حاکم، مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٢٢ مخ ) له دوو لارو له ابي سعيد خدري ، ( امام احمد بن حنبل؛مسند :درېم ټوک، ٣٣مخ ) له ابي سعيد او د درېم ټوک په ٨٢ مخ کې له دوو لارو ، ( ابونعيم؛حلية الاولياء : لومړى ټوک،٦٧ مخ ) له ابي سعيد ، ( ابن اثير؛ اسدالغابه :درېم ټوک،٢٨٢ مخ ) له سرى بن اسماعيل له عامر شعبي له عبدالرحمان بن بشير او د څلورم ټوک په ٣٢ مخ کې، ( ابن حجر؛ اصابه : لومړى ټوک،لومړى قسم،٢٢ مخ ) له اخضر بن ابي الاخضر او همداراز د څلورم ټوک د لومړي قسم په ١٥٢ مخ کې له باوردي او ابن منده د سيف بن محمد له لارې روايتونه نقل کړي چې ناقلان يې وايي : رسول اکرم ته پر تمه وو،چې راغى، ټول يو ځاى لمانځه ته ولاړو، څو ګامه مخکې نه وو تللي،چې پڼه يې وشلېده، حضرت علي ته يې د ګنډلو لپاره ورکړ،چې حضرت علي وروسته پاتې شو او پېغمبر اکرم د خطبو پر ويلو لګيا شو،و يې ويل : په تاسې کې داسې څوک شته،چې د قرآن د تاويل لپاره به وجنګېږي؛لکه چې زه د قرآن د تنزيل لپاره وجنګېدم؛نو موږ ټولو چې حضرت ابوبکر او حضرت عمر هم راکې ول،سرونه راپورته کړل،چې کېداى شي مطلب يې موږ يو؛خو رسول اکرم وويل : نه په تاسې کې يو هم نه دى او هغه دى،چې له موږ شاته پاتې شوى،چې پڼې مو وګنډي، دا زېرى مو چې پر حضرت علي وکړ، چې رسول اکرم ستا په اړه  داسې وويل؛نو ډېره خوشحالي يې څرګنده نه کړه؛ ته وا رسول اکرم پخوا ورته ويلي وو . 

( استيعاب : دويم ټوک،٤٢٣ مخ ) وايي : له حضرت اعمش له ابي عبدالرحمان سلمي روايت شوى،چې وايي : د صفين په جګړه کې له حضرت علي سره وو،چې حضرت عمار ياسر به چې هر لوري ته تله؛ نو ټول اصحاب به هم ورپسې تلل، ته وا حضرت عمار يې بېرغ و او پر هماغه مهال يې هاشم بن عتبه ته وويل : هاشمه ! ددې تورو له پړکاره ځان جنت ته ننباسه،چې نن به  زه هم خپل دوستان؛يعنې محمد (ص) او ګوند يې ووينم؛ پر خداى قسم،که موږ ته ماتې راکړي او د هجر تر کجورو مو _ لکه چې په مدينه يا کوفه کې کومه سيمه ده _ وځغلوي؛نو بيا به هم ډاډ ولرم، چې هغوى پر باطله او موږ پر حقه يو او بيا يې شعرونه وويل،چې خلک يې پوه کړل،چې د صفين جګړه هماغه د رسول اکرم وينا ده،چې حضرت علي ته يې ويلي ول،چې د قرآن د تاويل پر سر به جنګېږې :

نحــن ضربناکم على تنزيله

فاليم نضربکم على تاويله

ضربـاً يزيل الهام من مقيله

و يذهل الخليل عن خليله

او يرجع الحق الى سبيله

يعنې موږ وو،چې په بدر، احد او احزاب کې مو د قرآن پر تنزيل جګړه درسره کوله او نن يې د تاويل په پار تاسې وهو،هغه وهل، چې يا سرونه له ځايه ونړېږي او هر ملګرى خپل ملګرى له ياده وباسي او يا داچې حق خپل بهير ته راستون شي .

( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٥،٣٩٠،٣٩١ مخ په دې اړه  روايتونه راوړي،چې په منځومال کې يې له حضرت ابي ذر غفاري نقل، کړی چې وايي : د خداى له استازي سره په بقيع الرقد (په مدينه منوره کې د يوې هديرې نوم دى) کې وو،چې ويې ويل : قسم پر هغه خداى،چې ژوند مې يې په لاس کې دى،چې په تاسې کې يو سړى دى،چې د قرآن د تاويل پر سر به جنګېږي؛لکه څنګه چې زه له مشرکينو سره د قرآن  د تنزيل لپاره جنګېدم او داچې جګړه يې د (( لا اله الا الله )) له ويونکى سره ده؛نو خلکو ته به ډېره ګرانه وي او د خداى له ولي به سرغړونه کوي،چې ولې مسلمانان وژنې او دا کړه به يې ناوړه وګڼي؛لکه څنګه حضرت موسى د حضرت خضر کړه ناوړه وګڼل، چې د خلکو بېړۍ يې سورۍ او يو ماشوم يې وواژه او له هغو خلکو يې دېوال جوړ کړ چې خواړه يې نه وو ورکړي حال داچې د بېړۍ سوري کول، د ماشوم وژل او د دېوال جوړول د خداى د رضا لپاره وو او د موسى خوښ نشو.

دا روايت ديلمي هم نقل کړى او د کنزالعمال د وينا له مخې،درېم روايت ابن ابي شيبه، احمد بن حنبل په خپل مسند کې، ابونعيم په حلية، ابويعلي په مسند، ابن حبان په صحيح، حاکم په مستدرک، ابونعيم په حلية، او سعيد بن منصور په خپل سنن کې هم نقل کړى دى .

(رياض النضره : دويم ټوک ،١٦٧ مخ ) او د هغه د وينا له مخې،احمد په مناقب،متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٤ مخ کې او د هغه د وينا له مخې،ابويعلي او بوصيري له حضرت علي روايت کړى،چې وايي : پېغمبر اکرم زما په لټه کې و،چې زه يې په يو بڼ کې ويده وموندم،چې پر پښه يې ووهلم او ويې ويل : پاڅه چې خوشحال دې کړم؛ته مې ورور،د زامنو پلار، ته به زما د سنت په پار وژنه کوې،څوک چې زما پر ژوند ومري؛نو د جنت په يوه ګوټ کې به وي او څوک چې ستا پر ژوندون ومري؛نو اجل به يې رارسېدلى وي او که څوک ستا تر مړينې وروسته ستا په مينه ومري؛نو خداى به يې د عمر د پاى ايمان په امنيت کې کړي  او دا حکم به تر هغه وي،چې لمر راخېژي او ډوبېږي .

رسول الله(ص)، حضرت علي ته د ناکثينو،قاسطينواو مارقينو[سمول]

د وژلو دنده ورکړې وه[سمول]

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٩ مخ ) په خپل سند له عقاب بن ثعلبه له حضرت ابو ايوب انصاري روايتوي،چې د حضرت عمر بن خطاب د خلافت پر مهال يې وويل : رسول اکرم حضرت علي بن ابيطالب ته دنده ورکړه،چې قاسطين،مارقين او ناکثين به وژنې .

او همداراز ( مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٣٩ مخ ) له اصبغ بن نباته له حضرت ابوابوب انصاري روايتوي،چې وايي : د خداى له استازي مې واورېدل،چې حضرت علي بن ابيطالب ته يې ويل : ((  ته به له ناکثينو سره په طرقات، له قاسطينو سره په نهروانات او له مارقينو سره د کجورو په پاڼو کې جنګېږې . )) حضرت ابو ايوب وايي : ورته مو وويل: رسول الله ! هغه مهال موږ ته د چا پلوي په کار ده . رسول اکرم (ص) وويل : د علي بن ابيطالب .

(د بغداد تاريخ: اتم ټوک،٣٤٠ مخ ) په خپل سند له خليد عصري روايتوي،چې وايي : د نهروان په جګړه کې مې له حضرت علي واورېدل،چې و يې ويل : رسول اکرم دنده راکړې چې له ناکثينو،قاسطينو او مارقينو سره وجنګېږم.

( د بغداد تاريخ : ديارلسم ټوک،١٨٦ مخ ) په خپل سند له علقمه او اسود روايتوي،چې ويلي يې دي : حضرت ابوايوب انصاري،چې د صفين له جګړې راستون شو؛نو ليدو ته يې ورغلم او ورته مو وويل : ابو ايوبه ! پر خداى ګران وې،محمد رسول  الله (ص)،چې مدينې ته راغى؛نو په کور کې دې مېشت شو او اوښ يې هم راغى او ستا د کور مخې ته ودرېد او رسول اکرم ته به چې خلکو څومره ټينګار هم کاوه؛نو رسول اکرم (ص) به ويل: خداى راته ويلي،چې چېرې دې اوښه ودرېده؛نو هلته به مېشت شم، چې د رسول اکرم اوښه ستا د کور مخې ته کېناسته؛نو آيا سره له دې دومره وياړنو او فضيلتونو درته په کار ول، چې توره راواخلې او د (( لا اله الا الله )) _ د حضرت معاويه لښکر  پر ويوونکيو يې راوباسې او ورسره وجنګېږې ؟ حضرت ابوايوب وويل : هېڅکله لارښـود خپلو لارويانو ته دروغ نه وايي؛رسول اکرم (ص) دنده راکړې،چې د حضرت علي په پلوۍ له درې ډلو سره وجنګېږو؛يو يې ناکثين، يو يې قاسطين او بل يې مارقين دي او مارقين حضرت طلحه، حضرت زبير او لښـکر يې دى،چې له حضرت علي (ک) سره يې کړى بيعت مات کړ او د جمل جګړه يې پيل کړه او قاسطين همدوى ول،چې له جګړې يې راستنېږم _ يعنې حضرات معاويه او عمرو عاص چې د صفين جګړه يې پيل کړه؛خو پر خداى قسم،چې تر اوسه خبر نه يم،چې مارقين څوک دي او کله به ورسره جنګېږو . رسول اکرم (ص) وويل : (( د سعيفات، نخيلات او نهروان اصحاب دي،چې انشاءالله ورسره به جنګېږو . ))  بيا يې وويل : ما په خپله د خداى له استازي اورېدلي،چې حضرت عمار ياسر ته يې وويل : (( له دينه وتلې، ياغي او ظالمه ډله به دې وژني او پر هغه ورځ ته له حق او حق له تا سره دى ، عمار ياسره ! چې ګورې علي پر يوه او خلک پر بله دي؛ نو په علي پسې ځه،چې هغه به مو له هدايته بې لارې نه کړي او هلاکت ته به مو بو نه ځي . عماره ! څوک چې په يوه توره له علي سره مرسته وکړي؛نو خداى به د قيامت پرورځ دوه تورې ورسره وکړي او څوک چې توره د علي پر خلاف او له دښمن سره يې وکاروي؛نو خداى به د قيامت پر ورځ له اوره دوه تورې ورباندې کړي . علقمه ! دومره وينا درته بس نه ده؛ خداى دې وبښه !همدومره درته بس دى ، خداى دې وبښه .

دا روايت ( متقي؛کنزالعمال : شپږم ټوک،١٥٥ مخ ) هم نقل کړى او ديلمي ته يې نسبت ورکړى دى .

( اسدالغابه : څلورم ټوک،٣٢ مخ ) په خپل سند له حضرت ابي سعيد خدري روايتوي،چې وايي : رسول الله (ص) راته د ناکثينو، مارقينو او قاسطينو د وژلو دنده راکړه . پوښتنه مو وکړه : د خداى استازيه ! ددې درېو ډلو د وژلو دنده خو دې راکړه؛خو هغه مهال د چا پلوي شو ؟ و يې ويل : ((  له علي بن ابيطالب سره،چې عمار ياسر به يې هم په پلوۍ وژل کېږي . ))

( اسدالغابه : څلورم ټوک، ٣٣ مخ ) په خپل سند له مخنف بن سليم روايتوي،چې وايي : له حضرت ابوايوب انصاري سره وو،چې ورته مو وويل : په همدې توره دې د رسول اکرم (ص) په پلوۍ مشرکان ووژل او نن پرې مسلمانان وژنې ؟ ويې يل : رسول اکرم د ناکثينو، مارقينو او قاسطينو د وژلو دنده راکړې ده .

دا روايت د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٨٨ مخ کې راغلى او په پاى کې يې راغلي دي : زه له ناکثانو او قاسطانو سره وجنګېدم او انشاءالله ډېر ژر به له مارقينو سره هم وجنګېږم .

( اسدالغابه : څلورم ټوک، ٣٣ مخ ) او سيوطي په درالمنثور کې د احزاب د سورت د (فَإِمَّا نَذْهَبَنَّ بِكَ فَإِنَّا مِنْهُم مُّنتَقِمُونَ ) د آيت په تفسير کې له ابن مردويه د محمد بن مروان له کلبي له ابي صالح له حضرت جابر بن عبدالله له رسول الله دوه روايتونه راوړي،چې په دويمي کې راغلي : د خداى استازي (ص) وويل : دا آيت د علي بن ابيطالب په اړه راغلى،چې تر ما وروسته به له ناکثينو، قاسطينو غچ اخلي .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٨٢ مخ ) له علي بن ربيعه روايتوي،چې وايي: حضرت علي پر منبر ناست و،چې  سړي وپوښت: ولې دومره وينې تويوې او د خپل اوښ په څېر ورسره معامله کوې؛د رسول اکرم له لوري دنده لرې که خپل شخصي نظر دې دى؟حضرت علي ورته وويل : پر خداى قسم،چې نه دروغ وايم او نه راته دروغ ويل شوي؛ نه په خپله بې لارې او نه يې بې لارې کړى يم؛بلکې هغه ژمنه ده،چې د خداى استازي راسره کړې او زيانکاره دى هغه،چې تور وتړي او رسول اکرم راسره ژمنه کړې،چې بايد تر هغه وروسته له ناکثينو، مارقينو او قاسطينو سره وجنګېږم .

( کنزالعمال : شپږم ټوک،٨٨ مخ ) له ثوري او معمر له ابي اسحاق له عاصم بن ضمرة له ابي صادق او همداراز د شپږم ټوک په ٣١٩ مخ کې له ابن مسعود،( محب طبري؛ رياض النضره : دويم ټوک،٢٤٠ مخ ) ، (کنزالعمال :شپږم ټوک،٣٩٢ مخ ) له زيد بن علي بن الحسين له پلاره له نيکه له حضرت علي او د اتم ټوک په ٢١٥ مخ کې له يحيى بن عبدالله بن حسن له پلاره ، ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،٢٣٥ مخ ) او د اووم ټوک په ٢٣٨ مخ کې په دې اړه  روايتونه نقل کړي،چې موږ يوازې د کنزالعمال د اتم ټوک په ٢١٥ مخ کې پر روايت بسيا کوو،چې په خپل سند يې له يحيى بن عبدالله بن حسن له پلاره روايتوي،چې وايي : حضرت علي پر منبر وينا کوله،چې يو سړى پاڅېد او و يې پوښتل : اميرالمؤمنينه ! – تر دې چې وايي _ د فتنې په اړه  خبر راکړه، آيا د خداى له استازي دې د هغې په اړه  پوښتنه کړې که نه ؟ حضرت علي وويل : هو! د (الم .أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ) ؛يعنې خلکو ! ايا ګومان موکړى، چې يوازې داچې ووياست ايمان مو راوړى؛نو خلاص به شئ او وبه نه ازمېيل شئ )) آيت،چې راغى؛نو پوه شوم،چې پېغمبر اکرم په موږ کې دى او نه ازمېيل کېږو او فتنه نه راځي؛نو پوښتنه مې وکړه : رسول الله ! دا کومه فتنه ده،چې خداى يې وعده درکړې ده . پېغمبراکرم (ص ) وويل : را ته يې وويل : ((  علي ! امت به مې ډېر ژر تر ما وروسته پر فتنه ککړ شي . )) ورته مې وويل : مور او پلار مې درځار! راته وواست،چې دا څنګه فتنه او کله ده او تر تاسې وروسته زموږ دنده څه ده ؟ پېغمبر(ص) راته وويل : ډېر ژر به له ناکثانو،قاسطانو او مارقانو سره وجنګېږې او بيا يې د بېل بېل نوم راوښود .