ويکيپېډيا:رسول الله (ص) : تر ما وروسته علي ولي دى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

رسول الله (ص) :[سمول]

تر ما وروسته علي ولي دى[سمول]

دا حديث د صحيح ترمذي په دويم ټوک، ٥٨ باب، ٢٩٧مخ؛ احمد بن حنبل د مسند د څلورم ټوک په ٤٣٧ مخ؛ حاکم د مستدرک د درېم ټوک په ١١٠ مخ؛ ابوداوود طيالسي د مسند د درېم ټوک په ١١١ مخ ؛ ابونعيم د د حلية د شپږم ټوک په٢٩٤ مخ؛ متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣٩٩ مخ او نسائي د خصايص په ٢٣ مخ کې او نورو ډېرو د يمن د جګړې په کيسه کې نقل کړى دى .  

( ابوداود طيالسي؛مسند: ١١ټوک،٣٦٠ مخ ) په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايتوي،چې پاک نبي،حضرت علي ته وويل : (( ته تر ما وروسته د هر مؤمن ولي يې . ))

( اسدالغابه : پينځم ټوک، ٩٤ مخ ) د وهب بن حمزه په ژوند لیک کې وايي : د هغه حديث يوسف بن صهيب له رکين بن وهب بن حمزه نقل کړى دى : له مدينې تر مکې له حضرت علي سره په سفر کې وم،چې په لار کې مې ترې يوه مکروه وليده او ورته مې وويل : پېغمبراکرم مې چې وليد؛نو خبره به دې ورته وکړم او چې رسول الله مې وليد؛نو کيسه مې ورته وکړه،چې راته يې وويل :

(( دا خبره مه کوه؛ځکه هغه تر ما وروسته د هر مؤمن ولي دى . ))

دا روايت مناوي هم د فيض القدير په ٣٥٧ مخ، هيثمي  د مجمع د نهم ټوک په ١٠٩ مخ، ابن حجر د اصابه د شپږم ټوک،لومړي قسم،٣٢٥ مخ او متقي  د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٥ مخ راوړى دى .

آيت : (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ)[سمول]

( فخر رازي ؛کبير تفسير ) د مائدې په سورت کې د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ) تر آيت لاندې ليکي : له حضرت ابي  ذر څخه روايت دى : د ماسپښين لمونځ مې له رسول الله سره وکړ،چې يو سوالګر جومات ته راننووت او سوال يې وکړ؛خو چا څه ور نه کړ ( د حديث نوره برخه په تېرو برخو کې تېر شو ) دا روايت ابواسحاق احمد ثعلبي هم په خپل تفسير کې راوړ دى .

( تفسير ابن جرير طبري : شپږم ټوک، ١٨٦ مخ ) په خپل سند له عتبة بن حکيم او همداراز په هماغه مخ کې بيا له غالب بن عبيدالله له مجاهد او سيوطي هم د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ) تر آيت لاندې او د وينا له مخې يې عبدالرزاق، عبد بن حميد، ابن جرير، ابوالشيخ او ابن مرودويه هر يو له بېل بېل صحابي او واحدي د اسباب النزول په ١٤٨ مخ له ابي  صالح له حضرت ابن عباس او فخر رازي  له عبدالله بن سلام او کنزالعمال د شپږم ټوک په ٣١٩ مخ او همداراز د اووم ټوک په ٣٠٥مخ  کې د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ) په باب روايتونه نقل کړي،چې دا آيت د حضرت علي په فضيلت کې راغلى،چې موږ يې يوازې د کنزالعمال د اووم ټوک،٣٠٥ مخ روايت راخستى،چې پکې راغلي : حضرت ابي  رافع وايي: رسول الله (ص) ته ورغلم،چې  د وحې په حالت کې و؛ نو ناڅاپه مې پام شو،چې يو مار د کوټې په ګوټ کې روان دى؛ګومان مې وکړ،که مړ یې کړم؛نو رسول الله به له خوبه راويښ شي او که مړ يې نه کړم؛نو کېداى شي رسول الله (ص) وچيچي؛ اړ شوم،چې د پاک نبي د ژغورولو لپاره د مار او د رسول اکرم په منځ کې سملم او پر همدې مهال پېغمبر اکرم پاڅېد،چې د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ)

آيت راغى او بيا يې وويل : الحمدلله .  بيا يې سترګې پر ما ولګېدې،چې په څنګ کې يې پروت يم؛نو پوښتنه يې وکړه : ولې دلته پروت يې ؟ ورته مې وويل : ددې مار له امله . راته يې وويل : پاڅه او مار ووژنه . ما هم مار وواژه . بيا يې له لاسه ونيوم او راته يې وويل : ابا رافع ! ډېر ژر به داسې خلک پېداشي،چې له علي سره به جګړه وکړي؛نو د خداى حق دى،چې له هغوى سره جهاد وشي او که چا د جهاد وسه نه درلوده؛نو په ژبه دې ورسره مبارزه وکړي او که دومره وسه يې هم نه درلوده؛نو په زړه دې ورسره جهاد وکړي،چې بې له دې بله دنده نشته .

همداراز طبراني په اوسط، سيوطي په درالمنثور، ابن مردويه له حضرت عمار ياسر او ذخاير العقبى (٨٨ او ١٠٢ مخونو ) کې له عبدالله سلام، واحدي په اسباب النزول، ابوالفرج ابن الجوزي، رياض النضره ( دويم ټوک،٢٧٧ مخ ) او د وينا له مخې یې، واحدي او ابوالفرج او فضائلي هم په دې اړه روايتونه نقل کړي دي .

(  ابن حجر؛ تهذيب التهذيب : يوولسم ټوک،٤٣٩ مخ ) ابراهيم بن زياد سبلان وايي : عباد بن عباد راته روايت وکړ،چې له يونس بن خباب سره وم او ورته مې وويل : د قبر د عذاب په اړه راته روايت وکړه، چې راته يې وويل : په دې کې يو لړ خبرې دي،چې ناصبيانو او د حضرت علي دښمنانو پټې کړې دي . پوښتنه مې وکړه : هغه کومه خبره ده ؟ داچې په قبر کې له هر چا پوښتنه کېږي،چې ولي دې څوک و ؟؛نو که ځواب دې ورکړ: علي! ؛ نو خلاصون به دې موندلاى وي .