د یونان او ایټالیا جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د یونان او ایټالیا جګړه (په یوناني: Ελληνοϊταλικός Πόλεμος, Ellinoïtalikós Pólemos)، چې د ایټالیا-یونان جګړې، پر یونان د ايټاليا لښکرلېږد او ۴۰ کال جګړې په نوم هم یادیږي، د ۱۹۴۰ کال د اکتوبر له ۲۰مې څخه د ۱۹۴۱ کال د اپرېل تر ۲۳مې پورې ایټالیا او یونان پاچاهیو تر منځ پېښه شوې. دا سیمه‌ییزه جګړه د دویمې نړیوالې جګړې له بالکان کمپاین څخه د محور ځواکونو او متحدینو تر منځ پیل شوه او په پای کې د بریتانیا او المان په مشارکت د یونان په جګړه بدله شوه. د ۱۹۴۰ کال په جون کې ایټالیا له فرانسې او بریتانیا سره د جګړې اعلان وکړ. د ۱۹۴۰ کال تر سېپټمبر پورې ایټالویانو پر فرانسه، سوماليا، بریتانیا او مصر برید وکړ. ورپسې په ايټالیا کې د یونان پر وړاندې د بریتانیا د متحد په تور یو متخاصم مطبوعاتي کنفرانس تر سره شو. یو شمېر لمسونې د اګست په ۱۵مه د ایټالویانو له‌خوا د یوناني سبک ایلي بېړۍ تر ډوبولو وروسته خپل اعظمي حد ته ورسېدې. موسولیني د اکتوبر په ۲۸مه یونان ته ضرب الاجل ورکړ او د یونان خاورې د ورسپارلو غوښتنه يې وکړه چې د یونان لومړی وزیر یوانیس متاکساس رد کړه.

پر یونان د ايټالیا یرغل چې د ایټالیا په کنترول کې البانیا څخه په بد ډول وسله‌وال شاهي پوځ له لښکرلېږد سره په کمزورې قومانده پیل شوه: ایټالویان له تمې خلاف د یونان د ځمکني پوځ له سخت مقاومت سره مخ شول او اړ شول چې د یونان البانیا پر پوله له غرنیو او خټينو اراضي سره مقابله وکړي؛ د بریتانیا د هوايي او مادي ملاتړ په مرسته یونانیانو د نوامبر تر نیمايي پوري د ايټالیا یرغل د یونان په خاوره کې ودراوه او ورپسې له خپل اکثریت پوځ سره منسجم شول او د ایټالیایانو د په شاتګ لپاره يې پر البانیا ځوابي برید وکړـ مخته تګ د ۱۹۴۱ کال په جنوري کې د البانیا په خاوره کې د ننه په څو لس کیلو مترۍ کې د کلیسورا بندر له ولکه کولو سره خپلې اعظمي کچې ته ورسېد. په ۱۹۴۰ کال کې د مارک مازوور په‌واسطه د ایټالیا د یرغل ماته او ځوابي برید د «ټولې جګړې لومړی محوري ماته» بلل کېږي، یونان د خپل مقاومت له ټیګښت سره ټول حیران کړل.  

جبهه د ۱۹۴۱ کال په فبرورۍ کې تثبیت شوه، چې هغه مهال ایټالویانو د البانیا جبهه د یونانیانو د ۱۴ لښکرو پر وړاندې له ۲۸ لښکرو سره پياوړې کړه (البته یوناني لښکر لوی وو). ایټالویانو د مارچ په میاشت کې نابریالی پسرلنی برید وکړ. په دې پړاو کې متقابل دوه‌اړخیز تلفات ډېر مصرف لرونکي وو، خو یونانیان د ایتالویانو په پرتله په تجهیزاتو او سړيو کې له لږ زیان سره مخ و، خو مهمات او ګڼې نورې سرچینې يې په خطرناک ډول لږ وې. هغوی همدارنګه د ایټالویانو خلاف د خپلو تجهیزاتو او افرادو د تاوولو/څرخولو وړتیا نه لرله. بل لور ته ایټالیايي تجهیزات ټیټ کیفیته او د لږ استفادې وړ وو، حال دا چې د ایټالویانو روحیه هم د لښکرلېږد په بهیر کې ټيټه پاتې شوه.  [۱][۲]

ادولف هېټلر پرېکړه وکړه چې د بریتانیا زیاتېدونکې لاس‌وهنه د المان شاته ګواښ دی، حال دا چې د ۱۹۴۱ کال د مارچ په لومړۍ په بالکان کې له محور سره د بلغاریا تر یوځای کېدو وروسته د المان پوځیان زیات شول، د بریتانیا ځمکني ځواکونه په بله ورځ یونان ته دننه شول. دا د دې لامل شوه چې هېټلر په محور کې د خپل متحد مرستې ته راشي. د اپرېل په په ۶مه المانیانو د خپل محور متحد لپاره د یونان پر شمال (د ماریتا عملیات) برید وکړ. یونانیانو د خپلو سړیو ډېره برخه له ایټالویانو په یو ډېر لګښت لرونکې بن‌بنست کې د البانیا په جبهه کې ځای پر ځای کړه او د متاکساس پیاوړې کرښه يې یواځې د خپل مجاز ځواک له یو پر درېيمې برخې سره پرېښوه. بریتانوي او یوناني پوځيان د یونان په شمال کې ډوب شول او المانیانو په چټکۍ سره په سویل او لویدیځ کې پرمختګ وکړ. د یونان پوځ په البانیا کې د المانیانو په واسطه له بېلېدلو څخه د مخنیوي لپاره په البانیا کې ځنډېدلی په شاتګ وکړ خو په ورو ورو د ایټالویانو له‌خوا وڅارل شول. یونان د ۱۹۴۱ کال د اپرېل په شلمه الماني سرتېرو او د ۱۹۴۱ کال د اپرېل په ۲۳مه ايټالویانو ته وسپارل شو. ورپسې یونان د بلغاریايي، الماني او ایټالوي پوځيانو په‌واسطه اشغال شو. د ایټالیا پوځ ۱۰۲۰۶۴ جنګي تلفات (چې ۱۳۷۰۰ مړه او ۳۹۰۰ ورک وو) او ۵۰۰۰۰ ټپیان لرل؛ یونان له ۹۰۰۰۰ څخه ډېر جنګي تلفات (چې ۱۴۰۰۰ مړه او ۵۰۰۰ ورک په کې شامل وو) او په نامعلوم شمېر ټپیان ورکړل. [۳][۴]

مخینه/ پسمنظر[سمول]

ایټالوي امپریالیزم[سمول]

د ۱۹۲۰ لسیزې په وروستیو کې د ایټالیا لومړي وزیر موسولیني وویل چې فاشیسته ايټالیا سپازیو ويټالي (د ژوند فضا) ټه اړتیا لري، دا به د هغې د خپل اضافي نفوس لپاره یوه وتلار/خروجي وي او دا به د نورو هېوادونو په ګټه وي چې د امپریالې/سترواکې ايټالیا په پراختيا کې مرسته وکړي. رژيم د مدیترانې د دانیوب په بالکان کې د لوړتياپالنې غوښتونکی و او موسولیني له جبل الطارق تنګي څخه تر هرموز تنګي پورې د فتحې خیال درلود. د البانیا پاچاهۍ د الحاق، د دالماسي د الحاق، د یوګوسلاویا پاچاهۍ او د یونان پاچاهۍ د اقتصادي او پوځي کنترول لپاره طرحې موجودې وې. فاشیستي رژیم همدارنګه د اتریش پر لومړي جمهوریت، د هنګري، رومانیا او بلغاریا پر پاچاهیو د تحت الحمایه هېواد د رامنځته کولو په لټه کې و چې د اروپا په هغه برخه کې پراته و چې د ايټالیا په نفوذ کې وه. [۵][۶][۷]

ايټالیا په ۱۹۳۵ کال کې د خپلې سترواکۍ د پراختيا لپاره د ايټالیا -ايټوپیا دویمه جګړه پیل کړه؛ د ایټالیا ډېرې یرغلګرې خارجي پالیسۍ چې د بریتانویانو او فرانسویانو «زیانمنتوبونه» یې راڅرګندول د فاشیست رژیم د امپریالي موخو د ريښتیا کولو لپاره یو فرصت وه. په ۱۹۳۶ کال کې د اسپانیا کورنۍ جګړه پیل شوه او ايټالیا تر هغې کچې په کې نظامي مرسته وکړه چې د فرانسیس فرانکو یاغي پوځيانو په بریا کې يې پرېکنده رول ولوباوه. د ايټالیا سترواکۍ ته د هسپانیې د غوړه‌مالۍ لپاره «یوه هر اړخېزه بهرنۍ جګړه» تر څو ایټاليا د جګړې په موقف کې پاتې شي او د «جنګیالیتوب کلتور» رامنځته کړي.    [۸][۹][۱۰][۱۱]

د ۱۹۳۸ کال په سېپټمبر کې ايټالوي پوځ پر البانیا د برید لپاره برنامې جوړې کړې، چې د ۱۹۳۹ کال د اپرېل په ۷مه پیل شوې او د درېیو ورځو په بهیر کې یې د هېواد ډېره برخه اشغال کړه. البانیا هغه خاوره وه چې ايټالیا «د خپل له حد څخه ډېر نفوس د کنترول لپاره د ژوند د فضا» او همدارنګه د بالکان لور ته د پراختیايي اډې په توګه کارولی شوی. ایټالیا د ۱۹۴۰ کال په جون کې پر فرانسه برید وکړ او ورپسې يې په سېپټمبر کې پر مصر یرغل وکړ. یوه طرحه پر یوګوسلاویا د برید لپاره جوړه شوه، خو د نازي المان د مخالفت او د ايټالیا پوځ د ترانسپورت /حمل و نقل د کمښت له امله وځنډېدله. [۱۲][۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Stockings او Hancock 2013، صص. 120–122.
  2. Hall 2014، ص. 117.
  3. James J. Sadkovich. "Understanding Defeat." Journal of Contemporary History, Volume 24, 1989. Page 38. Citing:' SME/US, Grecia, I, 943'.
  4. Stockings او Hancock 2013، ص. 87.
  5. Bideleux او Jeffries 1998، ص. 467.
  6. Martel 1999، صص. 184, 198.
  7. Mack Smith 1982، ص. 170.
  8. Bell 1997، صص. 70–71.
  9. Martel 1999، ص. 198.
  10. Preston او MacKenzie 1996، صص. 22, 50–51.
  11. Preston او MacKenzie 1996، صص. 21–22.
  12. Knox 2000a، صص. 78–79.
  13. Knox 2000a، صص. 181–182.
  14. Zabecki 1999، ص. 1353.